عزيزاحمد خوارمل

 

په افغانستان کې روانه جګړه پاي ته نه رسیږی !

 

داتو(۸) کالونو راهیسی په افغانستان  کې جګړه روانه ده اوډېرلویدیزهیوادونه دامریکا اوانګلیس ترمشرتابه لاندی په دی جګړی کې ګډون لري اودډېروپرمخ تللی فوځی وسایلو ،تخنیک اووسلیوسره دمسلکی ،فنی ،تخصیصی ،کادری پوهی  اوتجربه لرونکی افسرانواوسربازانوسره دساده اوبیسواده وسلوالوپه وړاندی په دی جګړه کې مخامخ  او اخته دي چې په دی موده کې هیڅ ډول بریاوی اولاسته راوړنی نه لري اودلویدیزوهیوادونو دڅیړونکواودسیمی دفوځی چارودکارپوهانو دڅیړونواولړلیدونوله مخی چې ددی جګړی دپایلوپه اړه یې لري اوپه ټینګار سره وایی  چې دغه روانه جګړه دماتی اودناکامی سره مخامخ سویدی ،ځکه دایوغیرعادلانه اوناانډوله جګړه ده اودجګړه مارو مرکزونه ،ځالی اوپټنځایونه  وټولونړیوالوته ښکاره اوڅرګنده ده  چې چیری اوپه کوم ځای دی اودکوموهیوادونولخوایې ملاتړ کیږی ،نودا داوبوخړی کول اودماهیانونیول دی اویا یوبل متل سته دی  چې وایی ترکاسی لاندی نیم کاسه ده،حال داچې ددی جګـــړی په پیل کـې  دامریکا اودانګلیس ددولتونو

 مشرانو په افغانستان  کې ددی جګړی  دبریالیتوب دپاره دوروری لاسونه یې سره ورکړل اوهیچا داهیسی ګومان یې نه کول  اوداهیسی یې نه انګیرل چې دا جګړه به تر دی حد اواندازی پوری ورانه ونکی  او ویجاړه ونکی اود مالی اواقتصادی پلوه  دډېروپانګوپه مصرفولوسره حیرانه ونکی جګړه وي    .    

اوسمهال په  افغانستان کې په هیڅ ډول سره  اوضاع اوحالات مساعده نه ده . په افغانستان کې دناټوامریکایی قوماندان جنرال میک کرسټال  ټول  تشریفاتی مسایل اوموضوعات یې ویوی ګوښی ته پریښی  دی  اوپه ډېر ټينګار سره وایی چې دامریکا متحده ایالتونه اودهغه ملګری هیوادونه (۱۲)دوولس میاشتـــی په افغانستان کـــې وخــــت لــــري اوکــــه دامریکا هیواد د دغه دوولسو(۱۲) میاشتوپه موده کې دکړنونوښت په دی جګړه ځپلی هیواد کې په خپل  لاس کې وانخلی ، دلوبی پایله  داتو(۸) کالونومخته ورګرځې . دطالبانوپایله اوبری  به يو(۱) وي اودامریکا پایله اوبری به  دسپټامبردیوولسمی (۱۱می) نیټی دپيښودتجربوسره یوځای  (۰) صفر وي   .

  په افغانستان کې دناټوامریکایی قوماندان جنرال میک کریسټال دخپل هیواد دنوی جمهور ریس بارک اوباماڅخه غواړي  چې وافغانستان  ته دنورونویوسربازان دلیږه لوفرمان اوآمردی ورکړی . دی وایی که دغه کړنه  دامریکا د دولت دمشر دخواترسره نه سي  نوهغه څه چې دامریکا متحده ایالتونه  به ورسره مخامخ کیږی ،هغه عبارت دی دماتی اوناکامی څخه .  

همدارنګه په دی  اړه دامریکا دبهرنۍ چارو وزیره هیلاری کلینتون د جنرال میک کریسټال ددی خبروپه  نه لیدلوسره یې وویله : په افغانستان کې دامریکا زیار اوهاندبیله کومه د مخته له مخه هرډول ایدیالوژیکی فرضی څخه  ترڅیړنولاندی نیول سوی دی .    

هیلاری کلینتون  دخپلوخبروپه ادامه  ورکولو سره یې کوښښ کاوه چې وخپل  هیوادوال  پخوانی  فوځی کارپوه اوتکړه جنرال  ته  په درنښت وګوري اوبیا په دی هکله  څه ووایی  : ده وویله  زه یوازی کولای سمه چې ووایمه  نوری څیړنی دنورو پوځی څیړونکولخواصورت نیولی دی  اودغه پوځی څیړونکی دښورښیانوپرضدیرغلونوکې هم ګډون درلودل اودهغوی څیړنی په دقیقه توګه د جنرال میک کریسټال  داعلان سوی څیړنی سره ډېرپه توپیر  کې هم دی  .

دامریکاجمهور ریس دجمهوری ریاست دټول ټاکنودسیالیوپه لمړیوورځوکښې دافغانستان دمسلی حل یې دخپل دولت دبهرنی سیاست دلمړنیوکړنوڅخه و بلل اوخپل دریاست جمهوری په لمړی پړواکې  وافغانستان ته دنوروډېروځواکونوپرلیږلویې تينګار کول . امادااوسمهال بارک اوباما وافغانستان ته دنورونویوسربازانولیږل یې په دی جګړه ځپلی هیوادکې دروښانه موخوپه بیانولواوتوضیح کولوپوری تړلی بولی   .

