داکتر حکمی

 

مور جا نی

    

      مور ی  ومورجانی  وګرځه پردی لاره مځه چه خطرناکه ده هلته وږی لیوان ناستی دي او وبدی داړی .موری عذر کومه  زما  او د ورکوټی خور می په خاطر ګوره مځه .

     مورجانی دا هغه پخوانی لیوان  ندی . دا اوسنی لیوان ډیر وږی او بی رحمی د ي . پخوانی لیوان د خپل ضرورت  په  اندازه خوراک او حملی به  کولی  اما اوسنی  لیوان نه  یواځی  ستا  په  داړل او غوښه قناعت  کوی ، بلکه  په چا پیریا ل کی د چه څوک ووسی هغه هم  وژنی اوما ل منوالی لوټوي . نو ځکه در نه هیله کوم چه مځه او موږ په دی بی انصافه او له ستونځی او مایوسیتونونه ډکه دنیا کی چه نه په کی سوله او نه  د خوښی او هیلمندی تمه ووسی  نشته  یواځی مه مو پریږده .

     موجانی څله په داسی ناببره او د نه منلو خطر ته ځان اچوي  دلیلی څه ده؟ ایا موږ نه کومه خطا او بی لاری  شویده چه تا مرګ  ته ځان نیولی ده. ځوی جانه زما د زړګی سره  دا د ما یوسی او د نیستی  شپی ورځی چه پر تاسو تیریږی  ما ته د ځغم  ند ه او لیدلی نشمه. دا نیستمنده  او ظا لمه د نیا پر سینه می  لویه  تیګه  ا یښید ه چه سا می  پی  بند یږی او دلاسه می هم څه پور ه ند ه . نه د  تا سو  خیټه  په  وچه سوکړک مړوۍ شم او نه کومه د نیک مرغی ژوند  مستقبل کی راته  ښکاري . نه موری  داسی کار مه کوه بس ده چه زموږ پلار هغه  پلار چه دخدای او رسول او قانون  سره سم یو صا د ق او نیت بخیر انسان و ددغه  وږی او بی انصا فه  لیوا نو دخوراک  طعمه وګرځید. او لیوان ځا نونه  یو ګړی د پاره خیټه  خپل  پی ماړه کړل  خو ماړه  نشول . لاری  پر سر  لکه  را ګیر ماران نا ستی  د ي  چه ښکار پیداشي او خپل  مردار خیټی  پی ډ که کړی  او خلک  د غم او ژړا په  ټغر لکه یو ناتوان ماشوم بی اختیاره په ژړا  کینوي . بس ده نور  نه ځا ن او نه موږ دی  زارو ازار ژوندون  ته مه کینو.

      مورجانی  زه اوس لوی شو یمه  زه به کا ر وکړم او تا او خور ته می ژوند  برابر کړم خدای خو مهربان دی . زه پر ځان باور لرم ته هم پر ما باور ولره . ژوند به موخه شی دا د نیستی شپی  ورځی چه تا ځوروی او تر دی حده رسولی یی چه مرګ ته ځان تسلیموی . نه خیر زه د نه  پریږدم . اخر ته زموږ موری او تا ځیږولی یو روځلی یو . ته موږ سره مینه لری د همدا مینی له کبله تر د ی سرحد ه  پوری د رسولی یو. زموږ مینه  ستا په زړه کی داسی ژور ځای لری چه  نشی کولی هغه له  زړه نه و با سی ا و موږ  یواځی  یتیم  او اسیر ی ته  پد ی  نا ځوانه او له  کړ کیچو ډ که  نړۍ  ته  پریږد ی .پوهیږم  چه  تا په ژوند ډیر ستونځی لیدلی او د ناخوالی سره ډ که  ژوند  تیره کړیده  او له ډیر غم او ا ند یښنی ستړی شوی یی ستونه  د بند ګی چه سا نشی ایستلی .

