دوکتور لطیف بهاند

 

 

 

 

فيودور ميخائيلوويچ داستايوفسکي

يوسلو ديرشم تلين

ليکوال،فيلسوف،شاعر، ژباړن،روسي ناسيوناليست،

 

۱۸۸۱-۲۰۱۱

دوکتور لطيف بهاند-مسکو

د روسيې د زرينو ادبياتو يو نه تکراريدونکې ، ځانګړې او په خپل ډول کې بې سارې نړيواله  څېره ده.

هغه  د ۱۹۲۱  عيسوي کال  داکتوبر په ۳۰ نېټه  پيدا شوی دی.تر شپيتو کلو ژونده وروسته ، د ۱۸۸۱ کال د فبروري په يوولسمه نېټه مړ شوی دی.

د روسيې ادبياتو وياړ ، په روسي  داستان  ليکنه  کې د روان او رواني سپړنې ستر ماهر   او  پر نړيوالو ادبياتو  د نه بيانيدونکي  اغيز خاوند دی.

هغه د سترو نه هېريدونکو ليکنو ليکوال ،داسې ليکوال چې نه يوازې په روسيې بلکې په ټوله نړۍ کې يې تر خپل هېواده هم زيات نوم وګاټه.

هغه دومره ادبي او رواني اغيز درلود چې اروپايي سورياليستانو  دهغه د اثارو د اتلانو د کرکترونو له مخې ،دخپل ادبي فلسفي ښوونځي بنسټونه جوړ کړل.

دهغه د اثارو او دهغه د اتلانو د بري يوه ستره ځانګړتيا ،دهغو ولسيتوب او ساده خلکو ته نېږدې والی او دهغو تصويرول دی.

پلار يې طبيب او مور يې د يوه مسکوي سوداګر لور وه.

 دده پلار ميخا ئيل اندريوويچ چې داکټر  و،د مارينسکي  په نامه په يو روغتون کې يې کار کاوه په دې  روغتون کې د بې وزلو ناروغانو دارو درمل  کېده.

ښاعلي اندريوويچ،که څه هم د پوهې او لوړو زده کړو خاوند و،خو له ماشومان سره په کړو وړو کې ډېر سخت او تل قهرجن و.

دغه طبيب د ښځې تر مرګه وروسته،رسمي کار پرېښود  او د مسکو په څنډوکې په يوه کلی کې ديره شو.

دليکوال پلار، دخپل سخت او توند طبيعت له امله له خپلو بزګرانو سره په اخ ډوب کې ووژل شو.

د مشر داستايوفسکي کورنۍ له فيودره داستايوفسکي، پرته شپږ نور ماشومان هم درلودل.په دې توګه ليکوال درې خويندې او درې ورونه لرل.

د مور تر مرګه وروسته،دهغه پلار دی او دده ورو دارلتاديب ته وسپارل.دغه تنکي زلميان  د ژوند په دې موده کې  بيا بل دارالتاديب ته لاړل.په دغو دارالتاديبونو کې ژوند او زده کړې ،د ده پر ژوند ځانګړی اغيز درلودلای دی.

د مور او ستر روسي شاعر پوشکين ۱۸۳۷ مرګ ده ته دوو ګونی ګوزار ورکړ.ده نه يوازې د مور بلکې د دغه  شاعر مرګ هم خپل وير او غم ګاڼه.

 

داستايوفسکی،په ۱۸۳۸ کې ،لا  په ښوونځي کې خپلې لومړنۍ ادبي تجربي پيلوي.دهغه په شااو خوا زلميان راټولېږي.هغو ټولو ته ، دده خبرې او دښوونځي د وخت معلومات او مقالې په زړه پورې وي.

۱۸۳۷ ، کال ، د داستايوفسکي لپاره له غمو ډک کال و. لکه چې مو وويل هم يې مور او هم ده ته ګران  ستر شاعر ،الکساندر پوشکين  ( ۱۷۹۹-۱۸۳۷)چې ده ورسره ډېره مينه لرله مړه شول.له پوشکين سره هم دهغه اړيکی لکه ورور داسې و.

