وژل يي يوجنايت منل يې بل جنايت 

 

 

دحاجي حبيب الرحمن ابراهيمي ليکنه دوري ٢١مه

Ibrahimi.jornalist@gmail.com

 

 

نورنودايتلافي ځواکونوپر ځاى شين سترګي نابللي ځواکونه وايم ځکه چې دايتلاف کلمه دومره بدرنګه شوه، چې هره ورځ يې اورم اوهره ورځ يې يادوم اوهره ورځ يې وينم ، چې بدرنګې ډلې ايتلافونه جوړوي اور نګا رنګ نومونه ورکوي .

دغو ځواکونو ځکه ډير دردولئ يم چې دهيواد په يوې اوبلې خوا کې يې هيڅ داسې سيمه پرې نښوده چې دغم ټغر يې نه وي په کې غوړولى .

ددغه ځواکونو جنايتونه ورځ په ورځ په څوجنده زياتيږي اودبيګناه افغانانو وژنه يي عمل ګرځيدلى ده دوي په لري پرتو اوکليوالو سيمو کې اووه ورځني ماشومان هم دطالب او القاعدې په نوم وژني اوکه پسې سپيناوي يې وشي، نومني يي چې ملکي وګړي دي اوکه سپيناوي ونه شو، نو بيا سوچه طالبان او القاعده دي .

ما له ځان سره پريکړه کړې وه چې نوربه ددغه شين سترګو بهرنيانو لخوا دوژل شويو هيوادوالو په اړه ليکنه ځکه نه کوم چې دا يوه معما شوه هره شيبه اوهره ګړۍ مې هيواد وال راوژل کيږي، نيول کيږي اوپرکوريي چاپه اچول کېږي، خوغم  خور يې نشته اويواځې په غندلو سره دوي هيريږي

نوره مې دقلم دليکنې حوصله ختمه شوې وه اوداسې فکر مې کاوه چې دانور هسې  وخت ضايع کول دي او هرچيرته  وژل کيږي اودمخنيوي لپاره هيڅ  افغان ته ددې حق نه ورکول کيږي چې خپل غږ اوچت کړي اويا څوک راونيسې ، چې ولې دې زما پرکور دبمونو باران جوړکړ

کېداي شي زما پرخبرودچا باور رانه شي خوزه دخوست په ولايت کې دهغه پنځو تنو په وژنه دمره خواشينى شوم چې نورمې خپل قلم را وا خيست او د زړه بړاس مې ددغو ځواکونودجنايتونو په ليکلو له زړه  راويست .

دغو ځوکونو دوري په ١٩مه دشپې په ١٢:٣٠ بجو دخوست ولايت دګوربزو ولسوالۍ اړوند دالي دايا په کلي کې په داسې يوه کوربمباري وکړه چې دشپې په خواږه خوب بيده ؤ

دغه سيمه دخوست ښار په څلور کيلومترۍ کې پرته ده ، په بمبارۍ کې ديوې کورنۍ پنځه تنه غړي (دوه مېرمنې يو اوه ورځنى ماشوم او دوه نارينه )وژل شوي او داوه ورځني ماشوم مور ټپي شوې

د اوه ورځني ماشوم مور جانه په شفاخانه کې تر درملني لاندې ده اود خپل اوه ورځني ماشوم په تمه ده چې هغه به ژوندى وي اوپرې خبره نه ده چې دړندو بمونو له امله ترخاو رو لاندي شوي دي

نه پوهيږودغه وژنې دڅه ډول قوانينو له مخې کيږي ، د قانون په وړاندې هغه کس چې دشکمن په نوم ياديږي اويادکوم جرم دترسره کيدو تورپرې وي ، هغه لمړى راغوښتل کيږي اودهغه څخه تحقيقات کيږي اوکه چيرې پرې ثابت شول  نودقانون مطابق ورته سزا ورکول کيږي نودا بيګناه اوه ورځنى ماشوم به څه کړي وي چې په بمونو يې راوژني

خداي خبر دغه اوه ورځني ماشوم به په زړه کې څه هوسونه درلودل اوڅه اميدونه به يي لرل  چې په وژل کيدو يي يواځې يوې اعلاميې په خپرولو سره خواشني څرګنده کړه او منلې يې ده چې وژل شوي کسان ټول ملکيان دي اودغه شين سترګو دړندو بمونو چلوونکيو ويلي دي چې په دې اړه يې له افغان ځواکونو سره ګډې پلټنې پيل کړې دي .

