عزیزاحمد خوارمل

 

  

 

 

دامریکایی طرحی اشواکیدل ، وحکومت ته دطالبانودځواکونوبیرته راتګ!

«دګرګوري آر کاپلي  لیکنه»

            دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅخه

             ژباړونکی عزیزاحمد خوارمل

 

            

                په واشینګټن ډي سي کې دنړیوال استراتیژیکومطالعاتوداتحادی ریس وویل :په نږدی راتلوونکی کې دافغانستان څخه دامریکایی ځواکونود وتلو طرحه اودطالبانوبیرته راتګ ترکار لاندی نیول سوی دی او اوسمهال واشینګټن دطالبانوسره دخبراتروپه حال کې دی :

«دالکترونکی بولتن څیړونکی » ګرګووري آر کاپلي  خاص  اومهمی څیړنی په دفاعی اوبهرنۍ چاروکې لري د(DFASA) په یوی مهمی اوخاص  رپوټ کې ولیکل  :« دافغانستان څخه دامریکا دځواکونودوتلومخ ته ترمخه پړاو پیل سویدی » ،دامریکایی طرحی اشواکیدل ، وحکومت ته دطالب ځواکونوبیرته راتګ ،امریکا ددی هیواد «افغانستان »څخه دخپل ځواکونوپه وتلویې لاس پوری کړی دی .    

دژورنالیسټانواوخبرلیکوونکودیوی رپوټ پربنسټ ،ګرګاري کاپلی Gregory Copley چې په واشینګټن ډي سي کې دنړیوال استراتیژیکومطالعاتوداتحادی ریس دی اوهمدارنګه کاپلی  په «دفاعی اوبهرنۍ چارو »کې دخپرونومدیرمسؤول اودنړیوال اطلاعاتی سیسټم (جي آي اس) دنده هم په غاړه لري چې یونړیواله شبکه ده کوم چې اطلاعات  او اونلاین درمز له طریقه  څخه ترلاسه کوی  اوروان استراتیژیک اطلاعات د دولت و اک ته یې  ورکوي . دی په همدی ډول سره « وراتلونکی ته دسازمان ورکولواولوری ورکولوسره، نړیوالی موسیسی  » بنسټ ایښدونکی اوددی نړیوالی موسیسی مدیر هم  دی  چې دغه موسسه  په خپل ذات کې داسترالیا  یوه تکړه پرمخ تللی انستیتوت  داستراتیژیکوڅیړنوپه باره کې دی .  

دګرګوری آرکاپلی په قلم  دغه مقاله چې د «دفاعی اوبهرنۍ چارو » په اړه د۲۰۰۹ زیږدیزکال داګست دمیاشتی پر څوارلسمه (۱۴)  نیټه دجمعی پرورځ و لیکل سو،په دی مقالی کې داهسی لیکل سوی دی : « دامریکا جمهور ریس باراک اوبامادافغانستان څخه دخپلوځواکونودایستلواووتلو لمړنی سیاسي ګامونه یې پورته کړی دی  اوپه دی اړه اوددی هیواد دټولوځواکونودوتلواصلی عوامل دافغانستان څخه دیوکال په ترځ کې ترخپل نظر لاندی لري  .

په کابل کې دجګپوړوچارواکودموثقوخبرواوویلوپربنسټ باندی ،دغه خبراتری دسعودی عربستان په ملاتړ سره دافغانستان دجمهور ریس « حامد کرزی »اودطالبانودمشر«ملامحمد عمر»          ترمنځ‎ ډېر پخوادباراک اوباما دجمهور ریاست دټول ټاکنومخکې پیل سوی وي .   

