دوکتور لطیف بهاند

مسکو

د جنوري ۲۹ ویشتمه د ستر روس شاعر او لیکوال د زوکړې ورځ ده.

دغه ښه،غوره او د نوبل دجایزې د ګټونکو د یاد په ویاړ دا څو پاڼې لوستونکو ته ډالۍ کېږي.

 

 

 

باریس لئونیدوویچ، پاسترناک

Pasternak, Boris

Leonidovich

 

باریس لئونیدوویچ، پاسترناک ، دنړيوالې پېژندنې شاعر،لیکوال او ټولنېز شخصیت  او په ادبياتو کې د نوبل د جایزې ګټونکی و.هغه پر  ۱۸۸۰ کال د جنوري په ۲۹ نېټه په مسکو کې زېږیدلی دی.دهغه کورنۍ روښان انده خو په عقیدوي دود دستور يې  ژوند کاوه.

پلار يې ليونيدیوسپوويچ پاسترناک،انځور ګر او د پترزبورګ د ښکلو هنرونو د اکاډمۍ اکاډميسين و.

موريې ،روزاليه عیسادوروونا پاسترناک، د موسيقۍ استاده  او خورا بې جوړې پيانيسته وه.هغه يو ورور او دوې خوندې درلودې.

دهغوی کور ،د پېژندل شويو ليکوالو،شاعرانو او انځورګرو دېره او دناستې ولاړې ځای و.

پر ۱۹۰۱ کال يې د مسکو په يوه ښوونځي کې زده کړې پيل کړې.ورور يې، ۱۹۰۵-۱۹۰۶ کلنو په اوږدو کې ،د همدې ښوونځي ،په يوه ټولګي کې د روس له ستر شاعر ولادیمیر ماياکوفسکي سره زده کړې کولې.

د دريالس کلنو و چې د موسيقۍ زده کړې يې پيل کړې. دا زده کړې د دوی د کورنۍ د يوه دوست،ستر موزيکانت، الکساندر نيکولايوويچ سکاریابی، تر اغيز لاندې شپږ کاله روانې وې

هغه په زرين مدال او لوړو نمرو ښوونځی پای ته ورساوه.

۱۹۰۸ کال و چې پوهنتون ته لاړ.په پوهنتون کې يې د حقوقو څانګه خوښه کړه،خو ډېر ژر هغه  دفلسفې څانګې ته لاړ. دا دمسکو دولتي پوهنتون و.

د ۱۰۱۲کال په اوړی کې دفلسفي څېړنو د دوام لپاره  د جرمني يوه پوهنتون ته لاړ.په همدې کال د روس د لوی سوداګر داوید ویسوڅکي ، پر لور مین شو،خو هغې نجلې دده مينه ونه منله .

دهمدې کال  په اوړي کې و چې له خپل مور او پلار او خور سره ايتالیا ته لاړ .دوی، دهغه هېواد په شمال کې د وينڅا ، تاريخي ښار وکوت.ددغه ښار اغيزې وروسته دده په شعرونو کې له ورايه څرګندې دي.

پر ۱۹۱۶ کال يې د "اسمان څک خنډونه" په نامه شعري ټولګه خپره کړه.د همدې کال ژمی او اوړی يې په اورال او ددغې سيمې په نورو ښارګوټو کې تېر کړل.هغه هلته   په يوې کيمياوي فابريکه کې د کار بلنه ومنله.

د پاسترناک مور او پلار ، له شوروي واک سره د مخالفت له امله ،پر  ۱۹۲۱ کال له شوروي روسيې نه د وتلو هڅه وکړه.که څه هم دغه کار خورا  ګران و،خو د لوی او مخور شوروي ښکلا پېژندونکي لیونارچارسکي د ضمانت او منځګړيتوب په مرستې يې وکولای شول ،له روسيې نه ووزي. دغه روسي کورنۍ  دجرمني په برلین کې ميشته شوه.

دغه سفر ده ته لويه پېژندګلوي ور په برخه کړه.،پاسترناک له خپلې مور ، خپل پلار او جرمني ته  له شوروي واکه ،  نورو تښتېدلو روسي کډوالو سره ليکنې پيل کړې.د دغو کسانو په منځ کې  پېژندل شوې روسي شاعره ماریا څويتايوا او نور هم و.

