عزیزاحمد خوارمل

 

 

 

۱- اوباماوطالبانوته یې  دعمومی عفوي فرمان صادرکړ!

۲-امریکا وطالبانوته دیو ۱ میلیارډاو۳دری سوه میلیونه  ډالرودبودجی ورکول یې په نظرکې ونیول !

 

                  دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅخه

                          ژباړونکی عــزیــزاحمد خوارمل

 

رویترزرپوټ ورکړ :

۱- اوباماوطالبانوته یې  دعمومی عفوي فرمان صادرکړ!

دامریکا دجمهور ریس بارک اوباما دنوی دستورالمعل پربڼسټ طالبانوته  دعمومی عفوي دفرمان  په صادره ولوسره ،ددی فرمان په متن کې ویل سوی دی : په هغه صورت کې که طالب ځواکونه دالقاعدی د تروریستټی ډلی څخه جلا سي ،اودافغانستان په ټولنه کښې جذب شی ،نو دژوندکولودامکاناتوڅخه به برخمن  سي  .

انګلیسی خبری رسنی  رویترز ولیکل :  دامریکا دجمهور ریس بارک اوباما دنوی دستورالعمل پربڼسټ ،په هغه صورت کې که طالب ځواکونه دالقاعدی د ټروریسټی ډلی څخه جلا سي او دافغانستان دخلکوترڅنګ ځانته سوله ایز ګډ ژوند اختیارکړی اوټولنی ته جذب سي  بیا نودژوندکولو دحقونواوامکاناتوڅخه برخمن کیدی سي .

کارل لوین دامریکا داستازودجرګۍ دبهرنۍ سیاست دکمیسون ریس  په  دی هلکه یې وویل : دغه دستورالعمل د هغو ځواکونودپاره چې دطالبانو دلیکوڅخه جلا سی ، وهغوی  ته به  دژوندکولوامکانات  اودپیسو (ډالرو) دترلاسه کولوزمینه به  دوي ته برابریږی  .

دواشینګټن ددی نوی لړلید اوکتنی  بله بیلګه  دعراق په هیوادکې دی  چې د عراق  ددولت په وړاندی وسله وال مخالفین  کرار،کرار دعراق دټولنی ولمنی ته  بیرته راغلل اوراوګرځیدل .

دغه ویناوی په داهسی وخت  کې ویل کیږی   چې دعراق دبعث دګونډ ډېر ځواکونه دعراق دعمومی عفوی په جریان  کې ددی امکاناتوڅخه برخمن کیږی اودغه بعثی ځواکونه زیار باسی  اوددی غوښتونکی دی ترڅو ددی هیواد وسیاسی ډګر ته بیرته دګډون دپاره  را وګرځې او ودی بهیرته دی ورګډ سي .            

  همدا رنګه دفرانسی خبری رسنی دواشنګټن څخه دیورپوټ په خپره ولوسره ولیکل : دامریکا جمهور ریس بارک اوباما تیره اونی دچهارشنبه په ورځ دژنرال مایک مولن دامریکا دګډوځواکونودستردرستیز سره په خپل دغه کتنه کې په افغانستان دامریکایی ځواکونودقوماندان جنرال مک کریسټال دغوښتنی په هکله چې په دی هیوادکې دامریکایی ځواکونو پرزیاتوالی باندی ټینګارکوی په دی اړه یې خبراتری کړی، اودا خبراتری په  داهسی  حال کې ترسره سوی چې دافغانستان خلک اودپوهنتونونوزده کوونکی اومحصلین تیره اونی څوځلی  واټونواوسړکونوته را ووتل او د‎‎« مړه دی وي امریکا » دشعارونوپه ورکولوسره دخپل هیوادافغانستان څخه دامریکایی ځواکونودوتلوغوښتونکی سول    .    
انتی وار ولیکل :

 امریکا وطالبانوته دیو ۱ میلیارډاو۳دری سوه میلیونه  ډالرودبودجی ورکول یې په نظرکې ونیول !

 

دامریکایی چارواکو یوی انټرنیټی سایټ ولیکل  : دامریکا دولت وطالبانوته دیو۱میلیارډو ډالرو۳دری سوه میلیونه  ډالروبودجی ورکول یې ددوي دجګړه ایز لړلیداودریځ په بدلون ورکولوسره ،په نظرکې ونیول .

