د ۱۳۸۹ کال د ميزان شلمه د افغانستان د نوميالي شاعر د زوکړې اتيايمه کليزه ده.

مبارکه دې وي.

په دې وياړ به دهغه د ژوند او شعر په اړه څو کرښې لوستونکو ته وړاندې کړو.

 

لومړۍ مقاله

نوى روح

نوی روح مې د پښتو شعر ته ورکه

په ګلونو کې مې ونغښتل اورونه

لايق

 

دوکتور لطيف بهاند

 

د سليمان لايق د اتيايمې کاليزې په وياړ

ليکوال : دوکتور لطيف بهاند

مسکو

 

 

د لايق لنډه پېژندگلوي

نوم: غلام مجدد

تخلص: لايق (دغه تخلص د شاعر د کورنۍ د اتم پښت نه اخيستل شوی دی).

ادبي شهرت: سليمان لايق

د پلار نوم: خليفه عبدالغني

د زېږېدو نېټه: ٢٠ر٧ر١٣٠٩ لمريز او د ١٢ر١٠ر١٩٣٠ زېږديز

د زېږېدوځاى: د پکتيکا  ولايت په ښرنه کې د «ايمنې خيل» کلى.

د استوگنې سېمې: تر ١٣١٦ پورې: ښرنه

له ١٣١٦ نه  تر ١٣٢٦ پورې: د کابل ښار او د هغه شا و خوا

له ١٣٢٦نه  تر ١٣٣٣ پورې: پغمان او د پلخمري «بال دوري»

له ١٣٣٣نه  تر ١٣٣٦ پورې: کابل او پلخمري

له ١٣٣٦ نه  تر١٣٧١پورې: د کابل ښار

له ١٣٧١نه تر١٣٧٣پورې : د پښتونخوا او اشنغر «ولي باغ»

له ١٣٧٣ نه تر اوسه ١٣٨٤ پورې: د جرمني د شمالي وستفالياد ايالت «ولفرات»ښار.

د عمر زياته برخه يې د زده کړې او کار له امله د کابل په ښار کې تېره شوې ده.

د لايق زده کړې:

لايق عربي الفبا او د قران کريم لوست د «ايمنې خيلو» په جومات کې زده کړل او بيا يې ښوونځي ته تر تگ وړاندې او د ښوونځي په موازاتو کې له  خپل پلار نه په  پښتو کې رشيدبيان، د رحمان بابا ديوان او د منشى احمدجان  آثار او په دري ژبه کې د حافظ ديوان، د سعدي گلستان او بوستان، د نظامي د خمسې سکندرنامه، او په نثر کې بهرامشاهي د کليله دمنه تلخيص، بهار د انشاء و اخلاق محسني، نصاب الصبيان او د عربي ژبې د صرف او نحو مقدمات او ځينې نور منظوم او منثور آثار  لوستلي دي.

لايق، وروسته په کابل کې په  ١٣١٩ لمريز کال چې د ښوونځي د پيل کولو له عمره يې درې کاله تېر شوي وو، د حبيبې د لېسې په دوهم ټولگي کې شامل شو.

د لايق د ژوند د دغه پړاو همزولى، د هېواد نامتو او پېژندل شوي ليکوال، دوکتور اکرم عثمان د لايق د ژوند د دغه پړاو  په اړه ليکى:

«آنسوی ديوار اثيری سالها، با تفاوت پنج، شش سال هر دو کودک بوديم و فارغ البال کنار جويکی جاری، آدمها و اسباب بازیهای گلی میساختيم، می انگاشتيم تمام آن صورتکها جان دارند و بايد در اجرای نقش و نقشهای ظاهر شوند. گرگ ميساختيم، گوسفند ميساختيم، زير  دست و بالا دست  ميساختيم و بالا دست را بر کرد، زير دست  سوار ميکرديم، تا سواری بخورد و لذت ببرد.

گرگ را بجان گوسفند می انداختيم، تا شکم گوسفند را با اشتهای تام پاره کند و حظ ببرد.

همینطور توپ و تفنگ میساختیم و میدانهای جنگ را با سر هاي بریده و تن هاي تکه تکه و پاره پاره قربانیان آغشته بخون می آراستیم و خانه گک های حصیری را زیر ارابه های چرخ ها و دندانه هاي تانک ها، توپ ها و زرهپوشها خورد میکرديم و صحنه آرائی مينموديم.

ان وقت ها تازه خون قربانيان جنگ دوم جهانی خشکیده بود و لایق بريده روزنامه هایی را که در باره جزر آن دریاهای خون مطالبی نوشته بودند، برادر وار برايم میخواند و شگفتی کودکانه را در دلم دامن میزد.

گاهی عکس «موسيلنی» را نشانم میداد، که ملت ایتالیا به دارش آويخته بودند وگاهی نيم سوخته اسکليتی را برایم مينمایاند، که نمایانگر خودسوزی «هيتلر» آن دیوانه افسار گسیخته بود. لایق می گفت:

 عجب دنیایی! هیچ نمیدانم چرا در میان آن همه آدمهای دانشمند فقط دو دیوانه، سر دمدار دو ملت شدند و از حق حیات دیگران که گرامی ترین حق انسانی است، چشم پوشید ه اند.

لایق، از همان گاه با کسانی که از آن دو به عنوان الگوهای بی همتای دلیری و جانبازی یاد میکردند، داد میورزید و من تازه فهمیدم که همیشه دوست داشتن و جانبدار بودن کار بسنده اي نیست، باید انسان بخاطر انسانیت در مواردی سنگ دلی و کینه ورزی را مشق کند. تا عرصه برای زور گويان و کینه ورزان باقی نماند.

به توصیه لایق، من و دیگر بچه ها، مجسمه های گلی اين آدمسوزها را میساختیم و به نشان انتقام از خون میلیون ها کودک، زن، پیر مرد و جوانی که در (اشویتس) و دیگر کوره هاي آدمسوزی سوخته بودند، هر روز از بام تا شام مجسمه ها را سنگ باران میکردیم  و بت شکنی را مشق مینمودیم.

با این کار لایق، رفته رفته از دوستان و همبازی هایش آدمهای يکدسته، آدمهایی که در  فکر کردن، عشق ورزیدن و کینه ورزیدن  همنوا بودند و در همان کودکی، کودکانه میدانستند که مرزی آشکار بین حق وبا طل وجود دارد. سپس به کوری چشم هر چه ویرانگر و ستمگر، شهرکها، خانه گک ها و آدمکهای خندان و خوشحال میساختیم و یقین میکردیم که برادری و برابری بهترین ضامن اجرای رفاه و شادکامی است».١

 

د لايق، د ژوند د دغو وختونو او بيا زلميتوب په اړه د هېواد بل پېژندل شوي اديب  او  د خواږه  قلم ليکوال، خداي بښلي امين افغانپور  هم  يادونه لري او ليکي:

«سليمان (لايق) زموږ د وطن لوی انقلابي شاعر د ١٣٠٩ لمريز هجري کال د ميزان په شلمه نېټه، د پکتيکا د ولايت د مرکز ښرنې د «ايمنې خيلو» په کلي کې وزيږيده. دی په داسې وخت کې جهان ته راغي، چې افغاني ټولنې د اماني نهضت ځنازه پورته کړې وه... ځمکه لا د بچه سقاء تر تالان لاندې ستمېدله ....

د لايق پلار مولوي عبدالغني يو روحاني او نيک سړی و، د تصوف سلسله يې چلوله. دنيايي رفاه يې د تقوی او سپېڅلتوب منافي بلله. له کور او ژوند سره مشغوليدل  ګناه او له ما سوا سره تعلق ګاڼه.

د لايق مور« طيبه» د پکتيکا د ولايت د زواکې د خروټو د ملا عبدالحمېد لور وه. قرآن او ديني کتابونه يې لوستي وو. د لايق د يادداښتونو په استناد «هغه يوه دينداره او رياضت ګاله ښځه وه... له نيمايي شپې تر سباوون پورې به يې قرآن لوست» .

د لايق کلی او د ماشومتوب اجتماعي ټاټوبي د قبايلي وروسته پاتې توب، فقر او بېرحمۍ يوه ځورونکې نمونه وه. د لايق د  ليکنو په استناد «دا کلی يو کوچنی دوزخ و چې د مظلومانو له چيغو او نارو او د هغوی له ځوريدو او برباديدو څخه نه مړيده».

د لايق لومړی ښوونکى (د کلی اخون) و،چې ده الفباء بغدادي سپاره ور څخه پيل کړه، يو داسی ظالم سړی و چې له هماغې لومړې ورځې څخه يې لايق قفايۍ ته وتاړه او د ده په زړه کې يې د اخوندانو د کرکې زړي نيال کړ.

د لايق عمر له  زېږيدو څخه بيا د زده کړې تر تمامېدو پورې د سوځوونکي فقر، روحي فشار او سختې مبارزې واټ دی.

لايق په همدې واټ کې د خپل سرنوشت مزي د خپلو خلکو او زيارايستونکي بشريت له سرنوشت سره د تل له پاره وتاړه...

 

څه دی توفان څه دی انقلاب د پرګنو

موږ به د څپو مخه توفان ته سموو

موږ به خپل آسمان په سرو وريځو پوښوو

موږ به له آسمانه تندرونه اوروو

موږ به له غصې نه ډک بادونه خوځوو

لاره د نجات به په توفان کې لټوو»٢

 

لايق په ١٣٢٦ لمريز کال د پغمان د شرعيه علومو په مدرسه کې شامل شو.

په ١٣٣١ لمريز کال له شرعيه مدرسې نه فارغ شو.

