پنجابي واکمنان له وارخطايۍ اپلتي وايي

 

د پنجابي واکمنانو اوسني حالات داسي ناروغ  ته ورته دي چي د مرګي تبې نېولئ وي ، سربداله وي ، هرې خوا ته لاس وپښې اچوي او اپلتې وايي .

د پاکستان سروزیر ښاغلي ګیلانې د ې ورځو کې بیا ویلي چې ترهګر دده په قول له ګاونډي افغانستان څخه پاکستان ته اوړي او کوم شرغوبل چې نن سبا د پنجاب د شوونیستي او میلیتاریستي سیاستونو له لامله په سیمه کې جوړ دئ ، پنجاب غواړي پړه يي بیا هم په بېخولې او ویرژلي افغانستان ورواچوي.

په داسې حال کې چې پنجاب د افغانستان په وړاندې له هیڅ ډول ورانکاریو ، تورونو ، درواغو او ډنډورو څخه لاس نه اخلي خو د هغو په وړاندې د افغانستان رسمي مقامات سومآ بوکمآ او چوپه خوله دي او داسې بویه چې هرڅه سم ، خیر خیرت او سیمه ګل ګلزار ده . زموږ خپلواکې رسنۍ ، ورځپاڼې ، مجلې ، سایتونه او نورې وسیلې  هم په دې اړه په نیشت وبوله ، خو د پاکستان ازادې رسنۍ هم د افغانستان په وړاندې په درواغ پاشلو کې د پنجابي دولتي رسنیو څخه څه کمئ نه لري .

د افغانستان دولتمشر کرزئ پاکستان ته د ورور او دوست هېواد خطاب کوی ، خو د کرزي په خوله دې دوست او ورور هېواد په خپل شپيته کلن عمر او په تېره بیا په روستیو دېرش کلونو کې د افغانستان په ورانې او د افغانانو په وژلو کې هیڅ صرفه نه کړې .

افغانستان پخپله خاوره کې د ترهګرۍ یوه اډه او روزنغالئ نه لري ، نو له کومه ځایه به روزل شوي او پالل شوي ترهګر پاکستان او یا بل هېواد ته ولیږي . افغانستان داسې موخه هم نه لري چې د هغو د لاس ته راوړلو لپاره ترهګرو ته اړتیا ولري ، بلکې افغانستان خپله د رااستول شویو ترهګرو قرباني دئ .

د ۲۰۰۳ کال د یوې سروي له مخې په پاکستان کې د دیني مدرسو شمېر ۲۲۴۳۰ ته رسېده چې پکې له ۴۰۰ زرو څخه زیاتو طالبانو زده کړه کوله .

لاندې شمېرنو ته د لوستونکو پاملرنه رااړوم :

د ځای نوم                        د مدرسو شمېر                    د طالبانو شمېر

پنجاب                             ۲۷۱۵                                ۲۵۳۲۱۵

لاهور                              ۳۵۶                                  ۴۷۶۳۴  

ګوجرواله                           ۱۵۴                                ۱۷۴۳۷

راولپنډۍ                            ۱۸۶                                 ۱۹۳۵۸

فیض اباد                            ۱۲۴                                ۱۱۳۰۰

سرګوده                              ۱۶۴                                 ۱۴۲۵۵

ملتان                               ۳۶۳                                    ۲۳۵۶۰

دیره غازي خان                 ۳۹۷                                    ۲۹۵۱۱

بهاولپور                          ۹۶۸                                    ۸۰۰۲۳

اوس پوښتنه دا ده چې  پاکستان هومره دیني مدرسې د څه لپاره جوړولې او دونه طالبانو ته يي په کومه موخه اړتیا وه ؟

پاکستان دینې مدرسې او په هغو کې طالبان د ای ــ اس ــ ای  د پلانونو پر بنسټ روزل . له دوی څخه يي له هند سره د کشمیر په جبهه او له افغانستان سره يي د ډیورند او د پښتونستان د خپلواکۍ د احتمالي خطر د مخنېوي په موخه د پنجابي اردو د زیرمه یز ځواک پتوګه ګټه اخیستله . بلخوا د دومره لوی زیرمه یز ځواک په درلودلو سره د پنجاب اردو په سیمه کې نه یوازې د پنجاب د ګټو بلکې د لوېدیځ د ګټو لپاره هم خدمت کاوه .

اوس د ای ــ اس ــ ای په لاس روزل شوي طالبان او چڼیان د پاکستان د ادعا له مخې چې وايي د دوی لپاره يي سرخوږي رامنځ ته کړې او دا خبره ورسره افغانستان او هند نه منی او له امریکا او انګریز پرته نوره نړۍ هم  ورته د شک په سترګه ګوري ، د پاکستان د سروزیر ګیلاني  په قول افغانستان روزلي او پاللي او پاکستان ته يي استوي او بلخوا پرویز مشرف اروپا ته خپل روستي سفر کې د الماني شپيګل مجلې سره په مرکه کې ، دې پړه  کې هندوستان هم شریکوي .

