عبدالرووف  لېوال حسين خيل

 

په کابل کې ١٢کړکيچن ساعتونه

 

داهغه ١٢ ساعتونه دي چې د١٣٧١م لمريز کال دوري دمياشتې د ٢٥ماښام له اوو بجونه پيل او د همدې مياشتې په شپږويشتم سهاراوه بجې پاى ته ورسيدل .

له نن څخه اوولس کاله وړاندې دوري مياشت ، چې دکابل خلکو هره شيبه په پريشاني اوانديښنې سره تيروله په دې انتظار و چې څه به پيښ شي ؟ ځکه چې دشمال ځينې ولايتونه دنظار شورا لاس ته لويدلي وو، د١٣٧١ دوري دمياشتې شپږويشتمه وه  ، خلک ديواځيني دولتي تلويزيون دشپې داتو بجودخبرونو اوريدلو ته په تمه ناست وو. دخبرونو دزگنال نه وروسته وياند په دې ډول خبر پيل کړ ((پخوانى ولسمشرنجيبالله چې تيره شپه يې غوښتل په خائينانه توگه له هيواد نه تيښته وکړي ،دوسلوالو ځواکونو لخوا ونيول شو  ))

ددې خبر په اوريد وسره خلک هک هيښ پاتې ، او انديښنې څو چنده زياتې شوې ، دا چې په دې١٢ساعتونوکې څه پيښ شوي جاج به يې دفليپ کاروين دسترګو ليدلي حال نه چې بيا يې کټ مټ ليکلى واخلو:

 

فليپ کاروين Philip Carwinدملگرو ملتونو لوړ رتبه امريکايى الاصله شخص دى چې په  کال 1991    م کال کې  يې دبينن سيوان تر مشرۍ لاندې دافغانستان لپاره دسولې دپروګرام ځانګړى استا زى و  . دى وايي ،(( د کال 1371 دوري په مياشت کې دملګرو ملتونودسولې دپروګرام پرضد دسترې چلوټې او ددې چلوټې د بهرنيو طراحانو اوکورنيو پلي کوونکو او هم داچې دا چلوټه د (شمال بغاوت) په پيل سره دوري په26مه يې نظامى کودتا سر ته ورسوله د «دشنه های سرخ»ا و «حقايق: پندار ها و کردار ها» په کتابونو کې مې ليکلي چې له نيکه مرغه په پورته ليکونو کې دا ملي خيانت اونړيوال جنايت نور هم افشا شو)).کاروين په داسې  حال کې چې امريکايى الاصله او واکمن پلاوي دي ، دا پيښې  يې ځکه  مستندې او عينى ليکلي چې  ده دخپلو سترګو ليدلى حال دبيان په ژبه دکتاب په مخ راښکلى ، اووړاندې داسې ليکي !

پداسې شرايطوکى چې دغه توافقات وروستي پړاو ته ورسېدل، او ټاکل شوې وه چې قدرت  يوې بې طرفه شوراته ولېږدول شي، له شمال څخه دځيني پوځيانوپه بغاوت سره دهغې عملي سبوتاژ پيل شو، چې ددې پوځيانوترشا ځينې تړل شوي سياست بازان وو.

که څه هم باغيانواکثراًدخپل بغاوت دليل په تبليغاتي پوښښونو پټولو، خودبغاوت بهرنيوسازمان ورکونکو پدې اند دملګروملتوسازمان دسولې ددغه پلان سبوتاژپيل اوسازماندهي کړچې گواکې دغه پلان ((دلوېدېځ اودافغانستان دپخواني پادشاه په پلوى )) عملي کيږي.

