هغه د خاد په بوجیو کي روپي وي اوکه کوم بل شې ؟

 

 

دپنچشنبه په ورڅ دزمري (اسد) دمیا شتی په اتمه نیته ښا غلی خالد پشتون دافغا نستان دپارلمان غړي دامریکا ږغ دخبرو اترو په بروګرام کی دمیلمه په صفت ګډون درلود او دهیواد والو وپښتنو ته یی جوابونه ویل ،داچه دپشتون صاحب ټولی څرګند ونی څه رقم ولی ،په هغو ټول هیواد وال ډیر ښه پوهیږی چه نوموړی لکه فصلی مرغی چه دهری هوا اوموسم مطابق الوزی او ریز کوی ،نوموړي دهیچا سره نه ده ولی دپیسو او چوکی په خا طر دهر چا سره یو څای کیدا ی شی اوملا تړ ور څنی کولاي شې .

د یوه وطنوال د سوال په باب پشتون صاحب ډ یر په قهر شواوپه ډیره ترخه لهجه سره یي جواب ور کړ او زیا ته یی کړه د خلقیانو او پرچمیانو دحکو مت به دوران کی یوازی رشوت او اختلاس نه ؤ نور نو هر څه په کی ول او دا یی هم وویل چه که رشوت او فساد اداری نه ؤ علت یی دا ؤ چه هغه وخت پیسي نه وي ، اصلا هدف زما ددغی لیکنی څخه د بشتون صاحب همد غه خبره ده چه زه غواړم هغه څه ولیکم کوم چی زماد خپلو سترګو لیدلی حال دې . او نوموړی ته لږ څه د۱۳۶۰ کلونو خاطری ور په یاد کړم.

خلګ وایي:هغه څوک چه نه پوهیږی اویا خبر نه وی هغوی جا هلان دی ،او هغه څوک چه ښه پوهیږي او یا خبروی ولی حقیقت نه وایی هغه احمقان دی ، اوس نو که نور څوک داسی خبری او تبصری کوی چه ګویا دخلقیانواو پرچمیانو په وخت کی پیسي نه ولی ممکن هغوی خبرنه وی دهغو څځه کومه ګیله نشته ،ولی زما ډیر افسوس په دی خبره با ندی راڅې چه پشتون صا حب خو له هر څه ښه پوره خبر لری، ولی نوموړی خپل څان نا خبره او ضعیف احسا س وي ،او یا به ممکن هغه متل رښتیا وی چه وایی دروغ جن حا فیظه نه لری ممکن دنوموړي هر څه دیاده وتلی وی ،ولی که دده دیا ده وتلی دی نو دمحترم ګل اغا شیرزی صا حب دیاده هیڅ وخت هم نه وزی باید پښتون صاحب دشیرزی صاحب څخه پښتنه وکی او ور ته ووایی چه هغه دخلقیانو او پرچمیانو دوخت دخاد بوجي ،بوجي پیسی څه شولی ؟ ګل اغا شیرزي یو رشتیا ګويه مجا هد دی ممکن دوروغ ونه وایی او نوموړی د درواغو سړي هم نه دې. هره خبره په ډانګ پیلی کوې

