دافغانستان دلانجې دحل په منظور وړاندیز

 

دلوی اومهربان خداي په نامه

 

ګرانو وطنوالو: لکه څنګه چي تا سي ټولو ته تر ما بهتره معلومات سته چي  دافغان ولس  دبد بختۍ اساسي عامل دزده کړو نه لرل دي. دپوهي اوزده کړو دنه لرولومسؤلیت مو دکلونو مستبدو ،ځان غوښتونکو (شاه هانو ) پر اوږو پروت بار دي.اوس چي زموږ ولس له کوم مشکل سره لاس او ګریوان دي . دا دهغوي(شاه هانو) دخیانتو او غفلتو نتیجه ده. اوس زموږ یو مشکل ندي بلکي  دمشکلا تو شمیره مو خورا جګه ده. علاوه دکور دننه مشکلات اوغمو نه چي لرو ،له کور څخه دباندي دهمسایه ګانو اوحتی ټول جهان سره  دادي په جوال  کي ولویدو. نن ورځ چي په نړۍ کي  دسا ینس او تکنالوژۍ جهان دي امکان  نه لري  چي موږ  په هغه پخواني دود او دستور (جرګه ،جرګې) پکار اچولو  دي په اوسنۍ  زمانه کي ګټوري پریکړي او مثبتي نتیجي ځیني پلاس راوړو. ځکه زموږ دټولنیز ژوند جوړښت اوترکیب اوس هغه دسلو کالو يا دو وسوو کالو مخته حالت نه لري . زموږ په هیواد کښي هغه د سلو کلونو مخته دقومونو دمشرانو،سیدانو،سپین ږیرو  دبدبه ، اعتبار او سپیڅل توب اوس نسته.  چي په یوه ږغ به يې قوم په حرکت راتلي. هغسي ملأ اوپیر نسته چي  دولسونو ډلي به يې ترشاه او مخته ځغستل. پس جرګه هغه نسخه ده چي سل کاله مخته يې لا لږکار ورکا وه. او که  دتیرو جرګو سمه ارزونه وسي هلته او په هغه زمانه کښي ډیر نور عوامل وه چي دجرګو پریکړوته يې تحقق ورکاوه. بل موږ باید دپر مختللي جهان له سیا سي کلتوره سره هم څه  ځان جوړ او کرار کرارنژدي کړو . اوس جهان دسیاست ،سیاسي مبارزو، سیاسی حزبودجوړیدو او په سیاسي ډګرکي دهغوي دنقش پرلور درومي. موږ باید شا ته ولاړ نسو،موږ باید له قبیلوي حا لته سیا ست،دولت او حکومت را وباسو.موږ با ید په هر ډول شرایطو کښي دولس رایوته په ارزښت قائل وه اوسو. علت زموږ دنا کامیو همدادي چي  هر حکومت مو ولسونه هیر کړي دي. ډیروپر وطن مینو دوستانو،پوهانو،عالمانومو دخپل فکر ،پوهی درک اودرد په اساس دټولني څخه دشناخت په زور دموجودو بد بختیو دعلاج اوتداوۍ لپار ه نسخې ولیکلې،یا دروغي جوړي نقشې ، طرحي ،پلانونه او خپل نظرونه يې بیا ن کړل.سره لدې چي پوره اکثریت نه بلکي تر ۹۰٪  زیاته برخه دولسونو(سوله )غواړي.او واقعاً سوله دولس یوه عاجله غوښتنه هم ده. مګر دا (تریخ) حقیقت باید ومنل شي چي موږ افغانان باید دافغانستان اوسنۍ وضعي ته په کتو سره  دا ومنو چي په تنهايۍ یوحزب،یوګروپ ،یوه ټولنه ،یوه اتحادیه،یوقوم یوملیت اوحتی   بیله خارجي مرستي  دسولي راتګ  نا شوني برېښي، ځکه دخارجي هیوادونو شتون خپله یوه ستونزه ده.. خو  په ډیرخفګان سره  کله چي دسولي  کومه طرح دکوم افغان له لوري  وړاندي شي .په هغه دم یوشمیردوستان ځانونه دولس دنماینده ګانوتر نوم لاندي دکمپیو ترونو پر صفحو په اصلي اوبدل نومونو او غلطو ادرسونو، پرهغو طرحو داسي تبصرې وکړي چي دسولي وپروسي ته يې تر ګټه تاوان زیا ت وي. تبصرې باید دسمون په منظور ،دګونګو نقطو دروښا نتیا په هدف وي نه دیو اوبل دتهدید  اویا خپلۍ قلمي برتري.زه فکرکوم چي په غا لب ګمان به دسولي  دښمنا ن د دوستانو په جاموکي دا کارونه کوي. ځکه ددوي دلاسه طرح یا وړاندیز خوڅه  چي د طرحي پیشکش کونکې  پر خوله  سوکان  وخوري .