پاسترناک،پر ۱۹۲۲ کال له " افګيني لوريې " په نامه انځورګرۍ سره واده وکړ.هغه تر واده وروسته، خپله بله شعري ټولګه خپره کړه.دا شعري ټولګه " خور،زما ژوند" نومېده.ددې ټولګې زياتره شعرونه،د ۱۹۱۷ کال وو. شاعر په دې شعرونو کې هڅه کړې وه،چې خپل روان د ټولنې له روان سره پخلا او برابر کړي.

ددې کتاب خپرېدو ځوان شاعر ته نوره مینه او شهرت ور په برخه کړه.

همدا وخت دی له خپلې ناوې سره يو ځای بيا جرمنی ته ،خپل مور او پلار ته ورځي .

تر واده نه  يو کال وروسته د هغوی زوی پيدا کېږي. پر ۱۹۲۶ کال يې " د ۱۹۰۵ کال انقلاب " په نامه نظمي داستان خپور کړ.

دده بل اثر د" لوړې ناروِغۍ" په نامه  ،نظمي داستان و، چې پر ۱۹۲۸ کال  خپور شو.

پر۱۹۳۱ کال ، دهغه بل اثر چې "بيا زوکړه " نومېده،لوستونکو تر لاسه کړ.

پاسترناک او  ستر موزيکانت چايکوفسکي ،د شوروي د ليکوالو په لومړنۍ کانګره کې

د شلمې پېړۍ د شلمو او ديرشمو کلونو ترمنځ،شوروي واک څه تر څه د پاسترناک دهنر او تخليق د منلو خيال ښودلی دی.هغه د شوروی واک له خوا د ليکوالو د ټولنې په جوړولو کې، خورا اغيزمنه ونډه اخلي.په ۱۹۳۴ کال دا ټولنه جوړېږي.پاسترناک ،دهغه د پرانستلو په غونډه کې وينا هم کوي.په همدې غونډه کې و چې ن.ی.بخارين،په رسمي توګه  غوښتنه وکړه،چې پاسترناک د شوروي تر ټولو نه غوره شاعر ونومول شي.

  

پاسترناک له ستر موزیکانت د شوروي د لیکوالو د ټولنې د جوړيدو په کانګرس کې

 

پر۱۹۳۰ کال يې،د بهرنيو هنري ادبياتو،شعر او نثر په ژباړې پيل وکړ.روسي ژبې ته يې  د اروپايی اثارو له را اړولو خوند اخيست.د شکسپير او ګويته اثار يې وژباړل. او له  ګرجي کلاسيکې شاعرۍ سره يې خپل همژبي اشنا کړل.

داسې هم ويل کېږي چې کېدای شي، د ګرجي شاعرانو د شعرونو ژباړه چې د يوسف ويساروويچ ستالين جوګاشويلې(۱۸۷۸-۱۹۵۳)دخوښې شاعران و،دی له زنداني کېدو نه ژغورلی وي.

په هغو  کلونو کې  چې په هنري  ژباړه اخته و ،خپل تخليقات يې  کم و،خو تر ۱۹۴۱ کاله  وروسته يې، د پريديلکينا،په نامه دشعرونو لړۍ خپره کړه.په همدې کال د نړيوالې جګړې اور مسکو ته رارسېږي او دې له دې ښار کډه کېږي.پر ۱۹۴۳ کال ،چې دجګړې اور ښه تود و،بېرته مسکو ته راستنېږي.پاسترناک له يو شمېر نورو ليکوالو سره په ګډه يوې جبهې ته ځي.د جبهې تر ليدو وروسته د پوځي ادبياتو ليکنې ته مخه کوي.

او پر ۱۹۴۶ کال د خپل پېژندل شوي رومان ،دوکتور ژیواګو ليکنه پيلوي.

پاسترناک،پر ۱۹۲۲ کال له " افګيني لوريې " په نامه انځورګرۍ سره واده وکړ،خو پر ۱۹۳۱ کال کې ،له  "زینايدی نيکولايونا " نومې ښځې سره پېژندګلوي دده پر ژوند بل ډول او ژور اغيز کړی دی. دی له دغې ښځې سره په ګډه قفقاز ته ځي،هلته له ګرجي شاعرانو او دهغو له اثارو سره له نېږدې آشنا کېږي.

پر ۱۹۳۲ کال کې  له دې ښځې سره واده کوي.دا دده دوهم واده کېږي.په همدې کال د هغه شعري جونګ چې "دوهمه زوکړه"نومېږي،خپرېږي.