اوکه چیری وجلال اباد ته دویری او ډار دوجی سفر نه شې کولای چه خدای نا کرده بیا یي کاروان دخپلو با ډیګاردانو له لوری تر ډزو لاندی را نه شی کولا ی شي  د پارلمان څخه دغیرحا ضری څخه په استفاده چه بدون دهغه نوموړی همیشه  غیری حاضر وي په کابل کی دافغا نستان بانک له پخوا نیو مامورینو څخه پښتنه وکړی چه هغه وخت په بانک کي پیسی ډیری وی اوکه به اوسنی حالاتوکی ،اویا دی دمحترم جنرال صاحب سیدمحمد ګلا ب زوی  څخه وخت وغواړی او دتیرو خاطراتو دتازه کولو په منظور دهغه سره پټ په تماس کی شی اوپام دی کوی چه څوک دی ونه وینی چه دجهاد وموقف ته دی تاوان ونه رسیږی نوبیا به یي سر خلا ص شی چه دخلقیانو او پرجمیانو په وخت کی پیسي یا روپی وی او که نه؟اوکه دا هم نه شی کولای دخپل یو ډیر پخوانی دوست څخه جنرال محمد اکرم خان چه پخوا دشهید داکتر نجیب الله په وخت کی دکندهار تنظیمه ریس وو، اوس دملی دفا ع دوزارت لمړی مرستیال دی کوم چه دشهید داکتر نجیب اله درژیم دړنګیدو په وخت کی یی شاغلی ګل اغا اوخا لد پښتون ته دقندهار ولایت ور تسلیم کړ پشتنه وکړی چه څومره روپی یی وخالد اوښاغلی ګل اغا شیرزی صاحب ته دخاد دبودجی څخه ورکړی دې ایا هغه روپی وي اوکه بل کوم شې .

ښاغلی پښتون صاحب زه فکر کوم هم دومره اوس ستا لپاره کافي وی چه به دغه خبره با ید اکتفا وکړو چی ته کوم نا خبره شخص نه یی شکر الحمد الله په هر څه ښه پوهیږی او سر دي په خلا ص ده چه دخلقیانو او پرچمیانو په وخت کی هغه د شاد ګل دګونډی دزوی دسریال به خبره هم پیسي وي او هم میلې وي ،اوس خودادی ستاسی غمخواره انګلیسان او امر یکا یان ستا سی داختلا س ،رشوت اوچور اوچپاول له وجي په تا سي پسی حساب او کتاب را خستی دي،ګاهی تاسی دخرو په ډله کی او ګاهی هم دنورو دڅناورانو په ډله کی حسابوی ولی دخلقیانو اوپرچمیانو په وخت کي نه حساب اونه هم کتاب ؤ دا په دی خاطر چه د خلقیانو اوپرچمیانو لا سونه پاک ؤ یوازی یی دوطن خدمت ته ملا تړلی وو په خپلو شخصی کټو پسي نه ګر څیدل ،دشخصی ګټو پرځای د عامو خلګو ګټی ورته ډیری مهمی وي ،ته ښه فکر وکړه د کند هار دخاد کارمندانو کولای شوی چه د هغو بوجیو،بوجیو پیسی څخه چه تا ته یی در کولی دځپل څان په ګټه شخصي استفاده کړي وای حدی اقل اوس به یی دسر پناه په خا طر یو دخټو کور در لو دی او ژوند به يي په کی کولا ی ،دخلقیانو او پرجمیانو په وخت کی پیسی دعدد په حساب نه وي بلکی دوزن په حساب وي ،ستا ممکن دیاده وتلی وی څکه چه ستا حافیظه ډیره ضعیفه شوی ده زه یی در پیاده وم چه يوه شپه تا سی دکندهار په نساجي فابریکه کی دخاد میلمانه واست او شپی هم دژمی سړی شپی وی دخبرو او اترو وروسته چه کوم وخت بیرون ته را ووتلو او په یوی روسی والګاه موټر کی سرغوچ بوجی پرتي وی اوتا بیا په خپل موټر کی کیښولی ایا په هغه بو جیو کی پیسي وي اویا کوم بل څه شي ؟ ته با ید ماته جواب ووایی ؟

