عزیزاحمد خوارمل

 

 

ناټو«  « NATO

او

دناټو«  « NATO پیژندنه !

 

 

       دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅځه

                ژباړونکی ؛ عزیزاحمد خوارمل

 

 

 

 

  اوه لسمه برخه :   

د ناټو پراختيا ددی نظامي بلاك اداره كول ناشونی كوي !

              ناټو د معاصرې اروپا دپاره څه شى ده؟ دغه پوښتنه ډېرزیات د لـــويديځى اروپا په ډله ايزوخبری رسنيو كښې خپریږی اوراپورته كيږى . په تيره بيا د ناټو د دفاع د وزيرانو د هغې غونډې په اړه چې تیرکال کې په ويلنيوس كې جوړه شوى وه . دغې غونډې وښودل چې په ناټو كې په وروستيو لسوكلونو كې ټول منځته راغلی بدلونونه  دغه اتحاد یې دومره ستر كړى چې اداره كول یې  اوس سخت سوي او حتى ناشونی ګرځيدلى دي.           
څه دپاسه (۶۰ ) شپته كاله پخوا د انګلستان دفولتون په ښاركې دانګلیس د لمړی وزیر وينستون چرچيل ويناد ناټو د جوړيدو بهير یې په حركت راووست  .

چرچيل په خپله دغه مشهوره وينا كې د«سړى جګړې» ايډيالوژى ته بنسټ وركړ. د شوروي اتحاد څخه د لويديځې اروپا دفاع او د دريمې نړيوالې جګړې د پيښيدو مخنيوى د بنسټیزی موخه په توګه اعلان سول .   

خو اوس مهال د( ۱۹۹۰) زیږدیز كال نه را پدې خوا شوروي پلوه دوارساتړون(ختیځ بلاك) وجود نه لري . يا په بل عبارت ناټو د خپل بنسټیز سيال نه بي برخى سوى . خو برسره پردې هم ناټو خپل پايښت ته دوام وركوي.   
لكه چې د امريكا د «لاس انجلس ټايمز» معتبرې ورځپاڼې «د ناټو سترکېدل اوپراختیا» تر
سرليك لاندى  په یوه مقاله كې ليكلى : د ناټو دنظامي بلاك د پايښت واړتیا ته برائت وركول په خپلواكه څانګه بدل سوى دى . خو نوي دندې په دومره چټكى راپيدا كيدلې لكه تر باران وروسته مرخېړى چې رامنځته کیږی . او د ناټو پراختيا هم يوه د همدغو دندو څخه ګڼل كيږى.
د ناټو د لومړنيو( ۱۲ ) دوولسوغړیو پر ځاى اوس( ۲۶ ) شپږویشت هيوادونه غړيتوب لري . دغه ټلوالی  اوس د پخوانى شوروي اتحاد په خاوره كې هم فعاليت كوي او اوس ګرجستان او اوكرائين هم ناټو ته د ورننوتلو ورونه ور ټكوى  . د بوسټون د پوهنتون پروفيسر اېندريو باسې ويچ په خپله نوموړې مقاله كې دغې نتيجې ته رسيدلى چې ناټو په خپلې پراختيا سره په واقعيت كې د ځان نه د دفاع كولو دريښتونى وس د لاسه وركول یې پيل كړى دى . كيداى
سي چې دغه پروفيسر په حقه وي، خو د اروپا په زياتيدونكى خاوره كې د ځان كلكولو هڅې بل اړخ هم لري او په لويديځ كې پر همدغه اړخ ږغيدل نه خوښوى . خو د روسيى
جمهور رئيس ولاديمير پوتين په كريملين كې د اوكرائين د جمهور رئيس ويكتور يوشينكا
سره د كتنى په وخت كې همدغه اړخ ته هم په نېغه ګوته ونيوله . د روسیی جمهور رئیس
ولاديمير پوتين وایی: «د ناټو په بلاك كې غړيتوب د هيواد د خپلواكى د محدودولو په معنا دى . كه چيرى اوكرائين د خپلې خپلواكى ومحدودولو ته چمتو وي، نو دا د اوكرائين خپل کورنۍ كار اوکړنه ده . او همدارنګه د خپل امنيت د اصولو د جوړولو د كړنلارې ټاكل هم د اوكرائين خپل كار دى . او موږ په دغه بهير كې د لاسوهنى حق نه لرو او لاسوهنه به ونه كړو. خو زموږ پاملرنه دغه ټكى ته را ګرځوو چې د خپلواكى دغه محدوديتونه په عملى ژوند كې ټاكلى پايلې لري » .                
او دا ټول په دی كې خپل انعكاس پيدا كوى چې په واشنګټن كې خپلو متحدينو ته د داهسى پوليسى ډلو په سترګه ګورى چې د نړيوال ستر قدرت دپوليسو سره په ټوله نړۍ
كې د دوي د قانون او نظم په ساتلو كې مرسته كوي .

د «لاس انجلس ټايمز» ورځپاڼه زياتوى : د امريكا متحد ايالتونه په دې هڅه كې دى چې د خپلو متحدينو د خاورې څخه د توغنديو د ضد دفاع د سيستم د ځينو برخو د ځاى پر ځاى كولو او د داهسى اډو د جوړولو دپاره کار واخلى چې په ښكاره د روسيى ضد اړخ لري . سربيره پر همدې ددې هڅې هم روانې دي چى په افغانستان كې د ناټو د پوځې عملياتو دبهیر پيټى د امريكا د متحدو ايالتونو، كاناډا او انګلستان د اوږوڅخه ليرى سي او د نورو وړو متحدينو پر اوږو باندی یې ور واچوي . د نړيوال تروريزم پر ضد د ګډې مبارزې د اړتیا په اړه هيڅوك مخالفت نه لري . همدارنګه په دی اړه  هسپانوى ورځپاڼه «دلا ستامپه» ليكى : خو زياتره هيوادونه د همدې په ترڅ كې د پيوستون په اړه د اعلاميو د چوكاټه نه وځې نو دا په خپل وار په ناټو كې د بيلتون او ګډوډى ويندوى  اوښکارندوی دى.

 

دروسيی فیدراتیف د نړيوال سولی ،ثبات اوامنيت د نوي ګډ سيستم د جوړولو وړانديز كوي :

د روسيې وپارلمان ته د جمهور رئيس دميترى ميدويديف پيغام چې د ګڼ شمير عواملو د اړخه په نړۍ كې پراخ انعكاس یې پيدا كړی . اودهمدغو عواملو دجملی څخه یوهم د نړيوال امنيت د نوى سيستم دسولی اوثبات د جوړولو په اړه د روسيې د جمهور رئيس د خوا وړاندى سوى وړاندیزدى . چې دغه وړانديز د جمهور رئيس ميدويديف وهغو هلو ځلو ته وده او ټاكلې بڼه وركوي کوم چې د بين المللى سولې، ثبات او امنيت ټينګولو ته متوجه دى . د يادولو وړ دی چې د روسيې جمهور رئيس د همدې نه مخکې د امريكا متحدو ايالتونو او په ناټو كې د دوي ومتحدينو ته یې  ددې وړاندیز كړى وو چې په اروپا كې د امنيت په اړه «هلسنكى — ۱» ته ورته د «هلسنكى — ۲» تړون لاسليك كړي . دا ځل د روسيې پارلمان ته د جمهوررئيس په پيغام كې هم دا وويل سول چې د مسكو دپاره په اروپا — اتلانتيكى فضا كې د نتيجې لاسته راوړل زيات اهميت لري . د دیميترى ميدويديف په نظر دغه ډول تړون ددې امكان وركولى سي ترڅوچې د شخړو د حل په وړاندى یوواحد دريځ غوره سي، او پر وسلیو باندى د كنټرول د ټينګولو دډاډمنو وسيلو د جوړولواورامنځته کولو په اړه ګډه ژبه او ګډ دريځ دی پيدا سي    .               
همدارنګه د سویلی  اسيتيا پر ضد د امريكا د متحدو ايالتونو او د يو شمير نورو هيوادونو په اشاره او ملاتړ د ګرجستان دلوری ترسره سوی یرغل او بريد او په همدی ډول په عراق او افغانستان كې د وسله والو شخړو دوام هم د همدغه كار د كولو غوښتنه كوي . په همدې ترڅ كې دا هم ډيره مهمه ده چې د روسيى مشرتابه ځان د ښكلو خبرو په كولو نه دى بوخت كړى بلكى د خپلو وړانديزونو د عملى كيدو په اړه ټاكلى اقدامات هم رامخې ته كوي . د بیلګې په توګه د روسيې پارلمان ته په پيغام كې د دولت مشر دڅلورو لومړى درجه مهمو دګامونوداخیستلو وړاندیز وكړل .

