یوازی جنرال شهنواز تڼي اویا بل څوک هم شته؟

 

 

څو ورځې کیږی چې په مسلسله توګه د افغانستان د هرات ولایت او د کابل په ځینو برخوکی بې چاره او مظلوم خلک د جنرال تڼي پر ضد لاریونونه کوي او هغه یوجنایتکار بولي او وايي چې دي د ډاکټر نجیب اله په وخت کې دملی دفاع وزیر ؤ اودافغانستان په مظلومو خلکو باندې ېي ډیرې بې رحمانه بمبارۍ کړي دي،او د دوی په لسګونو بې ګناه او مظلوم خپل خپلوان یې وژلي او باید د جمهوری ریاست د کاندیدۍ له لسته وایستل شي او محمکه شی .

داسی معلومیږی چه ددغو خلګو تر شاه پټ لا سونه فعالیت لری اونه غواړی چه افغانان په سوله او دوستی کی ژوند وکړی په مشخصه توګه با ید وویل شی چه دا هغه ناوړه لا سونه دی چه دپښتنو په مقابل کی غواړی دپردیو په لمسون با ندی تو طیی او دسیسی را منڅ ته کړی او یوازی په پښتنو کاندیدانو با ندی په مختلفو نومونو با ندی دکرزی په شمول تورونه لګوی،او تر ډیره حده دغه رنګه تبلغات دایرانی اجنتانو له لوری سازمان دهی کیږی او غواړی دپښتنو کاندیدانو رول او ګډون په انتخباتو کی ضعیف وښيی او خلګو ته یې دجنایت کارانو اوداسی نورو نومونو لکه دمخدره توکو قاچاقیان،طالبان،ترورستان او قبلوی ډلو په نامه معرفی کوی .

بیله چنرال شهنواز تټی څخه هغوی وداکتر اشرف غنی احمدزی ته ګاهی( طالب نیکټایې دار) او ګاهی هم هغه ته دفاشست په نا مه وایې،عبدالجبار ثا بت دلیونی په نا مه او نور په داسی نورو نومونو با ندی تورن وي رمونږ هیواد وال کولا ی شی ددغو اجنتانو انتر نیتی پا ڼی لکه سرنوشت،اریانا نت.خاوران او کابل پرس وګوری اومطالعه یې کی چه دی څه غوبل په کی اچولی دی اورنګا رنګ ناوړه تبلغات کوي..

زما هدف دشهنواز تڼی لپاره دانتخاباتو کوم کمپین نه ده هغه خپله په خپل کار ښه پو هیږی ،کوم وخت چه په هرات کی دهمدغه اجنتانو له طرفه دهرات په لرغونی ولایت کی کومه دسیسه تر سره شوه ، دهغه ولایت په نظامی فرقه کی بغاوت را منڅ ته شو په مقابل کی دهرات ولا یت  ټولو میړنیو میشتو نظامی اوملکی قوتونو دخپل څان او هرات ولایت څخه په میړانه دفاع وکړه په هغه وخت کی نه شهید داکتر نجیب اله ؤ او نه جنرال تڼی دهغه وخت وزیر دفا ع ؤ،او شهنواز تڼی خپله اعتراف کوی او وایې چه زه هغه وخت په کا بل کی په دنده بوخت وم،او هغه چا چی دهرات په ولا یت کی د پردیو په لمسون دغه اشوب را منڅ ته کی هغه ته نن ورڅ دجنا یت کار په څای قهرمان ویل کیږی او هیڅ څوک اصلا دا جرایت نشی کولا ی چه هغه ته لوړ وګوری.

