عزیزاحمد خوارمل

 

 

دلویدیزپينځه (۵)غوښتنی دحامد کرزی    نه دبهرنۍ ځواکونوداسانه وتلو دپاره دافغانستان  څخه!

     

                دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅځه

             ژباړونکی ؛ عزیزاحمد خوارمل

 

             لندن – لویدیز دافغانستان څخه دخپلوځواکونو داسانه وتلودپاره دافغانستان دجمهور ریس حامد کرزی څخه پينځه بنسټیزی غوښتنی لري  چې کیدی سي دغه غوښتنی دلندن په راتلوونکی کنفرانس کې چې دافغانستان دامنیتی وضعی ،اوضاع او حالاتو دپاره په نظرکې نیول سویدی دافغانستان دجمهور ریس په واک کې به ورکول سي   .

     دلندن چاپ د آبزروراونیزی  ولیکل : دافغانستان په جګړه کښې ښکیل هیوادونه  د راتلوونکی نوی زیږدیزکال دجنوری دمیاشتی په اته ویشتمه (۲۸مه) نیټی باندی  غواړي چې په لندن کې یو  نړیوال کنفرانس  دافغانستان دامنیتی وضعی ،اوضاع اوحالاتوپه اړه  پرانیزی اوپه دی کنفرانس کې دحامد کرزی دافغانستان دجمهور ریس څخه  پینځه بڼسټیزی غوښتنی لري چې حامد کرزی باید هغه  عملی اوترسره کړی  ترڅولویدیزوال وکولای سی چې  خپل ځواکونه په اسانه  اوخوندی توګه سره  دافغانستان څخه وباسي .

دغه پينځه (۵) بڼسټیزی غوښتنی  دتیری  شنبی  په شپی دفبروری دمیاشتی  ۲۸ /۲۹نیټه باندی  دانګلیستان دلمړی وزیر ګوردرن برون دخوا په لا ندی ډول سره  وویل سول اوهغه په دی ډول سره دی  :

۱ – ددرو(۳) میاشتو په موده کې کابل دی باید ډېرځواکونه  دپوځۍ  دوري  دزده کړودپاره د هلمند  وولایت ته ور ولیږی  .

 ۲ -دافغانستان دولت دی  دشپږومیاشتوپه موده کې دی  خپلی کړنلاری او پروکرامونه دی دپولیسو دځواکوانو د روزنی دپاره  جوړ او وړاندی کړی .

 ۳ – حامدکرز ی بایددنهو(۹)میاشتوپه موده کې دی  څلورسوه (۴۰۰ ) والیان ،ښاروالان او ولسوالان دافغانستان ومختلفو ښارونوته دی مقرر ،معرفی او ورولیږی .

۴  - دانګلیس میشته ځواکونه  د دوولسو(۱۲) میاشتوپه موده کې پينځه زره ( ۵۰۰۰)تنه افغان سرتیری به  دهغه هیواد د اردو دځواکونودپاره دهلمند په ولایت کې و روزی  اونور زرګونی  تنه ځواکونه  به دافغانستان په نوروبرخوکې دامنیت دتامینولوپه خاطربه وروزی  .

۵ -  د(۲۰۱۰)  ددوه زره لسم زیږدیزکال ترپای  پوری دافغانستان  امنیتی ځواکونه باید دافغانستان دڅلوردیرشو(۳۴) ولایتونو دجملی څخه دپينځه(۵)  مهمو ولایتونو او همدارنګه دهغه جملی څخه  دهلمنددولایت په یو اویا دوه ولسوالیوکې داوضاع کنترول او امنیتی چاری په خپله غاړه باندی  واخلۍ  .

      دآبزرورددی رپوټ پربڼسټ ،دغه غوښتنی چې ګوردرن برون  د مهمواوعمده اوبڼسیزو مسایلوترسرلیک لاندی  یې بللی یې دی او په راتلوونکی نوې کال کې دجنوری په میاشتی کې دلندن په کنفرانس کې چې دافغانستان په هکله په نظر کې نیول سوی دی  اوپه هغه  کنفرا نس کې دامریکا دبهرنی چارو دوزیری په ګدون د(۴۲)  دوڅلویښتوښکیلوهیوادونود بهرینوچارو دوزیرانو په حضورکې به دافغانستان دجمهور ریس حامد کرزی  اطلاع ته به ور رسوی او کرزی دی په عمل کې هغه اسانتیاوپه نظر کې ولري ترڅو چې دافغانستان څخه دبهرنی ځواکونودوتلو دپاره لاره پرانیزی  .

      آبزرورهمدارنګه په دی اړه  ولیکل :  دانګلیس د دولت چارواکی ټینګار کوی او په ټینګه سره په دی پسی دی چې  دافغانستان ددولت اودطالبانوترمنځ دی دسولی خبراتری  ترسره سي.   دلندن چاپ دغۍ اونیزی  دتورن جنرال ریچاړډ بارونز چې  دانګلیس  ددفاع دوزارت دقوماندانانو دجملی څخه دی  دهغه په حواله ولیکل :  انګلیس  ددی غوښتونکی دی چې  دافغانستان د دولت او دملا محمد عمر ترمنځ چې  په افغانستان کې دطالبانومشردی دسولی اوپخلاینی خبراتری دی پیل سی  تر څو له دی  طریقه  دی پرانګلیسی ځواکونو باندی دطالبانودځواکونو دخوا  دیرغل څخه  مخنیوی وکړای سي  .

دانګلیس  هیواد نهه  زره (۹۰۰۰)تنه سرتیری  د افغانستان دهلمند په ولایت کې لري  او دافغانستان دجګړی دپیل څخه بیا  تر دا اوسه پوری (۲۳۴) دوه سوه څلور دیرش  تنه  سرتیری او پوځیان یې  په هغه هیواد کې د لاسه ورکړی دي    . /

                                      اخیځلیک : دقطره نیوز څخه       

 

  

 

 


بالا
 
بازگشت