لومړى :- د نړیوالوو اړيكو حقوقى بنسټونوته درناوي اودهغه پرځای کول بايد كلك سي . د وچ زور فكتور بايد كم سي او د ګډو هلو ځلو عملى كولو ته بايد لاس واچول سي  .

 دوهم :- ډيرمركزی نړیوال سيستم بايد جوړ سي، او په مخكښو نړیوال انستيتوتونو كې بايد بدلونونه راوستل سي . د يوه مركز نه نړۍ نه سي اداره كيدلى او بايدهم  اداره نه سي  .

دريم :- ټولى کړکیچنی پيښي چې په هر ځاى كې وي، بايد په عمومى منل سویو ديپلوماټيكى معیارونواولارو چاروباندی  خلاصى سی   .

څلورم :- د نړيوال مالى سيستم د نویو اصولود ډير ژر جوړولو دپاره د نړى د مخكښو هيوادونو تر منځ بايد دايمى او پرله پسى ډيالوګ وساتلى سي.    
د مسكو دغه وړانديزونه ددې ويندوي دي چې روسيه د متقابل درناوى، د حقوقو د مساويتوب او د يو بل د ګټو د په پام كې نيولو د اصولو پر بنسټ د بهرنى نړى سره د رغاويز ډيالوګ د ټينګولو په هڅه كې دی  .

 

دروسیی دبهرنیو چارو وزیر وایی:

امريكا بايد د روسيې سره د ریښتونی  ملګری په توګه،اویا د ګرجستان د خيالى پروژى تر منځ يو دی غوره كړى !

امريكا بايد د روسيى سره د ریښتونی  ملګری اویا د « ګرجستان د مشرتابه» سره  د خيالى پروژې تر منځ يو لورى وټاكى    . دا ټكى د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګى لاوروف په مسكو كې وژورناليسټانو ته اعلان كړ.     
د امريكا د بهرنيو چارو وزير كاندوليزا رايس د روسيې د بهرنيو چارو د وزير دې څرګندونى ته ځواب وويله . ده ژورناليسټانو ته وويله چى واشنګټن دمسكو سره د نړيوالو مسئلو په حل كى مرستۍ ته ارزښت وركوي، خو د روسيې او ګرجستان تر منځ په اوسنۍ شخړوکې امريكا په كلكه د تیفليسى په لورى ولاړه ده   .    
نوپه دی ډول سره زيات شمير حقايق داهسی څرګند وى چې واشنګټن په واقيعت كې د تيرى كوونكى چې د خپل ملت وګړی یې  ووژل او د سویلى اسيتيا د دوو زرو ملكى كسانو او د روسيې د سوله ساتوونكو دلس ګونو تنو په وژلو او د څخينوالى د ښار په ورانولو تورن   .            د امريكا د دولت دا دريځ د كومى سهوي منشاء نه اخلى بلكی د هغه علت دا دى چې واشنګټن هم د هغه پيل څخه د ساكاشويلى رژيم یې روزه ، پاله او وسله وال كاوه یې او د هغه سره د روسيې پر خلاف فعاليتونو كې يو لاس وو. د همدې كبله د لاس پوڅى محكومول د خپل هغه سياست د لنډ فكرۍ او ناكامۍ معنا لري چې امريكا یې د شوروي وروسته سيمه كې عملى اوترسره كوي  .

 د روسيې لومړى وزير ولاديمير پوتين په دې هكله په ډيره دقيقه توګه نظر څرګند كړى . ده ويلى چې پخپله ددې سياست بي شرمۍ نه یوازی ، بلكی د هغه مقياس د حيرانتيا وړ دى . د تور سپين ښودل، او په چالاكۍ سره د قربانى په توګه د تيرى كوونكى ښودل او پر قربانيانو د عواقبو تپل د حيرانتیا وړ دى .خو د امريكا يې ډيپلوماسۍ دپاره دلته هيڅ نوى شى نسته. ځكه چې موږ په ياد لرو چې جمهور رئيس فرانكلين روزويلت په خپله د نيكاراګوا د ديكتاتور اناستاسيو ساموسا په هكله ويلى وو چې هغه په څرګنده د سپۍ زوى دى خو هغه  (ساکاشاویلی )زموږ د سپۍ زوى دى.     
په دې لاره د امريكا تګ د امريكا د ډيپلوماسۍ د غنى زيرمى بيانوونكى ندى، بلكی د سړى جګړى د وخت وسايلو او ميتودونو ته د هغې د وفاداری څرګندوي دى  . خو دا په هيڅ ډول ددې معنا نه لري چې روسيه او نور متمدن اوپرمختللی هيوادونه بايد د واشنګټن د دې ډول سياست سره موافقه وكړى او هغه ومنی . د ساكاشويلى تيرى كوونكى رژيم ته په سویلى اسيتيا كې خوله ماتوونكى ګوزار وښوده چې روسيه به بيا هم په كلكه او جدى توګه د نړيوالو حقونو او دخپلو ملى ګټوڅخه دفاع كوي كه چيرى دا كار د امريكا ډير هم نه خوښيږى، مګرروسیه داخپل قانونی حق بولی ، اوروسيه د امريكا په وړاندى هيڅ ډول مكلفيت نه لري  .

سرګی لاروف وویل :زه غواړم دغه مسئله لانور په پراخه توګه طرحه كړم او هغه دا چې واشنګټن بايد بالاخره خپل لورى وټاكى چې ايا غواړى د مسكو سره په ټولو برخو كې برابره او صادقانه همكارى وكړى او كه په راتلوونكى كې به بيا هم د دوه ګونو معيارونو، «خاصو پروژو» او په خپل سرتوب سياست ته دوام وركړي .  

ناټو په دې خبره پوهيدلى چې دمسكو سره د ګډى مرستى پرته د نړيوال امنيت د مسئلو حل ناشونی  دى : 

روسيه د ناټو سره د متقابلآ ګټورو اړيكو سره علاقه لري او حاضر دى د دغه تړون سره د نړيوال امنيت مهمى مسئلى وڅيړى . دغه خبره د روسيى ولس مشر ديميترى ميدويديف په ناټو كې د روسيى د دايمى استازى ديميترى راګوزين سره د كتنى په ترڅ كې اعلان كړ  .

روسیه دناټوسره د دمتقابلوګټور اړیکوسره  علاقه مندی لری اوحاضردی چې ددی سازمان سره دنړیوال امنیت مهمی مسئلی وڅیړی داټکی دروسیی ولسمشر دیمتری میدویدوف په ناټوکې دروسیی ددایمی استازی دیمتری راګوزین سره دکتنی په ترځ کې اعلان کړ دروسیی ددولت مشر وویل چې په قفقاز کې داګوست دمیاشتی ترکړکیچ وروسته  دمسکواو دبروکسیل اړیکی عملآ د منځه ولاړی اودا ډېره مهمه ده چې نیم کال وروسته ناټو داخبره درک کړه چې دروسیی دمرستی پرته دناټودتړون غړی هیوادونه دهغوی په وړاندی پرتی  دندی نشی حل کولای دبیلګی  په توګه په افغانستان کې دنړیوال تروریزم سره مبارزه  نه شی کولاې ،مسکو دپخوا په شان دبروکسیل سره دنړیوال امنیت دمسئلوپه هکله  دګډی همکاری پلوی دی دروسیی فیدراسیون دشمالی اتلانتیک دتړون سره دکاملومتساوالحقوقواومتقابلآ ګټورواړیکو،داهسی اړیکی چې ددریمی لوری پرضد متوجی نه وي اویوازی متقابل ګټورڅرنګوالی  نه دکاغذ پرمخ  نه دتشو خبروپه  توګه ولری علاقمند ی لری دروسیی ددولت مشر زیاته کړه چې موږ ودی کار ته تیار یو.

 په ناټو کې دروسیی دایمی استازی دیمتری راګوزین  وویل چې بروکسیل اوس تیار دی چې دمسکو سره  دنړیوال امنیت دټولومهمو مسائلوپه هکله خبراتری ترسره کړی دهغه جملی څخه دنړیوالوتروریزم ،سمندری  غاړواودنشئی موادوسره دمبارزی په برخه کې ، په ټولیزه توګه دناټوغړیو اوس دپخوا په شان عمل نه کوی  ویلی سو چې  کړکیچ زموږسره داړیکو په برخه کې دهغوی په ګټه تمام سوځکه چې په دی اړیکوکې تشی اوپوچی خبری اوپروپاګندونه اوجراوبحثونه  نورځای نه لري دسیاسی  دیالوګ دتماســونودپراخه ول دهمکاری      دډګــرونـــواو داروپایی امنیت دتړون په هکله دروسیی دنوښتونوسره علاقه مندی زیاته سوی ده په حین وخت کې دناټوسرمنشی هاپ دهوپ شیفر وویل  چې په نړی کې امن اوثبات په مستقیمه توګه دناټواودروسیی په مرستو سره تړلی دي،ده افغانستان ته دروسیی دخاوری د لاری نه دناټو  ځواکونوته  دمالونودترانزیت  موافقه عالی ارزیابی کړاو داکاریې دکرملین اوناټوپه اړیکو کې دنوی پړاو پيل وباله ، اوشیفراقرار کوی چې د تړون په نه شتون سره دمسکوسره دګډی همکاری پرته   ننه ورځ نړیوال  مسئلي نشی حل کیدلای  .

لويديځ هيوادونه د تيرى كوونكى ګرجستان څخه په دفاع كولو جيوپوليټيكى لوبى تر سره كوي :

لويديځ هيوادونه د ګرجستان د ګټو څخه په دفاع كولو جيوپوليټيكى لوبى ترسره كوي او د بشر د حقونو او دموكراسى په هكله سوچ نه كوي . دا ټكى د روسيې د دولتى دوما (پارلمان) د نړيوالو اړيكو د كميټى رئيس كونستانتين كوساچيف د امريكا د سي ان ان تلويزيون سره په یوه مركه كې څرګنده كړى ده    .
ده وویل : دې ټكى ته تاسى پام وكړي چې امريكا او د هغى نږدى متحدين يوازى د ګرجستان سره د مرستى كولو خبرى كوي . دا مرستى مالى، اقتصادى او په څرګنده توګه سره  پوځى مرستى دي  . د امريكا د بهرنيو چارو وزيره كاندوليزا رايس د ساكاشويلى د رژيم د لورى پر سویلی  اسيتيا باندی دیرغل وروسته ،سمدلاسه تيفليس ته راغله نه سویلی  اسيتيا ته چې تيرى ورباندى سوي وو. په امريكا او په يو شمير اروپايى هيوادونو كې سياست پوهانو په ګرجستان كې د پوځى اډیو او د يو لړ نورو پوځې جوړښتونو د بمبارده ولو څخه شكايت كوي  . خو كله چې د سخينوالى پر ښار د «ګراد» او نورو درندو وسلیو بريد روان وو، دوي پټه خوله وو. هلته ښوونځى، وړكتونونه، روغتونونه او د استوګنى كورونه وران سول . د رسمى خبرواورپوټونوپربنسټ تر(۲۰۰۰) دوو زرو زيات كسان ووژل سول او زرګونه  تنه نور ټپيان سول   .                
د ګرجستان دجمهور رئیس ساكاشويلى رژيم په سویلی  اسيتيا كې  داولسی خلکوپه وژنه  یې لاس پورى كړ او دا جمهورى یې  د بشرى ناتار سره مخامخ كړ، يوازى د روسيى د خوا سولى ته د اړ ايستلو د پوځى عملياتو په نتيجه كې په قفقاز كې د لوى اور مخه ونيوله سوه   .                    
خو واشنګټن او د ناټو يو شمیر نورى پلازمينى هيڅ څه نه وينى . دوي یوازی  په دى هكله سوچ كوي چې په څه ډول كولاى سي روسيه ښه مجازات كړى . دوي د ملكى خلكو د حقونو او نړيوالو نورمونو په هكله يوه خبره هم نده كړى . ساكاشويلى د تيرى په درشل كې په كلكه ويل چى د سویلى اسيتيا ستونزه به يوازى د سوله ايزى لارى حل كړى  . دا خبره هم اوس هيره سوي چى مسكو څو ځله امريكا او ناټو ته د ګرجستان د لورى د تيرى په هكله خبردارى وركړى وو.
ددې ټولو علت د دوګونو معيارونو سياست دى چې واشنګټن او د هغه متحدين یې ترسره کوي اوعملی  كوي .

انګلیسی «ګارډین» ورځپاڼه په دی هکله ليكى چې خبره د روسيې پر تيرى نه، بلكی د خپل ګرجى لاس پوڅى په وسيله د امريكا پر تيرى مطرح ده  . ورځپاڼه زياتوى چې په سویلى اسيتيا كى شخړه د امريكا د اوسنى ادارى ډير پراخ پلانونه په نړى كې د امريكايى سلطى او واک د ټينګولو او د هر ډول سيمه ايزو چلنجونو د له منځه وړلو په هكله څرګندوى .

روسيې په ښکاره توګه  د ساكاشويلى رژيم پر پزه یې  وواهه او د هغو کسانوچې د دى لاس پوڅى په جيوپوليټيكى لوبو كې ګټه ورنه  اخلى مخه یې په كلكه سره  ونيوله.   

روسیې نوي توپول توغندی یې وازماویل او د ناټوغړي هیوادونه  یې هک پک کړې

دروسیې ولسمشر دیمیتري میدویدیف د(۲۰۰۸)زیږدیزکال داکتوبردمیاشتی پر(۱۲مه) دوولسمه نیټه باندی دیوې وچې نه وبلې وچې ته دویشتونکي توپول توغندي ازموینه ولیدل   . دماسکو څخه دفرانسې دخبري اژانس دیورپورټ پربنسټ دروسیې ولسمشر دیمیتري میدویدیف د یوې لوې وچې څخه وبلې لوې وچې ته دویشتونکي توپول توغندی ازموینه ولیدل  او ژمنه یې وکړه چې دروسېې دوسله والو ځواکونو دپاره دنویو وسلیو دجوړولو امر به ورکړي  .        
درویټرز دخبري اژانس یو خبریال وویل چې له پلیسټیسک کوسمودروم څخه توپول توغندی نن سهار په داهسې حال کښې چې باران اوریده دغه توغندی وازمایل سواو توغندی نیم ساعت وروسته په ارام سمندرګي کښې په کمچاتکا ټاپووزمې کښې(
۶ ) شپږزره کلومیټره لیرې د کورا ازموین ځاې  کې ولګید.               
توپول توغندی (۲۱،۲۵)یویشت اعشاریه پینځه میټره اوږدوالی لري .  
دروسیې دسمندري ځواک ویاندوویل چې ددغه هیواد اټومي اوبتلو هم د ارام سمندرګي او بیرنټس سمندرګي څخه دروسیې دننه دوه بلاسټیک توغندي په بریالیتوب سره په خپلوټاکل سویوموخو باندی  وویشتل . 
دروسیې ولسمشر چې دتیرکال د مي په میاشتې کښې ولسمشرو ټاکل سو په دی هکله یې  اوژمنه کړې ووچې وسله وال ځواک به پیاوړي کوي  اوهمدارنګه یې داخبره په تیرې اګست میاشتې کښې بل ځل د ګرجستان سره د دوسویلی  اوسیتیا او ابخازیا په سر له پېنځه ورځني جنګ وروسته  بیا تکرارکړل ،چې «خپل وسله وال ځواکونه پیاوړي کړي » .       
په سویلی اوسیتیا او ابخازیاکې دګرجستان دیرغل راوروسته  دروسیې دخوا په غبرګون پسې داروپاي اتحا دیې هیوادونو، امریکا اود روسیې ترمینځ اړیکې خړې پړې سوي وې .

اوهمدارنګه په یوبل رپورټ کې د روسیې د ستراتیژیکو توغندویو د قومندانۍ ویاند خبر ورکړ چې د اوږد واټن ویشتونکی (توپول) توغندی د روسیې د فضایی اډی  (پلیسټسک) څخه و توغول سو، اودغه توغندی په بریالیتوب سره خپله موخه یې  د کامکجاتکا په سیمه کې د مینځه یوړل.

نوموړی ویاند زیاته کړه چه د توپول( ۴۵ ) پینځه څلویښت ټنه دروند توغندۍ کولای سی د( ۱۰۰۰۰) لسو زرو کیلومټرو په واټن کې  ددښمن دموخو اوپټن ځایونو  د له مینځه وړلو تضمین ورکړی .

د( ۱۹۷۷) زیږدیز کال را په دی خوا د توپول پر توغندیوباندی کار پیل سوي دی او په (۱۹۸۳) زیږدیز کال کې په لومړی ځل وازمویل سو.  

دبل خوا  نه یوې روسیی ورځپاڼې خبر ورکړ چې په ناټو کې روسیی استازی دیمتری راګوزین په ډاګه کړې چې د روسیې په سیمو کې د ناټو هر ډول مداخله به د جنګ د اعلان په نوم وي. دا په داهسې حال کې ده چه په سویلی اوستیا کې روسیی ځواکونه یوه لویه اډه جوړوی ، فاکس نیوز هم په یوخبر کې وویل چې د ګرجستان یوې څارګرې الوتکې د سویلی اوستیا په سیمه کې د روسیی ځواکونو دخوا ویشتل سوي او را نسکوره سوي ده  .

(نوربیا،په اتلسمه برخه کې ادامه لري) اخیځلیک  : د ریانووستی څخه

 

 --------------------------------------------------------------------------------

 

                پنځلسمه برخه :

ناټویونظامي بلاک دی ،نه دمرستواودخیریه کارونو یوسازمان !

په (۲۰۰۸)م کال کې داپریل دمیاشتی پرڅلرمه (۴) نیټه باندی دناټواو دروسیی ترمنځ  په بروکسیل کې یوغونډه ترسره سوه اود دواړوخواو لړلید دسیمیزوشخړواومسائلوپه اړه ډېر توپیر لرل ،واشینګټن اوبروکسیل خپلی موخی یې نه پټول چې داپخازیا په سیمه کښې دسوله ساتی ځواکونوپه ترکیب کې دبدلون غوښتونکی دي .

دبروکسیل په دی غونډه کې چې دروسیی اودناټودګډی شورا دوه اړخیزه ناسته پرانستل سول ،دغه ناسته دګرجستان دغوښتنی پربنسټ باندی داپخازیا اوسویلی اوستیای  دسیمودامنیتی موضوعاتواودشخړودڅیړنی دپاره جوړه سوی وه چې ددی مسئلی دپاره یوه دحل لاره ولټول سی ،مګردتفلیس دډېروادعاوپه هکله چې دروسیی په اړه یې درلودل دتفلیس دادعاولیست یې ورډېرکړل دهغه جمله نه  دبحث لاندی سیمو کښې  دروسیی دسولی ساتنی دځواکونودزیاتیدو مسئله مهمه موضوع یې جوړه وله .

دتفلیس جګپوړی چارواکی دغه مسئله نه پټوی  چې دناټو دملاتړله کبله یې ددی بهیردانځور په بدلولوسره دسیمیزوشخړو په حلولوکې  حساب ندی خلاص کړی او دناټوڅخه دیوغوښتن لیک داوریدولوانتظار لری  چې دسوله ساتنی دځواکونوپه ترکیب کې  تربحث لاندی جګړیزوسیموکښې دنوروهیوادونوځواکونه هم ګډون وکړی .

همدارنګه په عین وخت کې دروسیی دایمی استازی « دیمیتری راگوزین »په بروکسیل کې دناټوپه مرکزکښې ډاډ ورکړ او وي ویل  دناټومشران هيڅکله هم دتفلیس دغه غوښتنه نه منی  اونه یې ترسره کوي . 

ده په دی هکله وویل،ناټویونظامی اوسیاسی بلاک  دی اونه دمرستواودخیریه کارونو یوسازمان ،چې داپخازیا اودسویلی   اوستیای په سیموکښې  دروسیی انساندوستانه مرستی ترڅیړنی لاندی ونیسی . راگوزین په عین حال کې همدارنګه وویل زه هیله مندیم چې دغه خبراتری جالب اوجوړه ونکی وي . په همدی ډول سره دهمدی نیټی څخه دوي ورځې مخکې دروسيی ددفاع وزیرلمړی مرستیال «الكساندر كولماكوف» په تینګار سره وویل :« دلړلیدهره خبره چې دناټودمرکزدخوا واوریدل سی،روسیه بیا هم وخپل ماموریت ته به داپخازیاپه سیمه کښې ادامه     ورکړ ی .»    

ددی ورځپاڼی دلیکلوپربنسټ دروسیی اودناټودشورادغونډی پرانستل دداوروستیوپيښو رامنځته کیدل،اوهم دروسیی اودګرجستان داړیکوخړپړکیدل ددی سبب وګرځیدی چې دمسکو اودبروکسیل په اړیکوکې   هم پڅوالی رامنځته سوی دی  .               

لویدیزهم دمسکودنږدی اړیکو پریکړه یې،دګرجستان په خاوره کې دپه خپل سراعلان سوی جمهوریتونوپه هکله وغندل . همدارنګه امریکا اوناټوپه دی اړه چې روسیه دمنځ غړی په توګه کولای سی ددی جګړه ایزوشخړوپه هواره ولو کې وخپل رول ته ادامه ورکړی ناباوره دی . لویدیز دروسیی خلاف ، دګرجستان سیاست دروسیی په مورد کې«دلمسون  وړ» نه بولی ،واشینګټن اوبروکسیل خپلی غوښتنی نه پټه وی اودسوله ساتنی ځواکونو د جوړښت اوترکیب بدلون داپخازیا په سیمه  کې غواړي ،دغه مسئله ددی ښکارندوي دي چې لویدیز ترکومی اندازی پوری هیله مند دی اوزیارباسی ترڅودروسیی نفوذ په سویلی قفقازکې محدوده کړی .

په هم هغه ډول سره چې څرګنده ده،چې روسیه اویوشمیر مهم لویدیزهیوادونه دسیمزوشخړواو دلانجوپه هکله لړلیدونه یې په ټولیز ډول ټوپیر سره لري اوپه دی اړه یودبل  دپوهیدلودپاره په همدی ډول سره په دی نږدیوکښې نه سی محسوس کیدای                  .

په پولنډاودچک په جمهوریت كې د امريكا د توغنديو د ضد دفاع سيستم په وړاندى د روسيى انديښنې :

د (۲۰۰۸)م کال داپريل دمیاشتی  پر شپږمه باندی د روسيى جمهور رئيس ولاديمير پوتين اود امريكا د متحدو ايالتونو د جمهور رئيس جورج ډبلیوبوش سره د روسيې د سوچى په ښار كې د روسيې د دولت د مشر په ماڼۍ كې لیدنه اوکتنه رامنځته  اوخبراتری وسوی . دغه خبرى اترى د كريملين په وړانديز ترسره سوی.

