هلمند شېرزاد

 

زما خو کله کله شک شي په ځان

 

په نړئ کې تقریبآ څه کم زيات ۴۸ هیوادونه مسلمانان دی ( چی له نیماي نه زیات وګړي يي مسلمانان دي)، او ددغو ټولو څخه یو هم زمونږ ګران وطن افغانستان دی . که د همدی مسلمانانو هیوادونومشکلاتو ته ځېر شو نو افغانستان به یو له هغه هیوادونو څخه وي چې  تر ټولو ډیر مشکلات لري او تر اکثرو هېوادو تر شا پاتی او بدبخته دي.

همدا شان که چیرئ مونږ بیا داسلام تاریخ ته رڼا واچو نو موږ افغانانو تر هیچا د اسلام لپاره کمی قربانئ نه دی ورکړی . هر وخت مو دخپل سر په بدل  کې  د اسلام  څخه دفاع کړی .  د نړئ له لویو لویوزبر ځواکونو  سره مو په اسلامي جذبه د خپل ځان او اسلام څخه دفاع کړی. له سکندر مقدوني څخه رانیولي انګریزان، روسان، امريکایان او نورو نورو سره مو له خپله  ځان ، او وطن  نه دفاع ( جهاد ) کړئ . مګر بیا هم ولې دومره بدبخته يو؟

ښوونځي سوځول، ښونکوشهيدانول  او  په ماشومانو باندی تیزاب پاشل  ځکه چی ښونځي ته ځي د اسلام  او يا هم د قران شریف په کوم ځای کی راغلي؟ په اسلام کی خو علم په ښځه او نر زده کړه فرض ده.

ښځه نیمه ټولنه جوړه وي ، ښځه مور ده، مور د ماشومانو لمړی ښونځئ دی،موږ  د خپلې دغی نیمه ټولنه په خپل لاس د وروسته پاتی کیدو کوښښ کوو، يوه باسواده ښځه ښه اولاد روزلئ شي، با علمه مسلمانان د اسلام او د ځان ښه خدمت کولی شي.

يا خو به موږ د اسلام په درسته مانا نه پوهیږو ( اسلامي پوهه مو کمه ده او یا خو موږ د اسلام نه سیاست جوړ کړی، او ورڅخه ناسمه ګټه پورته  کوو)، که نه نو اسلام خو د صلحی، ورورولئ، انسانيت ،میني او محبت دوهم نوم دی.

 

شک

 

زما خو کله کله شـــــــک شي په ځــــــان

چې یم پـــــــه ســــــــمه که ناســــمه روان

 

هر وخت جومات ته ځم لمونځونه کوم

هــــــــم خو ټول فــــــرض او سنتونه کوم

وخـــــــت د جـــــــهاد کې جهادونه کوم

بیا هــــــــــم بدبخته یمه ځان ته حیران

 

                                       زما خو کله کله شـــــــک شي په ځــــــان

چــې  زه پـــــــه ســــــــمه که ناســــمه روان

 

وطـــــــــــن می ټول په جوماتونو ډک دی

په مــــــــــدرسو او زيارتــــــــــونو ډک دی

په مـــــــلايانو مــــــجاهــــــــــدینو ډک دی

نو کــــــــــوم اسلام راوړي زما طالب جان

 

زما خو کله کله شـــــــک شي په ځــــــان

چــې زه پـــــــه ســــــــمه که ناســــمه روان

 

ښوونځئ کــــــــتاب موږ په بمونو ولو

خپل مـــــــاشومان په تیزابونــــــــــو ولو

لاری او پـــــــلونه په راکـــــــــــــټونو ولو

ځانمرګی بریــــــــد کړو د جنت په ارمان

 

 

زما خو کله کله شـــــــک شي  په ځــــــان

چـې  زه پـــــــه ســــــــمه که ناســــمه روان

 

واکداران اوس هم په قصرو کې  اوسي

د شیشو لــــــوړو محلو کــــــــــــې  اوسي

د نـــــــړئ لویو لویو ښــــــارو کې  اوسي

ولی مـــــــو دی  دومره بی غـــــوره مشران

 

زما خو کله کله شـــــــک شي  په ځــــــان

چـې  زه پـــــــه ســــــــمه که ناســــمه روان

 

 

حــــــــــیران په دی یم چې د چـــــــا ومنم

اوس د طالـــــــــب که د مـــــــــــــلا ومنم

د خـــــــپل زړګې کـــــــــــــــه د دنیا ومنم

لار رانــــــــه ورکه زه هلمند سرګـــردان

 

 

زما خو کله کله شـــــــک شي په ځــــــان

چې زه پـــــــه ســــــــمه که ناســــمه روان

 

 

هلمند شېرزاد

مالموــ سویډن

 

 

  

 


بالا
 
بازگشت