په ټولو ٣٤ ولايتونو کې خوبه ددغه ځواکونوجنايتونه نه درته يادوم خوپه خوست ولايت کې په دې وروستيو کې دا څوومه پېښه ده چې بهرني ځواکونه پکې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي

دغو پېښو په عادي افغانانو سربېره دولسمشر کرزي غوسه هم را پارولې ده او څو ځله يې ګوت څنډنه کړې ده چې که بهرني ځواکونه دولسي خلکو ژوند ته پام ونه کړي نو لويه جرګه به راوغواړي .  

خوست ميشتي ولايتي شورا هم خپل وس کړي اوپه دې پلمه يي  خپل دفتر تړلى اوپه ډاګه کړې يې ده چې په خوست کې دولسي وګړو مرګ ژوبله زياته شوې ده اودوي يي نوره نه شي زغملاى .

ولايتي شوراغړوته وايم چې هسي ځان مه تيروى دملکي وګړو وژنه په والله که په دې دفتر تړلو بنده شي پرافغانانو راغلي ده اوه ورځنى ماشوم چې دالقاعدې په نوم راته وژني نو ميرمني اوځونان خوپه پرته له پوښتنې په يوه نوم نه په يوه نوم وژني

خداي خبر دا څرنګه افغان دي چې پرهرځاي کې ورته جوړه ده تيره اونۍ دکوېټې په ښار کې په يوه کانټينر کې  دپنځوسوتنو په شاوخاکې دقاچاق ښکار شول

که دشين سترګو وعدو ته وګورو چې اته کاله وړاندې يې افغانانوته ورکړې وي چې بيا رغونه ،پرمختګ ،اقتصادي پياوړتيا،دبيکارۍ مخنيوي اودفابريکو جوړولو وعدې څه شوي هيڅ ونه شول .

هيوادوال مو چې بهرنيو هيوادونو  په تيره بيا ګاونډيو ملکونوته هره ورځ په قانوني اوغير قانوني توګه ځي هغه خو لاپريږده منصب لرونکي خلک هغه کسان چې په دفترونو کې ډيرې تنخواګانې  اخلي هغه هم له دې هيواد څخه دتېښتې بسترې ترشاه کړې دي

دکابل څخه بهرنيو هيوادونوته رسمي سفرونو کې  په هره ډله کې چې افغانان ځي سيمنارونو اوياهم نورو رسمي کارونو په خاطر په بهرته هلته ځان ته  ځاي پيداکوي اوياخو هلته په تېښته لاس پوري کوي اوځني خوپه رسمي توګه دهغه هيواد کې دپاتي کيدو غوښتنليکونه وړاندې له وړاندې جوړکړي وي اوځني نور بيا هلته ځانونه پټوي اوله دې ملکه په تېښته دي

هيڅوک نشته چې داپوښتنه يا له بهرنيانو وکړي اوياهم له دې نوروڅخه چې څه شولې هغه وعدې اوهغه خيالونه .

بيرته  خپلې لومړنۍ خبرې ته راګرځم اوهغه داچې يوځل خو  وژل کيږو اوبيا چې دوژلو پېښه موثابته شي چې نوپه ملکيانو ياديږو اوپه يوه خواشينۍ مو دمرګ قيمت هيرکيږي اوکه چاغږ پورته نه شواي کړاي اوپاتې شوه نو بيا سوچه طالب اوالقاعده ټاپې پرې لګول کيږي اومطبوعاتو ته دم په دم اعلاميي ليږي چې توره مو وکړه څودرجنه طالبان اوالقاعده مو ووژل ، وژل خويي يو جنايت شو اومنل يې پسي بل جنايت

 

 


بالا
 
بازگشت