تیر انتخابات دافغانانو تر منڅ دیوالی نخښه ده

 

 

 په افغا نستان کی ۳۰ کلنی جګړی او دهغی ونتجو ته په کتو سره چه دافغا نانو تر منځ یی بیلتون را منځ ته کړی ؤ او افغا نانو په خپلو کی په مختلفو ډلو،تنظیمونو،سیاسی سازمانو او ګروفونو ویشل شو ی ول او دپردیو په لمسون دیوه اوبل په مقابل کی جنګیدل ،ان تر دی حد چه دغه جنګ او جګړه دافغا نانو تر منځ په یوه مذ هبی ،ژبنی،سمتی او تنظیمی جګړو با ندی بدله شوه او په میلونو میلونو افغا نان ددی جګړی قر با نی شول،په میلونو افغا نانو دجنګ او جګړی له امله دوطن ځخه دبا ندی مها جرت ته مجبور شول او په میلونو نور و افغا نان دخپل بدن اعضا وی  د لا سه ور کړل او معیوب شول،دغی جګړی دافغا نانو تر منخ په پراخه پیمانه تضادونه،مذهبی تعصبات،ژبنی اوسمتی اختلا فات په میراث پری ښول ،او دافغانانو پخوانی دښمنانو تر پرون په دی فکر ول چه افغا نان په خپل منځ کی په هیځ وجه نه جوړیږی بیا به هم د پخوا په شان په ګروفونو اوتنظیمونو با ندی تقسیم وی او دیوه او بل په مقا بل کی به مقا بله کوی ،ولی نا خبر له دینه چه افغا نانو د تیر ۳۰ کلن جنګ او جګړی ځخه ډیر ښه تجربه لا سته راوړی ده او اوس یی دخپلی خاوری او خلګو دښمنان ډیر ښه پیژندلی دی او نور به په هیخ وجه په پتو ستر ګو دچا خبری قبو لی نه کړی او نه به باور ور با ندی وکی ،په ورستنیو انتخا با تو دافغا نانو اشتراک بی دکوم تبعیض دشمنانو ته دا وشودله چه نور نو هیځوک د افغان ملت په سر نوشت با ندی لوبی نه شی کولا ی او نور افغا نان ځوک په پیسواو میلمستیاو نه شی را نیولی او دی ددی واک او اختیار لری چه خپل سر نوشت په خپله وټا کی او دافغا نستان لپاره ولسمشر انتخاب کړی ،ممکن دانتخا باتو په جریا ن کی بیا هم څنی مشکلات موجود و  بیا هم دخلګو ګډون دستاینی وړ ؤ

بالاخره سربېره پرټولو ګواښونو بياهم زموږ خلک له هيڅ راز تهديد څخه ونه وېرېدل او له ټولو اخطارونو سره د انتخاباتو صندوقونو ته لاړل او خپلی رايې يې وکارولی. په دی ترتيب وليدل شول چې ډېر هغه څه چې ځيني لوری يې ډېر کاږه ارزوی، هسی نه وی او عمل بل څه ښيي.

سره له دی چی ډېرو کورنيو لوريو هم استدلالو نه کول چی له دومره ګواښونو سره انتخابات يو نه پلی کېدونکی کاردی او هرومرو به بياهم دويم ځل لپاره پرشا تنبېږی او يا خوبه لويه جرګه جوړېږی او دعامو انتخاباتو پرځای به په لويه جرګه کې تصميم نيول کېږی، دهمدومره ډېرو ارزونو او ګواښونو او وړاندوينو په منځ کې بيا زموږ خلک جرئت وکړ او که يی هرڅوک يې هم د افغانستان د جمهور رياست څوکۍ ته په نښه کړی وی، دغه معقول او انقلابی جرئت يی د ستايلو دي.

دنوی جمهور رئيس يا زعامت او مشرتوب لپاره چې پرخلکو کوم پور و، هغه يی په ښه توګه ادا کړ، خو اوس د مقابل لوری د پور ادا کولووار دی ترڅو په دغه ډګرکې لکه څرنګه چی په انتخاباتی کمپاين کې يې ژمنې کولی او د افغانيت، اسلاميت او انسانيت نارې يی وهلي، د انتخاباتو، د پايلو له اعلان وروسته دغه تېرې ژمنې وريادې کړی او د رښتيا پلی کولو لپاره يې مټی ونغاړي.

لکه څرنګه چی د انتخاباتوکميسيونی ويلی وچی دسنبلې ترشپږ ويشتې به دانتخاباتوپايلی په بشپړه توګه اعلان شی، هيله کوو په دغه موده کې د رايو د شمېرلو بهير په بشپړ امانت وڅاری او وروستۍ پايلی اعلان کړی.

هوکی! نوی واک ته رسېدلی ياران بايد په انتخاباتوکې بری د ځان لپاره کوم و ياړ نه، بلکی د بي‏شمېرو مسئوليتونو پېټی وګڼی چی په ډېرو بدوشرايطوکې يې دغه پيټی ددوی په اوږو ايښی، ترڅو د منزل په لوريې په يواځی توګه ورسوي. ځکه ترانتخاباتووړاندي دغو يارانو ځانونه دوړکسانو په توګه نومولی وو او لوی لوی پوسټرونه يی پر ديوالونو ځړولی وو.

د انتخاباتو ګټونکی لوري بايد له ياد ه ونه باسی چې پنځه کاله وخت ډېر لږ دی اوپه دغه موده کې دهېوادپه ګوټ ګوټ کې د دوی د کار او فعايت په اړه خلک فکرکوی. داسې که کارونه ښه ارزيابی کړی، نو دغه پنځه کاله ددوی د نيکمرغۍ او نېکنامۍ سبب کېږی او که سستی وکړی يا بی پروايی، په هغه صورت کې يې بيا د بدنامېدلو لپاره هم يواځی همدغه پنځه کاله کفايت کوی. يعني دغه پنځه کاله يی د ټول ژوند برخليک ټاکي.

د انتخاباتي کمپاين پر مهال ټولو کانديدانو ښه کردارونه لرل. خدای دې وکړی چې دغه ياران په رښتيا هم همداسې پاک او مخلص اوسي او ددغه خلوص نښی سرله همدا اوسه په عملی توګه وښيی. په ټوليزه توګه انتخابات د ټولو افغانانو بری وچی تمثيل شو. هيله ده په دغه لاره کی نور برياليتوبونه هم ولرو او ټولو هېوادوالو ته ددغی بريا مبارکي وايو

داچه هر ځوک په افغانستان کی دولسمشر په توګه انتخاب کیږی دافغا نستان خلګو خپله ایمانی او وجدانی وظیفه دخپلی رایو په کار ولو سره تر سره کړه ،دا په افغا نستان کی له ۳۰ کالو جنګ او جګړی را وروسته یو لوی بد لون دی چه دخلګو په سیا سی او اجتما عی ژوند کی لیدل کیږی چه دکلشنکوف او راکټ په ځای یا بدل کی درایو دیوه کاغذی کارت په استعمال سره دخپل هیواد بر خلیک ټا کی او زمونږ په هیواد کی ځوا نان انجونی او هلکان دجنګ او جکړو دجبهو په ځای ومکتب او پو هنتون ته څی .پای  رحمت اله  روان.

 

 


بالا
 
بازگشت