پر ۱۹۳۵ کال په پاريس کې د ليکوالو په نړيوالو کنفرانس کې ګډون کوي.دا بهر ته دهغه وروستی سفر و. پر کال ۱۹۳۶ کې د ستالين په نامه دوه شعرونه خپروي او په هغه کې د بدلونونو غوښتنه کوي.

تر دې وروسته دده په وړاندې ،د واک دريځ د لا بد والي پلو چور بدلېږي .واک  او دهغه ادبي پلويان،  دده افکار د زمان له غوښتنو لرې ګڼي. په دې توګه دهغه او رسمي چارواکو تر منځ ،د پردیتوب پرده ورځ په ورځ تياره کېږي. څومره چې له شوروي واک سره د پاسترناک مينه کمېږي،په هماغه کچه دده هنر غمجه خو په زړه پورې بڼه پيدا کوي.

سره له هغه چې دی خپله له واک سره ډېرې ستونزې لري،پر ۱۹۳۵ کال چې کله د پېژندل شوې شاعرې،انا اخماتوې  خاوند او  زوی ،د سياسي مخالفينو په نامه بندي کېږي،دی دهغو په خاطر ستالين ته دخواخوږۍ ليک ليکي او دخوشې کېدو هيله يې کوي.

پر ۱۹۳۷ کال ،چې کله دځينو اديبانو د اعدام تايید د ليکوالو له ټولنې اخيستل کېږي،دی نه يوازې هغه تايیدي ليک نه لاسيليکوي بلکې د هغو دخپلو خپلوانو پوښتنې ،ګروېږنې لپاره دهغو کورونو ته ورځي.

پر ۱۹۴۶ کال يو ځل بيا مېنېږي.هغه  د" ولګا ايوانوسکي " په نامه له  يوې بلي  ښځې سره اشنايی پيدا کوي. دی له دغې ښځې سره ، دژوند ترپايه(۱۹۶۰)پاتې کېږي.

پر ۱۹۵۲ کال کې و،چې پر ليکوال د زړه لومړۍ حمله راغله.

 

د دوکتور ژيواګ رومان

دليکوال د خپل روایت له مخې، د دوکتور ژيواګ رومان دلسو کلنو (۱۹۴۵-۱۹۵۵) په اوږدو کې ليکل شوی دی.هغه دا رومان د خپل هنري نثر او تخليق ، څوکه بللی ده.

 دروسي کره کتونکو د وينا له مخې،دغه رومان،د شلمې پېړۍ له پيله ،بيا  تر دوهمې نړيوالې جګړې پورې (۱۹۴۱-۱۹۴۵)د روسي روښان اندو د ژوند ،دراماټيکې  پېښې څرګندوی.

د ی،خپله پاسترناک، وايي :د رومان د ليکلو په برخه کې يې نه يوازې په وار وار ديالوګونو بدل کړی بلکې څو واره د کتاب   نوم هم بدل رابدل شوی دی.دده په وينا کېدای شو چې دا رومان په دې نومونو ياد شوی وای:

هلک او نجلۍ،شمعه وسوځېده،د روسي فاوست تجربې،مرګ نه شته.

که څه هم رومان د انساني ژوند هماغه خورا ساده اړخونه،دمرګ او ژوند راز،مينه ،مينېدل ،دتاریخ نا آورې پوښتنې او مذهبي  څېرې،انځوروې.خو ،د اکتوبر دانقلاب او له هغه نه درا پيدا شويو بدلونونو  په وړاندې ،دليکوال دشکمن دريځ له امله، د شوروي  د رسمي واک له سخت ناوړه غبرګون سره مخامخ  شو.هغه سانسور او خپريدو ته پرېنښودل شو.

رومان ، د اکتوبر انقلاب ،يوه تيروتنه  ګڼله او ويل : ښه به وای چې نه وای شوی. د شوروی د زمانې زياترو او له هغه ډلې نه  تر ټولو نه  دغوره مجلې مشر،م.سيمينوف هم دهغه له خپريدو ډډه وکړه او وې ويل:

-ښه به دا وي چې پاسترناک ستيج ته پرېنښودل شي.

هماغه و چې رومان په لوديز کې خپور شودهغه رومان پر ۱۹۵۸ کال   له شوروي نه بهر لومړی په انګريزي ژبه خپور شو.تر هغه وروسته د زيات شهرت له امله په سويدني ،الماني ،فرانسوي او ان په روسي ژبه هم همالته په لوديز کې  خپور شو.

