دپښــتونســـــــــتان د ازادي مقدسه جګــــــړه

 

که په روغـــــــــــــــــــــه مــــو مرام تر سره نه شه

بيا نو ټينګ شه د پښتون د توري شرنګ ته

 

 که د لرغوي او پياوړي افغانستان تاريخ ته که په څير سره وکتل شي نو دا خبره ثابته ده چه د ظلم او ظالم پر ضد او د وطن د دښمنانو په وړاندي د مقدس   جهاد غږ تـــر ټولو لوموړي زړه ورو او په د ین او ناموس مينو ملايانو پورته کړيدي.همدا وجه ده چه نن عملاَ په کوزه پښتونخواکي  د استقلال او ازادي جګړه په زيات خوند او رنګ سره  پيل ده.

د پنجاب ګوډاګي رژيم او د جهاني ويني زبيښونکي امپرياليزم  ډار له همدي وجي زيات شويدي چه په بره پښتونخوا (افغانستان) کي هم همدا جهادي تنظيمونه ول چه د جهاني کمونيستي سوپر پاور پر وړاندي يي په ميړانه سره مقابله وکړه   او هغه يي په ګونډو کړ او ټول جهان يي لدي ناولي مرض څخه خلاص کړ.

که له يوي خوا دنړي ويني ځبيښونکي او خونړي امپرياليزم ،اوله بلي خوا د پنجاب کاغذي زمريان دي ازادي بښونکي  او نه ستړي کيدونکي مبارزي ته د تروريستانو او القاعده نام ورکوي،خو له بلي خوا په عمل کي داثابته شوه چه که چيري دا تروريستان او القاعده واي نو به هغه د پاکستاني ستراتيږي پر اساس د أي – ايس – أي  لخوا تر چتــر لاندي واي نه تر درنو ځمکني او هوایي بريدونو لاندي.

 تروريستان هغه څوک دي چه هغه د پنجاب تر امر لاندي د ډيورند له ناولي او لعنتي خط څخه را تيريږي او د مقدس جهاد په نامه  افغان وروڼه او خوندي وژني .

   هغه څوک چه هغه په  ډيره ګرمه  ،بي ساري، مستانه او ډيره درنه او تاريخي جګړه کي د خاوري او ناموس له دښمن سره  د خداي د ستر نام(ا لله اکبر) په نامه له پنجابي دښمن سره په سر شيندنو بوخت دي ترڅو هغه له خپلي مقدسي خاوري وباسي او ددي درني جګړي په نتيجه کي  په مليونو انسانانو هجرت وکړ او په زر ګونو د ازادي جنګيالان وژل شوي دي ، نويوازي د ازادي دښمنان هغوي ته  دتروريستانوخطاب کوي..

اوس نو چه د تروريست تعريف او پيژندنه وشوه نو دا لازمه ده چه د خاوري او ناموس د ازاديجنګبالانوته د خاين او تروريست   خطاب ونشي او که څوک د خاوري او ناموس د ازادي  مبارزينو ته د ترورست خطاب وکړي په عمل کي هغه ته بايد د پنجاب د اجنت خطاب وشي.

پرون چه د شوروي اشغالګرانو په وړاندي مقدسه جګړه او جهاد روا  وه،  اما نن په کوم دليل د پښتونستان له پاکي خاوري  نه د پنجابي اشغالګرانو په وړاندي جګړه مقدسه نده  او تروريستي ده؟

له يوي خوا د پنجابي اشغالګرو وارخطايي او له بلي خوا د جهاني امپرياليزم ډار او د هغوي وړاند وينه داثابتوي چه اوسني مسته جګړه د لري پښـــــــــــتونخوا د تاريخي ارمـــــــانو د تر لاسه کولو جګړه ده ترڅو له خپلي پاکي خاوري څخه پنجابي اشغالګر وباسي او خپل تاريخي پښتونستان د نړي د نورو ازادو هيوادونو په قطار کي ودروي.

دهغه لپاره يو عملي دليل دادي چه مرحوم خان عبد الغفار خان چه د عدم تشدد د لياري رهبر وه او هغه په عمل کي نه غوښتل چه د پښتونستان د ازادي ونه د پښتانه په وينو وده وکي او ميوي ته کښيني نو ځکه هغه ازادي تر لاسه نه کړه او دمرګ په وخت يي وصيت وکړ چه د هغه جســـــد  باید په ازاده خاوره کي خښ شي نه تراستعمارلاندی خاوره کي.

