د افغانستان راتلونکې ټولټاکنې او د افغاني ليکوالو ذهني انارشیزم

ډاکـــتر لمـــــر

 

درنو هېوادوالو تاسو ته پته ده چې افغانستان نن سبا د ولسمشري د ټاکنو په درشل کې دﺉ، خو له خواشيني سره بايد ياده شي چې  د افغاني ليکوالو او روڼاندو لخوا د افغانستان ستونځو ته د اشخاصو رنګ ورکول کېږي. دا جوته خبره ده چې افغانستان په وروستيو ۳۰ کلونو کې د تپل شوې جګړې په لمبو سوځېږي او ورانېږي، خو د افغانستان د جګړييز شاليد په بهير کې بيا هم زده کړي افغانان يا روڼاندي افغانان خپل بې بنسټه لیکني او يا هم سپارښتونه وړاندې کوي.

د افغانستان د ۳۰ کلنې غمیزې په اوږدو کې په هېواد کې یو ځانګړی حالت رامنځ ته شوی، خلک مو د خدای په تمه ناست دي، په جګړه کې مو ځوانان په جنګي ذهنيت روزل کېږي، هېوادوال مو د تباهي په کنده کې د مهدي ( ع ) د راتګ په خيال خوبجن دي او ګاونډي ملکونه لا هم د افغان په وينه لوبه او سوداګري کوي او مشران مو بیا له هوا په هېواد کې له پراشوت سره راښکته کېږي، ښه ویل شوي (وزه د ځانکندن په غم کې او قصاب د وازدو په تمه).

 

68karzai_guard[1].jpeg

له هوا پراشوت شوی ټولمشر حامد کرزی په ۲۰۰۱ م کال کې

 

تاسو ته مالومه ده چې د ۱۳۸۸ ش هـ کال د ټاکنو لپاره لږ تر لږه ۴۲ تنو ځانونه کانديد کړي ول، خو ګڼشمېر کانديدانو خپله مبارزه د يو او بل کانديد په ګټه پرېښوده او اوسمهال د ښاغلي کرزي، ښاغلي اشرف غني او کله هم د ډاکتر عبدالله عبدالله نومونه په ليکنو کې راڅرګندېږي او د ښاغلي حامد کرزي پر ضد روا او ناروا ليکل کېږي، خو درنو لوستونکو بايد ياده کړم چې د افغانستان په ستونځو کې زه هم د ښاغلي کرزي پلوي نه کوم، مګر د افغانستان د ستونځو ملامتيا يوازې په حامد کرزي پورې هم اړه نلري، نو دا نور کټه سري هم بايد خپل مسؤليت پر ځای کړي او خپل ناوله مخونه خلکو ته وښيي، نه دا چې د يو بام او دو هوا چلند وشي.

 د ډاکتر عبدالله پرتله کول له حامد کرزي او يا هم اشرف غني سره مناسب کار نه دﺉ، ځکه چې ډاکتر عبدالله جنګي سابقه لري او د شمال تلوالې په جنايتونو کې ښکېل دﺉ او کله چې دغه جناب د بهرنيو چارو وزير او بيا له امتيازاتونه ډک سياسي شخصيت وګرځېد، نو څه يې وکړل او کوم ګل ته یې اوبه ورکړې! افغانستان یې د ايران د کلتوري یرغل ډګر وګرځاوه او د افغانستان بهرني استازځي ( نمايندګي ) یې په شمال تلوالې وسپارل او د کرزي د دولت یوه غوره برخه يې کاوړې کړه، که تاسو د شمال تلوالې وزيرانو او نورو لوړپوړو چارواکو کړنو ته وګورﺉ، نو دا په زغرده جوته کېږي، چې دغو اشخاصو او بې تفاوتو افغانانو د افغانستان د فسادي کړيو بنسټ جوړ کړی.

درنو هېوادوال! زه د راتلونکي ولسمشر ټاکنو ته بيرته راګرځم، خو مخکې له دې غواړم څو کرښې د ښاغلي اشرف غني په اړه هم وليکم. تاسو ته مالومه ده، چې د امريکا له يرغل سره سم ښاغلی اشرف غني د کرزی په لومړۍ واکمني کې د ماليې وزير او بيا د کابل پوهنتون ريّس شو، خو کله چې د ملګرو ملتونو د ټاکنو ډندوره پيل شوه، نو ښاغلي اشرف غني هم ميدان شغالي وليد او ځان یې د ملګروملتونو د مشري لپاره کانديد کړ او هغه مهال یې حامد کرزي ملاټل هم وکړ، خو اشرف غني له بده مرغه د ملګرو ملتو سر-منشي و نه منل شو، مګر اوسمهال یې د بيل کلينتن (Bill Clinton) د انتخابي کمپاين له مشاور سره جوخت د امريکې په غوښتنو د افغانستان ټاکنو ته راودانګل او له ټاکنو يوه ځانګړې ننداره جوړه شوې ده.

