ايا په افغانستان کې به د ملکیانو مرګ ژوبله کمه شې ؟


رحمت اله روان

په افغانستان کې د امریکايی او ناټو ځواکونود قومندان په توګه نومول شوي امریکايي جنرال ژمنه کړي ده چې افغانستان ته د نورو امریکايي پوځیانوله استول کیدو او د جګړې له تودېدو سره سره به په دغه هیواد کې د ملکیانو مرګ ژوبلې حداقل ته کمې کړي .

تورنجنرال سټانلي مک کریستال امریکايی سناتورانو ته وویل چې لا هم د افغانستان جګړه کټل کیدای شي خو په اسانه نه اوښايي د امریکايي ځواکونو تلفات زیات شي .خو هغه په عین حال کې خبرداری ورکړ چې که په افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبلې حداقل ته راکمې نه شي ، دا جګړه به وبایلي .

هغه په عین حال کې خبرداری ورکړ چې که امریکا او متحدان یې په خپل ماموریت کې پاتې راغلل ، افغانستان به بیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي او القاعده به بیا له دغه هیواده د اډې په توګه کارواخلي .

تورنجنرال مک کریسټال همداراز وویل چې په قربانیو،منابعو،وخت او حوصلې سره دا جګړه ګټل کیدای شي .

هغه وویل چې په پام کې لري چې د جګړې لپاره د پوځ په مقرراتو کې بدلون راولي او له هغو اقداماتو ځان وساتي چې د افغانانو د مرګ ژوبلې سبب کیږی .

له بلې خوا د افغانستان په ختیځ کې د امریکايی ځواکونو قومندان وویل چې سږکال د افغانستان په دې سیمه کې تاوتریخوالي په سلو کې پنځه ویشت زیات شوي .په همدې حال کې امریکايی پوځیان وايي چې د نورو کلونو په پرتله یې د تلفاتو شمیر هم زیات شوی دی .

د بله طرف د واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپاڼې جون دمیاشتی په ۳نیټه په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د نوي امریکايي جنرال مک کرستال د ماموریت په اړه یوه لیکنه نشر کړي ده.
په لیکنه کې راغلي چې د سیمې لپاره د امریکې د نوي ولسمشر د سیاست ساحه پراخه ده او پاکستان هم په دغه ساحه کې شامل شوی دی.
واشنګټن پوست لیکلی دي چې په دغه ساحه کې د فعالیت لپاره دوه عمده کسان د اوبهاما له خوا ټاکل شوي چې یو یې په افغانستان کې د ناټو او ایتلافي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مک کرستال او بل یې هم پوځي متقاعد جنرال کرل ایکن بیري دی.
ښاغلی بیري به افغانستان کې د امرېکې د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
واشنګټن پوست همداراز لیکي چې اوس د سیمې لپاره د امریکې ستراتیژي ډیره روښانه ده چې پکې د القاعدې ډلي د بیا سمبالښت مخنیوی او په سیمه کې د اقتصادې ودې لپاره د زمینو رامنځ ته کول دي.
واشنګټن پوست ویلي چې لوړ پوړي امریکايي چارواکي په دې باور دي چې دې اهدافو ته باید د رسیدو لپاره جنرال کرستال او ایکن بیري خپلي تجربي په ښه توګه پلي کړي.

اوس داسي ویل کیږي چې ښاغلی کرستال به د افغانستان د جګړې د سمبالولو لپاره د ناټو او ایتلاف په قوماندۍ کې هم بدلون راولي خو دا بدلون په دې معنی نه دی چې د قوماندانیو په کړۍ کې بنیادي تغیرات وارد شي .

واشنګټن پوست لیکي چې په افغانستان کې د ناټو قومانداني په څلورو زونونو لکه ختیځ، لویدیځ، سویل او شمال ویشل شوي خو جنرال کرستال به د همدغو تشکیلاتو په دننه کې ځیني قوماندانان بدل را بدل کړي تر څو د جګړې اغیزمنتیا لوړه کړي.

همدا ډول دافغانستان او پاکستان په پولو کې د امریکايي اوناټو ځواکونو لپاره نومول شوي قومندان د چهارشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به له هوايی ځواکه د کاراخیستلو په برخه کې احتیاط کوي ځکه چې ملکي خلک پکې وژل کیږی . .

داریکې ۸۲ هوايي ځواک قومندان تورنجنرال کروټیس سکاروټي(Curtis Scaparrotti)به د افغانستان د ټولو څوارلسو ختیځو ولایتونو قومانده له ډګرجنرال جیفري سکلویسر(Jeffrey Schloesser) څخه ترلاسه کړي چې پنځلس میاشتې یې قومانده په لاس کې وه .