پر(۱۸۳۸)  کال ،د پوهنتون  په  ازمويني کې برياليتوب دهغه غمونه راکم کړل. هغه د پترزبورګ د انجنيرۍ پوهنځي ته شامل شو،خو له بدمرغه پر (۱۸۳۹)کال،هغه ته د دپلار د وژنې خبر هم راورسيد.لکه چې يادونه وشوه، دهغه پلار له خپلو بزګرو سره په اخ و ډب کې د بزګرو له خوا ووژل شو.

پر ۱۸۴۳ کال يې په بري سره پوهنځي پای ته ورساوه . په افسرۍ رتبه ووياړل شو او ددفاع د وزرات  د انجنيرۍ په څانګه کې يې ماموريت تر لاسه کړ.

هغه په همدې وخت کې د بهرنيو هنري اثارو په ژباړه پيل وکړ.هغه لومړنی اثر چې ده ژباړلی دی، د بالزاک "اوژني ګرانده " رومان دی.

داستايوفسکي ،د پوهنتون ،تر پای ته رسولو  يو کال وروسته ،ليکنې پيل کړې او د ۱۸۴۴ -۱۸۴۵ کلنو په اوږدو کې يې خپل لومړنی لنډ رومان وليکه.دا رومان "خوار خلک"نومېده.

ددې اثر خپريدل ،دی له ډېرو نويو اديبانو او له هغه ډلې نه د روس له ستر کره کتونکي بلينسکی (ويساريون ګريګوريوويچ بيلينسکي (۱۸۱۱-۱۸۴۴) سره اشنا کړ.

دده دلومړني اثر تر خپريدو وروسته،بلينسکي،هغه يو غير معولي ،نوی او غوره  استعداد وباله.

دده د هنري تخليقاتو پيل،د روس او نړۍ له پېژندل شوي کره کتونکي بيلنسکي سره ، پېژندګلوي سر هممهاله دي. دغې پېژندنې دده تخلقي ژوند ته ډېره ګټه ورسوله.ددغه کره کتونکي  خبرې،مشورې  او لاروښوونې دده لپاره دلارې مشال شوې،خو د داستايوفسکي د نازک او عصبي طبيعت له کبله ډېر ژر دغه اړيکی وشليدل.

دغه راز ،ده له خپلو نېږدې ملګرو او سترو ليکوالو ،ايوان سرګيوويچ تورګينوف (۱۸۱۸-۱۸۸۳) اونيکولای الکسيوويچ  نکراسوف (۱۸۲۱-۱۸۷۸)سره هم ووهل.

که څه هم بلينسکي ،دده دلومړنی  اثر يو غوره او نوی اثر وباله،خو دهغه دوهم اثر " دوه ينک"يا همڅېره يا غبرګونی ،له ناکامۍ سره مخامخ شو.

۱۸۴۸ کال و چې د "رڼو شپو" داستان يې وليکه.دې اثر ده ته بې ساری محبوبيت راوړ.د روس دهغه وخت پر اديبانو يې هم سخت او نه هېريدونکی اغيز وکړ.تورګينوف،دا اثر د روس د سانتيمنتاليستی ناتورياليزم ،تر ټولو نه غوره اثر وباله.

داستايوفسکي ډېر ژر(۱۸۴۹) د دولتی ضد کړو په تور ونيول شو.

داسې ويل کېږي  او په اغلب ګمان دا به رښتيا هم وي،چې دهغه زياتې نا خپرې شوې ليکنې به پوځيانو دهغه دنيولو پر وخت له ځان سره وړي  او دهغو دبې له امله به له منځه  تللې  وي.