اوسمهال په افغانستان کې سل زره( ۱۰۰۰۰۰) بهرنۍ ځواکونه  سته دی  چې دافغانستان د دولت ضدوسلوالو مخالفو ډلوسره چې د دی هیواد سویلی اوختیځه برخه په خپل لاس اوکنترول کې  لري،دم کړی ددغووسلوالوسره په مبارزه کې دي .اودروان (۲۰۰۹) زیږدیزکال په داتیروڅومیاشتوکې  دبهرنی یرغلګرو ځواکونو اوسر بازانودپاره افغانستال د(۲۰۰۱) زیږدیزکال په پرتله  تر دا اوسه پوری ډېر خونړی کال وو . همدارنګه دامریکا ورور هیوادانګلیس هم کله،کله په افغانستان کې دخپلوځواکونودډېریدو اویاهم کله،کله دلږیدوپه سوچ دی .دانګلیس  مطبوعات اوخبری رسنیی هم  دلمړی وزیرګورډون براوون د دولت داستراتیژی په اړه ضداونقیض مسایل اوموضوعات خپره وي  . دا په داهیسی شرايطوکې دی چې دانګلستان لمړی وزریر غواړی چې خپل میشته ځواکونه په افغانستان کې رالږکړی اودیوشمیرځواکونودبیرته ورتګ په سوچ کې وخپل هیوادته هم دی  ،دتایمزورځ پاڼۍ په يورپوټ کې چې ددی ادعا سره کاملآپه توپیرکې دی لیکۍ  اوپه دی اړه وایی چې لندن قصد لري زر (۱۰۰۰) تنه مرستندوی سربازان  دمیک ګریسټال دغوښتنی په وړاندی اوځواب کې  دناټو دځواکونودملاتړ اوواکمن کیدودپاره وافغانستان ته ولیږی .

همدارنګه دافغانستان په هکله  دمیک کریسټال رپوټ دانګلیس یوشمیرمشران یې هم خواشینی کړی دی اوپه همدی ډول سره دامریکا جمهور ریس بارک اوباما یې هم  ترکلک او دارنده روانی زوراوفشارلاندی راوستی دی  . دامریکا په متحده ایالتونواوپه انګلیستان کې دافغانستان دجګړی په هکله دخلکودټولیزافکاروپربنسټ مخالفتونه پراختیا یې موندلی دی اوپه ټينګه سره دافغانستان دجګړی دپراختیا سره مخالف  دي .

دبله خواه څخه دانګلیس لمړی وزیر ګورډون براوون  په خپل نوی بیانی کې  دافغانستان ومسلی او اوسنی نا امنه اوجګړیزی وضعیت ته په اشاری اودهیله مندی په ویلوسره  یې وویل  دافغان دځواکونوسمبالول په نوی مډرن وسلیواوتخنکی پوځې وسایلوسره اوددی هیواد دسرتیروښوونه اوروزنه  په پایلو اوښه لاسته راوړنوسره به موږوکولای سوچې یوبرخه دخپلوځواکونوڅخه دافغانستان څخه راوباسو.

دانګلیس لمړی وزیر په دی اړه یې ویلی : زموږ لوی خنډدافغانستان داردودځواکونوداړین لوړتیا کچه ده،افغان اردوپخوا لږځواکونه یې  درلودل ، اوسمهال دافغانستان اردو (۸۰۰۰۰) ایتا زره تنه سرتیری لري ، اوپه راتلونکی کال کې  دغه داردو دځواکونو شمیر به ‎(۱۳۵۰۰۰) یوسلو‎پينځه دیرش زروتنوته ورسیږی ترڅودافغانستان اردوکرار،کرار وکولای سي چې پرخپلودندواوچارو باندی کنترول  ولري اوزموږ وځواکونوته اجازه ورکړی  ترڅو وکولای سوچې دوي ته زده کړه اوروزنه ورکړو اوبیا وروسته ددی پروسی دترسره کولوڅخه  موږ به خپل ځواکونه رالږکړو.

په همدی ډول سره په دی ترڅ کې دلمړی وزیر ددفترویندوی اعلان یې وکړ چې  دانګلیس دولت تردا اوسه پوری د (۱۰۰۰) زروتنومرستندوي  نوروسربازانودلیږده ولوپه اړه یې  کومه پریکړه لا نه ده کړی  .

ویوی بلی مهمی مسلی ته په پاملرنی سره هغه دا دی چې ددی غیرعادلانه،ناتعادله اونابرابره جګړی رامنځته کول اومخته بیول دی  چې په پایله کښې و دواړوخوا ته درانده زیانونه اوتلفات یې رامنځته کړی  دي .

او په دی ترڅ کې دافغانستان اولسی اوغیروسلوال خلک هم بی ځایه بمبارډ سوی او وژل سویدی  اوپه شهادت رسیدلی دی  چې  کابو په دی اتوکالونوکې په زرهاووغیروسلوال او اولسی خلک دمنځه تللی  اودامریکاد یرغل څخه تردا اوسه پوری  سلګونی بهرنۍ سربازان هم دمنځه تللی او وژل سوی دی .

ددی رپوټ پربنسټ ،امریکایی پوځی ځواکونه اوسربازان  دنړی په نورو‎ځایونواوهیوادونو کښې  لکه سمندری ځواکونه یې چې په ګوانتانامو،کوبا،اریتره،جیبوتی ،اټوپیا ،اردون ،کنیا،قرقیزستان،فلیپین،تاجکستان، ترکیه اویمن کې  سته دي اوشته والی لري 

په همدی ډول سره په روان کال کې  په افغانستان کې دناټودمیشته سرتیرواوځواکونودجملی څخه  (۲۹۵) دوه سوه پينځه نهـــوی تنه یې ســــږکال ،په «۲۰۰۹  زیږدیزکال کې » دمنځه تللی او

وژل سوی دي  اودغه روان کال  ودی پوځی سازمان ته دوژنوترسرلیک لاندی  ورپيژندل سويدي  .  /

 


بالا
 
بازگشت