سکاروټي په بګرام کې د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره به څه وکړي نوموړی وویل : موږ به له هوايي ځواکه د کار اخیستلو په کار کې ډېر احتیاط کوو. موږ د دې لپاره دلته راغلي یو چې د افغانستان د خلکو ساتنه وکړو نو لومړنی کار به مو دا وي چې دوی ته زیان ونه رسیږی .

دا په داسي حال کې ده چې د امریکا پوځ اوس دا ومنله چې د دوی د لویې تیر وتنی له امله د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د مې په لومړیو کې په لسګونو بې ګناه خلک ووژل شول .

په بګرام کې په یولړ مراسمو کې د امریکايي ځواکونو له کاره لیری شوي قومندان جنرال ډیویډ مکرنین وویل چې تاریخ لیکونکي به په افغانستان کې د تیرو اتوکلونو د جګړې په لړ کې د ده د ماموریت تېرو لسو یا پنځلسو میاشتو ته د بدلون او تحول د یوه مهم ټکي په توګه اشاره وکړي .

جنرال مکرنین د خپل ماموریت په ترڅ کې ډېره هڅه وکړه چې له عامو افغانانو سره تماس ونیسي ، د سپین ږیرو اومشرانو خبرې واوري او حتی ورته ووايي چې د دوی مقدس کتاب قرآنکریم ته نه یوازې درناوی لري بلکې لولي یې .

د مکرنین څرګندونې د هغو کسانو پرزړونو بې اغېزې نه وې چې له هغه سره یې لیدلي دي .د هغه بله مهمه ځانګړتیا دا وه چې خپلې تېروتنې یې منلې .

څرګنده نه ده چې د هغه ځای ناستی چې په عراق کې پرتشدد تورن دی ، له افغانانو سره کومه لار خپلوي ،ولي مونږ ټول افغانان دا هیله لرو چه هر هغه څه چی امریکا يې فومندانان په خوله وايې هغه دی دغمل په میدان کی پیاده کړی او دبیګناه خلګو دوژلو څخه دی لا س وا خلی.

همداراز دسه شنبه په ورڅ وجون دمیا شتی په ۲ نیټه امریکا پوځي قومندان ډگر جنرال سټانلې مکریسټل داریکا د مشرانو جرگې یوې استعماعیه غونډې ته ورغوښتل شوی ؤ. د امریکا ډیرو مطبوعاتو په همدې باب تبصرې کړي دي.

واشنگټن پوسټ لیکلی دې، له نن نه درې هفتې مخکې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د قواوو قومندان ستر جنرال ډیویډ مکرنن دخپلی دندی ګوښه شو.

د مکرنن پر ځای د جنرال مکرسټل د اعلانولو پر وخت د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس وویل، غواړي د افغانستان کې د خپلو قواوو په مشرتابه کې یو نوی تفکر او ذهنیت راپیدا کړي.

دی وايي، ځکه چې په دغه ملک کې د طالبانو حملې زیاتې شوی دې، د امریکا او ناټو د عسکرو تلفات هم ډیر شوي او دغه بحران مخ په زیاتیدو ښکاري،واشنکتن پوست په خپله تبصره کی راوړې دی چه افغانستان ته د قومندان په تو ګه دمکر یستل دمعرفی کواو به وخت دهغه ملک ددفاع وزیر ګیتس دهغه دافراطیت ضد تجربه وستا یله ګیتس داهم وویل چی دمکریستل مقرریدل دا معنی لری چی دعنعنوې او دودیز ي نظامی تګلارې پر څای به په جګړي کی دتشدد ضد تکتیکونه عملي کیږي.

د پوځ عالي رتبه مقاماتو ویلي دي چې له مکریسټل نه تمه کیږي چې په افغانستان کې به د ناټو او امریکا د قواوو په تشکیلاتو او قوماندې کې عاجل بدلونونه راولي.

واشنگټن پوسټ لیکي، په تیر اکتوبر کې د نظامي پلانونو لپاره افغانستان په څلورو شرقي، غربي، شمالي او جنوبي زونونو وژیشل شوی دی او په هر زون کې یوه ملک نظامي مسولیت په غاړه اخیستی دی. امریکايي قواوې اکثره په خیتځ کې دي او ١٧ زره نور امریکايي عسکر به اکثره د افغانستان جنوب ته لیږل کیږي.