که څه هم  پر ليکوال داسې سند چې په مخامخ توګه ،د ټولواک پر وړاندې دبغاوت ښودنه وکړي پيدا نه شو،خو محکمې ليکوال يو له  خورا  سترو مجرمينو څخه ګاڼه..هغه نه يوازې محکوم شو،بلکې له هغه نه  د پوځي درجې وياړ واخېستل شو.هغه نه په بند،هغه په مرګ محکوم شو.

داستايوفسکي  چې د څار (ټولواک) په وړاندې دبغاوت په تور زنداني شوی و،اته مياشتې يې د پترزبورګ په وحشتاناکه زندان،پترپاولسکي کلا کې په سختو خواريو تېرې کړې.

د تحقيق په ټوله موده کې خورا زغمن و او هڅه يې کوله  چې د ملګرو د برائت لپاره زيات تورونه پر ځان ومني،نو له همدې کبله د ټولو ملګرو په منځ کې دی يو  تر ټولو نه بد  مجرم وبلل شو.

د پوځي محکمې د پريکړې له مخې ،له هغه نه پوځي رتبه او ټول پوڅي امتيازات واخيستل شول .محکمې دا حکم هم کړی و: دا ځوان ليکوال،بايد، د چنوارۍ  په توګه اعدام شوی وای.

د ۱۸۴۹ کال د دسامبر په ۲۲ نېټه،د روسيې د ساړه ژمي په يوه سړه او واورينه ورځ،بايد جلاد پر داستايوفسکي  او له ده سره مل نور ملګرو،دمحکمې  دا حکم عملي کړی وای.دی او نور ټول زندانيان قتلګاه ته ورسول شول،خو په دې وخت کې ايلچي د څار(ټولواک) له درباره  يو فرمان راوړ .  دهغه  فرمان له مخې د داستايوفسکي جزا له مرګه څلور کال زندانيتوب  ته راکمه شوې وه.دهمدې فرمان له مخې داستايوفسکي بايد خپل ټول پاتې  ژوند په پوڅ کې د سرتيري په توګه د خدمت کړی وای.

د ۱۸۵۰ کال  دجنوري په مياشت کې دايمي زندان ته په لاره کې يې د روس ديوه انقلابي نهضت(ديکابريستانو) د بندي شويو غړو له ښځو سره ديدن وشو.هغو ښځو ده ته يو انجيل ډالۍ کړ.دا انجيل د ژوند ترپايه ده له ځانه سره وساته.

  په زندان کې هغه ته د پيريانو ناروغي پيدا شوه.دا ناروغي هم  له ده سره د مرګ تر پايه ملګرې وه .

دغه ليکوال د زندان موده په دېرې سختۍ او خوارۍ تېره کړه او د۱۸۵۴ کال په فبرورۍ کې له زندانه ازاد شو.هغه د محکمې او ټولواک د فرمان له مخې  هغه نه يوازې بند تير کړ،بلکې د ژوند پاتې موده  په سختو کارو او د سرتيرو په جامه کې تير کړې وای.

پر ۱۸۵۵ کال ،روسي څار لومړی نيکولای مري. داستايوفسکي ،دهغه په وير کې يوه ويرنه ليکي . ليکوال، دا ويرنه  دهغې کونډې ته ورلېږي. کونډه په ده رحم کوي او دی بښل کېږي.

تر دې بښنې وروسته  ليکوال  له خپلې  ښځې  او دهغې له زويه سره  بيا پترزبورګ او مسکو ته دتګ راتګ اجازه پيدا کړه.

زندان په هغه کې يو بل بدلون هم راوست .هغه داچې هغه ډېر تند لاری مذهبي او دهغه لپاره د ټول ژوند معنی حضرت عيسي شو.

پر ۱۸۵۷ کال  پر يوې کونډې مين شو.دا کونډه ماريا ديميروفنا ، نومېده.۱۸۵۹ کال و،چې دتل لپاره له پوځه خلاص شو او مسکو ته راغي.هغه په ۱۸۵۹ کال  يې دوه نوې داستانونه    "دکاکا خوب" او  د "ستيپانجکوف او دهغه اوسيدونکو کلي"، او  خپاره  کړل.