    دي زړي فلسفي په تيرو 60 کالو کي کومه مثبته نتيجه په پښتونخوا کي ورنکړه او پښتون ولس د پنجاب غلام او مريي په شان وساتل شو له ټولو خدايي او طبعي حقوقو څخه محروم شول او حتي په هغه ناولي  او مصنوعي هيواد کي ورته چا د پښتانه په نوم او سترګه ونه کتل، نو هغه وه چه پښتون ولس توري ته لاس کړاو دا ناره یي پورته کړه چه:

  که په روغـــــــــــــــــــــه مو مرام تر سره نه شه

بيا نو ټينګ شه د پشتون  د توري شرنګ ته

که پرون افغانانو وکولاي شول چه سور شوروي سوپر پاور مات کړي نو دا هم ثابته ده چه لري پښتونخوا به هم په خپل ټينګه اراده  او ميړانه سره دنوي سوپر پاور  دګوډاګي هیواد پنجاب به هم د پرون شوروي سوپر پاور   په شان داسي دړي وړي او ټوټه کړي چه امريکايي  بادار به یی هم بيا ونه پيژني چه زما پنجابي  يار  چيرته ورک شوه.

 

سقوط حكومت پاكستان تا شش ماه آينده! -
* * پاكستان در شش ماه آينده سقوط خواهد كرد!!!!!!!


...پاكستان 173 ميليون نفر جمعيت و صد كلاهك هسته‌اي دارد و ارتش اين كشور از ارتش آمريكا بزرگتر است و القاعده كنترول دو سوم اين كشور را در اختيار دارد....
شبکه اطلاع رسانی افغانستان



ديويد كيلكولن، مشاور ارشد فرمانده نيروهاي آمريكايي در خاورميانه ادعا كرد كه حكومت پاكستان در شش ماه آينده سقوط خواهد كرد.
به گزارش فارس نیوز، كيلكولن مشاور ارشد وزارت دفاع ايالات متحده، انگلستان، استراليا و همچنين ناتو ادعا كرد كه پاكستان در شش ماه آينده سقوط خواهد كرد.

وي در مصاحبه‌ با روزنامه آمريكايي واشنگتن پست اين مطلب را بيان كرد و افزود، پاكستان 173 ميليون نفر جمعيت و صد كلاهك هسته‌اي دارد و ارتش اين كشور از ارتش آمريكا بزرگ
تر است و القاعده كنترول دو سوم اين كشور را در اختيار دارد.
وي تأكيد كرد: آن
ها يك دولت ياغي در درون دولت پاكستان هستند.
مشاور ارشد پترائوس خاطرنشان كرد: بحران اخير مالي جهاني نيز مزيد بر علت شده است و ما از يك تا شش ماه آينده سقوط حكومت پاكستان را خواهيم ديد.
‎‎

چهارشنبه 2/2/1388

دا ثابته خبره ده چه پښتونستان به جوړ شي ليکن ظالم  ،بيرحـــــمه او ناولي پنجابي  به د جهاني ويني زبيښونکي امپرياليزم په مستقيمه مرسته به ډيري پښتني ککري تر خاورو لاندي کړي او دا ستره قرباني به نه تنها پښتونستان ازاد او مستقل کړي بلکه د سنديش ، مهاجر ديش،تاريخي کشمير او د لرغوني او لوي بلوچستان استقلال به هم د پښتونو د وينو د دي ستر او عظيم توفان په وجود کي را منځته شي.

 

هغه  چه عالمان وايي

 

 

کوهي مه کينه د بل سړي په لار کي

چيرته ستا به د کوهي پر غاړه ليار شي

 

پنجاب او د هغه ناولو يارانو د شوروي له اشغال څخه ناوړه ګټه پورته کړه او کله چه په افغانستان کي د ملل متحد تر نظر لاندي د ملي روغي جوړي پلان د پرچمي – جهادي ګډي کودتا په نتيجه  کي وران شو نو همدي بي همته کودتا چيانو د پنچاب په کمک ملي دښمن ماتونکي اردو ماته کړه او د وطن د تجزيي پلان يي عملي کاوه ، چه د وطن پرستو قواوو د مقاومت او قربانيو په نتيجه کي دا شوم او کرغيړن پلان شنډ شوه.

