سناتورغلام حضرت خیبر

د ښاغلي ط . لمر د لیکنې په ځواب کې

د ط . لمر پنوم یو تن چې خپل نوم يي هم په څرګند ډول نه دئ لیکلئ ، زما د تېرې لیکنې «  ارواښاد خیبر د شهادت د ۳۱ م تلین په یاد » په اړه يي ، یو لړ څرګندونې کړې . مخکې له دې چې د لیکنې بېلا بېلې برخې يي راوسپړم ، باید ووایم چې یو څه په ځيرکتیا سره يي هڅه کړې چې ځان د خیبر د اندیښنو پلوي او د هغه ستر شهید د لارې ریښتونئ ملاتړئ وښۍ ، ترڅو ددغه درواغجن پلویتوب تر ماسک لاندې هغه ټاپه چې د خپلو نورو انډيوالانو پشان  يي  تل په جیب کې ګرځوي د خیبر ، د خیبر د خپلوانو او د هغه د لارې د ملګرو د نوم بدۍ او سپکاوۍ لپاره وکارول شي .

همدارنګه د ښاغلي ط . لمر په لیکنه کې دا هڅه هم شوې ، د ارواښاد خیبر د لارې پلویان چې غواړي که نور څه نه وي ، ړومبئ د لیکنو له لارې  د ارواښاد خیبر د شهادت څرک ولګوي او هغه کسان چې په یوه یا بله بڼه د هغه د شهادت په چلوټه کې لاس لري تر پوښتنې لاندې راولي ، په اخطاریه لیکنو وډاروي او یا دا چې د پلان شویو سپورو ستغو په لیکلو او ویلو سره داسې ورته وځلوي  چې پر دغو خطرناکو لارو ګام مه اخلۍ !

چوپ شۍ چا ته مه وايي ! که نه د هر ډول ټاپو لګېدلو په انتظار اوسۍ !

اوس به راشم اصل مطلب ته :

په خواشینۍ سره به ووایم  ، چې لمر سیب ستا لیک له غوسې ډک او یا خو خورا وارختا شوې یې . ما پخپله لیکنه کې داسې څه نه دي لیکلې چې هغې کې ما چا ته سپورې ستغې ویلي وې . خو ستا د ځواب په اړه باید ووایم چې تاسو هم د همغه مشرانو پرلار پل ایښئ چې ما ورڅخه پوښتنه کړې ، چې هغوی د ارواښاد خیبر د شهادت په اړه پخپل وخت کې څه وکړل ؟ او یا خو داسې ښکاري چې دغو مشرانو تا ته په وارختايۍ کې هغه مالومات درکړې وي ، چې تاسو لیکلي دي.

تاسو پخپل لیک کې اورواښاد غوربندي ، محترم لایق او حفیظ الله امین ته ګوته نېولې او زما خبرې دې  د همدوی خبرې ګڼلي ، یا دې داسې انګېرلي چې خیبر همدوی وژلئ  .

زه به درسره د یوې شیبې لپاره دا ومنم چې ستا په ګمان هو ، خیبرهمدوی وژلئ ! مګر ته څه ثبوت لري چې پر دغو خلکو دعوه کوې ؟ په داسې حال کې کله چې په ۱۳۵۷ کال د وري په ۲۸ مه خیبر په شهادت ورسید او روسته د غوايي په اوومه د هغه ملګرو د خیبر پر قبر ، د هغه د ویینو د غچ اخیستلو او د هغه قاتلینو ته په سزاورکولو سوګندونه وخوړل ، خو کله چې د واک پر ګدۍ سپاره شول ، ایا دوی نه شول کولئ چې د خیبر قاتلین پيدا او هغوی پر سزا ورسوي او یايي خلکو ته وروپېژني ؟

ایا روسته د خیبر همدغه ملګري کومه ورځ د هغه قبر ته ورغلل ، د ګلو کومه ګېډۍ دوی پرې کېښوده ، د دعا په نیت چا کوم لاس پورته کړ ؟ د هغه کورنۍ سره کومه غمرازي وښودل شوه ؟ یا د خیبر کوم تلین ونېول شو ؟

