ولی محمد نورزی

 

د عبد الباری جهانی صا حب د لیکوالی او شاعری  پر تګ لاره  د ځنو افغا نا نو   لیکلی نظرونه – نیوکی او انتقادونو ته یوه لنډه کتنه او دهغه په باره کی زما شخصی  نظراو ارزونه

 

په ننی نړۍ کی اود پښتو ژبی  په پخوانی تیر لرغونی او اوسنی تاریخ کی د پښتو ژبی شا عران که لږ نه  دی نو ډیر هم نه دی.دا ځکه چه پښتو ژبه د تیری پیړی دواکدارانو او چارواکو له پا مه هم غور ځول شوی وه ،او ددربار په انګړ کی یې خپل ځانګړی مقام  نه ووتر لاسه کړی. مګر د پښتو ژبی پو هیا لان او  د ادب مینه والو استا دانو خپله اراده اوعزم د خپلی ژبی  د فلکلور،ادب اودود د تیر میراث د پیا وړ تیا او ژوندی پا ته کیدو په هکله د ګرا مری قوا عدو  او دود لیک نه نیولی بیا تر کیسو – نکلو او متلونو پوری خپل تاریخی رسا لت دسا تنی او پالنی په چو کا ټ کی ښه روزلی دی.  چه نن سبا مونږ دهغو استادا نو د برکته ددوی  دشعرونو د عا طفی ، تخیل، او ملی اندیښنو په چو پړکی د تا ریخی پیښو د پلټنی تا ریخ ګورو.او ددوی دشعرونو دښکلاوو- بد مرغی –خوشا لی –غم او ویر- مینه او محبت او همدا رنګه  دکرکی، نیک مرغی او نا خوالی په شعری بڼه لولواو  اورو  چه د هغوی د ښکلا د غه تصویر اود انځور خیال د شعر په مختلفو بر خوکی احسا سیږی. او بیلګه یې له ورا یه ښکاری. ولی دا یو ځا نګړی  مثال د ادب او فلکلور  په نړی کی په رو ښانه او ځلانده تو ګه د لید لو وړدی. پښتو ژبه د ګرامر ی قا عدو او قوا عدو پر بنآ د ماضی اوسنی اوراتلونکی حا لتو د سمون د ښه لیک دود لپاره په منطقه کی هغه  يوا ځنی ژبه ده چه پورتنی قا عدی او ا صول یې  ټوله د حا لتونو په شکل  نه یواځی  پکښی ښه سا تل شوی دی بلکه په ډیر ښه ډول سره د هغوی د استعما لو لو پړا وونه هم په جلا جلا ډول سره خپلی تکمیلی او تکا ملی مرحلی تیری کړی دی. او د پر مختیا  په حا لت کی یې وینو.  

زمونږ د پښتو د ادب د تیر وخت سا لاران او مخکښ استا دان  لکه خوشحال خټک، رحمان بابا او حمید بابا  غنی خان په لوړهمت  او مټ د پښتو شا عرانه جونګړی ښه پا لنه کړی ده  او دهغوی نه وروسته څو کاله را په دی خواه د پښتو ژبی د ودی اوتکا مل  مر حلی او ادبی  لر غونتوب د نورو ادبی ستورو لکه عبد الحی حبیبی،ګل پا چا الفت.عبدا لرو‌ؤف بینوا –قیا م ا لدین خا دم عبد الهادی داوی – صد یق ا لله  ریښتین -عبد ا لله بختا نی  صدیق ا لله روهی او حمزه شینواری   ا و داسی نورو په مرسته  پښتو ژبه یوه نوی تاریخی او تکا ملی پړاو ته وواښته ، دهغوی په مرسته د پښتو ژبی د غنی کولو پراخ اوښتون او ملی ویښتیا ته لاره پرا نستله شوه چه دغه پیاوړی او نه هیردونکی ادیبان او پوهیا لان ددی ژبی  ددرک دژورو خیا لا تو او پیا وړو شننو او سپړنو په ترڅ کی  دادب د مرغلرو پوره او پیژندل شوی منلی خا وندان دی. چه نومونه یې د تلپا تی پښتو په تاریخ کی  دادب د ملغرو په نا مه یا دیږی او دخپل  وخت زمر یان هم دی.                   