مشرف شپيګل سره په مرکه کې وايي :

« که چیري نړۍ غواړي سیمه کې له ترهګرۍ سره ټينګه مبارزه وکړي ، باید هند هم له پامه ونه غورځوي » او یا داچې زیاتوي « موږ په دې توګه د یوه دښمن په وړاندې له بل دښمن څخه ګټه پورته کوو . »  د مشرف له یوه دښمن څخه موخه ترهګر او له بل دښمن څخه هندوستان دئ . مشرف دلته په سپین سترګۍ او بېشرمۍ سره په مستقیمه توګه د هند او په نامسقیمه توګه د افغانستان په وړاندې د ترهګرو له روزلو څخه ملاتړ د پنجاب حق بولي .

د پنجاب واکمن ددې لپاره چې پاکستان کې د ترهګرو روزنه او پالنه روا او په حق وښۍ ، پاکستان کې د افغانستان او هم د هند لخوا د خیالي خطر ډار تل ژوندئ ساتي .مشرف د شپيګل سره په مرکه زیاتوي « هند په بلوچیستان کې له بلوڅو اورپکو څخه ملاتړ کوی او د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره مبارزه کوي »

پنجاب کټ مټ لکه د امریکي پخواني ولسمشر بوش چې په عراق يي د خپل یرغل لپاره د اتومي وسلو شتون پلمه کړ ، په پاکستان کې د ترهګرو د روزلو د اړتیا دلایل ، د افغانستان او هند له لوري په خیالي خطر سره توجه کوي .

خو بلخوا د پرویز مشرف او یوسف ګیلاني روستۍ ادعاوي ، په پاکستان کې د پېښو د بهیر نور لوري هم په ګوته کوي . پاکستان د ترهګرو په پیاوړتیا او روزنه کې اوس خپله دومره مخې ته تللئ چې ځان يی د پښتو د هغه مشهور متل یوخوا ته پړانګ او بل خواته ډانګ په برید کې ښکېل کړئ دئ . که پاکستان د افغانستان او هند له ډاره ترهګر روزي او پياوړي کوي او ځان پرې ساتي  خو نن ورته همدا ترهګر د ګور چینجي شوي او پاکستان خپله خوري .  

لاسنجلس ټایمز لیکي چې د سوات له درې څخه د بي ځایه شویو دغو کسانو شمیره د نړۍ په کچه د کورنیو بي ځایه شویو کسانو تر ټولو غټه شمیره ده.

لاسنجلس  ټایمز  د پاکستان د کورنیو چارو له پخواني وزیر آفتاب احمد خان شیرپاو څخه په نکل لیکي چې که چیرته مرکزي دولت له بي ځایه شویو کورنیو سره مرسته و نه کړي هغوي به ډیر ژر په بلواوو او مظاهرو لاس پوري کړي.
شیرپاو وایې  چې ډیری زیانمن شوي سواتیان پښتانه دي او دروند تاون هم همدغو پښتنو ته اوښتی دی .

د پاکستان کراچي په ښار کې  په یوه اونۍ کې د تاوتریخوالي په جلا جلا پیښو کې ۳۰ کسان وژل شوي دي.
رپوټونه وایې چې وژل شوي زیاتره کسان د سیاسي ګوندونو غړي دي.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د کراچۍ په مقاماتو غږ کړی چې د دې وژنو مخه ونیسي
د کراچۍ پولیس وایې چې دغه  جګړې د دوو اردو ژبو ډلو تر مینځ رواني دي چې پرون هم د دغو ډلو پلویان له یو بل سره ونښتل.
دغه دوه ډلي متحده قومي غورځنګ او بله د مهاجرو قومي غورځنګ نومیږي چې مشران یې له هیواد څخه بهر ژوند کوي.

د رزمک کیډټ کالج څلورو سوو نه زیات زد کوونکي د دو شنبې په ورځ نا وخته د نا څرګندو کسانو له خوا اختطاف شول .دوی د میران شا ه نه  بنو ته په لاره وو چې د بکاخیلو په سیمه کې ترۍ تم شول .دا زدکوونکي په دېرشو موټرو کې سپاره وو،او یوازې ددوی دوه موټرونه بنو ته رسیدلي دي .

همدا شان د پېښور په کانټيننټال هوټل کې روستۍ پېښه او په پاکستان کې هره ورځ د مرګ او ژوبلې خبرونه د پاکستان راتلونکې ګواښولئ شي .

 

که پنجاب اوس هم د ترهګرو پر ضد مبارزه یوازې د خپلو اقتصادي او سیاسي موخو لپاره کاروي او په دې جګړه کې ریښتینئ  ونه وسي ، ډېر ژر به د هېواد په کچه د نیستۍ ګړنګ ته ورشېوه شي !

مرادزئ

اخځونه :

ــ بېنوا بریښناپاڼه

ــ  اریايي بریښنا پاڼه د ښاغلي احمد سعیدي له لیکنې څخه

ــ ویسا بریښناپاڼه

 

 

 


بالا
 
بازگشت