کلی، فقر، مدرسې او نادودو د لايق د راتلونکي ژوند د تګ لوري لومړني پړاوونه ټاکل. خدای بښلی او ماته ګران ليکوال امين افغانپور چې د ژوند زياته برخه د لايق سره نېږدې پاتې شوی  و، په دې برخه کې ليکي:

«کلی او کور او مدرسه، واټونه او ښارونه ګرد سره د مبارزې سيمې شوې، توفان ټول په خپله غېږه کې راومروړل او د لايق د ژوند سفر يې د تندرونو او برېښناوو ملګری کړ.

توفان د لايق د شعر بېړۍ ته سور رنګ ورکړ او کرار کرار د ده د ياغي شعر هميشنی سمبول شو.

لايق خپل اندروني اضطراب او د خلکو ارمان د توفان، تالندې، برېښنا، زلزلې او آتشفشان په سمبولونو کې بيان کړل. ده شعر د خوځنده انقلابي وسلې په توګه د خلکو او وطن د دښمنانو پر ضد استعمال کړ او په واقعي معني  په ملي شعر کې د زاړه متداول مکتب نه خپله لاره را جلا کړه. د فيوډالۍ ټولنې پر سنتي او منل شوي شعر باندې يې يرغل ور ووړ او شعر يې د مدحې او تقرب له رعايت نه آزاد کړ. ده د دې مقدسې آزادۍ د ساتنې او روزنې له پاره د آسوده ګانو د کرار سمندر له ليکو څخه مخ واړاوه او د تاريخ جوړوونکو د سرې غصې توفان ته ورننووت.

دا يوه تاريخي معجزه ده چې دا زموږ  قبايلي شاعر، دا د روحاني والدينو زوي، دا د اوږدو ترږميو او سړو شپو لاروی او دا د پولادي ځنځيرونو اسير د قبيلې د تورو تعصبونو زندانونه او د شور بازار کوډګر پولادي قفسونو مات کړل او د ټکرونو او کړاوونو د پراخ درياب د توفانونو پر لور يې د بيړۍ مخه راوګرزوله:

زه د تورو ترږميو زنداني وم

عقل وايستم لمريزې دانايۍ ته

ديوالونه مې د سر په وهو مات کړل

څو راووتم د شخړو  رڼايۍ ته

«سپېدې» د لايق نا خپور شوی اثر.

دا د خلکو اعجاز دی چې تاريخ هستوي او شخصيتونه، دا د هغو بزګرانو او د بيايان ګرده پونده وو اعجاز دی چې د لايق زړه ته يې مينه او وينه ورکړه او دی يې داسې بيقراره او ياغي توفان ته ور وسپاره، چې له هرې څپې او مستۍ نه يې د ثبات او  مبارزې شعرونه او ترانې را وخوټېدې:

زه په مينه د انسان کې لو لپه شوم

په  تودو  لمبو د ځان کې لو لپه شوم

يوه قطره وم د درياب غېږ ې ته  لاړم

يوه ذره وم په جانان کې لولپه شوم

لايق د خپل ترخه ژوند په تجربه کې  پر خلکو باوري شو او دې باور د ده پر شونډو باندې د خلکو د مينې غوټۍ، د انقلابي شعرونو مچکې راوسپړلې. لايق د ترخو ترانو الهام ته د خپل پاک زړه او احساس ټولې کړکۍ پرانيستلې او د ده شعر د زيار ايستونکو د ژوند او تکل نندارتون شو.

بې پروا راغي ساده بزګر دی

پښې يې چاودې، ګريوان شکېدلی

مخ يې شوکاري، شونډې يې وچې

لوږې اخيستی، ګرمۍ وهلی

سر ببر شوی، نوکان مات شوي

پايڅې شکېدلې، خيرو خوړلې

چا ويرولی، چا ځورولی

چا ربړولی، چا غولولی

ساده بزګر دی ،د چا نوکر دی

جشن به ګوري

                او بيا به درومي»٣

 

لايق په ١٣٣٢ لمريز کال، د شرعياتو  په  پوهنځي کې زده کړې پيل کړې.

په ١٣٣٣ لمريز کال، له دغه پوهنځي نه د سياسي لمسونونو له امله وويستل شو.

د شرعياتو له پوهنځي نه تر وېستلو وروسته يې لومړى د کابل پوهنتون  د طب د پوهنځي (پي سي بي) او وروسته د حقوقو پوهنځي ته سر ورښکاره کړ، خو ډېر  ژر د سياسي لاملونو له کبله په هغو پوهنځيوکې له زده کړې نه بې برخې شو.

لايق له ډېرو هلو ځلو، منډو ترړو او غټ  ضمانت نه وروسته وکولاى شول، د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې د زده کړو د دوام اجازه پيدا کړي.

 

همدا شخړې، لايق ته د ده په ټولنه کې د پټو او نا پېژندل شويو او نا ويل شويو دردونو او د ده پر وړاندې د پرتو ستونزو د څېړنې لار ورښيي. د استاد الفت په وينا «هيڅ نه وم خبر پرده مې لږ شانې چې جګه کړه)» وينا دلته صدق کوي. دا خبرې او دا نادودې کرار کرار د ځوان شاعر، شعر ته لاره پرانيزي، هغه  هم کرار کرار هغه خپلو همزولو سره شريکه وي. د هېواد نامتو ليکوال دوکتور اکرم عثمان، چې وايي د ماشومتوب او  زلميتوب کلونه  يې د لايق سره  تېر کړي دي،  ليکي:

 

«... از آن پس لایق به تدریج (ملال رمانتیکی) را از شعرهایش می زداید و در فضای کاملآ جدید به سرودن می پردازد. او از پشت منشور رنگارنگ یک زمان پر حادثه مردم را به ستایش میکشد، آن بینوا آدم هایی را که بیحال، بی شکایت و بی امید در کارخانه ها، کارگاه ها و کشتزارها جان می کندند و روابط جاری را جاوید می پنداشتند.

لایق بی آن که در سطح یک شاعر کلی باف و سهل گیر بلغزد با زبان صمیمی و سر شار از نجابت انسانی به آنها تحفه بیداری را می داد و آثاری پر محتوا و یک پارچه ژرف عرضه میکند.

لایق از آن پس شاعر زندگی می شود، شاعری که نیروی جوشان خلاقیت و استعدادش در تشریح آبنای زمانه وقف می شود و رویا روی شاعران متفنن و خوشگذران و مدیحه سرا قرار میگیرد. چنان که در مواجه با شاعر درباری و اوصاف اربابان زور و زر چنین می سرآید:

الا شاعر  رند معجز کلام

زما باد بر معجزاتت سلام

زبان هنر رام فرمان تو

روان سخن مست دیوان تو

چنان زیب دادی به شعر دری

که بر تاج گوهر نشان گوهری

ولی عاقبت گنج رخشنده را

همان گوهر آرای تابنده را

زر مولوی، گنج عطار را

سرا پرده فیض و انوار را

به ذلت فگندی به پای خان

ز شاه ستم پیشه تا پاسبان

تو این روح زیبا بت آذری

زبان نیاکان، زبان دری

که پیوند ما را به بگذ شتگان

قوی حافظ است و میهن پاسبان

کشیدی به جایی که شرم آور است

جهان و وطن بر همین داور است

ترا چرخ بی مایه گردن دون

تهی کرده از قدرت آزمون

*  *  *

ز مردم رمیدی و تنها شدی

فسوسا که بد نام و رسوا شدی

ز افگنده ناید جز افگندگی

که از بنده ناید به جز بندگی

کسی کو چنین ناز ذلت کشد

سزد هر چه جور مذلت کشد

نماند وطن، چون تو، پنداشتی

به آتش کشد آن چه را کاشتی

زمین رنگ دریای خون آورد

فلک سنگ بارد جنون آورد

نماند ز خان و ز خاتون نشان

نه از غر زدن های استمگران.»

صفحه ٢٣٣،  بادبان ٤

 

 لايق سره له ټولو ستونزو  وکولای شول، له همدې پوهنځي (ادبياتو) نه  ليسانس واخلي. کېداي شي د استعداد تر څنګ د ادبياتو په پوهنڅې کې زده کړو د ده شاعرانه استعداد لا پسې غوړولي وي. نه يوازې د لايق همزولو بلکې تر هغه نه وروسته شاعرانو او څېړونکو د لايق د ژوند دغه پړاو په ځير  څېړلی دی.

