رحمت اله  روان

         

دکابینی د رد شویو وزیرانو په اړه مختلف عکس العملونه

 

تیره ورځ دافغانستان پارلمان د۲۴ وړاندی شویو وزیرانو له جملی ځخه تنها ۷ تنو وزیرانو وکولای شول چی دباور رایی ترلاسه کړی اونور ۱۷ تنه دپارلمان له لوری رد کړل شول او په دی ونه تونیدل چی دباور رای ترلاسه کړي.

ولسمشر کرزي او د چارو ادارې مشر ته ور نږدې ځینی سرچینې وایې چې ولسمشر حامد کرزي پارلمان ته اصلي کابینه نه وه ور وړاندي کړي بلکه هغه وزیران چې پرون رد او تاید شول په ولسمشر کرزي باندي د یو لړ کورنیو او بهرنیو فشارونو په پایله کې په کابینه کې ځای کړای شوي وو، کوم چی دانتخاباتو پرمهال له یوشمیر قومی اوجهادی مشرانو سره دشویو ژمنو له مخی اویوشمیر وړاندی شوی وزیران دبهرنیو فشارونو له امله ورباندی تحمیل شوی ؤ،حامد کرزی ډاډه وو چی ډیر شمیر دغه وزیران به په دی ونه توانیږی چی له پارلمان ځخه دباور رایی تر لاسه کړي چی بالاخره همداسی هم وشول

د سرچینې پر وینا چې حامد کرزی به ډیر ژر د دوهمي ډلي هغو وړاندیز شویو وزیرانو نومونه پارلمان ته وړاندي کړي چې د هغه اصلي کابینه بلل کیږي او پکې یو شمیر متخصص او په کار پوه او پیژندل شوي سیاسي څیرې موجودي دي.

د چارو د ادارې د یوې سرچینې د وینا له مخې چې حامد کرزي به نوي وزیران تر ډیره بریده په خپله خوښه نه د خپلو مرستیالانو او نه هم د انتخاباتي ملګرو د غوښتني مطابق هغسي چې دا ځل یې کړي وو پارلمان ته ور وپیژني.

دبهرنیو چارو پخواني وزیراو داسد دنهه ویشتمې نیټه په انتخاباتو کې دولسمشرکرزي یوه سیال عبدالله عبدالله د ولسي جرګې له لوري دښاغلي کرزي داکثرو وزیرانو ردېدا دهغه ناکامي وبلله. رویټرز خبري اژانس دولسي جرګې دپرونۍ پرېکړې په باب دولسمشرۍ په انتخاباتو کې دښاغلي کرزي دسیال عبدالله عبدالله له قوله ویلي چې دا په زغرده دعدم اعتماد رایه وه،نوموړی همداراز ویلی دی چی دده په فکر کرزی انتخابات وبایلل او دکابینی په معرفی کولو کی هم ناکامه شو ..

دولسمشرکرزي یوه ویاند سیامک هروي وویل چې دوی دولسي جرګې په دې پرېکړه خواشیني دي ځکه چې په وړاندیز شویو وزیرانو کې داسې کسان هم شامل ول چې د وزارتونو دچوکیو وړتیا او لیاقت یې درلود. هروي وویل چې دوی له یوه ترسره شوي اقدام سره مخامخ شوي خو دولسي جرګې پرېکړې ته درناوی کوي

هروي په دې باب معلومات نه لرل چې ولسمشرکرزی به دولسي جرګې ددې پرېکړې په وړاندې څه اقدام وکړي، ایا رد شوي وزیران به بیا معرفي کړي او کنه دهغوی پرځای به نور وزیران معرفي کړي. دولسي جرګې له لوري دښاغلي کرزي د دومره ډېر شمېرکاندیدو وزیرانو رد کیدل، هغه ته سیاسي ګوزار بلل شوی.

 - لوېدیځو خبري اژانسونو او نورو رسنیو دولسي جرګې دغړیو له لوري دولسمشر کرزي دکابینې دلوی اکثریت دردېدو په اړه راز راز تبصرې کړې او هغه یې ولسمشرته ته لویګوزار بللی دی. رویټرز بریتانوي خبري اژانس لیکلي چې دافغانستان ولسي جرګې دکرزي دځینو ډېرو نژدې کسانو په ردولو سره هغه ته دردوونکی سیاسي ګوزار ورکړ

اسوشیتید پریس امریکايی خبري اژانس ته داوبو او انرژۍ دوزیر اسماعیل خان ردېدا مهمه ښکاره شوې او دخپل راپور په پیل کې یې ویلي چې دافغانستان ولسي جرګې پیاوړی جګړه مار اسماعیل خان داوبو او انرژۍ د وزیر په توګه ونه مانه. ددې اژانس په وینا اسماعیل خان دبشري حقونو د ډېرو ډلو له لوري په بشري ضد اقداماتو، جنګي جرمونو او سرغړونو تورن دی. اسوشیتید پریس خبري اژانس په عین حال کې وايي چې ځینې داسې وزیران هم رد شوي چې امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو یې ملاتړ کاوه خو ددې اژانس په وینا اسماعیل خان یو متنازع شخصیت وو چې دهغه پر نومونې مخکې لا اعتراضونه کېدل.

