یوه چوکۍ او څلورڅلویښت کاندیدان

 

ګل آغا احمدي وردګ

 

د ۱۳۸۸ کال د ولسمشریزو ټولټاکنو لپاره کابو ۴۴ کسانو خپل ځانونه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سره راجستر کړي چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

شنهواز تڼی، محمد اکبربای، حامد کرزی، عبدالجبار ثابت، شاه محمود پوپل، محبوب الله کوشاني، بسم الله شیر، سرور احمدزی، معتصم بالله مذهبي، عبدالغفور روزي، فروزان فناه، شهلا عطا، عبدالله عبدالله، عبدالحسیب آرین، سیدجلال کریم، عبدالسلام راکټي، معین الدین الفتي، رمضان بشردوست، محمد هاشم توفیقي، حبیب منګل، بشیر بیژن، اشرف غني احمدزی، حسن علي سلطاني، ذبیح الله نورستاني، میرویس یاسیني، غلام فاروق نجرابي، میرسعید هاشمي، محمد داود، محمد نصیر انیس، عبدالمجید صمیم، عبداللطیف پدرام، عبدالقادر امامي غوري، محمد یاسین صافي، سیدجعفر هوفیاني، رحیم خان، ګل احمد یما، ضیاالحق حافظي، بازمحمد، سنګین محمد رحماني، محمد حکیم تورسن، نصرالله بریالی ارسلايي، هدایت امین ارسلا، غلام محمد ریګي او محمد اکبر اوریا.

داسې تمه کیده چې ښاغلی علي احمد جلالي، انوارالحق احدي او زلمی خلیل زاد به هم خپل نومونه د ټولټاکنو له خپلواک کمیسیون سره د کاندیدانو په توګه ولیکي خو د ۱۳۸۸ د غوايي د میاشتې د ۱۸ نیټې په تیریدو سره د ناڅرګندو دلایلو له مخې معلومه شوه چې یادو شوو درې واړو شخصیتونو د کاندیدانو په توګه خپل نومونه ثبت نه کړل او ښاغلی ګل آغا شیرزی مخکې له مخکې د ښاغلي حامد کرزي په پلوۍ له خپلې کاندیداتورۍ څخه تیر شوی وو.

مخکې لدې چې د خپلې لیکني مرکزي ټکي ته ورشو  د دې خبرې یادونه ضروري ګڼو چې یاد شوي نومونه د ولسمشرۍ د کاندیدانو په توګه نهایي بڼه نه لري بلکي د انتخاباتو کمیسیون په دې هکله څیړنه کوي چې کوم کسان د ولسمشرۍ د چوکۍ لپاره د کاندید په توګه وړ معیارونه پوره کولی شي او د نوماندو وروستی لیست به د ضروري مراحلو د تیریدو وروسته د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا اعلان شي.

موږ په خپله دغه مقاله کې غواړو چې د ولسمشریزو ټولټاکنو لپاره د کاندیدانو د ډیروالي موضوع تر خپلې څیړنې لاندې و نیسو چې ولې یو زیات شمیر کسان غواړي خپل ځانونه کاندید کړي او  د دې کار مثبت او منفي اړخونه څه دي؟

د جمهوري ریاست چوکۍ ته د کاندیدانو د ډیروالي موضوع مختلف دلایل او وجوهات لري چې ځینو ته یې په لنډه توګه اشاره کیږي.

د کاندید کیدو عمده دلایل

د یاد شوو کاندیدانو په ډله کې  ځینې کسان غواړي چې په واقعي توګه خپل هیواد، خلکو او ملت ته د خدمت جوګه شي او په ځان کې د دې وړتیا ویني چې د افغانستان په څیر یوه جګړه ځپلي هیواد کې د خلکو رهبري په داسې شان وکړي چې د سولې، سمون، هراړخیز پرمختګ او یوه ښه راتلونکي په طرف یې روان کړي.