په همدې دليل ډاکترنجيب الله په کابل کې دملګروملتو سازمان دفترته دپناه وړلوپه لومړيوشېبوکې دبينن سيوان ، ترکی ديپلومات عوني پوتسالي (دملګروملتوسازمان په پلاوې کې دبينن سېوان مرستيال) فليپ کاروين او پاکستاني او ايراني ديپلوتانو په وړاندې  داسې ويلې وو: (( په شمال کې دمجاهدينو قوماندانانو قسم خوړلى چې په قهرجنه توګه به دکابل رژيم نسکوروي،هغوى تل دملګروملتوسازمان د(سولې) پلان له پلي کولوڅخه بښنه غواړي.

زه دپلان تطبيق غواړم ... مجاهدين دعوه کوي چې دملګرو ملتونو پلان  دلوېديځ او پخواني پاچا په پلوى پلى شوى دى، دغه ډول انګيرنه او تعبيرناسم او بې مانا دى. ))

له عوني پوتسالي اوفليپ كاروين سره دبهرنيوچارودوزيرعبدالوكيل،ددفاع دوزيرلومړي مرستيال اودكابل ګارنيزيون د قوماندان سترجنرال محمد نبي عظيمى،دددولتي امنيت دوزارت دلومړي مرستيال جنرال يارمحمد خبرې اترې دا تاييدوي ((چې پنځم ستون)) دملګرو ملتودسولې پلان اوددې پلان دملاتړي ( ولسمشر نجيب الله) پرضد دپوځي كودتا ترپيل وړاندې، داحمد شاه مسعود او هغه ته دكابل دتسليمولو لپاره ډېر كار كړى وو.

دبګرام دهوايي ډګرله سقوط اودهوا له لارې دوطن ګوند دمرکزي شورا دغړي او دهوايي اومدافع هوايي ځواکونو دقوماندان  ډگرجنرال عبدالفتاح په وسيله ددوستم  دافرادوترپوښش لاندې،کابل هوايي ډګرته ددوستم اونظارشورا دګډوافرادوپه سمبوليکې لېږدونې سره د(( پنځم ستون)) له لوري چې دوطن ګوندد مرکزي شورا په رياست اواجراييه پلاوي کې دشاملو(( سياست بازانو)) لکه (محمود بريالی، عبدالوکيل، فريد احمد مزدک، نجم الدين کاوياني اوسيد اکرام پيگيرچې د ببرک کارمل اوسلطانعلی کشتمند ملاتړ يې هم له ځان سره درلود) او دوسله والو ځواکونو دلوړ پوړو قوماندانانو لکه ( دوطن ګوند دمرکزي شوار دغړوهريوه  ستر جنرال محمد نبي عظيمي، ستر جنرال محمد آصف دلاوردافغانستان دوسله والوځواکونو لوى درستيز ، ډگرجنرال عبدالفتاح دهوايي اومدافع هوايي ځواکونوعمومي قوماندان، ډگرجنرال سيد اعظم سعيد دملي ګارډ دځواکونوقوما ندان، ډگرجنرال محمدعظيم زرمتی دکورنيو چارو وزارت داوپراتيفي قطعاتوعمومي قوماندان اوډگر جنرال يارمحمدددولتي امنيت وزارت لومړى مرستيال) نه جوړشوى وو،کودتا پيل شوه.

کودتا چيانود ولسمشر نيونه، له هغه څخه د خپلې اړتيا وړ((اسنادو او اعترافونو))ترلاسه کول اوپه پاى کې دهغه وژنه چې ((ځان وژنه)) به اعلانيده، خپله موخه ټاکلې وه.

د ولسمشر دټليفوني اړيکوپه پرې کېدو، دهغه خوا او شا دمحاصرې دکړۍ په ټينګېدو او په پاى کې  دڅلورو لوړ رتبه پوځيانو(محمد نبي عظيمي، محمد آصف دلاور،عبدالفتاح اوسيداعظم سعيد)له خوا له ولسمشر څخه داغوښتنه چې هغوى ته ځان تسليم کړي، ولسمشراړ شو چې  دملګرو ملتو دفتر ته ننوزي.

