اوس هر افغان ترمن بالأ دی ،چی توپکوال لری هغه خوبلأ دی

اوریدلې مووه چی هر سور ږیري ملأ (شاه ګل) کیدای نسې.مګر زموږ په غریب هیواد کي دا ناشوني کارهم شونې سو. یوازي سورږیري نه بلکي هرږیره وال اوبي ږیری چي توپک لري اویا يې د توپک له فیضه خوري هغو ټولو تر ملأ شاه ګل اړولي ده.زموږ په وطن کي بیا دشکرځاي دادی چی توپکوال لږندی . هرتوپکوال مو ادعالری ددي  چی دده برخه په ولس کي تر هر بل چاه درنه ده،هرڅوک وايې چی ولس له ده سره دی،ولس دده ترشاه ولاړدی اودئ يې نماینده زموږ دي خداي وکړي پرده .

هرڅوک وکیل،څارنوال اوقاضی دی،هم دعوه کوی په خپله هم فیصله کوی په خپله،  هم مدعی وی ،هم څارنوال وی ،هم قاضی اوچي موقیع ورته برابره سي آخیرد جلاد  وظیفه هم اجرأکوی.یوازي ځان  ویني اوځان يې خوښ وي ، وطن پرست وي،وطن دوست وي،مسلمان وي، مجاهدوي ، غازي وي،انقلابي وي او خداي پرست.نور  وطنوال ورته مجرمین ، خائنین،خرڅ سوي،قاتلین،کمونست اوکافرښکاری. دومره مغرور او متکبیر سي چی بیله ځان نور څوک نه پیژني . دا چی ډیروختونه (کلونه) يې له ځان اودځان په شان تنګ چوکاټ لرونکوسره ژوند اوګذاره کړیده .هره ورځ يې په غوږوکي دا بي ځایه اوله واقیعته لیري خبري وتي اوننوتي دي،اوهرچاه ورته ویلې دی چی شاباس دایو ته يې چی (من) يې. اوس يې هغه خبره په مغزوکي په مادي قوت بدله  سویده.دي فکر کوي چي رښتیا همدا یوازي دي دی،بل نرپردنیا نسته. آفسوس دی وي پرحال دداسي انسانانو.  کله چي دسهار لمرته خپل سیوري پر دیوال ګوري،پر بریتو لاس تیرکړي ځان ورته زمري معلوم سي. نووايې چی که قدرت پلاس راسي یوشمیر زیات به وژنم. اُو........، پدی چی دی ځان دولس او دملت نماینده ګڼۍ ، یوازي دی ځا ن ته  برأت ورکوي ، نو ر ټول دي  ملامت بولي.خو مشکل بیا دملا شاه ګل دادی چی خپله هم خپل کلۍ ته په غلا او دروسوتوپکوالو سره مل هم تلاي نسي. خلګو او ولس ته سترګي  ورښکاره کولاي نسي . اونه يې هم کله پرکوم بیچاره کلیوال پوښتنه اودرحم ږغ کړې وي.مګر ځان دټول ملت نماينده او وکیل تراشي.په اروپا ،شوروی ،امریکا ،کانادا یا استرلیا کي په نس موړدی ،زړه يې سوړدی خبری مفتي. بل اړخ ته وحدت غواړي دملت،دتاجک ،پښتون او اوزبک.ملي روحیه غښتلي کوي،ملي وحدت تقویه کوي،یومټی افغانستان شعارونه يې ترخوله راوځی. مګر ملأ شاه ګل اخُند داملي وحدت،صلح ،ورورولې  ټینګول بیله دخلق دحزب(خلقي اوپرچمي)له غړو، بیله داسلامي حزب  له غړو اوطالیبانو له غړو. دی(ملأشاه ګل) یوځل دا دري سره ټول  بیله پوښتني وژني ، په دوهم  وار کي دکرزی فاسد حکومت چی له(مافیا،تروریستان،جنګي مجرمین،قاچاق بر،سلطنت طلبان،تینو کراتان، خارجي جاسوسانو،دایران اوپاکستان نما ینده ګان توپک سالاران) څخه جوړدي. خپله هم دهغو برخه دی، دهغوي په باب بیایوڅه نرم سي ولي دخیر اوشر دواړو امکانات اوس د همدی اداري په لاس کي بولي، توزنه هیله يې سترګي ورړندی کړي. خبر ندي چي پښتنو لا ډیر پخوا ویلي دي چي (توزنه هیله دخداي (ج) له کرمه وتلي ده). وايې دوي باید داتحاد ،وحدت او جوړي په پروسه کي ټول نه وي دمرګ اووژني خبره نه کوي . نو سړي نه پوهیږي چي (ملأشاه ګل) دي څوک او دکوم موږي په زور غورځي. نو هغه دپښتو متل دی چی وايې:(څوک چی جنګ نه کوي نولو ډبره اخلي). دابه عجا یبه ملي وحدت،عجایبه روغه جوړه اوعجایبه صلح به وي د(ملأشاه ګل) چی داټول ووژل سی یا لیري سي. زه هم اوس وپوهیدم چی رښتیا آخیر زمانه سول چنګوښو وزرونه وکړل . (توری به لالا وهي مړي به عبدالله) قیامت نژدی سوېدی حیران ګورم،ولس را څخه ورک سو. نماینده ګان يې سته خودولس درک اوخرک نسته.دهغو خبري بیا واوره چی وايې موږ  ددی هیواد په دغه (۴۰) کلنه غمیزه کي مثبت اویا منفي رول  ندي تراوسه بازي کړي . اوس يې راسي  ورپوره کړي، چی تنوريې ګرم ولیدي دوي هم  خپله ډوډي پر پخوي .هغوي نو هغه وخت چیري وه اوهغه نو څه شي وه او دی؟.ولس خو همدا وو چی پر مختلیفوطرفو (حزبو،ګروپواوډلوکي تقسیم سوي وو). څوک اګاهانه دملک اوهیواد دښیګڼو لپاره ،څوک په بیخبري په ګودال کښ لویدلي وه اوځیني دخپلو شخصی ګټو په منظور یودبل په وړاندي سره  وه جنګول سول،یواوبل يې سره مړه کړل.اولادا لړي روانه ده ختم يې  هم معلوم لاندي.( په پخوا زمانوکي وايې دکلی څخه یوه کلیوال میر من ښار ته ددوستانو کورته راغلي وه.پدی ورځو کښي دښار دحکمران په آمر دجنګ لپاره لښکري جوړیدی. دهرچا په خبروکښي دلښکرو خبره وه.کلیواله میرمن دلښکردکلمي په مفهوم سمه نه پوهیدل.نويې دخپلي خورلڼي څخه په ډیر احتیاط  اواحترام وپوښتل چی خوري دا دلښکر ،لښکر خبري چی تاسي کوي زه نه پوهيږم چی دا لښکري څه دی؟ ښاري خورلڼي ورته لنډ جواب ورکړي: خواره مه سي دا زما ،ستا او دهغه بلي میړونه چی جنګ ته بیايې له همدغو څخه لښکر ي جوړیږي). نو زموږ دیوشمیر وطنوالو له نظره دا پورته ټول مجرمین دی.او له خپلو ځانويې وکیلان،څارنوالان اوقا ضیان جوړکړیدی فیصلی کوی. وايې چاه په کلۍ کي نه پريښاوه ده ویل آس مي دملک په کور کي وتړي. دمجرمینوتر شمار موڅوچنده ناحقه دوکیلانو،څارنوالانو اوقاضیانوشمیر زیات سویدی. نوبیا خبره هغه ده چی ولس څوک اوچیري دی؟ ملا شاه ګل خو وختي لا توره پلاس ،توپک په غاړه مرمي تیره کړي ګوته پر ماشه ګر ځي وهغوته چی پورته  يې ذکرسويدی څو مړه يې کړي. خودملي وحدت خبره، ملي روغي جوړي خبره يې هم له خولي راوځي . سوال دادی ملي وحدت،یووالي،روغه جوړه، اتحاد دچاه سره؟ .دا دی یو ورځ له ورځو څخه له ملأشاه ګله یوه دوست وپوښتل؟ : ملأ شاه ګله!  ته پوهیږي په افغانستان کي هرڅوک ،هر شخص په یوه کورني پوري تړلي دي .زموږ په هیواد کښي دهري کورني شمیره په هیڅ توګه تر لسو نفرو کم نه وي اوکه يې نوردودوستان  وشمیرل سي  خوسلوته رسي ،نوداخوهم په خپله (من سو) . که چیري داټول بیا وشمیرل سي ،نوخروارته نه رسي؟  خروار خو سل منه دي په خپله. نه پوهیږی سړي چی ملاشاه ګل خان نو بیا دکوم ولس نماينده سو. البته که څوګ داسی دملأشاه ګل په شان فکر ولري نونا آعوذب الله دا د(ملایکوو)  ټولنه کي چی دی يې په فکر کي دی. نودملأ یکه وو په نظام کي خو بیا  شیطان (ملأشاه ګل) ځاي نه لري. اوپه دی خبره دده سر څوک ورخلاص کړي چی هغسي نظام پردی دنیا نسته .آخیرت چاه لیدلي نه دی چی هلته به څه ډول خبره وي.

دپورته خبروبیان څخه مي مطلب دادی چی په تنهاي دهيچاه  ،هیڅ ډلي ، هیڅ ګرپ ، سیاسي حزب اوسازمان ،ټولنواو اتحادیو سره داتوان نسته چی هیواد له دی پیچلي کرغیړني ورځي راوباسي.هغه ګروپونه ،حزبونه یا حلقي چی ستاسي له نظره کمزوي ،بدنامه دی هغه هم په اوسني بحراني وضع کي هم مثبت اوهم منفي اثر لري. ګروپونه ،حزبونه، حکمتونه باید له الف تریا پوري ټول بد ونه بلل سي.  دهرحزب،ګروپ اودلي دننه شریف،وطنپال ،لائق اوپاک خلګ وه اوسته .اوپرټول حزب ،ګروپ اوډلي  چلیپا کښل اړینه  اوسمه خبره نده. وه اوسته بد اشخاص،خائين اشخاص،جاسوس اشخاص ،خرڅ سوي اشخاص، په ګروپو،حزبو،اوحکمتو کښي اوهمداسي دباندي تر حزبو اوګروپووانفرادي خلګ چي خیانتونه يې کړي اوخائندي. خو دحزب،ګروپ او ډلي  د مجموعي  غړو دشمیر په تناسب ډیر لږ دي. ورسره مل اوملګري يې دنورو افغانانو په شان دهمدی هیواد زامن دی ،دهر بل افغان په شان ددی هیواد په سرنویشت کي دبرخي اخستو حق لري. اولدی حقه يې هیڅوک محروم کولاي نسي .اوبیله د دوي له فعالي برخي اخستني يې څوک شل کولاي نسي . او دادی ویني يې چی ټول جهان يې ستړي کړیدی .اصلاً داد دښمن کار دی چی دملت یوه لویه غوښنه پوهه اوتجریبه لرونکي برخه خلګ له هرڅه محروم کوي، دڅو لږو دښمنانو په لرلوسره موږته په زرهاو دښمن پیداکوي. څوپدی خبرو زموږڅخه اصلي دښمن ورک کړي.دملت دښمنان یودی ،ترمنځ يې پښتون،تاجک،هزاره او اوزبک نسته. تر منځ يې  کافر اومسلمان نسته،ترمنځ يې مجاهد او ملحد نسته، تر منځ يې دروس، امریکا،پاکستان،ایران اونور جهان دجاسوسي خبره نسته. پریوه کاسه سرناست دی دا موږ (روڼ اندی)يو چی یودبل په خلوکي مو ګوتي سره اچولي دی. اوبه خړواصلي خبره داده چی دافغانستان ،د افغان ولس دښمنان هغه دی چی افغانستان يې پر پردوخرڅ، په پردواشغال اودپردوپلاس کي ورکړي.بیت المال يې چورکړي،ملي اردو يې خراب کړي ،دولس په وینو میلیادرسول، اوخلګ يې ووژل  اونور. دروس نوکري،دپاکستان نوکري،دایران نوکري،دعربونوکري،دامریکا او اروپا نوکري اونورو.داټولي بدی وي اوبدی دی. خود به دابدی دشکل له مخي سره برابري نه وي څه فرق به پکښي وي اما په کُل کي زموږ دولس پر ضد،زموږ دولس دګټو خلاف حرکتونه وه.نوحساب اومحکمه بایدوي،قاضی بایدوي،پوښتنه باید وسي،مجرم باید معلوم او جزا وویني.خودا هله کیدای سی چی دمجریمینو حلقه یوڅه را محدود ه کړو،جرمونه او جینایتونه سویدی . تر حساب،پوښتني اوڅیړنو ورسته به معلومه شي چي کوم شخص ، مشر،رهبر،درهبري غړي  اوکوم بل شخص محکمه شي .  پسله یوه بیطرفانه پوښتني اوڅیړني به ملامت اوسلامت معلوم سی .لاکین دافغانستان ولس هیڅ کله دی هدف ته رسیداي نسي. ولي؟ موږداسي سرناخلاصي اویا ګُمارل سوي لروچی دیونفر قاتل په غوض چی په يوکلي کي پټ وي ،دی  دکلي خرابي اوټولو خلګو وژل پيشنهادوي. ( کله چی نادرخان ووژل سو او دهغه دوژلو په تور «۱۷» نفره محکمه کیدل دلته یو لوړ افسر عبدالله خان فرقه مشر له محکمي وغوښتل چی دکابل دښار ټول  دګذر وکیلان هم با ید ووژل سي ، ولي يې حکومت ته خبر ندی ورکړي دوي حتمي له قضیي خبروه ).دغله نیول نه غواړی خبره غټوي، کلي مجبوروي چی دځان دساتلو په منظور له غله څخه هم دفاع وکړي. اوس اوس ټولو غلو په ډلوکښي ځانونه خوندی ګړي دی.چی دغلو نیول نور ناشوني سویدی. او داهمدا اشخاص خپله یا غل اویاله غلوسره مل اوشریک دی چی یوجمعیت یا یوه ډله او حزب چی شمیر يې و لسهاوزوته رسي ټولو ته بدوايې یا ورپسي بدلیکې.داسي خلګ د صلحی،امنیت،ملي وحدت دولس دحاکمیت سره مینه وال نه بلکي ددی هدف دلاسته راتلو سره دښمنان دی. دوي دمیدان اوعمل خلګ ندی،یوازي دبیچاره ولس ذهنیت خرابوي ،جهانیانو ته غلط تصور ورکوي.

 

بااحترام قیوم.

<aqayum7@gmail.com>

 

 


بالا
 
بازگشت