عزيزاحمد خوارمل

 

آنتي‏ وارولیکل  :

دپښتنو په هکله د ګورډون براون  لړلید:

دافغان دسوزه ول سویوماشومانودمړواوجسدونوایری به دانګلیس خاروه فتح کړی ؟!

         دانټرنیټ دفارسی  سرچینو  څخه

        ژباړونکی  : عـزیزاحمد خــوارمل

 

 

        دلویدیز یوی خبری انټرنيټی سایټ  "آنتي‏ وار " په یوه څیړنه کې ولیکل : کوم وخت چې ګورډون براون  دخپل ادعا دتکراره ول په حال کې وینایې کول او داهیسی یې وویل « که موږدا                اوسمهال دپښتنوسره په جګړه کې نه وایی ، پښتانه به دا اوس په انګلیس کې زموږسره په جګړه کې واي  اودلته به یې راسره جګړه کړی واي » ، لیکوونکی زیاتوی دا اوس دسوزه ول سوی ماشومانو دمړواوجسدونوخورا زیات تیزبوی چې دناټو په عملیاتوکې دافغانستان دقندوز ولایت دسند ترڅنګ صورت وموندل زموږ  وپزي ته رارسیږی .    

دآنتی وار دغه څیړنیزه مقاله چې د"جان پيلګر John Pilger " په قلم لیکل سوی دی  ،هغه په دی مقاله کې لیکلۍ : په هغه ورځ چې دانګلیس لمړی وزیر "ګورډون براون " دخپل غیرواقعی ادعاد تکراره په حال کې وو او ویل یې « که موږدا اوس دافغانستان په خاوره کې دپښتنوسره دجګړی په حال کې نه واي ،نوپښتانه به زموږپه خاوره کې زموږسره په جګړه کې واي اوزموږسره به دلته جنګیدل» دبراون دغه ویناپه داهیسی حال کې ووچې دافغان غیروسلوالو او ولسی خلکودسوزه ول سوی ماشومانود مړو او جسدونو دایریوخورازیات تیزبوی چې دقندوز دسند ترڅنګ صورت موندلی وو  زموږوپزی ته رارسیدی .

دغه لیکوونکی ددی وینا په بیانولوسره وایی،واقعیت اورښتیا خو دا وو  چې داځل دناټوالوتکی ډېرخواراوډېرپقر ،خواراوپقرافغانان یې نښانه نیولی وو، دی زیاتوی : دا ځل دناټو دعملیاتوقربانیان ،داهغه ولسی کلیوال خلک وه چې دسونګ دموادو دلاسته راوړلودپاره ودغه دتیلو ودوه تانکونوته  هغه سیمی ته تللی وه اودتیلودتانکونوترڅنګ ولاړ وه اودهغودجملی څخه ډېر ه برخه یې ماشومان وو چې داوبو دډبیواوګیلنونوسره راغلی وه ترڅویولږ دسونګ مواد «تیل» ترلاسه کړی . چې دناټوپه دی یرغل کې د دوي څخه نهوی (۹۰) تنه مړه سول اودا شمیره په داهیسی حال کې ده چې ناټوهیڅکله هم اجازه نه ورکوي  چې دناټو دیرغلونوپه ترڅ کې دی دولسی غیر وسلوالو خلکودقربانیانوشمیردی  په دقیقه اورښتینی توګه سره ښکاره اوڅرګنده  او ودی شمیرل سي .

دلیکوونکی دپورتنی رپوټ پربنسټ "محمد داوود "چې ددی یرغل او پيښی دعینی شاهدانواولیدونکو دجملی څخه وو اوددی رامنځته سوی یرغل  پيښه اوصحنه یې یوه جهنمی پيښه اوصحنه  توصیفول  ده ویل چې په دغه پيښه کې دانسانانو دتن څخه دلاسونواودپښوجلاکیدل مې ولید چې په هری لوری باندی لویدلی اوپراته وه، په دی اړه داود وویل ، چې دایوه ‌ډېره عجیبه او  حیرانونکی صحنه وه.   