پاسترناک پېژندونکي وايی،: دا کتاب په هغو ختونو کې په اتلسو ژبو خپور شو.

په لوديز کې دده د رومان خپريدل،په شوروي کې د تالندې او تندر په شان وګڼل شو.دليکوال پر اثارو او دهغو په خپريدو  بشپړ بنديز  ولګېد.دهغه يوې  ليکنې هم  د خپريدو اجازه نه لرله.هغه د لیکوالو له ټولنې وشړل شو او خپله ده  ته مخامخ سپکې ،سپورې اود رسمي چارواکو او ځينو خپرونو  له خوا ښکنځلې او غندنې پيل شوې.

د شوروی دليکوالو تر ټولنې وروسته ،دمسکو دليکوالو ټولنې نه يوازې هغه له ټولنې وويست بلکې د يوه غوښتنليک په ترڅ کې يې ،له شوروي نه دهغه د شړلو غوښتنه کوله.

په لوديز کې هم ځينو روسي ليکوالانو د رومان په وړاندې منفي دريځ غوره کړ.دهغه په ډله کې ،دپېژندل شوي ليکوال ،ولاديمير نبوکوف نوم يادولی شو.

 

 

دنوبل جايزې کټل:

د ۱۹۴۶ کاله رانيولې بيا تر ۱۹۵۰ پورې هر کال باريس پاسترناک د نوبل ادبي جايزې ګټلو ته نومول کېده،خو دا وياړ يې په برخه نه شو.

پر ۱۹۵۸ کال،پاسترناک، ددې جايزې پروسږني ګتونکي  فرانسوي ليکوال،البرت کامو (۱۹۱۳-۱۹۴۰) له خوا دې جايزې ته کانديد شو

پر ۱۹۵۸ کال يې دغه جايزه وګټله.( له پاسترناکه پرته، ایوان بونین، میخائیل شولوخوف، سولژنڅین ا و ایوسف برونسکي،هغه روسي شاعران او ليکوالان دي چې د نوبل جايزه يې ګټلې ده.)

د پاسترناک له خوا د نوبل دجايزې ګټل، د شوروي پروپاګندي جوړښت ټول ولمساوه او هر بد او سپکې سپورې يې  چې پر خولې ورتلې ،هغه يې دغه ليکوال ته ويل.

دشوروي د وخت يوه خورا پېژندل شوې ادبي اونيزې،(ليتراتورنۍ ګزيته) د ۱۹۵۸ کال د اکتوبر په پنځمه ويشتمه ليکلي دي:

پاسترنک د سپينو زرو د سکو په منلو سره د شوروي ضد پروپاګند په زنګ وهلې کړۍ کې ورلولوید،ده ته (د داستان اتل ته)، خورا بې معنی راتلونکې او خپله ليکوال  ته له شرمه ډک راتلونکې ا وولسي سپکاوی په مخکې دي

دغه راز د هغه وخت  د کمونست ګوند خپرونې د پرودا ،ورځپانې ليکلي دي:

پاسترناک ،ادبې اپلتې وايي او  په  ارتجاعي کړيو او شراو شور کې راګير شوی دی..

ورځپاڼه وړاندې ليکي:

هغوی (لوديز)عجبه دي،تولستوي،ګورکي،ماياکوفسکي او شولوخوف ته يې پام نه شو،خو بونين يې بيا وليد،هغه هم هغه وخت چې له شوروي نه وتښتيد او له دوی سره مهاجر شو.هغه هم هغه وخت چې دشوروي ضد  او دشوروي دخلکو ضد شو او اوس دده وار دی....

دغو نيوکو او ښکنځلو پای نه درلود.په لسګونه داسې ډله ايز ،له سپکاوی نه ډک ليکونه او عرايض خپاره شول چې په هغه کې يې شاعر ته دجزاورکو غوښتنه کوله.

سره له چې پاسترناک ته ،دنوبل جايزه ،په معاصره ادب کې د بريو، نوښتونو، وياړونو او دروسي سترو ادبياتو د عنعنې د دوام له کبله ورکول شوې وه،خو په روسي رسمي خپرونوو،ويناوو او پروپاګند کې ، دهغه د دوکتور ژيواګ رومان، د شوروي واک ضد اثر په نامه ياديده.

