نظیف اله نهضت      

     

سیاسی تبلیغاتی لوبی         

او عینی واقعیتونه      

 

    داسی معلو میږی چی او س ددرواغو جوړول دهغی خپرول .او په رسمی سیاست.دهغی بد لول داوسنی سیاسی نظام د کار په طریقی بدل شوی. دروان کال د مارچ دمیاشتی په ۱۴ د افغانستان پارلمان پریکړه وکړه چی په  افغانستان باندی د ایران تجاوز د یوه قهرمانانه عمل په توګه و لمانځی. ځکه ایرانی جواسیس په افغانستان کی واک چلوی .د هرات پیښه چی ۳۰ کاله پخوا د ایران د مستقیمی مدا خلی او دشوروی سره په هم غږی کی را منځ ته شوه. نن په یوی تبلیغاتی ننداری بدله شوی. جالبه داده چی دغه پارلمان چی ځان ته دمجاهدینو منتخب پارلمان وای .دکابل ښار په ملکی خلکو باندی د شوروی سرو لښکرواو ټانکونو بریدونه چی د ۱۳۵۸ کال دحوت په ۳ تر سره شو سکوت غوره کړ ځکه روسی باداران ې جیره قطع کوی . اما په افغانی خاوره باندی د ایرانی غلیم یلغر ددی په ځای چی هغه وغندی دایران دذلیلو نوکرانو په حیث دهغی نه دفاع و کړه. دداسی درا ماتیکو فیصلو کول .په داسی یو پارلمان کی چی دافغان دشمن هیوادونو جوا سیس د ملت دنمایند ه ګانو په نقاب کی اکثریت لری زیا ت دتعجب وړ نده. ځکه چی اوس روس اوایران په هیواد کی په لس ها وزره روزل شوی جوا سیس لری چی په هغی کی مافیای ډلی،دپارلملن او حکومت غړی او خرڅ شوی لیکوالان مو جود دی چی دوی ته دبرا ت سند ورکړی .سره لدی چی پدغه پارلمان کی دهغی وطنپالونکو غړو دهغی سره مخالفت وکړ.چی دا دقدر وړ خبره ده.   

په هره حادثه کی اول باید دا معلومه شی چی ګټه ې چا ته رسیږی .په هرات کی جوړه شوی بلوا افغانانو ته بدون د تبا هی نه بل څه نه درلودل. اما دغی بلوا هم شوروی او هم ایران ته ګټه ورسوله ..دلیل دا وه چی شوروی غوښتل چی په افغانی دولت فشار راوړی.چی دهغوی شړل شوی جاسوس ببرک کارمل بیرته دقدرت به ګدی کینول شی.

خودا کار ونشو چی بیا هغوی دا کار ۹ میشتی وروسته په ۱۹۷۹ \۱۲\۲۷ د افغانستان په اشغال سره وکړ.همدارنګه ایران غوشتل چی دهغوی جواسیس په خلاص لاس د افغانستان د تجزی او دیوه قوم پر ضد دنورو قومونو دتحریک دلاری دخپل نفوذ د استحکام ته لاره هواره کړی. چه ایران هغه وخت ناکام شو اما اوس ې تول اهداف تر لاسه کړی.

دا ددواړو هیوادو مشترکی ګټی وی چی ۱۳۵۸ کال دحوت په میاشت کی دیو بل سره دهرات په بلوا کی هم کاری وکړه.د یادونی وړ ده چی په هرات باندی د تسلط پلان دایران د پا چا په وخت کی جوړ شوی وه .خو دا ځل هغه دایران دملایانو په لاس عملی شو .ځکه هغوی دا ځل دشیعه اسلام روانی وسله په لاس او.همد ارنګه هغوی په افغانی شیعه پیروانو باندی دقوماندی ورکولو صلا حیت تر لاسه کړیوه. 

