دپاڅون شینډنډی لیکنه

جنایت کار په خپله  ځان افشا‌‌ء کوي

دنظیف الله نهضت دلیکنۍ په ځواب کې

دګران هیواددمتدینو ،دین دوستواومظلوموخلکو وقاتلینوته ،امینی ظالمانواو سفاکانوته !

ګرانولوستونکو اودرنوافغانانو: دنظیف الله نهضت دی لیکنۍ په هکله ددی ټروریسټ بانددیولږ څه جنایتوڅخه  ،نه دهغوټولوجنایتونوڅخه چې ډېر وخت په برکې نیسی یوه لږه برخه یې و تاسوته په عرض در رسوم بیا قضاوت ستاسومحترمولوستونکوپه لاس کې دی ،زه متیقین یم چې تاسوټول ښاغلی اواغلۍ هیوادپال اوګران وطنداران دامین اودامینیانودتوربانډدجنایتونو،قتلونواوستري ملی غمیزی نه پوره معلومات اواګاهی لري خوبیا هم اړین بولم  چې دنظیف الله نهضت اودده په شان دنوروجنایت کارانواوقاتلینو هغه انقلابی وژنو او ترسره سوی عملونو،کړنواوتورتاریخ باندی  یوبل ځل پوه سواودوي داهسی فکر ونه کړی چې ددوی جنایتونه زموږ دمتدینواوپراسلام مېنوافغانانو هیر دی یوخوهیڅکله  دهرات ستره ملی غمیزه اوترسره سوی جنایتونه نه هیریږی اودخوښی خای خودا دی چې جنایت کار په خپله  ځان افشا‌‌ء کوي.

پتمنوافغانانواومحترمولوستونکویوشمیر جنایت کاران اومجرمین  په خپل شیطانی  کړنو سره غواړي چې بیا  دشریفو اومتدینوخلکوپه سترګو کې څنګه  ننوځې اوخپل ځان ته  چې دهغوغیراسلامی اوغیرانسانی کړنوڅخه یې دافغانستان دمظلوم  ولس اوبی ګناه خلکوپه وړاندی یې  ترسره کړی  دی ځان بی ګناه راڅرګند کړی  او وخپلوترسره سوی جنایاتو ته  یو پوښ ورواغوندی اوځانته په خپله برائت ورکړی اوخپل  هغه ظالمانه ،غدارانه ،سفاکانه اوقاتلانه څیری ته تغیرورکړی اوبیا هم په دی سوچ  کې دی چې ګویازه به دافغانستان ومسلمان اومظلوم  ولس ته خصوصآ دهرات ولایت وباعزته ،پتمن،دین دوسته خلکو (هراتیان) ته به په دی لکنۍ سره بازی ورکړم  او دوی به تیرباسم،ددوي څخه هیر یم  اولابه هم هیر سم ، دی په خپله لیکنۍ کې په ښکاره توګه تردی سرلیک لاندی « سیاسي تبلیغاتي لوبې او عيني واقعتونه » لیکۍ اووایی چې ما هیڅکله هم جنایتونه ندی ترسره کړی ، اودهرات ولايت مظلوم ولس اودافغانستان خلک  به خطا باسم اوځان  به دجنایتونواوهغه بی شماره اوبی ځایه قتلونوڅخه راخلاص کړم چې تورسوی یم ،تورن اوپه جنایتونو ککړیم  ځان به سپین کړم  اوخپل پرکرغیړن مخ به ماسک واچوم،  دا نظیف الله نهضت قاتل اوجنایت کارپه دی سوچ کې دی  علاوه ددی چې موږدی ښه پیژنو ستامرداره دقاتل څیره زموږنه  ورکیدای نه سی ډاډمن اووسه .