خپل افغانانو وروڼه مو نه دا چي دپلان،طرحي یانقشي نیمګر تیا وي ور پوره اوتکمیلي نه کړي. بلکي پیشکش کوونکي مو هم په ځان پوري حیران او په شلو نومونو تهمتي کړل. او بل خپله مو دطرحي وړاندي کونکي هم ددي وطن اولادونه دي دبل خبري ته غوږ نه نسي ،نو هغه دي چي ژرطرحه  له خولو ولویږي. لا زموږ دوستان په ذهني توګه هغي مرحلې ته ندي رسیدلۍ چي خپله سهوه ومني. پدي چي د دوي ژوند  تقریباً په یوه محدوده  حلقه ( دخلګو) کښي تیر سویدي. څوک چی دژوند او مبارزي په جریان کښی  دخپل نظر له مخالیفینو سره نه وي کښینوستي.له هغوي سره په آزاد فضا کښي نه وي ږغیدلي،سختي ،رښتیا ،ترخي اوغلطي يې دبل نه وي اوریدلي.نو دداسي دوستانو پر نظر باندي دبل  لخوا یوه عادي نیوکه هم ده ته غرشي .ژر هم ځان په قهر کړي او هم مقابل خفه.ځکه دوي ته چا ،هیڅکله هم  ندي  ویلي چي پر مخ دي څو ګُله دي او یا  ورته ووايې چي داسي به نه وي،یا داسي به ښه وي.ددغو خبرو زغم لا پکښی نسته. یا يې سیا ست کړي نه دي که يې سیا ست هم کړي وي یوازي يې  دسیا ست له خو ږو ګټه وړیده مګر له سختیو او تر خو يې غوړپ هم ندي کړي. دوي فکرکوي سیا ست یوازي شریني لري . خبر ندي  چي سیا ست دننه په منځ کښي ۸۰٪ تریخ دي. دوستان يې هغه ظاهري شکل ته ګوري. نو همدا علت دي  هر څوک چي یو نظر او طرحه وړاندي کړي نور فکر کوي  چي  دي  مخته سو اوته پاته ،که نور څه نسي کولای ،په کمپیوتر کښي خو بد لیکل ورته آسانه کاروي. پر طرح او وړاندیز خبره پاته شي، دطرحي دمخته کونکي یا انتقاد کونکي پر شخصیت څیړني ته زور ورکړي.  واقیعت خو دادي هره طرحه اوپیشنها د چي دسولي دراوستو په نیت دوستانو مخته کړیده،دستا یني  وړکاريې کړیدي. تر اوسه چي څه طرحي  دافغانستان دبحران دختم په منظوردوستانو مخته کړيدي ،هغه داسي چي  له خارجه  (امریکا او اروپا) ورته  دحکومتو ټاکنه غواړي.چي زما په باور ښه اوبریالۍ لاري ندي او له تیرو سره توپیر به يې څه وي. بل دټولو تکیه ګاه وي پر خارجي ملاتر ولاړي وي. رښتیا هم  دا خبره يې زه هم منم، زموږ دهیواد لانجه  خارجي ده او خارجیان په خا صه توګه هغه هیوادونه  چي  ددي هیواد په جګړه کښي يې تاوا ن تر ګټو زیات وي باید دسولي له بهیر سره صادقانه همکاري وکړي. زه وایم دوستانو انتقاد وکړي ، غلطيو ته ګوته ونسې ،خو دحل لاري يې هم پیشنهادکړي ،دبل خبري وواري، که مو زور رسیدي ورته معقول جواب ورکړي، او که نه د بل خبري ته په سړه سینه غوږ نیول دهو ښیارانو کاردي . ښوته يې نور تشویق کړي  چي ښه فکر وکړي.څو په حوصله ،ورورګلوي ،صمیمیت (افغانیت) سره ومشترک مشکل ته دحل لاره پيدا کړو. پدي ډول به  یې د پیاده کولو لپاره په ګډه سره کار وکړو. پدي خبره هم ښه پوهیږم چي یوشمیر خلګ سته چي پر یوشمیر  افغانانو باندي مختلف اتهامات،تورونه لګوي او نه غواړي  چي ټول افغانان سره متحد دسولي پر خوا ولاړ شي .هد ف ددغسي اتهاماتو يې داوي چي دهغو خلګو په شتون کي دنوموړي (انتقاد کوونکو ) وزن  کمیږي ، او بل دسولي مخالیفین  په خپل ټول قوت  دي  تخریبي کارته  ترجح ورکوي  چي  هلئ  اول جنایت کاران محکمه  کړي .زه وایم پدي شرائطو کښي چي ټول هیواد پر دی دي ،دشپي دتیر ځاي پکښي نسته  په چاه ؟ چیري؟  او کوم قوت؟ دغه جنایت کاران محکمه کوۍ . بل ټول  دپوهي اوتجریبې خا وندان باید په دې نوم دسولي له بهیره لیري پاته نسي. زه وایم داسلام پیغمبر  محمد (ص)  دمکې (م) تر فتحي وروسته له خپلو سر سختو دښمنانو چي دمحمد(ص) دوژلو پلان يې عملي کاوه دهغوي  په وړاندي څّه وکړل؟ که څوک مسلمان ځان وبولي باید هغه لاره تعقیب کړي.