د هېواد نامتو شاعر، کاوون توفاني، په دې اړه خبره لري چې دلته يې يادونې ته  اړتيا  وينو:

 «... لکه چې څرګنده ده، لايق په يوه مذهبي کورنۍ کې زېږېدلی او په ملايي محيط کې را لوی شوی دی  ،نو ځکه خو يې په  لومړي سر کې ملايۍ ته  ملا وتړله، د صرف، نحو او فقه غټ غټ کتابونه يې پر شا کړل او جومات په جومات وګرځېد. هغه د زده کړې تږی و، غوښتل يې خپلو بې شمېره پوښتونو ته ځوابونه ومومي، خو کله يې چې په تلو تلو او لټولو لټولو کې د «سهراب سپهري» په خبره د «ناهيلي فقيه د کټ سر ته له پوښتنو څخه تر مورګو ډک منګی وليد» په دغه لاره بدګمانه شو، حيران ودريد، فقه يې له شا وغورځوله  فکر يې وکړ او کوڅه يې بدله کړه، مکتبي زده کړو ته يې مخه کړه، انقلابي شو او د سياست پر اغزنه او کږه وږه لاره  يې پل کيښود:

زه يو ملا وم انقلابي شوم

د مظلومانو د سنګرونو

توفان وهلې بېړۍ ته لاړم

پړی مې پرې کړ  د لنګرونو

 

يو وخت يې د ځوانۍ په کلونو کې ويلي و:

بزګر وای  بې خبر وای لويې دښتې مې کرلای

د غرو د څوکو شپون وای وري او مېږې مې پوولای

مزدور وای، په  غرمو کې مې ډبرې ماتولای

بندي وای په زندان کې  مې مېچنې ګرځولای

خو کاشکې د قلم په  ژبه  نه وای پوهېدلای

د ژوند د راز کتاب مې هرګز نه وای اړولای

 

خو لايق صيب هم هغسې چې ملا نه شو، بزګر هم نه شو، شپون هم نه شو او مېچنې يې هم و نه ګرځولې، خو له ډېرو سره يې خپل سر وجنګاوه، کله يې ډبرې ماتې کړې او کله يې خپل سر مات کړ،  زندان يې هم وليد، خو له دې ټولو سره  سره د قلم په ژبه وپوهېد او «د ژوند د راز کتاب» ډېرې پاڼې  يې واړولې او د خپلو پوښتنو د ځوابونو په لټون پسې يې ډېرې جګې ټيټې وليدې. په پای کې يې دې ته پام شو چې د سياست هغه اورګاډی چې دی هم پکې سپور دی، څومره بې «باره» روان دی، نو په مات زړه ترې راکوز شو او دا دی اوس ورو ورو له ځانه سره داسې زمزمه کوي:

 

نه مې هغه شوه نه مې دغه شوه

ژوند يوه سلګۍ وه چې ابته شوه

غوټۍ لا شونډې موسکلې نه وې

چې اور يې واخيست سړه ايره شوه

صديق کاوون

المان

٢٥ر٠٩ر٢٠٠٥ »٥

 

لايق په ١٣٣٨لمريز کال کې له ماموريت سره هممهاله د مطبوعاتو د مستقل رياست  د ژورناليزم يوکورس ولوست او په ١٣٤٢ لمريز کال يې په جاپان کې د روزنيز ټلويزيون زده کړې وکړې.

لايق، په وزگارو او ځانگړو وختونو کې له دوديزو مدرسو او د پلار په چاپېريال کې له نامتو اديبانو، مشايخو، متبحرو مدرسانو او د اولسي مشرانو له ناستې ولاړې نه  زياتې علمي گټې ترلاسه کړي دي. دی وايی: زما اصلي پوهنتون د پلار حجره او په دې حجرې کې د مشرانو  خدمت و او که ما څه زده کړي او حاصل کړي وي، له همدې پوهنتونو نه مې حاصل کړي دي.

لايق، په  عربي، فارسي او پښتو ژبو کې د پراخې مطالعې او خورا ښه ذکاوت له کبله په هستوونکي او څېړونکي ملي ادب کې بې ساري آثار هستولي دي. له بده مرغه، هغه د خپل عمر او شونتياوو يوه مهمه برخه چې له سختو ناخوالوسره مخامخ وه، سياست ته وقف کړه. که داسې نه واى شوي، لايق به د يوه هنري ليکوال په توگه تر دې هم پراخ شهرت ته رسېدلى و.

 

د لايق رسمي او نا رسمي دندې:

لايق، د ١٣٣٧ لمريز کال په اوړي کې د مطبوعاتو د مستقل رياست په مرکز کې د کورنيو خپرونو په څانگه کې د غړي په توگه وگمارل شو. دوه مياشتې وروسته يې د هېواد په ورځپاڼه کې د خبريال او مسلکي غړي، غړيتوب تر لاسه کړ، خو تر درې مياشتو کار نه وروسته  د هغې ادارې د رئيس له خوا د بې کفايتۍ او په پښتو ژبه د نه پوهېدو په تور له کاره لرې او بېرته د مطبوعاتو رياست ته ور ولېږل شو. تر هغه وروسته د مطبوعاتو د کورنيو خبرونو څانگې ته وگمارل شو.

په ١٣٣٨ لمريز کال کې د انيس ورځپاڼې د محرر په توگه وټاکل شو. هغه په ډېره کمه موده کې، د انيس په خپرندويه  موسسه  کې د ژوندون د اوونيزې مجلې د مسوول مدير په توگه  دنده تر لاسه کړه. د ١٣٤٠لمريز کال په پيل کې دهېواد د نوميالي پوهان عبدالروف بېنوا په غوښتنه چې هغه وخت د راډيو افغانستان مشر و، د راډيو د روزنيزو او ادبى خپرونو د عمومى مدير په توگه وگمارل شو.

په ١٣٤٤کال، لايق د راډيو له ماموريت نه، استعفا وکړه او د پلخمري له ولسوالۍ نه د ولسي جرگې غړيتوب ته کانديد شو.

په ١٣٤٥ لمريز کال کې لايق د پښتون ږغ په مجله کې په دري ژبه داسې طنزي داستانونه وليکل چې د چارواکو زغم يې پاى ته ورساوه.

لايق، د سکوت په بدل کې امتياز ونه مانه او د ننګ  روغې ته يې غاړه کېنښوده. له همدې لامله  د راډيو له غوره، خلاق  او هستوونکي کار نه لرې کړى شو او د رتبې مطابق  د مطبوعاتو  په يوه ناخوځنده ګوښه کې کېنول شو. له ١٣٤٦ لمريز  کال نه وروسته لايق د تل لپاره له دولتي ماموريت نه استعفا وکړه. هغه ډېر ژر د «پرچم» په نامه د يوې سياسي اوونيزې امتياز تر لاسه کړ او د هغې  د چلولو مسووليت يې ومانه.

لايق، په ١٣٤٨ لمريز کال په خپل ځانګړي نوښت د ولسي جرګې وکالت ته ځان کانديد کړ او د احتياط له مخې يې د «پرچم»  د مسوول مدير دنده، مير اکبر خيبر ته وسپارله. لايق د ولسي جرګې په ټاکنو کې بری تر لاسه نه کړ، نو ځکه بېرته،د «پرچم»  اونيزې ته  ور وګرځيد. په ١٣٤٩ لمريز کال کې کله چې د «پرچم»  په اوونيزې کې د لنين د سلمې کاليزې له امله ځيني مطالب خپاره شول، دغه اوونيزه ... سمدلاسه بنده شوه.

لايق، د يادې شوې اوونيزې تر تړل کېدو وروسته د خپل پلار هستوګن ځای -پلخمري- ته لاړ او هلته يې سياسي هلې ځلې پيل کړې. ډېر ژر د ده پر وړاندې   دولت او اسلامي تند لارو سره لاس ورکړ او هغه  ته  د سر ګواښ ور پېښ شو. د دولت او تند لارو د دغه تکل له امله د لايق يو ملګری په شومه دم کې په چاړه ووهل شو. د وخت والي او محکمې  په دې پېښه کې لايق لمسوونکى وباله او د ګواښمنو او تند لارو پلوي يې وکړه. محکمې د لايق د نيولو پرېکړه وکړه. هغه يې ونيو او دوسيه يې ورته جوړه کړه.. .خو لايق، د خلکو او دوستانو په ملاتړ له دغې توطئې وژغورل شو.

هغه د ١٣٥٢ کال په پيل کې بېرته کابل ته راستون شو. کابل ته ،تر راستنېدو نه وروسته  د ثور تر پاڅونه پورې د ګوند په تبليغاتي چارو کې کار وکړ. دی په ګوند کې د خپل منځ لاري دريځ له کبله، تل د ګوند د سخت دريځو او تندلارو سره په شخړه او لاس و ګريوان و. نو له همدې امله و چې د ګوند مشرانو دى بدې اېسېده او سترګه يې ترې کوله.

د ثور تر پاڅونه وروسته، لايق سمدلاسه د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت په حکومت کې د راډيو-ټلويزيون او سينماتوګرافي د وزير او د وزيرانو د شورا د سکرتر په  توګه وټاکل شو.

د ١٣٥٧ کال په نيمايي کې د افغانستان د خلکو د دموکراتيک ګوند د مرکزي کميټې له غړيتوبه لرې او د هماغه کال د لېندۍ په مياشت کې  له ټولو حکومتي چارو نه ګوښه او لرې کړل شو. د هماغه کال د کب مياشت وه، چې د امنيتي ادارې له لوري د وطن، انقلاب او ګوند پر وړاندې د بغاوت په تور ونيول شو او د ده په خپله وينا د ١٣٥٨ کال د مرغومي تر شپږمې پورې د څرخي پله په زندان کې د اعدام د مجازاتو تر سيوري لاندې ناست و.

لايق، تر زندانه وروسته، د ده په خپله وينا، له ببرک کارمل سره د ځنډنيو تربګنيو له کبله  د ګوند او دولت  له لارښوونکو کړيو نه وغورځول شو.

ښاغلي لايق په دې اړه په خپلو ځانګړو يادداښتونو کې ليکلي دي : ((کارمل، زه د تره کي او امين له خلقي حکومت سره  د پرچميانو په وړاندې په دوکو تورن کړم، نو له همدې کبله، سره له هغه چې زه د هغو په وخت کې په زندان کې وم، د هغو تر پرزېدو او د نوي حکومت تر جوړېدو څو مياشتې وروسته يوازې او يوازې د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د مشر په نامه ونومولم. که څه هم  زما دنده  دعلومو د اکاډمي مشري وه، مګر دولت، څوکاله په پر له پسې د ستونځمنو دندو د سرته رسولو لپاره، د ننګرهار، کونړونو، لغمان، خوست، پکتيا، پکتيکا او غزني ولايتونو تودو جبهو ته  لېږلم.»