ځینې کسان بیا په سیاسي معاملاتو کې د ګډون او له دې لارې د امتیازاتو د لاسته راوړلو لپاره ځانونه کاندیدوي او دوی غواړي چې له دې لارې په مطرح کاندیدانو زور واچوي چې هرو مرو یو څه امتیازات ورته و مني. نوموړي فکر کوي چې له بلې هرې لارې د داسې سیاسي امتیازاتو په لاسته راوړلو نه بریالي کیږي لکه چې په دې بهیر کې یې شونتیا لیدل کیږي.

ځینې کسان بیا غواړي چې یوازې نوم یې مطرح شي، خبري رسنۍ یې په هکله معلومات خپاره کړي، تصویر یې په دیوالونو نصب شي په تاریخ کې یې د نامه یادونه و شي او له ځان څخه له دې لارې د یوې مشهورې څیرې د جوړولو هڅه وکړي. هغوی په دې پوهیږي چې په مطبوعاتو کې به یا په لږ او یا ډیره پيمانه هرو مرو راڅرګندیږي او د افغانستان خلک به یې وویني چې فلانۍ خو هم ولا چې لویه سیاسي ککرۍ ده. دغه ډول افراد غواړي چې په خپلو سوانحو کې دا خبره ور زیاته کړي چې د جمهوري ریاست کاندید وو او بیا چې کله له عامو وګړو سره په مجلسونو کې کښیني نو د جمهوري ریاست د پخواني کاندید عنوان خو هرو مرو د هغه له نوم سره یادیږي. 

ځینې کسان بیا له واک او چوکۍ سره داسې یوه لیونۍ مینه لري چې په دې لاره کې له هرې لویې او وړې هڅې څخه مخ نه اړوي. دغه ښاغلی که لږ رایې وګټي  یا ډیرې، که لږ طرفداران پيدا کړي او یا ډیر خو نوموړي شخص ته مهمه خبره دا ده چې په دې ګرم اتڼ کې خپلې لیچې واړوي او هر ځل د هغه نوم په یو لړ مطبوعاتو کې را څرګند شي.

ځینې کاندیدان بیا غواړي چې خپله ډله، ګوند او حزب له دې لارې مطرح او د افغانستان خلکو ته یې د معرفي کولو هڅه وکړي. د دې حقیقت یادونه ضروري ده چې د افغانستان خلک د ګوندونو له بهیر سره چندان علاقه نه لري او نه هم زیاترو ګوندونو د دې هیواد په سیاسي چاپيریال کې د روښانه او ښو کړنو تاریخ درلودلی دی نو دغه ډول کسان د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته د کاندیداتورۍ له لارې څخه د خپلې ډلې شهرت زیاتوي.

په دې کې شک نشته چې ځینې اشخاص او ډلې له بهرنیو هیوادونو سره د شکمنو اړیکو د تړ په اساس د انتخاباتو په پروسه کې ګډون کړی او ځینې داسې غوښتنې مطرح کوي چې د افغانستان له اساسي قانون سره سمون نه لري.

د کاندیدانو د زیاتوالي مثبت اړخ

د کاندیدانو د ډیروالي مثبت اړخ دا دی چې د دیموکراسۍ او ولسواکۍ په دې دور کې هر افغان ته حق ورکړل شوی چې د خپلې وړتیا، علم، شخصیت او د خدمت د ادعی  سره سم خپل ځان د افغانانو د قضاوت په تله کې وتلي. په دې ځای کې هغو ګیلو ته مثبت ځواب ویل کیږي چې د یو شمیر کسانو او اړخونو له خوا وخت پر وخت مطرح کیږي او ادعی کوي چې ګواکي واک د یوې داسې منحصرې ډلې او طبقې په لاس کې دی چې له موجودو امکاناتو څخه ناوړه استفاده کوي.

اوس مهال د افغانستان د اساسي قانون له مخې  سیاسي فضا داسې جوړه شوې ده چې هر افغان په هغه کې ګډون کولی شي، د خدمت ټټر وهلی شي او د خلکو د قضاوت تلې ته ځان را وړاندې کولی شي.