په همدی ډول سره دا بربنډه اوښکاره ده چې هیڅوک به د"ويلت‏شاير " په واټ کې ددی کسانودوینودغوښتنودبدل دپاره په مظاهره لاس پوری  نه کړی                  .

جان پیلګرهمدارنګه ددی وینا په بیانول سره چې ددی ژوری غمیزی په پوهیدوسره و ډېرزیات عینی شاهید ته هم اړتیا نسته . اوبیاده ددی مطلب په هکله په اشاری  سره وویل : دبراون په دستوراولارښودنی سره دانګلیسی الاصل ایرلندی  ژورنالیسټ  "استفان فارل " (Stephen Farrel   دخلاصون   په: اړه عملیات ترسره سواودغه دخلاصون عملیات په ډېره اندازی سره یوه ((خوږه کړنه وه)) چې ددی کار دکړنی منځ دستونزی سره  مخامخ سو اودحیثت اودآبرودراتویدواودرا ولیدوسبب وګرځیدی  . اوبیاددی عملیاتو په ترڅ کې یوانګلیسی سرتیری ووژل سو، استفان فارل خلاص سو او"سلطان منادي "د استفان فارل  افغان  لارښود اودلاری ملګری  همدارنګه یوازی پاته سو ترڅوچې ووژل سو.نودا‎څرګنده اوښکاره خبره او واقعیت دی چې دمنادی کورنۍ  اوس ډېر ښه پوهیږی  چې دیو انګلیس  وینه  دیوافغان تروینی څونه ارزښت لري اوڅونه رنګینه وینه  ده ؟.

* هغه جګړه چې په درواغو پیل سواو په دوراغوسره  ادامه اوپایښت یې وموند:

          ددی لویدیزوال څیړونکی ددی لیکلی مقالی پربڼسټ ،د(۱۹۱۴څخه تر ۱۹۱۸ زیږدیزکال) پوری ،دلمړی نړیوالی جګړی په ترڅ کې ،«لویدجورج - Lloyd George» دانګلیستان لمړی وزیرهغه وخت  تر دی سرلیک لاندی په دی ډول سره دجګړی په هکله یې ویلی وو: ((که خلک دجګړی پرحقیقت باندی پوهیدلی واي ،جګړه به سمدلاسه سبا ته پای ته رسیدلی واي . دوي نه پوهیږی چی حقیقت څه شی دی اونه سي کولای چې وپوهیږی  .)) دغه لیکوونکی ددی لیکنۍ په ادامه لیکۍ : ایا دیوی پيړی په تیریدوسره  ددی خبرواو ویناووڅخه ، لویدیزوال ټولنه لاتر اوسه پوری نه باید وهغه ځای ته  رسیدلی وي چې ګوډون براون سږکال ونه سي کړای حقیقت اورښتیا دهغوي  څخه پټ کړي ؟ نودافغانستان جګړه ،هغه جګړه ده چې د درواغوسره پيل سوی دی  اوپه درواغوسره ادامه اوپایښت مومی . دغه جګړه دامریکایانولخوادسپټامبر دیوولسمی (۱۱می) نیټی دپيښی دغچۍ اخیستنی   څخه  په دی پلمه پیل سویدی ،دغه غچه اخیستنه دیوخاص سړی څخه نه وو بلکی  دطالبانوڅخه اویاپه  ښه توګه  سره ووایم چې دافغانانوڅخه  وو. چې هیڅ ډول دعوا اومخالفت  یې دامریکایانوسره  نه درلودل  اود« تیلو دنل لیکو» داستراتیژی په اړه چې  حتی دبیل کلینتون  د دولت سره  یوه سلسله اواړیکه یې درلودل . اوهمدارنګه حتی طالبا نو دایې هم منلی وو چې "اسامه ‏بن‏لادن " دی  دافغان متنفیذینواوروحانیون  په شته والی کې دی محاکمه  سي ،  اما دطالبانودغه وړاندیز ونه منل سو .  