د بلی خوا شوروې کا جی بی د۱۷ قرقی په داخل کی ددی امکان در لود چې ۱۷ فرقه دایران د جاسوس تورن اسماعیل به لاس ور کړی .اوبیا هغه ۱۷ فرقه  ایرانی اشرارو ته  وسپاری.چی پدغه حادثه کی هغوی دا کارپه ډ یر مهارت وکړ.کچیری په خلص ډول ددغی بلوا جر یان تو ضیح کړو . دا پلان داسی عملی شو.چی لمړی ایرانی اشراردافغانستان او ایران دسر حد نه په تیریدلو په ۱۸\۱۲\۱۳۵۷د غوریا نو په ولسوالی چی دایران سره په سر حد کی وا قع ده حمله  پیل کړه .هغوی دافغانی سرحد نه په تیریدلو په دغو ولسوالیو .غوریان ،زنده جان،ګزه ره، انجیل.ناکامی حملی وکړی هغوی هلته ډیر تم نشول ځکه هغوی دیره عجله درلوده چی څان دهرات ښار ته ورسوی .نو څکه هغوی په ولسوالیو کی زیات وخت دحملی په خاطر نه تیراوه او کوشش ې دا وه چی وخت کم ضایع کړی  سره لدی چی ددغه حا لت سره د مقا بلی لپاره  دوالی لخوا په وار وارد کا بل نه دمرستی غوښتنه کیده خو مرکز دا غوښتنی دفرقی د قوماندان سره په رابطه کی ردولی څکه د۱۷ فرقی قوماندان چی په دسیسه کی شامل وه دا دهرات دملکی اداری بی څا یه تشویش باله او ویل ې چی حا لات دفر قی دکنترول لاندی دی او دا چی ایرانی اشرار د کوم کار دکولو توان نلری .بیا دا معلومه شوه چی داسی نظر ور کول صرف دکابل داغفا لولو لپاره وه . بلاخره ایرانی اشرارو وروستی حمله ی دحوت دمیاشتی په ۲۴ دهرات په ښار وکړه خودهرات دقهرمانو مدا فعینو دایرانی اشرارو اودهغوی ذلیلو افغانی نوکرانو چی خپل وطن ته په خیانت سره غوښتل دایرانی با دارانو نه جیره تر لاسه کړی غاښ ماتونکی جواب ور کړ .اوهغوی ې دماتی سره مخ کړل. ایرانی اشرار اودهغوی نوکران دشوروی او ایران د مشترک پلان ددوهمی مرحلی دعملی کیدلو تمه درلوده او دی ته منتظر وه .چی تورن اسماعیل به  ۱۷ فرقه د کنترول لاندی راولی او ددوی سره به یوځای شی .خو هغه سره لدی چی دفرقی کنترول ې لاس ته راوړ خو ددی توان اوخت ې پیدا نکړ  چی په فر قی باندی په کامل ډول مسلط شی او هغه ایرانی اشرارو ته تسلیم کړی.سره لدی  چی ډیر لږ وخت دمخه دشوروی او ایران د پټ  جوړ شوی پلان مطابق د ۱۷ فرقی ته  دهغی قوماندان اومسولین شوروی سر مشاور جنرال کاتو چف .۱۷ فرقه تورن اسماعیل ددافع هوا د بطرې قوماندان ته خوشی کړی او په خپله  دشین ډنډ هوای ډ ګر ته تښتیدلی وی او په فرقی کی دافغان حکو مت ضد عنا صر مسلط شویوی . خو  تورن اسما عیل  بیا هم  ددی  توان نه پیداکوی ړ چی . د هرات دښار په لور ۱۷ فر قی ته حرکت ورکړی  

پداسی حلاتو کی دفرقی پداخل کی دایران پټه شبکه او نور.ایرانی جوا سیس او دسیسه کونکو و نشول کولای چی هغوی ته دور کړ شوی پلان مطابق عمل وکړی  او ۱۷ فر قه دایران نه را غلی بلوا  کونکو سره یو څای کړی.دا دایران او شوروی د ګډ پلان د نا کا می پیل وی اودغه دسیسه چی په ډیر دقت سره دهغی پلان جوړ شویوه د ماتی سره مخ کیږی.څکه دغه وخت دمر کزی دولت لخوا کومکی قواوی د هرات په ښار کی دفرقی دکنترول په خاطر تیاری نیسی .چی بیا فر قه دکومکی قواو په وسیله محا صره کیږی .او دهوا نه دشینډند دقواو لخوا بمبارد کیږی  دایران اوروس د جا سوسی شبکو لیکوالان ادعا کوی چی دولت دهرات ښار بمباردکړی داسی ادعا دریشی نه غلطه ده .دلیل دادی چی په داسی حوا دثو کی دولت په هغه څای بمبارد کوی .چی دکنترول نه ی وتلی وی حال دا چی  د هرات ښار تر آخره ددولت د کنترول لاندی وه او ملکی اداره فعاله وه ددی نه علا وه هرات اصلا سقوط نه وکړی صرف په فر قی کی دایران په کټه کودتادشویوه او دایران نه راغلی اشرارو دا امید چی ۱۷ فر قه به غدار اسماعیل دوی ته په لاس ور کړی نا کامه او د خارو سره خاوری کیږی.او دعمل جا مه نه اغوندی.   دالته دی چی دشوروی او ایران مشترک پلان دنا کامی سره مخ کیږی  پدی ډول .