لمړي:- پردي خبره توافق په کاردي  چي دا خبره لڅه او دقیق سي چي آیا دغه دافغانستان اوسنی (جګړایز حا لت) خپله دافغانانو اوبیا خارجیانو  په منځ کښي دچا په ګټه او چا په ضرر دي؟ متضرر ډیردي که ګټندویان؟

زما په باور دکرزي حکومت دټولو مفسید و ،رشوت خورو،قاتلانو ،دبشري حقونو تر پښو لاندي کونکو ،جنګي مجرمینو،تروریستانو لپاره یوه دآمن ځاله  سوېده.یوه برخه افغانان چي بیله لیا قته ،دخپلوي، شناخت، قومي، حزبي اوتنظمي اړیکو په اسا س دموجوده حکومت په خیټه کښی دننه د(ژورو) په شان ژوندلري ،هلته آرام اوهرڅه ورر سیږي ثروتونه يې ډیریږي په هیح صورت دسولي دږغ سره مینه وال ندي.بل ګروپ هغه برخه افغانان دي چي له خارجي هیوادو  ورغلي دلته يې پر ساعت (لس) دالره نسواي پیداکولاي اوس  په آمنیت کښي په زرهاو ډالره معاش لري  هغه سوله څه کوي. بل ګروپ دافغانانو سته چي له حکومتي چارواکو سره په ګډه دهیروینو په کا اوبار دولتي مځکو،شخصي او ملي شمنیو په چور کي شریک او مصروف دي کله په دوبۍ ،امریکااوکله په اروپا کي وي ګټي کوي هرورځ يې دتلویزونو پر مخ  ناوړ څیري  ښکاري هغه سوله نه غواړي.دچا په لاس کي چي توپک دي، کلی او دکلي ولس يې په قبضه کښي دي  هغه يې هم دتوپک له برکته خوري دسولي سره مخالف دي. دجهان دټولو ترو رستانو ، القاعده او تند روانو لپار ه  افغانستان  په  یو ښه جغرافیايې  مؤقیعیت  دآسیا په زړه کښي منا سب ځاي دي. پدي ډول دناټو دغړو هیواد لپاره هم  په  سترا تیژیک لحاظ  افغانستان داهمیته ډکه نقط ده.  پدي خبره زیا ت خلک اوس پوهیږي . هو داخلک  چي دجګړي په دوام کښي يې ګټي سته  دټول ولس دنفوس دفیصدۍ له مخي به لږ خلګ وي .خو،  حکومت ،هستي شتمني،تو پک  اوسیاسی  بر تري ،دخارجي هیوادو ملاتړ اوس ددوي پلاس کي دي.موږ باید په داسي مسا یلو کښي دټول ملت دنفوس په حسا ب قضاوت ونه کړو. هلته دټول ملت دنفوس پر سر خبره درسته راتلل چي (ملت په ځا ن پوهیدلاي،ملت دځان واک لرلاي). ملت مود ې خلګو راته دقوم،ژبي،منطقيې ،سمت او مذهب پر اسا س ټوټه ټوټه کړیدي.  هغه دپوهې نا خبره اولیري سا تل سوی  ولس خو څه چي(پوهان،پروفیسوران، داکتران ، انجینران ،آکا دمیسنان اوډیر زیات نور)مواوس پرژبه ،قوم،مذهب،سمت باندي ځانونه تقسیم کړیدي .لاسته داسي خلګ چي ځانونه افغانان  نه بولي،یا ځانونه ترنورو ښه بولي. خداي وکړي افغانان مو واقعي افغان شي.

دوهم:دافغانستان جفرافیايې موقیعت  داسي راغلي دي چي  دتاریخ په اوږدو کښي  بیله غمه ( آرام) ندي پاته سوي.هر زبر ځواک یوځلي څه چي څو څوځلي دلته خپل بختونه آزما یلي دي.خپلي جوړي نوي سلاح ګاني یې امتحان کړیدي، خوتر اوسه داسي نه وه سوي چی دشپږڅلويښت هیوادونو تر مستقیم تیري اوتردوي لږ کم په غیري مستقیمه توګه د مداخلو په لومو کښي دي راګیر سوي وي. زموږ په هیوا دکښي جګړه د ډیرو خارجي هیوادوپه خا ص ډول( همسایه ګانو) په ګټه اولږ هیوادو په ضرر بولم. دابل هغه مشکل دي چی  دسولي دراوستلو په لاره کي مو پر مختګ ته نه پريږدي.                                                                           مثلاً: پاکستان دا په منطقه کښي هغه هیواد دي چي دافغانستان اوهند دهمیشنۍ زوروني لپاره انګریزانو په همدي هد ف جوړ کړی. که نه دپاکستان دجوړیدو ضرورت څه وو؟ زه پاکستان وافغانستان ته یوه انګریزي تلکه بولم .هیڅ کله به پاکستان پدي راضي نشي اوله دي سره به توافق ونکړي چي موږ یو مرکزي اوغښتلۍ حکومت ولرو......

 دپښتونستا ن مسٔله يې  محوري ټکي دي.

له ایران سره علاوه پر مذهبي جلاوالي دهلمند داوبو پر سرمشکل دایران لاس وهنو او زموږ په هیواد کي دقوي حکومت دجوړیدو مخه نیولې ده.

هند په هیڅ صورت دیو اسلامي غښتلي حکومت دجوړیدو سره  په افغانستان کښي مینه وال ندی  .دکشمیر دلانجې په خاطر.

چین نه غواړي چي په افغانستان کي دي یو قوي حکومت وي په خاصه توګه اسلامي ،دتر کمنستان دمسٔلې پر بنیاد.