په خورا سترو ادبي خپرونو کې ،ان ځينو لويو کره کتونکو هغه غانده ، له بېلو بېلو لارو يې په خپله  ليکوال تر خورا  ګواښونو لاندې راوست او د ترخو غندنو تر باران لاندې و.

ددې ټولو شور ماشور له امله وچې ليکوال قلم را واخیست او د سويدن د نوبل د جايزو وروکوونکې ډلې او اکاډمۍ ته يې وليکل:

" ماته ددغې جايزې د راکړې له امله ،زما په ټولنې کې د راپاڅېدلي  غبرګون له مخې ،زه دې ته اړوتم چې له هغې لاس په سر شم،هيله ده چې زما دا په خپله خوښه  پريکړه تاسو کوم سپکاوي ونه ګڼۍ."

که څه د هند ستر مشر، لال جواهر نهرو او د نوبل دادبي جايزې بل ګټونکِ البرت کامو د پاسترناک د بښنې په اړه د شوروي د وخت مشر نيکتا خروشچوف ته ننواتي او منځګړيتوب وکړ،خو دهغوی ټولې هلې ځلې هم بې ځوابه پاتې شوې.

دې ټولو نړيوالو هڅو يو کار وکړی شو او هغه دا چې ليکوال نه اعدام شو او نه زنداني.

سره له هغه چې باريس پاسترناک،  د ليکوالو له ټولنې  ويستل شوی و،خو بيا هم د ادبي ټولنې غړی و.ليکنې يې کولې ، يو نيم شعر يا نثر به يې خپريدل او آن څه حق الزحمه يې هم اخيسته.

په وار وار سره ،دهغه دښمنانو دا آوازې خپرې کړې چې پاسترناک له شوروي نه دتېښتې او وتلو تکل لري ،خو هغه ددې خبرو پروا  نه ساتله.شاعر د نیکتا خروشچوف ،دشوروي اتحاد د کمونست ګوند د لومړي منشي په نامه په ليک کې وليکل:

"زما لپاره د هېواد ( مېنې ) پرېښودل ،دمرګ معنی لري ،زما ژوند د زوکړې له شېبې نه له روسيې سره نغښتی دی .روسيه زما  ژوند او زما کار دی."

په لوديز کې دده د نوبل جايزې ،په نامه دشعر  د خپرېدو له امله دی لويې څارنوالۍ ور وغوښت او دی یې د شوروي د جزا د قانون د ۶۴ مادې له مخې وطن ته د خیانت په تور ، تورن کړ.

تر څېړنو وروسته څرګنده شوه چې هغه شعر دده له خبرتيا او خوښې پرته خپور شوی دی.نوځکه ده ته کوم تاوان پېښ نه شو.

د ۱۹۵۹ کال په اوړي کې يې ، د "ړنده ښکلې"په نامه پر خپلې نيګړې ډرامې کار پيل کړ،خو ډېر ژر هغه د سږو د سرطان له امله له تخليق پاتې او په بستر کې  ولويد.

د پاسترناک د هنري ژوند ليک،ليکونکی،ديمتري بکوف ليکي:

هغه ته ناروغي،د روحی فشار او عصبي ستونزو له کبله پيدا شوې وه.او همدا ناروغي دده د مرګ لامل هم شوه.

دهغه د ژوند وروستي کلونه ،د سرطان ناروغۍ،د واکمنو سپکاوي،د یارانو بې وفايي او هر اړخيزې نيوکو او خواريو سره مل وو.

باريس ليونيدوويچ پاسترناک،د ۱۹۶۰ کال د می د مياشتې په ۳۰ نېټه د سږو د سرطان له ناروغۍ نه مړ شو.سره له هغه چې واک،دغه شاعر خپل مخالف ګاڼه او ان وطن ته د خيانت تور هم پرې لګېدلی و،خو دهغه په جنازه کې نه يوازې ځينو سترو او پېژندل شويو څېرو بلکې په زرګونو نورو کسانو ګډون کړی و.

د رسمي مخالفت سره سره ،زیاتو عادي وګړو او ځينو شاعرانو د هغه پر مرګ  ويرنې  ،هم خپرې کړې.

باريس پاسترناک،د خپلې استوګنې په سیمه،مسکو ته نېږدې د پيريديلکينې په اديره کې خاورو ته وسپارل شو.

هغه وخت دغه اديره ،يوه خواره کليوالي اديره وه.

د خلکو ګرانښت ، د واک تر مخالفته ژر ځان څرګنداوو ،دهغه د مرګ په څلویښتمه د هغه پر قبر دهغه مجسمه ودرول شوه.