تردې وروسته دملګرو ملتواستازي د الوتکې له لارې له هېوادڅخه بهرته دولسمشر دلېږدونې په اړه  دوطن ګوند دمشرانو هوکړه ترلاسه  او پدې اړه ګام پورته کوي.

فليپ کاروين دملګروملتوسازمان له دفترڅخه دکابل هوايي ډګرته دولسمشر دلېږدونې په اړه داسې ليکي:((دشپې په ١:٢٥ بجوموږ بکسونه په موټروکې بار کړل،پرېکړه مو وکړه چې  له دريو موټرو سره دهوايي ډګر په لور وخوځېږو، زه له دان –کوير کي سره چې  دايرليند اوسېدونکى  او دملګرو ملتو اداري کارکونکى و، په لومړي موټر کې کېناستلو.

زموږ  موټريوكارديل ډوله ټويټاده،كويركي موټرچلوي،دنجيب ساتونکى له كلاشينوف سره اودهغه خدمتگارپه وروستۍ چوكۍ كېناستل، دوهم موټريو سيډان دى،دهغې ډرېوري دعوني په غاړه ده، كلنل ناولان په مخكې چوكۍ كې  ناست دى، نجيب او وروريې   شاته كېناستل.

دريم موټرميني بوس ډوله ټويټا ده چې ډرېورې يې دملګرو ملتو ديو ه ډنماركي افسر په غاړه ده، جنرال توخي او كورنۍ يې پدې موټر كې  دي.

مو ږ دشپي دهغه نامه څخه په استفادې سره چې نن تر غرمې وروسته ددولتي امنيت وزارت راته ويشلى و، له څو امنيتي پوستو څخه واوښتو. بينن(سيوان) دملګرو ملتو  له الوتكې سره په هوايي ډګر كې ناست، او په الوتكه كې دننه يې  زموږ  انتظار اېسته....كله چې وروستۍ پوستې ته ورسېدو،ودرول شوو،محافظو سرتېرومو ږ ته اجازه رانكړه.

دشپې هغه نوم چې پرهغې له څو پوستو څخه تېرشوي وو،يو په يو باطل شو.كوير دشپې نوم څو ځله تكراركړ،خوساتونکي دتېرېدواجازه ورنكړه،كويرڅوجملې په سيمه ايزه ژبه خبرې وكړې ترڅو وكولاى شي سرتېري ته قناعت وركړي چې پرهرڅه موافقه شوې او نورمال دي، وارواريې ورته ويل چې هرڅه سم دي،خو دسرتېرو غوږونه دڅه اورېدو ته تيار نه وو....

ما وويل : موږ يې دوكه كړو.

كوير وويل: هو په غالب ګومان.

... ددوستم ازبكوځواكونوهوايې ډګرنيولى ،هغوى هيچ چاته دتېرېدو اجازه  نه وركوي،  زموږ  دشپې نوم نور اعتبار نلري، شايد دوطن ګوند داجراييه شورا كوم غړي او دكارمل كوم پلوي، دنجيب سرسخت مخالف چې موافقې ته سره رسېدلي وو، زموږ  پلان  دوستم ته  فاش كړى،شايد دوستم اوس چې نجيب استعفى كړې، غواړي قدرت تر لاسه كړي او غواړي چې نجيب په خپل اسارت كې راولي....

په لسو دقيقو كې يوبريدمن را ورسيد( تر هغه ځايه چې زه پوهېږم دغه سړى ډګروال وهاب نورستانۍ و  ).... وروسته دنجيب ساتونكى له نوموړي بريدمن سره  دنجيب خواته ورغلل . دعوني دخبرو ترمخه، نجيب پدې شرحه څه وويل : ((...پرېږدى چې لاړ شم،هرڅه تنظيم شوي دي))... خو بريدمن دعوه وكړه اوويې ويل چې هغه هيڅ صلاحيت نلري چې نجيب ته هوايي ډګر ته د داخليدواجازه وركړي... ترڅودقيقو خبرو اترو(قيل او قال) وروسته نجيب خپله پرېكړه وكړه، هغه عوني ته وويل چې بېرته وګرځي... په دوو بجو زموږ  كاروان بېرته وگرځېدو، زموږ  مخه د«اوسگاب» قرارګاه په لور وه.

