عزیزاحمدخوارمل

 

دافغانستان  داسلام  جمهوری دولت وراتلوونکی ولسمشر،جمهور ریس صاحب ته پرانېستى ليک !

 

«دشینوارو ،دشنډنډاودموسی قلعه دولسواليودا اوسنی اداري واحدونه اوجوړښت دی ،دولایت  واداري جوړښت اوتشکیل  ته لوړتیا ،پراختیا اوبدلون ومومي » :                                                                                              

                                                                        

 

دلــــوی اومهــربانــه خــــــــــدای په نامـــه

 

په ډېر درنښت دافغانستان د سیمه ایزو اداري واحدونود(۳)دروسیمو داوسنی تشکیلاتی جوړښت  په اړه ستاسوپه حضوراوستاسودپاملرنی دپاره وتاسوښاغلی ته په لاندی ډول سره دغه پرانېستی لیک وړاندی کوم :

زموږ دجګړی ځپلی  ټولنۍ اوپه خاصه توګه دګران هیواد افغانستان شریف اومتدین  اوسیدونکی،خلک اوولسونه  دژوندانه په ډېروبرخوکې زیاتی ستونزی لري  چې دهغه جملی څخه  یوهم ددغوسیمودخلکواو ولسونو تل پاته ستونزی دي . چې  دغه عینی اورښتونی  ستونزی دیولړ عواملواوپه خاصه توګه د دولت دنه پاملرنی دکبله دهیواددیوشمیرسیمو وخلکواو ولسونوته په ریالیسټکوسترومشکلاتواوپرابلمونوباندی اووښتی دی .او دبیلګی په ډول په څرګنده  توګه ویلی سم چې دډېرپخوا څخه تراوسه پوری   دننګرهار دولایت دشینوارودلوی  ولسوالی ، دهرات ولایت دشینډنډاودهلمند ولایت دموسی قلعه د ولسوالیواوسیدونکی،خلک اوولسونه ددغوستروستونزواو مشکلاتو سره دکالونو،کالونو راهیسی لاس اوګریوان دی  ځکه چې ددی دریو(۳) سیموسیمه ایز اداري واحدونه  او دااوسنی ددولت  اداری اوامنیتی پرسونل دمامورینو اودکارمندانو کوچنی  اولږتشکیل اوجوړښت چې دولسوالیو په چوکاټ اوجوړښت کې سته دی ،دغه دولتی اداري جوړښت ،اداری تشکیل اوچوکاټ په سیمه کې  دسیمی داوسیدونکو دډېرنفوس دزیاتوالی دکبله د خلکو ننی ورځنۍ ستونزی ... اوپرابلمونه نه شی حلولای اونه سي لیری کولای  او دغه تشکیل او جوړښت  دډېروکالونوڅخه راپه دی خوا په همدی حال باندی پاته سویدی ،نودهمدی کبله ددی سیمووخلکواو ولسونوته برسیره پردی چې  په ورځنی ژوند کې  حکومتی  اواداري ډېری ستونزی اوپرابلمونه یې رامنځته کړیدی او ورځ په ورځ خورازیات اقتصادی اوټولنیزی ستونزی هم  په نوروبرخوکې دوي ته  رامنځته کیږی،چې دغه نیمګرتیاوی ددی سمیودخلکواو ولسونو وژوند ته یې سترګواښ ورپيښ کړیدی  اوپه پایله کې خلک یې دخپل دولت څخه لیری کړی اوترکوم ځایه چې لیدل کیږی  دا اوسمهال ددی سیمی دخلکو او ولسونو اعتماد اوباور پر دولت باندی  رالږسویدی ،په دی ډول دپورتنیو ستونزواونیمګرتیاودمنځه وړلودپاره چې ډېر اړین اوپرځای دی ،نوکه ونوموړوسیمو ته   لوړتیااوارتقاء ورکول سي  او دولایت و اداری جوړښت او تشکیل ته دی  ور واړه ول سي ،او دراتلوونکی دولت دهر اړخیزعلمی او عملی مالی پلان له مخۍهره سیمه په جلا،جلاتوګه د ولسوالی څخه د ولایت  واداری چوکاټ ته لوړتیا ،ارتقاء اوبدلون ومومي ،نودنوی دولت دغه ولسی کړنه به  دپرمختګ اوانکشاف زمینه برابره کړی  اودخلکو دستونزودلیری کولودپاره ډېره ستره کړنه اولوی خدمت اوګټورکار به وشمیرل سي . همدارنګه اړین ګڼم چې دپورتنی مطلب دوړاندیزپه هکله په ټینګارسره دافغانستان  داسلامی  جمهوری دولت داساسی قانون  دلاندنی څوموادو  داحکامو په مطالعی ،استیناداولارښودنه سره داوسنی شرايطوپه نظرکی لرلو سره سم  چې دا هم ضروری  ده او د اساسی قانون ددغوموادوپه رڼاکې   چې  په  لاندی  ډول سره  لیکل سویدی یو وار تر نظرلاندی تیرشي  او یو ځل په دقیقه توګه  ودی موادوته پاملرنه وسي :

