رحمت اله  روان

         

دلندن په کنفرانس کی دپاکستان دوه ګونی سیاست

 

دروانی میاشتی به ۲۳ نیټه د(شنبه) په ورځ دباکستان دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی عبدالباسط په رسمی توګه اعلان کړی دي چی پاکستان غواړ په ګاونډی افغانستان کی دسولی اوپخلاینی لپاره دافغان طالبانودهری کچی له غړیو اومقاوماتو سره ووینی او دتماس هځه به وکړي،په عین حال کی دافغانستان داسلامی حزب دمشرحاضریدل دسولی وخبرو ته دسیاسی ځیړونکو په نظر دپاکستان دهځوپه نتجه کی له امکان لیری نه بولی کوم چی ویلی دي دافغانستان اسلامی حزب دافغانستان له دولت او امریکایانوسره دهر نوع خبرو او مذاکراتوته اما ده ګی لری.،په دی شرط چی ټول خارجی قوتونه بدون دکومه قید او شرط له افغانستان ځخه ووځی.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان حکومت د مخالفینو د جذبولو او جلبولو لپاره د لندن په کنفرانس کې یو نوی پلان اعلان کړي چې د دې پلان لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشربارک اوباما هم ځه وخت مخکی ویلي ؤ چې په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره سیاسي حل لارې ته اړتیا ده او دا کارد پاکستان له ملاتړه پرته ممکن نه دی .

په همدې حال کې ځینې افغان چارواکي وايي چې پاکستان نه غواړي نړیواله ټولنه د افغانستان ملي ځواکونه پیاوړي شي .هغوی وايي پاکستان اوس پوهیدلی چې نړیواله ټولنه د طالبانو په وړاندې د څلورلکه کسیزافغان ځواک له جوړولو سره مرسته کوي . د همدې لپاره یې له افغان طالبانو سره د تماس خبرې کوي څو وخت تیر کړي او د افغان ملي اردو د پراختیا لپاره د نړیوالې ټولنې اراده کمزورې کړي

د انګلستان لپاره د افغانستان سفیر همایون تندر پر پاکستان تور ولګاوو چې دافغانستان امنیتي ځواکونو د بیارغاونې مخه نیسي. نړیواله ټولنه غواړي چې تر ۲۰۱۱ کاله پورې د افغانستان د ځواکونو شمیر لوړ شي.

په لندن کې افغان سفیر همایون تندر وايی چې د افغانستان حکومت هڅه کوي د افغان پوځ شمیر په راتلونکو څو کلونو کې څلورسوه زرو ته ورسوي خو دده په وینا د پاکستان اندیښنه داده چې نړیواله ټولنه که له افغانستان سره مرستې کمې کړي د افغانستان پوځ به د هندتر اغیز لاندې ورشي.

په لندن کې د افغان سفیر دغه څرګندونې په داسې حال کې راځي چې نړیواله ټولنه به یوه اوونۍ وروسته په دغه ښار کې دافغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو په اړه مهمې پریکړې وکړي.

په لندن کې د افغانستان سفیر همایون تندر د یوې وینا پر مهال د افغانستان ختیځ ګاونډی پر داسې هڅو تورن کړ چې غواړي د افغان پوځ د پیاوړتیا مخه ونیسي

که څه هم د افغان سفیر د دغو څرګندونو په اړه د پاکستان غبرګون څرګند نه دی خو په تیرو وختونو کې د پاکستان حکومت ویلي دي چې د افغانستان امنیت د پاکستان له ثبات سره مرسته کوي او د همدې لپاره یې ددواړو هیوادونو پر پوله پوځي فعالیتونه ډیر کړي دي.

یو شمیر اروپايي هیوادونو ویلي دي چې د لندن په کانفرانس کې به دسیمې او افغانستان د ثبات لپاره پاکستان مهم نظر ولري. په دې وروستیو کې د پاکستان ولسمشر ویلي وو چې د افغانستان د امنیت لپاره به هیڅ ډول هلې ځلې ونه سپموي. خو د افغانستان چارواکي د پاکستان په دغه ډول څرګندونو باور نلري او بیا بیا پر پاکستان تور لګوي چې په افغانستان کې یوه جګړه پرمخ بیايي.

ټاکل شوې ده چې دافغانستان ولسمشر حامد کرزی د لندن په کانفرانس کې د افغانستان د پولیسو او ملي پوځ د پیاوړتیا او هغوی د شمیر د ډیروالي لپاره څرګند وړاندیزونه ورکړي.