داستايوفسکي،تر زندانه وروسته،له خپل ورور ميخائيل سره مرسته وکړه . پر ۱۸۶۱ کال يې له خپل ورور سره ګډ د "ورميا "  -(زمانه) په نامه يوه خپرونه خپره کړه.

دې مجلې ،ښه نوم او بری تر لاسه کړ.ليکوال د همدې کال په اوږدواو  دهمدې مجلې لا لارې " سپک شوي او زورېدلي"  " دمړو د کور يادښتونه" "د اوړي په اړه ژمني يادښتونه"  تر ځمکې لاندې کور ه يادښتونه"  خپاره کړل.

د ۱۸۶۲ کال په اوړی کې يې اروپا ته سفر وکړ. د لندن،پاريس او ژينوا ښارونه يې وليدل.ددوی د ورميا مجله ،له خپل ټول بري سره سره، دځينو اثارو د خپرولو له امله بنده شوه.

له اروپا نه تر راستنېدو وروسته يې له خپل ورور سره په ګډه  پر ۱۸۶۴ کال کې د "دوران " په نامه  خپرونه پيل کړه.په دغې مجله کې دا لاندې اثار  خپاره کړل :

په دې وخت کې يې بيا بهر ته د تګ لېوالتيا وکړه.اروپا ته لاړ،خو په جرمني کې يې  له جوارۍ پرته بل څه نه کول.جوارۍ او بيځايه ګرځېدو هغه ديوالي کړ او له سختو خواريو سره مخامخ شو.  دهمدې خواريو په وخت کې يې ښځه ، ماريا ديميتريونا او مشر ورور  «ميخائيل داستايوسکی» مړ شول.دده غمونه لاپسې زيات او د اروپا ژوند  او دهغه له ارزښتونو نه هم  کرکه ورته پيدا شوه.

د ورور مرګ او ديوالي کېدو  له امله يې مجله هم وتړل شوه.هغه له خواريو نه د ژغورنې په هيله يې پر ۱۸۶۵ کال ،خپل پېژندل شوی اثر " مکافات او مجازات " وليکه.هغه يې دپترزبورګ په خورا پېژندل شوې مجلې " روسکي ويستنيک " کې په پرله پسې توګه خپور کړ. په دې وخت کې دهغه ناروغي هم زياته شوه  او په يوازې ځان يې نه شو کولای ليکنه وکړي. دده ملګرو او د مجلې مشر هغه ته يوه کاتبه آنا گريگوريونا ،وټاکله چې په ليکلو کې مرسته ورسره وکړي.هغه ددغې پېغلې په مرستې په ۲۶ ورځو کې خپل بل پېژندل شوی اثر "قمار باز "وليکه. پر ۱۸۶۷ کال يې له انايې ،سره واده وکړ.

د مجازات او مکافات ،په نامه رومان خپريدلو هغه ته ښه حق الزحمه راوړه،خو دی د پوروړو له ډاره چې پيسې ترې وانخلي بهر ته ځي. څلور کاله يې په اروپا:سويس،ايتاليا او جرمني کې تير کړل. په اروپا کې يې بيا خپلې ټولې ګټلې پيسې په قمار کې بايلودې.

ده په اروپا کې هم ليکنو ته دوام ورکړ. پر کال ۱۸۶۸ په ايتاليا کې يې لومړی اولاد پيدا شوه .هغه نجلۍ وه .ده  خپله لور «سوفيا» ونوموله، خو له بدمرغه تر درې مياشتو وروسته مړه شوه.

له ټولو بدمرغيو يې سره سره يې خپلو ليکونو ته دوام ورکړ. پر۱۸۶۹  کال يې  د ايتاليا د فلورانس په ښار کې  خپل مشهور رومان " احمق " وليکه. او د همدې کال په اوږدو کې يې نه يوازې د"هميشنی مېړه " کتاب خپور کړ بلکې دهغه دوهمه لور چې ،هغه يې «لوبوف» ونوموله،پيدا شوه.