((شپږ پنځوسمه (۵۶)ماده )‎:

د اساسي قانون د حكمونو پيروي، د قوانينو اطاعت او دعامه نظم او امنيت ساتل د افغانستان د ټولو خلكو وجيبه ده. د قانون له حكمونو څخه بې خبرې عذر نه ګڼل كېږي  .

يو سلوشپږ ديرشمه (۱۳۶)ماده :

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اداره د مركزي ادارې او محلي اداراتو د واحدونو پر اساس له قانون سره سم تنظمېږي. مركزي اداره پرځينو اداري واحدونو وېشل كېږي چې د هرې يوې په سركې يو وزير وي. د محلي ادارې واحد ولايت دى. د ولايتونو او مربوطه ادارو شمېر، ساحه، برخې او تشكيلات د نفوسو د شمېر، ټولنيزې او اقتصادي وضعې او جغرافيايي موقعيت پر اساس د قانون له ليارې تنظيمېږي  .

يوسلو اووه ديرشمه ۹۱۳۷)ماده  :

حكومت د مركزيت د اصل په ساتلو سره د اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي چارو دګړندي كولو، ښه والى او د ملي ژوند په پرمختګ كې د خلكو د لازياتې ونډې اخيستلو په منظور، لازم صلاحيتونه د قانون له حكمونو سره سم محلى ادارې ته سپاري  .))

په دی توګه داساسی قانون  دنوموړواحکامو پربڼسټ  و محترم مقام ته  ددی لیکنۍ  اصلی موضوع چې ددی درو(۳) سیمودلوړتیا اوپراختیا په  اړه  ده په دی ډول په عرض  رسوم  : 

جګړه ځپلی ،سرلوړی ، وروسته پاته ،ګران هیوادافغانستان  دټول افغان ولس اودټولو اوسیدونکو مورده،اووهرافغان ته دننګ اوناموس حثیت لري  اودغه تاریخی ټاټوبی دټولوورونوملیتونواو اوسیدونکو ګډ کور هم بلل کیږی .په دی اساس ، دافغانستان داسلامی دولت دنافذسوی اساسی قانون دمندرجومتنونو،مطالباتواود   احکاموپه رڼا کې ددی  خاوری هربچې اوهر اوسیدونکی حق لري چې دخپل واک   اوتوان  په اندازه سره  دمورنۍ هیواد اودهغه دشریفو اومتدینواوسیدونکواوهیوادوالوپه چوپړکې خپل انسانی ،اسلامی او افغانی وجیبه اودندی  اجرا ،عملی اوتر سره یې کړی ،نوله دی کبله ماهم خپله دنده  وبلله  ترڅو دهیواد دیوشمیرولسوالیوپراداری اوتشکیلاتی جوړښت او پراداری سیمه ایزتشکیلاتی نیمګړتیاوو اوستونزوباندی چې ددی اداری واحدونو په جوړښت کښې  دډېرپخواڅخه موجودی  وي اودی او دغه ستونزی ددی سیمود ځایی اوسیدونکودپاره ډېرزیات اقتصادی ،اداری  اوټولنیز زیانونه ، اوخورازیات پرابلمونه  یې ددوي په ژوندکې رامنځته کړی دي هغه په ګوته اوڅرګنده یې کړم ترڅودهیواد خلک اوولسونه دخپل دولت اوحکومت سره وکولای سي  چې په دوه اړخیزه توګه سره  د  حکومت  او دخلکواو ولسونوترمنځ د دوواړخیزوښواړیکود رامنځته کولوپه وسیله سره خلک اوولسونه د افغان دولت پرشا اوخوا راټول کړی سي اوخلک پرخپل دولت او حکومتی ارګانونو اواداراتوباندی اعتمادوکړی  اوباوری سي .