د ایرانی اشرارو اودهغوی افغانی نوکرانو هلی څلی او کو ششونه  چی خپل شرا فت او وطن ی خر ځ کړیوه چی دایران نه جیره تر لاسه کړی دما تی سره مخ شوی .او دهغوی .نا پا کی ارادی دهرات قهرمانو مدا فعینو چی یو وخت به د را تلونکی  مستقل او سر لوړی افغانستان ملی حا کمیت په هغی افتخار وکړی .  نا کامی کړی . دهرات قهرمانو خلکو په مړانه ی دخپل وطن نه دفاع وکړه. دیا دونی وړ ده .چی حتی د بلوا په جر یان کی  دهرات ښار اواکثرولسوالی ددولت دکنترول لاندی وی.او فرقه هم دکومکی قواو لخوامحاصره اودهوانه دشینډند دهوای قواو لخوا دبمبارد لاند ی واقع شویوه پداسی شرایطو کی ددی ادعا کول چی هرات سقوط کړی دخندا وړ خبره ده او دحقیقت دپټولو معنا لری.. دروس او ایران دجا سوسی شبکو په لیکنو کی . داسی ښو دل شوی چی په هرات کی دولتی حاکمیت په کا مل ډول له منڅ نه تلی . پدی ار تبا ط روسی استخبا را تو نوی ډرامی خپریکړیدی چی دروس دولت لپاره  دکی جی بی آرشیفی داسنا دو په نا مه دډرامو جوړول کوم مشکل کار ندی هغوی کولای شی داسی جعلی اسناد جوړ او خپاره کړه. چی دا ښکرور درواغ وه .اوس هم روسی استخبارات دی کار ته دوام ورکوی چی دا دهغوی داستخبا راتی شبکو د تبلیغا تی پرو کرام یوه برخه ده. اوس لیدل کیږی کله چی دهغوی استخبا راتی کار کونکی تقاعد ته سوق شی نو دهغوی نه غواړی دوروستی وظیفی په حیث خپل خا طرات دافغانستان په ارتباط ددوی په ګټه ولیکی چی بیا روسی جواسیس دلته په افغانستان کی دهغی په ار تباط خپل تبلیغات مستند کوی اوهغه دمډیا دلاری خپروی چی مثا لونه ې ډیر دی..دیادونی وړ ده چی تراوسه دجنګی جنایت کارانو او ملی خا ینانو حاکمیت قدرت او دواک چلول  زمونږ په هیواد کی په دا رنګه درواغو ولاړ دی چی ډیر ژور نا لستان  د هغوی ددفاع لپاره دجعلی داستانونو په جوړولو .اوجعلی تحلیلونو په کولو سره عامه ذهنیت ته دهغوی په ګټه تغیر ورکوی.او ډیر خرځ شوی لیکوالان ددی لاری حرا مه ډوډی تر لاسه کوی.او خپل طفیلی زوند ته دوام ور کوی.چی زموږ په هیواد کی د روان ناورین فکری عامل کڼل کیدای شی. ددغو حوا دثو په دوام په هرات کی  بیا څو ورځی وروسته فرقه دکومکی قواو لخوا نیول کیږی .او تورن اسماعیل او نور ملی خاینین ایرانی بادار ته ورتختی چی خپل مزد واخلی

دیا دونی وړ ده چی دایرانی یلغرګرر پلان ډیر دقیق محا سبه شویوه. کچیری دهرات دښار په دفاع کی دافغان وطن پا لونکو قهرمانانه مقا ومت نه وای .دا پلان کامیابی ته نزدی وه کچیری هغوی کامیاب شویوای .دفرقی دټانکونو او ز غره والو وسایلو په وسیله هغوی کولای شول ټو ل غربی افغانستان دکنترول لاندی راولی .همدا علت دی چی دهغوی جواسیس او نور عوام فریبان تر اوسه افغان وطن پا لونکو پر ضد بی وقفی زهرجن تبلیغات کوی. درواغ وای جعلی تحلیلونه کوی .او ددرواغو داستانونه جوړوی.څکه افغان وطنپا لونکو افغانی خوړلی مړی دایرانی جواسیسواو دهغوی دنوکرانو دستونی نه بیرته را وایسته.او دوی ی مختوری کړل. 