لايق،  په دغو سختو دندو کې د ځلاندو برياوو له امله په ١٣٦٠ لمريز کال د سرحدونو د چارو وزارت د وژل شوي وزير فيض محمد په ځاى وټاکل شو. هغه په دې اړه ليکي: «...دا هغه وخت و، چې د دغه وزارت ټولې غوره او درنې چارې د خاد ادارې ته سپارل شوې وې.کولى شم ووايم چې زه د ببرک کارمل د مشرتابه تر پايه پورې د ګوند او دولت په ټول  سياسي او دولتي واک او د هغو په  تګلارو کې له ګډون نه  بې برخې وم.»

ښاغلي لايق وړاندې ليکي:

«...د ١٣٦٥ کال د ثور په اتلسمه نېټه د افغانستان خ. د. ګ. سياسي بيرو د کارمل ګوندي زعامت پای ته ورساوه او د ده پرځاي يې ډاکټر نجيب الله د ګوند د عمومي منشي په  توګه وټاکه.»

 لايق، د نجيب الله له ټاکل کېدو نه بيا د ١٣٧١ لمريز کال تر ثوره پورې چې، هغه استعفا ته اړ کړل شو، د نجيب الله د ګوندي  او دولتي تګ لارو، په تېره بيا، د هغه د ملي روغې جوړې تر شا کلک ودريد.    

لايق، په دې ټوله ستونځمنه موده کې د افغاني ادبياتو پالنه هېره نه کړه. هغه په همدې غمجن پړاو کې خپل منثور ناول (غرونه او کساتونه)) او د پښتو څلوريزو جونګ (ساحل)  د دري شعر دفتر (سمت روشن جاده ها) او په دري ژبه نه هېريدونکى ناتمامه منظوم ناول (مردي از کوهستان) وليکل.

لايق، په همدې موده کې د علومو د اکاډمۍ د بېلابېلو مجلو او د قومونو او قبايلو وزارت د «جرګې»  مجلې په لارښوونه او ملاتړ کې خپله پاملرنه او ونډه و نه سپموله. د ده د مشرتابه په مهال په علومو اکاډمۍ او د سرحدونو چارو په وزارت کې يو زيات شمير علمي او ګټور کتابونه خپاره شول.

 

ادبي برياوې:

سليمان لايق، د خپل هنري ژوند د پيل له کلونو راهيسې ځيني ملي او نړيوالې جايزې ګټلي دي.

هغه، له ١٣٣٧ لمريز کاله  تر١٣٤٠ لمريزکال پورې د پښتو په شعر، نثر او لنډ داستان او د دري ژبې په شعر او نثر کې شپږ ځله د هېواد لومړۍ درجه  ادبي جايزې او يو ځل يې درېيمه درجه جايزه ګټلې ده.

په ١٣٤٢ لمريز کال کې د ده د «چونغر» شعري جونګ د خوشحال خان په نامه لومړۍ ادبي جايزه خپله کړې ده.

لايق په نولس سوه اتياوم کال کې، د افريقا او آسيا د ليکوالو له منځه، د شوروي اتحاد د ليکوالو د ټولنې د سولې او پيوستون د سازمان له نامه نه د «ميرزا تورسون زاده»  په نامه د سرو زړو مډال خپل کړ.

زموږ دغه شاعر ته، دغه مډال په هغه پرتمينو مراسمو کې په ټټر ور وټمبل شو چې په دې وياړ د ياد شوو ټولنو له خوا د تاجکستان په پلازمېنې د «دوشنبې» په ښار کې جوړ شوی و.

د افريقا-آسيا د ليکوالو ټولنې يو ځل بيا په خپله نوبتي نړيواله غونډه کې، چې په  ١٩٨٤عيسوى کال کې په شمالي کوريا کې جوړه شوې وه، د (Lutos) په نامه د شعر جايزه د لايق په غياب کې هغه ته ورکړه.

له اوريدو، لايق له ١٩٩٢ کال راهيسې بيا تر د ٢٠٠٥زېږديز کال پورې خپل ټول ١٣کلن کډوال ژوند ادبي څېړنو او هنري تخليق ته ځانګړى کړى دى او موږ ټول اوس د ده نويو آثارو ته سترګو  په لاره يو او غواړو چې د کلونو کلونو ادبي تنده پرې ماته کړو.

 

د سليمان لايق دغه لاندي آثار تر اوسه خپاره شوي دي:

١. چونغر ، شعري جونګ (پښتو) لومړی ځل: ١٣٤١، دوهم ځل: ١٣٦١

٢. کيږدۍ  شعري جونګ (پښتو) لومړی ځل: ١٣٥٤، دوهم ځل: ١٣٦٠

٣. يادونه او درمندونه، شعري جونګ (پښتو) ١٣٥٧

    ٤. بادبان، شعري جونګ (دري) ١٣٥٨

    ٥. قصې او افسانې، شعري جونګ (پښتو) ١٣٦٠

    ٦. د اباسين سپېدې (پښتو) ١٣٦٢

   ٧. شپيلۍ (پښتو) ١٣٦٢

   ٨. د پښتو لنډيو يو تحليلي رساله  (پښتو) ١٣٦٢

  ٩. سمت روشن جاده ها، شعري جونګ (دري) ١٣٦٣

 ١٠. ساحل، شعري جونګ (پښتو) ١٣٦٣

  ١١. سپرغکې، شعري جونګ (پښتو) ١٣٨٣

 کاوون توفاني سره له هغه چې په خپل سياسي ژوند کې څو ځله لويدلى، پاڅېدلى خو د شعر په ښکلې بڼ کې لا تر اوسه هم ښکلى او تاند پاتې دى، د لايق د شاعري په هکله ليکى:

«... بې له دې نه چې په خپل قضاوت کې افراط وکړم په ډاګه او جګ غږ ويلای شم چې لايق زموږ د زمانې له کم نظيرو شاعرانو او اديبانو څخه دی چې پښتو شعر او ادب ته يې لويه بډاينه او ښکلا وربښلې ده. په پښتو او دري ژبو کې د لايق پراخې او ژورې مطالعې او زموږ پر ستر ادبي ميراث باندې د هغه لاسبری او هم دا راز د هغه نازکې او ظريفې طبعې لايق ته دا امکان ورکړی دی چې خپلې ادبې هستونې په داسې کچه او انداز وړاندې کړي چې تر ډېرو نورو يو سر او غاړه لوړ ښکاري.

موږ په ډېرو ځايونو کې د لايق د شعر پر ځمکه د هغه د شخصي ژوندانه د نازکو شيبو د پښو خاپونه وينو چې د هغه د زمان او د هغه د ټولنې د ژوندانه د شيبو خاپونه هم دي. که لايق په خپل شعر کې په خپل درد و غم ژړلي دی، په اصل کې يې د خپل وخت او خپلي ټولنې په درد وير کړی دی.

د لايق شعر د اوسني عصر د هر بل رښتيني شاعر په شان هغه هينداره ده چې نه يوازې د ده خپل احساسات، دردونه، ماتي او بري، غمونه او خوشالۍ او اروايې ځانګړتياوې په کې ښکاري، بلکې د ده د زمان او د ده د ټولنې غمونه او ښادۍ، ښکلاوې او بد رنګۍ هم په کې ځليږي.))٦

که دلته  د ختيځ د ستر شاعر علامه اقبال لاهوري داخبره ياده کړو، په ځای به وي، چې ويلی يې دي،: د شاعر طبيعت په  مينې کې اخښل شوی دی او د مينې او ايمان په اور کې پوخ شوی دی))٧

___________________________      

اخځليک:

١. د لايق په هکله د هېواد د نامتو ليکوال دوکتور اکرم عثمان  يادښتونه.

٢. ساحل، شعري جونګ، خپروونکي د قومونو او قبايلو وزارت، ١٣٦٣ کال، سريزه، لومړي مخ.

٣. ساحل، شعري جونګ، خپروونکي د قومونو او قبايلو وزارت، ١٣٦٣ کال، سريزه،.څلورم مخ.

٤. د لايق په هکله د دوکتور اکرم عثمان  يادښتونه.

٥. د کاوون توفاني قلمي يادښتونه

٦. هماغه يادښتونه

٧. اقبال، پيام مشرق، لاهور،١٩٧٥ کال،١٨٧ مخ.

 

  

د لايق شاعري

 

 

«زماځانگړتيا داده چې، له تيارو نه د رڼا په لور ځم،

خو کله چې لمر راوخېږي، زه به نه يم. »

لايق

 

غلام مجدد سيلمان لايق، سږکال (١٣۸۹) اتيا کلن کېږي. هر هغه چا چې په  ژوند کې يو ځل هم سيلمان لايق  ليدلى وي، هغه هېرولى نه شي .

سره له هغه چې پلار،د زوکړې له ورځې، هغه غلام  بللى و. (پلار پر لايق غلام مجدد نوم ايښى و) ليکن، هغه ټول ژوند نا آرامه، ياغي او نه ايلېدونکى پاتې شوى دى. سليمان لايق په دې هکله پخپله وايي :

رسوا

زه په مينه کې رسوا د خاص و عام يم

ليونى حسن چې ووينم تمام يم

پلار ناحقه ما ته  نه ويل غلامه

زه د هرې ښايسته  ښځې غلام يم 

د لايق د هنر تر څېړنو نه وروسته هر څوک په دې پوهېږي چې لايق رښتيا هم غلام دى، مگر څنگه او د چا غلام: د وطن غلام، د مينې غلام، د هنر او د خوځون  غلام. هغه  په  همدغو مينو کې ياغي غلام پاتې شوى دى.

