عزیزاحمد خوارمل

 

  

 

 

 

دکلینتون پخوانی مشاور: دکرزی دسیال دټول ټاکنۍ مشاورسو!

 

    دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅځه

     ژباړونکی ؛ عزیزاحمد خوارمل

 

 

         جیمز کارویل، دکلینتون پخوانی سلاکار دافغانستان د جمهوری ریاست په راتلونکی ټول ټاکنوکې  دحامد کرزی دسیال داشرف غنی احمدزی  دټول ټاکنۍ دسلاکارانواومشاروینوسره یوځای  سو  .

جیمز کارویل، دکلینتون پخوانی مشاورد(۲۰۰۹ )زیږدیزکال دجولای پر(۷) اوومه نیټه دسه شنبی په ورځ  د آسوشیتدپرس دخبری آژانس دیوخبرلیکونکی سره په یوی مطبوعاتی مرکه کې یې وویل : «ښایی چې دغه ټول ټاکنۍ په نړی کې دتیروکالنواوتردا اوسه پوری مهم  ټول ټاکنه به وي  اوګمان کوم چې دغه  زما دټول ژوند دکار یوه  په زړه پوری پروژه ده » .

داوباما دولت دغه خبره یې څوځلی اعلان اوڅرګنده کړی ده چې دافغانستان دجمهوری ریاست په ټول ټاکنۍ  کې چې (۴۱) یوڅلویښت کسه  نوماندپه کې ګدون لری  دهیچا اودکوم مشخص اوځانکړی  نوماندی څخه  به ملاتړ ونه کړی  اوکارویل هم همدارنګه وایی ،چې دامریکی دیواوسیدونکی په ټوګه واشرف غنی احمدزی ته به مشوره ورکړی .په داهسی حال کې  چې  ودیموکرات ګوند ته  نږدی  دیواستراتیژیست ټاکل کیدل په ټول ټاکنوکې داشرف غنی احمدزی دسلاکار اومشاروپه ټوکه  اوخصوصآ په خپله د هیلاری کلینتون  اودامریکی دخاص استازی ریچاردهالبروک شته والی، په افغانستان کې کلک اړند اوګومان یې دټول ټاکنوپه هکله دواشینګتن ناپیلتوب یې دموضع په اړه  په دی هکله یې رامنځته کړی  ده .اوپه عین حال کې دکرزی ویاند همایون حمیدزاده هم دسه شنبی په ورځ په یو خبری کنفرانس کې وویل : « پریکړه دخلکو په لاس کې ده  او دافغانستان خلک وهغه چاته خپل هوټ اورایه ورکول سي چې دافغان دجګپوړوچارواکو دمشوروڅخه کاراخلی ،نه  وهغه کس ته چې دبهرنۍ مشاورینودمشوروڅخه ګټه اخلی » . 

       کارويل  وایی  : دمرستی دغه فرصت دیو داهسی سړی سره لکه اشرف غنی احمدزی ،زه نه سم کولای چې دلاسه یې ورکړم  .دداهسی کس په څنګ کې دریدل اووهغه ته مرسته کول  په یو داهسی هیواد کې لکه افغانستان دیوداهسی پيښلیک(تاریخ ) اودبالقوه امکاناتوسره هیجان اوره دی .

     دا په داهسی حال کې دی چې " ریپابلیکن " دنړیوالی موسسیی غړی  دمی دمیاشتی دیوی ټول پوښتنی پربنسټ  وایی چې اشرف غنی احمدزی  به دټول ټاکنۍ په سیالیوکې دټولوهوټونوڅخه یوازی په سلوکې څلرمه  برخه  به  ترلاسه کړی  اوپه  دریم مقام کې  به ځای ولري .

      اشرف غنی احمدزی دنړیوال بانک پخوانی کارکوونکی اودانسان پوهنۍ په رشته کې دامریکا دکلمبیا دپوهنتون څخه د ډکتورا ډیپلوم یې ترلاسه کړی دی  اوڅه موده مخکۍ دافغانستان په کابینه کې دمالی  چارودوزیر په توګه یې دنده ترسره کړیده .

په همدی ډول سره دافغانستان دجمهوری ریاست  دټول ټاکنو په هکله  جنرال جان کراډک چې په افغانستا کې یې د ناټو د ځواکونو د عملیاتوڅارنه کوله،هغه وایی : افغانان د کرزي د دولت سره ډېرې ستونزې لري    .        


جنرال جان کراډک
په دی اړه زیاتوي افغان ولسمشر حامد کرزی ښایي په اسانۍ سره په راتلوونکو ټول ټاکنو کې بیا وټاکل سي، خو بیا هم وویل  که چیری  نوموړی په خپل مشرتابه کې سمون را منځته نه کړی ،ډیر ژر به د افغانستان خلک پرده باندی بی باوره سي .

کراډک وايي تر ټول ټاکنو وروسته لومړنۍ شپږ میاشتې به هم د کرزي او هم دده د هېواددپاره ډېرې حیاتي وي  .

کراډک چې په روانه میاشت کې د خپلې دندې څخه ګوښه سوی اوپه راتلوونکې اګست میاشت کې به تقاعدسي اوپرکور کښینی ، ده داهسی  وویل، په افغانستان کې اداري فساد لوړی کچې  ته رسیدلی او کرزی باید ددې وړتیا ولري چې وکولای سي خپلو خلکوته دژوندلومړني اړتیاوی  تامین کړي   .  
کراډک وویل دده
دلړلید  د مخۍ د ټول ټاکنوڅخه را وروسته به شپږ میاشتې هم دکرزی دپاره  او هم ددې هیواد دپاره ډیرې حیاتی وي ځکه خلکو ته به دا په ډاګه سي چې نوموړي په دې موده کې د دوي دپاره کومی چاری یې  ترسره کړي دي   .                
کراډک چې په واشنګټن کې د نیکسن دبهرنۍ پالیسۍ په تحقیقاتي مرکز کې یې خبرې کولې څرګنده
یې کړه چې د ټولنیزو خدماتو اود بنسټیزو چارو د وړاندې کولو پرته د کرزي  په ملاتړکولوبه د امریکا دولت به هم بدنامه سي  .           
کراډک وویل زه
د دې کبله اندیښمن یم چې افغانان به د حکومتي ادارو څخه په هره کچه چې وي مخ واړوي .اود کرزي د حکومت څخه د امریکا د ملاتړ د پایښت اودوام  د کبله به موږ هم د ستونزې یوه برخه وګڼل سو.      
کراډک
وړاندوینه  وکړ او وی ویل :ښایي چې کرزي  به د دې ټول ټاکنۍ لومړی پړاو وګټي  اوبریالی  به سي او د دوهم ځل دټول ټاکنو اړتیا به رامنځته نه سي .  /

                                                     اخیځلیکونه : دفارس نیوز اودراوی نیوزڅخه   .

 

 



 

 

 


بالا
 
بازگشت