د نرګس اڅکزۍ د مړينې معما

ډاکتر لمر

     نرګس اڅکزۍ

درنو هېوادوالو! تاسو ته مالومه ده، چې په افغاني او ځينو نړيوالو رسنيو کې د تېر کال د دسمبر مياشتي په پيل کې يو زړه بوږنونکی خبر خپور شوی ؤ، چې د هغه خبر پر بنسټ د دسمبر په ۷ نېټه يوه افغانه پېغله چې د يو افغان سره کوژده وه او د واده په درشل کې وه، د نامالوم کس لخوا وژل شوې وه.

د دسمبر د ۷ نېتې د ۱۷:۳۰ په شاوخوا کې کوم نامالوم کس د دغه نجلۍ کور ته زنګ وروهلی ؤ او هغه يې د ډالۍ د پاکټ په نامه له کوره بهر ته راغوښتې وه، چې بيا يې د دغه افغانې پېغلې پر سر سوځېدونکي غاز ورشيندلي ؤ، چې په پايله کې دغه معصومه ۲۳ کلنه افغانه د سوځېدلو له کبله ځان حق ته سپاري، خو لومړی نجلۍ د اېراسموس (Erasmus Brandcentrum) د سوځېدنې څېړنيز مرکز ته رسول کېږي، خو له خواشينۍ سره بايد ياده شي، چې ډاکترانو ونشو کولی، چې دغه شهيده پېغله وژغوري.

وروسته له دغه پېښې په ډېرو رسنيو کې بېلابېل نا څرګند مالومات خپاره شول او ماته هم يو کندهاري ځوان تليفون وکړ، چې موږ افغانان بايد سره راټول شو او د دغه پېښې په اړه خپل خواشيني په نيدرلندي ټولنه کې څرګند کړو، خو ما ورنه وپوښتل، چې دغه نجلۍ څوک ده او د چا له کورنۍ څخه ده، زما دوست راته د اڅکزو يوه نامتو کورنۍ ياده کړه، چې دغه نجلۍ له هغه کورنۍ سره خپلوي لري. ما ته داسې وويل شول، چې دغه نجلۍ له يو افغان سره کوژده ده او چېرې چې دا کار کوي، هلته کوم هالندي دغه پېغله بې ځايه څارله، نو کله چې پوه شو، چې افغانه پېغله له يو افغان سره واده کوي، نو د دغه پېښې زغم يې ونکړ او دغه افغانه پېغله يې په دېره نامېړانه ووژله. د دغه خبر په اورېدو مې زړه ډېر خواشينی شو او سمدلاسه مې خپلو دوستانو ته تليفون وکړ، چې د دغه نجلۍ په جنازه کې ګډون وکړي او د تظاهرات چارې سمبال کړي.

يوه ورځ وروسته يې له دوستانو څخه راته تليفون وکړل شو، چې د نجلۍ کورنۍ په (Zeist) کې ژوند کوي او دوی له ښاروالې سره کولی شي اړيکې ټينګې کي او په جنازه کې يې د سيمې خلک او د نجلۍ خپلوان ګډون کوي، خو بيا هم که اړتيا وه، نو موږ به هم هرومرو له هغوی سره مرسته وکړو.

د دسمبر په پای کې ما د موټرو په کراج کې يو افغان چې د (Vellhoven) په اپارتمان کې اوسېده، وليد او ترې ومې پوښتل، چې د هغه افغانې جنازې ته تللی ؤ او که نه! نو دغه افغان راته وويل، چې د جنازې په مراسمو کې ډېرو خلکو ګډون کړی ؤ او خورا ډېر مېرمنې هم په جنازه کې حاضرې وې او مړی په درنښت سره خاورو ته وسپارل شو.

د دغه پېغلې د مړېنې معما ما ته هم زړه بوږنونکې وه، چې پرون مې د لټونې (Opsporing) تر نامه لاندې يو نيدرلندي څارنيز راپورتاژ وليد او د ددغه پېښې معما يې ما ته نوره هم ستونزمنه کړه، ځکه چې مخکې له دغه پروګرامه ما بېلابېلې خبرې اورېدلې وې، خو د دغه پروګرام په کتو زه نور هم ګيچ شوم.

په ياد شوي پروګرام کې د نيدرلند پوليس خپل څېړنيز فلم ښيي او دا جوته کوي، چې دغه افغانه پېغله نه يو هالنډی بلکې يوې غنم رنګې نجلۍ، چې ميانه ونه لري له کوره بهر راغواړي او سوځېدونکی غاز پرې پاشي او بيا اور ور ورته کوي، چې د سوځېدنې په بهير کې دغه افغانه پېغله نجلۍ (نرګس اڅکزۍ) په شهادت رسېږي. په زړه پورې دا ده، چې قاتله نجلۍ خپل سر او مخ ښه پټ کړي او د دغه کور او تعمير ټولې جرړې سمې ورته مالومې دي او دغه مېرمن (نجلۍ) په دې پوهېږي، چې په دغه اپارتمان کې کامرې نصبې دي او په دهلېزونو کې هم ښه بلده ده، نو کېدای شي، چې دغه مېرمن (نجلۍ) به په دغه اپارتمان کې اوسېږي او يا هم د نرګس اڅکزۍ له پېژندګلو څخه وي، خو دا به د پوليس څېړنې وښيي.

درنو لوستونکو! ما دغه لنډه ليکنه ځکه وکړه، چې د افغاني رسنيو پام دې ته راواړوم، چې کله په رسنۍ کې د يوې پېښې په اړه لومړني خبر خپرېږي او يا هم د رسنيو راپور لا جوت نه وي، نو ښه به دا وي چې پېښه سمه وڅارل شي او د پېښې بشپړ انځور او راپور خلکو ته وړاندې کړل شي، چې خلک د پېښو په اړه مشکوک پاتې نه شي او زه هم د نيدرلندي رسنۍ بشپړ پروګرام لينک دلته ښکته ليکم، چې تاسو يې د  copy/paste په توګه کتلی شئ.  

http://www.youtube.com/watch?v=UJGHEBW5cOQ

http://www.campus.tv/nieuws/narges-achikzei-23-bewust-in-brand-gestoken/

پايله

درنو هېوادوالو! زما وړانديز دا دئ، چې د پېښو په اړه تاسو هم متشبث اوسئ، غوره مالومات له سمو رسنيو تر لاسه کړئ او د پېښو په اړه له خپل زړه څه مه وايئ. افغاني رسنيو ته زما سپارښت دا دئ چې د مالوماتو به برخه کې دقيق اوسئ او خلکو ته رښتيانی مالومات ورکړئ او پېښه هر کله تر پايه تعقيب کړئ او بشپړ مالومت خپور کړئ.

په درنښت

 

 


بالا
 
بازگشت