جان پیلګرددی ویناپربڼسټ ټينګار کوي  هغه داچې ددی جګړی د ادامه ورکولو اوپایښت واقعی او رښتینی علت ،دافغانستان په استراتیژیکه سمیه کې دامریکایانو او دناټو دشته والی څخه عبارت دی  . دغه لیکوونکی په دی هکله وویل : دانګلیسانودپاره هم په افغانستان کې  ددوي شته والی یوازی دا دی چې  دغه  امر دامریکایانوغوښتنه ده   . اودغه ادعا چې امریکایی ځواکونه اودناټوځواکونه  دطالبانوسره  دجګړی په حال کې دی  په دی ماناسره،ترڅوچې طالبان کومه ورځ دلویدیزوهیوادونو په واټونوکښې  پردوي باندی یرغل ونه کړی ؟ . نودامریکا دپخوانی جمهور ریس "ليندن جانسون " دهغه دخاطراتوپه یاد دهغه وینا اوخبر ی را ژوندی کوي چې هغه داهیسی یې ویلی وو ((که په ویټنام کې دکمونیسټانوسره  ونه جنګیږو ،سبا به  اړ یو چې  په  کالیفورنیا کې ددوي سره وجنګیږو . ))  

په دی ډول سره  په دی ځای کې یو توپیر ترسترګوکیږی  . دهغه خلاف چې براون ورباندی ادعایې  کړي  ، نه دانګلیسی ځواکونوبیرته تګ وخپلوهیوادته چې  ددی ځـــواکونو شتون  اوپا یښت په افغانستان کې ممکن دی چې ددی جګړی دګړندیتوب سبب دی دانګلیس په هیواد کې  وګرځې  . ځکه  دانګلیسی ځواکونو دبیرته ورتګ  سره وخپل وکورونوته ، بروان  دانګلیسی مسلمان ځوانانو په منځ کې د«جهاد» حس  دواکمن کیدوپه حال کې وینی چې کیدی سي په دی هیوادکې به  د دولت پرضد ډېری پيښي رامنځته سي . اوهمدارنګه په دانګلیس په  هیوادکې مدام یولړپيښی دافغان مسلمانانوپه وړاندی ترسره سویدی چې براون په خپله دیوشمیرجنایتونو دصحنی لیدونکی هم دي . اوحتی په دی اړه دبراون امنیتی سلاکار ده ته یې ویلی دی چې ددی جګړی پایښت کولای سي دانګلیس وخاوری ته دغه شخړی او اخ اوډب په پراخه ډول  سره را وغزه وي  اوپه دی صورت کې به  ددی امر مسؤولیت بیابه دبروان پرغاړه باندی وي  .

 *دانګلیس دکار دګوند په څیره کې د بی باوری لیکۍاو نخښی :

       دغه لویدیزوال ګوتنیونکی دبراون ډېر درواغ ویل یې  دانګلیس  دکار دګوندیوه بی باوره  اودنخښواونښانیوڅخه ډکه  مدرنه څیره چې په یوجنایت کوونکی ګوند باندی اوښتی دی  داهیسی یوګوندیې وبلل اوپه دی هکله یې  زیاته کړه  : ایا  هغه استازی چې ددی ګوند د کلنۍ مراسمو دپاره تیاری نیسی ،ایا په دی مهمه  ټکی  باندی پوه اوخبردي ؟ البته هغه استازي  چې هیڅکله یې خپل هوټ اورايه یې دتونی بیلر دوینوتویه ونی سیاست دپاره چې په عراق  کې یې لازم اواړین نه ګڼل اوکوم وخت  چې تونی بیلر دخپل کابینی سره یوځای داستازوپه غونډه کې د دوي څخه یې خدای په امانی  اخیستل  ټول
استازی ورته ودریدل اورته یې لاسونه  ښوره ول اوچک چکی یې ورته کول  چې وداهیسی ټکوته باید ځیر سي  .