لمړی ترهرڅه نه مخکې دغه څوټکی دپام وړ بولم :  

دمصلحتونوپراساس د«دای کوندی ولسوالی ،دسرپل ولسوالی اودپنجشیرولسوالی » اداری سیمه ایز ارګانونه پراخه سول اود ولایت په چوکاټ کې لوړتیایې  پیداکړ اواداری واحدونه یې پراختیا وموند . زما په هاند دحاکمه حکومت لخوا دسیمه ایزو ارګانونواو اداراتو لوړتیا اوارتقاء ددولت دپلان مطابق دنفوس اواراضیودپلوه چې اړتیا ورته محسوسیږی بیا دی نوداکړنی او اجراات دهغومثبتواوعینی واقعیتونواوفکتورونواو اړینوچاروپر بنیاد باندی عملی ،ترسره اورامنځته دی سي چې  دپراختیا اوپرمختګ دپاره ګټور اوښی  چاری دی وشمیرل سي ، نه داچې دمصلحتونوپر اساس دی دغه کړنه  سرته ورسیږی ،ځکه دپخوانیومصلحتونوڅخه دهیواد دخلکو او ولسونو لویه برخه د خپل دولت څخه په دی هکله په جدی توګه ګیله من  دي  او دپخوانی مصلحت اودسازش پایله (٪۸۰)اتیافیصده هم ناقص راووت،اودغه ترسره سوی دولتی کړنی دلته بڼسټیزی پوښتنی هم  رامنځته کوي : چې ایا سیمه ایزی اداری واحدونه اصلآ څه ډول جوړښت لري ؟د څه دپاره جوړیږی اوپرکوموفاکتورونواواړتیاووباندی رامنځته کیږی ؟اودکومو معیارونوپه نظرکې لرلوسره سیمه ایزی اداري واحدونه پراختیا مومي ؟ چې دا په خپله په ښکاره اوبربنډه توګه  دافغانستان داسلامی  دولت داساسی قانون او د دولتی اصولودموادوپه رڼا کې صورت نیسي ،نه داساسی قانون داحکامواو ددولت داصولوبهر، نویوملی اودموکراتیک دولت  د قانونی او اصولی چاروپه ترسره کولوکې تل ځان مکلف ګڼۍ چې دخپل هغه ټولو  امکاناتوپه لاس کې لرلوسره دسیمی داوسیدونکودغوښتنی پربنسټ دستونزو دلیری کولو اوهواری په خاطر ددولت اوحکومت لخوا داړیکورامنځته کیدل دخلکوسره داړیکوتامینیدل د دولت اوداداراتواوسیمه ایزوارګانونوداصلی  رسمی اوقانونی دندو دعملی کړنو څخه عبارت دی .

  اودمرکزی دولت پریکړه اوکړنه د سیمه ایز اداري واحدونو او ارګانونودپراختیاپه اړه له دی امله رامنځته کیږی  چې   دسیمی دخلکودستونزواود دولت دیوشمیرپرابلمونودلیری کولودپاره دغه اداري واحدونه اوجوړښتونه  دیومنظم پلان دلاری نه لوړتیا اوپراختیا مومي اونوی ارګانونه او ادارای جوړښتونه  ددولت ترمستقمی لارښودنه لاندی  په قانونی توګه  سره رامنځته کیږی چې په هغه کې  ټولی دولتی  اوحکومتی چاري  دخلکو داسانتیا دپاره په مختلفوسیاسی،ټولنیز، کلتوری،فرهنګی  ،اقتصادی  ،هنری، دینی ،مذهبی ،نظامی ،ښوونه او روزنه ،روغتیا  صنعت ،کرهڼه،مالداری ،ساختمانی ،انکشاف اوپرمختګ اوپه نوروعام المنفعه برخوکې په مساوی ،برابر،متعادل ،عادلانه اومتوازون توګه سره په نظر کې نیول کیږي اوپه  دی هکله ګټوري کړنی عملی اوتر سره کیږي   .      