د روسيى او د امريكا د متحدو ايالتونو د مشرانو دغه فوق العاده، ناڅاپی، او ډيره اړینه لیدنه او كتنه وه، چى مخکې اعلان شوی وو د دغه لیدنی او كتنې موخی  د دوو اړخيزو اړيكو او «ستراتيژيكو مسائلو» څيړل دمطبوعاتودخوااعلان سول . خو د خبرو اترو بنسټیز موضوع  په پولنډ او د چك په جمهوريت كې د توغنديو د ضد دفاع د اډیو د جوړولو په اړه د امريكا د متحدو ايالتونو پلانونه او د روسيې ځوابيه وړانديزونه وه .

همدارنګه دغه  لیدنه اوكتنه د هغه ډيالوګ طبعى دوام وګرځېدی  چې د مسكو او واشنګټن تر منځ د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو او د دفاع د وزيرانو په ګډون مخکې ترسره سوی وه .

ددغه ډيالوګ وروستى غونډه د مارچ د مياشتى په نيمایى كې هغه وخت وشوه كله چې كانداليزه رايس او رابرت ګيتس دبهرنیواوددفاع دچارووزیرانود روسيې پلازمېنى ته راغلي وي . د نوموړى غونډې وروستیو ورځو كښې د روسيې د كارپوهانو يوې ډلې د بهرنيو چارو د وزير د مرستيال سرګى كيسلياك تر مشرى لاندى په واشنګټن كې له خپلو امريكايي انډيوالانو سره ددغو خبراتروپه ادامه سره سلامشورې وكړې . اود همدغو سلامشورو په وخت كى د توغنديو د ضد دفاع د سيستم په اړه د امريكې د متحدو ايالتونو د هغو نویو وړانديزونو ځوابونه دروسیی پلاوی لخواوامریکایی چارواکوته وسپارل شول چى یوځل مخکې په دی اړه څیړل سوی وه . دروسيې اود امريكائيانو دغه نوي وړانديزونه ډير مهم او په دغه مسئله كې د اعتماد وړ خبراتری ددوي ترمنځ ترسره سوي . خو سره له همدې هم  د روسيې ټولى انديښنې یې په دی هکله نه دى ليرى كړى، ځكه چى د پولنډ په خاوره كې د امريكايي توغنديو او د چك په جمهوريت كې د رادارو داډیوجوړه ول په خپل ذات کې  د مسكو زياته انديښنه یې رامنځته کړى  ده .                
په همدی ډول سره د سوچى دښاردكتنى او ليدنی نه مخکې امریکایی جګپوړوچارواکو اعلان کړی وو،چې د امریکا جمهور رئيس جورج ډبلیوبوش به ددی کتنی اولیدنی په ترڅ كې د روسيې سره د توغنديو د ضد دفاع د سيستم په اړه موافقې ته د رسيدو دپاره ډير ښه شرايط سته دی چې په دی هکله دوه اړخیزی موافقی به رامنځته سي ، سربيره پر دې باندی  مسكو د همدغې مسئلې پر سرد واشنګټن سره د ګډې ژبې پيدا كول ممكن ګڼى . او ددې يادونه یې هم په زيات باور سره كړى چى په اروپا كې د توغنديو د ضد دفاع د سيستم د جوړولو د پلانونو په اړه د روسيې انديښنې په دی غونډه اوپه نوروغونډواوخبراتروکې داروپایي هیوادونواو دناټودغړیوهیوادونوومشرانوته ویل سویدی               .
سیاسی کارپوهان وایی،د پورتنی  لیکل شوو ټولو خبرو په پام كې نيولو سره ددې احتمال سته دی چې د سوچى ښار هغه ښار وګرځې چې د همدغې ګډې ژبې پيدا كيدل پكښې اعلان سى او د دغه كار دپاره د بل ښه وخت او ښه ځاى پيدا كول  سخت دى . نودلته خبره يوازى په دې كې نه ده چې سوچى به د (۲۰۱۴ ) م كال په  ژمى کې  د اولمپيا د لوبو پلازمېنه وي . دغه كتنه په داهسى وخت كې ترسره  كيږى چى د ولاديمير پوتين د جمهورى ریاست دوخت وپاى ته رسيدو ته يوه مياشت پاته دی او يو څو مياشتي وروسته جورج ډبلیوبوش هم سپينه ماڼى پريږدى، نو ځكه دا به ډير ښه كار وي كه چيري هغه زياتى هلى ځلى  د حقوقى اړخه په حتمى ډول سره دعملى كيدونكى تړون او يا موافقه ليك په څیررامنځته سى ،نوکیدی سی چې ودواړو مشرانو ته د توغنديو د ضد دفاع د سيستم د مسئلى د حل كولو او د دوو اړخيزو اړيكو د «ستراتيژيكو مسائلو» د څيړلو په لاره كې ګټورڅرګنده سی.         

خو په سوچى کې ددوهیوادونودمشرانودغه كتنه اوليدنه د دې اړخه څخه هم د پاملرنې وړ ده چې د هغې په ترڅ كې به کیدی سی چې  دجمهور رئيس بوش سره د روسيې د نوي ټاکل سوى جمهور رئيس دميترى ميدويديف لومړنى شخصى پيژندګلوى هم ترسره سى . او دغه كار د هغو ټولو ښېګڼو د ساتنې دپاره اړین  دى چى په تيرو اتو كلونو كې ددغو سترو هيوادونو تر منځ په اړيكو كې پڅوالی اوخړپړتیارامنځته سوى دى  .

دناټولوی نظامي مانوردقفقازپه سیمه کښې  :

د(۲۰۰۸) م کال داپریل دمیاشتی پرڅلرمه (۴) نیټه باندی دارمنستان په هیوادکې دشمالی اتلانتیک نظامي سازمان ناټودیوی لوی  نظامي مانوراوتمریناتو دپرانستلوڅخه خبرورکړ .   دارمنستان په پلازمینه ایروان کې دناټوداطلاعاتو دورکولو مرکز  داپریل پرڅلرمه (۴)نیټه باندی اعلان وکړ چې دناټودځواکونونظامی تمرینات دسپټامبرپه میاشت کې په ارمنستان کې پیل اوپرانستل کیږی .

په دغه نظامی تمریناتوکې (۱۰۰۰) زرتنه نظامی سربازان دڅوهیوادونو دستردرستیز دپلی ځواکونودقوماندانی څخه به ګډون ولري اودابه دناټولخوا دقفقازپه سیمه کښې سترنظامی تمرین اومانور وي . په همدی ډول سره څه موده مخکې دتدارکاتی مسائلوپه اړه هم لمړنی  نظامی  تمرین اومانورد(۲۰) شلوهیوادونوڅخه د(۱۱۰) یوسلولسو تنو نظامی کارپوهانوپه ګډون سره په ارمنستان کې ترسره سو .  

سرګى لاوروف وویل: روسيه د ټولو هيوادونو سره مرسته كولو ته چمتو ده خو څوك به هم پرىنږدى چې د روسيــــى وګــــټو ته دی زيان ورســـوي  :

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګى لاوروف د ایزویستیا دورځپاڼى دخبریال سره په یوه مطبوعاتى مركه كې اعلان وكړ : روسیه د ټولوهیوادونو سره ومرسته  كولو ته چمتو ده خو د هغو هڅو هم په كلكه مخالفه ده چى د روسيې وګټو ته دی  زيان ورسوي .     
د روسیې د بهرنيو چارو وزير د خپلواكو دولتونو د ټولنې د غړو هيوادونو په سياسي چارو كې د امريكا د متحدو ايالتونو د لاس وهنى په اړه انديښنه څرګنده كړه ،اوپه دی هکله یې وویل : واشنګتڼ په ډير زيات زیارسره غواړي چې د پخوانى شوروى اتحاد فضا ته ورننوځى . دناټوسازمان و نظامی تړون ته د اوكرائين او ګرجستان دمنلو په لاره كې د امريكا د متحدو ايالتونو هڅې د همدې لاسوهنو ډيره ځلانده بېلګه ده   .   
سرګى لاوروف په خپله مركه كې زياتوى: «که چیري دوي د همدی کار پر کولو بریالی سی، نو ډیر منفی جیوپولیټیکی او اقتصادی بدلونونه به د پيښو د دغه ډول ودې پايله وي    » .