  د هغه د دغه ياغي طبيعت له زوره و چې هغه په تنکۍ ځوانۍ کې د ياغيتوب نا آواره او منصوري لاره غوره کړه او د ډېرو پر وړاندې ودريد.

هغه نه يوازې د مکار زاهد د پېړو پېړو جنډې ته  د اور د ورته کولو هڅه وکړه بلکې تر اوسه هم لا چمتو دى چې د هغو او هغو ته له ورته نورو دوکه مارو، له منگولو او افسون نه د خپل  وطن او خلکوسره د مينې له امله او د هغو د ژغورنې په هيله، ځان په دې اور کې ايره کړي :

ستا دپاره

زه چې تل د ژوند ترخو غمونو ژړولى يم

زه چې ناکاميو، بد بختيو کړولى يم

زه چې خپلو هيلو، کباب کړى، عذاب کړى يم

زه چې هر ظالم، لکه يتيم غوندې وهلى يم

زه چې د هر مار او هر زمري خولې ته طعمه يم

زه چې هر نامرد، د جفا غشي ته  تړلى يم

زه چې لکه دروی، د هر شپون ترجماني کوم

زه چې هر محروم، خپلو دردو ته غږولى يم

زه چې د قام فقر او ناپوهۍ د سپيلني په شان

هره ورځ په تيغنه، د تورونو اړولى يم

زه چې د ناوړه زمانې په هره لوبه کې

سل ځلې، پر مخ باندې لويدلى دردېدلى يم

ما دا همه واړه ستا په مينه کې زغملي دي

اې ګرانه هېواده! ستا دپاره مې منلي دي

چونغر، ٤٥مخ

 

لايق د شعر په  ژبه، د خپل وطن د پېړو پېړو لاسبرې چوپتيا او خاموشۍ  د ماتولو څه هڅې چې و نه کړې:

زړه مې پرېښوده فرياد ته، بې فرياده زړه به څه کم؟

سرنوشت د عاشقانو، همدا سوې غلغلې دي

چونغر، ٢٤مخ

هغه په دې ياغيتوب کې د پښتو ژبې د شعر د ابدي ماڼۍ جوړولو ته څه کوډگر توري، څه نوي خلق کړي توري، څه افسانوي ترکيبونه او ښکلاييز ايډيالونه چې جوړ نه کړل. په هغو کې يې څه ښکلاوې، څه اداوې او څه  نوي فکرونه  چې و نه نغښتل  او د شعر په جامه کې يې انځور نه کړل.

لايق چې لا تر اوسه (١٣٨۹) د يوې پېړۍ له درېيمې برخه زياته  وهلې، هڅه کوي له خپل شعره د جوړې شوې  ماڼۍ څوکه ، د هغه له ستورو سره د يوځاى کېدو په هيله د نظم په خښتو د آسمان پلو ته ورهسکه کړي.ده ته شعر هغه جوهر دی چې دهرې ستونزې او درد دوا پرې کوي:

 

که جوهر دشاعرۍ په ما کې نه واى

د ژوند لاره به مې څنگه پرې کوله

دا دغم په زهرو ډکه درنه پنډه

تر منزله به مې څنگه رسوله

ساحل،١٥٩مخ

چا چې لايق ليدلى وي، چا چې لايق اورېدلى وي، څوک چې لايق پېژني، ويلى شم چې څه کم ټول به دا را سره ومني چې هغه د لوړې ونې، ځېږې څېرې، متفکر طبيعت  او په خپل ډول د ځانگړې  ښکلې څېرې خاوند دى.

که څه هم د دايمي ليوالتيا له امله نا آرامه برېښي، خوپه ورځنۍ ناسته ولاړه کې، په شعري ژوند کې، په شاعرۍ او جرگو مرکو کې په بې ساري ډول خوږ  ژبی، مدلل او په ځان باوري دى.

هغه چې تل، د کوم تکل لرونکى برېښي داسې خوږ ژبى دى چې زياتره وخت د هغه نه پخلا کېدونکي سيالان  هم د هغه سندريزو او کوډگرو خبرو ته گوته په غاښ وي.

خو هغو کسانو چې لايق په سياست او د سياست په لوبو کې ليدلى دى، هغوى زياتره په دې باور دى چې هغه يو بې سارى وياند، نه  ماتېدونکى سيال، له ارمانونو ډک مبارز، تر پايه خپلو تکلونو ته وفادار او په دې خوشباورۍ کې کله کله د خپلو نېږدې ملگرو او سيا لانو له خوا دوکه شوى شاعر پاتې شوى دى.

د افغانستان نامتو ليکوال دوکتوراکرم عثمان،چې ماشتوب يې ګډ سره تېر کړی دی، د لايق د دغه کليوالي صداقت او په سياست او تخليق کې د دغه رښتينتوب د کارونې په اړه ليکي:

 

«...اما احساس مسئوليت عظيم لايق در برابر صداقت ناب، گاهی برايش درد سرهای داشته است. در نظامی که شعبده با سياست آميخته بود و مردم اغلب از بی راهه با پشتاره از نيرنگ و کذب و دغا وارد عرصه می شدند او در موارد بسياری به کشف حق از نا حق در ميماند، چه در مواجه با آدم های نقابدار و دو پشت و دو رو و هزار چهره بيروکراسی وقت هنوز معصوميت کاملش را نيازموده بود. او نهادأ يک قبايلی بود، يک شاگرد با صفای مدرسه که رفته رفته در معاشرت با دهقانان پاکدل و زحمتکش روستاهای شمال به حقايق تازه يی آشنا می شد و آموزش اجتماعی می يافت. گمان می برد عياری رسم روزگار است و دروغ آن مقوله منسوخ و اساطيری است که اصلأ به زمان ما تعلق ندارد. اما همين که وارد شهر شد شگفتی يی عظيمی دستش داد، همان حيرت غريبی که به يک تماشاچی تازه وارد سيرک دست مېدهد. و او را وارد دنيای آدم هایي  می کند که بر سر نخ  باريکی می رقصند، از ريگ روغن می کشند و اشتر را  از نيفه سوزن خوش خوشان عبور می دهند. يک علم جديد که از آستين زمامداران زورگو سر می کشد و آميخته با مهارت های استثنايی بود و لايق هيچ از آن سر در نمی آورد. به  ناچار حصاری می شود و به عرفان می گرايد. به آن مشرب مصفا و پالوده ژرفی که آدمی را بالتمام سيراب می کند و روزن دنياهای ناشناخته را به رويش می گشايد. اما لايق هيچگاه نمی خواست تنها و تنها به سعادت برسد. او می خواست دوشا دوش و تنگا تنگ و شانه به شانه ديگران به تسلی جسم و جان برسد، همان گونه که عاشق و معشوق به هم می رسيدند،  دو باره به کارهای ديوانی می گرايد. لايق می خواهد مطابق سليقه خودش  وارد گود شود. می کوشد عيارگونه برزمد، رک و راست و صادقانه، مثل يک عاشق پاکباز، مثل مردی که بر سر قولش جان می بازد اما از حلف و پيمان نمی گذرد، مشکل پايان ناپذير لايق تا آخرين دم زندگی مثلی که در اصل مشکل روزگار ماست و ماکياوليسم را به غسل تعمېد می خواند. لايق مثل يک کفاش ماهر سختگير و صادق می خواهد معاير، الگوها و تنديسه های دقيق شعرش را در کارگاه روحش قالب کند. گاهی می بيند، که مدل در قالب، نمی گنجد و گاهی قالب يا مدل نمی سازد. ناسازگاری ضمير آگاه و ناخود آگاه، مخاصمت شکل و محتوا دشمنی آشتی ناپذير صداقت و بی صداقتی و کينه ورزی ظاهر و باطن لايق تنديسه ها را زير پاشنه سنگينش خورد می کند.»١

 

لايق په خپلو خوږو، خوږو خبرو سره، چې کله  يې د ټوکو، کله د متلونو، کله د شعر او يا هم کله يې د کومې افسانې په مالگه، مالگينه وي، په ډېر مهارت  زياتره وختونه  خپل مخالفين هم ماتوي او ځان ته يې را اړوي.

د پاکستان پياوړي څېړونکي خبريال او ليکوال، احمد رشيد،  له سليمان لايق سره تر يوې کتنې وروسته ليکلي دي :

«... د ده (لايق)، دغه ژبنی مهارت د دې سبب شوى دى چې کله کله  د هغه خورا ډېر نېږدې ياران او ملگري له هغه سره، سر سخته او له تربگنۍ ډکه رخه  ولري.»٢

 

لايق په افغانستان کې د نوي سياست د لوګي او لمبو نه په  ډک اور کې په وار وار سره سوځېدلى دى او داسې پوخ شوى دى چې کولاى شي، د هغو کوډو تعبير وکړي چې په دې اور کې په ده شوي دي.

د ده، د همدې سياسي ژوند لامل دى چې هغه ډېر وختونه د غندنې او رخو په تناره کې را ايسار شوى دى.

همدا مطلب د لايق په هکله د دوکتور اکرم عثمان  په ليکنو کې لولو:

«... من دقيقآ نمی دانم لايق تا کجا شاعر است اما دقيقآ می دانم که او تا کجا انسان است و چه مقدار فريفته و عاشق دلپاک کمالات و خصال ستوده انسانی می باشد.