ډېر ليکوال نن سبا ښاغلي اشرف غني ته ګڼشمېر القاب ورکوي او د افغانستان په ټاکنو کې یې یو ناپېيلی او څانګپوه شخصيت څرګندوي او دا جوتوي چې ګواکې هغه د افغانستان د جوړښت لپاره یو ځانګړی پلان لري او افغانستان به له نننيو ستونځو وژغوري، خو زما اندېښنه دا ده چې ښاغلی ډاکتر اشرف غني، ښاغلی انورالحق احدي، احمد رشيد ( پاکستانی ) او امريکايي جاسوسي شبکې د امريکايي يرغل سره سم د افغانستان د بيا رغاونې لومړني طراحان ول، نو څنګه کېدلای شي، چې اوس به ښاغلی اشرف غني کوم ښه درمل د افغانستان د ستونځو د حل لپاره موندلې وي! په تشو خبرو  کلي نه آبادېږي، مګر د امريکا پیسې د افغانستان اشخاص لکه مردکۍ کولای شي ورغړوي.

په افغانستان کې نننۍ سياسي لوبه کومه نوې لوبه نه ده، کله چې  روسي کمونيستانو په افغانستان کې لاره ورکه کړه، نو د ميخايل ګورباچف له راتګ سره سم په افغانستان کې هم بدلونونه رامنځ ته شول، چې د ببرک کارمل پر ځای د ډاکټر نجيب الله واک ته رسېدل هم د ښکېلاکګرو کمونيستانو یوه سياسي لوبه او چلند ؤ، چې د روسي ځواکونو د تېښتې پېلامې يې رامنځ ته کړې، نو امريکايي ښکېلاکګرو د روسانو په پل پل ږدي، چې موخه يې په سيمه کې د خپل موجوديت او پاتې کېدو هيله ده او غواړي خپلې پاتې شپې نورې هم اوږدې کړي. 

 

large_Opposition-Afghanistan-Mar4-09[1].jpg

ښاغلی اشرف غني د شمال تلوالې له مخکښ لارښود سره

 

تاسو ته جوته ده چې د افغانستان په وروستيو کلونو کې لږ تر لږه ۳۵ ميليارده ډالره ورک شوي دي او په نظامي برخه کې په افغانستان او عراق کې د کال په منځني توګه له ۳۰۰ تر ۶۰۰ ميلياردو ډالره لګېدلي دي، خو زه غواړم د افغانستان برخې ته ستاسو پام واړوم. آيا افغانانو دا له ځانه پوښتلي چې دغه پیسې له کومه شوې او ولې په افغانستان کې د بادر په نغوته لګول کېږي! خو که دغه سرمایه د افغانستان بيا رغاونې ته کارول شوې وای، نو افغانستان به د خلکو خبره ګل او ګلزار وای!.

 

Iraq-war-cost[1].gif

د عراق په جګړه کې د امريکا لګښت

ګڼشمېر خلک ليکي، چې ګواکې د ښاغلي اشرف غني د کمپاين لګښت افغاني روڼاندي او افغاني سوداګر ورکوي، نو دغو خلکو په وروستيو ۸ کلونو کې په کوم ټپ پتۍ اېښودلې ده، چې اوس بيا پر هغوی د افغانستان خاوره آباده شي! که داسې ګومان وکړو چې ښاغلی اشرف غني هره شپه د سيرينا په هوټل کې تېروي او د کمپاین په امنيتي چارو یې په زرهاوو ډالره لګېږي، نو پوښتنه دا ده چې د کرزي ۱۰۰۰۰ ډالره ټول شمېري، مګر د نورو د لکاوو لګښتونو څوک نه يادوي! په هر ډول چې ده، را به شو دې ته، چې افغانان وایي چې دوی به خپله ؤټه ( رايه ) دغه او يا هم هغه کانديد ته ورکړي، خو بايد به یوه خبره پوه شو، چې موږ به یو او بل کانديد ته خپله وړيا (موفته) رايه ورکړو، خو د افغانستان ستونځه به حل نه کړو، ځکه چې افغانستان يو پېيلی ملک دﺉ او پرته له بهرنيو مرستو نه شي کولای په پښو ودرېږي، ځکه نو اوسمهال هېواد بهرنيو مرستو ته اړ دﺉ، مګر افغاني اصراف او افغاني جګړې د ملک پرمختګ او د هوساينې د امکاناتو رامنځ ته کېدل یې په ټپه درولي، چې په ترڅ کې يې د افغانستان د لګښتونو کچه ورځ تر ورځې ډېرېږي.