ښاغلی اواغلۍ لوستونکو :زه زرفیصده په دی باندی ډاډمن اوباورمندیم چې زموږسرلوړی،زړه وراوباغیرت   هراتی اوشینډنډی  اودافغانستان دنوروسیمومعززاودرانده هیوادوالوهیڅکله به هم داهسی ونه کړی چې قاتلین اوجنایت کاران خصوصأ داهسی قاتل اوجنایت کارلکه نظیف الله نهضت اودده دامینی تورباڼد نورملګری اوانډیوالان دی  دولسونواودخلکودمحاکمی څخه خلاص اوګوښه  کړی اوبی محکمی دی پاته سی،ځکه چې دافغان دخوی اوخصلت پراساس هروخت چې واری یې راغی اوبرابرسونوخپله غچه اخلی اوبل داچې هراتی متل دی وایی«آش مردها دیرپخته میشه »اوهیڅکله خپل دښمن نه پریږدی اودبلی خوا نه هم  تاریخ ډېربی رحمه دی اوتاریخ  څرګنده وی ،پيښی او شخړی دا راثابتوی اوثبوت  سوی  هم دی چې دهرات دبی ګناه خلکو قاتل څوک دی ؟ اوډېرتره تردیرشو زروتنو(۳۰۰۰۰)پوری پراسلام مېن هراتیان اوددی سیمی شریف انسانان چا شهیدان کړل؟ اوچا ووژل؟ د۱۳۵۷ لمریزکال دحوت دمیاشتی  پر ۲۴مه  نیټه باندی ،هغه وخت هلته په هرات  کې څوک والی وو چې داستره ملی غمیزه رامنځته سوه ؟واضیح اوښکاره اومعلومداره واقعیتونه دی چې دستری ملی غمیزی زیږه ونکی  نظیف الله نهضت دی چې هلته والی وو،معتبر،ارزښتمنداسناد، شواهید اودهرات دولایت دمسلمانواومتدینوخلکودسترګو لیدلی      حال هم شته دی چې نظیف الله  نهضت  جنایت کاره دهراتیانوپه قاتل عام کې میلیون  فیصده په دی ستره ملی غمیزه کې کاملآپه ریښتونی  توګه ګډون او پوره لاس یې درلودل اودغه وژنی مستقیمآ دده په انقلابی امر اوقوماندی  سره ترسره سوی دی ،اوزه چې دغه  لیکنه دګرانواومحترموهیوادوالواوښاغلی اواغلۍلوستونکومطالعی اوپوره واقعی معلومات دپاره یې لیکم او وړاندی کوم قسم خورم اوپه ډاګه وایم چې زما دوه  اکاګان  ،یو ماما یوداکا زوی یې چې دشینډنډولسوالی دښاراوسیدونکی وي او دهرات په ولایت کې یې ژوند کاوه اوپه خپل غریبی اوژوندسره اخته وه  په خپله دغه غدارنظیف الله نهضت په خپل کیړغین اوناپاکواوچټلولاسونو سره دهرات د(۱۷) فرقی دهغه وخت دفرقی دقوماندان سره په ګډه زما خپلوان یې په شهادت رسولی دی زما دشهیدانوارواح دی ښادی پاک الله «ج» دی جنوتونه ورپه برخه کړی  ،اوظالمان اوغداران دی خدای تعالی« ج » په دی دنیا اوهغه دنیا مخ توری خجل اوشرمنده کړی .تاسی شریف وطنوال وګوري چې بیا دا اوس دغه جنایت کاروخت اوموقع یې پیداکړی  اوبیا خوراډېر په بیشرمانه توګه سره دځان په دفاع باندی اوځان ته دبرائت ورکولواواخیستلوپه خاطرسره کله ددرواغو ډک کتاب لیکۍاویاکله هم بیا مقالی لیکۍ ،ته خوهغه بی سواده نظیف الله نهضت یې چې  ستا په نوم هغه لیکل  سوی کتاب هم  دموثوقواطلاعاتوپراساس، دادبی ،املاحی اوانشایی له لحاظه یوبل چا چې په ایران کې یې تحصیل کړی دی  دغه سړی ستا کتاب یې مخکی دچاپ نه اصلاح کړ اوبیا تا هغه کتاب چاپ کړ،اودغه اوسنی  لیکنه دی هم چې دټول افغان په سایت کې پردغه نیټه  ٢٨ / ١ / ١٣٨٨ هـ ل | 2009-04-17 10:21:00 م  نثرسوی ووماولوستل،یو وارخو دادبی ،املاحی ،دجمله بندی دنورمونوداملاحی اوانشایی له کبله  په خپلوهغه  قاتلانه سترګوسره ووینه او ولوله اودخونخواروسترګوڅخه دی یوځل  تیرکه چې ایا((واقعتونه،یلغر....اونورکلیمات   )) داهسی لیکل کیږی بیسواده سفاک نهضته ته غواړي چې په خپل غدارانه فکر سره خپل  وحشیانه غیراسلامی اوغیر انسانی کړنی اوجنایتونه په دی لیکنوسره ترخاورولاندی  کړی ،په دی درواغجنولیکنوسره غواړي ځان پټ اوګوښه کړی اودخلکو دپاملرنی څخه ځان لیری وساتی ؟،  مګر هغه  وخت اوهغه ساعت ندی رانیږدی سوی چې  موږ هراتیان اوشینډنډیان تاغوندی اوستا په شان نورامینی بانډیسټان اونورجنایت کاران ومحکمی ته راکش وکړو، قاتل نهضته  ته چې دوبی ته دزامنودلیدلودپاره تللی وې اوزامن دی هلته اوس  ښه تجاران هم دی  اوپه دوبی کې په تجارت اخته دی ،لمړی : داچې وټولوته معلومه ده چې ته خواصلآدحفیظ الله امین دنظامی کودتا مخکی یو عادی معلم وي  اودکندز دیوی ولسوالی اوسیدونکی وی  چې تاسی  اوه کسه چې دعبدالله امین دبانډ ډېر مشهوراونامتوقاتلین واست،اوټوله  په یوځل یوځای دافغانستان په مختلفوولایاتونوکې په لاندی ډول  والیان مقررسولست ۱- نظیف الله نهضت دبغلان اوبیا دهرات والی