وروسته تر دې چې خپل كاروان مو را وګرځاوه،په هماغه شپه بې له ځنډه خبر شووچې دنجيب الله دوتلو ناكامه پېښې دزيات اهميت درلودونكې وې او دغه معامله دافغانستان له پولو لېري جوړه شوې او په ټوليزه بڼه دا دملګرو ملتو دسولې په عملياتو پورې اړه لري.))

کله چې كودتا چيانو له هېوادڅخه دډاكتر نجيب الله د وتلومخنيوي وکړه  وروسته هغوى دخلكو دغولولولپاره تبليغ وكړ چې ډاكتر نجيب الله تښتيده.

څنګه چې دوطن ګوند دمركزي شورا داجراييه پلاوي غړي او دبهرنيو چارو وزير عبدالوكيل دهغې په سبا ديوې ابلاغيي په ترڅ كې دكودتاچيانو له مورچل څخه  دا ډول ادعا وكړه : (( ... پخواني جمهور رييس غوښتل وتښتي، خو دوسله والو ځواكونو له خوا ودرول شو.))

دوطن ګوند دمركزي شورادرييس مرستيال اوددغه ګوند داجرائيه شوراغړي سليمان لايق له بينن سيوان سره دكتنې په ترڅ كې هغه ته وايي : ((هغه څه چې تېره شپه پېښ شول، كله چې تاسې غوښتل هغه [  جمهور رييس نجيب الله ]له هېواد څخه بهر ته ولېږدوى، دتاسف وړو،په تېره بيا چې هغه وكولاى شول دملګرو ملتو سازمان ورګډكړي.

هغه څه چې نجيب الله ترسره كړل،چې ديوه غله په شان يې خپل هېواد په نيمه شپه كې پريښود،دتاسف وړدي )) ستر جنرال محمد نبي عظيمى هم په ((اردو او سياست)) او همدا رنګه خپلو نورو ليكنو كې څو څو ځله د ډاكتر نجيب الله وتلو ته دې((تېښتې)) او ((فرار)) نوم وركړې   .

دتېښتې اوفراركلموعنوانول اوكارول لدې امله غولونكې وو، اودي ، چې دجمهوري رياست له مقام څخه دډاكترنجيب الله استعفى اوله هېواد څخه دهغې وتل دسولې دپروسې برخه وه چې د ملګرو ملتو دسرمنشي دسولې ددغه پنځه فقره يز پلان له مخې بايد عملي شوې واى.

سيوان : موږ له يوبل سره تړون درلود، له موږسره دهغه خوندي وتنې په اړه وعده شوې وه،ولې موږ پرېنښودل شو چې زموږ  كاروان له امنيتي پوستو څخه تېر شي.

لايق: ټاكل شوي پروسيجرونه شته چې بايد په هر حال كې مراعات شي، نه يوازې ستاسې په برخه كې. ))

لكه چې ګوروسليمان لايق روښانه ځواب نلري،كاروين په خپل كتاب كې ددغه خبرواترودځاى پرځاى كولووروسته،داسې تبصره كوي:(( سره لدې چې بينن اكټ كوي ترڅو پوه شي چې دا سليمان لايق وچې تېره شپه يې قطارته مخكې لدې چې هوايي ډګرته ورسيږي،د درېدوامروركړ، شايد د دوستم سرتېرې به وو،خوبينن ډاډه نه و.