بل سوال دا دی، چې آیا په دې تیرو دریو لسیزو کې چې کومې ناخوالې ، ظلمونه او افغان وژنې شوي دی ، داتنها یو خاصی ډلی اویا یوه حزب یا یوه تنظیم پوری اړه لری یا یوه طرف جنګ کاوه او هغه بل طرف ( مقابل طرف) لاس تر زنې ناست ؤ؟ ایا دغه ټولی ناخوالی،مرګونه،طلمونه او خرابی یوازی او یوازی دافغا نستان (د خلق دموکراتیک ګوند) کړي دی او کنه دلته نورې لویې لویې ډلې ، جنایتکاران او داسی قاتلین هم شته چې بیچاره افغانان یې لومړی ګرفتارکړي او بیا یې په سر ورته میخونه ټک وهلی او یایې لومړی تری د حیوان په شان سر پری کړی او بیایی همدغه پری کړی سر د غوایی د خامی غوښی په شان په کړایی کي سورکړی ترڅو د هغه د مړی رقص (رقص مرده) وګوري او ترې خوند واخلی چی راځه یو پښتون یا سنی خو می وواژه او د دې د وژلو څخه هم خوند واخله اوهم خپل زړه پرې یخ کړه،دغه دوی میاشتی مخکی دکابل دښونی او روزنی په انګړ کی یو ډله یز قبر پیدا شو چه په هغه کی د لس هاو بی ګناه خلګو هډوکی پراته ؤ ټول دکابل خلګ ښه پوهیږی چه په کا بل کی دداخلی جنګونو په دوران کی هلته دکوم مجاهد یا رهبر صاحب جنګی قرار ګا ه وه،ولی دکابل او ټول افغا نستان خلګ دهغه مجاهد صاحب په باب پټه خوله نا ست دی؟ ولی دهغه په باب تقضا نه کیږی چه نوموړی دی دولس مشری دکاندیدی یا دمر ستیالی دمقام څخه لا س وا خلی؟ دادی دوهم ځل بیا یو دهغوقاتلانو له جملي څخه دمرستیال په صفت نومول شوی دی؟.

دا داسی واړه قاتلین او جنایتکاران نه دي چې یوازې د یوه اویا د دوو بیچاره افغانانو په سرونوکې یې میخونه ټک وهلی بلکه د سلګونو بیچاره او ملکی خلکوسرونه یې د میږو او وزو غوندې حلال کړي هغوی تردې ناوړه کارونه هم کړي چې د قلم عفت یې د لیکلو اجازه نه راکوي

ډیر مخکی په نه څم په مزار شریف کی دلیلی دشتی د۳۰۰۰ شهیدانو قاتلان څه شول دهغوی په باب ولی داسی څوک پیدا نه شو چه خپل اواز وچت کړی اویا دهغو قا تیلانو ته حدی اقل جنا یت کار وویل شی ایا هغوی انسا نان نه ؤ، اویا دافغا نستان نه ؤ، دهغو قا تلا نو سره نن ورڅ په انتخاباتو کی دپیروزی په خا طر پټی معاملی کیږی او هر کاندید کوشش کوی چه هغوی دخپل څان ملګری کی . .

داصحنی په لسګونو عینی شاهدانو لیدلی او اوس هم په کابل کی داخلک ژوندی ګرځی مګر متاسفانه ټول چوپه خوله ناست دی او کوم غږ هم نه پورته کوی. اوس راځو دیته چی آیا شهنواز تڼی به د خپل حکومت په دور کی دومره ظلمونه کړی وی اوکه دجهادی بعضو تنظیمونو او ډلو مشرانو او جهادی قومندانانو چه اوس هم خپلو ظلمونو ته ادامه ورکوی ؟ کوم یوه به ډیر بیګناه افغانان په ډیر بی رحمه شکل باندی وژلی وی؟ دلته یوه خبره بیخی د لمر په شان وټول جهان ته واضح او روښانه ده چی بلی دڅینو جهادی ډلو مشران او قومندانان د تڼی څخه ډیر غټ جنایتکار او قاتلان دی او لازمه خو داده چی لومړی هغه وپیژندل شی او محکمی ته راکش شی او ددولتی وظایف څځه ګو ښه شی او په عام محضر کی دخلګو په وړاندی په دار وځړول شی او دنیا ته وښودل شی چی دا هغه جنایتکار دی چی د خپلو خلکو په سرونو کی یی میخونه ټک وهل او د ښځو څخه به یی سینی پریکولی او یا یې دخلګو شخصی دارایې اوبیت المال چور کړی دی اوشخصی استفادی څني کړي دی او دخلګو په وینو یې څا ن ټه شخصی بلڼین ګونه اباد کړی دي چه ښه مثا لونه يې په کابل کی دشیر پور بولډ ینګو نه دی ،تا سی ټول کا بل او یا دافغا نستان ګرده ولا یتونه ولټوی ممکن ونشی کوالی چه دجنرال تټی او دده په شان دنورو دافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند دغړو په نا مه کوم خا مه یا دخټو خاورو کوم شخصی کو ر پیدا کړی، زه دا نه وایم چه دافغا نستان دخلق دموکرا تیک ګوند ټول غړی دی پاک او معصوم انسانان وی او هغوی دی هیڅ اشتباه نه وی کړی ،ولی یوه خبره چه ډیره مهمه ده هغه داده چه ددغه ګو ند اکسریت غړی دا سی نه وه روزل شوی چه دخلګو شخصی دارایې لوټ کی او یا دبیت المال څځه غلطه استفاده وکی لکه چه نن ورڅ په افغا نستان کی روانه ده، هغوی په لووږه او بی سرپنا یې کی ژوند کاوه ولی ده چا په ننګ ،مال او نا موس با ندی یې تعرض اوتجاوز نه دی کړی،او تر یوه شعار لا ندی چه ویل به یې (دقربانی په وخت کی په اول صف او دامتیاز په وخت کی په شاه صف کی) خپل وظا یف دوطن دازادی،استقلال او څمکنی بشپړ تیا په خا طر په پاکو لا سونو،ګرموزړونواوارامومغزونو اجرا کول او همدغه شان اوس یې هم اجرا کوی او اکثریت مطلق یې اوس هم دننه په خپل هیواد کی دخپل وطن په غیږ کی په لوړو سترګو ژوند کوی او هیچا ته به خپل دافتخار سر ټیټ نه کړی .،او که دحقیقت څخه ستر ګی پټی نه کړو دا ننی نسپی امنیت او نور پرمختګونه چه موجود دی دهمدغه حزب دفعالینو له برکته څخه د ی چه اوس هم دننه په افغانستان کی په وظایفو بوخت دي  