د افـــــــــغان ولس بد بختي او کړاونه له هغه وخته زيات شول چه

د افغانستان د شاهي بيکفايته رژيم د موجوديت په وجه له افغانستان څخه د انګريزي استعمار په زور او جبر جلا شوي خاوره ، کله چه د هند نيمي وچي خپله ازادي بيرته تر لاسه کوله لازم اقدام و نه شوي کولاي چه بيرته يي تر لاسه کړي، البته   کوم قانوني وجه يي هم نه درلوده بلکه ډار  او د قدرت د ساتلو په وجه د اشغالي خاوري د بيرته تر لاسه کولو لپاره اقدام ونه شوه. ځکه چه د شاهي کورني طلاي نيکه د لري پښتونخوا په زياته خاوره تجارت کړي وه او ددي طلايي نيکه وروستي لمسي هم خپل کوښښ وکړ چه د ناولي نيکه په لاره پل کيژدي لیکن مرګ يي پرده شه.

  د نــــنني نړي ژوندي تاريخ  دا ثابته کړه چه سرحدونه ( ازلي)  ندي بلکه ټول سرحدونه د شوروي  د سوپر پاور د سرحد پشان هم کولاي شي چه تغير وکي ،البته که څوک ايمان ولري او اقدام وکړي.

نن لري پښتونخوا د خپلو ارمانونو د تر لاسه کولو لپاره کمک ته اړتيا لري او دا کمک بايد پروني جهاديان او پخواني او نني طالبان او په مجموع کي د افغان ولس وکړي ترڅو د تل لپاره ددي ناولي سرطاني داني نه  دا منطقه او جهان د تل لپاره ارام شي .

  طــالب عملاَ په جګړه کي بوخت دي خو هغوي بايد لومړي  هغه سلاح او مهمات چه له پنجاب څخه يي تر لاسه کوي  په پنجابيانو استعمال کړي نه پر افغان ولس ځکه افغان خاوره او اولس اوس د پرون پشان تر اشغال لاندي نده بلکه د ملل متحد تر قيموميت او سرپرستي لاندي دي.

پداسي حال کي چه د لري پښتونخوا ولسونه تر 60 زيات کلونه د پنجاب غلامي وکړه  بالاخره چه په تنګ شول نو په جنګ شول او اوس بايد افغان مجاهد ولس له ماله نيولي تر سره پوري بايد ددي مقدس ارمان ، تاريخي ارزو او ملي ستر هدف ته د رسيدو لپاره له هيڅ ډول کمکونو  څخه دريغ ونه کړي.

که جهادي رهبران او تجارتي قومندانان د عملي کمک ارزو نلري او يا هم د شمال د لعنتي ايتلاف ډله ټپله ددي کار خنډ کيږي نو بيا دا لازمه ده چه د ولسونو لياري بندي نشي، او ولس بايد پدي پوهه شي چه د ننګ او ناموس جګړه ده او دي مقدسي جګړي ته  هر څوک چه په هره وسيله او هر رقم ځان او يا مال رسوي بايد مخه يي ونه نيول شي.

ټول ملي مترقي او په ازادي مين غورځنګونه ، ګوندونه او ډلي هم په خپل وار سره بايد د پښتونستان ددي ازادي بښونکي جګړي څخه خپل ملاتړ اعلان او هغه بايد ازادي بښونکي جګړه وګڼي ځکه چه د اشغال شوي خاوري خلګ ازادي ته ضرورت لري.

طالب جان هم بايد اول د اشغالي خاوري د بيا ازادولو لپاره ملاوتړي او بيا به وروسته د هغه قدرت لپاره چه په استعمال يي نه پوهيدل اقدام وکړي.

ځکه واي چه خر کاري هم هنر غواړي

او سياست هم علم ته اوهم  هنر   ته ضرورت لري

ترځو چه موږ له تاريخي او ناولي دښمن څخه خلاص نه شوه زموږ په وطن کي به زموږ ډير زيات نسلونه د پنجاب او دهغوي د ګوډاګيـــــــــــــانو په وجود کي د خواري ،بدبختي او کړاونو ژوند تير کړي او وران افغانستان به لا نور هم وران شي خو جوړ به نشي ځکه دافغان ولس سرسخت دشمن( پنچاب) قسم کړي چه د هغه ابادي به زموږ په وراني او بدبختي کي وي.

نو که د وطن له دښمن سره ټينګه مقابله وشي او ولسونه د پخوا په شان په ډولونو او اټـــــن   سره د اشغال شوي خاوري د ازادي په جګړه کي د واده د خوښي په شان په خوښي او مستي سره را ټول شي  او د ګرمي جګړي او مقابلي لپاهره  داهم ورسره زياته شي چه:

 

که په پښتونستان کي شهيد نه شوي

افغانه وروره بي ننګي ته دي ساتينه

 

ختم

 شاه محمود مستمند

 


بالا
 
بازگشت