واشینګتن دا اوسمهال  دملا محمد عمر ترمشری لاندی دطالبانودډلی سره په مستقیمو خبراتروبوخت دی . که څه هم چې دافغانستان پارلمانی ټول ټاکنۍ په دوه زره لسم (۲۰۱۰) زیږدیزکال کې ډېرمهم اودپاملرنی وړبلل کیږی  ،اما ددی یادشویو خبراتروپای ته رسیدل ویوی دوه اړخیزی بنسټیزی  موافقی ته دجمهوری ریاست دټاکنو د(۲۰۰۹)زیږدیزکال داګست دمیاشتی د(۲۰) شلمی نیټی څخه مخته دسپينی ماڼی لخوایوعاجل اړتیا کڼل کیږی .په زړه پوری خودادی  ،داهسی نه لیدل کیږی   چې دامریکا ددفاع وزارت ددی کړنلاری په جوړه ولی کې په احتیاط سره ډېر اغیزناکه اوپه خپله  اوباما اود هغه ټیم په سپينه ماڼی کې رول ولري ، دا داهسی یووضعیت دی چې دهغه موخی دتضمین اجرا اوعملی  کیدل دپرخپل وخت دسیاست ټاکل «دبریالتوب اعلان اوبیرته وکورته راتګ» په پایله کې ودولت ته ګټه رسه ول دیوی بریالی چانس څخه   چې دکنګری دمنځنۍ ټول ټاکنو  مخکې په (۲۰۱۰) زیږدیز کال کې ترسره کیږی،ګڼل کیدی سي .     

دااوسمهال ترهغه ځای چې دامریکا په دفاع وزارت پوری اړه لري ،واشینګتن تراوسه پوری  دخپلوځواکونو دغښتلتیاپه پړاوکی دبریاوودلاسته راوړلو دپاره په افغانستان کې دی  اودهغه بربنډه نښی اونښانی پربنسټ ،سپینه ماڼی  دخپل لړلید دښه والی  اوعملی کیدوپه خاطر دطالبانوسره په خبراتروکې  دخپل دغه  یرغل دغښتلوالی په حال کې  هم دی .همدارنګه دامریکا دولت همدا اوس دیوی کړنلاری داجرا اوتنظیم په لټه کې دی چې دپاکستان پردولت باندی ډېر زورواچوی  اوپاکستانی واکداران کلک اوټینګ ونیسی ترڅو ددی موخی په منلوسره اسلام آباد بیله کوم چون اوچرا څخه دسپینی ماڼی د دستورونوڅخه پیروی وکړی ،اوله دی لړلید څخه سرغړونه  ونکړی ،اوایا که دغه دستورونه په افغانستان کې  دامن  اوآرمتیا   دپاره اوکه په پاکستان کې دسولی  اودامنیت دپاره چې اوږدمهاله ګټی شمیرل کیږی ،که یې تضمینه وي اویا یې نه تضمینه وی  نوپاکستان دی هرومرو غاړه ورته  کیښيښږدی .

ددی مهمو کړنلاروڅخه یو یې هم دپاکستان ددولت دناانډول توب ساتنه ده، په اړه دسپینی ماڼۍ په ملاتړ سره دیوی رپوټ خپریدل وو هغه داچې دپاکستان آتومي اوهستوی وسلیواوتسلیحاتو ته داسلامی وسلوالو ډلودلاس رسی په وړاندی  مسله ده چې دهغه جملی څخه طالبان ،اسیب پذیره ښهی  اودغه مسله هم ددی مهموکړنلارودجملی څخه دی .

"ريچاړډ هالبروک" د"بيل کلينتین" ددولت دجګپوړوچارواکوڅخه اودسپينۍ ماڼۍ داستازی په توګه  دافغانستان اوپاکستان    په موضوعاتواومسایلو کې ،ددی مانورونوهم ږغی اوسمبالونکی دی . هالبورک دنده لري اودی باید په دی هکله ډاډمن سي چې هم افغانستان اوهم پاکستان داهسی یوتړون لاس لیک کړی چې دجګړی پای ته رسیدل اوپه هغه کې د(طالبانوضد ائتلاف) بریالتوب اودافغانستان څخه دامریکا دځواکونو دکیدونکی ګړندی وتلونه چې بیله وروستی پایلو څخه  دی ،خبری وکړی   .

