عزيزاحمد خوارمل

 

نيويارك تايمزولیکل :

دامریکا اردواوځواکونه بله چاره اولاره نه لری بیله دا چې اقرار وکړی چې په افغانستان کې یې جنایت کړی دی !

           

دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅځه

  ژباړونکی ؛ عزیزاحمد خوارمل

 

       یوی امریکایی ورځپاڼی په یو ترلاسه  سوی رپوټ کې د(۱۴۷) یوسل اوه څلویښت  غیروسلوال اوبی ګناه ولسی خلکوپر وژنی باندی چې دامریکا په هوایی یرغل کې دافغانستان په لویدیځ دفراه ولایت دفراه رود دولسوالی دبالابلوک اودکرانۍ په کلیوکې صورت موندلی وو ،په ټينګار سره وایی چې دامریکا داردوځواکونه بله چاره اولاره نه لري  بیله دا چې په افغانستان کې په خپلوجنایاتوباندی اقرار ونه کړی .

     دنیوریاک ټایمز ورځپاڼی ولیکل : دامریکا ددفاع وزارت یو جګپوړی چارواکی اعلان وکړ ،دا وروستنی څیړنووښودل چې دامریکا پوځۍ ځواکونه په خپلو هوایی یرغلونوکې یې  تیره میاشت  دافغانستان په لویدیځه سیمه کې دفراه ولایت دفراه رود دولسوالی دبالابلوک اودکرانۍ په کلیوکې دملاحظی وړ تیروتنی یې ترسره کړیدي  اوپه دی باندی تورن دي   .

دغه امریکایی چارواکی چې دخپل نوم دښودلواواخیستلوڅخه یې  ډده کوله  وی ویل : که دامریکا هوایی اوځمکنۍ  ځواکونه قوانین یې پرپښو لاندی  نه وای کړی ،دروان کال دمی دمیاشتی پر(۴)څلرمه نیټه باندی دافغانستان په لویدیځه سیمه کښې دفراه ولایت دفراه رود دولسوالی دبالابلوک اودکرانۍ په کلیوکې کیدی سوای چې دوژل سویوغیروسلوال اوبی ګناه ولسی خلکوشمیر به ډېر لږ وای . دغه ځواکونه چې دغیروسلوالو،غیرپوځۍ اوولسی خلکوپه ساتنه کې مسؤولیت یې درلودل ودی مهمی ټکی ته نه وو ځیر سوي اودغه امریې نه وومراعت  کړی .

  دغه امریکایی ورځپاڼی ددی مطلب په ادامی سره لیکی:دامریکا ددفاع وزارت دپلټنی ډله چې دغه رپوټ یې خپورکړی دی ،دامریکا ددولت ښکاره اقراردخپلو تیر وتنوپه هکله په دی هوایی یرغلونه کې دی اودغه مسئله ډېر ښه مناسب فرصت یې دګوتنیونکواودافغانستان دډېروخلکو په واک کې ورکوي ترڅوبل ځل دامریکا دولت ترټینګوګوتنیونولاندی ونیسی اودځواکونوفعالیتونه یې په دی سیمه کې محکوم کړي  .  .  
    ددی پيښی درامنځته کیدو وروسته چې (۱۴۷)یوسل اوه څلویښت  غیروسلوال اوبی ګناه ولسی افغانان ووژل  سول ،دامریکا دځواکونوقوماندانان دا یې ومنل چې په ټينګه سره به دغه پيښه وڅيړی اوډېر ژر به اصلی ګناهګار وروپيژنی  اما دوخت په تیریدوسره امریکایی چارواکی بله چاره اوبله لاره یوازی بیله اقراره څخه پر دی جنایت باندی  نه لري .