 نوپه لنډه توګه سره ویلوسوچې سیمه ایز ادارای واحدونه : هغه سیسټمونه دی چې د دوي بنسټیزه دنده اواساسی چاري  دحکومت اودخلکوترمنځ  د دوو اړخیزوښواړیکورامنځته کول لور ی (سمت)ورکول اوسازمان ورکول  ،د دولت لخوا دقانون په چوکاټ  کې  دخلکو دهوساژوندکولو ،امن  ....... اودیوشمیرنورومسایلوداسانتیاود پاره ترنظرلاندی نیول سویدی . اوهغه کسان چې  ددولت لخوا دپراختیایی  اداری  ومخته بیولواوسازمان ورکولو ته ګمارل کیږی اداری کارکوونکی او اداری مشران دی چې  د دولت ټولی پریکړی اوسیاسی ،ټولنیز،اواقتصادی .... کړنلاری ،پلانونه  اونوری چاری دخپلونورواداری اوامنیتی څانګوپه ملګرتیا اوداداری واک په ملاتړ سره اجرا اوعملی کوی  اوسرته یې رسوی اوپه سیمه کښې دخلکو دسراومال ساتنه امنیت اوسوله ،ثبات تامینول اودخلکو اداره کول په  خپله غاړه باندی لري  . 

ښاغلی جمهور ریس صاحب  :یوشمیر آوازی په رښتینی توګه سره خپری سویدی اوخصوصآ یوشمیر وعدی  هم ترسره سوی دی چې ښاغلی کرزی صاحب دجمهوری ریاست  دټول ټاکنۍ دپاره په خپله ګټه دبل ځل دجمهوری ریاست دڅوکۍ دلاسته راوړو دپاره دښاغلی محقق اوښاغلی خلیلی اودنوروډلواوټپلواووسله والوګروپونودمشرانوسره چې  دټول ټاکنۍ د بهیر مخکې دنوموړوسره ترسره کړی ترڅودوي او د دوي پلویان په ټول ټاکنوکې دښاغلی کرزی نه ملاتړ وکړی  اوخپل وټونه اودخپلو پلویانووټونه دښاغلی کرزی  په ګټه وکاره وي  دغه یوډول کړنه دیولړدوه اړخیزی زدوبندونو  په نظرکی لروسره چې د دواړوخواوو ترمنځ لاس لیک سوی او رامنځته سویدی اودټول ټاکنوپه بهیر کې هم څرګنده سوه اودعامه خلکولخواغیراصولی کړنه هم وبلل سوه، او ماپه خپله ددی لیک لیکوونکی هم په دی هکله دښاغلی محقق یوبیانیه چې دافغانانوپه یوانټرنيټی سایټ کې ،دآواپرس په نوم په انټرنیټی سایټ کې ځای پرځای سوی وو، دغه بیانیه چې دکرزی صاحب سره دزدوبندونوپه اړه وو په دی سايټ کې ایښودل سوی وو،ما واوریدل  اوماته  ډېره په زړه پوري وګرځیدی چې بیا مې دخپل وګړنی احساس اووطنی دندی پر بڼسټ مې دغه پرانېستی لیک ستاسوحضورته  ولیکل او ومې غوښتل چې دنوی جمهور ریس اودګران هیواددمحترموچارواکو اودګرانو هیوادوالوپاملرنه یو واربیا ودی مسایلوته را وګرځوم  ،اودغه مسایل هم یودهغومهمولانجواو خبراتروڅخه دی چې زموږ په ګران هیوادکې دناامنیواوجنګ جګړواصلی او اساسی ریښی سره د یوشمیرنوروعواملواوعلتونوسره په اړیکی کې دی ،  همدارنګه وټولو هیوادوالــوته بربنډه اووژته ده چې په بنسټیزه   تـــوګه سره یوګــــڼ شمیراړین مسایل او موضوعات په ښکاره اوڅرګنده توګه سره موجودی دي اوسته دي چې دهیواددمیلیونوخلکو او اوسیدونکوسرلیک ورسره تړلی دی که په دقیقه اوواقعی ډول اوقانونی توګه سره  ددولت دلوړپورچارواکوخصوصآ د((دولت دجمهور ریس  اودهغه ددری ګونی قواوو)) پاملرنه ورته ونه  ګرځول سي  اودخلکودستونزواوپرابلمونودلیری کولودپاره پریکړنده فیصلی اوداړتیا وړپریکړی رامنځته نه سي  اویوه بنسټیزه،اصولی اواساسی دحل لاره ونه لټول سي ، په ګران هیواد کې سوله اوامن نه سي رامنځته کیدلای اوعادلانه نظام  چې ټوله مسایل یې پرعالادنه ویش اومتوازون  ښونه او روزنه اومتوازون اقتصادی  اومتوازون  ادارای پراختیا،پرمختګ اوانکشاف  باندی  ولاړ نه وي  دغه ستونزی ،اخ اوډوب اوشخړی به پایښت ولري .  