 ولی ددغو ټولو پاملرونو سره سره پښتو د ظا هر شاه او داود خان په دوروکی یواځی په سمبولیک شکل مو جود یت درلودی. او په رسمی ادارو او موسسو کی ډیر لږ د پښتو لیک دود چلیدی. او یواځی پښتوټولنی د پښتوژ بی  دمیراث او ژوندی توب  لاره څا رله اودهغی نه کلکه د فاع هم کوله مګردا دیوی ژبی د غنی کولو او ودی لپاره  کا فی نه وو.

را به شو د پښتو ژبی د شعر نړی ته:                                                                                        

که چیری مونږ د شعر په اړه څه ووایو با ید لمړی پوه شو چه شعر څه شی دی او دشاعر احسا سات څرنګه د شعر په بڼه کی را څر ګندیږی او د شاعر د شعر پیغام څه شی دی.  

.شعرد یوه شاعر د استعدادونو  یوه الهی پیرزو ینه ده. چه د عقلی ژوند داخلاقو احسا سات او خصوصیات پکښی نغښتی وی او د شاعر دنفس د روحی او فکری سا ختمان  او جوړښت د احسا سا تو د څر ګندونی هنداره بلل کیږی. د پښتو ژبی شا عران پخپلو شعری ټو لګیو کی هاند او هڅه کوی چه د پښتنو د طبیعی او اجتماعی ژوندون د چا پیر یال نا خوالی او نیمګړ تیاوو ته داسی بڼه ور کړی چه د شاعر د شعرپیغام او انګیزه د هغه د شخصی خواصو او احسا ساتودرک په یوه درسته او نظمی بڼه سره  د شعر په چو کاټ کی منځ ته راشی. ولی شاعر دغه شعری احسا سات د ملت په زړه کی وینی او خپل غورځنګی احساسات و نورو وګړو ته داسی بیا نوی چه د شاعر روح او احساس کټ مټ د هغه تراغیزی لاندی راځی. ولی د روحیاتو او اخلاقو  د عقلی ژوند شعری نړی ته لاره  مومی او دهغی ټولنی انځورونه د شعر په چو کا ټ کی دعمل په ډګر کی د شاعر لخوا په شعری ژبه د بیا نولو پړاو تکمیلوی او ویو نکی ته د علت او سبب دپو ښتونو فضآ منځ ته را وړی اود ستونځو د حل لاره هم ور په ګوته کوی. د شاعر د شعرونو په معنی یواځی شاعرښه پو هبږی .ولی ویونکی اود شعر اوریدونکی دشعرڅخه په خپله ګټه الهام اخلی.

 لکه څنګه چه ژبه د یو ملت د خلکو د عقلی او روحی وسیلی یو مهم عنصر دی. نو ځکه د انسا نا نو د اخلاقی روحیا تو په در شل کی د اړ تیاوو پر بنسټ  د پو هولو لپاره یو مهمه وسیله هم ګڼل کیږی.ژبه د هر ملت پر عقلیت با ندی چه د هغه ملت د طبعیت او محیطی چا پریال  کلتورهم پکښی نغښتی وی رڼا اچوی. او دهغه ملت د روحیا تو ښکلاوی د تا ریخی پیښو پلټنی ته لاره پرا نیزی  چه په دی حساب پښتو ژبه هم  په خپل اجتماعی او طبیعی چا پر یال کی  ځانګړی ا صول او تګ لاره لری .     