فرانس خبري اژانس بیا لیکلي چې دافغانستان ولسي جرګې ولسمشرکرزي ته د هغه دکابینې داکثرو غړیو په ردولو سره خپل زور ورښکاره کړ. دې فرانسوي اژانس دې ته په اشارې سره چې ولسي جرګې دکرزي دکابینې له ۲۴ نوماندو وزیرانو ځنې یوازې اوو ته دتایید رایې ورکړي، لیکلي چې دوکیلانو دې پرېکړې دولسمشرواک او اقتدار ته ګوزار ورکړی دی. ددې اژانس په وینا په اوو منل شویو وزیرانو کې اکثره داسې تکنوکراتان دي چې نړیواله ټولنه یې هم وړتیا او پوهه مني.

له ښاغلي رهین پرته ،چې هیڅکله یې په هیڅ لوېدیځه رسنۍ کې د ښه یا بد نوم په اړه څه نه دي ویل شوي ، نور شپږ وزیران تل په لوېدیځو رسنیو کې دافغانستان دکابینې دتکړه او ماهرو وزیرانو په توګه یاد شوي دي. فرانس پریس ته هم په رد شویو وزیرانو کې داسماعیل خان ردېدا مهمه ښکاره شوې او ویل شوي چې اسماعیل خان ددې لپاره ښاغلي کرزي بیا داوبو اوانرژۍ دوزیر په توګه معرفي کړی وو چې په انتخاباتو کې یې دهغه (کرزي) ملاتړ کړی وو. فرانس پریس یوازې ددوو رایو دکموالي له کبله دښځو دچارو دوزیرې حسن بانو غضنفرپاتې راتلل حیرانوونکی بللی دی .

دجرمني خبري اژانس (ډي پي اې) تردې سرلیک لاندې چې د افغانستان ولسي جرګې دکرزي اوولس (۱۷) وزیران رد کړل، لیکلي: ولسي جرګې د یوه غښتلي جګړه مار په ګډون دولسمشرکرزي په نوماندو وزیرانو کې دهغه دښځو دچارو وزیره هم رد کړه. دې اژانس دیوه حکومتي ویاند حسیب نوري له قوله ویلي چې دولسي جرګې له لوري درې تایید شوي وزیران هر یوه، دفاع وزیرعبدالرحیم وردک، دکورنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر او دمالیې وزیر عمرزاخېلوال په اوو تایید شویو وزیرانو کې دلوېدیځ له ملاتړه برخمن وزیران دي

دکابل پوهنتون دحقوقو پوهنځي استاد او دسیاسي چارو مشهور کارپوه نصرالله ستانکزي دولسي جرګې داستازو له رای ورکولو وروسته وویل: دښاغلي کرزي د ډېرو وزیرانو دردېدا یو علت دا دی چې هغه (ولسمشر) دخپلو وزیرانو پر لیست مخکې ترمخکې دولسي جرګې له غړیو سره مشوره او خبرې نه وې کړې. ستانکزی وايي چې د ډېرشمېروزیرانو ردېدا به پر هغو وزیرانو هم منفي اغېزولري چې بې مشرتابه او بې پالیسۍ دلندن په کنفرانس کې ګډون کوي. هغه په عین حال کې دولسي جرګې رایې له قومي او سمتي تمایلاتو لېرې وبللې. ښاغلي ستانکزي په عین حال کې وویل چې رد شوي وزیران به ترهغوپورې چې ددوی پرځای نوي وزیران ټاکل کېږي دمرستیال وزیرانو په توګه کار ته دوام ورکړي. مرستیال وزیران یا معینان دولسي جرګې رایو ته اړتیا نه لری.

دپارلماني چارو دوزارت دویندوی ښاغلي نوري په وینا داساسي قانون پراساس رد شوي وزیران بیا دورته وزارتونو لپاره نه شي وړاندیز کېدای. دولسي جرګې غړي به دجنورۍ له پنځمې خپله پنځه څلوېښت ورځنۍ رخصتي پیل کړي. ددې مانا دا ده چې ولسمشرکرزی دوزیرانو دنوي لیست دبرابرولو لپاره وخت نه لري چې په دومره لنډ وخت کې یې ولسي جرګې ته وړاندې کړي. ځینو نورو کارپوهانو تاند ته وویل چې د لوړو زده کړو،اقتصاد، مخابراتواو کانونو وزیران په غیرعادلانه ډول رد شوي دي.
که څه هم ډیری افغانان په خاصه توګه پښتانه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره د سید مخدوم رهین د ور پیژندلو سره سخت مخالف دي خو د ولسي جرګې غړی کبیر رنجبر وایې چې د سید مخدوم رهین لپاره د تاید د رایو ورکول یو پر ځای او کارنده اقدام وو.