د کاندیدانو د زیاتوالي یو بل مثبت اړخ دا دی چې یو شمیر تبلیغاتي کسانو، طباعتي کمپنیو او خبري رس ته د کار زمینه برابریږي ځکه چې زیاتره کاندیدان غواړي خپل عکسونه چاپ او د خبري رسنیو له لارې د یو مقدار پیسو په مقابل کې د خپل ځان لپاره کمپاین وکړي.

د کاندیدانو د معرفي کیدو او کمپاین پر مهال یوه ښه خبره دا وي چې زیاتره کسان مثبتې خبرې کوي دا چې په راتلونکې کې څه کیږي هغه بیله خبره ده خو کاندیدان خلکو ته نوې نوې او له هیلو ډکې خبرې کوي چې د خلکو په منځکې یو مثبت چاپيریال او مثبت فکر منځته راوړي.

د کاندیدانو د زیاتوالي منفي اړخ

د افغانستان په څیر په یوه جنګ ځپلي هیواد کې د ولسمشریزو ټولټاکنو لپاره د کاندیدانو زیاتوالی ګڼې ستونزې زیږولی شي چې ځینو ته یې په لنډه توګه اشاره کیږي.

لومړی: د رایو تقسیم او دویم دور ته د ټولټاکنو لیږدول

افغانستان د ژوند په داسې یوه مرحله کې قرار لري چې د یوه  سخت اقتصادي او امنیتي حالت سره مخ دی په دې توګه چې د امنیت په هکله هم له دې هیواد سره بهرنیان مرسته کوي او د اقتصاد په برخه کې هم زموږ هیواد په بهرنیو مرستو متکي دی. نو د چارو د زیاتو شنونکو په نظر که چیرې د جمهوري ریاست د چوکۍ لپاره د کاندیدانو شمیر زیاتیږي نو د خلکو رایې تقسمیږي او هیڅ یو کاندید به هم د دې جوګه نه وي چې پنځوس جمع یو رایې په لاس راوړي او ټولټاکنې دویم دورته درومي چې دا کار له اقتصادي او امنیتي پلوه د افغانستان لپاره مشکل تمامیږي.

دویم: د پانګې، وسایلو او وخت بیځایه لګښت

باید وویل شي چې هر کاندید هڅه کوي چې د خلکو د رایو د لاسته راوړلو، مشهورتیا او د ټولټاکنو د ګټلو په سیالۍ کې تر خپل وس پورې پانګه ولګوي او له مختلفو وسایلو څخه استفاده وکړي چې دغه بیوزله هیواد او خلک د ژوند په نورو اړینو ساحو کې دغه ډول پانګې او وسایلو ته سخت ضرورت لري چې د دې هیواد د زیربناوو په جوړولو کې کار ترې واخیستل شي. که فرضا هر کاندید د خپل انتخاباتي کمپاین لپاره یو میلیون  افغانۍ لګوي نو د ۴۴ کسانو د انتخاباتي کمپاین لګښت څلورڅلویښت میلیونه افغانۍ کیږي چې په نوموړي مبلغ څو ښوونځۍ جوړیدای او سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابریږي. همدارنګه د کاندید وخت هم بیځایه لګول کیږي، بیځایه ستړی کیږي او د یوه ناکام شخص په توګه یې نوم په ټولنه کې پاتې کیږي.

دریم: د هیواد په چارو کې بهرنیو حلقاتو ته د فعالیت زمینه برابریدل

یو شمیر کاندیدان په هر شکل سره غواړي چې  د خپل  ځان د معرفت لپاره لاس په کار شي نو د دې هیلې د سرته رسیدلو لپاره شاید چې له بهرنیو مغرضو او لاسوهونکو اړخونو سره تماسونه ټینګ کړي، د هغوی له مالي سرچینو څخه ګټه واخلي او د هغوی ناوړه شرایطو او زموږ په هیواد کې د لاس وهنې  منلو ته غاړه کښیږدي. دغه ډول کسانو ته دا خبره مهمه نه ده چې بریالی شی بلکي دا خبره ډیره مهمه ګڼي چې د خپلې کاندیداتورۍ په وسیله د افغانستان د ټولټاکنو پروسه له جدي ګواښونو سره مخ کړي او افغانستان نړۍ ته د یوه ناکام هیواد په توګه معرفي کړي.