نو په دی ډول که یو شاعر د پښتو ژبی د لغا تو او کلیماتو  په قا موس کی و ګوری او دهغی ژبی د سمښت او بشپړ تیا لپاره علمی څیړنی او شننی وکړی نو لمړی باید شا عر په خپله د هغی ژبی  د ادبی او علمی پو هی پوره وړ تیا ولری او دده د تحقیق او څیړنیزو د خیال اوعقلیت دایره با ید  کمزوری نه وی. نو ځکه  پکارده چه شا عر با ید ددی ژبی   د طبعیت او عقلیت دواړی خوا وی  څاری او د ضرورت په وخت کی به د یوه  لایق او منلی  څیړونکی په تو ګه پدغه چو کا ټ کی خپلی پلټنی ته  لاره پیدا کوی چه دلته شاعر نه یواځی د یو شاعر په شکل بلکه د یوه پوره معیا ری څیړونکی او سپڼیدونکی په تو ګه خپله  و جیبه سر ته رسوی. نو دلته به وی چه شاعر خپل تحقیقا تی او څیړنیز معلو مات د یو علمی چو کاټ په درشل کی را نغاړی او دسمون چاری یې په شعرکی لټوی. چه دا کارد پیاوړی  او وتلی شا عر عبد الباری جهانی لخواه په پوره اخلاص او صداقت سره سرته رسیدلی دی. عبد ا لباری جهانی د کلی کور نه نیولی بیا د ښارونو په سطحه خپله  شعری ټولګی د زړو او ځوانو پښتنو لیکوا لانو په منځ کی خپله وجدانی و ظیفه داسی سر ته رسولی ده چه د ګران هیواد په لرا وبراو ډیرو لیرو نا ا منه جګړیزو سیمو کی د هلمند څخه د کند هار ، کابل او نورو سیموته سفرونه کړی دی اود  ځوانو شا عرانو په منځ کی یې ګډون کړی دی چه په دی ترڅ کی جها نی صا حب پخپله خپل شعرونه  هم ویلی دی او دنور ځو انا نو  شعرونه یې هم  او ریدلی دی چه دا پخپله د جهانی صا حب مینه د خپل اولس او وطن سره یو ښه ښکاره ثبوت او نمونه ده. جها نی صا حب هیڅ وخت ددر بار او  زورورو تو پک سالارانو او جګړه ما لانو  ته ځان نه دی نژدی کړی بلکه د هغوی د عمل دغندنی  کرکی او نفرت په باره کی یې څو ځلی  د شعر په ژبه خپل پیغام په ډاکه بیان کړی دی  . ددی لنډو یا دونی نه مو هدف دادی چه جهانی دا ټولی کر غیړڼی نا خوالی په خپلو شعرو کی را نغاړی او زمونږ مخ ته  یې د انځو راو تصویر په بڼه ږدی. بلی جهانی  صا حب د خپل ملت هیری شوی کیسی نکلونه او افسانی  را ژوندی کوی. چه زمونږ په هیواد کی  یې دننه  د تورو تیارو او وحشت ټغر غوړلی وو. جهانی صا حب په خپلو شعروکی داسی یوه لهجه استعما لوی چه د ټولو پښتنو لپاره  د قنا عت وړ  لهجه ده. د جهانی صا حب په شعری ټولګی کی یوا ځی یو مفهوم ډیر ښه لیدل کیږی چه هغه د افغانستان او افغان اولس درد ،غم او د جنګ  نا خوالی پکښی نغنښتی دی. جهانی یو ملنګ  ولسی شاعر دی چه د  هر چا په زړه کی ځا نګړی ځای لری  دهیواد په مختلفو سیمو کی لکه خوست، جلال اباد، کابل،  قند هار، هلمند:غزنی  او نورو ولا یتوکی او همدا رنګه د هیواد نه  بهر پیښور او کوټه کی او هم په امریکایې او اروپا یي هیوادو کی لکه کانا دا، امر یکا ،جر منی، سویدن ، ها لند . دنمارک ، لندن او بلجیم کی د پر دیسو او مها جرو افغا نا نو په منځ کی ډیر محبوب شا عراو د قدر او احترام وړ سړی دی .چه ددغو افغا نانو د کلتوری او فر هنګی ټو لنو لخوا څو واره په ستاین لیک او کور ودانی سره ویا ړل شوی دی. چه دا پخپله دده د شعر او دده د لیکوالی بهیر ته یوه ښه بیلګه ده چه د دی شاعر دښو اخلاقو او لیا قت دصفا تو  ضما نت کوی اود هرچا دشک اوتردید لید لوری ته د پای ټکی ږدی.     . .     