په انګليستان کې د افغانستان سفير پرون له آزادۍ راډيو سره په مرکه کې وويل چې پاکستان نه غواړی د افغان امنيتي ځواکونو شمېر تر ٢٠١١ کاله لوړ او افغانستان دامنيت په تامين او د خپلي خاورې په دفاع کې پرځان بسيا شي او دغه کار دخپلو ګټو لپاره په زيان ويني.

پاکستان د افغانستان په اړه په ټولو مداخلوکې هڅه کړې، داسې يو ضعيف افغانستان په ګاونډکې ولري چی له هره پلوه پر پاکستان متکی وي او تل يی د احتياج لاسونه ددغه هېواد پرلور اوږده وي، زموږ ضعيف سياست، ضعيف اقتصاد،ضعيف ښوونه او رو زنه، ضعيف تخنيک او نړيواله ضعيفه دپلوماسي د تل لپاره د پاکستان آرمان دي او له ١٣٧١ کال راهيسې يی چې کومی مداخلې کړی او لاهم دوام لري، دهمدغو موخو د ترلاسه کولو لپاره دي او غربي ټولنه په دغه برخه کې پاکستان ته چانسونه برابروي او يايی پر خپل حال پرېږې.

د تروريزم پرخلاف نړيوال ائتلاف هم په دغه ډګر کې پاکستان ته باج ورکوې او دغه هېواد له تررويزم سره په جګړه کې خپل دوست ګڼې.

د امريکې د دفاع وزيرهم پاکستان ته د خپل وروستی سفر په ترڅ کې وويل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وسله والو کسانو د شتون په اړه د پاکستان دريځ يوموټر ته ورته دې چې خپله يی موټر وانی کوې او کولای شي خپله لاره پخپله وباسي. دغه څرګندونې په داسې حال کې صورت مومي چی افغانستان ته هره ورځ په سلګونو وسله وال مخالفين د پاکستان له خاورې راننوزی او مرګونی عمليات يی د بي شمېرو بي ګناه هېوادوالو د مرګ ژوبلې سبب کېږي او دادی اته کاله وروسته هم د دغه مداخله کوونکی هېواد په اړه د امريکی او ناټو دريځ هماغه پخوانی دريځ دي او تر افغانستان ډېرې پوځی او مالي مرستې لاهم پاکستان ته ورکوی او په دغه کاريی په افغانستان کې جګړه اوږده کړيده.

اوس چې په افغانستان کې ددې اړتيا ټولو لوريوته ډاګيزه شوې چې د افغان امنيتي ځواکونو شمېر بايد لوړشي، ترڅو له دغه پلوه افغانستان پرخپلو پښو ودرېږی، پاکستان يو خپل بيا په دی اړه غير مسولانه دريځ نيونې کوي او دغه واقعيت هماغه د پاکستان دائمی هيله دعه چی هڅه کوی په څنګ کې ضعيف افغانستان ولري چی له هره پلوه پاکستان ته اړ اوسي او لږترلږه د خپلې ځمکنۍ بشپړ تيا دفاع هم ونه کولاي شي.

داسې ښکاري چې دلندن په کنفرانس کې به هم پاکستان خپل ټول زور ووهي، ترڅو د افغانستان د بسيا کېدلو پرضد خپل زهر وشيندي او نړيوال ذهنيت بلې خواته واړوي او ددغه کار نښې له همدا اوسه بشپړې څرګندې دي.

د لندن په کنفرانس کې بايد د افغان دولت استازي په قاطعيت او بشپړ علمي او منطقی استدلال سره د افغانستان د خلکو او شرايطو غوښتنی په ډاګه او له نړيوالي ټولنې وغواړې چې د افغان امنيتي ځواکونو غښتلی کول او شمېر يی لوړول، هغه مهم کار دې چې هم د نړيوالی ټولنې مسوليت دی او هم د يو آزاد افغانستان لپاره مهم رکن ګڼل کېږی، دغه ټکی بايد په ټول وس برجسته او ملاتړيی وشي او د پاکستان د مداخله ګر سياست پر وړاندې مضبوط ګامونه پورته شي.

پاکستان په نړیواله کچه دعوا کوي چې دافغانستان د امنیتي ځواکونو شمیر که څلور سوه زرو ته رسیږي نو په سیمه کې به پوځي انډول له منځه لاړشي. وايي موږ اندیښنه لرو. نن نړیواله ټولنه په افغانستان کې ده کولی شي چې دغه څلور سوه زره کسانو سره مالي مرسته وکړي. پاکستان وايی که هغه ورځ ،نړیوال له افغانستان څخه ووځي موږ اندیښنه لرو چې ددغو ځواکونوملاتړ دهند لاسته ونه لویږی پای رحمت اله روان

 

 

پای

 

رحمت اله  روان

 

 

 


بالا
 
بازگشت