 

USOEFwarfunding[1].jpg

د افغانستان په جګړه کې د امريکا لګښت

 

په افغانستان کې دوې ډلې يانې طالبان او د افغانستان لاسپوڅې واکمني پر افغانانو واک چلوي او په افغانستان کې بهرني ځواکونه موجود دي او د افغانستان ګاونډي ملکونه دې ته غوږونه بوڅ نيولي چې په څه ډول د افغانستان پرهارونه نور هم ژور کړي او د لوېديزو ځواکونو موښکه د افغان ولس د وينې په تويولو په خاورو وموښي. درنو هېوادوالو! داسې ګومان وکړﺉ چې لوېديز ځواکونه له افغانستانه په تېښته شول او د خلکو خبره کوناټي یې وټکول، نو آيا په اوسنيو شرايطو کې  افغان ولس د دې توان لري چې په يوازيتوب له دغه ډېر ستونځمن حالته په رنځور ځان په خپلو امکاناتو په پښوودرېږي!

زما په ګومان د افغانستان د لرليد او ستراتېژي لپاره بايد په ټاکنو کې ګډون وکړو او د راتلونکو څو کلونو په ترڅ کې یو څانګپوه الترناتيف رامنځ ته کړو، چې د افغانستان د خپلواکي او بيا رغاونې لپاره پوهه، ځواک، زغم ولري، د بين الافغاني د تفاهم وسه او له نورو ملکونو او ګاونډيو سره د ګډ کار توان ولري.

په راتلونکو ټولټاکنو کې چاته رايه ورکړو! ما تر دغه نامه لاندې د ښاغلي عبدالباري جهاني ليکنه ولوستله، نو دا پوښتنه راسره پيدا شوه چې زه هم خپل مسؤليت پر ځای کړم او خپل اند د دغه څو کرښو په تورولو څرګند کړم او خپل وړانديز يا سپارښت هېوادوالو ته وړاندې کړم.

مخکې له دې چې د ټاکنو په اړه سپارښت وکړم يا هم خپل وړانديز څرګند کړم، نو پر ځای ګڼم، چې د افغانستان د ۳۰ کلنې جګړې د پايلو په اړه ځينو غورو ټکو ته ستاسو پام راواړوم. د افغانستان د ۳۰ کلنې جګړې په ترڅ کې د افغانستان اداري سيستم له منځه ولاړ، دهېواد ټولنيز، ښوونيز او روغتيايي سيستمونه وران شول، د هېواد خاوره شاړه شوه او افغانان د قومي جګړو او بهرني ښکېلاک قرباني شول، چې نن سبا په هېواد کې ۳ ميليونه معيوبين، ۳ ميليونه کونډې او په ميليوناوو ماشومان یتيم شول او د افغانستان ۲۰ ميليونه خلک د لوږې او بې امنيتي له ګواښ سره مخامخ دي، نو ځکه د خلکو د هوساینې لپاره افغانستان يو بنسټيز بدلون ته اړتيا لري.

 

3 in one.JPG

Text Box: د افغانستان د دیرش کلنې غمیزې کونډې، یتیم ماشوم او معیوبین

 

 

د افغانستان د ټاکنو په اړه د طالبانو غورځنګ ګواښونه کوي، چې له ناکامي سره به یې مخامخ کړي، خو بايد ياده شي، چې اوسمهال افغانستان منسجم او سم اداره کېدونکی نظامي او څانګپوه سيستم يا ځواک نه لري، نو د ټاکنو بايکاټ یوازې سايکولوژيکي اغېز لري او د ټاکنو د نه تر سره کېدلو له امله کېدای شي چې اوسنۍ په فساد لړلې اداره او په جګړه مارانو سمباله واکمني به په د دولتي چاروکې پاتې شي او د واک واګي به بيا تر لاسه کړي،  ځکه نو د ولسمشري په ټاکنو کې ګډون اړين برېښي او په افغانستان کې بايد بدلون رامنځ ته شي.