پښتنه می داده: د افغا نستان مظلومو او بیچاره خلکو! تاسی ولی ددی وحشیانو او قاتلینو جنایتونه هیرکړل آیا اوس ددغه بیګناه خلګو وژل چه دغه نژدی پرون دفراه په ولا یت کی اوهغه بل پرون دکنړ او ننګرهار او دهیواد په نورو سیمو کی زمو نږ بی شمیره بی ګناه هیو اد وال دبم باریو په نتجه کی شهدان شول، او کلی او کورونو یې دخاورو سره خاوری شول ، او دا لړی به لا نوره هم ادامه پیدا کړی دا ولی ؟ ددی مسو لیت دچا په غاړه ده ایا اوس هم جنرال شهنواز تڼی ددفا ع وزیر ده ؟ ایا ددی بمبار دمان امراوس هم شهنواز تټی ورکوی اوکه بل څوک ؟ راشی دقضاوت څخه کار واخلو که غواړی چه جنا یت کاران با ید محکمه شی راڅی چه مو نږ ټول افغا نان لا سونه سره یو کړو دجنګ او جنا یت ټولی غاړی دمحکمی میز ته را کش کړو او دهیچا لحاظ او مر عات با ید ونه کړو،هغه وخت ده چه مونږ خپله ایمانی او وجدانی وظیفه په شه تو ګه تر سره کولا شو،د یو څو ډالرو په بدل کی نه با ید په جا با ندی بدون له کومه سنده دجنا یت کار ټاپي دپردیو په لمسون ووهو او په شخصیت با ندی یې تعرض وشی اویا توهین او تحقیر شی . .

پکار خو داده چی با یدووایو چه ټول جنا یت کاران دی که چیری دهغوی جرم او جنا یت سا بط شی دانتخاباتو دکاندیدی دلیست څخه ویستل شی،او بیا د محکمی د پریکړی وروسته په چمن حضوری کی په عام محضر کی په داروځړول شی ترڅو د دی مظلوم ملت په تاریخ کی بیا کوم داسی جنایتکار او وحشی پیدا نشی چی داسی غیرانسانی اووحشیانه عمل ترسره کړی اود دغو بیچاره او مسکینو افغانانو مال او ناموس ته په سپکه سترګه ونه ګوری. دهغه ورڅي په هیله او ارزو چه په افغا نستان کی داسی یو دعدل او انصاف نظام راشی چه دمظلوم حق دظالم څخه واخلی او دا میلت د ټولو دجنا یت کارانو دمنګلو څخه خلا ص کړی . وسلام رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت