یک توضیع مختصر در باره جعلیات نشر شده در سایت افغان – جرمن انلاین و دیگر سایت ها

 

بروز پنج جولای سال جاری سایت انترنیتی افغان -  جرمن انلاین یک خبر جعلی و توطئه گرانه را به نشر سپرده که گویا پدرم سلیمان لایق بااشترک اقای سلطانعلی کشتمند و اقای دستگیر پنجشیری بتاریخ اول جولای سال جاری عذرنامه ای ترتیب و جهت نشر به سایت افغان- جرمن انلاین و یک عده سایت های دیگر فرستاده اند.

با آکاهی از موضوع پدرم را را از واقعه مطلع ساختم .  ایشان با  ابراز تعجب از چنین کذب فاحش،  انرا یک بهتان شیطنت امیز و یک جعل فتنه گرانه خواند و ا. وجود چنین عذرنامه ای اظهار بی خبری کردند . انها به من اهدایت دادند که انرا از طرف ایشان قاطعانه رد کنم و آنرا به حیث یک عمل جنایتکارانه از سوی جعل کنندگان ان محکوم نمایم .

 

زمرک لایق

 

+++++++++++++++++++++

 

په جرمن انلاین بریښناپاڼه کې د « اعلامیه مهم سه ګانه » په اړوند

د ۲۰۰۹ کال د جولای په څلورمه ، په جرمن انلاین بریښناپاڼه کې د « اعلامیه مهم سه ګانه » ترسرلیک لاندې یو لیکنه خپره شوې چې ګوندې د افغانستان د پخواني خلک دیموکراتیک ګوند د سیاسي بیرو درې تنو غړو ښاغلو سلطان علي کشمند ، غلام دستګیر پنجشیري او اکاډیميسن سلیمان لایق ، دغه اعلامیه د ۲۰۰۹ کال د جولای په لومړۍ نېټه په اروپا ــ امریکا کې لاسلیک کړې او د ښاغلي سلطانعلي کشتمند په پته يي دوی ته د خپرونې لپاره ورلېږلې ده .

د اعلامیی او د هغې د متن د ریښتینوالې او درغلۍ په اړه تبصره ، خپله د یادشویو ښاغلو دنده جوړوي او د هغو له وسې پوره ده ، خو دلته په دې لنډه لیکنه کې د اعلاميي د لیکلو ، پتې او استولو په اړوند ځينې ټکې د پاملرنې وړ دي :

د اعلاميي لاسلیک  د ۲۰۰۹ کال د جولای لومړۍ نېټه او ځای يي اروپا ــ امریکا په ګوته کوي .

په داسې حال کې چې دا مهال ښاغلئ سلیمان لایق ، کشتمند او پنجشیرئ یو له بله خورا ډېر لرئ او په بېلا بېلو لویو وچو کې اوسیږي او د منطق له مخې امکان نلري چې نوموړو دریواړو دې د جولای په لومړۍ نیټه یوځای دا اعلامیه لاسلیک کړي وي .

دلته باید د اعلاميي لیکونکي د اعلامیيي لیکلو له مخه د اعلاميي په ځای او نېټه پام کړئ وئ . څه ښه يي ویلې دي : دروغ وایه ، خو په شرع يي روغ وایه !

همدارنګه هغه نظریاتي توپیر چې نوموړي  يي د تير پير د څېړنې ، د وسمهال او راتلونکې په اړه  یو له بل سره لري ، دا خبره ناشونې کوي چې داسې یوه اعلامیه دې دوی په ګډه سره لاسلیک کړي .

بلخوا جرمن انلاین ته د اعلاميي د استولو پته هم ګډه وډه ده . د اعلاميي ترتیبوونکي ، د کشتمند نامعلومه پته ، یوازې د جرمني په یادولو سره چې له هغې څخه د ښاغلي سلیمان لایق پته نه معلومیږي او د پنجشیري هم ناڅرګنده پته ، دا ټول سره  په بېړه او بېسوچه راګډوي او جرمن انلاین ته پرې اعلامیه لېږي .

د نوموړې اعلاميي د لیکلو ، پتې او استولو په اړوند د فارسي دغه جمله څه ښه صدق کوي :

« خسن وخسین هر سه دخترمغاویه بودند » .

د پورته جملې کومه برخه سمه ده !

نه حسن او حسین ، خسن اوخسین دي . نه دوی درې تنه دي . نه دوی نجونې دي او نه هم دوی د معاویه چې مغاویه لیکل شوي اولاد دي .

اعلامیه بشپړه جعلې ښکاري او د ریښتینولۍ لپاره يي هیڅ دلیل او لاسوند نه لېدل کیږي .

بلخوا جرمن انلاین هم بېله دې چې د اعلاميي د لیکلو ، پتې او استولو په اړه يي لږ سوچ کړئ وئ ، هغه  په بېړه خپروي . لکه چې خپله وايي : « علیرغم انکه فعلآ به صحت وسقم ان ابراز نظر شده نمیتواند ....... انرا بنشر سپردیم »

د رسنیو د قانون له مخې هغه لیکنه چې د ریښتینولۍ او درغلۍ پته يي نه وي لګېدلي، نباید خپره شي.  که رسنۍ غواړې خپله بېطرفي وښۍ ، ریالیستیک او د ټولو لپاره برابره او یوشان وي ، باید لومړئ د یوه خبر په اړه ځان ډاډمن کړي او روسته يي خپور کړي .

د خبر د بېړنې خپورتیا پرځای به دا ښه وي چې خبر ریښتینئ وي !

غرګئ   

                                       

 

            


بالا
 
بازگشت