ښاغلی خالد پښتون صاحب ته باید په دی باندی باور ولری چه خلقیان او پرچمیان ډیر صادق خلګ ول ددی هدف یوازی خدمت کول خپلو خلګو اووطن ته وو ،دی شپه او ورڅ دوطن ودفاع ته ملا وی ټړ لي وې که چیری ستا په درواغ ویلو سره خلګ فکر وکړی چه رښتیا هم هغه وخت ددولت سره پیسي نه وي ،نوکه له دولت سره روپي نه وي دافغا نستان ۹۰فیصده نفوس په افغا نستان کی ژوند کا وه تا لیدل چه دخارجی ملکونو سره تجارت ،راکړی اوورکړی جریان درلود دافغا نستان ټول ګمره کات او مالیاتی سیستم فعاله واو خلګو ښه پري مانه پیسی په بانکونو کی در لودي ولی داسی نه وه چه هر چا ور څنی ښخصی استفاده کړي وای بیت المال ته داما نت په سترګه کتل کیدل داسی نه ؤ چه د کندهار دګمرک ټولی پیسی یو نفر په خپل جیب کی وا چوي .او دخلګو په شخصی دارایی اوشخصی څمکی په زور لا ندی کړی لکه چه دا اوس دغه پروسه ستاسی په درانه حضور کی جریان لری او ډیر مثالونه شته دی زه فقط یو مثال درته وایم په قندهار کی غازی مارکیټ دچاده؟ او داڅمکه دچا وه چه دغه مارکټ ډیر عاجل ور با ندی جوړ شو؟ .

دخلقیانو او پرچمیانو صداقت او وفادری له وجی نن ته خپله اعتراف کوی چه دخلقیانو او پرچمیانو به وخت کی رشوت نه وو دا یوه ډیره ښه خبره او ښه اعتراف ده چه تا وکړی تر ټولو لوی خیانت نن ورڅ په افغانستان کی فساد او رشوت دی چه تول سابقه دمجا هدینو تش په نامه قومندانان ور با ندی اخته دي ،همدغه وجه ده چه نن ورڅ جهانی جامعه په دی حقیقت پوه شوي ده چه با ید خلقیانو او برچمیانو ته زاري وکړی او ور څنی کمک اوهمکاری غوا ړی چه درشوت اوفساد دمنڅه وړلو کی کمک ور سره وکړی .اوهغوی ومهمو وظایفو ته ګماري چه مثا لونه یی دملی دفاع،دکو رنیو چارو،مخابراتو ،ترانسپورت په وزارتونو کی اویا دقندهار ،هرات ،دیکندي ،خوست، او دڅینونورو ولایاتو ولایان او امنیه قومندانان دي.

په دغه قندهار کی ښاغلې جنرال نورالحق علومی ،جنرال محمداکرم او جنرال جمعه خان اڅک هر یوه په خپل نوبت وظایف اجراکړی دی اواوس هغه دې ښکر الحمدالله ژوندی او په کابل کی دې هغوی هر یوه کولا ی شول به میلونو دالر دڅان لپاره جمع کړ ی وایی تاسی خپله ښه خبر یا ست چه دوی نه بولدینګ لری اونه هم کوم تجارتی شر کتونه اوپه لوړسر او جګو سترګو هلته دخپلو خلګو سره يو څای ژوندکوی اوبیا هم دخلګو په خدمت کی دي،ښاغلی علومی ستا سره یو څای په ۲۰۰۴ کال کی د پارلمان لپاره څان کاندید کړی وو ټر ټولو ډیری رایی ده وګتلی اواخیری رایی ستا وی اوهغه دی هم  دخاد دپيسو په زورلا سته راوړې.ایا دغه اوسنی دقندهار ښاغلی والی صاحب داکتر توریالی (ویسا ) پیژنی ؟ دئ او دنوموړی دکورنی ټول غړی دپرجم دګوند برجسته اعضا ول اویوازی ددی دکورنئ څخه ۸ نفرو دقندهار په خاد کی وظیفه اجرا کوله دی هر څه کولا شول ولی داچی صادقانه یی دوطن په خاطر وظیفی اجرا کولی هغه دی نن بیا هم دخلګو په خدمت کی دی اوداکتر توریا لی یو دفعاله والیانوڅخه ده چه اوس دقندهار ټول خلګ ور څنی خو شحاله دي .