برای دست های پاکش آرزوی خير می کنم که با رسای تمام کماکان تهيدستان و مظلومان را درين چاشتگاه جوشان حوادث به خاطر غلبه نور بر ظلمت و حق بر باطل اميد و باور ببخشد و بيش از پيش در انسانيتی ناب و راستين و عاری از شايبه روزگار پالوده و تطهير شود.

ستايش بيکران نثار لايق- اين شاعر به يقين رسيده باد».٣

 

سيلمان لايق، څه  تصادفي شاعر نه دى. هغه د ځوانۍ د احساساتو زېږنده شاعر نه دى. هغه د چا په سپارښتنه او لورېينه شاعر شوى نه دى، هغه چا ته د ځان ښودنې شاعر او سندرمار نه دى، هغه له کوم دربار نه د پېرزوينو شاعر نه دى، هغه د خپل استعداد، هغه د خپل پياوړي تفکر، له تېرو، اوسنيو او راتلونکو اندېښنو نه خبر دی، د بشري حکمت او د راتلونکو انديښنو پانگمن  شاعر دى او که  نه داسې به نه و:

 

لرې شئ اى هيلو، له ما لرې شئ

وتښتۍ، پردۍ شئ، مرورې شئ

مه ژاړئ، زما په دردو مه ژاړ ئ

اې زما غريب سترگو، ډبرې شئ

اوښکو زما له سترگو څخه وا لوز ئ

غاړه کې د نورو مرغلرې شئ

اى زما د ژوند ترخو ترخو، غمو

وخوځئ، شعرونه شئ، خبرې شئ

اى د خلکو هيلو زما په شعر کې

پورته شئ، آسمان ته لر و برې شئ

چونغر،٢٥مخ

 

لايق د خلکو، وطن، د هغه د طبيعت او  ژبو انځورگر  او ژبه دى. هغه د خپلو شعري سندرو له پيله، غوښتي دي، هڅه يې کړې ده، تکل يې کړى دى او هيله يې لرلې ده چې د خپل  ويده وطن او د هغه له جهان نه ديتيم شوى ويده انسان د را ويښېدو لپاره په رنگينو تصويرونو کې رنگيني چيغې او سندرې شي:

 

کاشکې نه واى همراه شوى، د دې ورانې قافلې زه

يا بدله واى دا ځمکه او يا نور واى دا کلونه

ويښ به نه شي دغه قوم،که نغمه شم سر تر پايه

که رباب غوندې گويا شي، د لايق د زړه تارونه

چونغر،١٦مخ

 

ښکلا، عاطفه، ژوره انديښنه، عقلاني خوځون، د تيارو په وړاندې درېدنه، سر بايلونکي پاڅونونه، ويښتيا، ليونۍ او مسته مينه او منطقي تفکر د لايق د شعر ځينې نه هېريدونکي مضامين جوړوي.

د لايق په شعر کې داسې شعرونه چې په هغو کې خلک، وطن، آزادي، انسان، د ده د وطن طبيعت، غرونه، رغونه، د ده ويده همژبي او د ده د دوکه مارو ملگرو په اړه مضامين نه وي راغلي، خورا لږ دي. د ساري په توگه خپلو هملارو ته وايي:

 

دا زما تقدير

دا زما تقدير يې ولې هسې تريخ  کړ

زه د گل مينه پې کمه، دى اغزى شي

سم سړى وې، خو چې زړه ورته نېږدې کم

زما پلې  را پرېکوي، روغ  ليونى شي

 

د لايق په شعر کې پيچلتيا، جړې غوټې او ابهام ځاى نه لرى. سره له هغه چې د ده په شعرونو کې کنايې، استعارې، تشبېهات، هغه هم نادر تشبېهات او  نوښتگر تصويرونه  له ورايه وينو، خو هغه په  ډېر ساده او پوهېدونکې ژبه بيان شوي دي.

ده د خپلي  شعري لارې د پلويانو هغه ارمان په ځاى کړى دى چې وايي: د ښه شعر ځانگړتيا ښه تصوير نه، بلکې د هغه  ښه ژبنی بيان دى:

 

خپل وطن ته مې دا ټول زړگى اوبه شو

چې پې زغلي هره ورځ سېلاب د وينو

زه که هر څو پې ليکم د عشق سندرې

ترې راوزي هره ورځ کتاب د وينو

 

لايق، په دغه او له دغه نه په ښه شان بيان کې لوى لاس او بې سارى مهارت لري. همدلته ده  چې کولى شو ووايو، د تورو، کلمو او ترکيبونو ټاکنه او په شعر کې د هغه کارونه، هغه څه دي چې په پښتو شاعرۍ کې، تر هر بل شاعر نه زيات  له لايق نه زده کول په کار دي.

د لايق د شعر يوه ښکلا، مينه ده او کولاى شو ووايو غوره ځانگړتيا يې دا ده چې دى لا تر اوسه هم  خپل سياسي ژوند او لارې ته وفادار پاتې شوى دى. هغه سره له دې چې په شعري ډگر کې تل هر اړخيز، آزاد لاس او د مضمون په ټاکنه کې ياغي پاتې شوى دى، خو له دې ټولو سره سره دى بيا هم دې ته اړوتى دى چې د ځينو سياسي لاملونو له کبله، يو شمير شعرونه وليکي. دا د لايق د شعر هغه برخه ده چې زما له ذوقه لاره جلا کوي او زه په پام کې لرم چې کوم وخت د يوې نيمگړتيا يا ادبي عيب له پلوه هغه وڅېړم. خو سره له دې هم که د هغه د شعر ټولنيزې ځانگړتياوې، وويشل شي، کولاى شو، هغه په دغو ډولونو سره جلا کړو:

- مينه

 د زړه لوبه

 دا په سترگو کې موسکۍ شوه ما وې خوري مې

 د خندا سيلاب يې راغي، ما وې وړي مې

 ما د زړه لوبه کوله، پې ټپي شوم

دې بللم ما وې ښايي چې شړي  مې

ساحل، ١٨٧ مخ

 

- وطن

د وطن غمونه

چې غمونه د وطن را نه چاپېر شي

له سينې مې د پولادو غشي تېر شي

چې زما پلې او  رگونه  پرې زرغون دي

مگر مرگ  زما مېلمه شي، را نه هېر شي

ساحل، ١٤٤مخ

 

- شعر

د زړه تياره

ننه په زړه مې چې شپه خوره شي

د تاريخ تبه په ما دېره  شي

شعر زيندۍ شي زما د غاړې

ښايسته ځمکه يوه هديره شي

 

زما شعرونه

څه  شعرونه  دي زما ځيږه  شعرونه

په تېرو اغزيو پټ وحشي گلونه

حاسدانو ته د مرگ او ورکې چيغې

عاشقانو ته، د مينې تکلونه

ساحل، ١٨٨مخ

 

 

زموږ ګوند

ګوند يو اډه شوه د شيطانانو

د بې هدفه منافقانو

د مشق مېدان شو،د هر پرېوتي

د وطن پلورو، نعره بازانو

 

ګند شوي ګوند

وطن  يو ګوند و، خو وروسته ګند شو

د ځان  غوښتونکو، په  لومه  بند شو

په  جلا برخه  ټوټه  ټوټه  شو

موړه، موړه شو، پيوند، پيوند شو

 

- انقلاب

انقلاب راغي، خو زموږ نه و

د بل په خوښه د بل په  زړه و

که دا د خپلو غرونو بچي واي

نه د شړلو، نه د واهه و

 

- اټکلونه

د مزل پاي

زما د منډو مزل لنډېږي

اورونه مړ شوو، رغلي سړېږي

اې د انګورو، د  رڼا  ربه

څراغ دې  بل کړه، جاله ډوبېږي

 

- ملا، زاهد، محتسب، رياکار

د ملا عدل

د جنګ اورونه  بيا تازه کېږي

ملا حاکم شو، دوزخ جوړېږي

د ملا عدل  بې اوره  نه شي

افغان وطن به جهنمېږي

 

- ملگرى، له هغو سره مينه، د هغو بې وفايي او دوکې

د مېړانې ژبه

په خپله هو چې څوک باوري وي

مټ او چمبه يې د ازمري وي

چې هو يې نه وي، لرې ترې ګرځه

چې«باختري» وي که «خاوري» وي

 

حکمت او فلسفه

ژوند

ژوندون څه دى، د زمان په زړه کې منډه

ډېره گونگه، ډېره تيزه، ډېره لنډه

څو لمن در ټولوې، نوبت دې تير وى

لکه څوک چې په  چا  ووهى ملنډه

ساحل، ١٦٤مخ

 

مجرم څوک دی؟

مجرم هغه څوک دی چې زه يې هست کړم

په توان پياوړی، په خوي يې پست کړم

په لاس يې راکړ، تيغ د الماسو

عقل يې واخيست او زه يې مست کړم

 

فلسفه

د ژوند سندره

څومره ګونګۍ ده د ژوند سندره

موږ يې پوه نکړو،په هيڅ خبره

سازونه اوروو، رنګونو وينو

لا  ګونګي کېږو، لا نا خبره

 

لايق لا په تنکۍ ځوانۍ کې، د يوه ټولنيز تکل، د يوې ډله ييزې تگ لارې، د يوه ژغورنيز غورځنگ او د يو گډ ارمان، هيلې لرلې. هغه  په شعر کې هم هڅه  کوله،  دغه  تکل  او  لارې  ته نور هم راوبولى:

ملګرو ته

نه وځي له خولې نه مې بې ساهه ترانه

شرم د ساقي دی بې شرابو پيمانه

زه په دې تيارې کې يوې رڼا ته منتظر وم

اوس به ياران وګوري مستي د ديوانه

لار د يار د وصل په ګلانو پټه نه ده

اخلې په اغزو کې ازموينه زمانه

جار شمه، قربان شم، سره يو شۍ خورو خلکو

نه دی په وجود کې هېڅ يو غړی بېګانه

نشته ځان ځانۍ کې مصلحت د لامبوزنو

سيل د حوادثو هسې غواړي بهانه

يادونه او درمندونه، ٢٢ مخ

 

شاعر نه يوازې په عملى توگه، په ټولنيز  ژوند کې د يوه پياوړي گوند د جوړيدو يو سر لاري پاتې شوى دي، بلکې د هغې د جوړيدو تکل يې کړى دى، د هغې په جوړولو کې يې ونډه اخيستې ده، په هغه مئين شوى دى، خپله ځواني او د ژوند خوږې شېبې يې ترې ځار کړي دي. له همدې کبله گوندي لارې، گوندي ارمان او گوندي ژوند د هغه د شعرونو له غورو  مضمونونو  يو مضمون جوړ کړى  دى.

