دمخکښ شاعر اونومیالي لیکوال او داستان لیکونکي ښاغلي عنایت الله پویان دادبي آثارو یوه بیلګه     

 

ګرانو وطنوالواوادب دوستانو، دښاغلي عنایت الله پویان دریم داستان چې ډیرښکلې او په زړه پورې دی تاسو ته وړاندې کوم. هیله مندیم چې دتاسو ادبي تنده پرې ماته شي.

 

په ادبي مینه: انجنیر عبدالقادرمسعود

 

 

لیونی بابا 

                    

      او زمونږ کور او کلی د ظالم اباد د شار به څیرمه د یوې هسکې   غونډۍ د پاسه پروت ؤ او د بهادرانو د کلي په نامه یادیده - د کلي  ختیزې خواته تاو را تاو سین کال دولس میاشتې د بهیدو په حال کې ؤ او د کلي لویدیز لور ته پراخې کروندې پرتې وې او له کروندو څخه آ خوا د غره په لمنو کې هلته  چې کوچیانو د پسرلي په شپو او ورځو کې خپلې کيږدۍ ګانې پلنې کړې وې، په ناڅاپه ټوګه نا پیژاندل شوی زیارت را بر سیره شوی ؤ او د زیارت د مجاورانو دنده یوه لیوني ملنګ چې یو زوړ ښځینه کمیس یې له ځان سره ګرځاوه او خلکو د اخلاص له موخې د بابا په نامه دروند  یاداوه سرته رسوله- لیوني خپله توره ږیره په همدې زیارت کې سپینه کړې وه خو په دا دومره اوږد عمرکې هغه له چا سره خبرې کړې نه وې او د هغه د قام او قبیلې او خپلو خپلوانو نومونه چاته مالوم نه ؤ ـ  دکلي خلکو د هغه په هکله رنګ رنګ خبرې کولې ـ چا به ویل:بابا په زلمیتوب کې د دیني مدرسو طالب العلم ؤ،قصیدې یې پخې کړې وې، پیریان یې تابع کول، پیریان پرې ناست دي او هغه زوړښځینه کمیس چې بابا یې له ځان سره ګرځوي  د پیریانو دشهزادګۍ کمیس دی او چا به ویل: بابا د لوړې پوهې او قلم خاوند دی ، فلسفې کتابونه یې لوستل اودستورو اوآسمانونو دجوړښت او پیدایښت په هکله یې څیړنې کولې،دغو سختو څیړنو هغه د لیونتوب او جنون سرحد ته رسولای دی او چا به ویل: هغه د خدای د مینې مجذوب لیونی ملنګ دی ، بد یې چا ته نه رسيړي ، له خدای تعالی سره راز او نیاز لري، دعا ګانې او ښیرا ګانې یې ټک او پطره   لګیږي – دا چې بابا څوک ؤ او هغه زوړ شلیدلی ښځینه کمیس دچا کمیس ؤ د حیرانتیاخبرې او د تعجب پوښتنې وې                                               

د بابا به کله ناکله مجاز جوړ ؤ او له ځان سره به یې پرله پسې  کټ کټ خندل او د ډیرو خنداګانو له لاسه به تک شین واوښت او کله ناکله به یې مجاز وران ؤ او له ځان سره به یې ژړل او د ډیرو ژړاګانو له لاسه سترګې به یې د وینو دجامونو په څیر تکې سرې واوښتې ـ  د خنداګانو او ژړاګانو په لامل  يې د چا سر نه خلاصیده                                                          

زه به هر مازدیګر کله چې به دلمر وړانګې ژیړې او زرغونې کیدې زیارت ته ورتلم او د زیارت له ګلالیو کوترو سره مې سات تیراوه او د لیوني بابا تماشې به مې کولې او مور به مې بیابیا راته ویل(زوی جانه!قربانکه دې شم زیارت ته چې ورځې پام کوه د پیریانو کمیسه ته ور نژدې نه شې، پیریان به دې د غرونو له ګړنګونو را ؤ غورځوي او زه به د لیوي بابا په څیر در پسې لیونۍ شم)او ما به خپلې سودایي مور ته ډآډګیرنه ورکوله او ویل به مې(بې غمه اوسه، د پیریانو له کمیسه سره کار نه لرم) اوساده وزمه  مورکۍ به مې زما په دروغو خبرو غولیده او زه به یې د زیارت له تګ څخه نه منع کولم  نه پوهيږم دا ولې دومره له حد او اندازې زیاد د لیوني بابا د پټو رازونو د را برسره کیدو لپاره لیوال ؤم، خدای بښلي نیکه مې په فارسي کې راته متل کاوه او راته به یې ویل: ګنج در ویرانه است، که څوک دغه د پیریانو له معجزو او اسرارو ډک 

کمیس له ځان سره ؤ لري پیریان یې د خپلې پاچاهۍ او لښکرو لپاره د امیر په توګه مني او د پیریانو د بې حسابو ګنجونو واکمن پاچا ترې جوړیږي ـ شایي زه د خپل تجربه کار، په خبرو پوه نیکه د متلونو او خبرو تر اغیز لاندې ؤم او غوښتل مې دافسانوي کمیس د لاسته راتګ له لارې د پیریانو پټې پاچاهۍ ته لار پرا نیزم او د پیریانو د بې حسابو ګنجونو خاوند شم، دا چې شاعر وایي :( چې غوټې پسې وهې په لاس  به در شي+ چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته)- د حق او حقیقت خبرې دي،په تیر آخرعمر کې کله چې د بابا عمر د پای ټکي ته نژدې شوی ؤ، زما د ستومانو منډو را منډو له برکته د پیریانو د شهزادګۍ د کمیسه  په هکله  واړه کیسې ډاګیزې شوې او دغه کیسې داسې پیل شوې: د دوبي شپې او ورځې پای ته رسیدلې وې، هوا د سړیدو په لور روانه وه،د کلي بزګرانو د زیارت د شاه او خوا په للمو ځمکو کې مالې او قولبې ګرځولې او د مني د غنمو تخمونه یې شندل او هوایي مرغانو او چوغکو د قولبو شاه ته د غنمو د تخمونو دانې را ټولولې اوماشومانو دچوغکو د الوزولو لپاره د (های،هوي)غږونه اوچت کړي وو دهرې بلې ورځې په څیر څادر مې په اوږو واچاوه او د څپلیو بندونه مې ؤتړل او د زیارت په لور ؤ خوځیدم،د لارې په اوږدو کې مې له ځان سره چرتونه وهل او له ځان سره مې ويل(د څه لپاره بابا دغه زوړ شلیدلی ښځینه کمیس له ځان سره ګرځوي؟) د خدای بښلي نیکه خبرې مې را په یادې شوې: (که څوک خطرې په ځان ؤ مني او دغه له معجزو او اسرارو ډک کمیس تر لاسه کړي، پیریان یې د خپلو لښکریانو لپاره د امیر په توګه مني او د پیریانو د بې حسابو ګنجونو خاوند ترې جوړیړي) د پیریانو د بې حسابو ګنجونو په فکر او سودا کې زیارت ته ورسیدم، لیونی بابا د هرې بلې ورځې په څیر له خپلې کوچنوټې جونګړې را وتلای ؤ او د زیارت مقبرې ته مخامخ په چرت او فکر کې ناست ؤ ، له ځان سره غږیده او نامالومو خلکو ته یې سپکې، سپورې ویلې ـ د هغه ماته شاه وه، هغه زه نه لیدمه او ما دهغه دلیونتوب واړه کارونه،ژړاګانې اوخندا ګانې لیدلې او اوریدلې- څادرمې له اوږو ؤ غورځاوه او څپلۍ مې د یوې غټې تیږې شاه ته پریښودې او د باد او بریښنا په څیر د لیوني په لور ور والوتم او د هغه له وچو، بربنډو، ډنګرو اوږو څخه مې د پیریانو کمیس را والوزاوه او هغه ته نژدې چوپه خوله ودریدم    د بابا له ستوني څخه هیبتناکه کریږه  پورته شوله او د یوه مست مایه اوښ په څیرغربړې یې ؤکړې او ځګونه یې له خولې باد شول او په چیغو، چیغو کې یې راته ویل(ولې له خدایتعالی څخه نه ډاریږې؟ د څه لپاره د زیارت ملنګان اوبې آزاره لیونیان ځوروې؟زه د ظالمو انسانانو د ظلمونو له لاسه دغې وچې بیدیا  ته راغلم  او له انسانانو  

