فاروق فردا

 

د فاروق فردا تازه شعرونه

 

ګودر

 

په کاڼو وویشتل شول

دپسرلي په  شنه لمنه کې سره سپین ګلونه

دکلي پېغلو دانګړ د ګړونجیو پر منګي نورنظر نه ماتوي

د ګودر لارې ورکې شوي او هېر کړې یې دي

دخپلو ژڼو پر څنګلو غرمني خوبونه.

 

 رڼا

 

رڼا له لریو نه سترګکې وهي

دتیارې زړه دی را لوېدلی پښه یې نه ټینګېږي

دغره له سره کوم چا

د ورېځو تورې پاغوندې یې که په  کاڼو باندې وویشتلو

وړانګې دلمر به مو تر زړونوهم را  ورسېږي.

 

 

یوازې ته ښکلې یې

 

 ولې آشنا پربلئ نه راخېژې؟

ستا په لیدو زما دزړه د بڼ ګلان غوړېږي

ته وایې ښکلي کمې ندي په مالت کې زموږ

رښتیا د ښکلو کمی نه وینم خو،

ښکلې دي ډېرې، تاته نه رسېږي.

 

 

خیال

 

زما د خیال پر وزر ناسته،

خدایزده دغه څه بلا ده

لیوني مې شي خیالونه

چې یوه شېبه هم نه وي،

بلا نده، خدای دې نه کړي،ستا ښکلا ده

 

توتکئ

 

توتکئ ګرزي  کور په کور کلي په کلي ګرزوي د پسرلي زېری يې

خو دلته اوس هم لا په درز د ژمني دیو پادشاهي چلېږي

خلک اوس هم د کنګلونو په هیندارو کې مخونه ګوري

او دلمرونو د سترګکو د حجاب له پاره

زموږ پر فصلونو باندې هره شپه شاړه ورېږي.

 

چڼچڼه

 

څانګه بربنډه شوله

او تکې شنې پاڼې یې ورژېدې

لا د چڼچڼو بچي،

                        د آلوتلو ندي

خو دخزان سیلئ را ورسېدې.

 

صیاد

 

شامتورې په حساب حساب یې وخوره

دا راوړي چېرې ندي دلته باد

زه هم دام ګورم هم لومه

او خطر دې  دپرواز په زړه را ګرزي،

دا داني، دلته شيندلي دي صیاد.

 

 

عسکر

 

په هديره کې د عسکر پر قبر ودرېدمه

له اوښکو ډکې سترګې مور یې ورته هم ولاړه

دهغه پر شناختې لیکل شوي دي چې:

زه دوطن په ننګ شهید یم مورې

خوشې مړ نه یم راته وخانده اومه  مې ژاړه

 

رهبر

 

دیوه رهبر دفتر ته ننوتم

ده، کوکوم کاغذ ته چې د مېز پر سر یې پروت وو کتل

ورته دتېرې شپې د سختو جګړو

دشهيدانو یې نوم لړ چا  لوسته

رهبر د هر یوه د نوم په آورېدلو سره کټ کټ خندل.

 

مسکو

د ۱۳۸۹ کال سنبله او میزان

 

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت