رحیم الله رحیمی

 

ما خوب ندی کری

 

بیگاه شپه ډیریم زورریدلی , ما خوب ندی کری

چه پـــــــــــیدا شوم کریدلی ,ما خوب ندی کری

زه په خبرو نه پویدلم ,ځــــــــــان می دردر کولو

مور او پلار هم می زورلی ,ما خوب ندی کری

له ماشوم توب نه ,چه ځلـــــــــــــــــمی شوم کله

ځــوانه ځوانی کښی,مین شوم ما خوب ندی کری

پس له واده نه ,څو بچـــــــــــــــــــیان پیدا شول

هر یو زمــــــا په شان ژرلی,ما خوب ندی کری

بیا چه په سپین سر,مین شوی ,زه رحـــــیم شوم

لکه پتــــــــــڼگ یم,سوزیدلی,ما خوب ندی کری

 


بالا
 
بازگشت