داکتر حکمی

      د پسرلی زیری 

 

                      ځا نګم  په ټا ل کی د پسرلی ، لــــرم  د زړه ارما ن

تر سر به شی می غو ښتا ، د پسرلی پــــه ا رمغا ن

خوښ یم د ګل چمن  با غو بوستا ن  پــــه زرغونتیا

د خو ښی  ټا لونه خورمه ، سره می لــــــه  یـــاران

د  بز ګرو  کروند  ګــــرو  د هیـــــلی  ورځ  راغی

د  چوغکو  بلبلو خـــــــو ښۍ  شو  پـــــــه  ګلستا ن

شنو ورخو هرخوا په وده  شی ګـــــــــړۍ  په ګړۍ

هڅی د زیار وهی  څپی ، پـــــــــه زړه کی د انسان

پسرلی په راتلو د نوی کال سینګارشی پـــــه سترګو

د خوښۍ احساس ښخ شی په زړه کی د زوړاوځوان

په غرونو د  منو نو کی  ژو  ګــــرځی  ډ کی خیټي

شپانه د رمی شاته ښکاری خوښ  په خـــوله خند ان

د  ژمی له  سا ړه  با د و نه خلک  شی  پـــــــه امن

پسرلی  کی غرو  رغو رنګینی  په  ګل  د ا رغوان

خرمی  د  پسر لی خلکو زړونو کی  خوری ټـا لونه

د خه  ژوندون بحیر د رومی،  په نڅــا و په جولا ن

کوچا ن په خوشحا لی او اوښا ن  پــه غړغړی  وی

و طن  ته شی  په راتگ ، د  کډ وا لو لوی  کاروان

څړ ځا یونو کی  څارویو ښکاری په خیز پــه مستی

                        ګوری  په  هڅه  با ند ی ، کروند و کی  بــــز ګران

په  پلو ا و په  پټیو  کـــــــا  ته  شی  د کــــر هــڅی

هر یو ورته خوښ د خلک  خه ژوند  پــه  ګـــزران

راتګ  د نوی کا ل او پسرلی مبارک  وا یي حکمی

 غواړی سمسور په  سوکا لی دا خـــوار هیواد ودان

 

بی مینه ما جبینه      

 

تصو یرد خوبا نو می په سترګو شو ښکاره رنګینه

و مه  په خندا  او خو ښی  چه شو ښکاره ما  جبینه

نه می  خیا ل او تصور  و، چه بیا  به  ووینم  هغه

نا ګها  نه  لیری له  تصور می شو را پیدا  نا زنینه

ښکا رید ه لکه  پری  پر جما له او حسینه  نورانی

په یو مسکا د شونډوی رانه هیر شوغم اوخوا شینه

د زړه سرده اومینه ی په زړونوکی تل وهی غوټی

په خوی او په خصلت کی ده ، له د هر چا نه کمینه

مینان لکه ښکاریان لری تلاش چه واچوی  په  تور

دوحشی غرڅه په څیر تښتی له سترګو د ښکا رینه

هره  ګړۍ  په مینه  مینه  یا د یږي هغه  بی  مهره

د د مینه  می  په  زړه کی  کینی  لکه نبا ت شرینه

دد  دخیالی  مینی سره هر یو  دي  ډ وپ  په  لوبه

تیروی وخت خپل په خوښۍ په هوس د هغه حسینه

په غرور او مستۍ  ګرځی  بام  پر سر لکه  کوتره

خو ښه  د مینی  او یارۍ  له حکمی  سره  منی  نه

د ا نه  یواځی  ځما بلکه  نه منی  مینی  د هیچ  چا

مجرد او متحل زوړ او ځوان غواړی هریو ددمینه

 

 


بالا
 
بازگشت