مرادزئ

 

د پاکستان تاریخي شرموونکئ اعتراف

 

 

د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال اطهرعباس ، یو امریکايي تلویزیون سره خپله روستۍ مرکه کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر ، د اسلامي ګوند د مشر ګل بدین ، ملا جلال الدین حقاني او ملا نذیر سره د پاکستان د پوځ له اړیکو څخه پرده پورته کوي او په ډاګه اعتراف کوي چې داسې اړیکې شتون لري .

همدارنګه نوموړئ ویاند زیاتوي د پاکستان پوځ کولئ شي طالبان ، امریکې سره خبرې کولو ته کینوي . خو بلخوا دا ویاند مرکه کې هڅه کوي د طالبانو ، نورو بېلا بېلو قومندانانو او ګل بدین سره خپلې اړیکې اوس هم داسې وښۍ ، ګوندې د پاکستان پوځ دوی سره مالي مرستې نه کوي ، دوی نه روزي او افغانستان ته يي د ویجاړونکو فعالیتونو لپاره نه استوي !

داچې اوس ولې د پاکستان پوځ د بنسټپالو او ترهګرو د بېلا بېلو ډلو سره د خپلو هغه اړیکو چې له دېرشو څخه د زیاتو کالونو لپاره يي د افغانستان د حکومتونو د پرله پسې غوښتنو او نیوکو او د نړیوالو له فشارونو سره سره پټې ساتلې وي ، پرده پورته کوي او د هغو په شتون اعتراف کوي ، ډېرې پوښتنې رامنځ ته کوي ؟

بلخوا دا هم د پوښتنې وړ ده چې په داسې مهمه او بنسټيزه خبره ولې د پاکستان ملکي حکومت ، دولتمشر اصف زرداري او یا سروزیر رضاګیلاني رسنیو ته څه نه وايي . که د پاکستان د ملکي حکومت دا ادعا لکه څنګه چې رسنیو ته يي په خوله کې ورکوي چې دوی ولسواکۍ او دیموکراسۍ ته ژمن دي او بلخوا د افغانستان د حکومت سره د ښو اړیکو لاپې هم وهي ریښتیا وي ، په داسې مهمو چارو کې باید رادمخه شي او په عمل کې وښۍ چې د دوی یادې شوي ادعاوې ریښتیني دي .

دا چې د پاکستان پوځیان وايي ، دوی چمتو دي چې طالبان امریکا سره خبرې کولو ته کینوي ، ثابتوي چې په پاکستان کې روستۍ پریکړه پوځیان کوي . دا چې دې ډلو په افغانستان کې د ای ــ اس ــ ای او پوځي کړیو غوښتنې او پلانونه د زور او جګړو له لارې پلي نه کړئ شول ، اوس پاکستان غواړي خپلې غوښتنې د خبرو له لارې پلې کړي . بلخوا پاکستان ولې دا ډلې د افغانستان د دولت پرځای د امریکا سره د خبرو کولو لپاره راوړاندې کوي . زما په اند د د افغانستان په اړه د پاکستان هر وړاندیز باید په ژوره توګه ترکتنې لاندې ونېول شي او ددې هېواد هر وړاندیز ته د شک په سترګه وکتل شي .

بلخوا د پاکستان په داسې شرموونکي اعتراف ، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلئ احمدظاهرفقیري سست او کمزورئ غبرګون ښۍ چې د پوښتنې او غور وړ دئ .

فقیري د نوموړي وزارت د استازي پتوګه خپل غبرګون کې وايي : د افغانستان دولت د پاکستان له ملکي دولت سره ښې او دوستانه اړېکې لري ، د پاکساتن پوځیان باید د هغه هېواد له ملکي حکومت سره يوځای شي او په ګډه ترهګر وټکوي او زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان دواړه دولتونه د امریکا د ستراتېژۍ چې هغه د ترهګرو ځپل دي د پلي کولو لپاره سره یوموټئ شي . د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له قوله داسې ښکاري چې افغانستان د ترهګرو پر وړاندې جګړه د افغانستان د ملي ګټو لپاره نه بلکې په افغانستان او سیمه کې د امریکې د ګټو او د هغه هېواد د ستراتېژیکو موخو د پلي کولو لپاره مخې ته بیايي !

دلته ښاغلئ فقیري د پاکستان د پوځ د اعتراف له موضوع څخه تښتې او د کرزي د دولت هغه زړه او پیکه خبره چې د افغانستان او پاکستان دولتونه ښې اړيکې سره لري تکراروي . کومې ښې اړیکې ! پاکستان درګرده ، افغانستان ته ترهګر رالیږي او افغانستان سااخیستلو ته نه پریږدي او خپله هم له ډيره کبره ښکاره اعتراف کوي چې دا دئ ترهګر هم درته روزو او د ترهګرو په ګټه چنې هم درسره وهي . په داسې مهال د ښو اړیکو ډنډوره غږول د څه لپاره ؟

 د افغانستان دولت باید د پاکستان دا اعتراف چې له ډېرو کالو روسته او په افغانستان کې يي د افغانانو د ټولوژنې او د هېواد له سراسري ورانۍ روسته  کوي په ټينګه ترپوښتنې لاندې ونیسي او په کلکه يي وڅاري .

بلخوا زه پر طالبانو ، په اسلامي ګوند او په یادشویو نورو قومندانانو غږ کوم چې د پاکستان د پوځيانو د روستیو څرګندونو په اړه افغانانو ته خپل دريځ روښانه کړي .

که دا اړیکې لکه څنګه چې يي پاکستاني پوځیان وايي شتون لري او د هغو په شتون ټول افغان هم ټينګ باور لري ، دوی ته د افغانتوب او اسلامیت څه پاتې کیږي ، دوی افغانانو ته اوس په کوم مخ ګوري ؟

ایا له داسې شرموونکې رسوايي سره سره بیاهم دوی د پاکستان پوځ سره اړیکو ساتلو ته زړه ښه کوي او که له هغو مخ راګرځوي ، دوی باید په دې اړه په څرګنده او صفا ټکو کې افغان ملت ته ځواب ووايي .

د پاکستان د پوځ روستۍ څرګندونې ښۍ هغه افغانان چې د پردیو لپاره کار کوي ، یوه ورځ رسواکیږي . دلته په هغه افغانانو هم غږ کیږي چې د ایران او یا نورو هېوادو لپاره کار کوي ، په موجوده دولت کې لوړې چوکۍ لري او خپل هېواد ګران افغانستان پر ضد لوبیږي ، یوه ورځ به دوی هم رسواکیږي .

د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او د جګړې د ادامې په اړه د پاکستان ښکاره اعتراف ، د افغانانو د پرله پسې هلوځلو لویه لاس ته راوړنه ده . باید افغاني ټولې رسنۍ په یوه خوله او یو غږ دا لاسوهنه او یرغل وغندي او د پاکستان دولت دې ته اړ کړي چې نور د داشان لاسوهنو او یرغلونه څخه لاس واخلي .

 

               

    

 

 

 


بالا
 
بازگشت