پخوانی شوروي اوسنۍ روسیه او هغه مستقل هیوادونه يې چي دافغانستان سره پولي لري لا  دروس سره اخښلي دي ،نه غواړي چي په افغانستا کښي یو قوي او غښتلي حکومت وي همداسی نه ده؟ خپله ناټو غړي هیوادونه هم په افغانستان کي دیو کمزوي ،متزل زل ،چاپلوس حکومت غوښتونکي دي. دمترقي پر ځان متکي یا غښتلی اسلامي حکومت  خو بلکل هیڅ هیواد لیري اونژدې ټول خارجي هیوادونه نه غواړي. که دا ټولي خبري پوره وشنو ډیر وخت  غواړي دلته مي يې یوازي یوذکر وکړي.

ښه داخبري ، واقیعونه او مشکلات په مخه کي لرو خو افغانان یو متل لري وايې: غر چي هرڅونه لوړ هم شي پرسر يې لاره سته.نو که دافغا نستان مشکل هم هرڅونه لوي وي پرمشکل دبري لاره شته. موږ باید اول داسي کار وکړو چي  نه سیخ وسوځل شي نه کباب .زه به دخپل لږ پوهي او شناخت چي دخپلي ټولني څخه يې لرم يوڅه ولیکم بیا به يې ددوستانو مخته کښیږدم. دوستان به يې و ګوري ،که دحلاتو او شرائطو سره يې سرنخوړي نور به تر دي ښه وړاندیزونه وکړي . هغه به دټول ولس په ګډون تر بري رسوو. اوکه چيري دوستان سوالونه ولري انتقادونه ولري،پیشنهادونه ولري ،نرم اوسخت هر څه ته به جواب دخپل عقل برابرورکړم او که نه پوهید م بخښه به وغواړم را وبه يې ښیي.خو پدي باور یم چي سوالو ته به جواب وایم.

دسولي دراوستلو په هکله دافغانستان ټول ملت ته دا وړاندیز کوم .

وړاندیز:

 ۱-هر څوک چي دافغانستان په جغرافیائی قلمرو کي اوسي هغوته دافغان په نوم خطا ب کول ګناه نده. پس هیڅ کله یو افغانان نسي کولاي بل افغان له افغا نیته وباسي. افغا نستان دافغانانو مشترک کوردي.په اوسنیو خاصو شرائطو کښي چي یو شخص پر بل شخص ،یوحزب  اویاهم یوه  حزب پربل حزب،یا یوډله پر بله ډله،یا یو تنظیم پربل تنظیم،یا یو ملیت پر بل ملیت ،یوقوم پر بل قوم او یا دیوي ژبي ویونکي پر بلي ژبي  ویونکو باندي  انتیقادونه  لري او یا اتهامات واریدوي.داټولي خبري زه منم . هو پدي انتقادونو کښي څه واقیعتونه هم سته ، سویدي خیا نتونه، سویدي ،جنایتونه اولا دادي کیږي . دجنایت کارانو شمیر محدود دي. مګر داسي نه هیڅوک زموږ په هیواد کي نه وه اونه سته که رښتیا وویل سي چي په یوه له دغو حزبو ،ګروپو،تنظمو،ډلو اوحکمتو کښي دي يې په شکل داشکالو لاس نه لاره. ساده يې وایم، له یوه  نفرت اوپر بل لوري پيرزوینه داخپل په سیا ست کښي ګډون دي اوبیطرفي له منځه وړي. اوکه فرضاً په دغه دونه آوږده غمیزه کي بیا هم کوم شخص اِدعا ولري چي زه خو یوه طرف ته نه ووم .نو له هغه شخصه اوس هم دکار آمید مه کوۍ ځکه رښتیا نه وايې. هغه نویوازي  بیچاره په کلیوالي ژبه (کاریګر)  دي اووي دي. دترازو پلې ته ګوري چي کومه خوا درنه ده.                  نو په لمړی قدم کښی باید دمؤقت وخت لپاره تر څو لوي هدف( سوله) ته رسو،دخلګو نماینده حکومت راځي ،حساب او کتا ب به بیا هغه حکومت کوي. داوس لپاره چي هیڅ پلاس کي نه لرو پر دې خبرو وخت  تیرول دولس  زورونه ، داوسني فاسدي  حاکمي اداري او دسولۍ ددښمنانو  په ګټه خبري دي . چي ځیني دهمدې ادارې پلویا ن په بد لو نومومو په کمپیوترنو اوتلویزونونوکښی ورته خدمت اونشریا ت کوي. اوبه خړوي ماهيان نیسي ،چي هد ف يې دناروا حکومت نور پر ځاي پاته کیده دي. او په واقیعت کي  همدا خلګ څوک قصدي دپلان له مخي او ځیني دنه سم درک  له وجهي  دسولي په لاره کي خنډونه  جوړوي ،په واقیعت کي  دخا ینئنو ومحکمي ته  درا کشولو مخه نیسي .زه وایم ښه داده چي  راځي اول به په ګډه دا بل اور مړکړو بیا به نور اقدامات. ځکه موږ ولیدل چي په تنهايې  څوک دا اور وژلاي نسي.