      ګرانی مور جانی دا کار ته مه کو لږ پر موږ ورحمیږه ډیر ی سختی د تیره کړی لږه پاتی ده. انشا الله دا سختی به پاتی نشی او شپی پسی ورځی  راځی د غم پسی ښا د ی شته دی مه ما یوسه  کیږه . دا بد ی  ورځی نه یواځی  پر موږ ده  وګوره ګل رسول کاکا او شیر افضل کا کا ټو ل کورنی  یی سو نه  د ژوند  په ستو نځی  ګرفتار دي . نو زړه  د لږ جګه  نیسه او ځان خوندی  او زړه خوری  مه کو چه  ناروغه  بشی. ورځ تر ما ښام او شپه  ترسهار په غریبی  اخته وی د خلکو کا لی د  وینځله چرخه کی تار د وبد له ا و هغه د جولایانو ته ورکوله چه تری کربا س ټکری جوړاوموږ ته تری کا لی د ګنډ له . خه می په یا د ده چه د پنبی په ټولولو کی نورو ښځی سره د په  ګډه  پنبه  ټولوله او څه اجرت  چه ستا کید له هغه  دی حلاجی کوله بیا پنبه دانه یی په ما لد ارانو د خرڅوله او له پختی نه په ډا نډ سو با ندی پاغوند ی جوړوله  او بیا هغه د په چرخه کی تر سها ر پوری تری  تا ر وبد له  او تار د پر جولایا نو خر څوله.  دا ستا هغه  تیر شوی خواری او ستو نځی  چه  زمو نږ په خا طر تا  ګلله او  تیر و له  کله زموږ هیریږی . زه او خورکی می ستا د لاس روزل شوی  پتنګان یو چه د تا  په چا پیریال څرخو او ځانونه  پرتا قربانو. موری نور تا د پاره د هوسا یی ژوند وخت راغلی ا وس پرموږ لاس کشو او دعا د نیک مرغی او رمټتیا  راکو چه د قوت ا و همت او د نیا  داری خا وندان  وګرځو او ستا  د زیا ر او د ستونځی پورونه او خدمت په ښه شان ادا کړو.

     مور جانی مرګ څوک درولی نشی مر ګ حق دی خو هر څه د وخت او زمان په تیریدو تر سره کیږی. ځان لږ اسطوار نیسه  موږ ستا په خد مت او چو پړکی تیا ر له که یونوکراو پا سبان  ولاړ یو. تا نه پریږدو چه نور بیا دما یوسی او د خپګان په انګړ کی یواځی ځان  و نیسی  مو ږ در سره یو، تا ته اړیواو ته موږ ته اړی . یو د بل په مرستی ژوند ته به داوم  ورکو. خیر ده ژوند موکه خه ده او که بده مجبور یو چه وګا لو او د ژوند  د ستونځی  په لوبغاړه کی  تر پا یه ورزمو او پر هر نوع  کړا ونه بریالی شو.دا لوبه د انسان له ځګیدو تر د ژوند پایه پوری سړی سره وی او دوام لری چه کله بریتوب او کله ناکامی په کی راځی چه انسان نباید مایوسه او ژوند دلاسه ورکړی.

      ته که په دی لوبه ځان ناکامه  او مایوسه و بو لی او تسلیم شی نوموږ هم  به په و یر ا وسو دا ګی ولیږو چه دا حا لت  زموږ د نا کا می  او زړه خوری  سبب ګرځی  چه  نبا ید دا بد  مرغی ا و نیستی  بد حا لات  ته فرصت ورکړو . موږ تا  ته  نه یواځی د مور په حیث ګورو بلکه د پلار او لارخود په ستر ګه هم  ګورو.که زموږ لار ښود له سمه لاره بی لاری شی موږ به هم په ضعف او سراسیمګۍ به اخته شو. یقین لرمه چه ته زمونږنا کا می او بد مرغیتوب هیڅ  کله نه غواړی او نه ځغملی شی .ځکه چه زمونږ موری.

    زه هر پیره چه مور یا د وم او تا ته  ګورمه زړه می لکه  غر جګه شی ا و یو نا څا پی همت ا و د کا روبار اوژوند  سره مینه  پیدا شی او پر ځا ن په غوڅه  توګه  باور مند شم چه په پای کی په  کاراو روزګارمی  د نورو په پر تله یو ځانګړی مثبته اغیزه پیداشی چه ما لا تشویقه وی چه باید ډیر هڅه او زیا ر وبا سم تر هغه چه خپل هد ف ته  ورسم . نو په هسکه  غاړه  و یلی شم  چه  د غه  هرڅه  لاس راوړنی  او بریا لیتوبونه چه په پایله کی می دکار او زیا رتر لاسه  کیږی دا ټول  زما  د مور او پلار بلخصوص  د مورمی  و یا ړلی او د قدر وړ زحمتو نو  نتیجه  د ه چه پر موږ ا یستلی او نن  ثمره یی اخلو.انسان نباید د چا نیکی مرستی ولو چه  له هر څوک  او په هره پیما نه او هر موقع د ژوندون کی  چه  وی هیری کړی  بلکه لا زمه ده چه په درنه سترګه ورته وګوری  او وهڅی  چه بل مقا بل  هغه لوری ته هم  خپله مرستی او مهربا نی  ولو په هر پیمانه د توان په چوکاټ وی ادا او وستایی . سړی ته ضرور ده چه په چوپړ کی د مور او پلار له هر څه نه لمړی ووسی او بیا دقوم او خلکو په درد و الم کی شریک او د هغوی په زړونو کی ځای پیدا کړی .