دا دوطن ګوندووچې بينن له هغوى سره تړون درلود،نه دوستم...... ما شك درلود چې لايق به يوازينى سړى وي چې پدې معامله كې به برخه ولري،   خو اوس دخپل ځان او خپل ګوند دپرستيژ لوړولو لپاره او دخپل هغه صلاحيت دښودنې لپاره چې هېڅ كله يې نه درلود،اكټ كوي. هغه غواړي دنجيب په راګرځولو كې چې اوس له واكه غورځېدلى ....... خپل ځان برخمن كړي.

كاروين تر دې تبصرې وروسته ، دسليمان لايق اوبينن سېوان ترمينځ دخبرو اترو محتويات  پدې ډول اوږدوي:

((سېوان : ښه دډاكتر نجيب الله په اړه به څه وكړو؟

لايق : نجيب الله كولاى شي ستاسې سره و اوسي، خو دا اجازه به ونلري چې خپله پښه دملګرو ملتو له حريم څخه بهر كېږدي، تر څو چې دهغې په اړه يوه پرېكړه وشي چې چېرته ولاړ شي .........

سيوان : اوس تر ټولوستره موضوع پدې هېواد كې دسولې پلي كول دي. تاسې په كابل كې  دنجيب الله په ساتنې سره  هېڅ نشى ګټلاى،او دهغه شتون دلته  دسولې پروسه ګډوډوي....[ پدې وخت كې بينن دنجيب استعفى ليك اجرائيه كمېټې ته وړاندې كوي او په لوړ اواز ولوستل شو.]

لايق :( مونږ دغه ليك په  رسميت نه پېژنو.)

كاروين ديوې تبصرې په ترڅ كې ويلي وو:(( ......شايد دوطن ګوند داجرائيه شورا كوم غړي ، دكارمل كوم ملاتړي ، دنجيب سرسخته مخالف چې سره موافقه مو كړې وه، زموږ  پلان دوستم ته افشاء كړى دى....))

دغه مفهوم چې (( موافقه مو كړې وه،زمونږپلان يې دوستم ته افشاء كړى )) په خپله په وضاحت ښكاروي چې  بهر ته دډاكتر نجيب الله دلېږد  په اړه يې په همدې شپه او دهغې د ((پلان))  په اړه دوطن ګوند له اجرائيه پلاوي سره موافقه شوې وه.

موږيوه زرغره واله شوبله چمتوكړه ترڅونجيب اودهغه ملګري دسګاپ له قرارګاه څخه دپاكستان سفارت ته ولېږدوى، هېله من وو چې دغه لېږدونه به په څو دقيقوكې ترسره شي.او مخكې تر دې چې د ښارخلک ويښ شي، كاربه پاى ته ورسېږي.))

كاروين تردې وروسته ليكي:((ساعت ۶:۵۵ و،بينن دپاكستان وړانديزنجيب ته وړاندې كړ. دبينن په دفتركې پرعوني  او ما سربېره ،دايران او پاكستان استازي هم حاضر وو،عوني دژباړنې دنده پر غاړه درلوده.

پدې ځاى كې نجيب احساساتى شو،په لومړي سركې هغه په تېنګ خوارام غږ، خبرې پيل كړې.هغه په دقت خپل اورېدونكي څارل،سياسي تجزيه اوتحليل يې وړاندې كړاوددولت ديوه رييس په ډول يې په برم اووقارخبرې كولې. په وضاحت لېدل كيږي چې خپل احساسات را قابو كوي.

هغه خپل ځان اوخپل هېواديې له خپلې ادارې اوكنترول څخه دبهرنيو ځواكونو قرباني وبللو.اوشايدهم ديوې نړيوالې توطيې قرباني. خو دڅو دقيقو په ترڅ كې يې حوصله ختمه شوه اوغصه يې زياته  ...... هغه ددووبېلابېلو احساسونوترمېنځ په كړكېچ كې و، وطن پرستي،دنوم اوشرافت ساتنه اوبل لورته دخپل ځان دساتنې اوله خپلې كورنۍ سره دليدو كتو احساس.