په همدی ډول سره  کله چې  پرهیواد اوپرهیوادنی مسایلوباندی خبری کیږی هر څوک په خپل ځګر لاس  تکهوی  او وایی چې ترما هیواد دوست اوهیواد پال مشر او بل لارښودنسته اوپه همدی ډول سره ځان دخپل هیواد اودهغه دمیشته ولسونو،دخلکواودپرګنو  تکړه دوست،صادق اووفاداره خادم اوخدمت ګار اومشربولی اوځان په همدی  ډول سره ورپیژنی،نوزما په اند رښیتنی ،صادق،وفادار، دهیواد دټولوچاروپه اړه بامسؤولیته اومسؤول انسان اوخادم اوخدمتګذاره ،لارښوداومشرهغه څوک اوهغه کس دی  چې په هیواد اوپه ټولنه کې  دهغو مدللونورمونواومثبتواو واقعی پرنسپونوپربڼسټ دهیواد اودهیواد داوسیدونکو دملی ګټو،ویاړونواوعادلانه اومنصافانه چاروپربنیاداواصولو باندی په هره برخه کې یې قانونی ،اصولی اوګټوری دندی  عملی  کړی اوهغه په نظرکې ولري او په ښه توګه دوخت اوزمان داړتیا سره سم ترسره کړي ،کمپرمایز،سازش  اوموافقی  دیوی انسانی ،دیموکراټیک مدنی  اوعادلانه ټولنی دقانونی اصولواودمعیارونو سره سم رامنځته کیږی چې په هغه کې دهیواد دملی ګټواومنافعیوڅخه ساتنه،دهیواد دپاره ترقی ،پرمختګ ،سوله ،امن،ثبات اودټولواوسیدونکو دګټوخوندی ساتل اودملی مصالحو تظمینول  اوتامینول په کې ځای ولري او تحقق ومومي . کمپرمایز،سازش  اوموافقی نه دخپلوځانی اوشخصی ګټودپاره  ،اویا نه هغه کمپرمایز،سازش  ،زدوبندونه اوموافقی  چې دمصلحتونو،ډلیز اوګروپی ،قومي اومنطقوی مسایلوپربڼسټ باندی ولاړی وي  چې دا یومنفی ګرایانه عمل  او دولسونواوملت ضدکړنه ده چې په ټولنه کې  ستونزی اوپرابلمونه لاهم زیاتوی  اوپراخه وي  اوقانون اومقررات دمنځه وړی  .اویا داچې دګران هیواد اودهغه داوسیدونکوملی ګټی اومنافیع ترپښولاندی کوي  اوهغه ویجاړه وي ،دمنځه یې وړي اوبربادوي .