ددی لپاره چی ددغی دسیسی تول جوانب روښانه شی لازمه ده پدغه ارتباط مطرح سوالونو ته جواب وویل شی. 

۱—آیا په دغه حا دثه کی ادعا شوی انسانی تلفات رشتیا دی که جوړ شوی پروپاګند دی؟.                                                     

جواب.- دادروس او ایران د جاسوسی شبکو لخوا یواڅنی جوړ شوی پرو پاکند دی چې په هغی کی لوی درواغ ویل شوی.همدا جوړ ی شوی ډرامی او خپاره شویدرواغ دی چی دوی دادی دری لسیزی  هغه خپروی او عامه ذهنیت ې دکنترول لاندی دی هقوی دهمدی منطق په ویلو سره چی دوی وطن ته نجات ورکړی جهاد ې کړی څان قدرت ته رسولی هغوی اوس حکومت کوی .خلک وزنی .لوټ تالان کوی ما فیای ډلی جوړوی د و طن دتجزې لپاره کار کوی دهیواد دورونو قومونو تر منځ دنفاق اور بلوی.عام وژنه کوی. او هیځ قدرت  نشته چی ددوی مخه ونیسی څکه پره دی ې حمایه کوی . نوڅکه ددی مسلی ټول جوانب باید په دقیق ډول توْضیح شی اوس نو دمثال په ډول کچیری په منطقه کی ډیره لویه جګړه په نظر کی ونیسو مثلا دخلیج  لمړی جګړه کی نیم ملیون عسکر دعراق لخوا او همدا رنګه نیم ملیون عسکر د متحدینو لخوا دنړی ددډیر مدرن جنګی تخنیک سره دیو بل په مقا بل کی ودریدل.چی جمعا دهغوی تعداد یو ملیون ته ورسید.چی  بیا دی جګړی یوه میاشت دوام وکړ جګړه دعراق په ما تی پای ته ورسیده.دجګړی په پای کی داسی تصور موجود وه چی انسانی تلفات به په سل هاو زره وی اما کله چی دجمعی وسا یلونه ورو ستی ارقام خپاره شول دغه تعداد دیو نیم زر نه زیات نه وه .کچیری دا حا لت دهرات سره مقا یسه شی نو ددغو لیکوا لانو درواغ په ښه ډول دلیدو وړ کیږی.په حقیقت کی د هرات حادثه دومره لویه نه وه چی تر اوسه تبلیغ ورته کیږی هغه جګړه چی لویه ده هغه تیلیغاتی جګړه ده چی دڅینو هیوادو دګټو دساتلو په خاطر تر اوسه روانه ده او پای ې هم پدغو هیوادو پوری اړه لری.په حقیقت کی دا ایرانی جواسیس اودهغوی افغان نوکران اسماعیل او نور  وه چی دافغانانو دوژلو لپا ره راغلی وه افغان دولت حق درلود چی دخپلو خلکو او افغان ملی حاکمیت نه دفاع وکړی.په توله نړی او دنړی په مستقلو هیوادونو  کی داسی هیواد نشته چی هغه دخپل ملی حا کمیت ددفاع حق ونه لری خو دلته په افغانستان کی چی خاص شرایط حاکم دی اوهیواد خپل واک نلری ایران کولای شی  داسی حلت راولی چی دبل هیواد په پارلمان کی دڅان په ګټه فر مان صادر کړی. موږ  با ید ددی نه دبدو پیښو انتظار ولرو.څکه موږ دخپل وطن واک نلرو. د بلی خوا.کچیری د هرات په حادثه کی دانسانی تلفاتو ارزونه وشی..په وا قعیت کی داافغان دولت نه وه چی په کوم هدف پاندی ې حمله کړیوی.بر عکس دا افغانی دولت و چی دخا رجی دشمنانواو دهغوی دنوکرانو لخوا د حملی لاندی وا قع شوی وه .ددولت په لاس کی مو جود قوت دځارندوی قوتونه وه .چی هغوی پدغه کم تعداد سره وکولای شول چی په افغانی هوډ او اتلوالی سره هم دهرات دښار او هم دولسوالیو دمرا کزونه دفاع وکړی. بل یوا څنی قوت چی د خارجی دشمن په مقابل کی ددفاع مسولیت در لود هغه دهرات ۱۷ فرقه وه چی هغه دایرانی جواسیسو د کنترول لاندی واقع شویوه. او دافغان دولت په واک کی نه وه .پداسی حا لاتو کی حتی دزرو تنو وژل کیدل لویه مبا لغه ده.دا مبا لغه هغه وخت زیات دایدو وړکیدای شی چی .دتبلیغا تو صعو دی ګراف ته توجه وشی.مثلا دا شمیره د یو نیم زر ځخه پیل کیږی. او وروسته لکه نجومی ارقا مو .هر خرځ شوی لیکوال بی لدی چی دشمار منبع وښی په خپله خوښه هغه لوړوی.دری زره \۵۰۰۰ ۲۰۰۰۰\۲۵۰۰۰\ ۳۰۰۰۰\ ۵۰۰۰۰\او په یوه غونډه کی یو تن ادعا وکړه چی په دغه پیښه کی په ملیون ها وتنه وزل شویدی.په هغه وخت کی یعنی د شوروی یلغر دمخه دتلفاتو په شمیر کی مبا لغه کول پدی دی هدف کیدل .چی دخلکو په ذهن کی دهغه دولت پر ضد چی شوروی غداری رهبری محوه کاوه  داسی نفرت پیدا کړی .چی خلک د شوروی تجاوزهر کلی وکړی..اوس ددغو تبلیغاتو دوام دا ثا بطوی.چې روس او ایران خپل تبلیغاتې اهداف تر او سه ندی تر لاسه کړې.او تکرار ته ی ضرورت لری دیا دونی وړ ده چی.نه هغه وخت او نه اوس هیچا ونه پوښتل چی دا شمیر کوم سازمان او کومی ډلی لخوا اعلان شوی .او منبع ې کومه ده .او ځومره دقیقه ده.څکه دا شمیره هغه وخت په دقیق ډول ثبت کیداشی  چی سا حه دیوه مسول ارګان تر کنترول لاندی  شوی وی او بیا هغه مطا لعه اود هغی نه وروسته د هما غه اور ګان لخوا  نتیجه اعلان شی په هرات کی .فتنه اچونکو دا امکان نه در لود څکه هغوی خپل ایرانی بادار ته وتختیدل چې مزد واخلی . په دوی پوری تړلی لیکوالان دخپلو با دارانو په امر په تعداد کې مبا لغه کړی او دیک زاغ چل زاغ قصه تکراروی. چی حقیقت نلری..دانسا نی تلفاتو د ثبت او شمارامکان صرف ددولت سره موجود وه.افغان دولت دحا لاتو دکنترول وروسته .دکابل نه یو پلاوی هرات ته ولیږه چی د انسانی تلفاتو او خصا راتو جا ج وا خلی.او مر کز ته ګزارش ور کړی. پلاوی دخپلو تحقیقاتو نتیجه داسی اعلان کړه.[د هرات په ولایت کی د فتنی د پیل نه بیا په ۱۷ فرقی باندی ددو لت تر کنترول پوری .ټول ۳۲۰ تنه وزل شویدی.چی دهغی جملی نه ۳۸ تنه د ګوند غړی.

۱۲۰ تنه وسلوال پوڅ منسو بین او پا تی مخا لفین دی.] اوس کچیری لږ دقت وشی لیدل کیږی چی دغو بی ضمیره لیکوالانو څومره لوی درواغ ویلی .او اوس ې هم د خا رجی با دار په امر وای .

د یا دونی وړده چی د ۱۹۹۲ کال په روسی کودتا کی چی دنجیب په ضد وشوه او ظا هرا اسلامی دولت اعلان شو .او تنظیمی رهبرانو ته دکا بل دورانولو اود خلکو دقتل عام قو مانده د هغوی دخا رجی با دارانو لخوا ور کړل شوه..په متوسط ډول په یوه یا دوه هفتو کی د ۳۰۰ تر ۴۰۰ پوری افغانانو وینی  نددغو وحشیانولخواتویدلی. چی ددغو قتل عا مونو اسناد او فلمونهاو هم موجود دی کچیری وا قعا په افغانانو زړه سوی موجود وی نوبا ید داوسنی وینی تویدو مخه ونیول شی چی دهغی مسول تورن اسمعیل اونور جنګ سا لاران دی چی په تیرو دری لسیزو کی دهغوی قتل عامونه په مستند ډول ثبت شوی .خوپه هغوی پوری تړلی رادیو ګانی تلویزیونونه .جراید اولیکوالان دهغوی دجنایاتو په دفاع کی حقایق مسخ کوی او دمظلومو افغانانو ملی ناورین ته دوام ور کوی نوڅکه په اطمینان سره ویلای شو چی دا صرف یو پرو پا ګند دی چی ۳۰ کلونونه بیا تر اوسه روان دی د مثال په ډول .همدا اوس ددوی دفتنو په

اساس څموږ په هیواد کی دوینو سیلاب روان دی چی حتی جمهور  ریس ی د پوشتنی توان نلری. اما ټول تبلیغا تی وسا یل د افغان رو شن فکرا نو دبد نا مولو لپاره پدی هدف  په کار اچول شوی چی دافغان وطن پالونکود نفوذ مخه ونیول شی  او دا ضد بشری جنایات همیشه دوام وکړی.                                                                                                                       

آیا دایران مدا خله وا قعی وه شوروی په څه ډول د اېران سره په دسیسه کی شریک شو.؟   

جواب.—په ایرن کی د هرات په ارتباط تل ارضی ادعا موجوده وه حتی د ایران دپا چا په وخت کی په هرات باندی دحملی پلان موجود وه.خوشرا یط ی تیار نه وه دایرن اسلامی انقلاب دغه شرایط تیار کړل دایران شیعه حاکمانو په افغانستان کی دشیعه اسلام په پیروانو باندی د قوماندی ورکولو توان او صلاحیت تر لاسه کړ .او ددی صلا حیت نه ې زیاته ګټه پورته کړه...هغوی هم په افغانی خاوری یلغر وکړ او هم ې د خپل تجاوز مسولیت پدغو شرایطو یعنی داسلامی انقلاب په جریا ن کی کډوډی با ندی  ور بار کړ.او مسو لیت ی ونه مانه.اما.همدا اوس په هرات کی دایرانی شبکو پراخ فعالیت ددی خبری ثبوت دی چی ددغه نفوذ لپاره کار هغه وخت نه پیل شو چی د ایران پټو شبکو  ځموږ په  هیواد یر غل وکړ. دهغوی دسیاسی نفوذ لپاره کار تر اوسه دهغوی دنوکرانو لخوا دوام لری..بله موضوع دایران داسلامی انقلاب سره دشورویانو رابطه ده .چی دا رابطه د ایران دانقلاب په پیل کی دایران د [توده] ګوند چی د شوروی کی جی بی د ایرانی بر خی حیثیت ې درلود تامین شوه .دایران داسلا می انقلاب وروسته  دتوده ګوند یوا څنی شوروی پلوه کمونست ګوند وه چی په تهران کی ی رسمی دفتر درلود.او اسلا می دولت دهغوی دکادرونو نه ددولت په جوړولو کی استفاده وکړه حل دا چی هما غه وخت  دایران په اسلامی جمهو ریت کی نورمترقی او چپ ګوندونه دتعقیب او ضربی لاندی وه.هغوی باندی دکفر حکم کیده او اعدامیدل. خو دشرویانو په اشاره د[توده ګوند ] تر ډیره وخته خپل رسمی فعالیت ته دوام ورکړ.چی بیا همدا شوروی پلوه توده یان د افغانستان داشغال نه وروسته څموږ په هیواد کی دخاد کار مندان وه .هغوی دوا حد افغانستان د تجز ې په خا طر د خرا سان دنامه لاندی

د تیور یسنانو او د تبلیغاتی موادو د خپرونکو وظیفه درلوده .دهغوی دتیوری په اساس هرات دایران یوه برخه وه چی دایرانی شا هانو دخیانت په نتیجه کی دهغوی نه جلا کړای شوه ..

د یادونی وړ ده .چی د  شوری اشتراک مستقیما په بلوا کی د افغانی حاکمیت پر ضد  او دایران سره  همکاری دهغوی مشترکی ګټی وی چی  دغو ګټو  ته دهغوی دنوکرانو لخوا په دواړو هیوادو کی کار کیده او اوس هم دا کار روان دی. هغه وخت دی همکاری په پټ ډول دوام  درلوده.چی دهغی ثبوط د شوروی سر مشاور جنرال کا توچف لخوا تورن اسما عیل ته د فرقی. تسلیمول دی .چی هغه بیا د کی جی بی دپټ پلان په اساس د فرقی قو ماندان او رهبری ې د فر قی نه باسی او دشین دند هوای ډګړ ته تختی.او دهرات ښاراو والی او ملکی اداره د ایرانی  شرارو حملی ته دقر بانی لپا ره پریږدی. .بل ثبوط دادی چی همدغه جنرال کاتو چوف د بلوا نه دوه هفتی دمخه د پټ پلان په اساس د ۱۷ فرقی نه ټول نظا می مشا ورین د هغوی د فا میلونو سره با سی .او صرف دی یوا څی پاتی کیږی .چی ایرانی جوا سیسو ته د فرقی د تسلیمولو پلان عملی کړی.هغه حتی به خپلو وطندارانو یعنی شوروی ملکی متخصیصینو چی په فا بریکو او کار خانو کی ې کار کاوه رحم ونه کړ او هغه ی په وحشتناک مرګ محکوم کړل.ددی کار نه دشورویانو دوه هدفه درلودل ۱-دا چی دهغوی مرګ دا ثا بته وله چی شوروی د حا دثی دمخه اطلاع نه درلودهکنه خپل مشا ورین به ې دهرات نه ایستلی وای.۲—دا چی دغه مشاورین دشوروی نظام جدی انتقاد کونکی وه او برزنف ې یو دسیسه کار شخص باله..نو دهغوی مرګ د شوروی لپاره . سیاسی مخا لیفینو ته د جزا ورکولو معنی درلوده.   

ایا تورن اسما عیل د هرات په حا دثه کی جهاد وکړ او که وطن ې خرځ کړ.؟                                                                                                                                    

جواب.—د یا دونی وړ ده چی دنړی په هر مستقل هیواد کی .کچیری د وسلوالو قواو یو افسر چی د وطن ددفاع سوګند ی یاد  کړی وی هغه ته وجدنا دهیواد دفاع  په غاړه ده.کچیری هغه.د یوه دشمن هیواد په ګټه په خپل نظامی ګار نبزیون کی بلوا جوړه کړی.او خپل نظامی سو ګند مات کړی .دا واضح خبره ده چی دملی خیا نت په تورمحا کمه او اعدا میږی .د مثال په ډول کچیری همدا نن د ایرانی قواویو افسر د افغانستان په ګټه دایران دمسلحو قواو په ګارنیزیون کی بلوا جوړه کړی.نو واضح خبره ده چی دایران دولت هغه ته د مجا هد او امیر لقب نه ورکوی.او بی څنډه ی د ملی خیانت .په جرم محاکمه او اعداموی .څکه هلته یو داسی دولت موجود دی چی د خپلو ملې ګټو دفاع کولای شی.چی په تاسف سره مونږ داسی دولت نه لرو .دا به ومنو چی نن پردی زموږ په هیواد کی د خپلو ګټو دفاع کوی .او زموږ ملی ګټی کوم ارزش ڼلری..اما با ید ددی زړورتوب موجود وی.چی حقایق ځرنګه چی دی هغسی وویل شی .همدی تورن اسماعیل کله چی دبشری حقوفو دسازمان ګزا رشونه دهغه پر ضد نشر شول د ولایت نه ی وزارت ته ارتقاوکړه.او دبر ق وزیر شو .هلته ی ۵ کا له د کابل خلک  په تیاره کی وساتل .اودایران او عراق دجګړی دوخت زاړه جنراتورونه ی په دولت خرڅ کړل. چی ددغه شکاره جنایت او اختلاس وه چی کوم بل ثبو ط ته ې ضرورت نه وه.اما دولت تر اوسه دهغه په جنایاتو سکوت کړی  ددی نه علاوه هغه غواړی چی یو بل غټ مقام ته ارتقا وکړی.ځکه دهیواد په تبا هی کی ې ورکړل شوی وظا یف ښه سرته رسولی.  همدا رنګه  .دغه پا رلمان چی دډیرو وزیرانو صلاحیت ې صلب کړی.دتو رن اسما عیل ښکا ره جرایم ې له نظره وغورڅول او دوه ګونی بر خورد ې وکړ.ددغه پارلمان یوه غړی هم دهغه داستیضاح غږ پورته نکړ.هغه اشخاص چی خارجی هیواد یا هیوادونه ې تر شا ولاړ دی .څان غیر مسول اواجب الاحترام ګڼی اوس ټول هغه افراد چی خارجی حمایه لری په دغه ردیف کی راڅی.ددغه پارلمان څینی  غړی هم مشابه موقف لری چی دادی دری لسیزی د افغان ملی ناورین ته دوام ورکوی اوځوک دهغوینه د پوښتنی حق نلری .اوس په ښکاره لیدل کیږی چی.دهغوی اکثریت لکه دتورن اسماعیل دایران جیره خواره دی.    نوڅکه دا په اطمینان سره ویلای شو چی هغه نه یواڅی وطن خرځ کړ.بلکی دافغانانو په قتل عام  کی.چی دادی دری لسیزی دوام لری. پیزندل شوی مجرم دی. 