دشهرت او محبوبيت څوکه

"پيريان وهلي"  هغه داستان و،چې دغه ليکوال،دهغه ليکل پر ۱۸۷۱ کال پای ته ورسول .ددې داستان له ليکلو سره هممهاله يې زوی پيدا شو.ليکواله هغه ته د فديا ، نوم ورکړ.

هغه که يو ځل له ورور سره مجله خپره کړې وه . په دې کار کې يې تجربه درلوده. وې غوښتل يې،بيا په دې برخه کې تجربه وکړي،نو هغه و چې پر ۱۸۷۳ کال يې «گراژ دانين» يا وطندار په نامه د مجلې مشري ومنله. دمجلې مشرتوب له يوکاله زيات دوام ونه کړړ.

د ۱۸۷۴-۷۵ په لړ کې يې د " تاند زلمي " په نام خپل اثر وليکه.

په همدې کال يې بل ماشوم پيدا شو.هغه يو هلک و. دا دهغه وروستی ماشوم و.هغه ته يې د اليوشا نوم ورکړ.دا ماشوم هم د پيريانو دناروغۍ له امله په درې کلنۍ کې مړ شو.

" د ليکوال ورځ ليک " يې د ۱۹۷۶-۷۷  کلونو په لړ کې ،په پرله پسې توګه په يوه ورځپاڼې کې خپور کړ.،و دهغه شهکار لا ليکل شوی نه و.

فيودر داستايوفسکي، د ژوند په وروستيو کلونو ۱۸۷۹-۱۸۸۰ کې خپل تر ټولو نه پېژندل شوی،غوره او نامتو اثر د "کارامازوف ورونه " وليکه.ده دا رومان هم  په پرله پسې توګه  د«روسکِ وستنيک» په نامه خپرونه کې خپور کړ.

يو بل څه چې ددغه ليکوال  د داستانونو  په شان دده  د شهرت او دخلکو په منځ کې د لېوالتيا اوله  ده سره د مينې سبب شو،هغه د روسيې د ستر شاعر او ليکوال الکساند پوشکين په اتياووم کليزه کې دده وينا وه.

فيودر ميخائيلوويچ  د۱۸۸۱ کال دفبروري په نهمه نېټه مړ شو.دی د پترزبورګ الکساندر نيفسکي په اديره کې خښ دی.

داسې کره کتونکی او  دهغه د اثارو سپړونکی به نه وي،چې ددغه ليکوال په اثارو کې،دانسان او روان سپړنې او شننې ته يې پام نه شي.

هغه په خپلو اثارو کې د انساني روان او روح هسې اړخونه او نا پېژندې ، انځورولې چې تر ده مخکې دچا ورته پام نه و.هغه دانساني احساساتو او نابيايدونکو رازونو ،داسې تصويرونه ايستل چې د مينې،وير ،ټولنيزو خواريو، بخل،تربګنيو،کرکو اوخواخوږۍ زېږنده وي.

په دې توګه دا ليکوال ،هغه خيالونو او انديښنې  را څرګندوي،چې دانساني روان د نا ارامۍ او بيا د هغه دنيکمرغۍ اويا دبدمرغۍ سبب کېږي.

که ووايو چې دهغه د اثارو اساسي موضوعات،د انساني خير او شر څېړنه ده ،رښتيا به مو ويلي وي.هغه دغه موضوع نه مجرده بلکه د انساني روان له ژورو څېړنو سره مل راڅېړي.

هغه د انساني روحياتو او رواني خيالاتو په انځورونه کې پياوړی او دهغه له دوه ګوني  دريځ  سره ښه آشنا و. خير او شر، بغاوت او اطاعت، نظم  او اله ګوله، ښه او بد ، دهغه په ليکنو کې ښه ليدلای شو.