او دهرات دشریفو اومتدینوخلکو دوژنواوقتل عام راوروسته بیا دمعدن اوصنایع دوزارت معین اوبیا دامین دخاص استازی په توګه دکیوبا سفیرمقررسوی ځکه خاین ،سفاک اوشداد امین دقانونیت،عدالت اومصونیت شعاریې دنورمحمدتره کی دوژلو وروسته رامنځته کړ اوپه دی پوهیدی چې دهرات شریف خلک  تا ورنه ونه غواړي اوبیایې ته وهاوانادکیوبا وپلازمېنی  ته دافغانستان دانقلابی دولت  دسفیرپه توګه واستول   ،۲- الله دادطوفان دفراه والی چې تراته زره (۸۰۰۰) دفراه دښار اودولسوالیوشریف اومتدین  اوسیدونکی یې شهیدان کړی دی ،۳-سیدمحمدجوالی دغزنی والی چې تردری زره (۳۰۰۰) تنه پوری دغزنی دښاراودولسوالیو شریف اومتدین  اوسیدونکی یې شهیدان کړی دی ،۴- محمدخان افت بیا وروستی تخلص یې پیګیردزابل والی تراوه سوه (۷۰۰) تنه زیات دزابل دښاراودولسوالیوشریف اومتدین  اوسیدونکی یې شهیدان کړی دی ،۵- فضل جان جهش دهلمندوالی دټول هلمند دقیق ارقام راسره نسته خوپه رښتیا ،صداقت اوایمانداری سره وایم چې دهلمند دموسی قلعه اودسنګین په قیام کې چې دولسی خلکولخوادامین دبانډپرضد رامنځته سو (۸۸۷ ) تنه یې ددی دوو ولسوالیو شریف اومتدین  اوسیدونکی یې شهیدان کړل ،دکجکی د برق سره یې پربرقی منقل کښیناه په برقی منقل یې سوزاوه اونیم جان یې دهلمندسیندته خوشی کاوه  ،۶- غلام رحمان کارګر بیا دالله طوفان وروسته دفراه والی په سل هاو خلک یې شهیدان کړ اوترمخه تردی چې   فراه ته دوالی په توګه  مقرراو وټاکل سی دقندهار ښاروال وواودسفاک انجینرظریف سره یوځای په ګډه ، ډېر مخور قندهاریان یې شهیدان کړل په یوه شپه کې یې دانجینر ظریف په ملګرتیا سره (۷۵) تنه  دقندهارمخوریې  په قالینوکې به یې وپيچل اوبیا دلویو،لویوډبروسره دشهیدانوپرسرونه یې وارونه کول  اوسرونه یې ور کوټل چې ستاسودسفاک بانډډېر ښه تورتاریخ  دقندهار دخلکو په منځ دی  داستانونه  جوړسوی دی  ،۷- عبدالحی یتم ترنظیف نهضت مخکی  کوم وخت چې نظیف نهضت د۱۳۵۷ کال دغوایی دنظامی کودتاپه لمړیومیاشتوکې  چې دبغلان والی وو ،عبدالحی یتم  دهرات والی وو ، هغه  هم په دی ولایت کې ډېر شریف اومتدین  اوسیدونکی یې شهیدان کړی دی .  په دی هکله دامین دجنایت کار بانډ وژنی نوربیاپه راتلونکی لیکوونکی کې دګرانوهیوادوالودپوره اوښه معلوماتو دپاره په پرله پسی اودوامداره توګه لیکم اووړاندی کوم،ترڅو  زموږ محترم هراتیانواو دشینډنډګران اوسیدونکی اوخلک یوبل ځل دسفاکو،غداراوخائینوجنایتکارانوپه تاریخ باندی خبراوپوه سی اودغچی اخیستلوپه دی بهیرکې سره راټول سی ،دهات اودښینډنډ مسلمانوخلکوپه منځ کې یوپارسی متل دی چې وایې « دیګ به کوته ګفت رویت سیاه»، دیګ ونغری ته وویل چې مخ دی تور، اوس نظیف الله نهضت وبل چاته جنایت کار وایی ډېرتعجب ،حیرانونکی اومسخره اومظخرفه وینایې ده،نظیف الله نهضته ته په دی مه نازیږه چې ګویا ته هم  د «دوبی - خلیل زاد» په غونډه کښې ګډون کړی دی ،ته اصلآ ددی پاره ودوبی ته تللی وي ،هغه پیسی  چې دبغلان اودهرات د شریف اومتدین  اوسیدونکوڅخه تاپخوا راغصب کړی دی وه او ستا دوه زامن ډېرپخوا په  دغو پيسوسره هلته په تجارت  اخته دی  اواوس په دوبی کې ژوند کوی  ته په دغه خاطر تللی وي ،اوکه بیا ودی غونډی ته تللی وسي  چې ته وایی زه تللی یم ،غونډی ته نه بلکی که دخلیل زاد په پطلون اوپه پرتوګ اوپه نهکر کې هم پټ سی  اودهغه د. ک... غ هم وخوری زموږ هراتیانواوشینډنډیانوڅخه نسی خلاصیدلای  چې دخلیل زاد په ... دغه کې ورننه وځی موږ دی نور نه پریږدو،ته اواقبال وزیری دجلاد امین ددفاع دوزارت سیاسی امردهاګ ومحکمی ته ډېر نږدی پراته یاست داپه ښکاره اوپه ډاګه درته وایو په موږ اسلام دوسته اوهیوادپال هراتیانواوشینډنډیانوکې همت .میړانه،غیرت او افغانیت سته دی اوس  مشکلات اوستونزی زموږدمخه لیری سوی دی  انشا‌ءالله ډېر ژر به دخدای تعالی ج په فضل اوکرم سره دخپلوسپیڅلوشهیدانودپاکووینوغچ  به دهاګ د محکمی دمیز دشا څخه ،ستا جنایت کار،قاتل اوسفاکه څخه اوستادنوروانډیوالانواویوشمیرنوروجنایتکارانوڅخه دافغانستان د شریف اومتدین خلکواو  اوسیدونکی په مرسته اوملتیاسره به واخلو،دغه زما لاندنی لیکلی سوژه تاسوته دیوغښۍ په څیر ستاسوظالمانوپه پرټټردر حواله کوم :

دټولوظالمانواوسفاکانو په سرکې ونظیف الله نهضت  غدار،قتل اوسفاک ته

دهرات دشریفواومتدینوخلکووسترقاتل ته چې دبیلجیم په هیوادکې  دهاګ  دنړیوالی محاکمی په (۱۲۰) کیلومتری کې ژوند کوی

ظالمانواوسفاکانو

ستا سوکړنی مې ښه په یاد دی

ستااوستاسودنورو انډیوالانوبه  هم

ښه درپه یادوي

چې دلوی سفاک په قومانده مو

ښکلی هراتیان،هلمندیان،بدخشانیان،قندهاریان،

بغلانیان ....دپوهنتون استادان  اونرهیوادوالو.......مو

دهیوادښکلی بڼ ګلان  مودټولوبڼونوڅخه ورټول کړل

هرګل مو د خپلی څانګی اوښاخلی څخه وروشکول

مړاوی مو کړل

تاسی سفاکان ؟

اوتاپه خپله سفاک نهضته ؟

زموږدنامی  شاه ځلموڅخه

دوطن دسرتیروبچیانوڅځه

ژوند واخیستل

دوي مو  په سرووینوکې ولمبول

دوي  موشهیدان کړل

ژوند چې ډیر خوږدی

ددوي نه  ورواخیستل

له منځه مو یو وړل

بالاخره تاسواوداتا په خپله سفاک اوغدار نهضت !

ډیربی ګناه بغلانیان ،هرایتان دي  مړ ه کړل

کوم وخت چې ته په دی ولایاتونوکې والی وي

ډیرشمیردی  تر شکنجولاندی نابود کړل

ډیردی  ډول ډول وزوره ول

توهین ،اذیت اوآزاردي کړل

نیست دي کړل اودمنځه دي یوړل

چې دبغلان اوهرات  والی وي ډیرمسلمانان دی شهیدان کړل

ډیردی ژوندی ترخاورولاندی کړل

دیوشمیر پرتنونواوملاووباندی  مو

دډبرولوئی لوئی تختی ور وتړل

اولاسونه موپه شاوروتړل

ولویوسیندونوته مو ورواچول

(دبدخشان سند،دغزنی داوبوبندته اودهلمندوسیندته)

دبدخشان  سیندته منصورهاشمی    

دغزنی دسردی بندته سیدمحمدجولای ،عبدالاحدولسی

دهلمند وسیندته فضل جان جهش 

دالوتکوڅخه  دسردی وبندته

تورخان قوماندان اودادالله خان

ټول مظلوم هلمندیان اوقندهاریان ..... اونور

بی ګناه اسیرانو اوبندیانو مو لاسونه ترشا تړلی

دسیندونوواوبو ته وروغورځولی دي

ښه  معززخلک ،ښه  سپین زیری

ښه خانان،ښه ملکان ،ښه یل یل ځوانان

ښه معلمان ،ښه انجینران،

ښه داکتران ،ښه صوفیان،ښه ملایان

ښه افسران .... ښه افغانان

ښه متدین مسلمانان موټوله شهیدان کړ

انسانان  مودماهیانو خوراک کړل

ډیر ی میندی مو بی زامنوکړل

ډیری ښځۍ مو بی مړونه کړل

ډیرکمکیان مو بی پلرونه کړل

ډیر ی پیغلۍمو په غمونوکې وکړه ول

چې هیڅ دفتر اودیوان به 

دغه  ستا اوستا دملګروتورتاریخ

اونه هیریدونکی جنایتونه به  هیر نکړ

دهیچا ژبه به پدی هکله چوپه پاته نه سي

هیڅ قلم به ددغوجنایتونو

دلیکنونه به بیکاره  پاته نه سي

دهیڅ سپین کاغذمخ به ستاسودجنایتونو

اوستاسودتورتاریخ اوملی ستری غمیزه نه

 سپین اوتش به پاته نه سي

کیړغین نهضته !ستاظلمونه اوجنایتونه

دکبیرکاروانی ظلمونه اوجنایتونه

دظاهرچوپان ظلمونه اوجنایتونه

هراتیان  اوشینډنډیان نه هیروی نه هیروی 

زړه ور،غیرتمن،پتمن ،توریالی ،ننګیالی   

تورزن اوغچې اخیستونکی افغانان 

نهضته !ستا اوستا دخائینواووحشی ملګرو

 وژنی اوجنایتونه نه هیروی نه هیروی  

تا په  خپلو کرغیړنو اوناپاکولاسونوسره

دبغلان ا وهرات  په زرهاوبی ګناه  شریف خلک

اودین دوسته مسلمانان  شهیدان کړی دي

تا په خپله ډېربی رحمانه  وژلی دي ؟

خائینه،غداره ،سفاکه دانسان اواسلام دښمنه

هغه وژنی درپه یاد که ؟

ای تورتاریخ لرونکی مستبیدنهضته!

زما دغه خبره اولیکنه هیرنکړی

 ښه یې په پام کې ولره  

زه په رښتیا سره

 پر ځپلوزوړوبغلانیانواوهراتیانواوشینډنډیانو

باندی پوره ایمان لرم

متیقین یم اوکامل  بارولرم  

اوزه پرخپلومظلوموخلکو اوولسونوباندی ډاډمن یم 

بلی  په رښتیا سره ډاډمنیم چې یوورځ نه  یوورځ به

ستاپه شان  مخ توری قاتل اوغدار

دخیال محمد،اقبال وزیری  اونورو

ظالمانو،سفاکانو،غدارانو

اودمستبیدونودجنایتونوڅخه

خامخا،هرومروبه پردی اوهغه ماسکونه

چې پرخپلوکثیفواوچټلومخونوباندی 

غوړه ولي اوراکش کړي مو دي

 داپردی اوماسکونه به

راپورته کیږی اوحتمی به راپورته کیږی

نهضته ،طوفانه ، جوالی ،افته ،اقباله وزیریه

 اونورامینی داسلام ضد...............تورمخۍ

مرتجعین اوخائینین به  حتمی محاکمه کیږی  

بارومندیم چې پوښتنه به ستا سوڅخه کیږی

حساب به درنه اخیستل کیږی

خبراوسی چې ستاسوغدارانو د ظلمونونه

ستردفتراودیوان  جوړسویدی

اودغه دیوان اودوسیی  به پرانستل کیږی

اوحق به و حقدارته وررسیږی  .

داورځی په خیرسره رانږدی  اورارسیدونکی دي

هیریې نه کړی،هیریې نه کړی،هیریې نکړی  .

«پاڅون شینډنډی »

دریم مکروریان دکابل  ښارافغانستان

 

 


بالا
 
بازگشت