 د روسيې د بهرنيو چارو وزير تر دې مخکې د روسيى د T.V.C    ټى- وې- سې د ټلويزيونی شبکی  سره په خپله مركه كې په دې اړه یې ويلی وو: «که چیری په ناټو كې د اوكرائين او دګرجستان دمنل كيدو پریکړه رامنځته اوعملى سي، دا به ډيرى جدى پايلې ولري».

سرګى لاوروف په ټينګارسره وويل د دغه کړنه رامنځته كيدل به نه يوازى د امريكا د متحدو ايالتونو سره بلكى د ناټودغړیوهیوادونو سره به هم زموږ اړيكې كړكېچنى كړى.               
د روسيې د بهرنيو چارو وزير يو ځل بيا یې وويل روسيه د امريكا د متحدو ايالتونو او ناټو سره مرستی  ته چمتو دی خو د همدې تر څنګ  د هغه مسائلو سره هم كلك مخالفت لري چې زموږ د هيواد ګټى په تيره بيا د پخوانى شوروي اتحاد په سیمو كښې یې زيانمن كوي .            

دسرگى لاوروف په باور د دغه ډول هڅو په وړاندې د روسيي بنسټيز ځواب بايد د اقتصادى، سياسى اوكلتورى اړخه او همدارنګه د پخوانى شوروي اتحاد په جمهوريتونو كې د سولی اوامنیت د تامينولو او د دغو جمهوريتونو د دفاعى ځواك د لوړولو له اړخه د روسيي د ګټورتوب زياتول وي.         
د روسيې د بهرنيو چارو وزير داهسى ګڼى چې اوسمهال د هغو بلاكونو وخت مخ په ختميدو دى چې پر كلك بلاكيز ډيسيپلين ولاړ دي . نن د داهسى نرمو ائتلافونو ديپلوماسى ته اړتيا سته ده چې د حل كيدونكى پرابلم سره په تړلتوب كې خپله بڼه بدلولى سى .  
سرګى لاوروف د ایزویستیا د ورځپاڼۍ سره په خپله مركه كې اعلان وكړ: « موږ په همدغه لاره كې د كار كولو هڅه كوو او په نتيجه كې د نړۍ په ټولو سيمو كښې د ملګرتیا د اړيكو پر ټينګولو بريالى سوي يو. »                
د روسيې د بهرنيو چارو وزير په خپله مرکه کې د نړیوالوچارو پر یو شمیر نورو موضوع ګانو باندی هم غږيدلى دى . د بیلګی په توګه د ستراتيژيكى يرغليزو وسلیو د كمولو موضوع په اړه ، د سرګى لاوروف په حواله مسكو به د همدغې مسئلې پر سر د واشینګټن سره  و
خپلو خبرو اترو ته دوام وركړي او پر دې هم حساب كوي چې د همدغو خبرو اترو په نتيجه كې به په رښتيا د دغو وسلیو د كمولو رژيم وساتلى سي . د روسيې د بهرنيو چارو وزير ددې يادونه هم كړه چې وده ته د لندن څخه د مسكو سره د اړيكو د نورمالولو بلنى په پرله پسې ډول وركول كيږى . سرګى لاوروف په ټينګارسره یې وویل   : «موږ ډير پخوا ودې ته چمتو يو او دغه اړيكې هم  موږ نه دى كړكيچنى كړي ، د هغو د رغولو دپاره هغه مصنوعى جوړ شوى پرابلمونه بايد ليرى شى چې موږ هغه نه دى رامنځته كړى  ./               

اخیځلیک  : د راوی  نیوزاوریانووستی څخه     

 

        شپاړلسمه برخه :

دروسیی اوامریکا دتوغندیولوبه  دناټودلړلیدد مخی !

 

په منځنی اسیا کې دناټو درئیس دخاص استازی سره په خبراتروکې وڅیړل سو

په ختیځی اروپاکې دواشینګټن د توغنديو ضد سيستم ځای پر ځای کول اودشمالی اتلانتیک تړون ناټوسازمان دپراختیا کیدوطرح اوپلان  دختیځ پرلور دروسیی دښکاره خوابدتیا اوزیات خشم درامنځته کیدلوسبب له دی کبله رامنڅته سوی دی چې خپل ملی امنیت مخامخ  دګواښ اودخطر په وړاندی وینی  اوددی پایلی په نیتجه کښې برسیره ددوبی دموسم پرپنځه ورځنې جګړه دتفلیس اومسکوترمنځ پرسویلی اوستیای باندی دواکداری په خاطر اوهمدارنګه په نړیواله کچه دامریکا اوروسیی ترمنځ دډیپلوماټیکی تندو خبراترو سبب هم وګرځیدی .

رابرت سیمونس دقفقازپه سویلی برخواوپه منځنی اسیاکې دناټودرئيس دخاص استازی  په توګه دانټرفکس سره دروسیی اوناټودشورا دکاردپیل کیدواوددی اتحادی داړیکوپراختیا دروسیی دفیدراتیف سره  داوکرائین اودګرجستان دمسئلی په هکله په دی نظامي تړون کې دغړیتوب دپاره اوهمدارنګه  په افغانستان کې دمرستی دپاره  خبراتری اوڅرګندونی صورت موندلی په دی اړه یې  څه چې  یې ویلی دی  نوددی پوښتنواوځوابونو متن په لاندی ډول سره دی :

* پوښتنه : دروسیی دبهرنی چارو وزارت اعلان وکړ ،پردی دلیل باندی واکرائین اووګرجستان ته دغړیتوب په هکله پیل کیدونکی وړاندیز یې ددی پاره نه وورامنځته کړی چې ددی هیوادونودورتګ اوغړیتوب سره سم یوډول خطروائتلاف ته دغړیوهیوادونوپه منځ کې رامنځته  سي  .ایا تاسی ددی خبروسره موافق یاست؟

رابرت سیمونس په ځواب کې وایی : نه زه داهسی نه وایم .یوازی وناټوته دغړیتوب دمسئلی دوړاندیزپیل اوتیاری ترډېره حده زیات سیاسی  سوی دی . موږپرټولو اړینو مسایلوباندی خبری کوواوبیاهغه ترسره کووترڅوچې په بخارست کې دناټوپه سرمشریزه غونډه کې دغه موضوعات څرګنده سواوبیانه غواړو دهغه سیاسی بهیرپه نظرکې لرلوسره چې دغه مسائل یې رامنځته کړی دی دغه بهیر اوږد کړو.

     مسئله خودانه وو چې ایا دوړاندیزپیل اوتیاری  واوکرائین اوګرجستان ته دغړیتوب دپاره ورکول کیږی او که نه . مګرمسئله خودا وو چې موږڅنګه کولای سو ددی دووهیوادونوڅخه چې غواړي دناټوغړي دی سي د دوي ددغو موخو څخه ملاتړ وکړو.

* پوښتنه ستاسود لړلیدد مخی  وناټوته داکرائین اوګرجستان دغړیتوب دمنلوسره  بیله دوړاندیز دپیل اوتیاری دترسره کولودبهیرڅخه ،غړیتوب څرنګه دی   ؟  .    

سیمونس په ځواب کې وایی :  په (۱۹۹۵ ) م کال کې دناټوپه سازمان  کې یوه څیړنه ترسره سوه چې په هغه څیړنی کې وناټوته دګډون اوغړیتوب دپاره یولړ مسائل اومعیارونه مشخص اوپه ډاګه سول .دغه معیارونه ،وناټوته دغړیتوب اوګډون کلی دی (چې دغه تړلی میعارونه په خلاصیدای سی ) اوددغومعیارونودجملی څخه یوهم داړینواصلاحاتوترسره کولو   دی                 . همدارنګه په دی څیړنه کې وروستی کیدونکی پیل چې وناټوته نوماندی هیوادونه دګډون اوغړیتوب دپاره یې ترسره کړی هغه هم مشخص سوي دي . داچې کوم بهیرپه ښکاره توګه سره ترسره کیږی اوبل داچې څرنګه نوماندی هیواد وناټوته دغړیتوب دپاره  به رانږدی سي . دغه مسئلی په هغه نوماندی هیواد پوری اړه لري .اوډېر مهم شی خودا دی چې دا هغه معیارونه دي چې یو هیواد هرومرومشخص وړاندیزونه یې ترسره کړی وي .