نو بیله کوم شک اوتردیده څخه دسعودی عربستان دخپل خاص  اوبنسټیزرول په لوبه ولوسره کیدی سي  چې ريچاړډ هالبروک نوموړی پایلی ترلاسه کړی ،او باراک اوباما دخپل بل ځل ټاکل کیدودپاره دامریکا دجمهور ریس په توګه په (۲۰۱۰) زیږدیزکال کې تردی سرلیک لاندی دغه چې  مسله  حیاتی ګڼی ، ادامه به ورکړی .        
دغه امر چې ریچارډهالبروک مخکې تراوباما وسعودی عربستان ته یې سفر وکړ، بی اهمیته موضوع نه ده .

هالبروک د(۲۰۰۹) زیږدیزکال دمی دمیاشتی پر اوه لسمه (۱۷ مه) نیټه باندی وسعودی عربستان ته ولاړ اودسعودی عربستان دباچاملک عبدالله دخوا دتودهرکلی سره مخامخ سو، اوکیدی سي چې دا تود هرکلی په دی مانا وی چې وملک عبدالله ته ویلی سوی ووچې دهالبروک سره داوباماپیغام سته دی  .

شاهزاده "مقرين بن عبدالعزيز" دعربستان داطلاعاتودسازمان ریس دهالبروک اوعبدالله  په خبراتروکې ګډون درلود. اودهالبروک دسفر په وروستی شیبوکې داوباما لنډسفر سازماندهی سوی وو.

باراک اوباما د(۲۰۰۹) زیږدیزکال دجون دمیاشتی پردریمه (۳مه) نیټه باندی  وسعودی عربستان ته  ولاړ اودملک عبدالله  بن عبدالغزیز ال سعودپه کرونده کې  دهغه سره  په سری  توګه اوپټ  لیدنه اوکتنه  یې ترسره کړ.   

په منځنۍ ختیځ کې دیوشمیرباخبروچارواکوپه حواله ،دسعودی عربستان باچا اودامریکا جمهور ریس داوباما دطرحی په هکله دطالبانودبیرته راتګ په اړه  دافغانستان دحکومتی نظام په چوکاټ کې دیوبنسټیز عامل دسرلیک په توګه دجګړی دپای رسولو دپاره چې دافغانستان څخه دامریکا دځواکونو اوسربازانودوتلودپاره لاره هواره کړی ،په  دی هکله یې خبراتری ترسره کړی دي . اودعربستان ددی مرستی په وړاندی دامریکا جمهور ریس باراک اوباما هم دعربواواسرایيلوترمنځ  داخ اوډوب اوخصوصآ داسراییلواوفلسطینیانوترمنځ لانجه اودجګړی دمنځه وړلواودلیری کولودچټک حل اوستونزودمنځه وړلوباندی دعربی نړی دلړلید اودمطلوبوشرایطوپه اړه یې چې مطرح کړی ووپه دی هکله یې   ټینګه وعده وکړ اوموافقه ترسره سوه . اوپه رښتیا سره ددی لیدنی اوکتنی یوڅه موده راوروسته داوباما دولت داسراییلوپردولت یې دیواړخیزوامتیازاتوپرپریښودلوباندی زورواچول اوهمدا رنګه دوه کلنه لاسته راغلی ضرب الاجل ، د سولی توافق  یې دتعلیق په حالت کې راوست .    دبله خوا څخه ،افغان اوپاکستانی چارواکی  ویلی دی چې  دسعودی عربستان داطلاعاتودسازمان مسؤولینودامریکا اوطالبانوپه دی اوسنی خبراتروکې    ډېرتګره اوفعال سوی دی .ویل کیږی چې شاهزاده مقرین ډېرزیات پټ سفرونه یې پاکستان ته کړی اودطالبانودجګپوړوچارواکوسره یې  ډېری لیدنی ،کتنی اوخبراتری یې ترسره کړی دي .

