حامد عبیدی

 

بهرنيان او افغانان دواړه په  فساد کې ښکيل دي

تيره او نۍ د امريکا کانګرس  خبر دارى ورکړ  تر هغه پورې چې  د افغانستان حکومت د  اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه ونکړي دوى  به ددغه هيواد سره خپلې مرستې بند کړي .

د امريکا  د کانګرس غړې نيتا لواى ويلي دي  دغه پر يکړه يې له دې امله کړې ده،چې د حامد کرزي په حکومت کې ځينې  لوړ پورې چارواکي د فساد پر وړاندې  جدي مبارزه نه کوي .

دغه رپوټ کې راغلي دي ،چې  يو شمير افغان  چارواکو په ملياردنو ډالره له دغه هيواده بهر ليږدولي دي .

دا لو مړى ځل نه دى چې د افغانستان حکومت يو شمير لوړ پوري چارواکي د نړيوالو هيوادونو او موسساتو لخوا په فساد کې ښکيل ګنل کيږي .

دغه رپوټ وايي چې ذ افغانستان حکومت بايد د فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او هغه چارواکي د قانون منګلو ته وسپاري ،چې په اداري فساد کې ښکيل دي.

افغان حکومت د غه رپوټ ردوي   او وايي چې  يو شمير بهرني هيوادونه په خپله اداري فساد سکې لوى لاس لري .

د مالې وزير حضرت عمر زاخيلوال وويل چې  يو شمير  هيوادونه  د قرار دادي کمپنيو له لارې پيسې بهر ته  ليږدوي.

د مالې وزير حضرت عمر زاخيلوال وويل ددوى خپلې موندنې ښيي چې په تيرو دريو کلونو کې يوازې د کابل هوايي ډګر له لارې څه دپاسه څلور ميليارده ډالر بهرنيو هيوادونو ته ليږدول شوي دي.

نوموړي دا هم وويل که چيرې نورې لارې هم په پام کې ونيول شي  نو شونې ده چې د ايستل شويو پيسو کچه تر دې هم لوړه شي.

ښاغلي زاخيلوال زياته کړه  چې د بهرنيو مرستو يوازې يو ميليارد ډالر د افغان حکومت له لارې لګيدلي دي،نو څنګه به شونې وي چې افغان چارواکي دي تر څلورو ميلياردو ډير ډالر غلا او بهر ته وليږدوي.

د افغان حکومت د رپوټ پر بڼست په تيرو دريو کلونو کې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې نژدې شل ميليارده ډالر لګولي دي،چې يوازې يو ميليارد ډالر يې افغان حکومت لګولي دي.

د امريکا کانګرس  ويلي دي تر هغې به له افغانستان سره يوه پيسه مرسته هم ونکړي، تر کومه چې دا ډاډ تر لاسه نه کړي، چې دا پيسې د افغان حکومت ددرغلو چارواکو، جنګ سالارانو، ترهګرو او د نشيي توکود قاچاق وړونکو جيبونو ته نه لوېږي.

افغان حکومت  دغو خبرو ته د غبرګون پر مهال وويل دا نړيوال تړون کونکي دي چې دغه پيسې يې بهر ته ليږدولې دي.

د تيرو څو کلونو په ترڅ کې افغان حکومت نړيوال هيوادونو او نړيوال هيوادونه افغان حکومت په اداري فساد کې ښکيل ګني .

د امريکا  يوه ادارې  په دې وروستيو کې ويلي  دي ،چې د افغانستان ملت په اداري  کې  ښکيل دى.

اوس امريکا غواړي ،چې خپل ملامتي او ناکامي د افغانستان پر ملت واچوي او د ورته څرګندونو سره هڅه کوي چې د نړيوالو سترګو ته خاورې واچوي او خپله ناکامي د افغانستان پر خلکو واچوي .

که چيرې د افغانستان اوسني نظام ته پام وکړو تر ډيره بريده په دولتي ادارو کې نړيوالو هيوادونو د فساد زمينه برابره کړې ده .

سلګونه مثالونه شتون لري چې د بهرنيانو د فساد څر ګندويي کوي .

١- په هر وزارت او هر ارګان کې يو شمير کارکوونکي شتون لري چې د بهرنيو هيوادونو څخه راغلي دي او  په لوړه کچه تنخواګانې اخلي ،دغه کسان له يوې خوا په کار نه پوهيږي او له بلې خوا په زرګونو ډالره تنخواګانې اخلي .په يو اداره کې د څو ډولو تنخواګانو شتون په خپله اداري فساد ته لاره پر انيزي .

٢-  افغانستان کې ټول مهم قرار دادونه د بهرنيو موسساتو او بهرنيو سفارتونو لخوا د يو شمير  بهرنيو موسساتو سره ه لاسليک کيږي تر څو ددوى مرستې بيرته بهرنيو هيوادونو ته لاړ شي.

٣-په  يو شمير زياتو ادارو کې يو شمير بهرنيان د سلاکار په توګه ګمارل شوي د ي او په لسګونو زره ډالره  تنخواګانې اخلي .

٤- دغه سلاکاران له يوې خوا په کار نه  پوهيږي او له  بلې خوا ټول واک کې ادارې ددوى په لاس کې دى .

٥- هغه بهرنيان چې افغانستان ته د کار لپاره راغلي دي په خپله اداري فساد کې ښکيل دي .

٦- د افغانستان سره  مرستې شوې پيسې په خپله د بهرنيانو لخوا لګول کيږي او يو شمير زياتې پيسې بيرته ددوى په تنخواګانو او سفرونو کې لګول کيږي.

٧ –  بهر نيان  په خپله خوښه د مرسته شويو پيسو څخه ګته پورته کوي او د اسې يو اداره نشته چې  ددوى د کړنو څخه نظارت وکړي .

٨- بهرنيان په بيلا بيلو برخو کې لوى تړونونه خپلو شرکتونو ته ورکوي ،هغه شرکت ددې پر ځاى چې په خپله پروژې باندې کار وکړي په کمو پيسو يو  بل شرکت ته ورکوي او هغه شر کت بيا بل شرکت ته ورکوي او بلاخره پروژه په کمو پيسو يو افغاني شرکت ته ورکول کيږي او افغاني شرکت هم له دې امله چې پروژه د څو لاسونو وروسته ورته په کمو پيسو رسيدلې په سټندرد سره کار نشي کولاى .

اوس دغه بهر نيان چې ٧٠ فيصد ه مرستې هم ددوى لخوا په افغانستان کې لګول کيږي  بې له کوم ثبوت څخه د افغانستان پر ملت نيوکه کوي چې په اداري فساد کې ښکيل دي .

 دا په ډاګه څرګنده ده ،چې د افغانستان حکومت هم په لوړه کچه اداري فساد کې ښکيل دى ،خو د افغانستان  ټول ولس بيا په فساد کې لاس نلري .

د افغانستان په ادارو کې داسې با تقوى کسان هم شته ،چې يوازې ولس ته د خدمت په موخه کار کوي  تر څو خپلو کورنيو ته حلاله ډوډۍ ورسوي .

بهرنيان نه بايد ولس ته سپکاوى وکړي او د هيواد ټول ولس په فساد کې ښکيل وګني .

دا خو څرګنده خبره ده ،چې  بهرنيان  په حقيقت کې اداري فسا د ته لاره هواره کړې او اوس هم په لوړه کچه بهرنيان په فساد کې لاس لري.

افغان  حکومت او نړيوال هيوادونو داسې ګمان کوي ،چې په ورته خبرو سره به د ملامتۍ څخه ځان وباسي ،خو په يقين سره چې د هيواد هر وګړى پوهيږي  چې  په اداري فساد کې په لوړه کچه هم افغان چارواکي او هم نړيوال هيوادونه ښکيل دي .

د هيواد ټول وګړي پوهيږي چې اداري فساد په افغانستان کې په  لوړه کچه شتون لري .هم  دولت او هم  نړيواله ټولنه  په دغه فساد کې لوى لاس لر ي.

حقيقت دا دى چې هم افغان حکومت او هم بهرنيان په اداري  فساد کې لوى لاس لري .

د حل لار ه دا ده ،چې ټولې مرستې په مستقيم ډول د افغان حکومت په واک کې ورکړ شي او داسې يوه خپلواکه اداره دې جوړه شي ،چې د مرستو د لګولو څخه نظارت وکړي .

دغه ادارې ته  پوره واک ورکړ شي تر څو د  شويو مرستو  د لګولو څخه په  بشپړ ډول نظارت وکړي او د هغو کسانو سره چې په اداره فساد کې ښکيل وي قانوني چلند وکړي .

لیکوال حامد عبیدی

برښنا لیک hamid_obidiy@yahoo.com

 د اریکې شمیره: ۰۷۹۸۰۷۰۷۰۷

 

 


بالا
 
بازگشت