*پوښتنه دناټودغړیوهیوادونودبهرنی چارودوزیرانوپه دا ورستی کتنه کې دناټو- ګرجستان اوناټو – اوکرائین دیوی  کمیسون په چوکاټ کې دغه پریکړه ونیول سول چې  ددی هیوادونوکورنۍ کلنۍ ملی طرحی او وړاندیزونه واتئلاف دی ورداخل سی . ددی کړنلارواصلی موضوعات څه شی اوکوم مطالب دي ؟  .

  رابرت سیمونس په ځواب کې وایی : ما  هم هغسی چې وویل  ډېرمهم شی دا دی ، داهغه معیارونه دي چې په (۱۹۹۵) میلادی کال کې انځور سوی اورامنځته سوی دي   .کلنۍ  ملی وړاندیزونه اوطرحی ددغومعیارونوپربنسټ باندی به رامنځته او جوړیږی  .پیل کیدونکی  څرګنده ونی به راڅرکنده سی چې یوهیواد باید هغه ترسره کړی . په مجازی توګه یې ووایم ،دغه ملی وړاندیزونه اوطرحی دکړنواودکارونو یولیست به وګرځي .

* پوښتنه : په ګرجستان او اکرائین کې یوشمیر سیاست پوهان  دغه ملی کړنلاری  یې دوړاندیزونوپیل او تیاری  د غړیتوب دپاره بولی  . ایا دا هغه ډول دي که یا؟ .

رابرت سیمونس په ځواب کې وایی : هوپه همدی ډول سره به ددغوموخوپه ټاکلوسره د(۱۹۹۵) دمعیارونوپربنسټ  به دعمل جامه واغوندی اوکولای سوچې دغه کلنۍ ملی  کړنلاری دغړیتوب دوړاندیزونودپیل اوتیاری سره یې مقایسه کړو ،مګرد رسمیاتو له کبله ددغووړاندیزونوپیل اوتیاری غړیتوب ندی .

* پوښتنه :ایا ناټو به دقفقاز دپيښوپه اړه خپل دپریکړی په هکله په منځنی اسیا اودقفقازپه سیمه کښې دنظامي اډیوپرجوړه ولوباندی دسره غور ونکړي ؟.

سیمونس په ځواب کې وایی : زموږسیاست به بدلون ونه مومی . موږپه (۱۹۹۸) میلادی کال کې یولړالزامات دځان دپاره جوړارامنځته کړی دی اودهغه الزاماتووکړنواووترسره کولوته ادامه ورکوو اوهغه دمتعارفووسلیواوستروځواکونودپلاوونه ځای پرځای کولوپه دایمی توګه سره دنویوغړیوپه خاوراومځکوکښې دي اوموږپر دغه سیاست باندی ولاړیو.

* پوښتنه : دمعلوماتوپربنسټ ،پریکړه سویدی چې بل ځل دی دروسیی –  ناټودشورا کار دی پیل سی. اوترکله به انتظاروباسوچې دناټواومسکوکنګل سوی اړیکی دی اوبه سی ؟ ایا ممکنه ده چې په راتلونکی میاشتوکښې دی ښاغلی یاپ دوهوپ شیفر دشمالی اتلانتیک (ناټو) عمومی رئیس دی ومسکوته سفر وکړی ،ځکه څرګنده سوي دی چې دقفقازدپيښوپر بنسټ اوپردغه دلیل باندی و روسیی ته دده دغه سفر شاته غورځول سوي دی .

رابرت سیمونس په ځواب کې وایی : ددی دپاره چې دناټوعمومی رئیس دمسکوڅخه لیدنه اوکتنه ترسره کړی دروسیی ددولت دخواوبلنلیک ته اړتیا سته دی .اوموږتراوسه پوری داهسی یوبلن لیک موندی ترلاسه کړی ،مګردناټودبهرنیوچارودوزیرانودغونډی دوروستی بیانی په متن  کې ویل سی دی،دخپل سنجول سوی پلان اوکړنلاړی په حفظولوسره دروسیی سره دمرستوپه اړه ،پړاوپه پړاو تیاریو اودغه واک  وعمومی رئیس یاپ دوهوپ شیفر  ته ورکول سویدی ترڅوپه سیاسی سطحه کې دروسیی دمشرانوسره اړیکی ټينګی کړی .اوهیله مندیم چې دغه امر په نږدی راتلوونکی کې رامنځته سي  .

په همدی ډول سره موږ موافقی ته سره ورسیدلوچې غیر رسمی خبراتری په بروکسیل کې دروسیی – ناټوپه شوراکې کوم وخت چې موږدخپل روسیی همکارانوموافقه ترلاسه  کړو دغه شورابه بیرته پرانستل سی .

* پوښتنه دافغـــان رسنیـــــوداطلاعـــاتوپربنسټ، امریکا وافغـــانستان ته دخـــپلونظامیانو دلوژسټیکی اکمالاتودپاره یوبل واریانټ،دترانزیټی نوی لاري دخلاصول دڅیړنی  په حال کې دی ،بیله داچې وروسیی ته توجووکړی . اوپه خاصه توګه سره همداسیموضوعات رپوټ سویدی چې تفلیس وناټوته وړاندیز کړی دی چې دپتی دبندرڅخه دی ناټودلوژسټیکی اکمالاتودترانزیت دپاره کارواخلی .ایا هم داهسی دی ؟  .

سیمونس په ځواب کې وایی  : داصلی لاره پرځای باندی چې اصلی لاره دپاکستان له طریقه وو چې کابوډېروخت موددی لاری نه کار اوګټه واخیستل ،او ددی لاری پرځای بله لاره دروسیی له لوری دی چې  موږدبخارست په غونډه کښې ددی لاري په هکله  په توافق سره ورسیدو.موږاوسمهال دهمدغسی نور یوشان ته مواقفت لیکنواوقراردادونو په ترلاسه کولوکې د قزاقستان، ازبكستان، بلاروس او اوكراین سره  موافقی رسیدلی یو  اودغه نوی لاري به موږته اجازه راکړی  ترڅوداوسپنی دپټلی په وسیله په افغانستان کې  ومیشته ائتلافی ځواکونوته  دروسیی دخاوری اودنوموړوهیوادونودلاری څخه لوژسټیکی اکمالات ترسره کړو .    

* پوښتنه  یعنی دغه رپوټونه رښتیا ندی ؟

رابرت سیمونس په ځواب کې وایی زه دامریکا دلوری خبری نه کوم بلکی دناټودلوری کارترسره  کوم دناټودپاره  ددندو دترسره کولوهغه لاره اوکړنه په لمړی سر کې ځای  لری چې همدا اوس مې تاسوته وویل .   

