ولې به موښكرونه نه راشنه كېږي ؟؟

 

ميوند

 

 

وايي  چې  ژوندى يې نوډېرې عجيبې به وويني ، ډېرې حيرانوونكې به واوري اوله ډېرو ناويلو او نابلدو سره به مخ شې، ډېرې نوې او نادرې به درباندې تېرې شي   ،پخوابه چې چاكومه حيرانوونكې موضوع  وليدله نو ويل به يې چې  داسې حيرانوونكې مې وليدله چې نږدې وه  له تعجب او هېښتيا مې ښكرونه راشنه شوي واى .

خو شكرچې په رښتيا دحيرانوونكيوپېښوپه ليدلو دانسان ښكرونه نه شنه كېږي  كه د عجايبو په ليدلو  ښكرونه شنه كېداى نو باورو كړئ چې يو  افغان به هم بې ښكرو نه وى او دځينو ښكرونه خوبه  له ګوزو  هم اوږده وو او په ځانګړې توګه  دښاغلي كرزي  په دوره  كې دعجايبو دليدلو له بركته خوبه  دهرافغان په كوپړۍ كې دښكرونو ځاى نه وو .

كه نه يې منئ نو ايا ددې خبر په اورېدلو  دسړي ښكرونه نه راشنه كېږي  چې د افغانستان په څېر په يو كوچنې هېوادكې دې   له يوې كورنۍ څخه دوه تنه دولسمشرۍ څوكۍ ته ودرېږي . او ايا ددې خبر په اورېدلوبه مو دوه متره ښكر راشنه نشي چې ديوچا دې خپل داسې  سكه  ورور او دتره زوى  چې حزبي اړيكې يې ورسره وي ، كورنۍ اړيكې يې وي  ،په  ګټه او تاوان كې ورسره شريك وي، ان در  او دسترخوان يې ورسره شريك وي  ولسمشرۍ  ته ولاړ وي او دى دې بيا  دبل كانديد  چې نه ورسره تنظيمي  اړيكې   لري، نه يې  د سنګر ملګري وي او نه ... دكمپاين مشر وي .؟؟؟

پخوا به ساده  خلكو ويل چې  په يوه لاس كې دوه هندواڼې نه نيول كېږي . خو نن زموږ حاجي صاحب  عزيزالله دين محمد  پخپل نبوغ  او نويو كشفياتو دافور مول مات كړ هغه نن په يو لاس كې درې هندواڼې نيولي دي  هغه  هم  ولسمشرۍ  ته ولاړ  دده خپل ورور داوود ارسلايي هم دولسمشرۍ بل كانديد دده  دتره زوى هدايت امين ارسلااو  هم دعجايبو پلار ښاغلى حامد كرزى  !

او ګورئ حيرانېږئ مه تاسو به وګورئ چې   حاجي صاحب  په خپل خارق العاده  استعداد  او تاريخي لامثاله نبوغ  له دې ټولو عهدو  او آن كه داعهدې  په لسو كې   ضرب  هم شي  ووځي .تاسو به اورېدلي وي  چې دسبا  تلويويون له فرشتې سره په يوه اوږده زړه خواله كې دې ښاغلي وويل چې دى په يووخت كې هم دكابل په څېر ديو مهم ولايت والي   دى ، هم  دژبو او ادبياتو دپوهنځي محصل  دى، هم ولسي سپين ږيرى او قومي مشر دى او هم دسپورت ،تلويزيون او مطالعې   لپاره پرېمانه وخت  هم  لري .

دى چې سايټ اكټيويټيز ( ضمني فعاليتونو) ته  دومره وخت لري نو ديو روشن  فكره او يو مجاهد مسلمان په توګه  به هرومرو مېرمنې ، بچيانو او كورنۍ ته هم وخت لري ، ځكه چې دى پوهېږي چې رسول لله فرمايي :  ستاسو مېرمنې په تاسو حق لري  چې وخت وركړئ او حقوق يې اداكړئ .

اوس نو تاسو وواياست چې ايا له وخت څخه دومره اعظمي ګټه اخستل  كرامت ندي، رښتيا ګورئ ددې ډول كراماتو ښكاره كول هم دهرچا دوس خبره نده  داډېر كرامتونه ، رياضتونه شب نيشينۍ دتصوف له بېلابېلو پړاوونو  تېرېدل او دقطب الافطاب او غوث الزمان مرحلو ته رسېدل غواړي ، دادهغه چا دوس خبر ده چې  وخت دځان تابع كولى ، درولى اوآن څو چنده كولى شي نوبيا معلومه شوه چې محترم حاجي  صاحب تصوف او رياضت ته هم وخت لري .

داخو نو بيا دښاغلي كرزي صاحب سره چانس نوره هم ياري كړې ده  چې داډول فعال، نابغه ، هركاره،دوخت په نبض او مزاج پوه، پر وخت حاكم شخص  ورته دكمپاين دمشرۍ لپاره پيداشو.

وايي چې وخت به ډېر اسرار رسوا او ډېرمسايل او علمي حقايق؟؟  چې اوس يې دانسان ذهن منلو ته چمتو ندى شونې كړي،  يو وخت به مو دژمي په اوږدو شپو كې په صندليو كې پښې غځولې   او يا دتناره په غاړه ناست وو او  پښې به مو تناره  ته ننوېستې وې  اودترابان ديو شادمان  ديو ، امين ارسلان ، سيف الملوك او بدرۍ جمالې زبزبانې ښاپېر ۍ ،شهزاده  بهرام   په كيسو كې به مو  اورېدل چې د ( ديو)  يوه پښه به په كوه قاف او بله پښه به يې  سرانديب كې وه  ، امين ارسلان به په  يواځې ځان له زرو ديوانو سره جګړه كوله او بريالى به راووت . يوه ديو به غر ه ته وزر اړم كړ او په بل خوابه يې واړاوه خو موږ به نه منله خو دادى زموږ په حاجي صاحب دين محمدكې داټول  كمالونه وينو.

دى په يوه وخت كې خپل ټول وروسپارل شوي  كارونه ( ولايت،تحصيل ،جرګې مركې، كلى ولس، ورزش ،دمطبوعاتو تعقيب ،او دادى اوس كمپاين ) په ښه توګه ترسره كولى شي.

ده داساينسي او طبي فورمول هم مات كړ چې وايي : (( دوه مينې  په يوه زړه كې نه ځاييږي، يا داچې يو انسان دوه جوفه نلري)) ده  وښوده چې نوموړى ددرې جوفونو خاوند دى او په يووخت كې درې مينې ( ورور، دتره زوى اوكرزى) پاللى شي

دايواځې حاجي صاحب دين محمد  ندى چې  وايي: (( ناسته يم له تاسره، زړه مې په كندوكې دى ، ځارله بېرانې نه شم )) بلكې دكرزي دكمپاين ټول لوړرتبه غړي همداډول بېلابېلې يارانې لري لكه دده   مرستيال ضراراحمدمقبل  چې په خپله دنظارشورى وفادار غړى دى او اوس خپله  دكرزي دكمپاين مرستيال دى خو ورور يې دولسمشرۍ لپاره  دبل كانديد ميرويس ياسيني دكمپاين مشر دى.

باور دى چې حاجي صاحب دين محمد به  كرزي ا وكابليانو ته هم هاغسې خدمت وكړي  لكه په خپله پنځه كلنه واكمنۍ كې يې چې خپل ولايت ننګرهار ته  وكړ؟؟ بس لنډه داچې ( همي ديګ وهمي شلغم) همداكرزى او همدايې كمپاينران.

دنورو عجوبو دزېږونو توفيق ورته غواړو.

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت