دهیواد ددښمنانوشیطانې دسیسه ناکامه شوه


 

لکه څرنګه چه ټول ګران هیواد وال خبر دې دافغانستان دخاوری او خلګو دښمنان چه دخارجی هیوادونو دغلا می کړی يي په غاړی کی اچولی دي په خارج او داخل که غواړی یو تعداد وطن دوست افغا نان په یوه اوبل نامه بدنام کړی ،اوپه هغوی پسی دپردیو په لمسون اواشاروباندی ناوړه تبلغات کوی او نه غواړی چه ټول افغا نان په خپل منڅ کی دوروڼو په شان ژوند وکړی همیشه دافغا نانو ترمنڅ دجدایی او نفاق اور ته لمن وهی او غواړی خپلی شخصی عقدي تر سره کړی،د غه بی شرمه اوسپین سترګي ډله افغا نان دمهاجرت په حال کی هم ځبل زوند ته ارام نه پریږدی افغا نان په مختلفو نومونو با ندی په خارجی ملکونو کی بدنام وی ،څوک دمجاهد په نامه،څوک دکمونست په نامه او نورافغانان بیا په قسم قسم ناوړو نومونو با ندی تورنه وی .

دغه دپردیو جاسوسان بدون دشفاهی او عامو تبصرو څخه بل کوم ډول کره اوموثق اسناد اودلایل نه لری یوازی اویوازی دپاکستان د ای.اس.ای په غلطو راپورونو با ند ی تکیه او با ور کوی،دا هم زمونږ ګرانو هیواد والو اوهم اوس ټولی نړی ته په اثبات ورسیدله چه دپاکستان جنرالان او کرنیلان هیڅ وخت نه پخوا او نه هم په اینده کی غواړی چه په افغا نستان کی دی یو ازاد اومستقیل حکومت جوړ شی ،پاکستان له هغه ورڅی چه خدای(ج) پیدا کړی دی بیا تر نن ورڅي پوری دافغانستان دښمن دي او هیڅ وخت به هم په افغا نستان کی دجنګ او جګړی څخه لاس وانه خلی ..

ددغی مزدور ی اوجاسوسی افغانې ډلی دغلطو راپورونو په اساس دهالند په هیواد کی دافغانی مها جرو دجملی څخه محترم عبداله فقیرزاده څه وخت وړاندی دهالند ددولت له لوری تر تحقیق او پښتنی لا ندی ونیول شو داچه دنوموړی په باب باندی کوم کره اسناد اوشواهد موجود نه ؤ ،ددی په خاطر چه دده په وړاندی اسناد با ید را ټول شی تقیبا ۱۵ میا شتی تر نظر لا ندی وسا تل شو

مزدوری ډلی ډیرتلا شونه وکړل اوپه داخل اوخارج کی یی ډیرو خلګو څخه خواهش وکی چه دشاهدی ویلو لپاره دهالند محکمی ته حا ضر شی، اودخارجی تلویزیونو په واسطه او دهغو پروګرامو له لاری چه دپردیوپه مالی مرسته او کمک چلیږی لکه(چشم اندازپروګرام ،افغانستان در محراق حوادث ،صدای مردم ) اونورو په مرسته په مسلسله توګه تبلغات وکړل ډیری ناری اوچیغی یی وکړی،ولی بر عکس خوشبختانه دافغا نستان ټول با دیا نته اوفداکار ه خلګ که هغه په خارج او یا داخل کی دې ددوی په شومو اهدافو او کرغیړونو چهرو  با ندی ډیرښه پوه شوی دې او هیڅوک هم دنا حقه شا هیدی ورکولو دپاره حا ضر نه شول او ددی دغه شوم پلا ن او دسیسه دناکامی سره مخا مخ شوه بالاخره دهالند محکمی دښاغلی عبداله فقیر زاده دبیګنا هی له امله وبخښی،اوخجالتی به تر ابده پوری دافغا نستان ددښمنانو پر تندی با ندی پا تې وې، اوتر مرګه به خجالت او شر منده وی په لاندی ډول په هالند کی دافغانانو دپناه غوشتونکو ددفا ع دکمیټی را پور ولولی .

په هالند کی دافغان پناه غوشتونکو د حقوقی دفاع کميتی پیغام .

د کندز پخوانی والي عبدالله فقیر زاده برائت واخیست

په هالند کې د افغانستان د ۸۰ مې لسیزې د حاکمیت یو لوړپوړی چارواکی جنرال ښاغلی عبدالله فقیرزاده د عالی محکمې له خوا برائت واخیست، او په دې توګه د نوموړي په هکله ټول تورونه بې بنسټه ثابت شول. فقیرزاده په ۲۰۰۶ کال کې د یو شمیر افغاني شیطاني کړیو د دسیسو پر بنسټ د بشري حقونو نه د سرغړونو په تور د پوښتنو او ګرویګنو لاندې راغی او بندي شو. که څه هم هغه وروسته د شا وخوا پینځه لسو میاشتو په کال ۲۰۰۷ کې له بند نه خلاص او برائت یې واخیست ،خود موظف څارنوال په غوښتنه د نوموړي دوسیه سترې محکمې ته چې په هالند کې ورته (hogen beroop) وایي وړاندې شوه. د محکمې په (۱۶-۷-۲۰۰۹ ) ناسته کې چې د ګڼ شمیر قاضیانو له خوا د ښاغلي فقیرزاده دوسیه پکې څیړل شوې وه ، جنرال فقیرزاده ته د خپلې وروستنۍ پریکړې په ترڅ کې هم برائت ورکړ. جنرال عبدالله فقیرزاده په ۱۳۶۳ کال د افغانستان د نظامي استخباراتو مرستیال او ورپسې یې په کندز ولایت کې د هغه ولایت د امنیت د ریاست دندې تر سره کړې دي .نومړی وطن او خلکو ته د خپلو صادقانه هلو ځلو په بهیر کې د یوه نیک نوم په درلودلو سره ، د خلکو په غوښتنه د کندز ولایت د د فاع شورا د ریئس او په هغه ولایت کې یې د والي په صفت هم په دندو ګمارل شوی دی. د ښاغلي فقیرزاده مدافع وکیل او په محکمه کې د ناستو وینا والو په خبرو کې راغلی دي ، چې فقیرزاده نه یوازې دا چې بشري حقونه یي پایمال کړي نه دي، بلکې هغه یو انسان دوست ، او پخپل هیواد کې چیرته چې ده بېلابېلې دندې تر سره کړي دي، د خلکو په منځ کې یو نیک نومه او با عزته شخصیت دی

په اخر کی په دغه هیله او ارزو چه به ګران افغا نستان کی ډیر زر یو قوی ، پراخ بنسټه،غښتلی ،په خپلو پښو ولاړ ،دیموکراتیک حکومت راشی چه ټولو افغا نانو ته دقبول وړ وی او دداسی یوی بی طرفه محکمه په انتظار چه حق او عدالت په کی مد نظر ونیول شی او دپردیو جا سوسانو له تا ثیر څخه خپلواکه وی، اود دی توان اوطاقت ولری هغه چا چی افغا نستان ته خیانت کړی ده او ددغه هیواد په سر نوشت با ندی یی لوبی کړی دی جزا ورکړ اول باید په افغا نستان کی دجنا یت تعریف په مکمله تو ګه وشی او دجنګ ددواړه غاړه تر مطالعه لا ند ی ونیولی شی په جنګ کی دتعرض اود دفاع تشریح او توضح وشی دا هیڅکله کیدای نه شی چه یو جنایت کار بل  بیګناه شخص دجنایت کار په نامه محکمه کړې هغه هم بدون دکومو اسنادو او شوا هیدو

یوشمیر افغا نی شیطانی کړی اود پردیو جاسوسان دی په دی پوه شی چه نور دافغا نستان خلک ډیر ښه پوهیږی او ددی په تشو خبرو باندی بازی نه خوری ،دغه شیطانی ډله باید نور دافغا نانو تر منڅ دنفاق اوتفرقی داچولو څخه ډډه وکړی ،ددی دغه شیطانی دسیسی او بی موجبه اتهامات او دحقیقت واقیعت څخه لیری تبصری نور کومه خاصه نتجه نه ورکوی یواز یوه نتجه لری جه هغه خپله ددی دشخصیت دسپکاوی ،بدنامی اوتجرید سبب ګر څی اوبس داڅکه هغه ملکونو چه پرون یی ددی و غلطو تبصرو ته غوږ نیوی نن ورڅ هغوی هم په حقیقت با ندی پوهیدلی دی او نور به ددغو شیطا نانو په تبصرو با ندی ونه غولیږی . پاې  رحمت اله  روان..



 

 

         


بالا
 
بازگشت