ددغه لوی شاعر،اوس څلور لمسيان او لس کړوسيان ژوندي دي.

په شوروي کې د ميخايل سرګیوويچ ګرباچوف ،تر واک ته رسيدو(۱۹۸۵) وروسته دبيا جوړونې او بيا تفکر دور پېلېږي.

د همدې سياست له برکت و چې پر ۱۹۸۷ کال ،د شوروي د ليکوالو ټولنې ،خپله هغه پريکړه چې دا لوی شاعر او ليکوال يې  له هغې ټولنې ويستلی و،ناسمه وبلله .پر ۱۹۸۸ کال د لومړي ځل لپاره د ده هغه رومان "دوکتور ژيواګو"چې د نوبل جايزه يې ګتلې ،په شوروي کې خپرېږي.

پر ۱۹۸۹ کال کې دهغه زوی،شاعر او ليکوال،افګني پاسترناک، دسويدن په پلازمينه کې ،دهغه د نوبل جايزه او دیپلوم تر لاسه کوي.

دهغه زوی،دپلار پاتې،خپاره او ناخپاره آثار او شاعري ،بیا بیا خپاره کړه.دهغه بې شمېره خاطرې او ژوند لیکونه هم خپاره شوي دي.

د پاسترناک د دوکتور ژيواګ، له رومانه و څو ځله فلمونه هم جوړ شوي دي:

د لومړي ځل لپاره پر ۱۹۵۹ کال کې ،له هغه نه په برازيل کې تلويزيوني فلم جوړ شوی و. خو لومړی او تر ټولو نه غوره سينمايی فلم داويولین،نومي دايرکتر جوړ کړی دی.دا فلم پر ۱۹۶۵ کال ، په هاليود کې جوړ شوی فلم دی.

دغه فلم د اوسکار پنځه جايزې ګټلې دي.

د درېيمه ځله لپاره هم،دپاسترناک له دغه رومان ،له شوروي او روسیې نه بهر ،يو هنري فلم جوړ شوی دی.

دا وار ايتالوي ریژيسور ،ژواک کاپويتي،پر ۲۰۰۲ کال ،دغه رومان په فلم بدل کړی دی.

په روسيه کې د لومړي ځل لپاره پر ۲۰۰۵ کال ،له دغه رومانه فلم جوړ شو.دغه روسي فلم د کره کتونکو له خوا هممهاله ، له سختو ستاينو او غندنو سره مخامخ و.

دغه راز ددغه رومان پر بنسټ،د روسيې او نورو هېوادونو د پېژندل شويو تياترونو له خوا اوپراوې او ډرامې جوړې شوي دي.

ددغه ستر شاعر اوليکوال په وياړ په روسيه کې دوه  موزيمه پرانستل شوي دي.

يو موزيم،دهغه د زوکړې دسلمې کليزې  په وياړ ،دهغه په هغه کورکې جوړ شوی دی،چې د دوهمې نړيوالې جګړې د کلونو (۱۹۴۱-۱۹۴۳)په اوږدو کې ،ده هلته ژوند کاوه.دادهغه وخت د مسکو په څنډو کې د پرديلکينه سيمه ده.د شوروي د وخت زيات شمېر ليکوال،شاعران او هنرمندان هلته ميشت  ول.

که څه هم دا موزيم په غير رسمي توګه پر ۱۹۸۶ کال کې پرانستل شوی،خو یوازې ،پر ۱۹۹۰ کال هغه دولتي بڼه پيدا کړه.

ددې موزيم مشره دباريس پاسترنک  ناوې،د هغه  د زوی مېرمن ده.،هغه نتاليا پاسترناک نومېږي او  خپله شاعره ده.

پر ۲۰۰۸ کال هم دده په وياړ  د پيرم،دښار په څنډو کې ،له هغه کوره هم موزيم جوړ شو،چې ده پر ۱۹۱۶ کال ،هلته ژوند په کې کړی و.

پر ۱۹۹۰ کال هم د پيرم په ښار کې ،دده په وياړ دهغه ښاردتياتر تر مخې ددغه شاعر مجسمه ودرول شوه.

د مسکو چارواکو هم پريکړه کړې ده،چې دښار په يوه غوره ځای کې دده مجسمه ودروي.