      مورجانی موږ دغه تربیه او خوږه میوه ستا له پر برکته ونی نه اخیستی ده او اوس مجبور یو چه دا پور تا ته او بیا نوروطنوالو ته چه  په رشتیا مرستی ته اړدی ودانګو او د خدای ا و نورو رضا  یت حاصل کړو. انشا الله موږ خو په خپل دغه ګفتار او هیلی باور مند او ایمان لرو. ستا د هدایاتو پر اساس پر هغه لاره  به تګ کو کوم چه د ستا او زما دپلاراو نیکګان تګ لار و.دا مفکوره او لار ښونه تا سو موږ ته را ښودلی ده ستا سو رهنمایی زموږ په تار تار د وجود ځای  نیولی  چه  تری کار اخلو او پی ویاړیږو.

       مورجانی تا ونی کیدښود  ود روزله  ثمر ته دی ورسوله  نن موقعی راغلی چه ثمره ی واخلی او په ویا ړ او جګه غاړه د خپل زحماتو پر ګنجینه  لکه  خزانه دار کینی د ژوندون پرمسترحه بسترباندی خی  شپی او روځی ارامه  تیری  کړی .د ر ته  لازمه د ه چه پخوا نی د رد ونه  هیری  کړی ا و خپل ګاونډیانو خولنډ و سره د یو ارامه  لیری له غمونو ژوندون  بنا کړی  چه دا  زموږ  لو یه اروز ده  چه  تا ارامه خوشحاله صحتمند  او د اوږد عمر خاوند ووینو .نو په دی اساس یو ځل بیا د تا نه  هیله  کوم چه نور غمونه هیر کړه او ځان مرګی  له تصمیم نه  وګرځه او د خپل  دلاس ثمره یعنی ځو ی  زاری ومنه . له ځانه بدګمانی چه تا غلطه لاره باندی دا نګی ،پرهیز و کړه . بریږده  چه دا وږی  او خنخوار لیوان  نور د  هم  وږی پاتی  او بالاخره له لوږه مړه شی ، چه دا د ټول خلکو ارمان ده .

     مورجانی وبښه چه زه تا ته دا رقم خبری کوم . کوم چه یو ځوی نباید خپل مور یا  پلار يا یو  مشر ته  د نصیحت په توګه وکړی. ځکه چه الحمدالله تا سو په هر څه پوهیږی او تصمیم پری نیسۍ . خو په دی اواخر کی زه چه ګورمه تاسو له ډیر ا ند یښنو نه خپل فکراو چرت  مو دلاسه ورکړی  نه غواړۍ چه د ژوندون  کړا و نو سره مقا بله وکړی او د بریتوب او خوشحا لتیا ژوند په  فضا کی ارامه  زیست ولرۍ.اخر څله تر کوم وخت پوری به په داسی غمجنه او تیاره ژوند چه مرګ او لوږه  مو تهد ید  وی  ووسو . زه نو مجبور شمه  چه  داسی  نصیحت امیزی  خبری ، کوم  چه له تا سو نه می زده کړی ده  وکړمه . ډیر ډیر بښنه  درنه غواړمه  مورجا نی خدای پاک د وکړي  چه زما دا ګډوډی  او بی ربطی خبری  ستاسو دتآثر سبب نوی ګر ځیدلی.هیله کوم چه ماسره پدی خبرو موافق او خپل عادی ژوند ته ادامه  ورکړی ترسو موږ هم  تا سره  د یو ارام او نیک مرغه ژوند  په اړوند خلکو سره د خد مت په ډګریو نورمال  ژوند  تیر کړو اوله پاک الله نه ستا د اوږد عمر په غوښتا دعاګانی وکړو. امین

                                                                       ۲۹/۰۴/۲۰۱۰سوفیه    حکمی

 

 


بالا
 
بازگشت