په همدی ډول سره په دی  هکله کولای سوچې دمقرین لیدنه اوکتنه دډېر مهمی ډلی داستازوسره د«کویټی  دمجاهیدینودشورا» سره دبیلګی په توګه یادکړو او داهسی  سوچ کیږی چې  دغه  « دکویټی دمجاهدینو شورا»په افغانستان کې دجهادینودجګړی اداره کولوپرخپله غاړه باندی لري  ،اشاره ورته وکړو. دغه لیدنی اوکتنی لومړنۍ سیاسی اړیکی نیول رپوټ سوي دي اوالبته چې په غیرمستیقمه توګه دغه لیدنی اوکتنی د امریکا اودطالبانودمشرانوترمنځ وو. اوکولای سوسوچ وکړوچې دپاکستان اطلاعاتی سازمان نه یوازی داچې ددی اړیکونیول څخه پوه او خبردی حتی چې ددوي معلومات اوددی اطلاعاتی سازمان ښه پیژندنه اوشناخت دطالبانودمشرانوڅخه او ددی اړیکودپرمختګ اوهغه خبراتروچې صورت موندلی دی برخه یې په کښې کې اخیسته دی   اوګډون یې کړی ده  اودغه خبراتری دپاکستان په وسیله پراختیا هم موندلی ده  .

یوشمیر سرچینی داطلاعاتوپه نړیوال سیسټم کې اوددفاعی اوبهرنیوپه چاروکې کارپوهان داهسی یې ویلی دی :اوسمهال دامریکا ددولت چارواکی دیوشمیرجهادینوسره چې په محلی اصطلاحاتوکې «طالبان  » دوي ته ویل کیږی دهغوی سره اړیکی لري .حتی دامریکا دپخوانی جمهور ریس جورج بوش دولت مخته تردی چې د(۲۰۰۹) زیږدیزکال دجنوری په میاشت کې  دواک څخه لاس واخلی وطالبانوته دافغانستان په دولت کې درول په ورکولوسره و دی خبری ته راغلاست ویلی   وو .

هما غسی چې "اسپنسر آکرمن" په (۲۰۰۸) زیږدیز کال کې داکتوبر دمیاشتی پر(۲۸مه)اته ویشتمه  نیټه باندی په یوی مقالی کې لیکلی وو،"ژنرال ديويد پترائنوس چې په روانه اونی کې په افغانستان اوپاکستان کې دامریکا دسیاستونودمخته بیولودنده پرغاړه اخلی ،ددی    ایډیا اوپروګرام سره همږغی اوموافق دی  .             
پترائ
نوس  ورته لړلید اوپروګرام یې دعراق په هیواد کې رامنځته کړ ی ووچې دامریکا زیار دسني مذهبوقبایلوسره داړیکوپه ټینګولواودهغوی په راټولوسره په عراق کې  دالقاعدی په وړاندی  دجګړی په بهیرکې ښه رول یې ولوبول اودتاوتریخوالی  اود اخ اوډوب دکچی په راکښته کولوکې  په دی هیواد کې ګټورثابت سول .

جنرال پترائنوس ددی میاشتی په لمړیو ورځوکې په ښکاره ټوګه دطالبانودډلی دهغوغړوسره چې دبنسټپالنی لږ دریځ لري دهغوی سره دخبراترپربهیرموافقه وکړاوهغه مسایل  چې ددی بهیر څخه څرګنده کیږی هغه  په لاندی ډول دی  :   
دافغانستان وحکومتی سیسټم ته دطالبانوبیرته راتګ واوسنی بهیرته او ودی واقعیت ته څه ناڅه کومه پاملرنه  نه دی سوی چې ډېر شمیر نورفکتورونه به هم  په راتلوونکی کال کې په دی هیواد کې دسولی اوثبات دوضعیت په رامنځته کولوکې  پرځای او ټاکوونکی  اغیزه ولري اوخصوصآ کولای سوچې هغه توجیه پذیره تشویشونه چې د دری ژبی خاوندان اوپه خاصه توګه (اهل تشیع ) ته په افغانستان کې اشاره وکړوچې دپښتنوبل ځل راتګ اورامنځته کیدل بیاسنی مذهبه  ډلی  دبنسټپالوطالبانوترمشرتابه لاندی ،اوددوي  دواک لیدل هغوی یې (اهل تشیع ) یې ډاره ولی اوبیره ولی دی هم دپاملرنی وړ دی   .             
بل داچې داوباما ددولت  عجولانه پریکړه او په کښته کچه کړنلاره  په افغانستان کې  ددندوپرپایښت اودترسره کیدودنخسې دپوره کیدوپه اړه ،په تقربی ډول سره  کولای سو ووایوچې ددی هیواده څخه دناټواود ائتلاف دځواکونوپه وتلوسره په  افغانستان کې دخطرناکه ناامنیواو ګډوډیوضامن  به وګرځې .

