کرزئ د غلو او ډاکوانو د بانډ مشر

کرزئ دا ځل بیا غواړي د پنځو کالو لپاره د افغان ولس پرځای د هېواد په پېژندل شویو غلو ،  ډاکوانو ، ډانګیانو او لوټمارانو ډډه ولګوي . کرزي په ښکاره د ولس د ملاتړ پرځای د ډاکوانو ملاتړ ته پنا وړې ده .

د محسني او د هغه د ایران پلوه ډلې په ملاتړ سره ، د کرزي د ډاکوانو د ټېم پاتې کړۍ هم بشپړه  شوه . اوس نو کرزئ په ټولټاکنو کې د هیڅ ډاکو کمښت نه لري او په زغرده کولئ شي د بل هېوادپال نوماند په وړاندې د غلا او چلوټې سربېره د خپل بانډ د بدماشانو په هر ډول بدماشۍ هم حساب وکړي.

کرزئ چې خپل شاوخوايي د هېواد پېژندلي او وتلي سړیخواره او ویني څښونکي لکه  قسیم فهیم ، دوستم ، محقق ، خلیلي ، سیاف ، چکړي ، محسني ، انوري ، اسمعیل خان ، مجددي ، ګیلانی او نورراټول کړي ، په راتلونکي کابینه کې به د هرې دوشنبه په ورځ دغه څېرې د رسنیو له لارې نندارې ته وړاندې کوي . ددغو څېرو په ښودلو سره به کرزئ هرځل افغان ملت ته یو شاک ورکوي. افغانان به ددغو کرغېړنو څېرو په لېدلو سره هره ورځ ګانګې کوي او دا غمیزه به پنځه کاله ګالي او زغمي !

دا کسان چې باید په هاګ محکمه کې پوښتل شوئ او په ګوانتنامو کې بندیان شوئ وئ ، د نړیوالو او سیمه ایزو ډاکوانو په ملاتړ د کرزئ پرشاوخوا د راروانو ټولټاکنو په کمپاین کې برخه اخلي او د کرزي د راتلونکې  واکمنۍ د چرګۍ نازولي غړي دي .

کرزي په لویه جرګه کې ملت سره ژبه کړې وه چې که له ملي لیکې واوښت او یا يي له ملت سره کړې ژمنې پلې نکړې استعفا به کوي ، خو دا هر څه درواغ وختل . کرزي اصلآ ملي لیکه نه پېژني او په هیڅ ملي څيز باور نه لري . په تېرو اتو کالو کې يي د افغان ملت د ملي ګټو د ځپلو په بیه یوازې د خپل ځان دریځ پیاوړې کړ .

کرزي او ټېم يي په تېرو اتو کالو کې ، د ملي ادارې په جوړښت ، د هېواد په اقتصادي ودې او د ټولنیزو چارو په سمون کې پاتې راغلې او ناکام شوې دي .

کرزي د غلو پخپل همدې ټېم سره هېواد د بدامنۍ ، نېشه توکو د زیاتوالې ، اداري فساد او بېکارۍ په ګړنګ کې ورټېل واهه .

که کرزي په ریښتیا د خپلې تېرپيرله ناکامیو څخه زده کړه کړئ وئ ، هغه به د بل ځل لپاره دا کسان ځان سره په دولتي ټېم کې نه شریکول .

د غلو او ډاکوانو له ډلې ، د هېواد د نورو لوټولو ، چورولو او خرڅولو څخه پرته بله څه هیله کېدئ شي . کرزئ او د هغه ډله ټپله اوس هم د راتلونکې لپاره کومه ملي تګلار او کړنلار نلري .

د مالي وزارت د تېرکال په رپوټ کې د نړیوالو مرستو یوازې په سلو کې  دېرش د کرزي د ادارې لخوا جذب شوې او په سلو کې ۷۰ د جذب د ظرفیت د کمښت له کبله بېرته مسترد شوي دي . ښاغلي اشرف غني په قول داچې د کرزي اداره له نړیوالو څخه نوره مرسته او پيسې غواړي څنګه چې راغلي پیسې نه شي لګولئ ، د نورو مرستو غوښتنه هسې د ولس تېرایستنه ده .

د ډېرو په اند ، که نړیوال نورې پیسې او مرستې هم افغانستان ته ورکړي ، ترڅو کرزئ او د هغه د غلو ټېم واکمن وي ، دا پیسې د ولس په خیر ښېګڼه او درد نه لګیږي . دا پیسې به هم د تېرو پشان د ډاکوانو جیب ته لویږي . ډاکوان به پرې شېرچور ، دوبۍ او نورو ځایو کې بنګلې جوړوي او په نړیوالو بانکونو کې به يي د لمسیانو او کړوسیانو لپاره زیرمه کوي .

لنډه داچې د کرزي او د هغه د بانډ په شتون کې د افغانستان بیارغونه ، د هېواد اقتصادي وده او د خلکو سوکالي او هوساینه  کېدونکې نه ده .

کرزئ او د هغه بانډ دا هم انګیري چې د افغانستان قومونه يي یرغمل نېولي ، د فهیم په اند تاجیک د هغه یرغمل دي ، ازبک د دوستم ، هزاره ګان د خلیلی او محقق ، شیعه ګان د محسني ، سنیان د سیاف ، مجددي او ګیلاني او پښتانه د کرزي !

ښاغلي اشرف غني تېرو ورځو کې یوه خندنۍ پېښه رسنیو ته وړاندې کړه : نوموړئ وايي چې د کرزي له دوتره ورته تلیفون کیږي چې خلیلي سیب له تا ( اشرف غني ) ګیله لري او هغه دا چې تاسو ( غني ) په هزاره قوم کې ګوتې وهۍ !

خلیلي فکر کوي چې هزاره ګان د هغه شخصي مال دئ او هره معامله چې ددوې پر سر کیږي که څه هم هغه د ددې قوم خرڅاوئ وي ، یوازې باید له خلیلي سره وشي او بل افغان دده په ګومان حق نلري چې د هزاره وروڼو د حق پوښتنه وکړي .

دوی په افغانستان کې کورګي جوړ کړي او د کرزي نوې معاملې هم افغانستان د زیاتې ورانۍ او ورکاوۍ سره مخامخولئ شي .

افغانان مخکې له دې چې صندوق کې خپل ووټ واچوي په دې خبره باید ژور فکر وکړي :

ــ کرزي او د هغه د غلو ټېم ته ووټ ورکول ، د روانې وضعې یانې جګړې ، بې امنۍ ، د نیشه يي توکو کر ــ کیله ، قاچاق او اداري فساد ادامه ده

ــ په موجوده نوماندانو کې داسې چا ته ووت ورکړل شي چې هغه د هېواد د امنیت ، اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ لپاره ملي تګلار او کړنلار ولري ، پوه او وتلئ ملي شخصیت وي.

موږ پخپلو وټونو نباید غله او ډاکوان پرځان واکمنان کړو .

مرادزئ

         

      


بالا
 
بازگشت