(( نادی))

 

 

دهیواد مشرانو په تیره بیا ولسمشر ته !

 

که نوروهیوادونو کې څوتنه دپېښو له کبله مړه شی یا ووژل شی نوهلته غټ ماتم جوړ شی او دانسان وژنه یو غټ غم رامېنځته کړی داهم ځکه چی انسان ډیر غټ قدر اوقیمت لری یو مور په څومره ستونزو سره یوماشوم لوی کړی یو پلار څومره ستونزی ګالی، لنډه داچی دیوه انسان روزنه غټ ارزښت لری، خو نه په افغانستان کې ، داځکه چی هرورځ په لسها وو تنه مری خو څوګ غوږ هم نه پرې ښوروی او دانسان وژل کیدل دومره عادی شوی چی مشران یی ان دخبر په اوریدو یا لوستلو هم ځان نه تکلیفوی.

 په افغانستان کې وژنو اومړه کیدلو یوازې دیوې ورځی خبرونه زړه بږنونکی وی او که داپېښې په نورو هیوادونو کې ترسره کیدلای نو مشرانو به یی هرومرو یو څه کړی وای، دبېلګې په ډول همدا تیره پنجشنبه دچنګاښ دمیاشتې په ۱۸ نېټه ددوسوو په شاوخواکې افغانان مړه شوی او په همدې شمېر کې ټپیان شوی ، چې دهغو له ډلې نه ۷۴ کسه استرالیا ته دتګ په وخت کې یی بېړی ډوبه شوه ، دلوګر په محمد آغه کې ۲۵ تنه دچاودنې له کبله ووژل شول ، دولت اعلان وکړ چې په همدې ورځ دوی او ایتلافی قواوو  دهیواد په بېلابېلو سمیو کې ۶۵ په شاوخواکې طالبان ووژل ، په مقابل کې طالبانو بیا په هلمند ، نورستان ، خوست ، پکتیا ، بادغیس اونورو ځایونو کې د ۳۴ په شاوخواکې دکورنیو عسکرو دوژلو خبره وکړه دټپیانو دقیقه شمېره مې ونه شوای موندلی دا یواځې دیوې ورځې احصایه وه دانه ده چې همدا یوه ورځ تلفات همدومره ډېر وو له هغه نه مخکې هم په اندونیزیا کې ۴۶ تنه افغانان ډوب شوی وو په لعلپوره کې ۱۹ تنه افغانان په اوبو کې ډوب شول ، په هلمند ، کندهار ، نورستان ، غور ، بادغیس ، کاپېسا اوګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هم جګړې ښې زوراخستی ، دخنجر او نصرت ، دپړانګ پنجې او فولادی جال خبرې خو پرېږده .

 عجیبه خبره خو داده چی دا زموږ مشران داسې له دې ټولو پېښو سره روږدی شوی چی ته به وایی هیڅ هم نه پېښږی او هرڅه سم روان دی ، انتخاباتی کاندیدان هم له بده مرغه هسې دخپل قدرت دلاسته راوړو په غم کې دی اودوې ته خپل کمپیان دافغانانو تر وژل کیدوډېر مهم دی ، ولسمشر هم په دې وختو کې دخپل کمپاین لپاره له ډیره پخوانیو خبرو چی کله کله به یی یواځې په ژبه ویلی یا به یی ژړل خواوس ځانګړی غبړګون نه دبمبارونو په هکله ښېې نه دمساپرو او مجبورو هیوادوالو په خاطر چی له دبېوزلی او ناامنی له کبله بهرنیو هیوادونوته ځی . جهادی مشران هم یوازی په دی کې دی چی ځان څه ډول وساتی او څه ډول وکړی چی په تورو لستونو کې یی نوم رانه شی او څه ډول یی پخوانی وقار اوظاهری ډب پرځای پاتې وی .

 خو دافغانستان  وګړی پرته له خدایه بل څوک اوس نه لری ، عجیبه ده هغه مشران چې ځان مسلمان بولی نو  دخدای له محاسبې به ځان څه ډول خلاص کړی ؟ ۴۶ هیواده په دریو ولسوالیو یرغل کوی خلک یی مهاجروی په زړونو یی ((خنجر )) ننباسی خو دوی نه یواځې چې مخالفت هم نه کوی بلکې لاهم په بل شویو اورنو تیل شیندی چی ددوی دواک ګدی برقراره وی.

 دخدای لپاره مشرانو دې بېوزلی هیواد ته یوڅه وکړی ، له دی هیواده نور دجګړو لمن په هرډول چې وی ټوله کړی که نه دا اوربه هرومرو یو وخت ستاسو لمن هم ونیسی.

  دافغانستان اوسنی ولسمشره او واکمنانو! آیا افغانان انسانا ن نه دی چی په لسګونو هره ورځ وژل کیږی خو تاسو غلی یاست اوخپله باچاهی کوی او دچارې دحل په باب څه نه شی کولای آیا امکان نشته چې څه وشی ؟ آیا دسولې اوخبرو اترو لاری بیخی بندی دی؟ آیا ستاسو په نظر داسې ستونزی به وی چی دحل لار ونه لری ؟ آیا نشی کولای چی دابهرنیانو نه ددی پرځای چی له دوی نه ټوپ ، ټانګ پوځی ځواک وغواړی له دوی نه دسولی دراوستو او دافغانستان د اقتصادی ټیکاو لپاره مرسته وغواړی ؟ آیا نه کیږی چی دخپلو مخالفینو یو څه غږ هم واوری او غوښتنو ته مثبت ځواب ووایی ؟ آیا نه کیږی چی سره یو شو ؟ آیا نه کیږی چی خپلو شخصی غوښتنو نه ملی اوهیوادنی غوښتنې اوچتې وبولو؟ آیا نه شو کولای که څوک مو غږ نه اوری خو دمسؤلیت بار هم په اوږو وانه خلو او له څوکۍ ورته تیر شو؟ اوپه دې بڼه ډېرې نورې پوښتنې اوامکانات شته چی دهیواد دې حالت ته کولای شو دحل لاره ومومو.

 

 اوکه بیاهم تاسو کومه دحل لار ونه مومی نو پروانشته  الحمدلله دافغانستان ولس خو یو مسلمان ولس دی په کړاو کی به خدای اجر ورکړی خو افسوس پرتاسې دی چی په دنیا اواخرت کې به مو  مخونه  توری  وی .

--------------------------------------------------------------------------------

 

 

 


بالا
 
بازگشت