دغه لیکوونکی  ددی وینا په بیانولوسره لیکۍ ،ددی  جګړی  دپای ته رسولو دپاره یوازی یوه لاره  سته دی  هغه داچې دانګلیس د خلکوعمومی  افکار دا ومني  چې امکان نه لري  لویدیز دی په دی جګړه کې بریالی سي ، ده په اړه ولیکل  :  په هیڅ ډول سره  شک اوتردید نسته  چې دغه جګړه غیراخلاقی اویوه تیروتنه اود درواغوپربڼسټ باندی جګړه ده اوپه هم هغه ډول سره چې دعراق جګړه  هم هغسی وو،دغه جګړه هم هغسی یوه جګړه ده ، اودسیمی دیوی څیړونکی په  حواله  دغه جګړه د رواندا دخلکودنسل وژنوڅخه  ډېره وحشتناکه  جګړه  ده .

جان پیلګر ددی  مقالی په ادامه لیکۍ ،دا له همدی کبله دی چې انګلیسی ټولنه خصوصآ ددی ټولنې ځوانان ددی هیواد وپارلمانی لوبوته نور هیله مند نه دی  دغه لیکوونکی په دی اړه ولیکل : تونی بیلر په (۲۰۰۵) زیږدیزکال کې دلږوهوټونو په اخیستلوسره د (۱۹۹۷) زیږدیزکال په پرتله  بریالی سو ،اوهغه څه چې یې ترلاسه کړی وواوپه ټول ټاکنوکې دبنسټ پالوڅخه مخته سو اوبری ترلاسه کړ .مګردااوسمهال نښی نښانی ددی ښکارندوی دی  چې دانګلیس دکاردګوند هوټونه اورایی ددی هیواد دخلکوپه منځ کې مخ ‎پرلږیدو او راکښته کیدودي . په انګلیستان کې اوسمهال دهوټونودورکولوخاندوان وینی چې براون دحاتم طایی په شان ویوشمیربانکوته دملیارډونویورو اوپیسیو د ډالی ورکول په حال کې دی  چې دغه بانکونه یوځل یې خپل امتحان هم  ورکړی دی او په پایله کې دانګلیس ټول اقتصادیې د منځه وړی دي .

دشلو(۲۰) صنعتی هیوادونویادجی شل (G۲۰) دډلی دمشرانو غونډه چې  په لندن کې  ترسره سول ، کورډون بروان دفرانسی اودالمان (جرمنی ) دوړاندیز اوطرحۍ سره چې یوشمیر اروپایی هیوادونووشرکتونوته دجریمه په ورکولو اوجزا ورکولوپوری اړه یې درلود ورسره مخالفت یې وکړ اوبروان ځان یې ترنورو پرلوړوپوړ یوباندی ځای ورکړ او د براون ددی سیاستونوپه وخت کې وو ،چې په انګلیستان کې  طبقاتی واټن اوتوپیر دخوارانو(پقریرانو ) اودبډایانو(شتمنو) ترمنځ په ډېره اندازی سره د(۱۹۶۸) زیږدیزکال را په دی خواڅخه را رسیدلی  اورامنځته دی .

جان پیلګر دخپل دغه مقالی په پای کې  ددی جملی په بیانولوسره لیکۍ :«لوبه  پای ته رسیدلی ده »اوبیایې داډول و لیکل : ډلی غوښتنی ،واک غوښتنی  اوفوځۍ یرغل ددی سبب سویدی  چې دانګلیس پارلمانی دموکراسی  په ټينګه سره  بدنامه سي اودافغانانودپاره  چې  دانګلیس دملت په دفاع کې ټوټه ،ټوټه سول نوددی کبله  دانګلیسی سیاسي مشرانو بی ځایه هیلی ځلی ،خیزونه اوځغاسته دانګلیس دکار دګوند په کنفرانس کې نورنوګټه نه لري  . /          

     اخیځلیک : دقطره نیوز څخه .

 

 


بالا
 
بازگشت