نوودی ټکی ته په پاملرنی سره  دظالمانو،قاتلینو، اوسړی وژونکوسره اتلاف،یووالی اواتحادکول چې دډېروبی ګناه انسانانواوددی ټاټوبی دبی ګناه اوسیدونکوقاتلین اودښمنان وي اودی ، او په دی هکله تاریخ هم شاهد دی چې په رڼا ورځ  په کانتینرونوکې، په جوړسوی پټنځایونوکې دغیرانسانی ،غیرافغانی اوغیراسلامی کړنو په پایله کې په هیوادکې څونه اوپه کوم شمیر بی ګناه افغانان ددی کسانوپه کرغیړنولاسوهنو اوپه وحشیانه یرغلونوسره دمنځه تللی دی،په سرونوکې دمیخونو‎ټکهول،ترکاتینرونولاندی دموټرانودټایرونوپه اورسره  دانسانانوسوزه ول، اوپه دی اور سره دبی ګناه انسانانو کبابول ،دمړی اودمرده درقصونوکړنی اوخاطری ددغوظالم سالارانواوقوماندانسالارانودغیراسلامی اوغیرانسانی تورتاریخ لرونکودکړنو خورا مهمه اونه هیریدونکی بیلګی دي چې ددی هیوادبچېان اودافغانستان مظلوم ولسونه اواوسیدونکی به هیڅکله ونه سی کړای چې هیر کړی اوددی انسان وژونکوشیطانی کړنی دتاریخ دحافظی څخه نه وځې اودهیچا به هیرهم نه سی   ،نوددی  ډول کسانوسره ناسته  ، زدوبنداوموافقه، ګډ کارکول ،ددولت ډېرمهم اوکلیدی پوستونه دوي ته ورکول اوددوي څخه ودولتداری اوحکومتداری ته بل ځل بلنه ،کارورکول اوچانس ورکول او دوي ته دحکومت مهمی چاری ورسپارل  ،دوه او دری ولسوالی ګانی د دوي په خوښی سره دولایت  واداری چوکاټ ته پورته کول اولوړتیاورکول اوداهیسی نور سل ګونی امتیازات چې دهیواد داوسیدونکواودنوروسیموپه پرتله ناانډول ،ناعادلانه چارچلنددی اوغیرقانونی عمل او د دولتی مقام څخه دسوی استفاده کولواودشخصی ګټودپاره داستعمالولو مانالري اوبیا  دځانی ګټواومنافیعوپربڼسټ دنوروولسونواوخلکوبرخی او حقونه زیانمن کول اودنوروپرحقوقوتیری کول په خپله دغه کړنه غیرعادلانه اوغیر انسانی عمل دی چې په دی څوتیروکالنوکې  په ښکاره ډول سره ترسره سول اوهراوسیدونکی په خپلوسترګوسره ولیدل چې دغه کسان نه درایت اونه لیاقت اونه ددی وړتوب یې  لرل چې پرخلکوواکداره اوپرخلکو باندی حاکم سي اوبیا بل ځل دی په خپل ظالمانه  دریځ سره دخلکواو ولسونووینه دی وزبیښی ،نو وغدارانواوملی خاینینوته واک   ورکول دغه کړنه په خپل ذات کې  دپرګنواوولسونواوجګړه ځپلی ملت سره ستره جفا اویوسترملی خیانت دی اودقانون ترپښولاندی کول اولویه تیروتنه ده  چې ددی  ډول پلانونوعملی کولواودلوبوترسره کولو نه یوازی  داچې ټولنه دلانجو،کړکیچ اواخ اوډب اوګډوډی خواته بیایی  اوددی مسایلورامنځته کوونکوهرومرو په دی باندی وپوهیږی  چې تاریخ بی رحمه دی او تاریخ خپل قضاوت  به پر دوي باندی وکړی اوبیا به دکرغیړونوڅیروپه شان په تاریخ اوپیښلیک کې ثبت اوخپورسي  .زموږ ومتدینوهیوادالوته په دا څوتیروکالونوکې ژوته سوي اودا ښکاره  اوڅرګنده خبره ده چې دهیواد اودهغه دسترباتوراولس په سرلیک باندی ډېری لوبی وسول  دغه ترسره سوی لوبی اواجراسوی اعمال  اوکړنی یوه جابرانه ،خاینانه ،غیر انسانی ،غیراسلامی اونا عادلانه کړنی دي  چې صورت موندلی اورامنځته سویدی  . اونورنو زموږ  وخلکو او ولسونه ته د صبراوحوصله مندی واک اوتوان ندی ورپاته سوی  ددی څوکالونوپه ترڅ کې دهیواد اودخلکوڅخه هرڅه اخیستل سویدی اوهرڅه یې  تباه سوی دی ، اودااوسمهال په يویشتمه پیړی کې خلک په میړانه اوزړورتوب سره دخپل حق اوحقوقو دلاسته راوړلوپسی دی  اوچاته به  اجاز ه ورنکړی  چې ددوی پرژوند،ټولنیز،سیاسی ،کلتوری ،اقتصادی اودژوندانه پرنوروچارواوحقونوباندی اوددوي دهیواد پرسرلیک باندی لوبی وکړی .