داوباما دولت همدارنګه لکه دبوش دولت چې دخپل واکداری    په وروستیومیاشتوکې همدا خبره  یې کوله ،اوس اوباما هم داهسی سوچ کوی چې  دملا محمد عمر په راضی کولوسره اودطالبانودګډون له طریقه دافغانستان دحکومت په جوړښت کې دالقاعدی څخه به ددی ډلی  دبیلیدو اودجلاکیدو سبب به وګرځې   اوپه پایلی کې دا به یولوی بریالتوب اولاسته راوړنه دامریکا  ددولت دپاره وګڼل سي  .

واقعیت خو دا دی چې القاعده ،کابو  نورپه کامله توګه  په  رښتینی ډول سره شته والی نه لري بلکی دایو ټولیز مانا اومفهوم  دی چې جهادی اسلامی  ډلی په ټوله نړی کې په ښکاره توګه په  درنښت ورته ګوری .القاعده  دکلمی په رښتین مانا سره یوسازمان نه دی  او حتی که ملا محمد عمر  هم دافغانستان  وحکومتی نظام ته طالبان  ورګډ کړی ،القاعده به  په خپل  حقیقی ډول سره دیوغورځنګ ترسرلیک لاندی پایښت اوادامه ولري  .                   
مهمه مسله چې لا تراوسه هغه نه دی حل سوی ، دشرطونو ډول دي  چې داوباما دولت  کولای سي  وملامحمد عمر ته یې وړاندی کړی اوپه همدی ډول سره دا چې کرزی  دکوموشرطونوسره موافقه به  وکړی  اودهغه دمنلو توان به ولري .  یوبله پوښتنه هم  دا دی چې ایا غیرپښتون  ډلی  دافغانستان دجمهوری ریاست دراتلونکی ټول ټاکنونوماندی داکټر عبدالله عبدالله دتاجیک ملیت په استازیتوب  اویا دکرزی مرستیال محمدفهیم  دجمهوری ریاست دنورونوماندوڅخه اودتاجیک ملیت دپخوانیوجنګ سالارانودجملی څخه دی  به  دا ومنی اوراضی به سي چې دملامحمد عمر سره دی یوځای په یوه خیمه کښې سره کیښنی  اوکه یاخیر ؟.
دپورتنی  څوټکو طرح کیدل په دی مانا نه دی  چې په خپله پښتانه یوالی لري او یولاس  اومتحد دي  اوکه نه ؟.

کرزی دیو پښتون په توګه  وملا محمد عمر ته دهر ډول واک ورکولوڅخه په تشویش کې دی ،په هم هغه ډول سره دامریکا دویلوپربنسټ  دپاکستان ددولت  سره په معامله کې ،چې په تیروکالنوکې دپښتانه طالبانوڅخه یې په ښکاره ډول سره  ملاتړکوونکی اوسرمنشا وو ،هم په تشویش  کې دی  .