داڅو ورځې مخکې دی چې  ویلی کیږی جنرال "اسټنلي مك‌كريسټال " ډېر ژربه په افغانستان کې دامریکا دځواکونودقوماندان په توګه وټاکل سي ، اوجنرال  مك‌كريسټال په دی اړه داهسی یې وه ویل : دغیروسلوالواوولسی خلکو وژنه ،مرګ اوژوبله به دامریکا اعتباراوحیثت  ترسوال لاندی راوړی  .

    ده ددی مسئلی په ادامه سره وویل،دپلټنی دډلی رپوټ اوداردوڅیړنه د دی امرڅخه  حکایت کوي چې یو تن دجنګی الوتکوپیلوټ  چې ورته امر سوی وو چې په سمیه کې وسلوال مخالفین اوددښمن ځواکونه  سته دی او هغه دغه سیمه  خپله موخه وټاکی اوبمبارد یې کړی ،دیولړدلایلوپربنسټ دغه پیلوټ ودی ته مجبوره سوی ووچې  دسیمی څخه  یوڅوثانیی بیرته پرشاراوګرځی اوپرشاتګ وکړی اما درامنځته سوي ستونزی دایسته کولوڅخه را وروسته  په ضمن کې  دغه پیلوټ ددی ټکی په هیرولوسره چې دطالبانوځواکونه دتښتی فرصت یې پیدا کړی ،کوم وخت چې دسیمی  دموخی وځای ته ورسیدی اودموخی دبل ځل تاييد څخه ،دسیمی په بمباردیې پیل وکړ چې د دغه پیلوټ تیروتنه دډېروغیروسلوالواو دبی ګناه ولسی خلکو دوژنوسبب وګرځیدی  اودغه کړنه یوازی یودهغوتیروتنو څخه دی چې دامریکایی ځواکونودخوا ددغی پيښی په رامنځته کولوکې وو .

   دامریکا ځواکونه له دی مخکې خپل وروستی جنایت یې  چې دافغانستان په لویدیځ دفراه په ولایت کې دفراه رود دولسوالی دبالابلوک اودکرانۍ په سیمه کښې دامریکا دهوایی ځواکونو په یرغل کې (۱۴۷)یوسل اوه څلویښت  غیروسلوال اوبی ګناه ولسی افغانان ووژل  سول امریکائیان منکره اوپټه خوله وه اما دلاسته راغلی شواهدپربنسټ نورنوددی جنایتونوپټول ناښوونی وو.  

یوامریکایی جنرال په افغانستان کې دغیرپوځۍ اوبی ګناه ولسی خلکو دوژنوپه هکله  ګوت څنډنه یې وکړ :

     یوامریکایی جنرال تیره اونی  په افغانستان کې دغیرپوځۍ اوبی ګناه ولسی خلکو دوژنوپه هکله  یېګوت څنډنه وکړ او وی ویل  په هغه صورت کې  که په افغانستان کې دغیرپوځۍ او ولسی خلکو په وژنوکې لږوالی  را نه سي ،دوسلوالوطالبانوپه وړاندی مبارزه به دماتی سره مخامخ سي .

    جنرال اسټنلي مک کريسټال چې دامریکا دجمهور رئیس  دبارک اوباما دخوا په افغانستان کې دمیشتوامریکایی ځواکونو اودناټودځواکونو دقوماندان په توګه ټاکل سوی دی ،دامریکا په کنګره کې په خپل بیانی کې په څرګنده ډول سره يې وویل : دبهرنی ځواکونوپه پوځۍ عملیاتو کې دغیرپوځۍ او ولسی خلکو وژنه ، به دافغانستان خلک ډېر خواشینی اوخوابدی کړي اوپه دی هیوادکې  دجګړی ټول لاسته راوړنی به کمزوری کړی .        