 

اولس سين دى، او وگړى پکې څاڅکى

څاڅکى هله ژوند کوي شي چې  د سين شي

ما د سين هستۍ ته  خپله، هستي ور کړه

زړه مې ځکه  د خوښيو اباسين شي

 

گوند او گوندي ملگري، لايق ته تر هر څه زيات ورنېږدې کېږي ، خو د ملگرو کړه وړه، نا کړه، نا مېړانې او دوکو ورځ تر ورځې دغه  نېږدېوالي ته تاوانونه رسولى دى.

دا ټول، دا هرڅه، هغه څه دي چې د لايق د ژوند يوه برخه جوړوي. له دې کبله دغه مسايل  د هغه په شعر کې ډېر ډېر را څرگندېږي:

 

نه منت د خرابات وړي، نه مننه د حرم کړي

څه وحشي طبعه لرمه، چې له  ټولو څخه رم کړي

د ملګرو خامې  هيلې، هغه چارې په ما کاندي

چې تبۍ يې په غنم کړي، حرارت يې په شبنم کړي

ګوشمالى د حوادثو هغه چارې په ما  کاندي

لکه ګوتې د مطرب چې د  رباب  په زير و بم کړي

چونغر، ٢٨مخ

  

که څه هم د لايق گوندي شعرونه او ترانې ځينې کره کتونکي او يا د ده مخالفين کله نا کله غندي، ليکن د ده دغه راز شعرونه تر ډېره وخته پورې د هغه د گوند، ترانې او سندرې جوړوي. د هغه شعرونه په کور، کلي، لارو، کوڅو، واټونو، لاريونونو او غونډو کې غږ  را پورته کوي او د هغه د گوند او د هغه د ملگرو د ماتې او بري سندرې غږ وي.

د افغانستان د خلکو دموکراتيک گوند د واک په وخت کې د افغانستان ملي سرود، د افغانستان د دموکراتېک جمهوريت تر جوړيدو وروسته لومړنۍ انقلابي سندره (اې د آزادۍ خاورې- تا ته مو سلام دى) او داسې ډېر نور، د دغه راز شعرونو غوره بېلگې دي.

په څلوېښتمو او پنځوسموکلونو کې چې افغانستان د سياسي غورځنگونو، بهيرونو او هلو ځلو په  ډگر بدلېږي، د مينې او طبيعت د انځورېدو تر څنگ، همدا هلې ځلې له هرې خوا او په هر ډول د لايق د شعر هر مضمون ته ځان رسوي.

لايق، لا په دې کلونو کې په هر چا او هر څه باور لري، هغه په هر ويښ زلمى ډاډمن دى. هغه د دغو ټولو هملارو په سترگو، په غږيدا او په خوځون کې ښکلا ويني او د شعر جامه ور اغوندي.

شاعر په دې پېر کې د هر بوټي او د هر گل د غوړېدو هېله لري، خو يوازې له يوه څه او يو چانه  وېره لري او هغه څوک، باغوان دى:

 

هغه باغ  چې د باغوان له وينو روغ وي

هلته نه  ښايي مستي او نه خندل

د بلبل د طبعي ساز کله  منى شي

په دې جاله د فساد کې اوسېدل

چونغر، دويم چاپ، ٣٩ مخ

 

د دې يادو شوو خبرو په پام کې نيولو سره  ويلى شو، سليمان لايق، په شلمه پېړۍ کې  بېشکه په پښتو ادب، په پښتني تخليق په تېره بيا په شعر کې يو له غورو نه، غوره شاعر دى. هغه د پښتني شعر اندېښنه، هغه د پښتني شعر تگ لورى، هغه د پښتني شعر خيال، هغه په خپله پښتني شعر بدل کړى دى. هغه په  هر څه کې، په هر غږ  کې او هره ادا کې شعر ويني. په لايق کې شعر را خوټېږي  او په هغه کې شعر ايشي:

 

آواز

هر آواز د خپل وطن چې را په  غوږ شي

زما ذهن را سپړي نوي گلونه

د هرگل له ياغي رگه  را خوټېږي

دا جنگي او معطر زما شعرونه

ساحل، ١٨٨ مخ

 

ځيني پښتانه په پښتو ژبه شعر ليکي، د هغو ژبه پښتو وي، خو هغه پښتني نه وي. د لايق شعر هم په  پښتو ژبه  دى او هم پښتني.

لايق، په خپل ويده کلي کې، په خپل ويده ښار کې او په خپل ويده هېواد کې، ويښ پيدا شوى دى، نو ځکه  هغه په خپلو خلکو کې هيڅ چا ته ورته نه دى. هغه په وچ او بې حاصله غره کې د آتشفشان په  څېر دى.

خداي بښلي عبدالروف بېنوا د خپل نامتو کتاب (اوسني ليکوال) د ليکلو په وخت کې (١٣٤٠ هـ ش) له لايق نه غوښتلي و چې د ځان په هکله ورته وليکى. ښاغلي لايق  هغه وخت ليکلي و:

«زما ژوند د يوه عادي پښتانه ژوند دى چې ماضي يې له لوږې- محروميو او دردونو څخه ډکه ده او حال يې په زړو ميزو او څوکيو کې د نورو د خوشالولو او راضي ساتلو په کار کې تېرېږي.

    کله کله مې چاپيريال وتخنوي، زه دغه وخت قلم را واخلم او يو څو کرښې د خپل ولس  د اوښتونکي تقدير په کتاب کې وليکم.

 زه هغه بزگر ته ورته يم چې په وچه ځمکه کې د باران په هيله دانې کري او دا ډاډ ورسره نه وي چې د آسمان اوبه  به د ده کروندې ته ورسېږي او کنه؟

هغه وحشي گلان چې کله ناکله په دې کرونده کې گوتو ته راشي پخوا تر دې چې د چا پيکي يا گريوان ته يې ورسوم، را څخه وچ او مړاوي شي.

زه د تيارې او رڼا ناقص ترکيب يم، يعنې سپيدو ته ورته يم چې جمال پرست نظر ته  ښکلى ښکاري، مگر په حقيقت کې د شپې او ورځې  يوه ناقصه پوله او متغيير ترکيب باله شي.

زما خصوصيت دا دى چې له تيارې نه د رڼا په خوا ځم، خو کله چې لمر را وخېژى زه به نه يم.

زه له ځمکې څخه چاپير را گرزم او د هغې د گرزيدو موزيک اورم، زه د دې موزيک لپاره موزونې ترانې ليکم، مگر د زمانې زاړه قابضان چې د مرگ پولې ته نېږدې  شوى دى، زما له ترانو سره ضديت ښيي او هڅه کوي چې د دې نغمو او مستقبل تر منځ خنډ شي، خو زه تل د سپېدو په څېر د لمر د راختو ترانې تکراروم.» ٥

لايق، په هرڅه کې د شعر مضمون ويني. هغه له هرڅه نه د شعر مضمون را اخيستى دى. کيداى شې ووايو هغه د گوتو په شمار کې هم نه راځي، هغه يو او نه تکرارېدونکى دى. هغه د خپلې ژبې په ويده ادب کې، هغه د استاد سعدالدين شپون په وينا د خپلو خلکو په ناروغ شعر کې، هغه په پښتو شاعرۍ کې، هغه د پنځو ستورو له خوا په  پيل شوي نوښت کې، نوښت شو.

د هغه په شعر کې د خلکو، د ولس او د هغه د خپلې ژبې فرهنگ نغښتل شوى دى. د لايق شعر د پښتو د اوسني، يا ننني شعر روح او ځان دى.

د سليمان لايق د شعر په هکله مې د خپلې څېړنې د لا ښه کيدو لپاره  د نورو څېړونکو او کره کتونکو تر څنگ له ښاغلى ليکوال او کره کتونکى، اکبر کرگر نه چې څو کاله د افغانستان د راډيو-ټلويزيون د دولتى کميټې مشر و، او وروسته د افغانستان د ليکوالو د انجمن مرستيال و، وپوښتل، هغه څو موده وروسته را ته وليکل:

«لايق او شعر او يا شعر او لايق په  دوه کليمو کې يو مفهوم دى. زما خو شعر په تېره د لايق شعر دومره خوښ دى چې زما په تن او روان کې يې د شعر ويلو هڅه وژلې ده٠ له شعر سره زما مينه تل د دې سبب وه او ده چې زما تنده يې لا پسې زياته کړې او هيڅکله يې خيشت شعرونه نه شي ماتولى. او بل دليل دا دى چې ځکه يې زما په تن او روان کې د شعر ويلو مينه وژلې ده چې زه نه شم کولای د لايق په څير او يا اقلا ښه شعر ووايم ،نو ځکه د شعر پرښتې ته په درناوي سره غواړم شعر واورم او هغه هم د لايق شعر او يا د بل شاعر ښه شعر. نو دا شعر ته زما د درناوي يو دليل دى. هيله ده چې د شپون خبره د «خيشت شعر» ويونکي هم لږه حيا وکړي او د شعر پرښتي ته  درناوي وکړي....»٦

د سليمان لايق د شعر په لوستلو سره، د دغې ژبې په پانگمن قوت خبرتيا او ښکلايېز توان خبرېدل، هر لوستونکى دې ته هڅوي چې په پښتو اوسني شعر کې، هغه د دغې ژبې د ښکلايېز اړخ د پالنې سر لارى وگڼي.

د ده په همزولو او همپېرو شاعرانو کې د هيڅ چا شعر، دومره له نازکو  خيالونو او نه  تکرارېدونکو تصويرونو نه، ډک نه دى. 

د لايق د شعر د لومړيو کرښو، د هغه د لومړيو مصرعواو د لومړيو خيالونو په لوستلو سره لوستونکى پوهېږي، نه، نه، دا احساسوي چې، له احساس سره مخامخ دى. احساس څه چې له کوم درد، درد څه چې له کوم پيغام، پيغام څه چې له کوم تعهد او پور، پور څه چې د پور د پرېکولو سره مخامخ دى....

لايق، په پښتو شعر کې د نوښت لرونکي تصوير د ښودلو، سندريز سندريزوالي، د ژور اند د را منځ ته کولو او د بې سارو شعري بڼو د پيدايښت نوښتگر دی. د دې ټولو تر څنگ هغه په معاصر شعر کې د نويو ترکيبونو، ښکلايېزو څپو  او نوي جوړښت د را منځ ته کېدو او د دې ټولو تر منځ د انډول د را پيدا کولو هڅه کړې او دا هڅه  يې ځاى ته رسولی ده:

د لايق، په شعر کې، توري او کلمات يوازې د مفاهيمو د ادا کولو، د تصويرونو د جوړولو، د  صنعتونو د را منځته کېدو يا د مصرعو د جوړولو دنده نه لري. دلته توري، کلمات او ترکيبونه ناڅي، هنري نڅا او پښتني اتڼ کوي.

کله کله خو دا خوځېدا، په يونيم ځاى کې، په کوم  ترکيب او يا مصرعه کې، په پښتني اتڼ کې د کوم ځوان، ځوان چپه کاکل ته ورته کېږي. نه، نه!... نه چپه کاکل ته، نه، په اتڼ کې د لويدونکو څڼو د چپه کاکلو شغهارته. هغه شغهار چې  په زار زار سره عالمونه خبروي. د ده ځيني سوچه شعرونه، د همدې څڼو له سپېڅلې بې باکۍ سره مل کېږي.

«وزن چې دشعر بنسټ جوړوي او د وينا په بېلا بېلو برخو کې هنري ځانګړی انډول رامنځ ته کوي» ٧ د لايق د شعر په هکله دلته ډېره په ځای خبره ده.

ارواښاد، کانديد اکادميسين استاد محمدصديق  روهى، د لايق د شعر او په پښتو ادب کې د هغه د دريځ په هکله داسې ليکلي و:

«لايق خپل لومړنى شعر په درېيم ټولگى کې ويلى دى، خو اوس د پښتو او فارسى دواړو ژبو په شعر او نثر کې استاد دى.

سليمان لايق د ويښتيا د پړاو ستر شاعر او د اوښتون د پړاو د شاعرانو لارښوونکى مثال او مشال دى.

د لايق اکثر شعرونه، د گوندي ايډيالوژى په خم کې رنگ شوي دي او له همدې امله، دغه ستر استعداد، لکه څنگه چې ښايي ونه پېژندل شو.»٨

استاد واصف باختری  چې په ١٩٩٣ کال کې د افغانستان د شعر په اړه له څو نامتو افغانى اديبانو سره خبرې اترې کولې، په معاصر افغاني ادبى بهير کې د لايق او د هغه د شعر دريځ داسې ټاکلى دی:

«... اما در ميان آنها کساني که به عنوان علمدار تجدد در يک مرحله خاص از تاريخ شناخته شدند در جامعه، صرف نظر از همه تعلقات سياسی ـ که شما ميدانيد همراه هيچ کدام از اينها من هيچگونه تعلق سياسی ندارم، و نداشته ام و بر عکس تعارض سياسی بسيار زياد بوده و تعرض فکری بسيار زياده بوده ـ  سليمان لايق و بارق شفيعی است....»٩

 

کاوون توفاني چې د لايق له شعر سره له تنکۍ ځوانۍ نه آشنادی او کولاى شو ووايو مينه لرى، په خپل يوه يادښت کې ليکى:

«... که موږ د لايق شعر ته له «چونغره» تر «کيږدۍ» او له «يادونه او درمندونه»  تر «سپرغکې» ځير شو، په څرګند ډول به ووينو چې هغه يو حساس، دردمند، متعهد او بغاوتګر شاعر دی. شعر يې له نوښتونو ډک او ښکلاييز اړخ يې هم غښتلی دی. د لايق شعر يو بهانده او څپانده سيند دی چې د هېواد او د هېواد د زيار ايستونکي انسان مينه په کې څپې وهي. هر کله او هر چېرته چې د هېواد او د هېواد د زيارکښ انسان له ګټو نه د دفاع مسأله مطرح شوې هغه د «وخت» او د «مصلحت» زنځيرونه مات کړي او په زغرده يې خپل دريځ بيان کړی دی او هرکله يې چې ضرورت احساس کړی د خپل شعر توره يې را ايستلې او له ستم او استبداد، تروږمۍ او جهالت سره د مبارزې ډګر ته راوتلی دی. که له يوې خوا يې هيڅ کوم جابر او ستمګر ته روغ  ګريوان نه دی پرې ايښی له بله پلوه يې د رياکارو ملايانو او شيخانو له مخونو هم نقابونه غورزولي او د هغوی ريښتينې څېرې يې بربنډې کړې دي:

 

ملا جلاد شو د مومنانو

مخ يې ور پريوای د قاتلانو

چې د بوجهل تېغ يې په لاس شو

مېدان يې يوووړ له جاهلانو» ١٠

 

 کاوون توفانى سره له هغه چې په خپل سياسي ژوند کې څو ځله لويدلى، پاڅېدلى، خو د شعر په ښکلې بڼ کې لا تر اوسه هم ښکلى او تاند پاتې دى، د لايق د شاعري په هکله زياتوي:

«بې له دې نه چې په خپل قضاوت کې افراط وکړم ،په ډاګه او جګ غږ ويلای شم چې لايق زموږ د زمانې له کم نظيرو شاعرانو او اديبانو څخه دی ،هغه شاعر  چې پښتو شعر او ادب ته يې لويه بډاينه او ښکلا وربښلې ده. په پښتو او دري ژبو کې د لايق پراخې او ژورې مطالعې او زموږ پر ستر ادبي ميراث باندې د هغه لاسبری او هم دا راز د هغه نازکې او ظريفې طبعې ، لايق ته دا امکان ورکړی دی چې خپلې ادبې هستونې په داسې کچه او انداز وړاندې کړي چې تر ډېرو نورو يو سر او غاړه لوړ ښکاري.

موږ په ډېرو ځايونو کې د لايق د شعر پر ځمکه د هغه د شخصي ژوندانه د نازکو شيبو د پښو خاپونه وينو چې د هغه د زمان او د هغه د ټولنې د ژوندانه د شيبو خاپونه هم دي. که لايق په خپل شعر کې په خپل درد و غم ژړلي دی، په اصل کې يې د خپل وخت او خپلي ټولنې په درد وير کړی دی.

د لايق شعر د اوسني عصر د هر بل ريښتيني شاعر په شان هغه هينداره ده چې نه يوازې د ده خپل احساسات، دردونه، ماتي او بري، غمونه او خوشالۍ او اروايې ځانګړتياوې پکې ښکاري، بلکې د ده د زمان او د ده د ټولنې غمونه او ښادۍ، ښکلاوې او بد رنګۍ هم په کې ځليږي»١١

____________________________ 

اخځليک:

 

١. د لايق په هکله د هېواد د نامتو ليکوال دوکتور اکرم عثمان  يادښتونه.

٢. رشيد،احمد، د پاکستان نامتوڅېړونکي او ژورناليست، د انديپندنت مجله، ١٩٩٠ کال.

٣. د لايق په هکله د دوکتور اکرم عثمان  يادښتونه.

٤. همدغه يادښتونه.

٥. بينوا، عبدالروف، اوسنى ليکوال، درېيم ټوک،١٠٨٤مخ، ١٣٤٦ کال.

٦. د لايق په هکله د هېوادد ښه ليکوال او کره کتونکي اکبر کرګر يادښتونه.

٧. دوکتور احمد نژاد،کامل،ادبي فنون،١٣٨٢ کال، تهران،٢٩ مخ.

٨. روهى، کانديد اکادميسين محمد صديق، د پښتو ادبياتو معاصره دوره، ١٩٩١کال، ١١٦مخ .

٩.  مجـــلهء « راه» شماره اول ،سال اول.

١٠. د لايق په هکله د هېواد د ښه شاعر کاوون توفاني يادښتونه.

١١. هماغه يادښتونه.

 

 

 


بالا
 
بازگشت