نجيب : ماويلې ووچې دملګرو ملتوسازمان دپلان دعملي كېدوپه موخه اود دښمنيو لېرې كولوسره دمرستې لپاره چې نور پركابل بريد ونشي، استعفى به كوم،تاسې ته  مې خبردر كړى وچې دموقت حكومت تر ځاى پرځاى كېدو وړاندې كه زه استعفى كوم ، دواك  تشه رامينځ ته كيږي.

اودا سم هغه څه دي چې نن پېښ شول.زه درې كاله كيږي چې لدې وضعيت سره مبارزه كوم.پوهېدم چې څه به پېښېږي.يوځل كه دواك تشه را مينځ ته شوه، دنظم،نسق اوامنيت مسؤوليت به دچا پرغاړه وي؟ دلته يوازې دنجيب الله دافتخاراو حرمت موضوع نده مطرح،بلكې دملګروملتو دحرمت اوافتخار موضوع هم مطرح ده.

زه پاكستان ته نه ځم !دا دحل لاره نده. زه غوره ګڼم چې دملګروملتوپه همدې محوطه كې پاتې شم....نجيب كله چې خبرې كولې، خپلې ګوتې به يې دبينن اودپاكستان او ايران داستازولورته   سيخو لې، هغوى يې دخپلو وعدوماتولواو دافغانستان په دننه كې توکميز كړكيچونو ته په لمن وهلو تورنول.

دنجيب دسياسي غرورپاريدل ... هغه دپايښت پر کړکيچ برلاسى شو، هغه احساس کوي چې  دملګرو ملتو قرارګاه دده لپاره خوندي ځاى دى، او دى به له هغه هېواد څخه چې دده په اند دافغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي  اوبې اتفاقۍ اوجګړې ته لمن وهي، دپناه غوښتنه ونکړي.

دايران اوپاکستان له استازوڅخه دهغه کرکه څرګنده وه،اوپه هوا کې دزهر لرونکي وريځې په څېرخورېدله .])) (۳۲) دهمدې خبرو په دوام )):نجيب ټولوته: دمجاهدينو  اودهغوى دملاتړوله لوري [ يانى پاکستان اوايران ]دتضمين ورکړه ګټه نلري، ښاغلى سيوان شاهددى چې ما مخکې څه ويلي دي،ما وويل چې کله دواک لېږد پيل شول،زه استعفى ورکوم.ما ګواښ وکړترڅوچې بېطرفه شوراځاى پرځاى نشي، دواک تشه رامينځ ته کېږي،دواک تشه رامينځ ته کېږي اودادى هم هغسې وشول. دروانو فعاليتونو پايلې دملګرو ملتودپلان دنابودۍ په مانا دى. )) (٣٣)

کاروين وړاندې ليکي:((نجيب [ مخ دسېوان خواته کړ]: ما نن دافغانستان دجمهوري رياست اودوطن ګوندله مشرۍ څخه استعفى وړاندې کړه،اوس ملګري ملتونه ددې مسؤوليت لري چې پلان يې پرمخ ولاړ شي، په هغه صورت کې چې څوک دملګرو ملتو پرحريم تېرى وکړي، حاضريم چې ځان قربان کړم. که دا کاروکولاى شي سوله زما هېواد ته بېرته راوګرځوي، غواړم چې قيمتي قرباني ورکړم)) (۳۴)

تردې وروسته کاروين  ليکي: (( بينن او عوني له خونې ووتل،سفيران هم لاړل، زه له نجيب او دهغه له محافظ سره پاتې شوم. ډېر زيات دنجيب لورته ور وکاګل شوم(مجذوب شوم)دهغه په اړه چې هرډول سوچ وکړوبايد دهغه له ولولو ډکه وينانه اود سياسي بې باکه استقلاليت ستاينه وکړو)) (۳۵).