څخه مې لرې په غه چول کې واړول خود شراو پسات ملګري (ظالم اانسانان) مې همدلته هم په قرار نه پریږدي او دلته هم را پسې دي،  ته له ما څه غواړې او په دغه ښځینه شلیدلي کمیس چې څوک یې په ګرم بازارکې په دو پنځه ګیزو پیسو ناخلي څه کوې ؟ له خدای تعالی څخه ؤ ډآر شه ، د زیارت ملنګان مه ځوروه او کمیسس بیرته را کړه) د لیوني هیبتناکو چیغو او کوکارود تیښتې لار راڅخه ورکه کړې وه ،د پښو اولاسونو غړي مې په بیساري توګه لړزیدل، ډار په سر آخیستای وم ، دخپلې مورتل پاتې خبرې مې را په یادې شوې(زوی جانه! زیارت ته چې ورځې، پام کوه د پیریانو کمیسه ته ورنږدې نه شې ، پیریان به دې د غرونو له ګړنګونو را ؤ غورځوي او زه به د لیوني بابا په څیر در پسې لیونۍ شم) د مور د خبرو پسې مې سر ؤ نه ګرځاوه، د بابا ږیره مې ؤ نیوله او په ننواتو او زاریو کې مې و هغه ته ؤ ویل(بابا جانه! د مور ایکي یوازې یو زوی یم پام کوه راته ښیرا ؤنکړې ، که ستا ښیرا را پسې شي او زه مړ شم مور مې هم را پسې مري- زه کمیس نه غواړم، زه غواړم د دغه کمیس په هکله له بابا څخه د ریښتیا خبرې واورم او تر څو چې بابا راته د کمیس په هکله خبرې کړې نه وي  زه چاته کمیس نه ورکوم) دبابا چیغې او کوکارې غلې شولې او د قار او غضب پیریان يې له ماغزو والوتل، له مانا ډکه موسکا یې د سپیرو شونډو د پاسه خوره شوه او په موسکا کې یې راته ؤ ویل(زوی جانه! زما خبره واوره،غوټه چې په لاس خلاصیږي په غاښو يې مه خلاصوه، د جهان خبرې او کشالې په نیک سلوک حل کیدای شي ، تشدد او زور کارول د وحشي ځناورانو کار دی او د بنیادم لپاره مناسب او د منلو وړ نه بریښي)   ( زه به د کمیسه کیسه تاته ډاګیزه کړم خو شرط یې دادی چې کمیس بیرته راکړې، که دغه کمیس را سره نه وي زه مرم او د کمیسه کیسه له ما سره د هدیرو په سپیرو خاورو کې نا لوستې او پټه پاته کیږي) هغه ته مې ؤ ویل(پلارجانه! زه د زور او تشدد سړی نه یم  او دا دی کمیس در واخله او پخوا له دې چې ستا حق لیدونکې سترګې له دغې کرغیړنې دنیا ګۍ څخه پټې شي راته کیسه واوروه) بابا خپل د وچو هډوکو په څیر وچ ډنګر لاسونه را ؤ غځول او کمیس يې تر لاسه کړ او ډاډه شو او بیا يې د ډیرې ستومانۍ او ستړلیا له لاسه خپل ببر سر پخپلو وچو زنګنونو ولګاوه او د ژورو فکرونو او ژوروخیالونو په توفانونو کې ډوب شو ، سترګې يې پټې شولې او د خوب په څیر د غفلت لیونۍ څپه پرې را پریوته او ویده غوندې شو ـ شیبې د باد په څیر تللې، را تللې، د اوږدو شیبو لپاره بابا خپل ببر سر پخپلو زنګنو ایښی ؤ او د ژوروفکرونو په ټال کې زنګیده او ما د کیسو د اوریدو لپاره د انتظار سختې شیبې شمیرلې، د ډیرو شیبو له تیریدو څخه وروسته هغه خپل ببر سر له خپلو وچو زنګنو څخه را ؤچت کړ او  دا خوا هغه خوایې سترګې ؤ غړولې او راته یې ؤ ویل(زوی جانه! د کمیسه کیسه کوم پړاو ته رسیدلې وه) هغه ته مې ؤ ویل(پلار جانه!کیسه لا پیل شوې نه ده، کیسه د پیل کیدو په حال کې وه خو له بده مرغه ستا حق بینې سترګې پټې شوې او کیسه نا لوستې پاته شوه) بابا خپلې سرې  سترګې را واړولي او راته یې ؤ ویل( مه وارخطا کیږه، د کیسې سر ټکي ما لیکلي دي، پایلې به یې ته ؤ لیکې او پام کوه څوک دې د دغو کیسو د لوستلو او لیکلو په ګناه او جرمانې کې ؤ نه نیسي) هغه ته مې ؤ ويل(ډآډه ؤسه، کیسه به د ظالمانو له نظر لرې لولم او لرئ لیکم) بابا د وچو هډوکو په څیر خپل ډنګر لاسونه پخپلې خورجینې کې ؤ منډل او د  غمجنوکیسو یو څیرې ویرې کتاب یې را برسیره کړ او را ته یې ؤ ویل ( زوی جانه!ما دغه کیسې د خپل ځوریدلي زړه په سرو وینو لیکلې دي ، پام کوه ته یې د لوستلو به وخت کې د خپلو اوښکو په بارانونو ؤ نه مینځې) ما څه ؤ نه ویل او بابا پرته له دې چې راسره خدای پاماني ؤکړي خپلې اوږدې لکړې دخپلو تخرګونو لاندې ولګولې او د لکړو په زور ودرید او بیا ګوډ ګوډ د خپلې جونګړې په لور لاړ او پخپلې جونګړې ننوت او له  سترګو  پنا شو او ما د شلیدلي  څیرې  ویرې  کتاب پاڼې  پخپل څادر کې را ټولې کړې ، د څپلیو بندونه مې ؤتړل، څادر مې په اوږو  واړاوه  او د خپل کور او کلي  پّه  لور را ؤ خوځیدم  ـ  د لارې په اوږدو کې مې له ځان سره چرتونه وهل او له ځان سره مې ویل ( د څه لپاره  بابا را ته ؤ ویل:پام کوه څوک دې د دغه کتاب د لوستلو په تور او ګناه کې ؤ نه نیسي)  د کتاب  د  لوستلو  لپاره  مې تنده  وار په وار زیاتیدله  او د خپل کور او خپل کلي په لور مې چټک چټک  ګامونه پورته کول ،شپه د راتګ په حال کې وه، کروندګروخپل ورځني کارونه بس کړي ؤ، پوندو او مالدارانو خپل مالونه او خپلې رمې د کلي په لور ځغلولې، د آسمان مخ د مازدیګري لمر په ژیړو او زرغونو وړانګو کې د ناوکیو د لاسونو په څیر تک سور ځلیده او هوایي مرغانو او چوغکو د شپې  د  تیرولو  لپاره  د ګڼو ځنګلونو په لور هسکې او ټیټې الوتنې کولې او شودورو لنګو غواګانو د خپلو غوسیانو لپاره  د پادو په سر کې د کلې په لور منډې او رمباړې وهلې ـ  لا د کلي په تاو را تاو کوڅو کې د ماښام خړچکه تیاره خوره شوې نه وه  کاله  ته  ورسیدم ـ   پلار مې د ماښام د لمانځه لپاره جومات ته تللای ؤ او خورګانو مې د ریشقو او شوتلو پنډونه په سر ایښې وو او غواګانو ته یې ریشقې او شوتلې را ځغلولې او  مور مې د تناره د اور لمبو ته نژدې ناسته وه ، ډوډۍ یې پخوله ، د هغې سترګې په ما ولګیدې، راته یې ؤ ویل(زوی جانه! چيرته تللی وې)هغې ته مې ؤویل (زیارت ته، لیوني بابا ته ،دعاې مې ترې واخیستله) مور مې خپله پخوانۍ خبره تکراره کړه (زوی جانه ! قربانکه دې شم ، زیارت ته چې ورځې پام کوه د پیریانو کمیسه ته ګوتې ور نه وړې پیریان به دې له ګړنګو را ؤ غورځوي او زه به د لیوني بابا په څیر در پسې لیونۍ شم ) او ما څه ؤ نه ویل او د خپلوکتابونو په کوټې  ننوتم او د ماښام د ډوډۍ له خوړلو څخه وروسته د بابا په قلم لیکل شوی کتاب مې پرانیست ، کیسه داسې پیل شوې وه : د هغه  پاک خدای  په  نامه چې مینه او محبت یې د انسان  لپاره  او انسان  يې د مینې او محبت لپاره پیدا کړی دی د یوه  داسې مظلوم  بنیادم  د مظلومتیا په هکله کیسه لیکم ،هغه چې خلک یې  لیونی بولي او د یوه داسې ښځینه کمیسه په باب خبرې کوم، هغه چې  د  بهادرانو په  کلي  کې  د پیریانو د کمیسه  په  نامه مشهور شوی دی او  د کیسې  په  سر  ټکو کې دغه  پورې غر یادوم ـ دغه پورې غر چې د ژمي په ورځو او شپو کې  د واورو سپینه بړستن آغوندي او د پسرلي په  خوندورې هوا کې د ګلانو او شنیلیو په رنګینو جامو کې پټيږي ـ دغه غر چې دنګې څوکې یې د هر بهادر زلمي لپاره د ثبات، استقامت، ریښتیا  او صداقت، پښتواوپښتونولي،سولې او ورور ګلوی او میړانې  اوغیرت درس ورکوي- دغه غر چې په هر ګړنګ کې یې د تیرو زمانو د غیرتمنو ولسونو د میړانې مورچې او سنګرونه براته دي او زاړه تاریخونه را ژوندي کوي ـ دغه غر چې رنګارنګ ګلان به کې غوړیږي او د زرکانو زرکوړي په کې منډې وهي او پړانګان او زمریان په کې بچي زیږوي ـ د همدغه غره شاه ته یو ښار ګوټی ؤ دغه ښار ګوټی د یو ظالم پاچا د ظلم په دوران کې جوړ شوی ؤـ ظالم پاچا به له ناغې پرته هره ورځ د جګړو اسیران او بیګناه بندیان د سلطنتي قصرونو او ماڼۍ ګانو د جوړولو لپاره د بیګار کارونو ته ګمارل او چا چې به د شاهي او سلطنتی قصرونو دجوړولو په بیګار

 کې سرغړونه او ناغیړي او ټګي او برګي کوله پاچا به هغه ته د مرګ سزا ورکوله ـ د دغه خونړي ښار د نړیدلو زړوؤ زړو ودانیو د دیوالونو لاندې لا تراوسه پورې د وژل شوو بنیادمانو د ککرواو پښو او لاسونو خوسا شوي هډوکي پراته دي ، پاچا د خپل عمر ټوله برخه په شخړو او جګړو کې تیره کړې وه اوله شخړواو جګړو پرته په هیڅ کار نه پوهیده نو ځکه د هغه له مړینې څخه وروسته دهغه د زوی( شهزاده فخر زمان) د ظلم په دوران کې دغه ښار د ظالم آباد د ښار په نامه ؤ نومول شو خوکله چې دغه خبر(شهزاده ولي عهد فخرزمان) ته ورسیده هغه د ښار ډندوره چیانو ته بلنه  ور کړه او هغوی ته یې ؤ ویل (د یوه مست هاټي په شاه سواره شئئ او نغارې ؤ کړنګوئ او اعلان ؤ کړئ دغه مبارک ښار چې د یوه عادل، مسلمان او مجاهد پاچا د عدل او انصاف اوجهاد په دوران کې جوړشوی دی عادل آباد نومیږي که څوک یې د ظالم آباد په نامه ؤ بولي د مرګ په سزا به محکوم شي)جارچیانود(ولیعهد فخرزمان) فرمان سر ته ورساوه  او دغه ښار په خلکو کې د( عادل آباد) په  نامه ؤ نومول شو خو د ولی عهد فخرزمان له  مړینې څخه وروسته د نورو پاچایانواوامیرانو د ظلمونو په دوران کې خلکو دغه ښار د پخوا په څیر د (ظالم آباد)  په نامه یاداوه  او دعادل آباد نوم له خلکوهیر ؤ ـ زه په همدغه ښارګوټي کې کله چې واکمنو پاچایانو او امیرانو د شر او پسات د ورکولو په بهانو او د شریعت او عدالت د خوندي کولو په پلمو د پوهې او قلم خاوندان د یاغیانو او باغیانو په  نامه په جیلونو کې ساتل او خلک له قحطي اولوږې سره لاس او ګریوان ؤ یتیم ؤ زیږیدم - زمونږ کورد خوارو بې وزلو بزګرانو د کورونو  په  منځ کې هلته چې واکمنو امیرانو د خپلو قچرو او جنګي اسونو د ساتلو  لپاره غوجلې او تویلې  جوړي کړې وې  او د غوجلو او تویلو له لوري به کال دولس میاشتې زمونږ د کورونو په لور د تویلو خوسا بویونه  لګیدل پروت ؤ او زمونږ د کور دروازې ته په څیرمه   زما د مورد ترور د زوی (میرزا اسلم ماما) کور ولاړ ؤـ د

ماما اسلم د کور خړ، خړ دیوالونه او د مڼو او شوتالو ګانو شنې او زرغونې ونې زمونږ د کور له بامونو څخه له ورایه مالومیدې ـ د ماما لورګانې او زامن نه وو،په تیر آخر عمرکې پاک خدای هغه ته کوچنوټې شین سترګې لورچې ګل څانګه نومیده اود کوڅې ماشومانو هغه د (ګلۍ) په نامه یادوله ور بښلې وه- مور به مې هره  ورځ  د شهزادګانو او شتمنو خلکو کورونو ته ورتله او د شهزادګانو او شتمنو خلکو جامې به یې مینځلې او ماته به  يې د شتمنو خلکو له کورونو څخه پاته شونکي خواړه  او وچې ډوډۍ ګانې را ځغلولې او زما وږی نس  به یې پرې مړاوه او ما به له ګلۍ سره  د هغوی  د کور د مڼو او توتانو په  باغچو کې منډې را منډې وهلې ـ  زمونږ  د  لوبو او منډو  را منډو او خنداګانو کړسهار غږونه  به  آن  تر  لرې کورونو او لرې واټنونو پورې رسیدل- یوسات به مې له  ګل څانګې سره شخړه پیدا شوه او د هغې غوږونه به مې پخپلو تیرو نوکارو تک سره  واړول او بل سات به سره  پخلا ؤ او  شخړې به موهیرې وې- د ماشومانو نړۍ څومره له بغض او کینو  پاکه،خوندوره خوږه نړۍ  ده، خو افسوس د باد په څیر را شي او د باد په څیر لاړه شي- نه يې څوک په تګ پوهیږي، نه بې په را تګ -  لوړ مازدیګراو قضا ماسښین کله چې به مې د مور د راتګ وخت را نژدې شو مونږ  دواړو به نورې لوبې بس کړې او د هغې د راتګ سره به مو جوخت خپل په خاورو ککړ لاسونه او ککړ مخونه ؤ منځل او له خپلو سپارو سره به د سبقونو د لوستلو لپاره د جومات په لور ؤخوځیدو- د جومات د ملا ببره تکه سپینه ږیره او په رانجوغټې تورې سترګې او

 سپینې جامې مې داسې یادیږي چې ته به وایې ملا صیب همدا اوس زما مخې ته ولاړ دی او ماشومانو ته نصیحت کوي اوهغوی وایي(د سیدجان پلار او دګلۍ مور په حق رسیدلي دي ، دخدای تعالی قار او غضب به را نازل شي ، پام کوئ ،  له هغوي سره شخړې ؤ نه کړئ او خپړې ؤ نه لګوئ) د دې لپاره چې د خدای قار او غضب را نازل نه شي  نو ماشومانو  به له مونږ سره شخړې نه کولې او ما او ګلۍ به لا په ماشومانو زور زیاتی کاوه اوبیا کله چې نهو کلونو ته ورسیدم که څه هم ګلۍ د لږ عمر ماشومه جلکۍ وه خو میرزا اسلم ماما هغه په کاله کې سطره کښینوله او ما له خپلې مور سره په کار لاس  پورې کړ ـ  مور به مې کرۍ شپه د تناره د اور لمبو ته نژدې ناسته وه او د سابو پیرکي به یې پخول او ما به د ظالم آباد د ښار په  تاو را  تاو  ګردجنو کوڅو کې د پیرکيو ټکرۍ په سر ګرځوله  او نارې به مې وهلې (هلئ پیرکي واخلئ ـ غوړ پیرکي ـ ګرم پیرکي ـ تازه پیرکي ـ مزې لري، ګندنې لري ـ مسالې لري)او خلکو به را باندې غږ کاوه(هلکه! پیرکي خو به دې پروني او شو مانده نه وي) او ما به د پیرکیو ټکرۍ له سر څخه ښکته کوله او خلکو ته مې ویلې(قران شریف مې دې ؤ وهي چې همدا اوس له تناره څخه نوي را وتلي دي او تازه دي او که بیا هم زما په قسمونوستاسو باور نه کیږي نو راشئ،لاسونه پرې کیږدئ، تودوښه یې لا لرې شوې نه ده

 چا به پیرکي را څخه آخیستل او چا به هسې خوشې سات را باندې تیراوه او چا به ټوکې ټکالې را باندې جوړولېـ د ظالم آباد د ښار سپاهیانو به را څخه په  زوره پیرکي خوړل او پیسې به یې نه را کولې او ما به ژړل او  سپاهیانو به په څپیړو وهلم او راته به یې ویل (چوپ شه د ټیزنې زویه !مه ژاړه، د دو پیسو پیرکي څه مانا لري چې مرداره شواړه خوله دې د خره د کوټي په څیر خلاصه نیولې ده اوهونګارې وهې او نه شرمیږې) ما به د خپل څیرې ویرې کمیسه په لمنې خپلې اوښکې پاکولې اوله ظالمو سپاهیانوڅخه به مې له یوې کوڅې څخه بلې کوڅې ته منډې وهلې- تیر ماښام کله چې به د  ښار د ویجاړو وراستو دیوالونو د شڼیدلو اوږو د پاسه  د ماښام د تیارو خړچکه پرده را پریوته ستړی او ستومان به خپلې درګاه ته را ستون شوم، موربه مې د ګردجنو کوڅو په  تیارو کې راته سترګې په لار ولاړه وه او د هغې سترګې به په ما ولګیدې او راته به یې ویل (زوی جانه! پیرکي دې ټول خرڅ شوي دي ، که لا پاتې دي) او ما به د خپلې ځوریدلې مورکۍ د پوښتنې په ځواب کې ویل( د مازدیګر سودا مې ښه وه ، د خدای احسان ټول خرڅ شول ، پاته نه دي) هغې به بله پوښتنه هم راڅخه کوله او راته به یې ویل ( زوی جانه ! پیسې به خو در څخه ورکې شوې نه وي) ما به خپلې سودایی مور ته د پیرکو او بیسو حساب ورکاوه او مور به مې راته ویل(آفرین زوی جانه! ته مې  ګټیالی او زړور زوی یې او پیسې نه ورکوې) د ماښام  ډوډۍ به مې د ستورو په رڼا کې  له  خپلې مور سره دخپلو کوټو په بامونو کې ؤخوړه او بیا به د زړې تلتکې د پاسه پریوتم او شلیدلی زوړ څادر به مې په ځان را کاږه او ویده به شوم – کرۍ شپه به مي د پیرکو جنجالونه په خوب کې لیدل ـ کله به مې په خوب کې لیدل چې د ظالم  آباد  سپاهیان را څخه  په  زوره پیرکي خوري او پیسې نه راکوي او زه له سپاهیانو سره د پیرکو په پیسو شخړې کوم او سپاهیان مې دامیرالملک دربار ته ورولي اوامیرالملک مې د خپلې پاچاهۍ په قصرکې په سولۍ خیژوي، کله به مې په خوب کې لیدل چې پلارمې را ژوندی شوی وي او راته وايې(سید جانه زویه!د پیرکو په پیسو د امیر صاحب له وحشي سپاهیانو سره شخړې مه کوه، سپاهیان به دې د خپلو ټوپکو په ګولیو سوری، سوری کړي او ته به هم زما په شان مړ شې او کونډه مور به دې بوره پاته شي)کله به مې په خوب کې لیدل چې دظالم آباد دښار وږي تږي، لوڅ لپړ ماشومان را څخه د پیرکیو ټکرۍ تښتوي او زه د هغوی پسې مڼډې وهم او هغوی ته د مور او خور پوچې شکنځلې کوم(ستاسو مور او خور په ډګې را واړوم) او ماشومان هم راته د مور او خور ښکنځلې کوي ـ ما به په خوب کې له ماشومانو سره شخړه کوله او چغې به مې وهلې او مور به  مې  را باندې غږ  کاوه او راته به یې ویل(سید جانه زویه! په اړخ را  واوړه ، خپکۍ لاندې کړی یې، کلیمه ؤ وایه)  زه به د خپلې مورله ناروسره جوخت را ویښ شوم او د(لااله الا الله محمد الرسول الله) کلیمه به مې د خپلې وچې  ژبې د پاسه جاري  شوه  او بیا به مې  له خپلې مور څخه د خپلو خوبونو د تعبیرونو په هکله پوښتنې کولې او مور به مې را ته ویل (ماشوم يې ، کرۍ ورځ دې د میرات مړو پیرکو په پیسو له سپاهیانو سره شوراو جنجال وي نو ځکه  پریشان خوبونه وینې) هغه به یوه شیبه غلې شوه او بیا به  له ځان سره د شونډو لاندې ؤغوریده او له ځان سره به یې ویل ( په ظالمو سپاهیانو دې اور ولګیږي چې حیا او شرم نه لري او د خوارو  یتیمانو  پیرکي خوري او پیسې نه ور کوي) د زمانې د تګ په بهیر کې هر څه بدل شو ـ د شونډو د پاسه مې تور تور بریت را بر سیره شو او د ماما اسلم په کروندو کي مې په کرهنیزو کارونو لاس پورې کړاو ګلۍ هم  د  پیغلتوب معراج ته ورسیده، په نرۍ ملا یې ول، ول زلفې راماتې شوې د بازانو د سترګوپه څیر شنې سترګې یې د زړونو د ښکار لپاره لا اغیز ناکې شولې ، او د پښتنو په دود او دستور سمباله حیاناکه پیغله ترې جوړه شوله او زه به هره ورځ   له ماما څخه پټ په ډول، ډول بهانو د هغې د ښکلي مخ د لیدو لپاره د هغوی کاله ورتلم، دهغې اورینې لیونۍ مینې را څخه لیونی جوړ کړی ؤ او مور به مې راته شامدام ویل(پاکه مینه د خدای هم خوښیږي،پام کوئ چې مینه مو په حرامو کارونو وانه وړي) او ما به خپلې سودایي مور ته ډاډ ګیرنه ورکوله او ویل به مې ( بې غمه اوسه، له ګلۍ سره مې مینه د لیلې او مجنون او آدم خان او درخانۍ پاکه مینه ده او هیڅ کله به د ماما دروند نوم ته تاوان ؤ نه رسیږي) د زمانې د تګ په بهیر کې د عمر د پوخوالي له کبله په میرزا اسلم ماما رنګ رنګ ناروغتیا یې ولګیدې- د کوڅې خلکو د هغه د ناروغتیاوو په  هکله رنګ، رنګ خبرې کولې ، چا به ویل: میرزا کاکا ماشي چیچلی دی، سړه لره تبه یې کیږي،د شمکیو، ځوځانو، ترخو او ولو د ریښو جوشاندې دې وڅکي او چا به ویل : په میرزا  اسلم  د  د ډیرانه  پیریان ناست دي ، ملایان دې وهغه ته د پیریانو

تاویزونه ؤ لیکي او چا به ویل (په مرزاکاکا د ژیړې تبې مرض لګیدلی دی ، د هغه په غاړې کې دې د سپینو پیازو غوټې ؤ ځړولې شي او چا به ویل : په مرزا اسلم د هغه رقیبانو او بدخواوو خلکو کوډې کړي ، د چرسو د چلم په مردارو اوبو کې دې ؤلمبیږي او چا به یو څه او چا به بل څه ویل او د کم عمر بې تجربه نادانې جلکۍ څخه لوری ورک ؤ- هغه نه پوهیدله چې څه ؤکړي او له چا څخه مرسته ؤغواړي او د چا ؤ مني، د ګلۍ په فرمایش او خوښه دغه واړه چاري مي سر ته ورسولې- کوډ ګرو ملایانو ته ورغلم او هغه ته مې د پیریانو او کوډو ضد تاویزونه راوړل خو د هغه روغتیایي حال  هسې چې وران ؤ لا پسې وران شو – میرزا اسلم  ماما به بشپړه شپه په چیغو او کوکارو کې سبا کوله او د ګاونډیانو راحت اوخوب ته به یې تاوان رساوه داچې ماما دکوڅې معززاومخورسړی ؤ نوکاونډیانوبه دهغه د مزاحمتونو په وړاندې څه نه ویل او غلي به وو- د پسرلي شپې او ورځې پای ته ورسیدې، تاوده بادونه ؤلګیدل، کرۍ ورځ مي د ماما په کروندو کی په ګرمې هوا کې تیره کړې وه، د لمر وړانګو ژوبل کړی وم، د خپلو ویجاړو کوټو په بامونوکې د شلیدلې کټ د پاسه ستونی ستاغ پروت وم،سترګې مې شخې اسمان ته نیولې وې ، خوب را څخه تښتیدلی ؤ او د لکۍ لرونکو ستورو تماښې مې کولې او د ماما اسلم د ناروغتیا په هکله مې چرتونه وهل ـ مور می کټ ته راته  نژدې ناسته وه او د طاعون د مرض د کلونو په هکله یې را ته کیسې کولې او راته یې ویل(خدای مې دې غاړې نه بندوي زه په هغو کلونو کې د شپږو او یا وو کلونو ماشومه جلکۍ وم ـ  د طاعون د مخ نیوي لپاره ملایانو خلکو ته دعاګانې او تاوبزونه لیکل خو د ملایانو د هڅوسره سره د طاعون مرض د یوه خونړي سیلاو په څیر مخ په وړاندې روان ؤ او نه دریده- خلکو د طاعون د خپریدو پړه په ملایانو اچوله او ویل یې: چې ګنې د پاکو نفسونو او پخو عقیدو پاخه ملایان چې خلکو ته به یې پاخه تاویزونه او پخې دعا ګانې لیکلې د جګړو په مصیبتونو کې په حق رسیدلې دي او د سرکاري مدرسو ځوان ملایان تش په نامه ملایان دي، د هغوی تاویزونه او دعا ګانې دطاعون د مرض مخه نیولای نشي) خو ځوانو ملایانو د طاعون د مصیبتونو پړه په عامو خلکو اچوله او ویل ېې: چې ګنې عام خلک د خدای (ج) په قار ګګړ خلک دي، د امر بالمعروف او نهیې عن المنکر قوانین یې هیر کړي دي،هلکان د جنکو رنګینې جامې اغوندي او جنوکۍ د هلکانو په جامو کې ګرځي  او د سر پریټونه کوې، او شهزادګان او امیران د کمسیالو ټیټو خلکو له انجونو سره ودونه کوي، او د معززو سیالوخلکو انجونې کمسیالو خلکوته ناستې دي، د سیالواو کمسیالو خلکو ټوپیر نه کیږي، عربۍ ژبه چې د جنت اوپیغامبرانو ژبه ده له خلکو هیره ده او د خدای په قار ککړ زلمیان نن سبا د کافرو او بې دینو هیوادونو ژبې کاروي، له بهر څخه راستانه شوي طبیبان خلکو ته په شرابو ککړ داروګان ورکوي، نو ځکه د دغو سترو ګناهونو له لاسه د طاعون د مرض په څیر د خدای (ج) قار او غضب په خلکورا نازل شوی دی، خلک دې توبې ؤباسي، له بهر څخه را ستانه شوي طبیبان دې په سولۍ ؤ خیژول شي ، نو بیا به د طاعون د مرض مخه نیوله کیږي) مور مې راته غږيدله او غږيدله او زما د سترګو په باڼو د خوب دروند بار پریوت او د طاعون د مرض په چرت او خیال کې ویده شوم،لا مې یوه سترګه خوب کړی نه ؤ زمونږ د کور د دروازګۍ زنځیرونه ؤشرنګیدل او مور مې راباندې غږ ؤ کړ:(سیدجانه، څوک دروازه ټکوي) خوب را باندي غلبه کړې وه، څادر مې له غوږو را تاو کړاوخپلې مورته مې ؤ ویل(مورجانې سر ولګوه او ویده شه، د ګاونډيانو د کورونو  دروازې ټکیږي) مور مې یوه شیبه چوپه شوله او له دروازې څخه بیا غږونه اوچت شو او مور مې د بام تر څنډو پورې لاړه او بیا را ستنه شوه او راته یې ؤ ویل( ولې د دروازې غږ ناورې، پاڅیږه او ؤ ګوره دا څوک دي چې دروازه ټکوي) د مور د نارو سره جوخت خوب مې پریښود،څپلۍ مې چې د کټ لاندې پرتې وې په پښو کړې، څادر مي له ځان سره را واخیست او د ویجاړو کندو کپرو زینو له لارو حویلۍ ته ور کوز شوم، مور مې ډیوه ولګوله او له بلي ډیوې سره په منډو،منډو راپسې راغله او زما تر څنګه د کور دروازې ته مخامخ ودریده او غږ یې ؤ کړ(څوک یې چې دروازې ټکوې او غږ نه کوې)د کوڅې له لوری ښځینه غږ پورته شو چې ویل یې(عمه جانې، مه وارخطا کیږه، ګل څانګه یم)د سترګو په رپ کې مې د دروازې تنبې واړولې او دروازه مې خلاصه کړه، د تازه غوړیدلي ګلاب د سمسوربوټي په څیر ښکلې ګلڅانګه د دروازې شاته ولاړه وه، شنې سترګې یې له اوښکو  ډکې وي، نرۍ، نرۍ سلګۍ یې وهلې، د شین پاچ پوړنی یې په سر پروت ؤ او په سلګو کې یې زما مور ته ؤ ویل(د دادا مې روغتیایي حال سم نه بریښي،په هغه باندې د زلکدن علامې څرګندې شوې دي 

راشئ را سره مرسته ؤکړئ) . مور مې ؤ ویل( داڅه آورم) ګل څانګې  ؤویل(ریښتیا درته وایم ، د سینې هډوکي یې الوزي، د سترګو توریې تښتیدلي دي،له ځان بې خبر ګنګس پروت دی او خبرې نه کوي) د ماما د کور په لور مې تیزه مڼډه واخیستله، مور مې هم د کور په دروازې قلپونه ولګول  او له ګلۍ سره جوړه په منډو، منډو را پسې راغله، ماما خپل کټ د خپلو فیشني کوټو موخې ته نژدې په خلاصې هوا کې ایښی ؤ او د یوې سپینې تلتکې د پاسه  له ځان اوجهان بې خبرستونی ستاغ بې حاله پروت ؤ، سترګې یې پټې وې او کوچنوټې ډیوه یې سرته نژدې بلیدله- د لاسونو ارغوي مي د هغه په وچویلي ولګول او په لوړآوازکې مې هغه ته ویل(ماماجانه!سترګې ؤغوړوه او خبرې وکړه) هغه خبرې نه کولې،د لنډو شیبو له تیریدو څخه وروسته هغه خپلې کوچنوټې سترګې نیمکشې خلاصې کړلې او بیا یې له زګیروي سره راته ؤ ویل(څوک یې چې ماما،ماما نارې وهې آواز دې راته آشنا بریښي خو پيژاندلای دې نشم) ګلۍ خپله خوله دخپل پلارغوږونو ته ور نژدې کړه او بیا یې هغه ته ؤ ویل(سیدجان دی، پوښتنې ته دې راغلی دی، سترګې ؤ غوړوه، ورسره خبرې ؤ کړه)ماما یو زلي بیا خپلې کوچنوټې سترګې نیمکشې خلاصې کړې بیا یې له زګیروي سره راته ویل (زوی جانه!یوازې یې که سید بی بی خور هم د رسره ملګرې ده) مور مې چې زما تر څنګه د ماما  سرته نژدې ناسته وه د هغه د پوښتنې په ځواب کې ؤ وویل(اسلم جانه وروره! زه هم ستا په خذمت کې تاته نژدې ناسته یم) میرزا اسلم ماما یوه شیبه دمه جوړه کړله او چوپ پاته شو او بیا يې په لړزیدلي غږ کې راته ؤ ویل(زوی جانه!سید بی بی خور ته ؤ وایه: راته نژدې کښیني اوخبرې مي واوري) مورمې ورغبرګه کړله(ورورجانه!درته نژدې ناسته یم او خبرې دې اورم) د ماما سترګې له اوښکو ډکې شولې  او په ژړا کې یې زما مور ته ؤ ویل( زه او ته سره ترورزیان او د یوې نیا لمسیان یو، زما خوښی ستا خوښی ده اوستاسو خوښي زما خوښي ده. زه په دغه  نالتي ښار کې چې خلک یې ظالم آباد بولي او بنیادمان یې سړي خواړه دي له تاسو پرته نور څوک نه لرم چې د زړه غوټه ورته خلاصه کړم او د زړه حال ورته ؤ وایم- زه د څو ساتونو او یا څوشپو لپاره ستاسو میلمه یم او د خپل ابدي کور په لور روان یم، مرګ حق دی، له مرګ څخه نه ډاريږم، د ګلۍ بې کسي او تنهايي مې ژړوي، که زما ګناهکارې سترګې له دغې کرغیړنې دنیا ګۍ څخه پټې شي څوک به دغه د لږ عمر جلکۍ د ظالم آباد د وحشیانو له منګولو وژغوري) مور مې هغه ته ډاډ ګیرنه ور کړه او هغه ته یې ؤ ويل( اسلم جانه! د هرچا ساتندوي پاک خدای دی،ځان مه ځوروه اوغم مه کوه ، خدای مهربان پاچا دی)ماما په چرت او فکر کئ کښیوت او له ځان سره یې ؤ ویل(بې له شکه پاک خدای مهربان پاچا دی خو  بې له واسطې دجهان هیڅ کار نه ترسره کیږي) هغه بیا هم اوږدې شیبې په چرت او فکر کې کښیوت او بیا یې په لړزیدلي غږ کي زما مورته ؤ ویل(خیردې وي، ما له ګلۍ سره مشوره کړې ده، د هغې خوښه ده او شایې د سید جان او ستا هم خوښه وي،که دغه بی وروره او بې موره او بیکسه مظلومه جلکۍ د سید جان لپاره د خپلې انږور په توګه ؤمنې او زما د مړینې څخه وروسته د هغې لپاره د سر سیوری شې ، پاک خدای به  ستا دغه نیکې د محسناتو په تلې کې ؤتلي او زما د خیر دعا به تر حشر ورځې پورې ستا په حق کې وي) مور مې په ژورو فکرونو کې کښیوته او بیا یې ؤ ویل(څرنګه چې د جلکۍ او د هلک د دواړو خوښه ده ،  د خیر په کار کې زه څه نه وایم او زما هم رضا ده) ماما خپل ډنګر لاسونه د خپل بالښت لاندې ننویستل او یو رنګين ښکلي دستمال یې چې خوږې ګوړې او خوږې شکرپارې او پتاسې په کې برتې وې را بر سیره کړ او بیا يې ؤ ویل(چې ستاسو خوښه ده نو دادی د خپلونیکونو په دود او دستور برابر زه ستاسو لپاره د ګلۍ او سیدجان د کوژدې دستمال درکوم او د کوژدې مبا رکي درته وایم ،که ژوند باقی ؤ سبابه د کوڅې د جومات ملاته بلنه ورکړم اوشرعي نکاح به ؤتړم)مور مې لاس ؤ غځاوه او رومال یې ترلاسه کړ او سترګې یې زما په لور را واړولې او په موسکا کې یې را ته  ؤ ویل(زوی جانه! کوژده دې مبارک) او ما هغې ته ؤ ویل( په تا دې هم مبارکه وي)ګلي زمونږ شاه ته چوپه خوله ناسته وه او زمونږ خبرې او مرکې یې اوریدې، او د سرې مڼې په څیر تکه سره اوښتې وه، ځمکې ته یې کتل،شرمیدله او سترګې یې نه را پورته کولې ، ځان یې د اورلګیدو له کړکو او تیلیو سره مشغول کړی ؤ او د اورلګیدو د تیلیو سوې څوکې یې پر ځمکې موښلې،هغه اوږدې شیبې هلته ناسته وه او بیا منډه یې واخیستله او په کوټې ننوته، مور مې د ماما سر ته نژدې ناسته وه او د ماما په پښو او لاسونو یې د سړو اوبو څاڅکي شندل او د هغه رنځور پالنه یې کوله – د اوږدو شیبو له تیریدو څخه وروسته په ماما سره تبه راغله، د لاسونو ارغوي یې سره شول ، د سترګو په باڼو یې خړ ګردونه را پریوتل او د مخ پټوکی یې د تورې تبۍ په څیر تک تور واوښت او مور مې راته ؤ ويل ( سیددجانه! د اسلم جان مور مړی تبه سات په سات زیادیږي،که د کوم طبیب پسې سر ؤګرځوې او درملنه یې وکړې خدای به یې اجرونه در کړي او ٍثواب به ؤګټې) او ما هغې ته ؤ ویل(مور جانې! دظالمو ټوپکیانو، داړه مارانو، زورواکو  د تشدد او ظلمونو له لاسه په دغه ویجاړ ښار کې نه طبیبان پاته دي چې خلکو ته دې داروګان ورکړي او نه د پخو عقیدو ملایان پاته دي چې پاخه تاویزونه او پخې دعا ګانې دې ؤ لیکي) مور مې را باندې په غصه شوه او په قار او غضب کې یې راته یې ؤ ویل( ته شامدام زما د خبرو په وړاندې  بهانې جوړوې، بهانې مه جوړوه،که دې څوک پیدا نه کړل بیرته به راشې) د مور خبره مې ؤمنله،د څپلیو بندونه مې ؤ تړل،څادر مې له ځان سره را واخیست اود نامالوم طبیب د کور په لور ؤخوځیدم،ګلۍ له کوټې را ؤ وتله او مخې ته راغله، شونډې یې په دنداسو سرې کړې وې، د څورلسمې سپوږمۍ په پلوشو کې د کوه قاف د ښاپیریانو به څیر ځلیده او راته یې ویل(سیدجانه!خیریت خو به وي ، په کوم لوري روان یې) هغې ته مې ؤویل(د ماما لپاره طبیب را ولم) اوهغې راته ؤ ویل(د ورځې له پلوه  به لاړ شې) هغې ته مې ؤ ویل(د ورځې له پلوه خو ګرم بادونه لګیږي او د دلمر شغلې د بنیادم  له هډوکو تیریږي)هغې راته ؤ ویل(چې داسې ده  نو په دې خبرې کې زه څه نه وایم) ما څه ؤ نه ویل او هغه د کور د دروازې د تړلو په پلمو د کوڅې په لور را سره راغله اود زردالوګانو او مڼو د نیالګیو د ګڼه ګوڼو په منځ کې ودریده ـ د هغې په لور مې قدمونه پورته کړل او خپلې مټې مې د هِغې له نرۍ ملا را تاوې کړې، د صحرانیو غرڅنو په څیر زما په غيږ کې لړزیدله، له سپینې خولې او سپینو غاښو څخه یې خوندوره وږمه پورته کیدله او راته یې ویلې(سیدجانه!مه کوه شرم دی، څوک به راښي)هغې ته مې ؤ ویل(زما اوستا د کوژدي خبرې خلاٌصې دي او د شرم لپاره نور څه پاته نه دي) د وروستي زل لپاره مې هغه ېه غیږ کې ټینګه کړه اوبیا مې پريښودله او ارمانجن زړه د هغوی له کور څخه را ؤ وتلم او د نامالوم طبیب د کور د مندلو لپاره مې هڅې پیل کړې- دظالم آباد ښار د یوه مست شرابي سړي په څیر په نشو او سکر کې چوپه خوله پروت ؤ، د ښار په ګردجنو کوڅو کې د چا غږ نه لګیده ، کله نا کله به د خوارو، بې وزلو خلکو له ویجاړو کورونو څخه د رنځورو وږو تږو ماشومانو د ژړا ګانو او چیغو غږونه پورته شول او بیا به غلي شول، ماشومانو به له خپلو نیستمنو میندو څخه ډوډۍ او خوراکي توکي غوښتلې او د بې وزلو مورګانو په واک کې به څه نه ؤ چې خپل ماشومان پرې ماړه کړي او خپل ماشومان به یې په وهلو ، ټکولو غلي کول او خپلو ماشومانو ته به یې ویل(بسۍ شیشکې را شه او دغه هلک چې ډوډۍ غواړي  ؤخوره) څورلسمې سپوږمۍ خپله خړچکه رڼا د ظالم آباد د ښار د ویجاړو وراستو کورونو د شڼییدلو دیوالونو د اوږو د پاسه شندله او صحرايې  رنځورو کوڅه ګردو سپو او رنځورو پیشوګانو به د خوراکي شیانو د لاسته راوړلو لپاره دا خوا او هغه خوا منډې را منډې وهلې، څپلیو مې راته پښې تڼاکې کړې وې او څپلۍ مې په لاسونو کې ګرځولې او د کوڅې پستې، پستې خاورې مې د ژوبلو پښو په تلو سړې، سړې را لګیدلې او خوند يې را کاوه، د نامالوم طبیب د کور د مندلو لپاره مې اوږدې لارې ستړې کړلې، له یوې تنګې کوڅې څخه ارتې او سورورې   

کوڅې ته ورسیدم، سترګې مې د یوه ښکلي فیشني کور په شنو دروازو ولګیدې، دکور د دروازو د پاسه لیکل شوي ؤ( د ډاکتر رنځورمل کور) د ډاکتر د کور په لور مې تیز تیز ګامونه اوچت کړل او دهغه د کور دروازه مې ؤ ټکوله،له کور څخه د چا غږ پورته نه شو- یو زلي بیا مې د ښاغلي ډاکټر د کور زنځیرونه ؤ شرنګول ، بیا هم چا راته د هغه د کور دروازه خلاصه نه کړه ،  د وروستي زل لپاره مې د کور زنځيرونه  په زوره په زوره ؤ شرنګول ـ د ډاکتر د کور په ګاونډ کې د پاخه عمر وسلوال کس له خپلې وسلې سره  د خپل کور له بامونو څخه سر را اوچت کړ او راته یې ؤ ویل(څوک یې شپه دې په سر آخیستې ده او تش کورونه ډبوې اوخلک خوب ته نه پریږدې)هغه ته مې ؤ ویل(ماماجانه!د درویشانو د کوڅې نا بلد سړی یم، ډاکتر مې په کار دی) هغه په قار او غضب کې راته ؤ ویل(ډاکټر دې ستا سر ؤخوري،لاسونه دې اوچت نیسه او تماچې دې غورځوه) هغه ته مې ؤویل (ماماجانه! دا تماچې نه دي، د ا زما میرات مړې څپلۍ دي، پښې یې راته ږوبلې کړي دي، په لاسونو کې یې ګرځوم) هغه راته ؤ ویل(ځان را باندې مه وژنه او لاسونه دې اوچت نیسه او تماچې دې ؤغورځوه) لاسونه مې اوچت ؤ نیول او میرات مړې څپلۍ مې له لاسونو ؤ غورځولې د پاخه عمر وسلوال کس له خپلې وسلې سره کوڅې ته را کوز شو او راته یې ؤ ویل(تماچې دې چیرته غورځولې دي) هغه ته مې ؤ ویل(هاغه دی، هلته په کندې کې پرتې دي، تماچې نه دي څپلۍ دي) د پاخه عمر وسلوال کس کندې ته ورکوز شو او څپلۍ یې له نظر تیرې کړې او بیا یی زما مخې ته را ؤ غورځولی او راته یی ؤ ویل(ما پخپلو ګناهګارو سترګو ستا په لاسونو کې تماچې ؤ لیدې خو ته دومره بې حیا غل یې چې  زما په سترکو کې را ننوزې او راته وایې:هغه څپلۍ وې، ګواکې زه په سپینه ږیره دروغ وایم او ته ریښتیا وایې) او ما هغه ته ؤ ویل(ماما جانه! زه د دیواله سوري ته ولاړ وم او د دیواله د سیوري په تیارو کې ستا په سترګو کې څپلۍ تماچې ښکاره شوې) هغه زما خبرې نه منلې، په څپیړو یې وهلم او تماچې یې را څخه غوښتې او له ما سره هیڅ هم نه وو- د پیربابا نوم مې ورته واخیست او قران شریف مې ورته له جیبه را  برسیره کړ خو د هغه زما په قسمونو باور ته کیده او په پای کې هغه زما د سر پکړۍ را خلاسه کړه او زه یې د یوې وچې ونې په ډډ کې ؤتړلم او پخپل کور ننوت د ښآیسته ډير وخت له تیریدو څخه وروسته په داسې حال کې چې د یوې ډنګرې قچرې قیضه او جلوه یې په لاس کې وه له خپل کور را ؤ وت او زه یې د ډ نګرې قچرې په کتې کښینولم او خپله ماشینداره یې په اوږو واړوله او پلی را پسې ؤ خوځید- شپه پخه شوې وه ، د ښار په کوڅو کې د چا غږ نه لګیده، له لرې لرې ګلیو څخه خال خال د ټوپکو ډزي غوږ ته رسیدې، ببرسري وسلوال کس د قربانۍ د پسونو په څیر د حلالولو لپاره د نامالومو سیمو په لور بولم او د نا مالوم برخه لیک سره مخ وم، د ډیرو ساتونو له تیریدو څخه وروسته قچره د یوې هسکې غونډۍ د پاسه ؤختله او د یوې برجورې تاڼې مخې ته نژدې ودریده او ورسره جوخت د برجورې تاڼې له مورچو څخه غږ وچټ شو(څوک یې چې د تاڼې په لور را روان یې او غږ نه کوې) د قچرې خاوند (وسلوال سړي) غږ اوچت کړ(زه یم، غل مې نیولی دي، دروازه خلاسه کړئ) د تاڼې یوبل پیره دار چې کوچنۍ ډیوه یې مخې ته نژدې بلیده اوپه یوې کوچنۍ مورچې کې ناست ؤ په لوړ آواز کې ؤویل(د اربابانو د کوڅې د بازار چوکي دار کندل ماما دی، دروازه ورته خلاسه کړئ) دتاڼې د وسپنیزې دروازې څځه د(قراو قور) غږونه اوچت شو او دروازه خلاسه شوه او قچره د تاڼې په سورورې دروازې ور ننوته او د سپاهیانو بارکونو ته نژدې ودریده. ګڼ شمیر سپاهیان له بلو ډیوو سره زما د تماشې لپاره هلته را غونډ شوي ؤ او یو بل ته یې ویل( له خړو سترکو څخه یې مالومیږي چې ګنې  کندل ماما خطرناک غل نیولی دی) هغوی د بوسو د ترنګڼې په څیر د قچرې له شاه څخه ځمکې ته را ؤ غورځولم،سر مې د یوې پخې خښتې په  تیرو ولګید او سرې وینې ترې جاري شوې. د سپاهیانو په اخ او ډب او شور ماشور کې د تاڼې مشر چې توره انګریزي کرتۍ یې په تن کې وه را نژدې  شو او په غوږ کې یې راته ؤ ویل(ځان را باندې مه وژنه او راته ؤ وایه ، تماچې دې چیرته غورځولې دي) هغه ته مې ؤویل(حوالدارجانه! هغه تماچې نه وې، هغه زما میراتې څپلۍ وې، پښې یې راته ژوبلې کړې وې او د کندل خان ماما په سترګو کې څپلۍ تماچې شکاره شوې) یو بل بوچ پزي سپاهي کلکه څپیړه په مخ راکړه او راته یې ؤ ویل(ولې د مقام د خاوند منصبدار او د ساده سپاهي حوالدار توپیر نه  کوې، حوالدار د منصبدار او منصبدار د حوالدار په نامه سپک یادوې) مخ مې د تاڼې د مشر په لور واړاوه او په زاریو کې هغه ته مې ؤ ويل(منصبدار جانه! راته عفوې تقصیرات ؤکړه، پوه نه شوم، تاته مې د حوالدار خطاب ؤکړ او اجازه راکړه چې خپل رنځور ماما ته ډاکتر ورولم)هغه زما خبرې نه آوریدلې، په څپیړو یې وهلم او  تماچې یې را څخه غوښتې او له ما سره هیڅ هم نه وو. په پای کې هغه له موزو سره را باندې ؤخوت او زه یې د تاڼې د تور زندان په تور سلول کې کوټه قلفي کښینولم او  د سلول دروازه يې را پسې ؤتړله.  د سلول د شڼیدلو دیوالونو له سورکو او چاودو درزونو څخه د خطرناکو لړمانو، چرمښکیو، غوباړو د  (وز، وز) رنګ رنګ  غږونه پورته کیدل ، شاه مې د سلول د سپیره دیوال په سپیرو خاورو ولګوله او د بویناک سلول په ترږمو کې چوپه خوله کښیناستم- شیبې د باد په څیر په بیړه راغلې او په بیړه لاړې، دپیشلمي چرګانو آزانونه پیل کړل، شپه پای ته ورسیده، د سلول  د وسپنیزو کړکۍ ګانو او وسپنیزو پنجرو له لارې د سباوون خړه رڼا سلول ته را ننوته . د سلول دغولي د خاورو په ګردونو کې ستر ګې  مې د یوه وحشي ځناور په وحشتناکې څیرې ولګیدې، د کیشپ په څیر ساه یې کاږله، له خولې او سپومو یې د حیوان په څیر د (فش، فش) غږونه پورته کیدل، ډار په سر واخیستم او د سلول د دروازې په لور مې تیزه منډه واخیسته، له بده مرغه په دروازې باندې قلپونه لګیدلي ؤ او د تیښتې لار تړل شوې وه، مخ مې د سلول په لور را واړاوه ، خوځیدونکی حیوان د تورې بلا په څیر زما مخې ته نژدې نیغ ودریده او په خاورو ککړ لاسونه یې زما په اوږو ولګول او راته یې ؤ ویل( مه ډاریږه ، زه هم ستا په څیر بنیادم یم، خو د ظالم آباد د وحشت استازو دغه حالت ته رسولی یم) د هغه څیرې ته ځیر شوم، په ریښتیا هم هغه بنیادم ؤ، د لاسونو او پښو نوکان يې د پړانګانو او لیوانو په څیر اوږده شوي وو ، د ببرې خیرنې ږیرې او د شونډو ویښتانو یې ورته خوله پټه کړې وه او په شلیدلو جامو يې د خیرو وار نه کیده. هغه را ته ځیر،ځیر ؤکتل او بیا یې را څخه پوښتنه وکړه(غل يې که د سیاسي جرمونو تور در باندې لګیدلای دی) هغه ته مې ؤ ویل(غل نه یم او په سیاسي خبرو مې سر نه خلاصیږي، د ګاونډي له لور سره نوی کوژدن شوی وم ،  دجلکۍ پلار نا روغ دی، د طبیب پسې ګرځیدم، په بلا واوښتم) هغه ته مې د تیرې شپې ټوله کیسه تیره کړله او هغه راته ډاډګیرنه را کړه او راته یې ؤ ویل  ( غم مه کوه، د ظلم کاسه نسکوره ده او د ولس لپاره هغه ورځ لرې نه ده چې یو لاسي شي او د ظالم آباد نوم په واقعي توګه په عادل آباد بدل کړي او د وسلو او حرامو پیسو په زور جوړې شوې د ظلم او ستم پاچاهي ګانې ړنګې شي )هغه ته مې ؤ ویل( په تا کوم تور لګیدلی دی) هغه را ته ؤ ويل(خبرې اوږدې دي، لنډه به يې درته وایم، زه د امیرالملک سالا ر اعظم د رنځورې مور معالج طبیب یم ، په ما تور لګیدلی دی چې ګنې ما د امیر صاحب پر ضد لیکنې کړي او د وسلو او حرامو پیسو په زورجوړې شوې پاچاهی ګانې مې غندلې دي) هغه ډیرې خبرې ؤکړې خو زما سر د هغه په خبرو نه خلاصیده) لا زما او د ډاکتر خبرې خلاصې نه وې د سلول د وسپنیزو دروازو زنځیرونه ؤ شرنګیدل او ورسره جوخت د زندان څو تنه سپاهیان سلول ته را ننوتل او زه او ډاکټر یې یو داسې زندان ته ور حواله کړو چې ما یې په ځینو کتابونو کې دکوه قاف د زندان په نامه کیسې لوستلې وې – دغه زندان د ظالم آباد ښار په څیرمه د خلکو له کورونو څخه لرې په هسکې سیمې کې پروت ؤ، د  ورځې له پلوه به د زندان ساتونکو سپاهیانو به له نورو بندیانو سره د سالار اعظم د قصرونو د اعمار لپاره بیکار کارونو ته بولم او د شپې له پلوه به مې په زندان کې له ډاکتر سره شپې تیرولې او ډاکټر به د زندان د کړاونو په وړاندې زغم او صبر او سختي ګاللو لپاره هڅولم او راته به یې د هغو نومیالیو او اتلانو د مبارزو او کارنامو په هکله کیسې کولې کوم چې د عدالت او ولس واکۍ د خوندي کیدو په لار کې د ظالمو پاچایانو له خوا شهیدان شوي وو او د زندان کړاونه یې ګاللي وو- په دغه زندان کې د ډاکتر تر څنګه په ما کالونه تیر شو. له هغه څخه مې ډیر کتابونه ولوستل او د لوړې پوهي او لوړ سواد خاوند شوم – ډیره هڅه مې  ؤکړه  چې  د  ګل  څانګې او د هغې د سپين ږیري رنځور پلار اوخپلې مور له حال او احوال ځان خبر کړم  خو له  بده  مرغه  هغوی  خپل  د هستوګنې ځای بدل کړی ؤ، پته يې راته نه لګیده او زما لیکونه هغوی ته نه رسیدل                                                                                           

 د دوبي شپې او ورځې پای ته ورسیدې ، هوا د سړو په لور ؤخوځیده، ساړه بادونه ولګيدل، دهرې بلې ورځې په څیر ډاکټر د ننه په کوټې کې خپل کتابونه غوړولي  وو اومطالعه یې کوله او زه د نورو ورځو په څیر له کوټې څخه بهر د کوچنۍ برنډې لاندې ناست وم او د واورو د اورښټ تماشه مې کوله او د خپل وران شامیت په هکله مې چرتونه وهل - په لرې واټن کې سترګې مې په هغه هزاره ګي سپاهي ولګیدې کوم چې له ما سره یې اڼډیوالي وه او له ډآکټر څخه یې د خواجه حافظ او سعدي کتابونه لوستل او علی حسین نومیده، خوله یې له خندا ډکه وه او زما په لور یې مڼډې را وهلې، هغه په منډو منډوماته نژدې ځان را ورساوه او راته یې ؤ ویل( سیدجان لالا!یو په زړه پورې زیری درته لرم، د خلاصون کاغذونه دې را رسیدلې دي)- هغه ته مې ؤ ویل(توکې او مسخرې را سره مه کوه، د ټوکو حوصله نه لرم) هغه راته ؤ ویل( زه له مشرانو سره ټوکې نه کوم ، ریښتیا درته وایم) ډاکټر د علی حسین سپاهي خبرې واوریدې، شړۍ یې له ځان را تاوه کړې وه  ا و  له کوټې را ؤ وت او راته یې ؤ ویل(علی حسین د دروغو هلک نه دی او له مشرانو سره ټوکې نه کوي، ماته هم ستا د خلاصون خبره را رسیدلې وه ، خو یقین مې نه کیده او باور مې نه کاوه، اوس خبره یقیني شوه- خوښ یم چې خپل کور ته ورځې او د ګاونډی له لور سره واده کوې او خپه یم چې له تا بیلیږم) لا زما او د هغه مرکې خلاصې نه وې  د زندان جګپوړی منصبدار زمونږ د حجرې مخې ته نژدې ودرید او راته یې ؤ ویل (هلکه سیدجانه!خپل او خپلوان دې شته چې راشي او ضامن دې شي، چې بیا له ځان سره تماچې ؤ نه ګرځوې او خلاص شې) هغه ته مې ؤویل(پلار مې په حق رسیدلی دی، اکا او ورور نه لرم   یوازې د پاخه عمر سپین سرې مور لرم ، سید بی بی نومیږی- که دهغې ضمانت منل کیږي سپاهي را سره ملګری کړه چې لاړ شم او هغه راولم چې ضامنه مې شي) د زندان مشر( سرقوماندان) کټ کټ په خندا شو او په خندا کې یې راته ؤ ويل( نه شرمبږې او د نامحرمو خلکو په حضور کې د سیاسرو نومونه یادوې او ځان ته پښتون او میړه هم وایې، د ښځو ضمانت چا منلی چې زه یې ؤمنم)ډاکتر ؤ ویل(ښځې او نارینه دواړه د خدای یو شان بنده ګان دي او فرق یې نه کیږې، خیر دې وې که د ښځو ضمانت نه منل کیږي زه به یې ضامن شم)د زندان د مشر مجاز واوښت،سترګې یې برګې برګې شوې او په قار او غضب کې یې ډاکتر ته ؤ ویل(ستا د ناوړو او بدو اعمالو او جنایتونو ضامن به څوک شي چې ته لګیا یې او د سړي وژونکو قاتلانو ضمانتونه کوې) ډآکتر غوښتل څه ؤ وایې خو علی حسین سپاهي هغه ته سترګه ؤ وهله او هغه یې پوه کړ چې له جاهل سړي سره خبرې لنډې کړې او    ډا کتر چوپ باته شو او د  زندان مشر راته د زندان دروازه خلاصه کړه او راته یې ؤویل(سیخ او مستقیم به  خپل کور ته ځې او د عادل آباد د عادل او مسلمان او مجاهد پاچا د عمر د اوږدوالي او د سلطنت د بقا لپاره به دعاکانې کوې او له ځان سره به تماچې نه ګرځوې) غوښتل  مې د خپل  کوټې له ملګري ډاکتر او له علي حسین سره مخه ښه ؤکړم خو د زندان وحشي سپاهیانو خبرو ته پری نه ښودم  او د زندان له دروازې څخه يې د یوې مړې پيشوګۍ په څیر لوڅ لپړ بهر ؤ غورځولم- د اوږدو کلونو په بهیر کې  د زندان  نمجنو حجرو د پښو غړي راته سست کړي وو، تګ راته ګران کار ؤ او په شلیدلو خیرنو جامو کې خلکو د لیوني ګومان را باندې کاوه، د زندان د شاه او خوا دکورونو ماشومانو د واورو په غوڼډسو ویشتلم او لوبې یې را باندې جوړې کړې وې، دا خوا او هغه خوا مې کتل ګوندې څوک را پیدا شي ، لاس مې ؤنیسي، مرسته را سره ؤکړي او هوارې سیمې ته مې ورسوي – له نیکه مرغه چا لکړه لاس کې را کړه د لکړې په زور هوارې ځمکې ته ورکوز شوم، په هډوکو کې مې ساړه را ننوتې ؤ اوسړو لړزولم ،جامې مې شلیدلې وې او دشلیدلي پرتاګه له سورکو څخه مي (شرم ځای) ښکاره کیده، د شاه له لوري چا زړه شړۍ راباندې ؤغورځوله او( شرم ځای) مې پټ شو- شاه ته مې ؤکتل د خیراتي شړۍ خاوند مي ؤنه لیدـ په زړه کې مې ورته دعا ؤکړه -  په نژدې واټن کې سترګې مې د یوه سپین جومات په سپینو منارو ولګیدې او د جومات په لور مې  ورو ورو قدمونه اوچت کړل او د جومات دروازې ته مخامخ ودریدم – خلکو د ماښام لمونځونه کړي وو او له جومات څخه د را وتلو په حال کې وو- د جومات ملا چې د لاندي د پسه په څیر غوښن چاق سړی ؤ لاسونه مینځل او د ماښام د ډوډۍ د خوړلو لپاره یې تیاري نیوله ـ  د هغه سترګې په  ما ولګیدې او راته یې ؤ ویل(ملنګ ماما!په کوم لوري داسې ګنګس او ګیچ روان یې او پوښتنه نه کوې،له چاسره دې کار دی) هغه ته مې ؤ ويل(ملا صایب!مساپریم، ساړه مې کیږي،ډوډۍ نه غواړم،په جومات کې شپه تیروم) خیټورملا بد بد راته ؤکتل او بیا يې راته ؤ ویل(ډوډي ؤخوره خو ځناور مه را خوشې کوه) هغه ته مې ؤ ويل(ملا صایب! د خبرو په مطلب دې پوه نه شوم) او ملا صایب راته ؤ ویل( ته باید په دې پوه شې چې جومات د عبادت ځای دی خو ستا په څیر چرسیان او لیونیان یې له سپګو او خزندو ډکوي، ته لاړ شه او بل ځای واړوه او شپه تیره کړه) هغه ته مې ؤ ویل(ملا صایب!که په دې سره ژمې کې کوم پردیس مساپر د هندوانو درمسال ته ورشي ، هندوان یې د خدای په جات ساتي- خو ته ځان ته ملا هم وایي او د قران ترجمې هم  کوې او بیا یو مسکین مساپر له جومات شړې- زه په دغه سره ژمي کې چیرته لاړ شم او په کوم ګور ننوزم) ملا صایب راته ؤ ویل( هغه ستا خپله خوښه ده ، په هر ګور چې ننوزي ننوزه) د دې لپاره چې یو زل بیا د زندان له تورو تمبو سره مخامخ نه شم له خیټور ملا سره مې خبرې بس کړې او د کوڅې په لور را تاو شوم- د شلیدلو څپليو په سورکو کې مې د واورو بڅرکي را ننوتي وو- د ژوبلو پښو له نوکانو مې وینې بهیدلې، د لکړې په زور مې اوږدې لارې لنډې کړې، سترګې مې د یوه لوغړن حمام په دودکشو ولګیدې- له دود کشو څخه تور لوګي او د اور د لمبو سرې سپرغګې بادیدلې- ځان مې د حمام د اور بلولو ګوټې ته نژدې ورساوه ـ ګل خني ماما  د تورو ایرو د پاسه ناست ؤ او د اور لمبو ته یې وچ بوټي ور وړاندې کول ،هغه زما د قدمونو آواز واوریده او راته یې ؤ ويل( څوک یې چې شپه دې په سر آخیستې ده، د ګل خن په لور را روان یې او غږ نه کوې)هغه ته مې ؤویل(مساپر یم، ساړه مې کیږې که لږ سات مې د ګل خن د اور لمبو ته نژدې در پریږدې، ثواب به ؤ ګټې او خدای به دې د دوژخ د اور له عذابه ؤساتي) هغه راته ؤ ویل(د کومې کوڅې هستوګن يې) هغه  ته مې ؤ ویل( د درویشانو د کوڅې) هغه راته ؤ ویل( هلته خو د امیر صایب د پوزیانو هډې او بارکونه پراته د ي، پوزي یې او یا سرکاري آسونه او قچرې ساتې)هغه ته مې ؤویل(پخوا مې پیرکي خرڅول او اوس د ماما په کروندو کې کار کوم) هغه راته ؤویل ( د درویشانو کوڅې ته خو  لږه لار پاته ده، ولې خپل کور ته نه ځې)هغه ته مې ؤ ویل( سړو ژوبل کړی یم ، د تګ توان نه لرم)هغه را ته ؤ ويل( چې داسې ده نو راشه د اور لمبو ته نژدې کښینه شپه به له ما سره په حمام کې تاوده تیره کړې او که خیر وي سبا به د ورځې په رڼا کې دخپل کور په لور ؤ خوځیږې) د ګل خني ماما په خوښه د اور لمبو ته نژدې کښیناستم، لاسونه مې د اور لمبو ته نژدې ؤ نیول، په خټو ککړې او په واورو لمدې څپلۍ مې  د اور په لمبو کې وچې کړلې، ماما پورته شو او د خپلې کرتۍ له شواړو جیبونو څخه یې د تورې ګوړې په ایرو ککړه چکۍ را بر سیره کړه او په ماتو او خیرنو پیالو کې یې راته د شین چای مزه دارې پیالې کیښودلې- د چای  تودې تودې پیالې مې په سر واړولې، ډوډۍ مې ؤخوړله،نس مې موړ شو، په مخ مې تودې خولې را ماتې شولې، دمه مې جوړه شوله- شاه مې د ګل خن د لوغړن دیواله په سپیرو خاورو ولګوله او د اور لمبو ته نژدې کله ویښ کله ویده کښیناستم – ماما  کرۍ شپه ناست ؤ او د ګل خن د اور لمبوته یې د سوند بوټي ور وړاندې کول او د خپل ورک شوي زوی کیسې یې راته کولې او ما د خپل وران شامیت او بد قسمت په هکله چرتونه وهل او د ماما غمجنو کیسو ته مې پام نه کیده. شیبې په بیړه راغلې او لاړې د پیشلمي خړچکه رڼا ګل خن ته را ولویده،د سباوون چرګانو غاړې وکړې او ماما په پارسۍ کې راته ویل(روزمحشرکه جان ګداز بود*اول پرسشش از نماز بود)(پاڅیږه د خدای فرایض سرته ورسوه  او دعا ؤکړه چې خدای دې د عادل آباد له  ښار څخه د شر او پسات لمن ټوله کړي)د ماما د غږ سره جوخت پاڅیدم او د حمام په سرو اوبو کې مې اودس تازه کړ، د خدای فرایض مې سرته ورسول او له هغه سره مې د چای تودې، تودې پیالې په سر واړولې، ډوډۍ مې ؤ خوړه او له ماما څخه مې د تګ اجازه ؤغوښته. ماما خپل په ایرو ککړ لاسونه د قبلې په لور اوچت کړل او د تګ دعا یې راکړه، د څپلیو بندونه مې ؤتړل، شړۍ مې له ځان را تاوه کړله او د خپل کور په لور ؤ خوځیدم - لا د لمر څرک لګیدلي نه ؤ د درویشانو د کوڅې کورونو ته ورسیدم  له ورایه سترګې مې د خپل کور په دروازې ولګیدې، غټ غټ قلپونه پرې لګیدلي ووـ دماما دکورپه لور مې ګامونه اوچت کړل د هغه د کور د دروازې شاه ته خاورې اړم شوې وې  د سرکاري قچرو د تویلو په لور را تاو شوم، له ورایه سترګې مې په  ګل اندامې ترور ولګیدې، له ژرندې څخه را ستنه شوې وه او د وړو کوچنۍ کڅوړه یې په شاه اړولې وه او د خپل کور په لور کړوپه، کړوپه روانه وه، د شاه له لوري په هغې مې غږ ؤ کړ(ترور جانې! ودریږه کار در سره لرم) دهغې غوږونه کاڼه شوې وو شاه ته یې نه را کتل ، په منډو، منډو مې ځان هغې ته نژدې ورساوه اوهغې ته مې ؤ ویل ( ترور جانې!خبرې واوره، مخ را واړوه ) هغې مخ را واړاوه او حیران ، حیران یې  راته ؤ کتل او بیا یې راته ؤویل(ملنګه وروره!  له چا سره دې کار دی) هغې ته مې ؤ ویل(ملنګ نه یم، د سید بی بی زوی، سیدجان یم ،د ګلۍ او د هغې د رنځورپلار او خپلې مور پوښتنه در څخه کوم) هغې د خپلو چړخنو سترګو اوښکې د خپل زاړه پوړنی په پیسکې پاکې کړلې او ځیر، ځیر یې راته ؤګتل او زه يې له سترګو ؤ پیژاندم او راته یې ؤ ویل(زوی جانه !د خدای احسان چې  ژوندی دې وینم،د مړینې ډنډوره دې خپره شوې وه،چیرته ورک وې) هغې ته مې ؤ ویل(خبرې اوږدې دي، دا راته وایه ګل څانګه او دهغې رنځورپلار له چا سره ژوند کوي اومور مې په څه حال کې ده) هغې راته  ؤ وی( شکر ټول روغ جوړ دي، کاله ته به لاړ شو او په خبرو به سره پوه شو) هغه د مخه شوه او زه ور پسې شوم  د لارې په اوږدو کې سترګې مې د هغې په ګنجي لمسي (داد محمد) ولګیدې د خپل پلار شواړه کرتۍ یې په تن کې وه ، سر یې د پخوا په څیر پک ؤ، د لمر په پیتاوي کې ناست ؤ او له خپلو همځولو هلکانو سره یې د بیډیو لوبې کولې. د هغه سترګې په ما ولګیدې او په منډو منډو زما خواته راغی اوغیږ په غیږ یې راسره جوړتازه ؤکړه او بیا یې راته  ؤویل(لالاجانه! چیرته ورک وې او څه درباندې تیر شوي دي)هغه ته مې و ویل(کیسې اوږدې دي، دا راته وایه ماما اسلم په څه حال کې دی او د هغه لور(ګلۍ) او مور مې له چا سره اوسیږي) دادو ګي خپله ککړه پوزه د خپلې شواړې کرتۍ په نستوړو پاکه کړله او راته یې ؤ ویل(ماما اسلم دې خدای ؤ بښي په حق رسیدلې دی اوسید بی بی ترور تا پسې کوڅه پّه کوڅه او ښار په ښار ګرځی او پته یې نه لګیږي او د ګلۍ ساتنه د ملک شیرین په کور کې کیږي)هغه ته مې ؤ ویل(ملک شیرین څوک دی) داد محمد راته ؤ ویل( هغه د عادل آباد د ښار دویم پاچا دی، د بې سرپرستو انجونو او کونډو ښځو ساتنه کوي او ما یې کور لیدلای دی)ګل اندامې ترور مخ را واړاوه او راته یې ؤ ویل(غوږونه مې کاڼه دي،په غوږو کې مې پیریان باجې غږوي، خبرې سمې ناورم، دادوګی څه در ته وایي) دادوګي خپله خوله د خپلې کڼې نیا غوږو ته ور وړاندې کړه او بیا یې هغې ته ؤ ویل (سیدجان لالا د ملک شیرین د کور پوښتنه کوي) او ګل اندامي ترور و یل(داد محمد د ملک شیرین کورپه نښه کړی دی، که ستړی نه یې او له واکه دې پوره وي، داد محمد به همدا اوس در سره دلارې ملګري شي او په خره باربه دې د ملک شیرین کور ته ورسوي او مظلومه  جلکۍ  به  خپل کور ته را ولې او د ژوندانه چارې به دې سمې شي) هغې ته مې ؤ ویل ( نه ستړي نه یم) او کله چې د ګل اندامې د کور دروازې ته ورسیدو دادوګي ټوپ وهل او خپل د سورلۍ خر يې راته نژدې ودراوه او ګل اندامې ترور راته ؤ ویل (پام کوه له ملک شیرین سره به شخړې نه کوې، که  پيسې یې  در څخه غوښتې ورته ؤ وایه: مهلت راکړه ، په مناسب وخت کې  به یې در ورسوم) پښه مې د زنګي خره په شاه واړوله زه د مخه شوم او دادمحمد را پسې شو- زنګي خره د ظالم آباد د ښار په کوڅو کې  د  مللک شیرین  د کور په  لور ورو، ورو  قدمونه   پور ته  کول او دادوګي د خره شاه ته را پسې پلي را روان ؤ  د سوزسندرې یې ویلې                                                                           

سترګې دې سرې سرې مالومیږي* تاته د کور کاپرو څه ویلي دینه                                   

سلام دې راغی ته را نه غلې* زه به دې څه کړم بې دیدنه سلامونه                                

سلام  په  سر و شونډو مزه  کا *  د مساپرو سلام ځي  په  کاغذونه                               

څومره ظالمه زمانه ده * یو ورته خاندي  بل  پرې  لښتې  واروینه                                  

آخرنۍ ټپه دې دا وي * سید جان لالا د ګل  پیکۍ  سلام  ته  ځینه                                 

يوه دې بله ور پسې وي*خدای دې مین کړه چې دې ژیړ رنګ ؤ وینم                               

لا  د  ماسښین  د  لمانځه  لپاره  وخت پاته ؤ دادوګي خپل ګنجی پک سر ؤ ګراوه اوخپله ککړه پوزه یې د خپلې شواړې کرتۍ په نستوړو پاکه  کړه  او را ته یې ؤ ویل (سید جان لالا! د هغې هسکې غونډۍ د پاسه هغه برجوره کلا وینې، هغه د  ملک شیرین کلا ده ، پاک خدای ملک ته  ډیره دنیا ور کړې ده، د رمو،ګلو، ژرندو، پایکو ګانو، سرایونو، مریانو او مینځو خاوند دی. شل تنه ښځې لري او هره ښځه یې د  کوه قاف د غرونو د ښاپیریانو په څیرځلیږي. مساپرخانې یې له مساپرانو ډکې دي، هر کال حج ته ځي او له ځان  سره  ګڼ شمیر خپل او خپلوان حج  ته بیایې او ګلۍ خور د هغه د  کشرۍ  ښخې  چې  یاقوته  نومیږې او د ملک آدم خان لور ده مینځتوب کوي) دادو یوه شیبه چوپ شو او بیا یې خبرې اوږدې کړې او راته یې ؤ ویل(ځنې خلک وايې په پخوا زمانو کې ملک شیرین داړې ساتلې او د افیونو او چرسو قاچاقونه یې کول، مالومه نه ده چې دا خبرې به څومره دروغ او څومره ریښتیا وي. د ښار دروازه خو تړل کیږي خو د خلکو خولې نه تړل کیږي ، ظاهر یې په شریعت سم مالومیږي په باطن یې خدای پوه شه کار یې پوه شه) لا د دادمحمد خبرې خلاصې نه وې د ملک شیرین د بزګرانو کورونو ته نژدې ورسیدو ستر ګې مې له ورایه د بزګرانو د جنکو په ټولګیو ولګیدې د ګنډ کمیسونه  یې  اغوستي ؤ او له خپلو منګوټو سره د سین د ګودر په لور ډلې ډلې را روانې وي – دادو ګي راته ؤ ویل(سیدجان لالا زه به خپل خر د دغو کلا ګانو د ګورونو د دیوالونو په پیتاوي کې ودروم اوته به لاړ شې  که  ګلۍ خور له  هغو جنګو سره ملګرې وه هغه به له ځان سره راولې) د داد محمد خبر مې ؤ منله ـ هغه خپل خر د یوه شڼیدلي دیواله په پیتاوي کې ودراوه او زه د ګودر په لور ؤ خوځیدم ـ له ورایه سترګې مې په ګل څانګې ولګیدې خوارې جامې یې په تن کې وې او شین غاړی منګی یې په اوږو را اړولی ؤ او دجنکو په آخر قطار کې د سین دګودر په لور روانه وه-  په  منډو  منډو مې ځان هغې ته نژدې ورساوه – په شلیدلو جنډو جامو کې هغې د  لیوني  ګومان را باندې کاوه او را  څخه  د تیښتې  په حال کې  وه ـ هغې  ته  مې ؤ ویل(ګلۍ جانې! د تورو سترګو لیونی ملنګ دې یم، مخ را څخه مه  پټوه، را ته  ؤګوره) هغې له غږ ؤپیژاندم اومنګی يې د ګودر په غاړې کیښود او منډه يې را واخیستله او زه یې د جنکو پحضور کې په غيږ کې کلک ؤنیولم، هم یې خندل او هم يې ژړل ـ ستونی یې له غصې او غم ډک ؤ او راته یې ویل(سیدجانه! باور مې نه کیږي چې ته دې راته ژوندی یې او دعا مې قبوله شوې وي) هغې ته مې ؤویل(مرګ او ژوند د خدای يه لاس کې دی، څه  چې پاک خدای کوي بله نه کیږي)د جنکو ډلې ټپرې مونږ ته نژدې ولاړې وې او یو بل ته یې ویل(د پآکې مینې پاک مینان دي،خدای دې مرادونو ته ورسوي) جنکو خپل منګوټي په اوږو واړول او د خپلو کورونو په لور لاړې او زه له ګل څانګې سره د رود په غاړه کې کښیناستم او هغې ته مې د هغو پیښو او جنجالونو په هکله کسې ؤکړې کومې چې په ما تیرې شوې وې او بیا مې د هغې د رنځورپلار په هکله پوښتنې ؤکړې د هغې ګلالۍ غټې شنې سترګې لهّ اوښکو ډکې شولې او راته یې ؤ ویل( د هغې کرغیړنې شپې په سباوون کې چې ته د طبیب پسې له کاله ؤ وتې ، دادا مې په حق ورسیده   د کوڅې خلکو د هغه د مړي جنازه آن تر ماښام پورې ستا د را تګ لپاره ځندولې وه  خو  ستا  پته ؤ  نه  لګیده اوخلکو دهغه د مړي جنازه د ماښام په تیارو کې خاورو ته وسپارله - ورځې په میاشتو واوښتې او مور دې  له ډیره غمه در پسې لیونۍ شوه، لوڅې پښې او ببر سر به د ښار په کوڅو کې ګرځیدله او چیغې او بغارې به یې وهلې او له پیریانو سره به یې په ویجاړو کڼوالو کې شپې تیرولې او زه به شامدام  ور پسې ؤم  او هغه به  مې په  ننواتو او زاریو کور ته را وستله  خو  د  هغې  زوی  ورک  ؤ ، کوریې نه خوښیده  په پای کې  د شپې په تیارو کې  له ما څخه پټه هغه له کاله ؤ وته او بیا را ستنه نه شوه او زه په میرات  مړي  کور کې  یوازې  پاته  شوم ـ د  کوڅې  هلکانو  به راته ویل(سیدجان مړ دی ، له مونږ سره واده ؤکړه) او ما به هغوی ته ویل (که سیدجان مړ وی زه به یې د زیارت ملنګه شم او که ژوندی وي د ژوندیو لارې سورۍ دي را به شي) د کوڅې مشر صوبه دار  ته  دې  خدای  خیر  ورکړي  زه  یې د ملک شیرین د کشرۍ ښځې لپاره چې یاقوته نومیږی او د ملک آدم خان لور ده او زما همځولې ده مزدوره کښینولم) ګل څانګې ډیرې خبرې ؤکړې  او بیا یې راته ؤ ویل( شپه د راتګ په حال کې ده او لارې له خطرو ډګې دي، ناوخته شوې ده- ښه به دا وي د شپې د تیرولو لپاره دملک شیرین مساپرخانو ته ورشې، زه به د ملک له کشرۍ ښځې سره خدای پاماني وکړم او د ملک دعا به واخلم، سبا وختي  به  د خپل  کور  په  لور ؤخوځیږو) هغې  ته مې ؤ ویل ( زه یوازې   نه   یم ،  له  ما سره  د ګل اندامې ترور  لمسی( داد محمد) د لارې ملګری دی
د هغه  لپاره  به  مناسبه  خبر  نه  وي  چي  په  مساپرخانو کې شپه تیره کړي) هغې راته و ویل (چې داسې ده نو ته به لاړ شې  او دادوګی به روغ رمټ د هغه د کورنیو په غړو وسپارې، شپه به پخپل کور کې تیره کړې او له ما سره به یاقوته مرسته ؤکړي او سبا وختي به کوم سپین ږیری دیندار سړی را سره د لارې ملګری شې،  زه به د سپین ږیري سړي په ملګرتیا  په قچرې بار کور ته در ورسیږم) د ګلۍ خبرې راته د منلو وړ ښکاره شوې، او دهغې خبر مې ؤ منله  او ګلۍ خپل منګی په اوږو واړاوه  او د برجورې کلا په لور و خوځیده او زه تر هغه سات هلته ودریدم تر څوچې هغه له سترګو پنا شوه ـ داد محمد زما د ځنډیدو له کبله پریشان شوی ؤ  اوخپل زنګي خر یې د ګدر په لور را روان کړی ؤ  د هغه سترګې په ما ولګیدې او د ګلۍ د نه راتګ په هکله یې  را  څخه  پوښتنه  وکړه، هغه ته مې ؤ ویل(دښځو لپاره د شپې له پلوه تک مناسب نه بریښي ، هغه  به  سهر  سبا  د ورځې به رڼا کې په خیر راشي او یا به يي څوک را ولي)   د ادو څه  ؤ نه  ویل  پښه  مې  د   زنګي خره  په  شاه  واړوله   زه   د  مخه شوم او داد محمد سندرې پیل کړې                                                                           

سپوږمۍ  دخدای روی ته ؤګوره* په دو مینو پسې مه وړه مشالونه                           

زما  سلام په هغو وایه * چې د ماښام په  ډوډۍ اوښکې تویوینه                            

ستا  به په یاد یم که به هیر یم* زه چې قدم په قدم ږدم تا یادومه                   

وړه  جلکۍ په یاري پوه شوه * لکه لړمه په دیوال خوله لګوینه                  

څتګه  نرۍ یې لکه لښته * مور دې ړنده شه چې په تا اوبه راوړینه             

د نیمو  شپو  راتګ دي جارشم* خوب مې پوره ده په مزه خوله در کومه

                   

د مازدیکر  ژیړیه لمره * په روغو وایه د رنځورو سلامونه                      

لا د ماسختن له لمانځه څخه خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي نه وو د خپل کور مخې ته نژدې ورسیدم او داد محمد راته ؤ ویل( سیدجان لالا! کاله ته به لاړ شو شپه به له مونږ سره تاوده تیره کړې، دمه به دې جوړه شي) هغه ته مې ؤویل(په ایمان دې برکت شه، تاسو ته نور زحمت نه درګوم) داد محمد د خپل کور په لور لاړ او ما هم د خپل کور د دروازې له شاه څخه تیږې لرې کړې او پخپل کور ننوتم. د کور کړکۍ ګانې او دروازې غلا شوې وې او په کور کې یوازې زړې تلتکې او زاړه بالښتونه او د ډوډۍ د پخولو د کوتې دروازه پاته وه  او بس ـ د ډوډۍ د پخولو په  تناره کې مي اور ولګاوه او دخپلې ورکې مور په چرت او فکر کې د اور لمبو ته نژدې کښیناستم ، لا مې د پښو او لاسونو غړي تاوده شوي نه وو د دروازې له لوري دچا د قدمونو غږ اوچت شو ، شاه ته مې ؤکتل د دادوګي د قدمونو غږ ؤ د کورتو او غوړیو کاسه يې په لاس کې وه او راته یې ویل(لالا جانه!کورت او غوړي دې خوښیږې که نه) هغه ته مې ؤ ویل( د خدای ټول نعمتونه مې خوښ دي) داد محمد د کورتو کاسه زما مخې ته تژدې کیښودله او له کوټې ووت اوما خپل لاسونه د څاه په اوبو کې ؤ مینځل او کورت او غوړي مې ؤخوړل او زړه تلتکه مې د تناره د اور لمبو ته نژدې ؤ غوړوله او ویده شوم ـ کرۍ شپه مې خوبونه لیدل ـ کله مې په خوب کې لیدل چې ګنې یو پلن سری تور ښامار زمونږ دکور په لور را روان وي او ګلۍ په پلن سري تور شامار باندې ډ ډبرو ګذارونه کوي ـ کله به مې په خوب کې لیدل چې ګنې ګلۍ د یوه لیوني سپي په خولې کې پرته وي او د کوڅې خلک د لیوني سپي پسې منډې وهي- د ستړو او پریشانو خوبونو په چرت او فکر کې را ویښ شوم اود(لااله اله الله محمد الررسول الله) کلیمه مې د وچې ژبې د پاسه جاري شوه - خوب مې پریښود حویلۍ ته را ؤ وتم – شپه پای ته  رسیدلې وه ـ د جوماتونو له منارو څخه د الله اکبر غږونه پورته کیدل ـ د څاه په اوبو کي مي اودس تازه کړ ، کوټې ته را ننوتم او د خدای فرایض مې سر ته ورسول- شیبې د باد په څیر راغلې او لاړې  د ختیز له لوري د طلایي لمر ژیړې او زرغونې    

وړانګې ؤ ځلیدې، په کوڅې کې د خلکو تګ او را تګ پيل شو، اوهټۍ والو خپلې هټۍ ګانې پرانسټې ، خو د ګلۍ د راتګ درک مالوم نه شو، بام ته ؤختم او د هغې د راتګ لارې مې ؤ څارلې له بده مرغه د هغې د راتګ خبرې ځنډیدلې وې ـ له بام څخه حویلۍ ته را کوز شوم ـ د خپل کور دروازه مې خلاسه کړه او د کوڅو لارې مې ؤڅارلې ـ د هغې درک مالوم نه ؤ، په زړه کې مې رنګ رنګ خبرې تیریدې، له ځان سره مې ویل(شایي هغه په واورو کې بنده پاته وي، شایي هغه د ملک خدای ناترسو زامنو د ځان لپاره نکاح کړې وي، شایی هغه د ظالم آباد وحشي سپاهیانو تښتولې وي ، شایي هغه ناروغه شوې وي، شایي هغه ملک شیرین د فاتح الملک سالار اعظم لپاره د قیمتې سوغات په توګه د مینڅې په توګه ور بښلې وي ـ د ډیرو فکرونو او چرتونو له لاسه په کیډې او کلمو مې درد پریوت، ماغزه مې ؤایشیدل، کور مې فی سبیل الله پریښود او د ملک شیرین د کورپه لور مې تیزه مڼډه واخیسته، د لارې په اوږدو کې کله به د واورو په پاغوندو کې را ګذار شوم، کله به را اوچت شوم  په خیرنو جنډو جامو کې خلکو د لیوني شک او ګومان را باندې کاوه او ماشومان را څخه ډاریدل او را څخه د تیښتې په حال کې وو ـ  د ستړیا له لاسه ساه مې بنده بنده کیده ـ په ډیرو خواریو مې  د ملک  شیرین برجورې کلا ته ځان ورساوه  او د هغه د کور دروازه مې ؤشرنګوله ـ له کلا څخه سپین سرې مور چې خوارې جامې یې په تن کې وې سر را ښکاره کړ او راته یې ؤ ویل(ملنګ ماما!  له چا سره دې کار دی) هغې ته مې ؤ ويل( د ګلۍ خپلوان یم ، غواړم هغه له خپل ځان سره خپل کور ته بوزم)هغې زما په خټو ککړې جامې له نظر تیرې کړې او بیا یې راته ؤ ويل(ګلۍ خو سهار وختي له کلا ؤ وته ، سترګې یې له اوښکو ډکې وې، ژړل یې، پوه نه شوم په کومه لاړه)هغې ته مې ؤ ویل(مورجانې، ریښتیا راته وایه هغې ته چا څه ویلي ؤ) زړې ابۍ ؤ ویل(دروغ دایمان زوال دی، ریښتیا درته وایم، ژړل یې) په منډومنډو د غونډۍ  څخه د بزګرانو کورونو ته ور کوز شوم او د هغې د مندلو لپاره مې هڅې پیل کړې او د خلکو کورونه مې ؤ ټکول ـ چا راته سمه او ریښتیا خبر نه کوله ـ دکوڅې ماشومانو را باندې ریشخند واهه او ویل یې(له لیوني څخه ښځه ورکه ده) د ماشومانو په شور بګت کې چا راته د غره د لمنو پته راکړه ـ خیراتي شړۍ مې له  ځان ؤغورځوله او د غرونو د لمنو په لور مې تیزه منډه واخیسته ـ په لرې واټن کې سترګې مې په هغې ولګیدې ـ د غرونو د څوکو په لور لکه د باد او بریښنا په څیر الوتله او شاه ته یې نه را کتل ـ په لوړ آواز مې د هغې پسې چیغې کړلې(ګلۍ جانې! منډې مه وهه ،شاته ؤ ګوره) له بده مرغه په لرې واټن کې زما چیغې هغې ته نه رسیدې او شاه ته یې نه راکتل ـ د ډیرو منډو او چیغو له لاسه ساه مې سوې وه او د نورو منډو لپاره مې توانه درلود، د یو وچ بوټي تر څنګه ودریدم او په ژړا شوم او له ځان سره مې ؤ ويل(اې پاکه ربه! هغې ته چا څه ویلي دي چې منډې وهې او شاه ته نه راګوري) د یوې غټې ډبرې د پاسه ؤختم او خوله مې د غرونو په لور خلاسه کړله او چیغې مې کړې(ګل څانګې!زه سید جان یم، غږ مې واوره او شاه ته ؤګوره، ودریږه) د غږ انګازې مې د تاو را تاو غرونو په ګړنګونو ولګیدې او له یوه غږ څخه څو نور غږونه اوچپ شو ـ هغه یوه شیبه ودریده او دمه يې جوړه کړه او بیا یې منډې پیل کړې او په پای کې هغې ځان د یوه هسک غره څوکو ته ورساوه او د یوې شنې سارانۍ کوترې په څیر د  تور ګړنګ د پاسه ودریده، دا خوا هغه خوا یې ؤ کتل او د سترګو په رپ کې یې ځان د غره شاه ته ؤغورځاوه ، په سترګو مې توره شپه شوه ، د خدای توبې مې د وچې ژبې د پاسه جاري شوې، په  ډیرو خواریو مې ځان د پیچومي له لارې د غره شاه ته ورساوه او له ورایه سترګې مې په هغې ولګیدې ـ  د واورو په پاغوندو کې د تور ګړنګ لاندې پړمخې پرته وه ، د لاسونو او پښو هډوکي یې مات ؤ او کوچنۍ خوله یې له وینو ډ که وه ، نری، نری زګیروی یې کاوه، سترګې یې پټې وې ، هغه مې په غیږ کې را پورته کړه او د هغې سرمې پخپلو زنګنو کښیښود او بیا مې په هغې غږ ؤکړ(ګلۍ جانې! سترګې ؤغوړوه او راته ؤ وایه: ولې دې ځان په سرو وینو کې ؤلمباوه) هغې خبرې  نه کولې ـ د ډیرو شیبو له تیریدو څخه وروسته هغې خپلې له وینو ډکې سرې سترګې نیم کشې خلاسې کړې او راته یې ؤ ویل(سید جانه! ته یې) هغې ته مې ؤ ویل( هو زه یم، راته د پیښې حال وایه، ولې دې ځان په سرو وینو ؤ لاړه) هغې يو زلي بیا خپلې په وینو سرې سترګې نیم کشې خلاسې کړې او راته یې ؤ ویل(سید جانه! ته مه خپه کیږه، څه چې پاک خدای کوي بله نه کیږې ، زه به د جنت په شنو باغچو کې له تاسره واده ؤکړم) هغې ته مې ؤ ويل( د جنت خبرې پریږده، راته د پیښې حال تیرکه) د هغې شونډې مرۍ مرۍ شوې، په ژړا شوه او په ژړا کې یې راته ؤ ویل(تیره شپه د ملک شیرین کمکۍ ښځه چې یاقوته نومیږی د خپلي مور کره په میلمستیا تللې وه او زه د هغې په کور کې یوازې وم،شپه پخه شوې وه ، ملک شیرین زما د خوب په کوټې را ننوت......هغې نورې خبرې بس کړې او چوپه شوله ـ په هغې مې غږ وکړ(ګلۍ جانې! مه غلې کیږه او راته ؤ وایه: له تا سره غدار څه ؤکړل) هغه بیا هم په ژړا شوه او په ژړا ګې یې راته ؤ ویل(هغه زما هیلې له خاورو سره خاورې کړلې ، هغه زما پښې او لاسونه ؤ تړل،هغه په څپیړو ؤ وهلم،هغه زما په شرف او ناموس باندې تیری ؤکړ او هغه څه چې ما ستا لپاره د کلونو کلونو په اوږدو کې امانت ساتلی ؤ هغه را څخه واخیست، ما نه غوښتل چې د شرم او خجالت شپې له تا سره تیرې کړم، زما لپاره له ځان وژلو پرته بله لار پاته نه وّه) ګلۍ بیا هم سترګې پټې کړلې او غلې شوه د ډيرو شیبو له تیریدوڅخه وروسته هغې یوزلي بیا خپلې له وینو ډکې سترګې نیم کشې خلاسې کړې او په ژړا کی یې راته  ؤ ویل(سید جانه! زه د ظالم آباد وحشي ملکانو اوچارواکوڅخه کرکه لرم ، زما د مړي جنازه به د دغو تاو را تاو غرونو په لمونو کې د ظالم آباد له ښار څخه لری د بهادرانو کلي ته يه څیرمه خاورو ته سپارې او زما د هدیری د پاسه به د ځوانیمرګو شهیدو پیغلو سرې زرغونې جنډې دروې) د هغې د مخ پټوکی تک ژیړ واوښت او کوچنوټې خولګۍ یې څو زلي خلاسه کړه او بیا یې د تل لپاره  له دغي کرغیړتې دنیاګۍ څخه سترګې پټې شولې  دګل څانګې د شهادت خبرې د بهادرانو د کلي بهادرو او میړنو خلکو ته ورسیدې او د دغه کلي د میړنو خلکو په مرستې مې دهغې له وینو ډکه جنازه د دغو تاو را تاو غرونو په لمنو کې خاورو ته وسپارله او د هغې له وینو ډک کمیس مې چې خلک یې د پیریانو کمیس بولي د یوې غمجنې خاطرې په توکه له ځان سره ؤساته او د هغې د زیارت ملنګ شوم ـ د دغې پیښې څخه وروسته ددغه ښار دظالمودهشتګرو ډلو د ګناهونوله لاسه دطاعون د مرض په څیر د خدای تعالی قار او غضب په ښار را نازل شوـ نه امیرالملک پاته  شو او نه سالار اعظم او نه د ملک شیرین او نه د ملک وسلوالې ډلې ټپلې او نه د وسلو او حرامو بیسو په زور جوړي شوې د ظلم او ستم ناولې پاچاهي ګانې او د  لوط پیغامبر غمیزه  یو زلي بیا د تاریخ په بهیر کې را څرګنده شوه ـ د خدای ښه دې وي ـ  د امستردام  ښار  پویان

 

 


بالا
 
بازگشت