څلورم:  د ټولټاکنو د کمیسیون لپاره د ستونزو زیږول

په دې کې شک نشته چې د کاندیدانو زیاتوالی په هراړخیزه توګه د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ته هم ډول ډول ستونزې زیږولی شي ، لګښتونه یې زیاتیږي او چارو ته په داسې ډول رسیدګي نه شي کولی لکه چې یو معقول شمیر کاندیدان په انتخاباتي سیالیو کې د ګډون لپاره را وړاندې شي.

پنځم: د انتخاباتو په پروسه باندې د خلکو د باور کموالی

کله چې دغه ډګر ته یو زیات شمیر داسې کاندیدان را د مخه شي چې اصلا د مشرۍ، رهبرۍ او د خلکو د باور وړ نه وي نو عام ولس فکر کوي چې دغه پروسه هم هسې د یوې نندارې لپاره تر سره کیږي چې په ټولیزه توګه د دې مهمې او ملي پروسې په هکله د خلکو د باور رایه کمیږي او په ټولټاکنو کې د ګډون لپاره زړه نه ښه کوي. خو که په ریښتنې بڼه څو داسې کاندیدان د خلکو له منځ څخه راووزي چې په هر اړخیزه توګه د رهبرۍ وړ وي نو د خلکو باور د ټولټاکنو په بهیر باندې زیاتیږي او په ډیره مینه د ټولټاکنو په پروسه کې ګډون کوي.

 

وړاندیزونه:

1.     وړ کاندید هغه مهال کولای شي چې د جمهوري ریاست د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون سره خپل نوم راجستر کړي چې د لس زره کارتونو پر ځای د سل زره کارتونه او د رایه اچوونکو لاسلیکونه له ځان سره ولري.

2.     هغو کسانو ته د کاندید په توګه د نوم لیکنې اجازه ورکړل شي چې د نورو ټولو شرایطو د پوره کولو  سره سره له یوه پیژندل شوي پوهنتون څخه د لوړو زده کړو سند ولري چې لږ تر لږه لیسانسه وي.

3.     داسې کاندیدان دې د کاندیداتورۍ له لیست څخه وویستل شي چې په جرمونو کې ملوث او یا د محکمې له خوا په جرم باندې محکوم شوي وي.

4.     له یوې ډلې څخه دې یوازې یوه کس ته د کاندید کیدو حق ورکړل شي په داسې حال کې چې د ځینو ډلو مشر او مرستیال دواړه د ولسمشرۍ لپاره کاندید دي. البته هغه هم داسې ډله ده چې د افغانستان هویت په رسمیت نه پيژني او ځانونه افغانان نه بولي.

5.     هر کاندید باید هیواد ته د خپل عملي خدمت داسې یوه نمونه وړاندې کړي چې ګټه یې عامه وي او د افغانستان د پرمختګ لپاره یې سر ته رسولې وي.

6.     د افغانستان حکومت دې د ملي شوری په تایید د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په چوکاټ کې د هیواد له لویو سیاسي، دیني او ټولنیزو پوهانو څخه داسې یوه دایمي کمیټه جوړه کړي چې د هر ډول ټولټاکنو لپاره د کاندیدانو اړوند اسناد په ژوره توګه  ارزوي او بیا وړ کاندیدانو ته د سالمې سیالۍ اجازه ورکوي.

 

اخځلیکونه:

·        د هیواد ورځپاڼه،  ۱۹۷۶ ګڼه، د ۱۳۸۸ د غويي ۱۹ نیټه

·        د آزادۍ رادیو، د ۱۳۸۸ د غويي د میاشتې د ۱۹ نیټې پروګرام

 


بالا
 
بازگشت