د مسکو د  اروژونۍ نومې کوڅې ،د ۳ شمېره کور پر ديوال، هم يوه يادګاري نښه ولاړه ده.پاسترناک په همدې کور کې زېږيدلی دی.

داثارو خپريدل:

پر ۲۰۰۵ کال  د لومړي ځل لپاره دهغه بشپړ کليات خپاره شول.د پاسترناک کليات په يوولسو ټوکو او پنځه زره تيراژ کې خپاره شوي دي.دهغو راټولوونکو ،دليکوال زوی،افګني باريسيوويچ پاسترناک او دهغه مېرمن،ايلينا ولاديميرونا پاسترنک دي.

ددې کلياتو سريزه لازر فلايشمن ليکلې ده.

ددې کلياتو په لومړيړ درې برخو کې،دهغه شعرونه او مقالې ،په څلورمه کې يې د هغه د دوکتور ژيواګو رومان،  په پنځمه برخه کې يې دهغه تحليلي مقالې او ډرامې  او  په شپږمه برخه کې يې ژباړل شوي شعرونه راغلي دي.

دغه راز بشپړ څلور ټوکه دهغه :په اوم،اتم،نهم اولسم هغه کې ، دهغه ټول ۱۶۷۵ ليکونه او يادښته راټول شوي دي.د کلياتو په وروستي او یوولسم ټوک کې دهغه خاطرې ځای پر ځای شوي دي.

له  کلياتو سره ، يو دسک هم مل دی . په دې دسک کې ،دده په  په خپل غږ دده  شعرونه راغلي دي. دغه راز په همدې دسک کې ،دهغه له خوا غږول شوې موسيقي اوروو  او هغه ژباړل شوي ډرامې وينو چې په کلياتو کې نه شته.

تر دې نه مخکې هم دهغه کليات پر۱۹۹۰ کال خپاره شوي وو.هغه وخت دا کار دهغه  زوی دده د  سلمې کالېږی په وياړ ترسره کړی و.هغه کليات ټول ۵ ټوکه وو.

د  شوروي د واک په وروستي کال ۱۹۹۰ کې  دهغه پر څېرې انځور شوی پوستي ټکټ هم راوتلی و.

د شوروي د کمونست ګوند له خوا لعنت شوی پاسترناک،ځپل شوی پاسترناک  او د مرګ تر ګواښ لاندې پاسترناک ،د ژوند تر پايه پورې ،په لوړ سر او لوړ انساني غرور د مسکو په څنډو کې، په خپل کورکې پاتې شو .يوازې تر مرګه ديرش کاله وروسته و چې د شوروي دولت د هغه په وړاندې پرخپل ناحق والي پوه شو.

په شوروي کې ليکوالو او شاعرانو تر سختو ګواښونو لاندې ژوند تيراوه او هر يوه داسې تصور کاوه چې که،دوی کومه کوچنۍ تېروتنه وکړي،ژوند او کار به يې ختم وي .

ددغه وېرې يوه بېلګه تاريخ ليکونکو ،دهغه ليک له مخې چې پاسترناک ته ليکل شوی دی،داسې پاڼو ته سپارلې ده:

ديمتري شوستاكوويچ پېژندل شوي موزيک جوړونکي ،دډېرو سترو اوپراوو، جوړونکي به هر شپه تر ويدو کېدو دمخه ،داسې کالي او لوښي په خپل بکس کې تيار اېښودل چې په زندان کې په کارېږي.

 

دشعر يوه کوچنۍ بېلګه:

 

زه لکه ځناور،قفس ته لویدلی يم.

چېرې لرې،خلک ،ازادي او رڼا

خو ماپسې يو شور او هیا هوي ګډ دی

خو ماته له دې قفسه د وتلو حق نه شته

 

تیاره ځنګل او دساحل چينې 

نښتر لويدلی او لاره نه شته

لارې ړندې  له هرې خوانه

هرڅه چې کېږي،هغه به کېږي

باک يې نه شته

ما څه لېونتوب وکړ؟

دا زه قاتل يم که ظالم يم

ماټوله نړۍ دې ته اړویسته

ما اړویسته چې زما د مېنې پر ښکلاوو اوښکې تویې کړي

 

که څه هم د ګور پر غاړه ولاړ يم،

خو په دې ايمان لرم،

چې داسې شېبې راتلونکې دي

چې عدالت به د حق او باطل تر منځ کرښه باسي.

www.latifbahand.yahoo.com

 

 

 


بالا
 
بازگشت