د رښتیني اسلام او افراطي اسلام ترمینځ باید توپیر وشي

 

رحمت اله روان

 

 

د امریکا د فلوریډا ایالت د یوې وړې کلیسا لیونی مشر تیرجونز خپل هغه  پلان ځنډولی چې غوښتل یې د شنبې په ورځ، پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې نیټی د برید په نهمه کلیزه به قرآنکریم وسوځوي. تیر جونز وویل، ده خپله پرېکړه د امریکا د یوه مسلمان امام له هغې وینا وروسته کنسل کړې وه چې په نیویارک کې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز پر ځای د یوه جومات د جوړولو لپاره یې خپله پرېکړه بېرته واخیسته، خو جونز وايي، اوس چې امریکایي امام په دې برخه کې د هرراز معاملې خبره رد کړې ده، دی لاهم د خپلې پرېکړې د عملي کولو په اړه فکر کوي

د امریکا د یوې وړې کلیسا د مشر له خوا د قرآنکریم د سوځولو د ژمنې د وروستیو تحولاتو په لړکې د فلوریډا د دې کلیسا مذهبي مشر پرون اعلان وکړ چې د سپټمبر په ۱۱مه پر امریکا د تروریستي بریدونو د نهمې کلیزې په ورځ یې د قرآنکریم د سوځولو لپاره خپله پرېکړه بېرته اخیستې ده
تېري جونز وویل د ده ټولنې دا پرېکړه وروسته له هغه کنسل کړه چې وایې ورېدل د امریکا یو مسلمان ملا چې غوښتل یې په نیویارک کې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز پرځای جومات جوړ کړي له خپلې جنجالي پرېکړې څخه تېر شوی دی. ده زیاته کړه، خو وروسته له دې چې امام فیصل عبدالروف دا خبره رد کړه چې ګنې له ده سره یې د سپټمبر د ۱۱ مې د برید په ځای کې د جامع جومات او اسلامي مرکز د ځای بدلولو خبره منلې ده، نو ده هم خپله پرېکړه بدله کړه او دی بیاهم د خپل پلان د عملي کولو په اړه غور کوي. پاستور جونز وویل، د امام عبدالرووف د وینا په اړه د فلوریډا یوه امام ده ته غلط معلومات ورکړي وو
فیصل عبدالروف پرون وویل، دی د جونز د دې پرېکړې هرکلی کوي چې قرآن به نه سوځوي خو زیاته یې کړه چې ده نه له جونز سره خبرې کړي او نه یې په دې برخه کې کومه معامله کړې ده
جونز د خپلې پرېکړې د فسخ کولو خبره پرون د فلوریډا په ګېنېسویل کې له خپلې کلیسا بهر خبریالانو ته اعلان کړه:
((
امام موافقه وکړه چې د جومات ځای بدل کړي، نو موږ هم دا ومنله چې د شنبې په ورځ د قرآنکریم د سوځولو له پرېکړې تېر شو. زه به د شنبې په ورځ نیویارک ته ولاړ شم څو له امام سره وګورم.))
د کلیسا پاستور زیاته کړه چې دی د جومات د جوړولو د ځای بدلېدو ته په دې سترګه ګوري چې خدای د ده هدف ترسره کړی دی. ده هم د سپټمبر په یوولسمه د قرآنکریم د سوځولو پرېکړه له تروریزم سره د مبارزې یوه نوې بڼه وبلله
د قرآنکریم د سوځولو لپاره د تېري جونز پرېکړه د امریکا ولسمشر بارک اوباما، جګپوړو امریکايي پوځیانو او د نړۍ د هېوادونو دولتي او مذهبي مشرانو وغندله
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د خبر له مخې دفاع وزیر رابرت ګېټس پرون شخصاً جونز ته ټلفون وکړ او غوښتنه یې وکړه چې له دې کاره لاس واخلي
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په نیویارک کې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو پر ځای د یوه اسلامي مرکز د جوړولو لپاره د دې پروژې د مسوولانو د حق ملاتړ او پر دې خبره ټینګار کړی چې د رښتیني اسلام او افراطي اسلام ترمینځ توپیر شته
اوباما له دې مخکې د قرآنکریم د سوځولو لپاره د عیسوي پاستور د پرېکړې غندنه وکړه او هغه یې یو ورانوونکی عمل وباله. ده وویل چې دا به د افغانستان او پاکستان په څیر هیوادونو کې لانجو ته لمن ووهي او د القاعده په څیر تروریستي ډلو ته به د نورو کسانو د استخدام پلمه په لاس ورکړي
که پاستور جونز خبره اوري، زه هیله لرم چې دی به وپوهیږی چې هغه څه چې دی غواړي ویې کړي، زموږ امریکایانو له ارزښتونو سره بشپړ توپیر لري ځکه دا هیواد د مذهبي ازادیو او د مذهبي زغم د نظریې پر بنسټ جوړ شوی دی
له دې مخکې د امریکا د بهرنیوچارووزیرې هیلیري کلېنټن د فلوریډا د عیسوي پاستور پرېکړه وغندله ویې ویل، دا پرېکړه د امریکایانو د اصلي ذهنیت څرګندونه نشي کولای
د اندونیزیا، مالیزیا او هند په څېر هېوادونو چې په ګڼ شمېر مسلمان نفوس لري هم پر ولسمشربارک اوباما غږ کړی چې د جونز د اقدام مخه ونیسي
دنیویارک ټایمز دور ځپاڼه دلیکنی پر اساس په واشنګتن کی د نوموړی موضوع په اړه یو بیړنی کنفرانس دایر کړی چی په هغه کې دواشنگټن ډی سی د درومن کاتولیک کلیسا غټ ملا کارډېنل تېودور مکارېک چې په لسهاو نو ر عیسوی ملاېان ، دېنی عالمان او مذهبی مشرانو اشتراک درلود  په ېوه داسی خبری کنفرانس کې چې دمطبوعاتو په ملی کلب کې، چې د پښو اېښودلو ځای پکې نه و، جوړ شوی و.

هغه په دغه کنفرانس کې ووېل چې دا امرېکا نده؛ ځکه امرېکا دکرکی پر بنا نده جوړه شوی. هغوی ووېل چې دوی په دې خواشنی او وېرېدلی دی چې دمسلمانانوخلاف دغه لیونتوب او په څو ځاېونو کې پر جوماتونو باندی برېدونه ددې امکان لری چې داهیواد سره گډوډ کړی.

همدارنگه دامرېکا هغه شهرت ته زېان ورسوی چې په دنیا کې د مذهبی ازادۍ او تنوع په برخه کې دېو ې نمونی په توگه پیژندل شوېده

هغه امام چې غوښتل ېې په گراونډ زېرو کې ېواسلامی مرکز جوړ کړی ؛ فېصل عبدالروف ب لاخره ددې جنجال په برخه کې خبری وکړلی. هغه دنېوېارک ټاېمز په ورځپاڼه کې د سه شنبی په ورځ ولېکل چې دی به په خپل پلان باندی عمل وکړی او ېو اسلامی مرکز به جوړ کاندی

هغه ولیکل چې که دی له دې نه تیرشی نو ماناېې داده چې موږ بحث او وېنا او اساسا خپله آېنده ددواړو خواو رادېکالانو ته په لاس ورکوو

 په واشنگټن ډی سی کې مجلس، د سپنی ماڼۍ ، خارجه وزارت او جگپوړه نظآمی قوماندان ، دداسی زېاتېدونکېو اندېښنو په ترڅ کې جوړ شو چې د ټیری جونز، په هغه پلان راپیداشوی وی چې وايي د ی به د سپتمبر د ١١می دکلیزی د لمانځنی په مناسبت د قران نسخی وسوزوی. داسړی په فلورېدا کې دېوې وړې کلېسا ملا دی

دنومړی موضوع په اړه جنرال ډېوېډ پیټریوس د سه شنبی په ورځ خبرداری ورکړ چې که داسی وېډېو خپره شی چې امرېکا ېان پکی قرآن سوزوی نو بې له شکه به په افغانستان او نوره نړۍ کې د سخت درېځو او اور کېو ډلو له خوانه استعمال شی

هغوی به داکار ددی لپاره وکړی چې دعامو خلکو احساساتو ته لمن ووهی او خلک مرگ ژوبلی ته راوپاروي. داکار دامرېکا د عسکرو ژوند له خطر سره مخامخوي

 دامرېکا خارجه وزارت د ټیری جونز پلان غیر امرېکا يي وباله . دسپېنی مآڼی نطآق رابرت گبز ووېل هرډول فعالیتونو چې زموږ عسکر له خطر سره مخامخوی هغه به ددی اداری لپاره داندېښنی وړوی

 په واشنگټن کې مذهبی مشرانو په خپله وېنا کې ووېل چې موږ په دومره بې احترامی، ېوه داسی سپېڅلی کتاب ته چې د پیړیړ پیړیړ نه را په دې خواېې زموږ په دنیا کې ستر کولتورونه منځته راوستی دی؛ سخت خواشینی او وېرېدلی ېو

په واشنگټن ډی سی کې دمختلفو عقاېدو د مشرانو گډی مجالس غیر معمول ندی خو دا مجلس ځکه فوق العاده توب درلود چې د مجلس گډون کوونکو د بیړی او صمی میتوب څرگندونه وکړه. همدغو مشرانو بیا وروسته د امرېکا د لوی څارنوال اېرېک هولډر سره ملاقات وکړ او هغه ېې دېته وهڅاوه چې هغه کسان چې د مذاهبو خلاف دکرکی او نفرت د جرم مرتکب کیږی په ټینګه له هغوی سره قانونی چلند وشی

لاتر اوسه د۱۱ سیپتمبر د  پيښې په هكله مختلف نظرونه او ليد لوري شتون لري اولاتر اوسه هغه پوښتنې ته ځواب ويل ډير گران كار دي

لاتر اوسه د۱۱ سیپتمبر دپیښی په هکله مختلف نظرونه او لید لوری شتون لري او لا تر اوسه دنوموړی پیښی په باب مثبت جواب نه دی ویل شوي او جواب ویل ډیر ګران کار دي، یو شمير سياستپوهان په دې اند دي چې يهودانو او سختدريځو ډلو په مشترك ډول دا كار سرته رسولي دي , او يهودانوو په كې مركزي رول لوبولي دي او د دې پيښي په پیښیدو له وړاندي خبر وو او نور دا راز اټكلونه .. په دى هكله شته . په هره توګه تاريخ مسؤل دی چې دا پيښه سره له ټولو حقايقو اواسرارورابرسيره كړي , هر څه به د تاريخ په اوږدو كې په ډاګه شي ,

دافغانستان جمهوررييس  شاغلی کرزی هم دکوچنی اختر دمبارکی په مناسبت دخپل  پیام په طرز کی په امريکا کې د يو کشيش لخوا قران عظيم الشان ته دسپکاوي دهڅو په اړه وويل: قرآن عظيم الشان ته سپکاوی دغه مقدس کتاب ته هيڅ زيان نه شي رسولی ځکه چې قران دهر مسلمان په زړه او دماغ کې ځای لري. حامدکرزي وويل : سپيڅلو کتابونو ته سپکاوی په حقيقت کې خلکو ته سپکاوی دی، زه هيله لرم چې هغوی په ټوله معنی له دغه سپکاوي څخه لاس واخلي ترڅو نړۍ له يو بل سره په سوله او امن او د متقابل احترام په فضا کې په عزت سره ژوند وکړي.

پای

 

رحمت اله روان

 


بالا
 
بازگشت