دانتی وار خبری رسنی په یورپوټ کې چې دغه رپوټ دجیسن دیتز په قلم لیکل سویدی  په دی اړه لیکی : تیره اونی دامریکا دولت (۶۸۰) شپږسوه اتیا میلیارډه دالری پوځۍ بودجه  چې دامریکا دکنګرس ته وړاندی کړی وو او دکنګرس لخواتصویب اوپریګړه پری ونیول سوه ، دغه پریکړه دیوی داهسی مادی درلودونکی دی چې  دنورو جنګجالی دی  په  هکله ددی وړاندیدیزپه ترڅ  وکولای سوای  چې دیواعشاریه  دری ۱،۳میلیارډه ډالرو   پر مسلی باندی چندان بحث اوجنګجالی خبراتری رامنځته نه سی ،او دغه اندازه پيسی  دي  ودی پوځۍ بودجی ته ورګډ کړی . دغه لایحه  دافغانستان دټولنی دبل ځل ملاتړدتثبیتیدوترسرلیک لاندی  اودطالبانود ډلی دهغه طالب ځواکونودراجذبول په خاطر چې   ددوي  په شته والی سره  د داهسی ټولنوسره  چې دتاوتریخوالی سره مخالف دی  په نظرکې نیول سوی دی  .  او داپه دی مانا دی چې امریکا کولای سي   ددی بودجی څخه په مستقیم ډول سره دغه مالی پانګه اوبودجه په افغانستان کې وهغومبارزوطالبانوته  چې څه ناڅه  ایدیالوژیکی عقاید اودطالبانی بڼسټ پالنی لړلید نه لري  ددوي ددغه لړلیدونواوجګړیزودریځونودبدلون  ورکولوپه وړاندی ودوي ته پيسی« ډالر» ورکول کیږی . 

یوامریکایی سناتورددی فوځۍ لایحی داړوندمادی په توجهی  اوتوضیح کولوسره وویل :  دغه مالی مرسته په افغانستان کې وهغوپخوانی مبارزوطالبانوته چې همدا اوسمهال دخپلی ټولنۍ په ملاتړ را ولاړسویدی،په همدی ډول سره توصیف کړ.

همدارنګه ترمخه تردی لیکنۍ دټایمزاونلاین  په روان کال کې  داکتوبر دمیاشتی پریوولسمه (۱۱) نیټه باندی  په یوه مقاله کې یې اشواکړ  چې اوباما  وطالبانوته دپیسو «ډالرو»  دورکولو سیاست  ترڅیړنی لاندی نیسی .

دټایمز اونلاین په دی مقاله کې  ویوی  څیړنیزی شننی ته  اشاره کوی چې په دی نږدیو ورځوکې  دامریکا دسنا دبهرنی کمیټی لخوا  دافغانستان په هکله  صورت موندلی دی .

ددی څیړنی اوشمیرنی پر بڼسټ طالبان دپینځلسوزرو(۱۵۰۰۰) کسانوپه زوراوځواک سره خپل واک څرګنده کوي  چې یوازی په سلوکښې پینځه فیصده ۵ ٪  یې ددی جملی څخه هغه کسان دی چې داعتقادی انګیزی پربڼسټ  دطالبانو ولیکوته ورګډ سویدي اوپه دی جګړی اومبارزی کې ګډون اوبرخه لري ،اما په سلوکې پاته نوراویا فیصده یې (۷۰ ٪)  یوازی په دی موخه چې دورځۍ لس (۱۰) ډالره ترلاسه کړی ،ودی ډلی ته ورجذب اوګډ سویدي .  

دسنا دبهرنی کمیټی رپوټ ددی څرګندوی دی  ، که په همدی ډول سره دامریکا دولت  دطالبانوودغوشمیر کسانوته  که دوه چنده  پيسی اوډالر ورکړی ( چې دامریکاییانودپاره وجنګیږی ) نو به دورځۍ (۳۰۰۰۰۰) دری سوه زره  ډالره پانګه  ولګول سی .  

دا په داهسی حال کې دی  چې دامریکا دولت  په افغانستان کې  دجګړی دپاره دورځۍ (۱۶۵) یوسلوپينځه  شپته میلیونه ډالره  دطالبانوسره په جګړی کې مصرفوی .

امریکا پرافغانستان باندی داتو(۸) کالو تیری اوفوځۍ ښکیلاک څخه  وروسته  دطالبانودمنځه وړلو اونسکوریدو په سبب اودخپلولویدیزوالوملګروپه ملاتړ سره،همدا اوس دخپلووتلوجګپوړوپوځۍ قوماندانو او ددفاع دوزیر په ژبه اوویناسره چې په دی اړه وایی اوپه افغانستان کې دطالب ځواکونو پرجګړیزولوړتیاوي باندی  هم اقرار کوي   . /        

      اخیځلیک : دقطره نیوز څخه 

 

 


بالا
 
بازگشت