له بل پلوه نن سبا افغانستان د اوږدمهال په بهير کې تجريد شوی، له ټولنيزې ودې ليرې پاتې شوی ملک دﺉ او افغانان هم له جګړې ستړي شوي دي او د هېواد د ادارې وسه نه لري، خو د هېواد لپاره د دولت مخالفې ډلې قرباني ورکوي او د هېوادپالنې ډېوه يې بله ساتلې، مګر د ټولنې تخنيکي او اداري امکانات ډېر لږ دي او هېواد دمې ته اړتيا لري، چې بيا په راتلونکي کې يو څانګپوه سيستم رامنځ ته کړي  او د خپلواکي غږ پورته کړي، که نه نو د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره به افغانستان د ګاونډيو لېوانو په خولو کې ولوېږي او د سوماليا، سودان او ځينو نورو ملکونو په څېر به په ټولنيز او اداري انارشيزم کې لاهو شي، ځکه نو بايد په ټاکنو ګډون وشي او په هېواد کې بدلون رامنځ ته شي، چې په راتلونکي کې د درېيمې سقاوي او د ليلا د دښتې د پېښو مخنيوی دې وشي.

 

qala1201te7.jpg

په جنګي کلا کې د شمال تلوالې جګړه مار او د تسليم شوي طالب مړی

 

له څېړنو داسې څرګندېږي چې په افغانستان کې د ټاکنو مخکښان ښاغلی حامد کرزی او ښاغلی اشرف غني يادېږي، نو د دغو دوو تنو په منځ کې چاته رایه ورکړو، زما په ګومان دغه نومولشوي کانديدان دواړه د لوېديزې نړۍ په مټو په افغانستان کې واک ته رسول کېږي، نو پوښتنه دا ده چې د افغانانو او افغانستان خير او ګټه په کوم یو کې ده. د پاړسي متل دﺉ، چې آزموده را آزمودن خطا ست!، نو که ښاغلی حامد کرزی په واک کې پاتې شي،  نو هماغه د ډلډنګ کيسه به وي او د شمال تلوالې ببولالې، خو څه بايد وشي، که ښاغلی حامد کرزی د ښاغلي اشرف غني په ګټه له ټاکنو تېر شي، نو له يو پلوه به په تاريخ کې د ملي خادم نوم وګټي او له بل پلوه به د افغان ولس د قاتلينو او د هېواد د مجرمينو ډلې به دړې وړې کړي او د پښتنو د رایو د بې ځايه وېشنو مخنيوی به وشي، ځکه چې د افغانستان د نورو ټبرونو استازي خو هسې هم د پښتنو او خپلو عزيزانو په رايو سمبال دي.

 پايله

دا جوته ده چې ښاغلی کرزی په اوسنيو شرايطو کې بديل نه لري، مګر افغانستان نوي بدلون ته اړ دﺉ، که څه هم دغه بدلون به لوی هم نه  وي او نسبي مسلکي خلک به واک ته ورسېږي، مګر دغه بدلون کېدای شي په راتلونکي کې د نوي الترناتيف په رامنځ ته کېدو کې یو بهير په خوځښت راولي، نو ځکه باید هڅه وشي چې ښاغلي اشرف غني ته رايه ورکړل شي او راتلونکي واکمني بايد په افغانستان کې د بېلابېلو ټبرونو د نويو استازو د روزنې شرايط رامنځ ته کړي، چې په راتلونکي کې د افغانستان د سمې ادارې، مناسبې ودې او د هېواد د خپلواکي امکانات رامنځ ته شي.

بايد هڅه وشي، چې په افغانستان کې يو پياوړی مرکزي دولت رامنځ ته شي او په افغانستان کې د لويديزو ملکونو په لاسوهنې د اوپراتيفي پیسو تر نامه لاندې د جګړمارو ډلو او جنګي مجرمينو ساتل، جنګول او حمایه کولو ته د پای ټکی کېښودل شي، چې د افغانستان ادراي سيستم پیاوړی شي او خلک هوسا  او په امنيت کې ژوند وکړي.

مننه

ستاسو د بري او هوساينې په تمه

 


بالا
 
بازگشت