ددي لپاره چي  هیڅ افغانان  دسولي له پروسي ونه استل شي، هیڅ شخص دمشر یاکشر په نوم ونه نومول شي. درا تلونکي مشر پر ښه سړیتوب اونه سړیتوب خبره هم پريږدو، ځکه تروخت مخکي خبره ده.درسول دخداي محمد مصطفی( ص) دهغه دڅلورو یارانو په شان دغه دمشر توب خبره مؤکیلینو ته پریږدي. ولو که مؤقط اداره هم وي، هرڅوک خپل بخت  وآزمايي خپل ځان د ملت په هنداره کښی وګوري ، چي دقوم ،ملیت،ژبي،تنظیم ،حزب ،ګروپ ،ادبي اوفرهنګي ټولنو ، اتحادیو او علاقه مندو مسلٔه پکښی حل شي.په افغانستا ن کښی دننه  او خارج له افغانستانه ټول وکړي پکښی سهم ولري.

 دیوه معین شمیر افغانان پرسر یو نماینده خپله دهغو خلکو لخوا تعین شي. دغه تعین سوي اومعلوم نما ینده ګانو ته په کابل کښي  دخوندي توب شرائط دملګرو ملتونو لخوا برابرشي څو دغه نما ینده ګان خپل تر منځ په انتیخا باتي ډول دمؤقت حکومت دچارو لپاره له هغو نماینده ګانو له منځه مسؤلین  انتیخاب کړي .                                                           دتوافق په صورت کښي بیله قید اوشرط ددرګیرو لخوا اوربند،دنماینده ګانو دتعین وخت باید تر دري میاشتي زیات نه وي.                                                                      

الف:یو نما ینده با ید دپنځه زرو افغانانو نماینده ګي په رسمي اسنادو لري. یعني (۵۰۰۰) افغانانو پر سر یو نماینده.کیداي سي دا شمیره زیاته کړو مګر لږ نه.

ب:نماينده باید حد اقل  دولس کال ذه کړي کړي وي.په پشتو اودري دواړو ژبو لوست او خبري رواني وکولاي سي دنماینده عمرباید له پنځه دیرشو کلونو نه کم نه وي.

 

ج: دپخوانیو حزبونو اوتنظیمو نود لوړي کچي درهبرۍ غړي ،دکرزي دحکومت دکابیني  غړي عالي رتبه  مامورین ،داوسني برحا ل پار لمان اوسنا غړي دنماینده په حیث په مؤقته مرحله کي دمنلووړ ندي.

د:  هرنما ینده به دخپللو مؤ کیلنو په ملاتړ او مصرف په غونډوکښي ګډون کوي.

ذ: دغونډی ددایرېدو وخت باید حدا قل (لس) ورځي وي تر څو نماینده ګان په ښه توګه یو بل سره وپيژني، وحدوتونه،اتحادونه اوملګری سره وکړي.په دغو غونډو کي به هیڅ خارجي  تبعه اشتراک او ګډون نه لري.

ر:تر لسو ورځو جر وبحث اوتصم ورسته  چي دموقتي دوري لپاره يې مشر او کاري کمیټه (کابینه)ټول په انتیخابي توګه وټاکل . دوې نوري ورځي باید وخت ولري چي  د(آمنیت دشورا ددایمي غړوهیوادو نمایندګان،دهسایه هیوادو نماینده ګان )به ددوي پر پرکړو دتايید مهرونه لګوي ،او په صداقت به  دپریکړو ملاتړکوي.او دافغانستان په کورنیو چارو کي دنوري نه مداخلي  هو ډ کوي.

ز: دمؤقت حکومت دوره به تر دري کاله زیاته اوږده نه وي.

 مؤقت حکومت به علاوه پر خپلو دولتي وظایفو چي لري يې دغه دري اساسي وظیفې دټولو درګیرو خواوو په صادقانه همکارۍ سره سرته رسوي:

الف: بیله  استیثنأ عمومي خلع سلاح دټول ملت او دټولو سیا سي بندیا نو آزادول.

ب:دنوي پارلمان او ریاست جمهوري دچوکیو لپاره انتخابا ت به ترسره کوي.

ج:له هیواد څخه دخارجي نظامي قواو دوتلو محا ل وېش به جوړوي چي  په همدغو درو کلونو کښي يې وتل تکمیل شي یعني دانتخابي ریس جمهور دلوړي دمراسیمو ورسته به په افغانستان کي خارجي عسکر نه وي.

 دهمدغي دمؤقتي اداري مشر او دکابیني غړو ته  دیوځل لپاره په لمړۍ انتیخاباتي دوره کي باید دریاست جمهورۍ لپاره دکاندید کولو حق ور نه کړل سي څو دنوموړي تر مشرۍ لاندي انتیخابات بیله تقلُبه سرته ورسیږي.

پاته سول دجنګي مجریمنو،قاتلانو،دبشري حقونو دپایما لونکو اونور سره دحساب، محکمي جزأ او عدالت خبره دا دمنتخب حکومت په وظیفوکښي اولني ځا ي ولري.

