عزیزاحمد خوارمل

 

 

دنوامبر دمیاشتی  پينځه ویشتمه (۲۵مه )نیټه د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د نړیوالي ورځ  !

 

 

      د عزیزاحمد خوارمل لیکنه :

 

 

داچې دنوامبر دمیاشتی  پينځه ویشتمه (۲۵مه )نیټه د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي د نړیوالي ورځې سره برابراویوشان دی  ،او دا ورځ په ټوله  نړۍ کې ، د ښځو په ملاتړد یوشمیر د دفاع کمیټی ،دښځو دحقونوڅخه یوشمیر وګړنی  نړیوال سازمانونه ، حکومتونه ،دولتونه  او دنورو نړیوالو   ارګانونواو څانګو د خوا په دی مناسبت  دغه ورځ نمانځل کیږی  ترڅو دښځو په وړاندی  دتاوتریخوالی دغه غیرانسانی اوغیراسلامی ،ظالمانه کړنی وغندل سي اودانا رواکړنی دی دمنځه ولاړسي ، اوهمدارنګه دغه نړیوایل  اداراي او موسسات  د خپل هاند اوموخی له  مخۍ په دی تلاښ اوزیار دی  چې دښځو په وړاندی  کوم هغه بد چارچلنداو نا روا اعمال چې ددوی په وړاندی ترسره کیږی  دغه سپيڅلی اومعصوم انسانان ددی وحیشانه کړنوڅخه وژغوره وي اورا خلاص کړی او ددی کړنو دترسره کولوڅخه  ددوي په وړاندی مخنیوی وکړی  .  که دبشری ټولنی و جوړښت اوډول ته پاملرنه وسي ،نو په ټول  وګړنی (بشری ) ټولنه کې  دایوه څرګنده ،  ښکاره اوبربنډه خبره ده چې ښځۍ د ټولنې نيمې (نیمایی) برخه  دنارینوپه وړاندی جوړه وي  اوپه ټولنه کې  دنارینو سره  دبرابراویوشان حقونودرلودونکی  پيژندل سویدي   ،د همدی کبله  ښځۍ په ټولنه کې ډېرارزښتمن رول او  نقـش لري اودنارینوترڅنګ په ډېرزړه ورتوب اوښځینه واک سره کولای سي چې  خپلۍ  دغۍ  انسانی او وګړنی رول هم په ښه اوسمه  توګه  سره په ټولنه کې ولوبوى  اوپلی یې کړی ، که ښځۍ د يوې لوری څخه  د نړی  پوهان،عالمان او قهرمانان په غېږ کې لويوي نود بلې لوری څخه  دټولنۍ په ټولنيزو چاروکې ستری دندی اوفعاله ونډي هم لرې اوښځه د ټولنې د يومهم او فعال غړي په توګه په سياسي ،اقتصادی ،ټولنیز اونوروچاروکې  په خپلۍ برخی اخیستنی سره  ستر وظایف او چاری  ترسره کوي او په ښــه توګه سره كولاى سي چې په دغو ستروچارو او فعاليتونو کې  په فعاله  توګه سره برخه واخلي  .

زموږ د جګړه ځپلی ګران هیواد ګرانۍ اواغلۍ  ښځۍ  زموږ دکلتوری اوفرهنګی  بڼسيزو اصولو او اسلامی مقدساتو سره سم په یو منظم  ،ډسپلین اود اخلاقو په چوکاټ کې د ټولنې په پرمخ بيولو کې ستر رول یې لوبولاى  دي اوکولای سی چې وی  لوبه وي ،نود همدې  فکتورونواو اصولو په نظــــــر کې نيولو سره ، په پرمخ تللي ټولنواو هيوادونو کې  وښځوته په ډېر درنښت سره  کتل کیږی او وښځو ته دلمړیتوب  مقام اوځای  ورکوی  . ددغوپرمخ تللی  ټولنو اوهیوادونووګړی  په دې پوره باور لري چې بيله  دښځود ونډې اخستلو او ګډون کولوڅخه پرته  ټولنه هيڅکله خپل د پرمختګ اودپراختیا پړاو ته نه سي رسيدلى ،رښتیا خبره خو دا ده چې زموږپه ټولنه اوهیوادکې  وښځوته  هیڅکله هم پاملرنه ندی ترسره سوی  چې له دی کبله زموږپه ټولنه کې ډول ،ډول ستونزی  دهمدی  نه پاملرنی نه رامنځته سویدی   .

