دمارچ د اتمی نیټی په پلمه :   

 

 

  الف - میهن فدا

           

 ښځه

 

        د ناوړو دودونو په لومو کی

 

 

    دفرنګیانودمارچ دمیاشتی اتمه چه دلمریز کال دکب له اوه لسمی  نیټی سره سمون خوری ،  په ټولو پر مخ تللیو هیوادونو کی دښځو دپیوستون نړیوالی ورځی په توګه لمانځل کیږی  , چی دهغه په ترڅ کی د هغو سر ښندونکو او زړه ورو ښځو او نارینه وو لمانځنه کیږی کوم چی دپانګه والی نظام  د مظالمو پر ضد پاڅیدل او ډیری سر ښندنی یی وکړلی .مونږپه داسی حال کی چی دهغوی درناوی کوو،د دغی ورځی د رارسیدو له امله دهیواد او نړی ښځو ته مبارکی وایو .

     مګر ځما دهیواد ښځی ته دغه ورځ لمانځل یو ((لوکس))کار دی دا ځکه چی هغی بیچاری لا دفیوډالی او ماقبل فیوډالی بیرته پاتی دودونو په لومو کی بنده پاتی ده .

په وروستیو کلونو کی چی هیواد باندی تیاره او ناپوهی خپره ده دنورو نا خوالو تر څنګ دښځو دژوند د ودی او پر مختګ څرخ هم په ټپه ولاړه ده .

د دغوناخوالو یوه بیلګه د ناوړو دودونو شته والی ده چی دهغه  جملی نه په ((بد)) ورکول او په ((بدل)) ورکول ، هغه ناوړه دودونه دی چه لاهم دافغا نستان په کلیو او بانډو کی رواج لری .

په بد کی ورکول داسی ده چی : کله چی دکورنی یو غړی کوم جرم ( قتل زنا او ورته جنایتونه )سرته ورسوی ،جرګه جوړیږی او دلانجی د پایته رسولو لپاره د مجرم دکورنی لور یا خور مقابل لوری ته دورکولو حکم صادروی  . نو دغه نجلی یا ښځه چی په بدو ورکول شوی ده ، دژوند تر پایه پوری د بدمرغی شپی او ورځی تیروی او دپیغور او منتونو تر باران لاندی وی .باید وویل شی چی جرګه او مرکه ویاړلی دودونه دی چی درناوی یی باید وشی، لیکن ځنی فیصلې چه نه پښتو سره او نه عدالت سره اړخ لګوی باید پریښودل شی ، چی دهغو څخه یو همدغه دبد ورکول او اخستلو  ناوړه دودونه دی .

بل ناوړه دود چی د هیواد په ټولو کلیو او بانډو کی رواج لری په ((بدل)) ورکول دی او هغه داسی ده چی د نورو ناو ړو دودونو لکه په جنکیانو باندی پیسی اخستل(ولوور) دځوانانو د ودونو په وړاندی لوی خڼد  ، ده . نو کورنی ددی لپاره چی وکولی شی خپلو ځامنو ته واده وکړی خپل لور یا خور د بلی کورنی ځوی یا ورور ته ورکوی او داکار دښځی درضائیت نه پرته سرته رسیږی ،  اود عمر تناسب هم پکی نه مراعات کیږی، ددی کار معنی داده چی باید خور دورور قربانی شی  .

په افغانستان کی نور ناوړه دودونه هم  شته دی  چی دبیرته پاتیوالی نښه ده .په نورو برخوکی هم دښځو د ژوند شرایط د اندیښنی وړ دی، چی دغه حقیقت د رسمی سرچینو له خبرو څخه جوته کیدای شی .  دبیلګی په توګه ، دافغانستان دبشر دحقوقو کمیسیون وایی چی یوازی په روان کال کی دښځو په وړاندی د زور زیاتی او بد سلوک ۲۲۰۰ قضیی دغه کمیسیون ته رسیدلی دی ، چی د هغوی په هاند دنورو عواملو تر څنګ د ښوونی او روزنی نشتوالی او دحکومت نه توجه،د د غو ناخوالو لاملونه دی

لنډه داچی اقتصادی ، ټولنیز ،سیاسی او امنیتی نیمګړتیاوی دافغانستان ټول خلک او په تیره بیا ښځی او ماشومان ډیر ځوروی ، خود دغو ناخوالو تر څنګ ښځه باید  دنارینه  وو دظلم او زیاتی پیټی هم پر اوږو ویسی او دناوړو دودونود زهرجام هم وڅښی.

       په پای کی دښځی ستر مقام ته د درناوی سر ټیټوم او دهیواد رنځیدلی او ځپل سوی ښځو ته وایم  : تر څو چی دخپل حق د لاس ته راوړلو په لاره کی بی امانه مبارزه ونه کئ چا دغه حق پخپل رضا نه درکوی ، نو باید ودریږو او وخوځیږو او که نه همداسی زار او ویجاړ به پاتی یو . لکه اجمل خټک چی وایی:

ملګرو تش په  لوګیدو ونه شو

ځئ چه لمبه شو داخپل ځان وسیزو

دنوی ګل د  خصمانی   دپاره

دازوړخوړلی ګلستان وسیزو



بالا
 
بازگشت