دپورته خبروهره ماده څه تفصل ته اړتیا لري ،هرډول مثبت نظر ته پکښي ځاي سته. دکار میکا نیزم  به ډير مغلق او پیچلي نه وي . مثلاً  بیله قید اوشرط اوربند ، چي  نماینده ګان وکولاي سي  خپل  دطرف دارانو لیست د تذکرو سره  په تعین سوي  دفترو کي ثبت کړي .زه آمید لرم دتیري او دکرزي دحکومت مخالیف لوري هم ورته  باید ښه راغلاست ووايې. زه  تر کومه ځایه چي پوهیږم دجهان ټول حکومتونه  لکه چي پورته مي ورته اشاره هم کړیده ،یو ځل بیا په تکرار سره تأ کید کوم چي ننني جهان په افغانستان کي دیوه قوي مستقل او پر خپلو پښو ولاړ حکومت  نه غواړي. نور داخبره نه اوږدوم.پر الله موسپارم ستاسي دښو نظرونو په اُمید.عبدالقیوم له امریکا

 

2011/1/3 Qayum Abdul <aqayum7@gmail.com>
 
2010/12/3 Qayum Abdul <aqayum7@gmail.com>

اوس هر افغان ترمن بالأ دی ،چی توپکوال لری هغه خوبلأ دی

اوریدلې مووه چی هر سور ږیري ملأ (شاه ګل) کیدای نسې.مګر زموږ په غریب هیواد کي دا ناشوني کارهم شونې سو. یوازي سورږیري نه بلکي هرږیره وال اوبي ږیری چي توپک لري اویا يې د توپک له فیضه خوري هغو ټولو تر ملأ شاه ګل اړولي ده.زموږ په وطن کي بیا دشکرځاي دادی چی توپکوال لږندی . هرتوپکوال مو ادعالری ددي  چی دده برخه په ولس کي تر هر بل چاه درنه ده،هرڅوک وايې چی ولس له ده سره دی،ولس دده ترشاه ولاړدی اودئ يې نماینده زموږ دي خداي وکړي پرده .