* پوښتنه په ټولیز ډول سره دروسیی سره دمرستواوسنی سطحه په افغانستان کې څه دي؟.    سیمونس په ځواب کې وایی : کابود(روسیی) سره مرسته په افغانستان کې ښه پرمخ ځې. موږ دروسیی یو وړاندیزموترلاسه کړی دی چې وموږته اجازه راکوی چې دغسی مرستوته عملی بڼه ورکړو او داهم طبیعی ده چې موږنه سوکولای یوازی دروسیی دلاری څخه خپل لوژسټیکی اکمالات  وکړو موږدترانزیت په رامنځته کولوکې دپورتنی هیوادپه خاوره کې دنوموړی هیوادونو سره خبری کوو او دې ته اړتیا لرو  اوهیله مندیم چې موږ وتوانیزوپه نږد ی راتلوونکی کې دټولوهیوادونوپه ګډون سره په دی هکله یوه ګډه غونډه ولرو اوپه دی  باندی وپوهیږو چې څرنګه کیدی سی زموږمرستی ډېرپراختیا ومومی . موږدنوموړی هیوادونه څخه چې زموږنه یې ملاتړکړی  له دی کبله مننه کوم اوپه افغانستان کې یوه بله مهمه مسئله دمخدره ټوکوپرضدمبارزه کې اوپه خاص ډول سره دیوشمیرمتخصیصینو ښوونه اوروزنه  ده چې دمخدره ټوکوپرضدپه مبارزه کې ونډه اوبرخه واخلی و موږچندانی لویه ستونزه نه لرل ،مګردا اوس مهال بریالی سوی یو دافغان دهغودفترونوپه مرستی سره چې په مسکوکې همدا اوس په زده کړوبوخت دی بری ترلاسه   کړو .

* دناټو لړلید داروپادمتعارفووسلیوقراردادکوونکوهیوادونودغونډی پرانستل  داوسنی ستونزودپاره څه دی ؟ په روسیه کې اغلبآلړلید دوروستنی وتلو ګټه  ددی قرارداده څخه دی .ستاسی لړلید په دی هکله څرنګه دی ؟ .

سیمونس په ځواب کې وایی  : ددی رسمی غونډی پرانستل  اوس مهال ددی څرګندوی وو چې دغه قرارداد وخپل شتوالی ته  یې دپای ټکی کښیښود اودا ښه کار نه وو.زه ډېرزیات ودی پریکړی ته اهمت ورکوم اوپرځای وایم  چې تراوسه پوری شته والی لري ،یولړپریکړی اوغیر رسمی اړیکی داوسنی مسائلو دمنځه وړلودپاره هم رامنځته سویدی .

* پوښتنه ستاسو په نظر ایا دروسیی - ناټومرستی دتوغندیود دفاعی سیستم په حوزه کې  ادامه به ومومی اویا داچې دتندواختلافونوپه ټاکلو سره به دامریکا دتوغندیوضدسیستم داجزاوپه اړه په اروپا کې هیڅ معنا ونلري ؟.

رابرت سیمونس په ځواب کې وایی : موږ تل زیارایستلی ترڅوپرسپيڅلتیااوشفافیت باندی تکیه وکړو.موږددروسیی ،امریکا اودناټوداستازوپه ګډون سره څلور،پینځه غونډی مولرلی اوموږغوښتل چې کیدونکی  پیل په دی اړه ادامه پیداکړی ترڅودتوغندیو ددفاعی سیستم په هکله داهسی انګیرنی رامنځته نه سی حتی کوم وخت چې کار نه دی ترسره سوی اوښکاره توګه څرګنده ده چې دهغه پیل څخه هم داهسی شی  نه وو ، دګرجستان دپيښی وروسته موږکاملآ کولای سوای چې یوهمداشان غونډه په دقیقه توګه سره دسپيڅلتیا اوشفافیت نه په ملاتړسره پرانیزو.

*   پوښتنه دناټوعمومی رئیس دكالینینگراد په ولایت کې داسکندرپه نوم توغندیوځای پرځای کول یې چې دروسیی لخوا ترسره سو په دی هکله یې خپله خواشینی څرګنده کړ ، په اتئلاف کې هم اویوشمیرسرچینی اعلان وکړ چې دغه امر به بی ځوابه پاته نه سي . نوکیدی سی چې ووایست  دناټوځواب  به څرنګه وي ؟ .

سیمونس په ځواب کې وایی : کله چې دغه  خبره دروسیی دجمهور رئیس دیمیتری مدودف لخوا وویل سو ، دروسیی دبهرنی چارو وزارت اعلان یې وکړ چې دغه مسئله  لاتراوسه ترڅیړنی لاندی دی اووروستی پریکړه په دی هکله لاتراوسه پوری ندی رامنځته سوي .هیله مندیم چې روسیه دغه مسئله په ځیر سره ترڅیړنی لاندی ونیسی ، ځکه په هغه صورت کې که داسکندردتوغندیوسیستم د كالینینگرادپه ولایت کې ځای پرځای سي ،روسیی لوری دامنیتی حوزی وړاندیز یې  چې دروسیی اودامریکا جمهور رئیسانودنهويمی(۹۰می) لسیزی په پیل کې یې لاسلیک کړی وه که لدی  څخه یې خبری کړی وي نودروسیی دغه کړنه به دغه لاسلیک  نقض کړی .  په همدی ډول  خبروکې داټومی اوهستوی توغندیوپرمرکزی زریموباندی هم خبراتری رامنځته سول ،یوبل ځل ټينګار کوم  اوهیله مندیم چې روسیی لوری دی په ډېر ځیر سره دغه مسائل ترڅیړنی لاندی ونیسی اوناټودی مجبوره نه سی  چې دروسیی ددی کیدونکی پیل په وړاندی ځواب ورکړی      .

مسکو یو ځل بیا واشنګټن ته ګواښ وکړ:        

 

د روسیې د دفاع چارو وزیر اناتولي سردیوکوف د(۲۰۰۹-۳-۱۸) کال دمارچ  دمیاشتی  پر اتلسمه نيټه باندی ویلي ښایې چې حکومت یې ډیر ژر د امریکا پر وړاندي سخت دریځ غوره کړي.  نوموړي امریکا د روسیې په ګرد چاپیر پرتو پولو کې د خپل پوځي شتون په پراخولو تورنه کړه. نوموړي چې د ولسمشر دیمیتري میدفیدوف او یو شمیر روسي پوځي افسرانو په ګډون په یوه جوړه شوي غونډه کې وینا کوله وویل: « امریکا غواړي د پخواني شوروي په جمهوریتونو کې انرژې، خواړه او طبیعې زیرمې تر لاسه کړي خو روسیه به دغه کار ته  پټه خوله پاتې نه شي او پر وړاندي به یې له سخت دريځ څخه کار  واخلي». ټاکل شوي چې د بارک اوباما او دیمیتري میدویدوف په راتلوونکي لیدنه اوکتنه کې  چې په امریکې کې تر سره کیږي دواړه لوري د نورو مسایلو سربیره پرپورتنی مسئلوباندی  هم خبري وکړی  .

قزاقستان وويل د امريکا د توغنديو ضد سيستم د ځای پر ځای کولو په مقابل کې د روسيې غبرګون د تفاهم وړ دی :

د روسيې دانټرفاکس أژانس د روانې مياشتې پر يوويشتنه نېټه باندی خبر ورکړ چې د قزاقستان ولس مشر نورسلطان نظربايف په دې وروستيو ورځو کې د روسي خبري رسنيو سره دیوی  مرکې په ترڅ کې وويل د امريکا د توغنديو ضد سيستم د ځای پر ځای کولو په وړاندی د روسيې غبرګون د تفاهم وړ دی .

په دې وروستيو ورځو کې د روسيې ولس مشر څرګنده کړه چې روسيه به دکالينينګراد په ولايت کې داسکندرپه نوم نوی توغندي ځاي پر ځاي کړي .نظربايف په دې هکله وويل روسيې ته نږدې د امريکا لخوا د توغنديو ضد سيستم ځاي پر ځاي کيدل به طبعأ د روسيې د انديښنې لامل وګرځې . اودا یوعادي کار دی او د پوهاوي وړ هم دی چې روسيه د ځان د دفاع او د خپلو خلکو ډاډمنتيا ته اړتيا لري  .

نورسلطان نظربايف هيله څرګنده کړه چې د امريکا نوی دولت او روسيه د دواړو هيوادونو تر منځ د خړاوپړو اړيکو د ښه والي دپاره دحل لارې چارې موندلی سی .اروپايي هيوادونه هم بايد په دې  باندی ښه سوچ  وکړي چې ګواښونه دکوم ځای او کومې خوا څځه راځې  .

اخیځلیک  : د افتاب   نیوزڅخه اوریانووستی

 

 

 

قبلی

 

 


بالا
 
بازگشت