را به شو بلې خبرې ته . دا به ومنم چې د غوايي له اوومې څخه د مرغومې تر شپږمې پورې  د هغه پرچمي ملګري واکمن نه وو ، خو کله چې د کي . جي . بي په لمسون او لارښوونه د کي . جي . بي لاس پوڅي ډلګۍ « پرچمي مشرتابه » واکمنه شوه دغو همسنګره ملګرو يي د شهید خیبر د قاتلینو په اړه څه وکړل ؟

حفیظ الله امین خو ټوله ته څرګنده ده چې روسانو وواژه ، همدغه ارواښاد غوربندي ستاسو په اصطلاح ( قاتل ) په زندان کې په نا څرګند برخلیک پروت و ، ایا محاکمه کېدلئ نه شو ؟ یا محترم لایق چې هیڅ واک يي نه درلود او چیرته تللئ هم نه و ، په کابل کې ناست او د مرکزي کمیټې علل البدل غړئ و ، په داسې حال کې چې کارمل عمومي منشي ، سلطان علي کشمند لومړئ وزیر او نور احمد نور د ګوند دوییم منشي و او هر یو کولئ شول چې د خیبر قاتلین محاکمه کړي ، خو ایا دغو مشرانو دا کار وکړ ؟

زما خبرې کوم غرض نه لري ، خو دا هغه پوښتنې دي چې دغه مشرتاه ته متوجه دي او دوی باید ورته ځواب ووايي ، ځکه دوی د هغه وخت مسولین وو .

موږ نه باید بېځایه تورونه پر خلکو وتپو، هغه ټاپې چې ستا او ستا د انډیوالانو پر جیب کې پرتې دي او بې مسولیته يي راباسۍ او پر خلکو يي د خاین ، وطن پلور ، نشنالیست ، ذهنیګرا ، قاتل یا په نورو نومونو لګوۍ چې ښه بېلګه يي ارواښاد غوربندي ، محترم لایق او ډېر نور دي چې د خیبر د ګروپ پنوم ټاپه پرې لګېده او اوس هم پرې لګیږي . خو زما په اند نور ددغو ټاپو او مهرونو وخت تېر شوئ دئ !

دا زموږ د ګوندي مشرانو ځايي خټه وه چې څوک به يي نه خوښېده او یا به د دوی پر ناسمو کړو وړو چا نېوکه کوله نو له دوی سره دغسې ټاپې تیارې په جیبونو کې پرتې وي او پر هر چا به يي لګولې .

دهغوی ځينیو خو په چلوټو او دسیسو کې بیخي نبوغ درلود او خپله ټول وخت او واک يي د نورو د نوم بدۍ لپاره بېل کړئ و .

موږ ټولو ته څرګنده ده چې کلي کې به یو ملک د یوه بېوزلې او بېکسه سړي ورور وواژه او یا به د ملک سیب زوی یا کشر ورور د هغو پر ښځو او نجونو تیرئ وکړ نو په حکومت کې به يي د بېوزله سړي بل ورور د قاتل پنوم وروپېژاند او په دې وسیله به يي ځانته میدان خلاص پریښود .

اوس راته ووایه چې ستا لیکلئ شعر :

هم مې ووژني پخپله هم په ما باندې ژړا کا **** څه ښه یار دئ ، ښه يي مینه وژل هسې شین هسې

د چا په اړه صدق کوي ؟

دا خبرې مې ځکه در ته ولیکلې چې تاسو لایق سیب ته ګوته نېولې ، ښايي تاسو خبر نه یاست چې لایق سیب د ارواښاد خیبر سره کورنۍ اړیکي لري ، دواړه یوله بل سره خپلوان دي . د دوی تر منځ هیڅکله د خواشینۍ او خوابدۍ خبره نه ده تېره شوې .دواړو د وروڼو او ملګرو پشان یوله بل سره راشه درشه درلوده او تر اوسه يي هم لرو .

ایا د لایق سیب پشان ستاسو په مشرانو کې کوم لیکوال ، په پښتو او دري دواړو ژبو وتلئ او نامتو شاعر ، ادیب او عالم شته ؟

لمر سیب ! له اوښه يي پوښتنه کړې وه : چې کاروان کې دې له څه بد راځي ؟ په ځواب کې يي ورته ویلي وو چې کله زما پړئ د خره پورې وتړي !