په پاى كې فليپ كاروين دا ډول اعتراف كوي : (( له نجيب سره دڅوځلوخبرواترو نه وروسته،بايد اعتراف وكړم چې دهغه له وطن پالنۍ څخه مې الهام واخيست،طبيعى خبره ده چې هغه به اكثره وخت ده ته په زړه پورې مسايل را څرګندول،خوبايد صادقانه ووايوچې هغه نه غوښتل افغانستان دمتعصبو او بنسټ پالولاس ته وغورځي.هغه په دومره ځواک او شوق دافغانستان په اړه خبرې كولې چې ګرانه وه سړى باور وكړي چې دهغه يوازينى لېوالتيا به  دخپل شخصي ځواك ساتنه وي.)) (۳۶)

دملګروملتودسولې پلان دوطن ګوند د ځينو مشرانو او د افغانستان  دوسله  والوځواكونو دځينې لوړپوړو پوځيانو دخيانت په پايله كې ناكام او دسولې پروسه تخريب شوه، ډاكتر نجيب الله دملګرو ملتو ددفتر په انګړ كې محبوس پاتې شو،تر دې چې  دتوطيو په دوام كې ، دملګرو ملتو دمقر دډيپلوماتيك خوندي توب په پام كې نه نيولو سره،ظاهرا دطالبانو له  خوا   ووژل شو .

دملګروملتوسازمان ستره سياسي اواخلاقي ماتې وخوړه، اودهغه استازى بينن سيوان بدنام شو. دغه كتاب  دنړيوال قضاوت د محكمې په وړاندې،دورورګلويزې مرستې (AmicusCuriae) حيثيت لري، چې كېداى شي يوه ورځ دافغانستان  دملي حاكميت درلودونكي دولت په ړنګولوكې مسووليتونه وڅېړي. )) (۴۱).

زمو ږ دبحث وړكتاب (په افغانستان كې غم لړلى برخليك) اهميت دفلپ كاروين ليكنه، پدې كې دى چې له يوې خوا دملګرو ملتو ديوه لوړ رتبه كاركونكي له اړخه ليكل شوى،داسې كاركونكى چې دبينن سېوان تر مشرى لاندې دملګرو ملتو سازمان دپلاوي غړى و او –دملګرو ملتوسازمان دسرمنشي دسولې دپنځه فقره يز پلان له مخې -  بې پرې شورا ته دواك دلېږدونې لپاره هم موظف شوى و.

خو په خواشينۍ سره چې دنا مشروع لاس وهنو له امله،دواك دلېږدپروسه ګده وډه  شوه اودملګرو ملتو دسولې پلان په هماغه تاريخي پړاوكې ناكام شو.ددې پروسې ناكامي پرته له شكه ددې ترڅنګ چې دملګرو ملتو سازمان نړيوال اعتبار ته يې درنه ضربه وركړه، دافغانستان وګړو هم ددې ماتې په ترڅ كې،نه جبرانېدونكي زيانونه ومنل او ددې ماتې ډېرلوى قيمت يې پرې كړ.چې دفليپ كاروين په خبره(( په لسيزو لسيزو به ونه رغېږي.))(۴۳) له همدې امله دافغانستان ولس حق لري چې داخبره مطرح  كړي چې:

۱-  په پايله کې ددې ((معاملې)) له مخې چې ((دافغانستان له پولو بهرجوړه شوې وه))نجيب تر څلورو كلونو زيات په كابل كې دملګرو ملتو سازمان په مركز كې پاتې شو،او ملګروملتونوونشوكولاى دمخكنيو توافقاتوپه اساس هغه كوم بهرني هېواد ته ولېږدوي. پداسې حال كې چې دافغانستان ((حاكم)) دولت دبرهان الدين ربآني په مشرۍ – دملګرو ملتو دسولې دپلان دسبوتاژمحصول- دملګرو ملتو په سازمان كې استازيتوب هم درلود،ددې كارعوامل اوخنډونه څه وو؟

 

عبدالرووف  لېوال حسين خيل

ايميل :raoufliwal@yahoo.com

 


بالا
 
بازگشت