  مک کريسټال دامریکا دسنادوسلوالوځواکونودکیمټی په یوه غونده کې چې دده دټاکل کیدو ،دتاییداومنلودپاره په دی پست کې دسنا لخوا ودی غونډی ته رابلل سوی وو،جنرال مک کريسټال   په دی هکله وویل : دماتی په صورت کې که دوسلوالومخالفینودټولیزورامنځته کیدلوسبب وګرځې ،بریالیتوب  به بیا ټینګښت ونه مومی . ده ددی مسئلی دارزښت په  اړه وویل ، دغه مبارزه دافغانستان دخلکودملاتړ دراجلبول دپاره دی . ده زیاته کړه چې دی هیله منددی چې د عملیاتوپه ترسره کولوکې په ټينګه سره په نظر کې ونیول سی  چې دغیرپوځۍ او ولسی خلکو دوژل کیدوڅخه مخنیوی وسي اودورانیو اودویجاړیوکچه راټيټ سي ،اوبیا ده زیاته کړه چې دغه کړنه زموږداعتباراوکریډت دپاره ډېر اړین دی .

جنرال مک کريسټال چې دجنرال ديويد مک کرنان پرځای په افغانستان کې دیوی جګپوړی قوماندان په توګه ټاکل سویدی، دامریکادسناوغړیوته وعده ورکړ اودایې ومنل چې دغیرپوځۍ اوولسی خلکو ساتنه دده دکار په لمړیتوب کې ځای ولري ،ده څرګنده کړه بریالی توب باید دوسلوالومخالفینوپه وړاندی په مبارزه کې په ډېره پاملرنی سره وپاته افغانانوته  دمصؤنتیا اوسلامیتا په خاطر دشخړو په وړاندی وي ،نه دوسلوالو مخالفینو په وژل کېدوسره باید دغه لړلیدترڅیړنی لاندی ونیسو .                 
   دغه امریکایی جنرال په ټينګارسره وویل : په هغه صورت کې که دامریکاد سنا دجرګۍاستازي دده ټاکنه وی دی پست ته تاییدکړی  او وی منی ،دی به په قوانینواوپوځۍ  تاکتیکونوکې به دسره نوی غور وکړی ترڅودغیرپوځې اوولسی خلکو دوژنوڅخه مخنیوی وکړي .
ده وویل ډېرشمیر کشفی الوتکی به دځیرتیا په زیاتوالی اودموخوپه دقیق نخښه کولوسره به دامریکایی ځواکونو په عملیاتونوکې مرسته وکړی .  

    دواشینګټن څخه دفرانسی دخبری آژانس په حواله ،دغیرپوځۍ او ولسی خلکو وژنه چې اکثره وخت دامریکا دهوایی ځواکونوپه یرغل اوبمباریوکې رامنځته کیږی ، په افغانستان کې په ټولیز ډول سره دخلکوقهراوغضب یې په زیاته اندازی سره راپاره ولی دی  اوشخړی ددی هیواد د دولت سره ددی سبب ګرځېدلی دی چې لویدیځ هیوادونه اوامریکایان له دی کبله په تشویش کې دی اودغه مسئله دوسلوالوطالبانو په تبلیغاتوکې ګټور څرګنده سي  .      
      جنرال مک کريسټال چې دامریکا دسنا دجرګۍ دوسلوالوځواکونودکمیټی دغړودخوا دتود هرکلی سره  مخا مخ سو ،خودی ددغه قوماندانی مسؤولیت دوخت اوزمان  په یوداهسی مهموتاریخی شیبو اوپه جګړه کې  په افغانستان کې دغه دنده اومسؤولیت په غاړه اخلی چې ،    

دامریکا جمهورئیس بارک اوباما دافغانستان دپاره نوي استراتیژی اعلان کړ او د(۲۱۰۰۰) یوویشتوزرونوي ځواکونودلیږلو امریې ور کړ ترڅو  چې په دی هیواد کې دمشیته امریکا یې پوځیانواو ځواکونودغښتلیااوملانړ دپاره په مبارزه  اوجګړه کې ګټورواقع سي ./               

 

اخیځلیک :- دقطره  نیوز ،اوفارس نیوز څخه  

 


 


بالا
 
بازگشت