له بده مرغه زموږ د وطن او نهضت حالت همدغسې دروبوله او هر څه په ګوند کې د صفوفو له نظره په پټه ترسره کېده .

همدارنګه تاسو د خیبر د ملي شخصیت یا د شهید داودخان سره د مرسته کولو په اړه او یا داچې سردار داودخان ته مو د خانداني سردار نوم ورکړئ ؟

تر کومه ځایه چې خیبر پورې اړه لري ، هغه  په ملي اندیښنو سمبال شخصیت و . هغه به له ملګرو سره په کتو راکتو کې تل همدا ویل چې بېله ملي اندیښنو او ملي مفکورو موږ نه شو کولئ خپل هېواد ته خدمت وکړو . د همدې ملي اندیښنو پر بنسټ هغه ، په ګوند کې د افراطي کړیو لخوا ګوښه کړئ شو . بلخوا د داودخان له جمهوري رژیم څخه په ملاتړ ټینګار هغه په دې لامل کاوه چې د جمهوریت پرمختګ په هېواد کې د ولسونو ، د روڼ اندو او دیموکراتو ځواکونو په ګټه و . د داودخان د اوه کلن پلان په پلي کېدو سره به د هېواد وضعه بېخی بدله شوئ وئ .

داودخان د همدغه پلانونو د پلي کولو لپاره له خپله خاندانه تېر شو . هغه پاچاهي له منځه یووړه او د افغانستان په تاریخ کې يي د لومړي ځل لپاره جمهوري نظام راوست . موږ باید دغه اقدام د یوه مثبت ټکي پتوګه ومنو او هر څه پخپلو تورو سترګیو ( عینکو ) کې ونه ګورو . ستا او ستا د انډیوالانو خو همدغه لویه کمزوري ده چې په ځان کې دومره ډوب او پخپلو کږو او ملي ضد اندونو دومره غاوره یاست چې له ځانه پرته بل هیڅوک د هېوادپال او روڼ اند پتوګه نه شۍ زغملئ ! په همدغه اندونو او عملونو خو مو هر څه په اوبو لاهو کړل . د اماني نهضت څخه روسته ، چې کوم نهضت په هېواد کې راټوکېدلئ و ، هغه خو تاسو په همدغو چپرویو او لنډاکیو د خاورو خوراک کړ . خلک له تاریخه زده کړه کوي ، تاسو خو د زده کړې پر ځای پر تاریخ ملنډې وهۍ !

د لمر سیب دا خبره چې شهید خیبر د ګوند د یووالي لپاره زیاتې هڅې کړې تاییدوم او د ژوند تر روستۍ ورځې هغه په همدې باور و چې بېله یووالي موږ ټولنې ته څه خدمت نه شو کولئ .

د وري په ۲۸ مه چې دئ شهید شو په سبايي ، هغه باید د مشرتابه غونډې ته تللئ وئ او په دې غونډه کې چې تصور کېده خیبر ، د یووالي دښمنان او د واک لیونیان په اړینو لاسوندونو سره د ټولو په مخکې بربنډ کړي . خو له بده مرغه ، پخوا له دې چې هغه خپل غږ پورته کړي د هغه غږ په مرۍ کې خپه کیږي چې تر نن پورې يي قاتلین ازاد ګرځي . دا همغه د ملک سیب دسیسې ته ورته پېښه ده!

لمر سیب راځه  یو څه په دې خبره فکر وکړو ، کله چې په شوروي کې د ۲۶ م ګانګرس څخه روسته مشرتابه بدلون مومي او د شوروی او د نړۍ وضعه په پخواني حالت نه پاتیږي او تغییر خوري . افغانستان هم باید د رامنځ ته شوي نړیوال نوي چاپېریال سره ځان هم انډول کړي. په ګوند کې پالېسي تغییر خوري ، د ملي روغې جوړې لپاره ګوند تیارئ نیسي او د پالېسۍ له بدلون سره باید د ګوند په مشرتابه کې هم بدلون پېښ شي . خکه نوې پالېسي خامخا نوې مشري غواړي . د کارمل پر ځای ډاکټر نجیب الله د ګوند د پلینوم لخوا د ګوند د مشر پتوګه غوره کیږي . نو بیا ولې ستاسو قومندانان مظاهرې کوي ، د ډاکټر نجیب الله مشرتوب نه مني او د هغه پر وړاندې له لومړۍ ورځې بیا تر هغه تر سقوط پورې چلوټې او دسیسي کوي .

