فاروق فردا

 

 

د فاروق فردا څو نور شـــــــــعرونه

 

 

د واورو پاغوندې

 

ځمکې د واورې تر بخمل لاندې ویده پرته ده

توتکۍ   زېری د سپرلي  یې په مښوکو ګرزي ځای نلري چېرته کینې؟

دونوڅانګو باندې اوس هم لا د واورو پاغوندې ناستې دي.

 

دشمال ږمنځ

 

څانګې مې ولیدلې

چې ګرزولو یې پر زلفو باندې

دپسرلو شمال د ګوتو ږمنځ

سږکال به سیوری د شنو پاڼو له شا

وړانګو دلمر ته سترګکونه وکړي.

 

باده

له کومې لورې ته راوالوتلې

چې زموږ دزړونو د ډیوو سا ټولوې لپو کې

دسا پر ستوني باندې

-دغټو شمعوـ ته دپښو د ایښودلو پر ځای

ایا تعبیر ددې کېدلای نشې

چې یوې کوچنۍ شمعې ته سا وبښې؟

 

بلاربې هیلې

 

ستا په لاسونو کې دا څه دي چې درګرده ورانوې پرې زموږ د زړونوکلي؟

ګوره چپه به دې نیولی وي راسته یې کړه چې

د ورانولو پر ځای

ګوندې د زړو د آبادۍ هیلې مو بلاربې شې د خدای له نوره.

 

ناوې دخداې د نور له وړانګې

 

رڼې دخدای دنور په وړانګې شولې سترګې زموږ

چا وې چې ناوې به شي

او زېږوي به وچو شاړو کې زرغون فصلونه

خو چېرته زړه یې د تیارو د پلخمان په کاڼي و لګېده

او پر اوږو یې جنازه د بکارت کېښوده بېرته ولاړه.

 

 

 


بالا
 
بازگشت