دروس او ایرا ن جواسیس  ولی دهرات دملکی والی پر ضد بی وقفی تبلیغات کوی .؟  

ددی دلیل دافغانستان د دری لسیزو دحوا دثو په ار تباط دهغه لیکل شوی او خپاره شوی کتابونه اوپه لسهاو مقالی اولیکنی دی چی په افغانستان کی ی دهغوی دجنایاتونه پرده پورته کړیذه.

او حقایق ی توضیح کړیدی. نو څکه ددغو اونوروهیوادو ملعون جواسیس چی نن ې رادیو ګانی .تلویزیونونه اونور په واک  کی دی د هغه بر ضد پرو پاګند کوی..هغه چی دلسو کلونونه ی زیات. دشوروی زندان تیر کړی خپلو خلکوته دخدمت  هوډ ، او قوی اراده لری  .څان مکلف بولی چی د خپل قلم په وسیله دخپلو زوریدلو خلکو دفاع وکړی.په اوسنیو شرا یطو کی دا لوی خد مت دی ، چی افغان روشنفکران ې باید خپلو خلکو ته وکړی.نوځکه د هغه پر ضد  دداسی ملعون افرادو منفی تبلیغات به د هغه  ددغه وطنپا لونکی کار مانع نشی. کچیری دهرات اړوند مسایل وڅیړو .دا حقیقت باید ټو لوته روښانه وی.

چی په هردولت او سیاسی نظام کی دوظا یفو تقسیم موجود وی.جنګ جګړه او امنیتی چاری .خپل مسو لین لری.او ملکی اداره خپل ار ګا نونه لری.په هغه وخت کی دهرات دملکی والی په واک کی کو مه محاربه نظامی قطعه موجود نه وه .پدغه حا دثه کی.والی صرف دارتباط دمرکز په حیث د ټولو دو لتی مرکزو سره په رابطه کی وه.او همدارنګه ی دهرات رابطه ې د کابل سره تامین کړیوه. چی دغی را بطی دټولولپاره حیاتی ارزش در لود.حتی دافغانستان د ارضی تما میت او واحد افغانستان دسا تلو  لپاره..دبلی خواپدفاعی چاروکی هغه وخت لومړی دفاعی مقام په کا بل کی ددفاع وزارت وه .بیا په شینډند کی د غربی زون قوماندان. او بیا دهرات په ښار کی دفرقی ددوباره کنترول لپاره دنظامی عملیاتود تنظیم قوماندان وه.دغو قهرمانو سر بازانو او افسرانو و کولای شول چی دایرانی اشرارو او دهغوی افغانی نوکرانو بلوا چی دافغانی خاوری دتجزی

او دهیواد دملی ګټو په ضد جوړه شویوه خنثی کړی.او هغه وڅپی.کجیری په آینده کی یو ملی دولت په قدرت کی راشی نو واضح خبره ده چی دهغوی نه به دملی قهرمانانو په حیث یادونه وکړی.

کچیری دغه د ایران او روس د استخباراتی حاکمیت لاندی پارلمان غړو وا قعا دهرات دخلکو سره همدردی درلودای او فیصلی ی نمایشی نه وی .نودوی باید لمړی دهدغو نظامیانونه چی نن په هیواد کی مطرح شخصیتونه دی او دوی هغه پیزنی معلومات تر لاسه کړیوای  او بیا ی پریکړه کړیوای .خو ځرنګه چی لیدل کیږی .هغوی ته نه خلک او نه هیواد مطرح دی هغوی دسیاسی تجارانو اوسیاسی مداریانوپه حیث هغه ځه سرته رسوی چی خا رجی  بادارانی ورنه وغواړی. .

 


بالا
 
بازگشت