 د ځنو لیکوا لانو نظرونه او نیوکی نن سبا د انتر نټ په برښنا لیکو کی د عبد الباری جهانی په باب د پښتو پر دود لیک خپل انتقاد په لیکلی ډول  په افغا نی ویب پا ڼوکی  خپروی او جها نی صا حب ته د جا مع تفکر په رڼا کی د څه ویلواو اورید لو ته انتظار دی. چه یو د هغو څخه هم ښا غلی دا کتر کا کا جان دی او ځان  دهیواد څخه بهر د پښتو ژبی ښوونکی هم بولی.

ګرانه کا کا جانه:  ستا سود پو ښتونو په ځواب کی با ید  زه ووا یم  چه تاسو با الکل حق لری چه خپل انتقاد پر هر شاعر ، کره کتونکی ، لیکوال او نورو د علم او قلم خا وندانو پر کړونو او نیمګړ تیاوو باندی وکړی ، ولی ستاسو انتقاد باید په ډیرو سالمو کړیو او د ښه ثبوت پر بنسټ باندی ولاړوی. او تخریبی بڼه  ونه لری. ځکه مونږ باید  هیڅ کله خپل شخصی نظر د اولس او خلکو تر نا می لاندی طر حه نکړو. او که دا کار کوو نو با ید هرو مرو د عینیت او حقیقت  پر بنسټ  ولاړوی ،او د ټولنی ټولی بر یا وی ښیګڼی او نا خوالی په یوه ستر ګه او یا د پلاستکی عینکو لاندی  ونه څیړو .ځکه په ټوله نړۍ کی به داسی  وتلی څیره شاعر عالم او لیکوال پیدا نکړو چه هغه به سل په سلوکی د هغی ټولنی او خلکو د قبول  او منظوروړ وی. ولی زیا ته فیصدی به خا مخا پکښی نغښتی وی ،چه د هری ټولنی د خلکود عمومی  فکری تما یلات او انګیزی په روښانه توګه  پکښی  ښکاری.

 تاسو د کند هار د لیکوالانو په منځ کی د نوی فا جعی یادآوری کړی ده او هغه می پر دوو مخا لفو برخو ویشلی دی.  دیوی ډلی لیکوالا نو نو مونه می ‌ یا د کړی دی چه ستاسو په نظر یوه نوی فا جعه  منځ ته راولی. ولی  دبلی ډلی نو مونه می نه دی یاد کړی.  زما  د پوره  معلو ماتو له مخی چه زه هم  دهغه سیمی پوری تړلی پښتون یم  ددغی فا جعی هیڅ نښی او نښانی نه لیدل کیږی چه ستاسو  د خبرو پله او تله د حقیقت په مزو ودروی. په پښتو کی یو متل دی چه وایې :  د ژرندی څخه زه راځم ولی د میدو اوړو احوال ته راوړی. که چیری تا سو د جهانی صاحب په هکله پوښتنی  او ګر ویژنی درلودلی نو ډیر به ښه  وای چه تا سو خپله د جهانی صا حب مشا عری ته تشریف را وړی وای پخپله خوله  می د جهانی څخه ددغو پوښتنو ځوا بونه تر لاسه کړی وای. کوم چه می په دی ویب پا ڼه کی طر حه کړی دی  مونږ به هم درته غو ږ نیولای  وای او خبره به ځای پر ځای د حل  لاری ته رسیدلای وای. نو ځکه ډیر د افسوس ځای دی چه تا سو خپل دا نا سم نظر و نورو درنو پښتنو ته د انتقاد په ګوته  یادوی چه  ماته د وا قعییت نه پرته ښکاری چه په خپلو پښتنو شاعرانو او لیکولانو پسی نا وړی ډنډوری او  نغاری جوړی کړو اوبیا په خپله د خیر پر غونډی ورته کښینو او سیل کوو چه  د باد او شمال سمت  او حرکت کومی خواته روان دی او اوس به نور څه پیښ شی ولی ګټه به یې چا ته ورسیږی . بیله شکه ګټه به ددښمنانو  د خوشالی سبب شی. ځکه مونږ خو یواځی په خپلوکی سر ه خورو او نه سره یو کیږو . دجهانی صاحب په باره کی چه تاسو هر څه لیکلی دی هغه به  مونږ او پښتون اولس ته هیڅ کومه ګټه ونه رسوی  ولی  د جهانی صاحب شهرت به تر پخواه لا زیات شی. ځکه د جهانی صاحب ټول مینه وال پښتانه  جهانی ډیر ښه پیژنی اودده دشعرونوعا شقان دی چه بیلګه یې ما په خپلو سترګو دا ځل د خلکو په منځ کی ولیدله چه ټول د تعظیم او احترام په کولو سره د لاسونوداوږدو چک چکو په خړ پولو سره پر پښو ودریدل او دجهانی بدرګی ته یې لبیک ووایې چه دا یو واقیعیت وو او ما هم پخپله جهانی صاحب  د لمړی ځل لپاره د نژدی  ولیدی. او تر اوسه پوری ښه خا طره را  سره پا تی ده .