واشنگټن پوسټ د یوه نظامي مقام له خولې وايي، په افغانستان کې د ناټو او ایتلاف په ماموریت کې شامل ځینې ملکونه افغانستان ته د جگړې لپاره د نورو عسکرو لیږلو ته زړه نه ښي کوي، د همدې له پاره د مکریسټل په مخکې به د حل یوه لاره دا وي چې د موجودو منابعو او عسکرو نه داسې استفاده وشي چې د پوځ لپاره له جغرافيايي تقسیماتو نه نه صرف نظر یوازې پوځي مشخص ماموریت په نظر کې ونیول شي.

د ناټو په چوکاټ کې د نورو ملکونو عسکرو ته زیاتره د افغانستان د نظامي قواوو د روزنې دنده ور وسپارل شي او د جگړې لپاره چې په هره سیمې کې عسکرو ته ضرورت وي نو امریکايي قوواوې دې ور ولیږل شي. دغه نظامي مقام وايي: "ساحه او سیمه مهمه نه ده، مهمه دا ده چې ماموریت تر سره شي.

که څه هم ټاکل شوې ده چي سناتوران به له جنرال مکریستل نه زیا تره په افغانستان کی دستراتیژی په باب پو ښتنی وکړې خوددی امکان هم شته چی په عراق کی دهغه دتیرماموریت په باب هم پوښتنی وشې،دمشرانود جرګی غړو دهغو رپوټونو په اړه هم تحقیقات کړې دې چي وايې په عراق کی دمکریستل تر قومندی لا ندي دهغه خا صو قواؤ دبندیانو سره ناوړه سلوک کړي دی او هغوې يې توهین ، تهدید او شکنجه کړی دي ،مکریستل له ۲۰۰۳ څخه تر۲۰۰۸ م کال پورې په عراق کي دامریکا یانو خاص قومندان ؤ".

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم دسه شنبه دجون دمیاشتی په ۲نیټه خپله سرمقاله د جنرال مکریسټل د انتخا بیدو موضوع ته اختصاص کړې وه او لاندي تبصره يې نشر کړي ده.

د مکریسټل قدر هغه وخت زیات شو چې دده عسکرو په عراق کې صدام حسین پیدا کړ او ویې نیوه او همدارنگه یې په عراق کې د القاعده مشر ابومصعب الزرقاوي په عملیاتو کې وواژه.

نیویارک ټایمز لیکلی دي، خو ددې تر څنگ سناتورانو ته په کار دې دده تر قوماندې لاندې د خاصو قواوو د هغو فعالیتونه په اړه هم پوښتنې وکړي چې په پټه د عادي نظامي سلسله مراتب بیرون ترسره شوي او د حساب ورکولو حق اقل تصور یې هم نه کېده. په خاص ډول کوم کارونه چې په هغه دوره کې تر سره شوي چې ډونالډ رمزفلډ د دفاع وزیر و.

ورځپاڼه وايې، په خاص ډول په ٢٠٠۴م کال کې خاصو قواوو بغداد ته نږدې د صدام حسین د شکنجې په مرکزونو کې بندیخانې جوړې شوې او په دغه بندیخانو کې خلکو ته جسمي او روانې توهین او آزار ورکول کېده

دا یوارني پیښه نه ده په ۲۰۰۶ م کال کی دټایمز درپوټ په اساس دعراق په فلوجه،بلاد،رمادیاوکیرکوک کی زندانیان لوڅ لغړ درول شوي دی او په اوبوکي غټه شوي دې..

، که څه هم داسې فکر نه کیږي چې جنرال مکریسټل دې په دغه ډول غیر مشروع چارو کې لاس لرلی وي خو دا د هغه مسولیت وو چې ددغو کارونو مخه یې نیولې وای. دا هم د مکریسټل مسولیت دی چې ددې خبرې ضمانت وکړي چې دغه ډول اعمال به په افغانستان کې نه تکراریږي
جنرال مېک کراېسټل دامرېکا دمشرانو جرگې دوسله والو قواو جرگه گئ ته په ډاډ ووېل چه دملکی خلکو دتلفاتو دکمولو په منظور به هداېت وکړی چه دهواېې حملو او زمکنیو پوځی عملیاتو په وخت باېد د ډېر دقت او ډېسپلین څخه کار واخستل شی.

جنرال مېک کراسېټل ووېل که ډمشرانو جرگې په افغانستان کی دناتو او امرېکاېې قواو د عمومی قوماندان په توگه منظور کړ نو امر به وکړی چه دجنگ او نښتو په ټولو تاکتکی مقرراتو باندی دې له سره تجدېد نظر وشی.

او دبی ګناه خلګو له تلفاتو څخه دې په جدي تو ګه جلو ګیرې وشي .

 

پاي

 


بالا
 
بازگشت