ددی ټولو عینی اوښکاره واقعیتونوپه رڼا کې هیله مندیم چې لاندنی اړینی ټکی دراتلوونکی دولت دخوادنورواړوندواواړينودندوترڅنګ په کلکه اوزغرده توګه سره په پام کې ونیول سي  :

* دافغانستان اساسی قانون پرټولواوسیدونکویوشانته ټینګ تطبیق اوعملی کیدل،داساسی قانون واحکامو، اوامرو،هدایاتو اودساتیروته په درنښت کتل ،رعایت کول ،دقانون حاکمیت دی په ټولنه کې ترټينګ اوکلک نظم اودسپلین لاندی ونیول سي اوپلی دی سي  ،قانون ماتونکی اوسرغړه ونکی دی ترعدلی اوقضایی تعقیب لاندی راوستل سي اوجزا دی  ورته ورکړسي .

 * دیوی مدنی ټولنی  دجوړه ولودپاره دی ټول ملی اودموکراتیک نورمونه اوپرنسیپونه په رښتینی توګه سره  ترپاملرنه لاندی ونیول سي ،عملی  اوپلی دی سي  .

* دافغانستان یوشمیرولسوالی لکه دننګرهاردولایت دشینوارولوی ولسوالی چې دپاکستان دهیواده سره پوله اوسرحد لری ، دهلمندولایت  دموسی قلعه ولسوالی اودهرات دولایت دشینډنډ ولسوالی چې دایران دهیواده سره پوله لري او ګاونډي دي او دغه سیمی دجیواسترتیژیک اودجغرافوی موقعیت ‎، اوداراضی دپراختیا له اړخه دوګړودنفوس دزیاتوالی دکبله،اوداقتصادی ،زراعتی اوکرهڼیزی له پلوه ، اودډېرو نورومثبتوفاکتورونودرلودونکی ده او په هر لحاظ  دپاملرنی اوځیرتیا وړ ده، ددی  درو(۳) سیمواداري چوکاټ  اوسیمه ایز اداري واحدونه اواداري جوړښت دخلکودډېراوخورازیات نفوس په لرلوسره اوپه اړونده سیمه کې دپراخه اراضیوپه درلودلوسره پردی بڼسټ اواصولوباندی دنوموړوپورتنی فاکتورونواواړینومسایلوپه نظرکې لرلوسره ددغوسیموداوسیدونکودستروستونزو دمنځه وړلودپاره چې په دولتی او اداري چاروکې خورازیات مشکلات اوپرابلمونه لري،او دډېرپخواڅخه دغه ستونزی یې هم درلودلی ،او وپخوانی اوتیرودولتونوته یې  هم په وارو واروڅوځلی  په دی هکله عرضونه ،غوښتنی اووړاندیزونه یې وړاندی کړی  دی اوهیچاپه  هیڅ ډول سره پام ورته نه ده اړه ولی ،نوددی سیمو ټول اوسیدونکی  همدا اوس هم  د دولت څخه ددی غوښتونکی دی چې اداري واحدونه یې دولایت وچوکاټ ته پراختیا او لوړتیا ومومي مګرتردا اوسه پوری ددوي دغه اصولی او ولسی غوښتنه او دغه قانونی وړاندیزونه  نه دی حل سوي اونه دی عملی سوي . 

نودااوسمهال ددی وخت رسیدلی چې دراتلوونکی دولت نوی جمهور ریس صاحب اود دولت دری (۳)ګونی ارګانونه دحق اوعدالت په تامینیولو اودقانون داحکاموپه تطبیقولوسره په ټول هیواد کې دی یوشانته اجراات اوعملی کړنی په خیر سره ترسره کړی ،اوپه دی هکله په درنښت سره زه اوزما په شان یوشمیر نور افغانان  هیله مندیوچې ددی دریو(۳) ولسوالیولوړتیا،پورته کول اوارتقا‌‌ء دولایت  وچوکاټ اواداري جوړښت ته  دخلکودننی غوښتنوپربڼست باندی په  ټینګه توګه سره نوی راتلوونکی دولت به انشالله  دخپل حکومتی کړنو اودچارودلمړی پړاو په  بهیر کې  ځای ورته  ورکړي  اوترخپل  نظرلاندی دی   ونیسی  ،بریالتوب اوموفقیت مو غواړم . /  

   په درنښت

عزیزاحمد خوارمل

  دبیلجیم هیواد دانتورپین ښار

 


بالا
 
بازگشت