واقعیت خو دا دی چې په (۱۹۸۰) زیږدیزکال کې  په افغانستان کې  پښتانه طالبانودجګړی ډګرته راووتل اودافغانستان  دښکیلاک په وړاندی دشوروی جمهوریتونوداتحاد سره جګړه پیل سو،اوتر ډېری اندازی پوری دامریکا د(سی ای اي ) دجاسوسی سازمان (دامریکاداطلاعاتودمرکزی اداری – سیا) اود هغه وخت درونالدریګن  دامریکاد هیواد دجمهور ریس دپیل  پایله وو. اوپه هغه وخت کې واشینګټن د«جنرال ضیاءالحق» دپاکستان دجمهور ریس  او«اخترعبدالرحمن ) دپاکستان داطلاعاتودسازمان  دمشردغوښتنو سره  یې موافقت وکړ . دغه دوی (۲)غوښتنی وي چې  جهاد دشوروي پرضد باندی اساسآ داسلامی جهادی ځواکونو لخوا په لمړی سر کې  د اسلامی  ګونډلخواد «گلبدين حکمتيار»ترمشری لاندی ، نه  دا چې دعادی قبایلی وسلوالولخوادی  صورت ونیسی پیل سو .           
داسلام آباد بیره اوتشویش دا وو چې که قبایلی ډلی واکمن سي ،نوجهادبه دپاکستان دپښتنواودبلوڅوو سمیوته  پراخه سي اورا وبه غزیږی   .                  
دامریکا دوخت دولت دپاکستان ددی څیړنوسره څنګ ته راغی اوموافقه یې وکړ اوپه پایله کې خپلی مالی مرستی یې  په خاصه توګه  داسلامی ګونډ ومجاهدینوته پیل او ورډېر کړ چې په (۱۹۹۰) نهولس سوه نهویم  زیږدیزکالنوکې دغه اسلامی مجاهدین په طالبانوباندی  واوښت ،اوبیا دامریکا هیواد خپلی مرستی یې رالږ کړل .اودساړه جګړی په پای  ته رسیدوسره امریکا «دبریالیتوب اعلان یې وکړ» اوپه داهسی وخت کې دافغانستان څخه «دخپل کورخواته ولاړه» چې څومیلیونه افغان کډوالویې دپاکستان په هیواد کې پریښودل چې دهغه جملی څخه (دری میلیونه شپږسوه زره - ۳۶۰۰۰۰۰-یې  لاتراوسه په پاکستان کې  میشته کډوال دی اوهلته ژوند کوی ).

واشینګټن همدارنګه  ونه توانیدل چې بیرته راوګرځې ،نو پاکستان یې پرطالبانوباندی دمدیریت کولودپاره یوازی پریښوداودا په داهسی  وخت کې  وو چې یوډېر شمیر پښتانه دپاکستان دسرحد ولایت په شمالی اولویدیزه برخه کې یې  ژوند کاوه ،امریکا دهغه وخت څخه  تردا اوسه پوری خپل درول لوبول یې  دطالبانودغورځنګ په جوړه ولواورامنځته کولوکې  دشوروی پرضد هیر کړی دی ،اوهمدارنګه دپاکستان پیل دملا محمد عمر اودهغه دپلویانوپه استخدام کولوکې په (۱۹۹۰) نهولس نهویم  زیږدیزکالنوکې   چې موخه یې د افغاستان د سویلی واټ  دامنیت تامینولودپاره دیوکمربند په توګه دامریکایی دنل لیکی دجوړه ولو دپروژی دپرمختګ  څخه  عبارت ووچې دمنځنۍ اسیاڅخه دعرب وسیندته دنفتواوګاز ودانتقالودپاره ترسره سي ،نوبیا یې پاکستان دطالبانوپه روزنه اوملاتړ باندی  ترفشاراوګوت نیونی لاندی ونیول اوملامتول  یې .    
داوباما دولت  ددفاع دوزارت دسیسټم په وړاندی  اوهم دخپلوهم تړونو هیوادونوپه وړاندی  چې دوي یې دافغانستان وجګړی ته یې راکش کړ ،دوي ته یې اقرار نه دی کړی  چې په نظرکې لري ترڅو په افغانستان کې دسولی اوبریالتوب په هکله یوداستان او سناریورامنځته کړی ، بیله کومی  پایلی څخه  چې دابه دافغانستان دپاره  او  یا دهند داقیانوس دسیمواوسویلی اسیا دهیوادونودپاره وي ، صرفآ داوباما لاسته ړاوني  دخپل سیاسي اوکورنۍ موخودپاره دجمهوری ریاست دبل ځل  دراتلوونکی ټول ټاکنو ددوهم پړوا اودور دجمهوری ریاست  دڅوکی دپاره  ممکن دغه موخه ترسره اوعملی  یې  کړی .                 
دا په داهسی حال کې دی چې دامریکا د(ګازری « زردکی  » اود«ښلاخ » قمچین )وتاکتیک ته ، دپاکستان  ددولت پام نوي وراوښتی دی . د امریکا موخه دادی چې اسلام آباد دی ته واداره کړی  ترڅودواشینګټن  موخی اوپلانونه ومنی ،عملی   اوهغه ترسره کړی  .