دهغه يو بل ارمان دروسي ملت ويښتيا وه.هغه دې خبرې ته په هغې وينا کې اشاره کوی،چې د ۱۸۸۰ کال د جون پر اومه يې د روسي ادبياتو د لېوالو په ټولنه کې کړې ده،په هغې وينا کې لولو:

لکه هغه شان ګوګل وايی،د پوشکين پيدايښت،يوه خورا ستره پديده ده،هغه هم د روسي روح په تاريخ کې يوازينۍ پديده  او زه ورزياته وم،دا پديده د مشرتابه ځانګړتيا لري او رښتيا هم موږ ټولو روسانو ته هغه دغه دريځ لري.

پوشکين زموږ د خودۍ يا ځانپېژندنې په پيل او رازېږدونکي پړاو  کې راپيدا کېږي.دهغه پيدايښت زموږ  د تګلارې  دپرمختګ د تيارو لارو مشال ګرځي.دا لاره بايد رڼا شي....

هغه ټول ژوند په انسان کې انسان لټاوه،.هغه د انسان مشري او کشري،شر او خير دهغه په زړه او احساساتو کې لټوي.

 

دهغه له دغو لاندنيو آثارو نه فلمونه جوړ شوي دي:

۱-      رڼې شپې- ۱۹۵۷ کال ،۱۹۵۹،۱۹۹۲

۲-      پيرين وهلي- ۱۹۸۸،۱۹۹۲،۲۰۰۶

۳-      د کارامازوف ورونه،۱۹۵۹،۲۰۰۸

۴-      قمار باز:۱۹۵۸،

۵-      احمق،۱۹۱۰،۱۹۵۱،۱۹۵۸

۶-      مجازات او مکافات:۱۹۵۶،۱۹۶۹،۱۹۸۳

او ځينې نور آثار چې فلمونه ترې جوړ شوي دي.

۱-      رومانونه:سپنې شپې

۲-      زورېدلي او سپک شوي

۳-      قمار باز

۴-      جنايات اومکافات

          ۵-احمق

۶-      پېريان وهلي

۷-      زلميتوب

۸-      د کارامازوف ورونه

 

ناولګوټي

۱-مڅېره يا همزول

          ۲-رومان په نهو ليکونو کې

۳-ښاغلی پروخارچين

۴-کوربنه

۵-ښوييدونکی

۶-ناتوان زړه

۵-پردی ښځه او تر کټ لاندې خاوند

۶-صادق غل

۷-د صبر ونه او  واده

۸-کمکی اتل

۹-دکاکا خوب

۱۰-ابدي مېړه

۱۱-"ستيپانجکوف او دهغه اوسيدونکو کلي

۱۲-تر ځمکې لاتدې کور نه يادښتونه

۱۳-تر ټولو نه خندنی سړی

۱۴-دوه ځانوژنې  او څو نورې کيسې

 

ورځني ياداشتونه:

 

۱- ورځني ياداښتونه:۱۸۷۳کال

۲- ورځني ياداښتونه:۱۸۷۶کال

۳- ورځني ياداښتونه:۱۸۷۷کال

۴- ورځني ياداښتونه:۱۸۷۷کال

۵- ورځني ياداښتونه:۱۸۸۰کال

۶-ورځني ياداښتونه:۱۸۸۱کال

 

 

 

هغه به ويل؛

       موږ ته ژوند بايد د ژوند ترمعنی نه زيات ګران وي

      او دا چې: انسان هغه موجود دی چې له هر څه سره رږدی کېږي او زه فکر کوم دا د انسان تر ټولو غوره ځانګړتيا ده.

  لکه چې وویل شو،هغه په مسکو کې پيدا شوی و،په پتربورګ کې مړ شو  او همالته ،دپترزبورګ په ښار خښ دی.

پای

latifbahand@yahoo.com

 

 


بالا
 
بازگشت