جهانی صا حب پوره یوه میاشت په اروپاکی میشت وو، دوه واره په سویدن او  جر منی کی یو ځل په بیلجیم او هالند کی د افغا نا نو میلمه وو.چه په دی ترڅ کی  هغه په سویدن هالند او بیلجیم کی جلا جلا مشا عری در لودی . چه دټولو میشتو مسا پرو افغا نا نو لپاره د ډیر ښه تشویق  وړ وګر ځیدی او ویا ړلی  افتخارات ور په بر خه شول .جهانی صا حب یو معا صر کلاسیک پښتون  یواځنی شاعر دی چه نن  مونږ ور سره نژدی ږغیږو او ښکلی شعرونه  دده په خپله ژبه اورو اودی هم وینو. دا دپښتنو لپاره ستر افتخاردی چه خپل دزړه او محبوب شاعر له نژدی وینی اود زړه خواله ور سره کوی.چه دا دود زمونږ د پښتنو لپاره یو نوی دود دی ځکه مونږ  ډیر وخت د خپلی ژبی وتلی ا و پیا وړی شا عران  د مر ګ نه وروسته پیژنو او دهغوی په افتخار بیا غونډی جوړوی او ستا ینه یې کوی ولی مونږ جهانی صاحب  پخپلو ستر ګو وینو اورویې اودزړه خواله ورسره کوو چه دا زمونږ لپاره  د لوړ افتخار ځای دی چه ددی وتلی او نا متو شاعر شعرونه دده په ژبه اورو او په زړه کی ورته  ځای ور کوو.

ګرانو لوستونکو او دادب د بهیر دراز او نیار خا وندانو:                                                              .

د افغا نی ویب پا ڼی په یو ه بله مقا له کی د نصیر سهام په نامه یو بل افغان په سویدن کی د جهانی د ویاړلی غونډه په باب  خپل  ګډوډنظر څر ګند ګړی دی .اوپه یوه تیر یې دوه نښانه ویښتلی دی. چه په دی هکله هم غواړم خپل نظر څر ګند کړم. نصیر سهام د داکترصا حب اکرم عثمان او محترم محمد اعظم سیستانی صاحب پر خبرو نیوکی کړی دی  او وایې چه د جهانی  د تعریف په جملوکی د جهانی د تعریف کچه لوړه معرفی شوی ده  او زیاتوی  چه پرته د جها نی نه نور پښتو شاعران هم شته چه د صفت وړدی. چه دهغو ی نومونه یې  ‌‌ذکر کړی هم دی. د سهام څخه ډیره مننه  کوم چه  جهانی صا حب  او د پښتو ژبی  نور شا عران د یوه معا صری پښتو شاعرا نو او ادیبا نو په تو ګه پیژنی. ولی کوم شی چه زه دده خبروسره موا فق نه یم هغه دادی چه دغه نور شاعران چه تا سو یې نومونه یاد کړی دی  نه یواځی د پښتو نامتو او وتلی شاعران دی بلکه د ټولو افغا نا نو په زړه کی ځا نګړی ّځای او مقام لری. زمونږ د پښتو پیا وړی پخوانی اوسنی شاعران د ګوتو په شمار دی. چه نومونه یې ددی مقا لی په سرکی راغلی دی اود ټولو پښتنو د قدر او احترام وړ کسان دی. ولی تاسو پخپله لیکنه کی د جهانی او نورو پښتنو شا عرانو په منځ کی  د ښه او بد دخلاف او تفاوت په نظر ګوری. داسی معلو میږی چه تا سو دپښتو ژبی د شعر او شاعری بڼدار ته د ښه نیت په څیر نه ګوری. اوددی لاری غواړی خپل  نظرد شخصی بد بیبنی له کبله  دنورو پر اوږو وروا چوی او ځان ته یو منور روشنفکر هم وایاست. ستاسو د مقالی څخه ما ته داسی جوته شوه چه تاسو یواځی او يواځی په دغه مقا له کی نه دجهانی صاحب په باب بلکه د سیستانی صاحب او داکتر صا حب اکرم عثمان د بد بینی او ګمانی نظر ته  د اورو لمن وهی چه عا قیبت به یې ستاسو لپاره ډیر نا وړی او خطر نا ک وی. ځکه تا سو د سیستانی صا حب او اکرم عثمان په کړو ورو خبری کوی او هغوی ته ځان  د یوه  استاد په صفت داسی  ښکاره کوی چه ګواکی  هغوی به  د ویلو اولیکلو په وخت کی ستا سو نه اجازه واخلی چه څه ووایې او د چا په باره کی به څه ولیکی  چه ستا سو په طبیعیت اومزاج برابر وی . زما په نظرچه دا په خپله یو لویه تیر وتنه ده .