د نوموړی دوینا په اساس سید مخدوم رهین یو پوه او باشخصیته انسان دی او هغه کارونه چې د فرهنګ لپاره د ده د ماموریت پر مهال شوي تر اوسه یې ساری نه لیدل کیږي.

د رنجبر پر وینا چې سید مخدوم رهین د اطلاعاتو او کلتور په برخه کې د نوي حکومت په رامنځ ته کیدو سره ډیر بدلونونه راوستل او له هغه وروسته وزیرانو چې پکې عبدالکریم خرم هم راځي داسي کارونه ندي تر سره کړي چې پرې حساب وشي،همداعلت و چی ولسی جرګی سیدمخدوم رهین ته دتاید ۱۲۰ رایو په ورکولوسره نو موړی داطلاعاتو او فرهنګ دوزیر په تو ګه وټاکی.

دسیاسی چارو ډیر كارپوهان بیا بل نظر لری هغوی وايي چی ولسي جرګه په دې توګه غواړي په لوى لاس هیواد د يوه كړكیچ پر لور بوځي ، ځكه همدا اوس هم د كابينې پر سر تر يوې مياشتې اوږده ځنډ په هیواد كې ګڼې ستونزې را ټوكولې دي. دغه كارپوهان وايي، د ولسي جرګې غړو يوازې هغو نومول شويو كسانو ته د باور رايې وركړې، چې د امريكا د خوښې كسان دي او تر دې مخكې يې نومونه په لويديزو رسنيو كې په وار وار خپاره شوي دي. د كارپوهانو په باور، د وزيرانو دغسې يو مخيز ردول د ولسمشر حامد كرزي لپاره يو سخت ګوزار دى او حكومت ورسره فلج كېداى شي.

په هر صورت د ولسمشر لخوا معرفي شوي كسان داسې نه وو چې خامخا بايد ټول تائيد شوي واى، په طبيعي ډول دا اټكلونه كيدل چې ولسي جرګه به يو څو تنو ته د تائيد رايې ورنكړي، په ځانګړې توګه په نويو نومونو كې د څو تنو د رايو ګټلو احتمال كم ليدل كيدو، خو په كومه بڼه چې اوس دغه لست ولسي جرګې چاڼ كړ او دوه پرې برخې زيات كسان پكې رد شول د دې منفي اغيزې به د كرزي په حكومت او په مجموع كې پر ولس لويږي.

موږ پردې ګواه يو چې آن د جوزا له مياشتې را په دې خوا حكومت فلج دى، ډير اساسي كارونه په ټپه دريدلي دي، د انتخاباتو د پروسې اوږديدل او ورپسې د كابينې د معرفي او بيا په ولسي جرګه كې پر هغو بحثونه دومره اوږده شول چې د نړۍ په تاريخ كې يې بل مثال نشته. په دې ټوله موده كې اصلاً حكومتي ادارې فلج دي چې بده اغيزه يې پر همدې مظلوم ولس پريوتې چې هر څوك يې د خدمت ډبرې پر سينه وهي.

له تيرو اوو مياشتو وروسته چې بالاخره ولسمشر كابينه معرفي كړه له ولس سره دا تمه پيدا شوه چې حكومتې ادارې به بيرته فعالې شي. خو اوس ولسي جرګې پردې اقدام چې زيات حكومتي ټيم يې رد كړ د ولس هيلې بيا په نهيلې بدلې كړې، خداى خبر دى چې نوى حكومت به څه وخت بشپړ او په كار به پيل كوي؟

دا چې له نوى افغان حكومت او ولسمشر سره نړيواله ټولنه هم په مخالفت كې ده، د ولسي جرګې دې اقدام نور هم هغوى ته د حكومتي مشرتابه د ځپلو چانس برابر كړ، ځينو نړيوالو لوريو افغان دولت ته د شپږ مياشتې فرصت ګواښونه وركول اوس چې د كابينې په بشپړيدو تر نهو مياشتو زيات وخت تيريږي واضح ده چې ولسشمر كرزي به د نړيوالې ټولنې له لويو فشارونو سره مخ شي. افغان ولس به هم د يوې منظمې ادارې او حكومت په ارمان خداى خبر دى څومره انتظار پاتې شي.

په هر صورت ولسي جرګې بايد د حكومتي نظام دې اوږدې تشې ته پام كړى واى همدا پرون چې په پارلمان كې د كابينې د باور رايې پروسې جريان درلود د انتخاباتو خپلواك كميسيون د راتلونكي كال په جوزا كې د پارلماني انتخاباتو د كولو اعلان وكړ، آيا دا دواړه مسالې تړاونه سره لري او آيا هیواد په تيره حكومتي نظام د يوه بحران په لور روان نه دى؟ او آيا دا د ولسي جرګې خپله پريكړه وه او كه د بهرنيو د زر، زور او فشارونو نتجه و.

 

پای

 

رحمت اله  روان

 

 

 


بالا
 
بازگشت