په پرمخ تللی ټولنواوهیوادونو کې دهمدی بڼستیز مثبت فکتور پربڼست د ښځو ونډې  اخیستنی  ته تل په درنښت او دقدر په ستر ګه کتل کيږي دا چې ښځه د ژوند په ډګر کې د يو مهــم قشر په تو ګه پيژندل سوې ده نو د ټولنې وګړی  هم دد ې ټکي په پام  کې لرلو سره په پر مخ تللــي ټولنواو هيوادونو کې وښځو ته یې د لمړیتوب مقام  اوحیثیت ور بخښلی دى او ددی ټولنی نارینه انسانان په دې  سره ښه  پوه دي چې ښځه هم مور ده ، هم خورده ، هم دکور څراغ او روښانی  ده ، همدارنګه ښځه د ژوند سمبالوونکې، د کورني ژوند د انتظام ،تعادل او د کور د اقتصاد په جوړولو کــې يوډېرمهم رول لوبولاې سي ښځه د ماشوم د لمړنۍ ښوونکې او لارښودپه توګه هم پيژندل سوېده .کوم وخت چې په ټولنه کې دښو ونۍ او روزنۍ  کچه لوړه سي، اوښځۍ په ټولنه کې دنارینو ترڅنګ خپلی دندی ترسره کړای سي نو هر څوک به په دی باوری وي چې ښځۍ هم  دنارينوپه شان  دژوندانه په ټولو برخو کې  کولای سي  په مثبته توګه  برخه واخلی اومهم کارونه ترسره کړی  . خو متاسفانه زمـوږ په وروسته پاته  جګړی ځپلی هیواداو ټولنه کې د ښوونۍ او روزنۍ  د کچۍ د ټيټوالي د امله ښځه ته د ټولنې د يو فعال غړي په توګه نه کتل کيږي حتی يو شمیر خلک  خو ښځه ته په خپل کورکې دا اجازه نه ور کوي چې خبرې وکړي خوپه دې لانه پوهيږي چې نارينه د ښځو په نه موجوديت کې نيمګړي دي  دا په ښکاره اوبربنده توګه روښانه اومعلومداره خبره  اویوستر واقعیت دی  چې  زموږ دګران هیواد درنۍ اواغلۍ ښځۍ د بهرنيو ښځو څخه هيڅ لږ والی اوټيټوالی  نه لري  . بڼسيزه اومهمه  مسله یوازی  زموږ دټولنی وروسته پاته والی او  بیسوادی یو لوی پرابلم اوستر عامل  دی  چې  زموږ دهیواد  دولتی واکدارانو اوچارواکی  څرنګه چې اړین دی ودی  ستری ستونزی ته خپل پام یې نه دی  ور اړه ولي ،چې  دهمدی کبله  دښځو په وړاندی زموږ په ټولنه کې دتاوتریخوالی  اصلی  اواساسی عامل او موضوع هم ددغو  مسایلو څخه را ولاړیږی  اودغه تاوتریخوالی  دهیواد دبیوزلو اوتر ظلم ،رنځ اوترستم لاندی ښځوپه وړاندی ورځ تر ورځه زیاتوالی مومی ،په دی هکله په ډېر درنښت سره   ،دافغانستان داسلامی دولت اودحکومت  دمحترمو چارواکوڅخه هیله مندیوچې   لطفآ دی داساسی قانون  دموادوپه ړنا کې دوکړو دمدنی دندو اومسوولیتونو په دی ارزښتمنه برخه کې  دافغانستان دوګړنی (  بشری)   حقونود خپلواک کمیسیون د مسوولینو سره یوځای خپله ټينګه پاملرنه  دی په دی برخه کې رامنځته کړی او  دافغان  دښځو په وړاندی دتاوتریخوالی ،تیری ،ظلمونواونوروغیرانسانی اعمالودمخنیوی دپاره اودښځو د پرمختګ دپاره ګټورګامــونه اوچت کړی  تر څو زموږ درنۍ اواغلۍ ښځۍ وکولای سی چې په نړيواله کچه دخپلو پوهی ،زده کړی او علمی  شخصيتونو په ښودلو سره  د ښوونۍ او روزنۍ  وجګو اولوړو پړاونوته ځانونه ورسوي  او د نړۍ د ښځوسره  په سالمو سياليوکښې زموږ دافغانی ټولنی د اصولو اوکلتوری مناسباتو په ړنا کې   د اوسنی   شرايطو د دود اودستور  اولړلیدونو سره سم  په کښې  کې برخه واخلی  .

زه ددی  پورتنیو څوکرښولیکوونکی دښځو په وړاندی  د تاوتریخوالي کړنی  په ټينګه سره رده وم اوداکړنی یوغیرانسانی اوشوم عمل بولم  ،او یوازی  دا نه چې  تقبیح کوم بلکی  دهغه په وړاندی په کلکه  سره مبارزه هم کوم ،او د ښـځوپه وړاندی دتاوتریخوالی  د نړيوالې ورځې په وياړ دخپلو ټولوافغانو میندواوخويندو څخه   چې  د هيواد د ننه دي يا دهیواده  څخه بهر دي په ډېردرنښت سره هیله کوم  چې ددی نړیوالی  ورځې  په مناسبت دی   یوموټی سي او دتاوتریخوالی پرضد اودهغوکسانودکړنوپرخلاف اودیوشمیرهغو ظالمانو د‎ظالمانه ،غیر انسانی اوغیر اسلامی کړنوپه وړاندی  دی خپل دریځ  دی په یو ږغ سره اعلان کړ ۍ او دمبارزی ډګر ته دی راګډی  سي راودی وځې ،په پای کې یو ځل بیا دخپل جګړی ځپلی ګران هیواد ودرنۍ او اغلۍ میندواو  وخويندو ته د لا برياليتوبونو ،روغتیا ،جوړتیا سوله ایز ژونداودتاوتریخوالی  اودظلمونوڅخه د دوي دخلاصیدو هيله  کوم  .  /

                                                                                                                                                په درنښت

 

 

 


بالا
 
بازگشت