 دامریکا ددفاع دوزارت په کړنلاره اوپروګرام کې پينځه میلیارډه نهه سوه میلیونه (۵۹۰۰۰۰۰۰۰۰)    ډالره  دپاکستان سره دمرستی دپاره په نظرکې نیول سویدی چې دهغه یوه برخه دامریکا دمرستوپه چوکات کې  داسلام آباد دپاره ورکول کیږی  ،اودا هغه ګازري (زردکی ) دي . اوښلاخ  «قمچین» یې  ریچاړډهالبروک په خپل لاس کې نیول  دی .

په رښتیا سره ددی رپوټ دخپریدوموخه دپاکستان دهسټوی اواټومی تسلیحاتواووسلیو په اسیب پذیری پوری اړه لري ،چې په همدی علت سره دامریکا دخلکواودکنګری مخالفت کول  دپاکستان دملاتړڅخه وو.

دریچاړډ هالبروک زیار اوهاند اودبریالیتوب پیل دصربستان په راکښته کولوکې دیولوی هیواد څخه دیوی کوچنی اوبی واکه  هیواد په توګه دبالکان په   سیمه کښې دیاده ولو وړ دی ،په همدی ډول سره دهغه «دریچاړډهالبروک » دواک یاده ول به دافغانستان اودپاکستان د دوو دولتونودپاره وي . ننه ورځ امریکا پرنورو بهرنۍ هیوادونوباندی دګواښ دپاره چندان ګټوراوکار امد وسایل او ځواک په واک کې نه لري اوداوباما دولت اودامریکا دبهرنیوچارو وزارت ددی حقیقت دلاسته رواړولواو ودی حقیقت ته درسیدودپاره ،دپردی شاته د دولتونوپه     بیره ولوسره به لاسه واچوی اوپیل به یې  کړی .

دبیلکی په ډول هغه څه چې   دختیځۍ اروپا دپاره مشخص سوی ،دایوحقیقت دی چې امریکا « دنوې نړی  په سیاسي فضا » کې نه سي کولای چې دخپلو هم تړونه هیوادونو څخه ملاتړ وکړي ،په داهسی حال کې چې روسیې په ګټوره توګه سره ښودلی دی چې دغه کار په غاړه اخیستلای سي  . اودغه حقیقت ددی ښکارندوی دی  چې امریکا  نورواک نه لری اوسرزوری  نسی کولای دواک اودسرزوری څخه  خلاص سوی دی اویوازی دخپل ترنظرلاندی اوریدونکو په دی باور باندی  تکیه   لري چې واشینګټن خپله سیاسي اراده اوپوځی فیزیکی واک یې دخپل غوښتنودترلاسه کولودپاره  دلاسه نه ده ورکړی   ده  ./

اخیځ دقطره نیوز څخه  .   

 

                     


 

 


بالا
 
بازگشت