يغقوب ابراهيمی

 

سوله ټينګه نه شوه ، خو جګړه ښه ټينګه شوه

 

دابراهيمي ليکنه دغبرګولي ١٢مه

ibrahimi.jornalist@gmail.com

 له کوره  د باندې راووتم اوراډيو مې چالانه کړه ، د خبرونو په  سرليک کې  مې واوريدل چې د امريکې ولسمشر اوباما ويلي، ډېر ژر به هغه ويډيو خپره کړي چې  په ډاګه پکې  په فراه ولايت کې دامريکايي ځواکونولخوا د طالبانو د وژل کېدو صحنې ښودل کېږي.

 

دې خبر اورېدو سره ډېر خواشينى شوم، له ځانه  سره مې وويل چې دا بهرنيان څه کوي بيګناه خلک وژني او بيا ورته د ترهګر او طالب نوم ورکوي، که څه هم د بشري حقونو سازمانونه اوددوي ملاتړي افغان حکومت هم دا مني چې په فراه کې لسګونه افغان عام وګړي وژل شوي دي .

 

د فراه د ګنج اباد اوګراني په کليو کې د غويي په ١٥مه، د امريکا په مشرۍ دغربي ځواکونو لخوا   بمباري وشوه چې افغان حکومت په کې  ١٤٠ تنو ملکي وګړو ته په کې وژنه منلې  اودبشري حقونو کمسيون بيا د٩٧ ملکي وګړو وژنه پخلى کوي .

ددې ترڅنګ  سيمه ايزو دولتي چارواکيو اوکليوالو په دې جګړه کې د١٨٠ تنو ملکيانو مرګ ژوبله منلې وه .

 له دې وړاندې هم امريکايي ځواکونو دافغان حکومت له لوري ورکړل شوې شمېرې له مبالغې ډکې ښودلې وې  او له خپله لوري يې په خپره شوې اعلاميه کې يې دوژل شويو ملکيانوشميره  له ٢٠ تر ٣٠ پورې ښودلې وه  .

نه پوهيږو دغه بمبارۍ او افغان وژنه به ترکومه روانه وي چې د پرمختللي ټکنالوژۍ

لرونکي او ٥٢ ډوله لرونکي الوتکو والا تر اوسه د طالب او افغان عام وګړي توپير ونه شو کړاى .

دغه ځواکونه  په ډيرو ځايونو کې په زغرده وايې چې يواځې  القاعده  او يا ترهګر يې وژلي اوکه په درجنونو ملکي وګړي يي هم وژلي وي دوى بيا هم له خپلې خبرې نه تېريږي .

نه پوهيږم دوي څرنګه فکر نه کوي چې افغان وژنه ددوي پروړاندې دقهريدلو افغانانو شميره څومره لوړوي ، وژل خو يوجنايت کوي داچې بيا شنې سترګې پرې پټه وي دايې بله ګناه .

.زما په اند د يوه بې ګناه افغان  وژل ديوه طالب او يوه ځانمرګي بريد کوونکي  د پيدا کولو په مانا دي .  او دغه بهرنيان په لوى لاس دغه کار کوي .

 

پوښتنه دا را منځ ته کيږي چې  آخر القاعده او ترهګر څوک دى ؟

د وژونکيو (امريکايانو ) لخوا  القاعده هغه کسان دى چې کله پردوى   ډز وشي او يا دوى ته مرګ  ژوبله واوړي نودوي بيا په هغه سيمه بمبار کوي اوهلته نارينه ،تورسرې، ماشومان ،سپيڼ ږيري ټول وژني اوبياهماغه خلک ترهګر او  القاعده بولي .

داوژنه چې خپله امريکايان يي دترهګرو وژنه بولي  ترکومه به روانه وي ،داڅرنګه و ژنه ده چې ورځ تربلې ورځې قوي کيږي او دهيواد ټولو سيمو ته خوريږي .

که څوک پوښتنه وکړي چې دوى خو دامنيت اودسوله ساتوځواکونو په نوم راوغلي  ولې ورځ په ورځ يې دغه شعار تغير کوي چې دسولې دټينګښت پرځاي دوى جنګ غښتلى کوي جګړې خوروي ،او بل آخره هره ورځ خلک وژني .

د سولې دټينګښت دغه ذغره وال پيغام راوړونکي په پخواکلونو کې  عادي موټرو کې هم ګرځيدل ولې اوس دوي ټول په ذغروالو اوتوپ لرونکو ټانګونو او شوبلو کې ګرځي .

دسولې پيغام راوړونکي خو خلکوته سوله ور وړي دوي خو دسړک په غاړه هم څوک نه پريږدي ،کله چې ددوي کاروان سيمې ته راورسيږي بايد له سړک څخه ځان ګوښه کړي اودوي ته خپله هغه لاره چې دقانون له مخې بايد پرې لاړشي هغه بايد دوي ته خوشي کړي اوکه خوشي يي نه کړي نودلته دالقاعده په نوم وژل کيږي موټر دي په ټانګ وهل کيږي او ته هم په کې وژل کيږي اوبيا يي په راډيو ګانو کې اعلاميوته غوږ نيسه چې دسم سړي نه القاعده درته جوړوي که نه .

افغان ولس ته ورپېښه ده هره ورځ وژل کيږي څوک يي ترهګر بولي څوک يي القاعده خو دا رښتيني خبره ده چې افغان  خو مو وژل کيږي اوداچې څوک يي وژ ني دا هم معلوم دي ولې ترټولو مهمه خبره داده چې دغه وژل وژل به کله ختميږي سوله ټينګه نه شوه خو جګړه خه ټينګه شوې ده  .

 

 


بالا
 
بازگشت