هرڅوک وکیل،څارنوال اوقاضی دی،هم دعوه کوی په خپله هم فیصله کوی په خپله،  هم مدعی وی ،هم څارنوال وی ،هم قاضی اوچي موقیع ورته برابره سي آخیرد جلاد  وظیفه هم اجرأکوی.یوازي ځان  ویني اوځان يې خوښ وي ، وطن پرست وي،وطن دوست وي،مسلمان وي، مجاهدوي ، غازي وي،انقلابي وي او خداي پرست.نور  وطنوال ورته مجرمین ، خائنین،خرڅ سوي،قاتلین،کمونست اوکافرښکاری. دومره مغرور او متکبیر سي چی بیله ځان نور څوک نه پیژني . دا چی ډیروختونه (کلونه) يې له ځان اودځان په شان تنګ چوکاټ لرونکوسره ژوند اوګذاره کړیده .هره ورځ يې په غوږوکي دا بي ځایه اوله واقیعته لیري خبري وتي اوننوتي دي،اوهرچاه ورته ویلې دی چی شاباس دایو ته يې چی (من) يې. اوس يې هغه خبره په مغزوکي په مادي قوت بدله  سویده.دي فکر کوي چي رښتیا همدا یوازي دي دی،بل نرپردنیا نسته. آفسوس دی وي پرحال دداسي انسانانو.  کله چي دسهار لمرته خپل سیوري پر دیوال ګوري،پر بریتو لاس تیرکړي ځان ورته زمري معلوم سي. نووايې چی که قدرت پلاس راسي یوشمیر زیات به وژنم. اُو........، پدی چی دی ځان دولس او دملت نماینده ګڼۍ ، یوازي دی ځا ن ته  برأت ورکوي ، نو ر ټول دي  ملامت بولي.خو مشکل بیا دملا شاه ګل دادی چی خپله هم خپل کلۍ ته په غلا او دروسوتوپکوالو سره مل هم تلاي نسي. خلګو او ولس ته سترګي  ورښکاره کولاي نسي . اونه يې هم کله پرکوم بیچاره کلیوال پوښتنه اودرحم ږغ کړې وي.مګر ځان دټول ملت نماينده او وکیل تراشي.په اروپا ،شوروی ،امریکا ،کانادا یا استرلیا کي په نس موړدی ،زړه يې سوړدی خبری مفتي. بل اړخ ته وحدت غواړي دملت،دتاجک ،پښتون او اوزبک.ملي روحیه غښتلي کوي،ملي وحدت تقویه کوي،یومټی افغانستان شعارونه يې ترخوله راوځی. مګر ملأ شاه ګل اخُند داملي وحدت،صلح ،ورورولې  ټینګول بیله دخلق دحزب(خلقي اوپرچمي)له غړو، بیله داسلامي حزب  له غړو اوطالیبانو له غړو. دی(ملأشاه ګل) یوځل دا دري سره ټول  بیله پوښتني وژني ، په دوهم  وار کي دکرزی فاسد حکومت چی له(مافیا،تروریستان،جنګي مجرمین،قاچاق بر،سلطنت طلبان،تینو کراتان، خارجي جاسوسانو،دایران اوپاکستان نما ینده ګان توپک سالاران) څخه جوړدي. خپله هم دهغو برخه دی، دهغوي په باب بیایوڅه نرم سي ولي دخیر اوشر دواړو امکانات اوس د همدی اداري په لاس کي بولي، توزنه هیله يې سترګي ورړندی کړي. خبر ندي چي پښتنو لا ډیر پخوا ویلي دي چي (توزنه هیله دخداي (ج) له کرمه وتلي ده). وايې دوي باید داتحاد ،وحدت او جوړي په پروسه کي ټول نه وي دمرګ اووژني خبره نه کوي . نو سړي نه پوهیږي چي (ملأشاه ګل) دي څوک او دکوم موږي په زور غورځي. نو هغه دپښتو متل دی چی وايې:(څوک چی جنګ نه کوي نولو ډبره اخلي). دابه عجا یبه ملي وحدت،عجایبه روغه جوړه اوعجایبه صلح به وي د(ملأشاه ګل) چی داټول ووژل سی یا لیري سي. زه هم اوس وپوهیدم چی رښتیا آخیر زمانه سول چنګوښو وزرونه وکړل . (توری به لالا وهي مړي به عبدالله) قیامت نژدی سوېدی حیران ګورم،ولس را څخه ورک سو. نماینده ګان يې سته خودولس درک اوخرک نسته.دهغو خبري بیا واوره چی وايې موږ  ددی هیواد په دغه (۴۰) کلنه غمیزه کي مثبت اویا منفي رول  ندي تراوسه بازي کړي . اوس يې راسي  ورپوره کړي، چی تنوريې ګرم ولیدي دوي هم  خپله ډوډي پر پخوي .هغوي نو هغه وخت چیري وه اوهغه نو څه شي وه او دی؟.ولس خو همدا وو چی پر مختلیفوطرفو (حزبو،ګروپواوډلوکي تقسیم سوي وو). څوک اګاهانه دملک اوهیواد دښیګڼو لپاره ،څوک په بیخبري په ګودال کښ لویدلي وه اوځیني دخپلو شخصی ګټو په منظور یودبل په وړاندي سره  وه جنګول سول،یواوبل يې سره مړه کړل.اولادا لړي روانه ده ختم يې  هم معلوم لاندي.( په پخوا زمانوکي وايې دکلی څخه یوه کلیوال میر من ښار ته ددوستانو کورته راغلي وه.پدی ورځو کښي دښار دحکمران په آمر دجنګ لپاره لښکري جوړیدی. دهرچا په خبروکښي دلښکرو خبره وه.کلیواله میرمن دلښکردکلمي په مفهوم سمه نه پوهیدل.نويې دخپلي خورلڼي څخه په ډیر احتیاط  اواحترام وپوښتل چی خوري دا دلښکر ،لښکر خبري چی تاسي کوي زه نه پوهيږم چی دا لښکري څه دی؟ ښاري خورلڼي ورته لنډ جواب ورکړي: خواره مه سي دا زما ،ستا او دهغه بلي میړونه چی جنګ ته بیايې له همدغو څخه لښکر ي جوړیږي). نو زموږ دیوشمیر وطنوالو له نظره دا پورته ټول مجرمین دی.او له خپلو ځانويې وکیلان،څارنوالان اوقا ضیان جوړکړیدی فیصلی کوی. وايې چاه په کلۍ کي نه پريښاوه ده ویل آس مي دملک په کور کي وتړي. دمجرمینوتر شمار موڅوچنده ناحقه دوکیلانو،څارنوالانو اوقاضیانوشمیر زیات سویدی. نوبیا خبره هغه ده چی ولس څوک اوچیري دی؟ ملا شاه ګل خو وختي لا توره پلاس ،توپک په غاړه مرمي تیره کړي ګوته پر ماشه ګر ځي وهغوته چی پورته  يې ذکرسويدی څو مړه يې کړي. خودملي وحدت خبره، ملي روغي جوړي خبره يې هم له خولي راوځي . سوال دادی ملي وحدت،یووالي،روغه جوړه، اتحاد دچاه سره؟ .دا دی یو ورځ له ورځو څخه له ملأشاه ګله یوه دوست وپوښتل؟ : ملأ شاه ګله!  ته پوهیږي په افغانستان کي هرڅوک ،هر شخص په یوه کورني پوري تړلي دي .زموږ په هیواد کښي دهري کورني شمیره په هیڅ توګه تر لسو نفرو کم نه وي اوکه يې نوردودوستان  وشمیرل سي  خوسلوته رسي ،نوداخوهم په خپله (من سو) . که چیري داټول بیا وشمیرل سي ،نوخروارته نه رسي؟  خروار خو سل منه دي په خپله. نه پوهیږی سړي چی ملاشاه ګل خان نو بیا دکوم ولس نماينده سو. البته که څوګ داسی دملأشاه ګل په شان فکر ولري نونا آعوذب الله دا د(ملایکوو)  ټولنه کي چی دی يې په فکر کي دی. نودملأ یکه وو په نظام کي خو بیا  شیطان (ملأشاه ګل) ځاي نه لري. اوپه دی خبره دده سر څوک ورخلاص کړي چی هغسي نظام پردی دنیا نسته .آخیرت چاه لیدلي نه دی چی هلته به څه ډول خبره وي.

دپورته خبروبیان څخه مي مطلب دادی چی په تنهاي دهيچاه  ،هیڅ ډلي ، هیڅ ګرپ ، سیاسي حزب اوسازمان ،ټولنواو اتحادیو سره داتوان نسته چی هیواد له دی پیچلي کرغیړني ورځي راوباسي.هغه ګروپونه ،حزبونه یا حلقي چی ستاسي له نظره کمزوي ،بدنامه دی هغه هم په اوسني بحراني وضع کي هم مثبت اوهم منفي اثر لري. ګروپونه ،حزبونه، حکمتونه باید له الف تریا پوري ټول بد ونه بلل سي.  دهرحزب،ګروپ اودلي دننه شریف،وطنپال ،لائق اوپاک خلګ وه اوسته .اوپرټول حزب ،ګروپ اوډلي  چلیپا کښل اړینه  اوسمه خبره نده. وه اوسته بد اشخاص،خائين اشخاص،جاسوس اشخاص ،خرڅ سوي اشخاص، په ګروپو،حزبو،اوحکمتو کښي اوهمداسي دباندي تر حزبو اوګروپووانفرادي خلګ چي خیانتونه يې کړي اوخائندي. خو دحزب،ګروپ او ډلي  د مجموعي  غړو دشمیر په تناسب ډیر لږ دي. ورسره مل اوملګري يې دنورو افغانانو په شان دهمدی هیواد زامن دی ،دهر بل افغان په شان ددی هیواد په سرنویشت کي دبرخي اخستو حق لري. اولدی حقه يې هیڅوک محروم کولاي نسي .اوبیله د دوي له فعالي برخي اخستني يې څوک شل کولاي نسي . او دادی ویني يې چی ټول جهان يې ستړي کړیدی .اصلاً داد دښمن کار دی چی دملت یوه لویه غوښنه پوهه اوتجریبه لرونکي برخه خلګ له هرڅه محروم کوي، دڅو لږو دښمنانو په لرلوسره موږته په زرهاو دښمن پیداکوي. څوپدی خبرو زموږڅخه اصلي دښمن ورک کړي.دملت دښمنان یودی ،ترمنځ يې پښتون،تاجک،هزاره او اوزبک نسته. تر منځ يې  کافر اومسلمان نسته،ترمنځ يې مجاهد او ملحد نسته، تر منځ يې دروس، امریکا،پاکستان،ایران اونور جهان دجاسوسي خبره نسته. پریوه کاسه سرناست دی دا موږ (روڼ اندی)يو چی یودبل په خلوکي مو ګوتي سره اچولي دی. اوبه خړواصلي خبره داده چی دافغانستان ،د افغان ولس دښمنان هغه دی چی افغانستان يې پر پردوخرڅ، په پردواشغال اودپردوپلاس کي ورکړي.بیت المال يې چورکړي،ملي اردو يې خراب کړي ،دولس په وینو میلیادرسول، اوخلګ يې ووژل  اونور. دروس نوکري،دپاکستان نوکري،دایران نوکري،دعربونوکري،دامریکا او اروپا نوکري اونورو.داټولي بدی وي اوبدی دی. خود به دابدی دشکل له مخي سره برابري نه وي څه فرق به پکښي وي اما په کُل کي زموږ دولس پر ضد،زموږ دولس دګټو خلاف حرکتونه وه.نوحساب اومحکمه بایدوي،قاضی بایدوي،پوښتنه باید وسي،مجرم باید معلوم او جزا وویني.خودا هله کیدای سی چی دمجریمینو حلقه یوڅه را محدود ه کړو،جرمونه او جینایتونه سویدی . تر حساب،پوښتني اوڅیړنو ورسته به معلومه شي چي کوم شخص ، مشر،رهبر،درهبري غړي  اوکوم بل شخص محکمه شي .  پسله یوه بیطرفانه پوښتني اوڅیړني به ملامت اوسلامت معلوم سی .لاکین دافغانستان ولس هیڅ کله دی هدف ته رسیداي نسي. ولي؟ موږداسي سرناخلاصي اویا ګُمارل سوي لروچی دیونفر قاتل په غوض چی په يوکلي کي پټ وي ،دی  دکلي خرابي اوټولو خلګو وژل پيشنهادوي. ( کله چی نادرخان ووژل سو او دهغه دوژلو په تور «۱۷» نفره محکمه کیدل دلته یو لوړ افسر عبدالله خان فرقه مشر له محکمي وغوښتل چی دکابل دښار ټول  دګذر وکیلان هم با ید ووژل سي ، ولي يې حکومت ته خبر ندی ورکړي دوي حتمي له قضیي خبروه ).دغله نیول نه غواړی خبره غټوي، کلي مجبوروي چی دځان دساتلو په منظور له غله څخه هم دفاع وکړي. اوس اوس ټولو غلو په ډلوکښي ځانونه خوندی ګړي دی.چی دغلو نیول نور ناشوني سویدی. او داهمدا اشخاص خپله یا غل اویاله غلوسره مل اوشریک دی چی یوجمعیت یا یوه ډله او حزب چی شمیر يې و لسهاوزوته رسي ټولو ته بدوايې یا ورپسي بدلیکې.داسي خلګ د صلحی،امنیت،ملي وحدت دولس دحاکمیت سره مینه وال نه بلکي ددی هدف دلاسته راتلو سره دښمنان دی. دوي دمیدان اوعمل خلګ ندی،یوازي دبیچاره ولس ذهنیت خرابوي ،جهانیانو ته غلط تصور ورکوي

 

 

بااحترام قیوم.

<aqayum7@gmail.com>

 

 


بالا
 
بازگشت