ایا دا ګوند ددغو قومندانانو او فرعونانو شخصي مال و ، په داسې حال کې چې د ګوند مرام یو ملي او دیموکراتیک مرام و ، نه دیکتاتوري او یکه تازي !

د یوې شیبې لپاره داسې وګڼه چې ډاکټر نجیب الله له هېواد سره ښه ونه کړل او ستاسو د ډلې په اند د بخښلو وړ نه دئ ، نو تاسو خو ډاکټر نجیب پر ځای ټول نهضت ، ټول رژیم او د روڼ اندو د نیمي پېړۍ خواري په اوبو لاهو کړه او هر څه مو تس نس کړل . د خپل رژیم او خپل دولت د له منځه وړلو لپاره مو د اخوان ، جمعیت ، نظار شورا او اسلامي وحدت سره  په چلوټه کې برخه واخیسته او خپل دولت مو له پښو وغورځاوه . چې کاڼې اخلې ځان پرې ولې ملامت څوک دئ ؟ تاسو به د خپلو شهیدانو وینو ته ، او د هغو یتیمو بچو ته څه ځواب ووايي چې د هغو پلرونه د څه لپاره او د چا لپاره شهیدان شول ؟

لمر سیب زه ستاسو شخصي عقیدې ته درناوئ لرم ، په هر څه چې باور او عقیده لرې هغه ستا خپل کار دئ . که هندوستان ته لاړ شي ، په یوه کلي کې څوک د پیل مجسمې ته ، څوک د غوايي مجسمې ته او بل د بېزو مجسمې ته درناوئ لري او هغه لمانځي .

خو په ملي چارو کې ، او کله چې د هېواد ملي ګټې په مخکې وي ، باید ریښتین واوسو ، خلکو ته باید ریښتیا ووایو تر څو د خلکو پر وړاندې بې باوره نه شو !

داچې یو وخت ویل کېدل « اګر قوای نجات بخش اتحاد شوروي نمي بود ، اکنون افغانستان در کره زمین وجود نمیداشت » په داسې حال کې چې نن افغانستان هم شته او په ځای پاتې دئ خو نه د شوروي قوا شته او نه د هغه لاس پوڅي . په دې ځای کې مې یوه کیسه رایاده شوه : وايي چې د یوه سپین ږیري سړي ځنکندن و . په مشکل سره يي سا اخیستله . کله چې به يي سا اخیستله نو تر لاندې لارې به يي ورسره ...... هم تلل. د کورنۍ له غړي یو چا وپوښتل چې د لالا څه حال دئ ؟ هغه په ځواب کې ورته وویل چې لالاځي او نښې پریږدي »

نو اوس تاسو ووایاست چې ته دشمن نادان او دوست دانايي او که زه ؟

راځۍ چې خپلو خلکو ته ورشو ، راځۍ چې ریښتیا سره ووایو او تور وسپین سره بېل کړو .

لمر سیب له تورو وریځو راووځه ، خلکو ته رڼاورکړه . هر څه به تاریخ ته پریږدو ، خلک يي لیکي. تاریخ پر مخ ځي او کارنامې پاتیږي . هیڅوک نه شي کولئ چې واقعیت پټ کړې . واقعیت تل ژوندئ او روښانه وي .

د شهید داودخان مړئ د ۳۱ کالو روسته وموندل شو .مزار پرې جوړ شو . خلک دعا ورته کوي .

خو د ډېرو نورو مړي یا ورک او یا په اوبو لاهو شول او د کبانو خوراک شول .

بس په دې خوشحال اوسه چې پهلوان زنده خوش است .    

            

   


بالا
 
بازگشت