 محترم سیستانی صاحب او محترم داکتر اکرم عثمان زه د پخوا څخه ډیر ښه پیژنم مونږ د علومو په اکا ډمی کی يو ځای کار کاوی دوی په افغانی ټولنه کی د فارسی ژبی مخکښ او دګوتو په شمار کسان دی. دسیستانی صاحب لیکلی اثردسیستان تاریخ او دافغا نستان دمعا صر تاریخ په هکله په سلګونو نوری مقا لی څیړنی اوشننی یو دهغو افتخا راتو څخه دی چه مونږ ټول په ویاړو او دقدر په ستر ګه ورته ګورو.چه دده مقالی د ننی افغانی ویب پاڼو په ټولو سا یتو کی نشر شوی دی او یا د نشر په حا ل کی دی

او دمحترم داکتر صا حب عثمان په هکله باید ووایم چه نوموړی د دری ژبی د هغو ادیبانو په ډله کی راځی چه ساری یې تر اوسه پوری نه دی لیدل شوی. داکتر عثمان په  دری ژبه کی ځانګړی ادبی لهجه لری چه دده  داستانونه او لیکنی د هر ویونکی د زړه ښکار کوی  . او ددری ژبی په مخکښانو کی  د ادب او فر هنګ  د میدان نو میالی دی چه ژبه یې  یوه خا صه خوږ تیا لری

نو که چیری مونږ په خپلو پوهانو مشرانو او دعلم او ادب خا وندانو پسی سپیکی سپوری ووایو او نا وړی لیکنی ور پسی وکړو پس باید مونږ له ځانه څخه هم پوښتنه وکړو چه زه څوک یم اوزه کومه نیمګړ تیا لرم او  که نه او ددغو نا رسا یې د حل لاره یواځی  تعرض اوکینه  او که متقا بله دوستی محبت او نیک مر غی ده چه دا په خپله په تا سو پوری اړه لری چه کومه لاره غوره ګړی ولی د نفرت او بد بینی لاره همیشه د اغزیو ډکه ده او هیڅکله خپله شخصی بد بینی د خلکو په   نا مه مه ور ګډوه   .

زما تو صیه د ټولو افغا نی وړونو څخه داده چه راځی دا ټولی کر غیړنی، نا خوالی، بد بینی، بخا لت، خود خواهی کینه او نفرت ملنډی، کرکی،غندنی او ښکنځلو څخه چه حقیقی بڼه ونلری لاس په سر شو.او دیو عالی انسان او افغان په تو ګه خپله ایمانی او وجدانی وظیفه  داسی پر مخ بوزوچه زمونږ دټولو ګټی پکښی نغښتی وی ولی دیووالی او وحدت دخوند او رنګ بوی پکښی وی.

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت