حاجی کندهاری

 

وخوبه يې ګټۍ مګردرکوي يې نه؟))

په جنګ کښي دښکیلو دپام وړ:

 

 

زه خبره هغوندي نه سره مروړم چي هم خپله پکښي ورک سم او هم لوستونکي سرګردان کړم.او لدې سره هم مینه نه لرم چي دوستان ووايې  پر یوه معینه خبره څونه  زیاتي خبري کولاي سي .غواړم چي دافغانیستان پر تیر سوي اوموجودي وضعي باند لږ اولنډبحث وکړم.دا روښانه حقیقت ته دهیواد والو پام راواړوم .چي دافغانیستان په موجوده جنګ کښي دپخوا په شان وړونکي معلوم دي(پاکیستا ن). په هغو چي يې ګټي  هغوته يې نه ورکوي.که زموږ دهیواد تاریخ په غور سره ولوستل  شي،له انګریزانو سره دافغانانو دري ځله لوي جګړې چي دهغوی  دتیري اوتجاوز دمخنیوي په وړاندي سویدي. اوواړه جنګونه خورا زیات. دانګریزانو په وړاندي  دمقاومت اسا سي لوبغاړي  څوک وه ؟ډیري قربانۍ اوسرښندني چاه ورکړي دی ؟ دروس سره دمقابلي دروند پیټي دچا پر اوږو پروت و؟هوداخبره سمه ده چي وویل سي د (افغانانو) . دافغانیت کلیمه دټولو هغولپاره کارول کیږي چي په هغه معین جغرافیائي قلمروکي استوګن وي. نو يوه خبره ده چي په افغانانو کي خو دانګریزانو، له روسانو سره په ګټوشریک هم راځي. نوبیا باید یوڅه تفکیک وشي چي چاه ددښمن پلوي کړې او چا دهیواد دنجات لاره تعقیب کړیده. چا دجنګ او جکړي پروخت ځانونه مړول ،ثروتونه ټول اودچاوینه توی سوېده اوچامفته خوړلې ده.پدي خبرو انګریزان ،روسان او دښمنان ټول تر موږ اوتاسي ښه پوهیږي. انګریز(الفیستن) اوافسر ... اونور بیا ددي خبرو څه وضاحت کړیدي .پخواني انګریزان  دافغانستان په ولسی ترکیب ښه پوهیدل. په اوس وخت کی هغه دانګریزانو معلومات زاړه سویدي.نوې  ارزونه دوي پر هغو اسنادو اومعلوماتوکوي چي  دپاکستاني  اداري تر پروسس  ورسته يې پلاس راوړي.نو اوسنيۍ دپاکستان شیطانه اداره(آی ،ایس،آي) له هر بل خارجي څخه دافغانستان دولس په ترکیب اوخواصو ښه پوهیږي.همداسبب دي چی دځان په ګټه يې سم استعمال کړی او استعمالوي . پچخلان اوسارک سره پیژني ،دهګیو په قطارکي  لاکي  هګي  تیروي اوګټي يې.امریکا او ناټو دافغانستان په قبیلوي سیستم ،ترکیب  اوخصوصیاتوبلد ندي.بل دامریکا یانو لویه نقیصه داده چي هیڅکله  دچاه خبره نه اوري اوځانونه تر هرچاه هوښیار فکر کوي. اونورعوامل سته چي ددوي دناکامي  سبب ګرځي .تاسی دڅو کلونوپه جریان کي ولیدل ،څونه حزبونه ،ډلي ،جرګي، اتحاديې،ټولني ، سازمانونه راپیدا پڅ اویاخاموش سول. ولي؟پدي چي یوه لاهم  تر اوسه  دمشکل  تشخص ندی کړي.مشکل یوشي دي دوي بلي خواته تناب ورواچوي اوکشوي يې. مګروب دافغانستان په زړه (کندهار) کي را پیدا سویدي او ټول بدن ته يې سرائت کړیدي. خیر زما خبره هغو افغانانو ته ده چي( دجنګ په ډګر کي ولاړدي).  زه به خپل دسترګو لیدنې لږ بیان کړم پدي لږ چي ډیري مي په خپل کتاب(استبداد) کښي یو نیم کال مخ کي بیان کړیدي.ډیر کلونه پخوا کله چي دروس لښکري له افغانستانه ووتې ،دداکترصاحب  نجیب الله دحکومت پايې سستي سوي.ما دپاکیستان دشیطاني اداري په پالیسي کښی دافغانستان د تنظیمو په باره کي دلوی بدلون خبره دلمړی ځل لپاره دهغه وخت له مشهور قوماندان(ملاملنګ) چي اوس په ولسي جرګه کي شتون لري له خولې واوریدل.هغه ځان زماسره دخبرو پر وخت دامریکي نمائنده راوپیژندي او دټولو جهادي رهبرانونومونه يې په سپکه یادکړل.او دګلبدین حکمتیار نوم يې داسي راته معرفي کړي چي دي نور دامریکا پکار ندي. بله ورځ په پیښاور کي   دقوماندان عبدالحق سره دخبر پروخت هغه راته وویل چي حکمتیارپاکستان یوازي دجنګ لپار استعمالوي نه دسیاست لپاره .ماته داخبره نوي اوتعجب آوره وه.پدي چي دجهاني مرستو په سلوکي ۷۵٪ وحکمتیار صاحب ته ورکول کیدې.ددې خبري معني داوه چي په هیواد کښي ۷۵٪ جنګ ده کاوه اودارښتیا وه. پس که جهاد امتیاز وبولو داخو په سلوکښي ۷۵برخي  د (حکمتیار یا حزب اسلامي ) له نوم سره تړل کیږي .اوکه داسي نه وه نو ولي دټولو مرستو ۷۵٪ وده ته ورکول کیده؟خو هغه وخت دحکمتیار دحزب اعضأو او قومندانانو دانه وه درک کړي چی دوی دجنګ دوسیلي په حیث استعمالیږي.که څه هم ما یوه ورځ  په کویټه کښي دجنوب غرب دحوزي له مشر حاجي سید جلال سره داخبره یاده کړل،خوهغه پر لیونۍ آسپه سپورؤ،ويې نه منل.لږ ورځي وروسته د(کرنیل امام) سره مخامخ سوم .دنوموړي نظر هم دحکمتیار صاحب دحزب په بابه هم هغسی منفي راووتي. بیا مي یوه ورځ دقوماندان عبدالحق څخه همداخبره واوریدل. دوه کاله ورسته دداکترصاحب نجیب الله خان حکومت دکارملي ،سیتمي اړخه پرچمیانو او شمالي ټوالي پر لاس ونړیدي. پاکیستاني شیطاني ادارې (مکاره ګیډړ) مخته اوبرهان الدین ورپسي واکدار کړل.سوال دادي چي ولي حکمتیار له پامه وغورځول سو؟ دلته داخبره صدق کوي چي رښتیا دی یوازي دجنګ لپاره دوي استعمالاوه.علت هغه  دانګریزانو،پاکیستان او جهان غلط تصور دي دافغانستان د ولس په برخه کی.

بل کله چي دداکترصاحب نجیب الله حکومت سقوط وکړي د اوسني وزارت دفاع دیوه بخش مرستیال دکندهار ولایت وهغو جنګي ډلو ته ورتسلیم کړي چي پاکیستان غوښتل.په دوهم ورځ دکویتی له ښاره څخه د(کرنیل امام) په هدایت درې کندهاري مخور(غزیزالله خان واصفي الکوزی،عبدالاحد خان کرزي پوپل زی،عبدالقدوس خان بارکزي) کندهار ته راواستول سول.چي دامام دهدایت سره سم او ددغومشرانو دمیل اوکیني برابرپه کندهار کي هرڅه دقومونو ترمنځ تقسیم کړي دوي همداسي وکړل. دقومونوتر منځ دبي اتفاقي مړ اور همدغو مشرانو دکرنیل دپلان له مخي را تازه کړي، کندهاريې پر دروبرخو تقسیم کړي.هریوه وخپل قوم ته برخه ورکړل اونور مجاهد قومونه يې له ښاره وایستل. دولایت مقام ،ټول اداري واحدونه او هوایې ډګر وبارکزوقوم ته چي ګل آغا شیرزوي يې ورته مشر وټاکي،قول اردو اوڅارندوي قومنداني د الکوزو قوم ته چي ملا نقیب الله يې مشر سو،قشله جدید اوټولي فابریکي دپوپلزو دقوم په برخه سوې چي امیر لالي يې مشر کړي. عدالت ،سپین ږر توب او مشرتوب خو داسي وي. په دغه غونډه کي (حمید آغا،کریم خان علیزی) هم ناست وه.نه له خدایه څوک بیرېدل او نه په خپلو کړو دولسه شرمیدل. حمید آغا دوی تر فصلې ورسته بیرته پاکیستان  ته په خیرسره بریالي ورسول.دا جنګ اوجګړې په کندهار کي له هغې ورځی راشروع سوې. اوتر اوسه پوري دوام لري،تاسی دکندهار دولایت ټول شریفو خلګو ووایاست همداسي يې ونه کړل؟تر اوسه دالړۍ اوسیاست هلته روان ندی؟ نو عبدالله مقري خو رښتیا وايې(سپین ږیري چي بیلاري شي هلکان څه ملامت دي- امام چي بي تقوأ شي مقتدیان څه ملامت دي). بل وګوري کله چي جنګي ډلي یا پخواني مجاهدین دپاکیستان له قبضې وتل نو دوي پاټکیان  اوتوپکیان سول . دتوپکیانواوپاټکیانو دورکولو لپاره بیا پاکستان په ډیره آسانه ،ارزانه اولنډه توګه  هغه لاره په کار واچول ،بیايې دپښتنو له هغي ریښي څخه یوځوان هلک ته توپک ،اجازه اوجارو وکړي، تاسي ولیدل چي دستر ګوپه رپ کښي يې ټول ټوپکیان لکه مړه مچان داسي جاروکړل. هغه ږیرور، بریتور،ډاډسن وال، توپکوال، باډیګاردوال ،غازیان اومجاهد داسي په غارو  ننوتل چي حتي مسعود اورباني به یوه غارکي پت سول .ډیر بیرته پاکیستان ته ولاړه ږیري يې وخریلي. سوال دادي آیا نورڅوک نه وه چي پاکستان خپل پلان سرته په رسولي واي.وبه خوبهتره همداریښه وال دي. اوس يې بیا جنګوي او حریف (امریکا) په وهي حتمي به يې په ماتوي.مګر دوي (جنګیالیانو) ته دحکومت واګي بیا نه سپاري وبه ګورۍ بیا به يې کومه زړه ګیډره ساتلې وي.نه پوهیږم چي جنګ کوونکي اوس پدي راز پوهه سویدي که یا.؟

 

 

 


بالا
 
بازگشت