ښاغلی خالد پښتون صاحب چی خبره اوږده نه شي خدا ی پاک دي وکړی چه ستا ښه پیاد وی هغه دری میله ستنګر راکتونه چه ستاسی لا لا ګانو وتاسی ته در ګړی ول هغه دي د پیسو په مقابل کی خرڅ کړه اوکه دي په قندهار کی دخاد وریس ته د تحفی به توګه ور کړل ؟ ایا هغه ستاسی او دخاد تر منڅ ارتباطی نفر چه فعالیت یی کاوه اوس چیری دي؟ هغه بیچاره ولی اخیر تا کوم وخت چه لمړی څل دقندهار وښار ته را داخل شوی ووژنی؟ ولی دهغه جرم اوګناه څه شی ؤ ؟ زما په نظر دهغه ګوډ احمد شاه ګناه یواز ی اویوازی دا ؤچه ستا سی دارتباط څخه یی دخاد سره خبر در لودي .او دهغه ښه خدمت اخیر دمرګ سبب وګر څید ي. ایا ته مجرم او قا تل نه یی دګوډ احمد شاه مور او خوندی به تا اوستا هغه بل دوست هیڅوخت هم ونه بخښی که چیري دحساب او کتاب وخت خدا پاک را وستي نو تر خلقیانو او پرچمیان به اول ته دمحکمی میز ته حا ضر ریږي .

بل تا دتیر ی پنجشنبی په ورڅ دامریکا ږغ سره یوه بله خبره هم وکړه چه خلقیان او برجمیان ددونیمومیلونو افغا نانو دوژلو مسولیت به غاړه لر ی اول خو رښتیا هم دروغجن حا فیظه نه لری یوه ورڅ یونیم میلون وی بله ورڅ دووه میلونه شی او پرون تا دوونیم میلون وشودل، زه ستا په جواب کی با ید ووایم داکه هر څومره وی ولو دا یو نفر هم وی بیا هم جنا یت دي با ید دهغو پښتنه وشی او مجرمینو ته جزا ور کړله شی ،مګرم یوه پښتنه زه ستا څخه کوم په دغه څو میلونو افغا نانو کی هغه هم شامل دی چه دمجا هدینو دراکتونو او بم مونو به وجه په کندهار ،کابل ،هرات ،ننګرهار ،پکتیا او دهیواد نوروغټو او وړو ښارو کی ښهدان سو ی دی؟ دهغو جواب به څوک وایی ښا غلی پښتون صا حب؟ ستا حتمی په یاد دی چه دکندهار ولا یت کی کوم وخت چه سید بهاوالدین جان اغا ددولت سره یو څا ی شو او ده کوشش کاوه چه دکجکی بر ق لین دقندهار دښار سره ونښلوی په دغه جرم اوګناه باندی دقندهار عامو خلګو کورونه دمجا هدینو دتوغندیو تر برید لا ندی راغلل او به یوه شپه او ورڅ کی د۵۰۰ نفرو په حدود کی شهدان شول او اضافه تر۰ ۱۰۰ زخمیان شول دا نه خلقیان ول اونه هم برجمیان بلکی دشار عام خاګ ول ددغو مسولیت دچا په غا ړه ده؟

یوبل دپام وړ مطلب به هم در ته ولیکم په ۱۳۶۵ کال کی په هغه یوی ترانسپورتی ملکی باختر الوتکه باندی چا دراکټ فیر وکړی چه دقندهار څخه دهرات په لور روانه وو او په محاله جات کی را نسکوره شوه اوټول ۴۰ نفره چه ټول دښڅو اوما شومانو په ګدون ملکی خلګ وه ووژل شوه او هغه پاکستانی کرنیل دچا سره وو چه دطیاری څخه یی عکا سی کوله تا او ښاغلی شیرزی دهغه په بدل کی څو مره دالر او کالداری دانعام په شکل تر لا سه کړی ،زه فکر کوم چه د اوس لپاره نور بس ده هغه متل ده چه وایی یار زنده صحبت با قی . وسلام  سرور(میړنی)

 

 

               

               


بالا
 
بازگشت